پوهاند محمد بشیر دودیال

 

طبیعی منابع د پرمختیایی هیوادو د پرمختیا ماشین

(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amartysen)

(پینځمه برخه)

دطبيعي منابعو خصوصيات (Characteristics of Natural Recourse)

دطبيعي منابعو د مطالعې په بهیر کې د اقتصاد پوهانو، سیاستوالو او آن دا چې د ټولې بشری کورنۍ اندیښنه هغه وخت زیاته شوه چې په دې کې ځینی یې له لاسه وتونکي دي. له دی پلوه منابع دخپلو خصوصياتو له مخې په لاندې توګه دي:

A  :ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابعStock resources     

B   : جرياني خاصيت لرونکي طبيعي منابع   Flow resources

C   : ترکيبي خاصيت لرونکي طبيعي منابع   Composite group  

چه هره  کټګوري  يي په لنډه توګه تشريح کيږي .

ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابعStock resources

هغه منابعدي چې دذخيره کيدو وړ دي او صرف داستعمال او استفادي په اثر استهلاک کيږي، پرته دهغي څخه به په مودو مودو دزيرمو په شکل پرتې وي . مثلا معدني مواد ،دډبرو سکاره ، فلزي ډبرې او داسې نور . ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع بيا پخپل وار سره په دوه نورو برخو ويشل کیږي  .

·        يو ځل استعماليدونکي mono period

·        څو ځله استعماليدونکي poly period

 

يو ځل استعماليدونکي منابع

هغه طبيعي منابع دي چې ديو ځل استعمال څخه وروسته بيا نه استعماليږي اوپه بشړه ډول  استهلاک کيږي . لکه : نفتي مواد ، دډبرو سکاره اوداسې نور .

څو ځله استعماليدونکي منابع

هغه طبيعي منابع دي چې تر فزيکي عملياتو اويا يو ځل استعمال  څخه وروسته، دوهم ځل بيا هم استعماليږي . لکه فلزات چي بیا دوباره  ذوب کیږي، دتورق  او قالب کولو استعداد لري , يا ځمکه چی د يو ځل فصل اخيستلو وروسته بياځلی هم د استعمال وړده .

جرياني خاصيت لرونکي طبيعي منابعFlow resources


هغه منابع دي چې دهغوي جريان دوامداره وي؛ يا دا هغه منابع دي که استعمال شي او که نشي هرومرو له لاسه وتونکي دي . لکه سيندونه ، د لمر وړانګې ،کاملې نمو(بشپړې ودې) ته رسيدلي نباتات او داسي نور.زياتره دغه خصوصيت لرونکي منابع زراعتي استعمال لري . افغانستان یو کرنیز هیواد دی، یعنی اوس هم (چې نړۍ په څلورم صنعت متمرکزه ده) زموږ مسلط اقتصادیسکتور کرنه ده او کرنیز تولیدات مو دملی تولید برخه ده.

 

 

دغه شکل زموږ ورسته پاتیوالی ښکاره کوی، چی لا هم په سیده توګه له زمکې د خپلو اړتیاوو ترلاسه کولو ته اړ یاستو او آن د دغو محصولاتو ابتدایی پروسس نشو کولای، خواشینوونکی دا ده چی د دغو لومړنیو فعالیتونو او کرنیز محصول په ترلاسه کولو کی د  اوبو او زمکی د مدیریت پوهه، وس او توان نلرو او نه یې په اهمیت خبر یاستو.اوس یې وخت دی چې ورباندې وپوهیږو. په دې خاطر دغه له لاسه وتونکی او جریانی منابع موږ ته مهم دي، د هرې ورځې په تیریدو هغه اوبه چې زموږ له استفادی پرته،  له لاسه وځي، بیا یی د ترلاسه کولو او جبران امکان له لاسه ورکوو، دلمر رڼا او د باد جریان هم هم داسې دی. دخپګان خبره دا ده چی په دې برخه کی موږ افغانان تر ټولو بی خبره او بی توپیره یاستو.

