پوهاند محمد بشیر دودیال
امانی صندوق Wasting Trust یعنې څه ؟
په ۲۰۱۴م.=۱۳۹۴ل. کال کې د افغانستان دولت د افغانستان دنقدي شتمني او دمرکزی بانک نقدینګی په هکله خواشینوونکی حالت وښود( دا په داسې حال کې چې په ۱۳۸۹ل. کال کې د کابل بانک فساد او افلاس دهیواد بانکی سکتور ته لویه ضربه ورکړې وه او بانکونوباندې دخلکو باور له منځه تللی و). دا وخت د ډیرو زیاتو بهرنیو مرستو سره سره، مرکزی بانک د ډالرو پشتوانه نه لرله. مرکزی بانک به د انفلاسیون د نه واقع کیدو په موخه ډالر د ازاد بازار له میکانیزم سره سم لیلام ته وړاندې کول، په دې ترتیب به یوه اندازه افغانۍ له بازار او خلکو راټولیدې او بیرته خزانې ته راتلی او یوډول (کاذب اقتصادی ثبات) او د ملی پیسو د خرید دقدرت لوړ ساتلوبه دوام موند(دا ښکارنده اوس هم شته). وروسته تر دغه کال، دولت د بهرنیو مرستو او یو شمیر مدارکو څخه یو څه پیسې بچت او د هیواد د اقتصاد او ملی کرنسی د پشتوانې تر عنوان لاندې یې دامریکې د متحده ایالاتو او د اروپا یوشمیر بانکونو ته وسپارلې. دا یو معقول اقدام و.
نو پشتوانه څه ده؟ له ډیر پخوا دا حقیقت موندل شوی و، چې که یو هیواد دپیسو حجم کې زیاتوالی راولي، یعنی زیات بانکنوټ نشر کړي، نو دانفلاسیون خطر او ډیر نور مشکلات واقع کیږي. نو دوی د پیسو د ارزښت او حجم د ساتنې لپاره یوبل معیار په نظر کی ونیو او دهغه په توازن سره یی ديیسو حجم ساته. دی ته پشتوانه نوم ورکول شو چې پخوا سره زر و، خو سرو زرو یو مشکل درلود، لکه دا چی هغه یو فلز و او ساتنه او انتقال یی ستونزې لرلې او د مالیاتو په شکل هم نشوی راټولیدای. بل داچې اوس پیسې په بیلابیلو بڼودي. بالاخره د برټن ووډز کنفرانس د طلا پر ځای ډالر د پشتوانې په توګه ومنل چی دنړۍ اعتباری او قوی پیسه ده، افغانسان هم د یوه پرمختیایی اقتصاد په توګه دا قاعده ومنله، اما خپل سره زر یې تل ساتل. رابه شو بیرته اصلی موضوع ته:
په ۲۰۱۴م. کې د افغانستان بانک د آزاد بازار میکانیززم سره سم؛ دوو عمده شاخصونو څخه استفاده کوله: لمړي يي (په جريان کې د پيسو و ده)( اودوهم يې د احتياطي پيسو(د ذخيرې پيسېو) د ودې اندازه). دا پدې مانا چې افغانستان د همدې دوو شاخصونو پر بنا خپل پولي سياست تطبيق کاو. دا وخت مرکزی بانک کې څو پرله پسې بدلونونه راغلل، موضوع جنجالی او یو ځل دمرکزی بانک رییس شوار ته د استیضاح په خاطر وغوښتل شو. دا جنجال په مجموع کی د افغانسان د شتمنی په هکله سوال رامنځته کړ. له ډیرو هلو- ځلوسره دډیرو معلوماتو ترلاسه کول مشکل و، خو بیا هم له یو شمیر مراجعو هغه وخت یوڅه معلومات ترلاسه شول چې د منبع په ښودلویی دلته لنډ شریکوو:
د موضوع د روښانتیا لپاره باید یوڅه تاریخی سابقی ته ورشو:
د نړیوال بانک د رسمي ارقامو له مخې د افغانستان لومړنۍ زیرمه شوې شتمني د
۱۹۶۰م.
څخه پیل شوې چې په لومړي سر کې ( 50,690,800 ) امریکایي ډالرو،
له ۱۹۷۲م.
کال وروسته دې زیرمه شوې شتمني صعودي حالت غوره کړ،
تر
۱۹۷۹م.
کال پورې تر نهه سوه میلونه ډالرو پورې ورسیده
،
په
۱۹۹۱م.
کال کې (576 ) میلیونه ډالرو ته راښکته شوه،
دا افغانستان کې دتنظیمی جګړووخت و
.
