عبدالولي منگل

کابل کې څه تيريږي

دا څلوريزې ما کابل ته په رسدو سره سم د اوښکو په رنګ وليکلې:

کابله هومره ستا د مينې دديدن تږی وم

لکه شهيد په سره کفن د زنکدن تږی وم

د بيديا بوټي چا ليدلي چې له تندې مرينه

په هغه شان زه د خپل کور او د وطن تږی وم

کابله زما دا يو سلام ومنه

د مسافر آشنا پيغام ومنه

درته راغلی يم ګيلې ګيلې زړه

زما د تړمو اوښکو جام ومنه

                      کله چې زه د کابل په هوايي  ډګرکې له الوتکې ښکته شوم نو يو څه چې لومړی زما په سترګو شول ، هغه د احمدشاه مسعود غټ غټ عکسونه و. دا عکسونه په کابل کې هرې خواته په سترګو کيږي. په هره ټکسي ، هر موټر ،هر دوکان او هره دولتي ودانۍ دا ډول عکسونه ښخ دي. په کابل کې ډېرې کوڅې  شته چې د مسعود په نوم نومول شوې دي .د بېلګې په توګه يوې  جادې ته اوس د(( ستر مسعود)) نوم ورکړ شوی دی.ډېر خلک دا عکسونه ددې لپاره په خپلو دوکانونو او موټرو سرېښ کوي چې د امنيتي او پوليسي چارواکو له خوا د ګرځېدو اسانتياوې ورته برابرېشي او ونه زورول شي.

 کابل اوس په يوه ګڼ تجارتي ښار تبديل شوی دی.په سلګونه بهرني تجاران اوس په کابل کې کار کوي او دا اوس هغه بازار دی چې پکې ددنيا په ملياردونه ډالره ښکته پورته کيږي.

د نوې سرمايه داري ټولنې د آزاد بازار او د ثروت د لاس ته راوړنې خونړۍ جګړه په ټول قووت اوشدت سره روانه ده،چې ځينې پکې د مليونونو خاوندان کيږي او ځينې پکې شرمونکې  او زړه پريکونکې بې وزلۍ او غريبۍ ته  ټېل وهل کيږي.

داسې ښکاري ، هغه روپۍ چې د غربي نړۍ او امريکا او نورو هېوادونو له خوا ، افغانستان ته د امنيت د ټينګولو او بيا جوړونې لپار ورکول کيږي،د زورورو قوماندانانو يا خېټورو سوداګرانو جېبونو ته لوېدلې وي.

کابل اوس خپل زخمونه جوړوي.

د جګړې څخه ورپاتې ويجاړۍ او ورانۍ اوس نه په سترګو کيږي.ټولې شخصي ودانۍ  جوړې شوې او يا د جوړولو په حال کې دي.ځمکه او خاوره په کابل کې اوس سره زر ګرځېدلې ده چې د ډکو جيبونو له خوا په  جريبونو اخېستل کيږي، او بيا وروسته په تور بازار کې  په لوړه بيه خرڅيږي.

خو!ددولت په کچه اقتصاد او د بيا جوړونې او رغونې کار ونو کې خوځيدل نشته. د افغانستان خلک هغه وعدې چې د غربي نړۍ له طرفه ورکړې شوې وې سخت مايوسه کړي دي. ټولې دولتي ودانۍ ، روغتونونه ، سړکونه ،ړنګ او ويجاړ پاتې دي.عادي تيلفوني سيستم لا نه دی سم شوی،اوبه او برېښنا په سيستماتيک ډول کار نه کوي، ترأفيکي قوانين نشته او نه رعايت کيږي او حتی داسې احساس کيږي چې څوک پرې خبر هم نه دي.

بډې ، رشوت او فساد وروستۍ پولې ته رسيدلی دی.د کابل په ښاروالۍ او ستره محکمه او د بېلا بېلو وزارتونو په دروازو کې په جوته او په رڼا ورځ رشوت اخيستونکي  کمېشن کاران او ميانجي ګاران ولاړ وي او په اداري او کاري اړونده دفترونو کې د کار او عرضو د اسانه کولو او خلاصولو په بدل کې بډې اخلي.