ترکيبي منابعresources  Composite group

هغهمنابع دي چي هم جرياني او هم ذخيروي خاصيت لري.  د دوي له جملې څخه ځينې یې په عين وخت کې هم جرياني او هم ذخيروي خاصيت لري او ځينې يې بيا په يو خاص وخت کي جرياني خاصيت لري په بل وخت کې ذخيروي خا صيت پيداکوي.  دامنابع نظر خپل دغه خصوصيت ته په دريو برخو باندې ويشل شوي دي .

·        بيولوژيکي منابع  Biological resources

·        خاوره ييزې  منابع   soil resources 

·        دانسان په لاس جوړې شو ي منابع Manmade improvement resources

په لنډ ډول به یو یو وګورو:

 

بيولوژيکي منابع

لکه دماهيانو روزنه.  که چيرې ماهيان دنسلګيري لپاره وساتل شي، نو ذخيروي او که چيرې دتجارت،خرڅلاو او خوراک لپاره راونیول شي، نو جرياني شکل پيداکوي .

خاور ه ييزې منابع

په دې ډله  کې هغه منا بع راځي چې  منشا یې  په خاوره کېده، لکه ، طبيعي او  مصنوعي (دانسان په واسطه جوړ شوي ) ځنګلونه. کيداي شي چې يو وخت دنباتاتو دساتلو لپاره استعمال شي او په بل وخت کي يې د لرګيو څخه تجارت وشي  او په صنعت کې پروسس شي، طبی او صنعتي بوټي یې بل مثال دی.

د انسان په لاس جوړ شوي طبيعي منابع

دلته  "دانسان په لاس جوړ شوي"  څخه مطلب دانسان آګاهانه فعا ليت دی.  مثلا د اوبوبند يوه طبيعي منبع ده،  دهغه په سر دبريښنا جوړول دانسان يو آګاهانه فعاليت دی چې داوبو جرياني منبع په ذخيروي منبع بدلوي .

اوس ګڼ شمیر عامه ادرات او تخصصي مستقل اداري واحدونه د طبییعی منابعو اوچاپیریال په برخه کی دنده ترسره کوي او په دې برخه کی په مدیریت، پلان او پالیسی جوړونه بوخت دی لکه د کرنی، اوبولګولو اومالداری وزارت چې د هیواد د کرنیزوځمکو، سیندونو، وحشی ژویو چارو کې عامه خدمات وړاندې کوي او دهغو تنظیم ورپه غاړه دی، د کانونواو يټرولیم وزارت د هیواد د زمکی لاندې شتمنیو او منایعو مدیریت کوي، د چاپیریال ساتنې اداره  د چاپیریال د پرابلمونو لپاره پالیسی جوړوی او هغه تطبیقوی، د کادستر اداره، د زمکو اداره، د اوبو او بريښنا وزارت چې یو مهال ولسمشرډاکتر غنی د اوبوجلا کمیټه تشکیل کړه، تر څو ډیر تمرکز د اوبو په جریاني منبع  باندې وشي او داسې نور ادرات او موسسات.

دطبیعی منابعو یواځې خصوصیات پیژندل کافی نه دی، غوره به وي  چې د هغو په دوامداره ساتنه، مدیریت، اقتصادی سیستم ته یی د مفیدیت داخلولو،  ملی ستراتیژی کې یې راوستلو، دهغو حقوقی اړخ باندی کار کولو، له علمی پلوه د هغو مطالعات پوره کولو او داسې نورو مهمو برخو باندې کاروکړو.

 

 

(څلورمه برخه)

 

د طبيعي منابعو ويشنه ( ډولونه/اقسام)

                           Kinds of Natural resources     

تیر بحث کې مو وویل چې د وخت په تیریدو؛  نه یواځې اقتصاد پوهان، بلکې سیاستوال، د چاپیریال متخصصین او ایکولوژیستان ټول د طبیعی منابعو ستراتیژیک اهمیت ته ځیر شول. څیړنې وشوې، پلټنی او تفحصات ترسره شول او طبیعی منابع  لویو برنامو کی شامل شول. په هغو باندې د ښه پوهیدو لپاره یې بیلابیل ډولونه کتګوری شول. مختلفو  پوهانو طبيعي منابع په مختلفو ډولونو باندي ويشلي دي . یو شمیر پوهانو طبیعی سرچینې زموږ چاپیریال کې د هغو د موقعیت له مخې په درې ډولونو ویشلی: (۱)ترځمکې لاندې سرچینې لکه کانونه، دمنرالي چینو اوبه اونور؛