ترټولو زیاته اندازه یی په ۲۰۲۱(۱۴۰۰م.) کال (د جمهوریت دسقوط پرمهال) وه،
چی تر ۹،۶میلیارده دالرو ورسیده. دا پیسې د بهرنیو مرستو څخه بچت شوی وې په
دې کې
اووه
میلیارده ډالر
یې
نغدي ډالر ، سره زر ، با اعتباره چکونه او نور سوداګریز لیکونه
وو
، چې د امریکا په نیویارک ایالات کې د
( Federal Reserve Bank of New York)
سره او همدارنګه نړیوالو مالي مؤسسو سره
ایښودل شوی وو،
نور باقې په سویس بانک کې له
Bank for International Settlements
سره
وو
. (Standard, 2021)
هغه(
7 ) ميليارده ډالر
چې
د امريکا فدرالي بانک کې
وو،
د دې له جملي څخه یې ( 3 ,1 ) ميليارده ډالر د بِل
او بانډ په بڼه
و،
( 2 ,4 ) میلیارده ډالر د نړیوال بانک د
Reserve Advisory and Management Partnership (RAMP)
و،
( 1 ,2 ) ميليارد ډالر په ارزښت سره زر او درې سوه میلیون امریکایي ډالر
نغدي پیسي
وې
. ددې ترڅنګ ( 1
,3 )
میلیارده ډالر په نړیوالو حسابونو کې
وو
او ( 7 ) سوه میلیون ډالر د سويزرلینډ بانک
Bank for International Settlements
کې ذخيره شوي
وو
. (Putz, 2021)له
دی څخه د بودجی لپاره کال نه اخیستل کید، بلکې (پشتوانه زیرمه او بچت) وه.
کله چې طالبانو کابل ونیو، لږ موده وروسته یې احساس کړه چې اقتصادي وضعیت خرابیږي، هیوادته بانکی انتقالات بند شول، طالبانو د بانکي اکونتونو د پرانیستو په عوض د پورته پشتوانې غوښتنه پیل کړه، حال داچې دا ټوله شتمني د جمهوریت پرمهال هم د بودجې دمصرف، دپورنو د ورکړې، د بريښنا د وارداتو او نورو لپاره مجاز نه وه. ترڅو چې امریکی او یو شمیر مالی مشاورینو پریکړه وکړه اود افغانستان ۳.۵میلیارده شتمنی یې دسویس بانک ته دیو هیئت په حضور کی ولیږدوله چې په دوی کې محترم احدی او محرابی صاحب هم شامل وو. دې ته یې د(امانی صندوق) نوم ورکړ. شاید هیوادوالو او په تیره داقتصاد د پوهنخی یو شمیر محصلانوته سوال پیدا شی، چی دا څه ډول صندوق دی؟
امانی صندوق (Wasting Trust) دخوشحالی وړ اصطلاح نده. له بده مرغه د افغانستان شتمنی هیڅکله داسې (لاوارث او بی څښتنه) نه وه لکه داوخت چې ښکاره شوه. دغه اصطلاح له یوې خوا د تلف کیدو، ضایع کیدو، هدر مفهوم ارائه کوي، خو بهتره ده د بې مصرف په مفوهم یی وپیژنو. دا ځکه چې د لیږد پرمهال وپتېیل شوه چې دغه شتمني او پېسې به موجود حالت کې افغانستان ته د مصرف لپاره نه ورکول کیږي، بلکې د امانت او محفوظې دارایي په توګه به ساتل کیږي. دتراست کلمه یې د اعتمادکولو، په یو چا باور، سرپرستی، تکافل، امانت اومراقبت په مفهوم ده. په دې توکه دې ته دافغانستان امانی صندوق نوم ورکړل شو، چې ډیر بامسمی ندی. د دې معنا دا کیدای شي چې دا پیسې دوی سره زموږ ( trust money) دي. یقیناً دی مفهوم سره یې سویس کی د بازل د کمیټې مشاورین او متخصصین هم باید موافق وي. دبازل کمیټه دنړۍ ټولو بانکونو ته مشورې او لارښوونې کوی او د بانکي چارو پوره ماهر متخصصین لري. په مالی او بانکی چارو کې امانی صندوق(محافظ تراست) کې هغه پیسې اچول کیږي چې یا د تلف کیدو حال کې وي، یا په تولیت (متولی څخه اخیستل شوی) دوی ته ورکول کیږي. اما د افغانستان د شتمني په هکله یې دا مفهوم په نظر کې نه نیسو، بلکې وایو چې د افغانستان د مرکزي بانک د واقعی استقلال او د مشروع نظام تروخته به فقط دوی سره محفوظه دارایي وي.