کابل اوس يوه کتوري پلازمېنه ده. په لسګونه اخبارونه، ورځپاڼې، مياشتنۍ مجالې او اونيزې اوس په کابل کې چاپيږي.چې دا دخلکو افکار راويښوي او په هېواد او نړۍ کې د علمي، تخنيکي، سياسي اوکلتوري نوښتونواو پېښو نه خلک خبروي، تياتر او سينماګانې په فعاليت بوخت دي، راډيو تلويزيون هم مختلف تفريحي پروګرامونه ، لکه  موسيقي، داخلي او خارجي فلمونه  او سيريالونه چې ډېره برخه دا سيريالونه او فلمونه د روسيې  او هند د هېوادونو دي، خپروي .

آزادي او دموکراسي

 په رښتيا هم په نسبي ډول  د کابل خلک د آزادۍ احساس کوي، خو داجوته ده چې دا د ايساف او امريکايانود سيورې  برکت  دی.

په لسګونه سياسي کړۍ، سازمانونه د سياست په ډګر کې راڅرګنديږي، چې ډېرکي يې د دموکراسۍ ، ولسواکۍ او د يوې  عادلانه او سوکاله مدني ټولنې شعارونه ورکوي.خو د يادولو وړ ده چې تر اوسه پورې هېڅ داسې سياسي او مترقي سازمان نه دی راغوړېدلی ، چې د موجودو بنسټپالو تنظيمونو تر منځ بديل او الترناتيف شي.

هرې سياسي کړۍ په ځان پسې يو تعداد او يوه غوټه خلک کش کړي دي، چې دې کار د يوې ګډې دموکراسي پلوه او د روښاندويانو د يوه سراسري غورځنګ او جبهې د راټوليدو په لار کې لوی خنډ ايجاد کړی دی.  

 امنيت:

د هېواد د نورو برخو او ولايتونو په پرتله په کابل کې امنيتي حالت ښه دی.خو دا امنيت ډاډمن امنيت نه دی ، او داسې ښکاري چې د ډاډمنې او دايمي سولې او ثبات لپاره ډېر وخت ته اړتيا ده .اصلي ستونځه داده چې  افغانستان تر اوسه پورې دفاعي او امنيتي ځواک نه لري. د ملي اردو او پوليسو د جوړولو کاراو پرېکړې  په عمل کې نه ترسره کيږي.

 د کابل د امنيت ټولې  چارې د فاهيم د طرفدارو  ځواکونو په لاس کې دي، قدرت هم ددغو په لاس کې دی.دا هغه ځواکونه دي چې د طالبانو د پرځېدو وروسته د امريکا په ملاتړ کابل ته ننول، دغه قوتونه بل چا ته سر نه ټيټوي . دا د پخوانيو مجاهدينو  نه پاتې ډلې ټپلې دي چې کاري تجربې نه لري.

                      د افغانستان د چارو څارونکي او نړيوال سوله ساتی ځواک  او په خپله امريکا د دا ډول توپکوالو کړيو شته والی د ډاډمنې سولې په لار کې لوی خنډ بولي. څه وړاندې مخکې د ناټو عمومي  مشر هم دا ستونځه په ډاګه بيان کړه.

                      د ملي امنيت رياست ، ددفاع او کورنيو چارو وزارتونه په داسې بې تجربو او غير مسلکي کسانو ډک دي ،چې هېڅ نه پوهيږي چې څه وکړي.هغوی يوازې د ثروتونو د راټولولو په لټه کې دي.ټول د پوهې او د کلونوکلونو د تجربو خاوندان افسران او مامورين ، ورځ په ورځ له خپلو دندو نه شړل کيږي او يا خو تش د حاضرۍ د ورکولو لپاره دفترونو ته ځي او بيا په نيمه ورخ بېرته خپلو کورونو ته ځي . ددغو افسرانو او دولتي مامورينو تنخواګانې په مياشتو مياشتو زنډيږي او يا خو هېڅ ورته نه ورکول کيږي.لنډه دا چې ډېرو بې کفايته کسانو ته قدرت سپارل شوی دی .

 د منځمحالې ادارې د ټولو وزيرانو او لوړپوړو چارواکو نږدې خپلوانو او د کورنيو غړيو قدرت د ((اختاپوت)) غوندې له  سينې لاندې کړی دی، چې اکثرآ يې يا په داخل کې په مهمو څوکيو ګمارل شوي دي او يا د افغانستان په بهرنيوديپلوماتيکو نماينده ګيو کې وظيفې لري.