 (۲) د ځمکې پرمخ منابع لکه ځنګلونه، سیندونه، طبی بوټي، کرنیزه خاوره، ژوي او نور؛

(۳) دزمکې له سطح پورته منابع لکه دهوا جریان، دلمر وړانګې، په هوا کې موجود مایکرو ارګانیزمونه او نور. له نیکه مرغه افغانستان  یې دا ټول ډولونه  لري.

له اقتصاد او چاپیریال پوهنې پرته، یو شمیر څانګو په ډیر ساده ډول زموږ شاوخوا سرچینې له فزیکی پلوه په درې ډولونو ویشلي دي: جامد، مایع او ګاز. البته  دا ډیره برسېرنه او ساده شکلي ویشنه ده.

بعضي علماوو دطبيعي منابعو ويش دهغوي داستعمال دخامو موادو په توګه کړي، بعضي نورو د صنعتي او دکرنېز داستعمال له مخي په بیلابیلو ګروپونو ویشلي دي، خو هغه ويشنه چي ټولو ته دقبول وړ ده په لاندې ډول ده :

١ .غير قابل تجديد (نه نوی کیدونکی) طبيعي منابع    Non-Reproducible resources 

٢ .دتجديد وړ(نوی کیدونکی) طبيعي منابع      Reproducible resources

٣ .نه تماميدونکي طبيعي منابعInexhaustible resources

د ښه پوهیدو په خاطر به دا هر یو جلا جلا وګورو :

۱.غير قابل تجديد طبيعي منابع

هغه منابع دي  چي په ثابته پيمانه او دايماٌ په يو اندازه سره موجود وي دنسل دتولید او زياتوالي امکان پکي نه وي يعني اندازه يي ثابته اومعينه وي . داډول منابع  بيا په خپل وار سره په دوه برخو ويشل شوي ده .

·        دزمکي منابع  Land resources 

·        منرالي  منابع  Mineral resources

 

دزمکې منبع  : زمکه په خپله په يوې ثابتې پيماني (اندازې)موجوده  ده یعنې د هغېپه مقدار او اندازه کې  کمي او زياتي نه راځي، دهغې پراخول او زیاتول د بشر له توانایی اوچته ده .

منرالي منابع: ټول کانونه او منرالونه په يوې  ثابتې اندازې سره وجود لري دا پدې معنا: که چيرې په يو ځاي کي ١٠٠٠ مکعب متره دډبرو سکاره کشف شي، په هغه ځاي کې له دې زيات  نور د ډبرو سکاره نشو ایجادولای . منرالي منابع بيا په خپل وار سره په دريو لويو برخو  ويشل شوي دي :

·  فوسيلي دسون مواد   Fossil fuel  لکه دپټرولو زيرمې ، دډبرو سکاره او داسې نور؛

·  فلزي ډبرې Metallic ores   لکه داوسپنې ، نکل، جست ، سرب اوداسي نورې فلزی ډبرې؛

·  غير فلزي ډبريNonmetallic ores   لکه سلفر،باريت،ګچ، تعمیراتي تيږي اوداسي نوري قيمتي او نیمه قیمتي ډبرې.

 

٢ دتجديد وړ(نوې کیدونکې) طبيعي منابع

دا منابع دغير تجديدې خاصيت لرونکو  منابعو سره په دې توپیر لري، چې تر یو حد پورې یې د زیاتولو امکان شته،  يعني کمي اوکيفي اندازه يي ثابته نده،  بلکي  د مجدد توليد قابليت لري . ددغو منابعو زياتوالي دانسان او اقليم له فعاليتونو څخه  متاثر کيږي . په دې برخه کې مدیران او پالیسی جوړوونکی ازاد لاس لري او د ټولنې له اړتیا سره سم پلانونه ورته جوړولای شي. ددي منابعو عمده اقسام دا دي :

·        لرګي   (Timber)؛

·        کبان    (Fishes)؛

·        دځمکي پرمخ بوټي او حيوانات  (soil base )؛

·        څنګل...