زموږ خلکو ته دوه پوښتنې پیدا شوی: لومړۍ یې د صندوق په اړه ده چې انګلیسی کې ورسره د( fund) اصطلاح نشته، دوهمه یې د (امانی) کلمه ده. ممکن دا له ایرانی ادبیاتو راغلی وي. که د دې پرځای د)امانتی صندوق( اصطلاح وکاروو، شاید بیا هم مغالطه وشی، دا ځکه چی امانات، پس اندازونه، جاری حسابونه.... د بانک خدمات(پروډکټ) دي. چې دغه امانی د امانت په معنا نشی کیدای.
دا صندوق هیچا ته داپېسې نه ورکوي. دافغانستان ددغې دارایي بانکی ګټه محاسبه کیږي، خو د (sufficient income ) مفهوم یې د تامل وړ دی. زموږ دا شتمني باید تلف نشي، راتلونکی ظرفیت یې باید وساتل شي. امانی صندوق یواځې د دولتونو(حکمی اشخاصو) د شتمنی په هکله نه، بلکی د حقیقی افرادو په هکله هم جوړیدای شي.
هیره ده نه وي چې ځینې وخت دا ډول صندوقونه د مرستو، اعانو او اماناتو د ساتنې او انتقال لپاره هم جوړیږي. پورتنی مفهوم بانکی مفهوم و، خو دحقوقی او قانونی لحاظه به د پشتوانې په توګه د هیواد د مستقل مرکزی بانک او مشروع نظام واک کې ورکول کیږي، خو هغه به هم د پشتوانې په توګه په دی دارایی کې تر خپل وس زیاتوالی راولي.
امانی صندقونه یواځې نقدی دارایی نه، بلکی، ودانۍ، نور ملکیتونه، ونډې، مستغلات او سعر هم رااخلی. په داسې حالاتو کې د واک په موخه؛ د امانت ایښودونکی، موصی او د متوفی وصیت ته کتل کیږي. (بانکونو دا ډول صندوق د شتمنو خلکو د وفات په صورت کې چې مایملک ونلری، په پام کی نیولی، موږ باید دا معنا ورڅخه وانخلو، بلکی دا یو جدا استثنایی حالت دی). دا صندوق تر هغه چې بیرته فعاله شتمنی په توګه له سرپرستی او مراقبت وځي، د ذینفع په نوم څوک نه پیژنی، سویس یې یو (امین) دی. نوځکه دغه امین او ټاکل شوی هیئت وایی چې دا به فعلاً د طالبانو واک کې نه وي، دا د افغانستان د خلکو په نوم یو امانت دی. طالبان له دی سپارلو سره موافق نه ښکاری، دوی د دغې ټولی شتمنی د ترلاسه کولو هڅه کوي.
په داسې یووضعیت کی یوه میاشت مخکې د نظارت هیېت غړی، شاه محمد محرابی واضحاً وویل چې : دا د پولی ثبات دساتلو لپاره یوه پشتوانه ده او نورو مصارفو لکه د بریښنا د پور د ادا کولو، د قرضونو د ورکړې او نورو ورکړو لپاره نه دي. د افغانانو لپاره ښه خبر دا هم و چې امریکایی محکمی وویل چې ګواکې د سپتمبرد یوولسمې د قربانیانو کورنۍ، د دې پیسو د غوښتنی حق نلری او د هغوی دعوا یې ونه منله . افغانان په هیڅ صورت د خپلی دغې شتمني څخه بې خبره او ورته بې تفاوته ندي. له دې امله چې له تیر یوه کال راهیسې ځینو هیوادوالو سره د امانی صندوق سوال پیدا شوی و، په تېره بیا دوی ته د (امانی) او(ټرسټ)کلمات ګونګ وو، نو دا موضوع ساده،عامه فهمه، له لغوی او اصطلاحی پلوه او لنډه وویل شوه.
افغانان ځان د انسانی ژوند مستحق اود بشری کرامت خاوندان بولی، د فزیکی او احساسي امنیت، د اقتصادی امنیت، حقوقی، تعلیمی، عقیدوی امنیت، جسمی امنیت څخه نیولی تر غذایی مصئونیت، د هیواد دننه دخپلې پانګی د په کار اچونې، دملی ارزښتونو دخوندیتوب، د اتباعو د معنوي ودې، فردی آزادي، د شخصی حریم اوحیثیت دخوندیتوب، د سالمې ادارې، نړیوالو سره د تجارت، دنړۍ ګړندی تکنولوژیکی، اطلاعاتی او اقتصادی پرمختګونوکې د ورګډیدو او نورو تعاملاتو دلرلو او نورو مشروع حقونوغوښتنه لري.