ماته خو داسې ښکاره شوه چې حامد کرزي او پخواني پاچا ظاهرشاه خپل ځانونه په خپله په کفس کې اچولي وي ، د ارګ  څخه د باندې او ګرده څو کيلومتره خاوره چې هغوی د امنيتي دلايلو له کبله  په سختو ازغينو سيمونو اوکنکرېټي  ډبرو تړلې ده ، نه شي راوتلی.د هغوی واک او اختيار هم په همدې حلقه کې دی. هغوی د سمبوليکو مشرانو په څېرخپلې دندې پرمخ بيايي . د کمزوري او بېچاره کرزي ټولې پرېکړې او امرونه د کاغذ په پاڼو پاتې کيږي.

دوه کاله کيږي چې د طالبانو رژيم ړنګ شوی دی، مګر لا تر اوسه پورې د واک او قدرت اساسي ستونځه نه ده حل شوې.مرکزي حکومت ولايتونو ته نه غځيږي، ډېر ولايتونو شته چې په ډاګه د کابل اطاعت نه کوي.

لنډه دا چې د کرزي حکومت دومره کمزوری دی، چې که نن امريکايان نه وي ،نو سبا به طالبان او حکمتيار په کابل ورننوځي، او دا ځل به په رښتيا افغانستان او د افغانستان خلک د  دوزخ په لمبو کې وسوځي، افغانستان به بيا د نړۍ د بنسټپالو تروريستانو او اورپکو په ځاله اوډګر بدل شي.

د طالبانو بيا راپورته کېدل او د هېوادپه مختلفو سيمو کې د بريدونوسختيدل ، د افغانستان د جګړې د اوږديدو او ددغه هېواد د اوږدې غميزې د پای ته رسيدو تر منځ په ملي او بين المللي کچه  پوښتنې رامنځ ته کړې دي. 

د ايساف بين المللي قوتونه چې په کابل کې مېشت دي، هسې تش په نامه پراته دي. هغوی کله نا کله په اونۍ کې يو يا دوه ځلې راوځي او نور کوم ځانګړي دندې نه لري او يا خو خپلې دندې  نه شي تر سره کولای.

  ولايتونه :

په لاره کې ما د لوګر، پکتيا او خوست د ولايتونوڅخه ليدنه وکړه.                    

پکتيا :

زما د خوبونو او خيالونو ځانګو

ائ د زمريو د ټالونو ځانګو

يو وار ويده کړه ما په خپله غېږ کې

زما د هسکو تورو غرونو ځانګو

 بازار او تجارت په ولايتونو کې د کابل غوندې شکوونکی  او ورته دی، د پيسو د لاس ته راوړنې لپاره هېڅ انساني نورمونه او مالياتي قانونونه وجود نه لري.بيا رغونه په هېڅ ډول نشته. دولتي اداره او نظام د ولايتونو د مرکزونو د څو ګامونو څخه بهر نشته، بهرد طالبانو پاتې شوني کسان فعاليت او حکومت کوي.هغوی د ولايتونو مهمې لارې په کنترول کې لري او خلک په تګ او راتګ کې زوروي . د حکومت طرفدارو ملېشاو ته لارې نيسي او ورته  ماينونه ږدي او ترورکوي يې .

ولسوالۍ او علاقه دارۍ تړلې او يا پکې د بيکارۍ نه  ځينې ناپوهه وګړي ناست وي.

 دا و زما د سترګو ليدلی حال، چې د ډېرې مايوسۍ سره مې د ((د آريايي سايت)) درنو لوستونکو ته وړاندې کړ.

خو... يو څه غواړم چې په ډاګه کړم: تر څو چې ،د پرمختګ او دموکراسۍ  پلوو ځواکونو او سازمانو يو مترقي غورځنګ رامنځ ته نه شي او د سياست او مبارزې په ډګر کې د بنسټپالو افراطي ځواکونو ترمخ يو غښتلی بديل او الترنتيف نه شي ،د افغانستان ستونځه نه شي حل کېدای، او دا هېواد او ددې هېوادخلک نه شي کېدای متمدن او سوکاله شي.

 


بالا

بعدی * بازگشت * قبلی