 

٣. نه تماميدونکي طبيعي منا بع

داهغه منابع دي چي تل موجود دي او زموږ د فعلی پوهې له مخې، دا منابع  تماميدلاى  نشي . د دوي اهمیت د  دوی د وفرت  او پریماني سره سره  د زیاتیدو په حال کې دی. یعنې ددغو منابعو زياتوالي هيڅکله د دي با عث ندي شوي چې ددوي ارزش کم شي او يا دانسان رابطه ورسره کمه شي، بلکي داستفادي خاص موارد لري چې مهم اقسام يې دا دي  :

·        داوبو منابع Water resources  

·        دلمر انرژي     solar energy    

·        داوبو دغاړې څپي (مدو جذر)Tidal energy 

·        اقليمي منابع Climate energy 

·        د هوا جريان (باد).

 

د ویش  او تقسیماتو له پلوه  اوبه د نه تمامیدونکو سرچینو په ګروپ کې راغلی دی،  خو په ۱۹۹۲م. کال کې د دوبلن په کنفرانس کې اوبه اقتصادی ماده وبلل شوه.  اوس اوبه د دغه ګروپ د نورو برخو په پرتله په  خورا دقت مدیریت کیږی، پلان ورته جوړیږی، عرضه او تقاضا ورته موجوده ده او داسې نور. له بله پلوه اوبه د خپل کیفیت، موقعیت او شکل له مخې په نورو ګروپونو ویشل کیږی، لکه: دزمکې پر مخ روانې اوبه( روزمیني)، ترزمکې لاندې (تحت الارضي) اوبه، د بخار(بړاس) په شکل اوبه او د کنګل په شکل اوبه،  خوږې اوبه او مالګه لرونکي اوبه او داسې نور.

په دې ګروپ کې دلمر د انرژي ځانګړتیا دا ده چې د ځمکې د غونډاري ټول خلک له دې سرچینې څخه په یو شان ندی برخمن، په قطبی سیمو کې د لمر وړانګې ډیر لږ مهیادی، د لمر د ورځو شمیر په سکندناوی هیوادو او شمالی امریکا کې په مراتبو د استوایی سیمو په پرتله لږ دی. له دې پرته د لمر د وړانګو د لویدو زاویه هم هرې سیمې کې توبیر لري.

ممکن  یو شمیر کسانو ته  باد او د هوا جریان بې ګټې ښکاره شي، حال دا چې دغه منبع په ډیرو حالاتو کې حیاتی ارزښت پیدا کوي، مثلاً  که چیرې د هوا جریان موجود نه وي، د اکسیجن قلت را منځته کیږی، له بلې خوا د هوا جریان ډیرانونه او وراسته اشغال (فُضله مواد) وچوي او د میکروبی کیدو خطر کموی، ډیر اضافی فضلات د باد په واسطه خواره واره او په محیط یې فشار کمیږی، د باد له جریان څخه اقتصادی استفاده ورځ په ورځ زیاتوالی مومی، مثلاً  یو وخت درمندونه په باد پاکیدل او میوې سابه د هوا دجریان په واسطه وچیدل، بادي عنعنوی ژرندې ورباندې ګرځیدې،  په سمندرونو کې به بیړۍ په باد حرکت کاو، خو اوس دبریښنا په تولید کې ورڅخه کار اخیستل کیږی.

اقتصاد ته  منابع او دهغو ویشنه د هغو دتولید او د خدماتو د ترسره کولو له مخې اهمیت لري، چې له دې پلوه یې لاندې ویشنه شوې ده :

 

۱.جدول د طبیعی منابعو ویش  د تولید او خدماتو پربنسټ

______________________________________________________________________________

Table 1.  Classification of Natural Resource

Natural resource Products and services

­___________________________________________________________________

 

Natural resources                               Extractive                                   No extractive

Minerals                                                Nonfuel (bauxite)                      Geological services

                                                                Fuel (coal)                                       (weathering)

Forest                                                     Forest products (timber)         Recreation (backpacking)

                                                                                                                      Ecosystem protection (flood

                                                                                                                       Control, CO2, sequestration)

Land                                                        Fertility                                       Space, Scenic, values

Plants                                                     Food and fiber (agricultural

                                                                Crops, wild food crops)

                                                           Biodiversity products

                                                              (Medicinal plants)

Terrestrial animals                                Food and fiber (farm animals,      Recreational services (bird                

                                                           Wild game)                                    watching, ecotourism)

                                                           Biodiversity products (genetic

                                                              Variability)

Fisheries                                                   Food (saltwater and fresh-      Recreational services

                                                           Water fish)                                        (recreational fishing,               

                                                                                                                   Whale watching)

Water                                                       Municipal and industrial

                                                                    Supplies, irrigation                           shipping/transport…

Meteorological services                        Energy sources (geothermal)       Energy sources (solar)

                                                                                                                   Global radiation balances

                                                                                                                   Radio spectrum

                                                                                                                   Natural disasters

Source: Natural Resource Economics, By: Barry C. Field(2012),Levant Books-Kolkata. P. 29

 

 

په پورته شکل کې ښکاري چې  د طبیعی منابعو هر جلا ډول موږ ته حیاتی مواد تولید او د ژوند ډیر مهم خدمات چمتو کوي. دملی اقتصاد له نظره له لاسه وتونکی او جریانی منابع( لکه سیندونه، دلمر وړانګې، باد او دې ته ورته نور)، دهغو مدیریت او هغو ته پالیسی لرل ځکه ضروری دی چی که استفاده ورڅخه ونشی له لاسه وځي، نو ځکه باید لومړیتوب ورکړل شي، حال دا چې ذخیروی منابع لکه معادن ممکن هروخت د استفادی وړ وی او ذخیره هم شي.

هغه موضوع چې د سرچینو د ویش په برخه کې یې یادول ضرور دی، هغه دا ده چې کیدای شی هره منبع په خپل وار د استعمال له مخې په نورو فرعی برخو وویشل شي، مثلاً زمکه نه نوې کیدونکې سرچینه ده ، خو د استعمال له مخې په نباتي، ځنګلي، څړځای ، د صنعتی استعمال ، تجارتي، مسکوني، تفریحی، ترانسپورتی، خدماتی رهایشي  اوکاني  استعمال په اساس په نهو کتګوریو ویشل کیږی، لسمه کتګوری یې خاره یا شاړې زمکې دي، چې د راتلونکی استعمال له پلوه ارزښت لري. په دې توګه د سرچینو اصلی او فرعی ویشنه د هغو د مدیریت کولو او پالیسی جوړولو له پلوه ډیره د اهمیت وړ ده.  موږ هرې اصلی او فرعي کتګوری ته په بیلابیلو روشونو تدابیر سنجوو.

د سرچینو یوه بله په زړه پورې ویشنه داسې ده:


د طبیعی منابعو ویش په لاندې شیماا کی رالنډولای شو 

 

Ref: National Economic Planning, Anchishkin. P. 150

د سرچینو ویشلو او د هر ډول ځانګړتیا پیچلتیا یې اقتصاد پوهان  نور هم د هغو ارزښت او اهمیت ته ځیر کړل. دا بحث به پنځمه برخه کی وګورو.

 

++++++++++++++++++++++

 (درېیمه برخه)

د افغانستان د طبیعی منابعو(پنځیزو سرچینو) اډانه

تېره برخه کې په ترتیب سره د طبیعی منابعو په هکله د علماوو او متخصصینو د مطالعاتو هڅې اوپایلی بیان شوی. اوسنی وخت کې د طبیعی منابعو اهمیت او په دې اړهبحثونه  له اقتصادي او چاپیریالی پلوه  لا زیات دپاملرنې وړ ګرځیدلي دي. دپنځیزو شتمنیو د مطالعې لپاره درې اډانې(چوکاټونه frameworks) پام کې نیول کیږي. اقتصاد پوهانو، حقوقپوهانو، ټولنپوهانو او دکلتورد ډګر  اود ایکالوژی د مسایلو څیړونکو په ګډه د دی موضوع یوشمیر اړخونه په شریکه ښودلي دي. د دې موضوع ایکالوژیکی او چاپیریالی اړخ هم مهم دی، خو زموږ ډیره پاملرنه به یې اقتصادی اړخته وي، نو ځکه د طبیعی منابعو د مطالعې لپاره  لاندنۍ  درېاډانې(چوکاټونه ) تعریف شوي دي:

فزیکی  اډانه(Physical Framework)

په دې کی د یوې طبیعی سرچینې مقدار او د مقیاسونو په واسطه ښودل کیدونکي ظواهر چی لمس کیږي، شامل دي. ظواهر  او فزیکی اړخونه یی  لیدل اود یو ټاکلی ځای یې نیول، د سنجش، اندازه کولو  وړتیا او په مقیاسونو ښودل دي.  دلته انسان ځان هغه ماحول او چاپیریال کې مومي چې د ده شاوخوا شته او د ډول ډول منابعو کمی او کیفی مقیاسونو ته متوجه کیږي. دا مقیاسونه، لکه:  ټن، مکعب متره، هکټاره، شنه، تازه، خوږې، مالګینی، یو کیلومتر کې، ثانیه کې، سانتیګراده، فارنهایته...

اقتصاد پوه دغې اډانه کې د طبیعی منبع  فزیکی خواص  لکه د زمکو ،  ځنګلونو، کانونو(معادنو)او اوبو اندازه، د خاورې جوړښت( soil structure) اقلیم( climate) تودوخه، باران ،  توپوګرافی،  د کانونو ژورتیا او ظرفیت او داسې نور مطالعه او شرح کوي. له اقتصادی پلوه پورته فزیکی اړخونه د منبع په عرضه فوق العاده تاثیر لري.

اقتصادی اډانه(Economic Framework)

دلته د طبیعی منبع اقتصادی اړخونه مطالعه کیږي. زیاته علاقه  له دې سره وي چې  په څه ډول سره دغه کمیابه، قیمتی او محدود منابع د مختلفو او زیاتو اهدافو او احتیاجاتو لپاره  تخصیص شي؟ په څه ډول د تولید عملیه ورباندې اجرا شي، بیه یې څنګه وټاکل شي؟ ایا د دې نسبی ونډه په ټول ملی اقتصاد کی څومره ده؟  تر ټولو مهمه دا چې  د مربوطه منبع  څومره برخه  استعمال لاندې راغلې  او څومره قزیکی اډانې(framework ) ته ورنږدې شوی ده؟  یا دا چې مثلاً که یو جریب زمکه لرو ؛ ایا باید زراعت ته  تخصیص شی؟ کورپکې جوړ شي؟  د فابریکی لپاره یې پریږدو که خدماتی چارو، صنعت، مسکونی استعمال یا کوم بل استعمال ته  یې په پام کی ونیسو.

په دغه اډانه (چوکاټ) کې د نرخ او قیمتونود سیستم، سرمایګذاری او عملیاتو څخه خبرې کیږي، چې دلته هر څوک دا کوښښ کوي چې له دغې ټاکلی منبع څخه کار واخلي. په دې کې د اقتصاد عمده مفاهیم لکه:  ارزش، لګښتونه، عواید او نور مطرح دي  چې د مربوطه منبع استعمال یې  دتولیدی  او استهلاکی  هدفونو په خاطر لري.

موسساتی اډانه( Institutional Framework)

دغه اډانه او د مطالعې  یا تحلیل کولو چوکاټ د انسان او ټولنې، د کلتوری چاپیریال او د ټولنیزو ګډو عملونو د فشار له رول سره چې د وګړو د خاصیت ټاکلو کې مهمدی، سروکار لري. دلته د خلګو عنعنات، ښوونه او پوهه، د منبع یا سرچینی ارزښت موندنه، رواجونه، دینی اعتقادات،  له طبیعی منابعو څخه د هغوی د ګټې اخیستو سوچ او تفکر، حکومتی قوانین او پالیسی، ولسي نرخونه او دودونه(عرف)، د خلکو خپل منځی پریکړې او  دې ته ورته مسایل مطالعه کیږي. دلته په دې باندې نظر اچول کیږي چې ایا خلک د طبیعی منابعو په اهمیت پوه دي  که نه؟  ایا حکومت ورته لازم پلانونه او قوانین او مقررات لری که نه؟  آیا د طبیعی سرچینو د ځینو برخو د استخراج او استفادې سره به د دوی  عنعنات مخالف وي که نه؟  آیا خلک د دغو سرچینو په ساتنه کې   لازم پام کوي که نه؟

د دې معنا داده چی انسان د اجتماعی موجود په توګه یو شمیر روابط لری؛ د ده فردي سلوک ، چلند او عمل  د ټولنی له عمومی او جمعی برخورد سره تړاو لري، نو ځکه څرنګه چې اجتماعی  ذهنیت حکم کوي، فرد هم ځان ورسره عیاروي.  خصوصاً کار، تولید، عرضه او تقاضا او داسې نور مسایل  په ژوره توګه ټولنیز خاصیت لري.  په دې توګه د انسان هر ډول کار  او فعالیت د فرهنګی  کړنلارې، رسم اورواج، عادی فکر کولو، قانونی ترتیباتو او نورو تر اغیز لاندې وي چې باید د طبیعی منابعو په ګټه اخیستنې کې دا عوامل په نظر کې ونیسو.

د فزیکی اډانی له پلوه په افغانستان کې  د منابعو مقدار د ډاډ وړ دی، اما اقتصادی چوکاټ  له فزیکی چوکاټ څخه ډیر وروسته پاتې دی، یعنی  په طبیعی منابعو  سرمایګذاری نده شوی. د موسساتی اډانی له پلوه  سره له دې چې یو شمیر سیمو کی د ځنګلونو ، څړ ځای، چینو او کاریزونو د ساتنې په هکله محلی نرخونه او معیارونه شته، خو بالعموم  خلک د زیات شمیر منابعو په ساتنه ځان مکلف نه بولي، له بلی خوا  په همدې اډانه کې بله لویه ستونزه  د حکومتي  ادارو مقررات او د دوی د پالیسیو نشتوالی دی.  پورته درې چوکاټونه هر یو د پراخه څیړنو او اجرااتو غوښتنه کوي. د بیلګې په توګه؛ په فزیکی چوکاټ کې ګڼ شمیر ادارات بوخت دي، د منبع موقعیت، اندازه، دوام ، څرنګوالی او نور معلوموی.  په اقتصادی چوکاټ کی په پانګونه، لګښتونو، عوایدو، تقاضا او داسی نورو مسایلو باندی کار کیږی  او موسساتی  چوکاټ  د پوهاوی، دقوانیو د جوړولو، مدیریت او پلان سره  سرو کار لري. موږ په دریواړو برخو کې ستونزې لرو، نو ځکه مو جریانی منابع په دوام لرونکی توګه له لاسه وځي، ذخیروی منابع مو لا اوس هم  پلټلی ندی، د ترکیبی منابعو په رغاونه کی ډیر ورسته پاتی یاستو.  د دی لپاره چی په جریانی منابعو(flow resources)،  ترکیبی(composite) او ذخیروی منابعو(stock or land resources) او د  هغو په خصوصیاتو وپوهیږو، نو دې بحث ته به راتلوکی کې دوام ورکړو.

(دوام لري)

 

++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++

(دوهمه برخه)

د طبیعی منابعو پیژندنه له ډیر پخوا شوی ده، څرنګه چې د انسان ژوند د ده شاوخوا سره تړلی او انسان په خپله دطبیعت یو جز دی، نو تل یې د طبیعت له برکتی او هراړخیزه عطیې څخه خپل ژوند تامین کړی دی. د تیږې له دورې څخه مخکې،  له طبیعی شتمنیو او چاپیریال سره د انسان چلند ډیر ابتدایی و، اما کلک ورسره تړلی و. طبیعت انسان سره د مهربانی او هغه ته د بخششونو ترڅنګ ځینی وخت ورته په قهر شوی هم دی؛ ځینی وخت سیلاوونو، توپانو، سړو-تودو انسان ربړولی هم دی. وروسته تر میلیونونوکلونوورو ورو انسان مدنیت جوړ او خپل چلند یې له طبیعی شتمنیو سره آګاهانه عیار کړ. دوی یو شمیر ژوي اهلی کړل، له سمڅو او ځنګلونو راووتل او د روانو سیندونو تر غاړو یی ابتدایی ګډ کلی جوړ او آن داچی په ځینو طبیعی سرچینو یی د مالکیت او د هغو د اداره کولو او تنظیم طرز زده کړ. د اور له پیژندلو او د یو شمیر ژویو  له اهلی کولو وروسته دولس زره کاله مخکی انسان د زمکی کولبه کول او د تخم کرل شروع کړل. په دې توګه د طبیعت له موسمونو سره سم یی کار او پلان عیار کړ.دوی ډیر ژر د یوشمیر طبیعی شتمنیو پلټلو او زیرمه کولو ته ځیر شول، مالګه یی وڅکله، بیلابیلی تیږی یی وپیژندلی او یو وخت یی وسپنه او الیاژ رامنځته کړ. دوی په دې هم پوه شول چی د طبیعت قیمتی هدایاوی تل او په هر ځای کې برسیرنې نشته، بلکې باید وپلټل شي. پیړۍ واوښتې چې انسان یو شمیر طبیعی منابع پروسس کړل  او د صنعت پړاو پیل شو. بیا هم څونورې پیړۍ واوښتې او انسان ترخپل منځ د کمیابه طبیعی شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره سیالي پیل کړه، جنګونه وشول او بالاخره یې د طبیعی منابعو حقوق وپیژندل، خو بیا هم لویه ستونزه د عادلانه توب، مساواتو، تبادلې، معقولی استفادی اوساتنې پوښتنې وې. تر ډیره پورې د استعمار انګیزه همدا دطبیعی منابعو ترلاسه کول و.اوولسمه او اتلسمه پیړۍ کې انګلیس، پرتګال، فرانسه او ځینې نور ملکونه  طبیعی منابعو پسې تر اوسنی امریکی ، هند، آسترلیا او افریقا ورسیدل.

په تازه وروستیو کلونو کېله طبیعی منابعو څخه نوی درک او شناخت ترلاسه او د ځینو سرچینو د قحط او کمښت اندبښنه پیدا شوه.  د منابعو حیاتی ارزښت او د هغو قحط او کمیابي، د سرچینو لپاره د علمی مطالعاتو، پلان جوړونی، پانګونې او پلټنو اړتیا را پېښه کړه. دغه دنده او مسئولیت اداري او ورسره علمی مراکزو ته وسپارل شو. نن ورځ په هرهیواد کې د طبیعی منابعو د ساتنې، مدیریت، پلان، اکتشاف او ګتې اخیستو ادارات او دهغو د څیړنی لپاره روزنیز- علمی مراکز شته.  د نړۍ نامتو پوهنتونونه د طبیعی منابعو د مطالعې او دې برخو کې د مسلکی –متخصصو کارکوونکو د روزنې لپاره ځانګړی دیپارتمنتونه او پوهنځی لري.

د طبیعی منابعو د مطالعاتو په هکله د امریکی متحده ایالات او په دوهم ګام کې د طبیعی منابعو او چاپیریالی مسایلو په اړه آسترلیا لوی او مجهز علمی مراکز لري. اروپا کی هم یو شمیر ادارې اوعلمی مراکز د دې موخو لپاره ایجاد شوي دي. دملګرو ملتونو سازمان دی برخه کی یو شمیر تخصصی موسسات لکه د چاپیریال ساتنی پروګرام( UNEP/United Nation Environment Program)، د اقلیم  نړیوال سازمان(WCASP)، د وحشی ژویو نړیوال صندوق( WWF)،(IIED)او نور موسسات لري. په ترتیب سره؛ ملګرو ملتونو کې دطبیعی منابعو او فرهنګي میراث اداره جوړه شوه، ټولی نړۍ د طبیعت او دطبیعت دشتمنیو دساتنې لپاره نړیواله اساسنامه (World Charter for Nature) تصویب کړه. په دې توګه طبیعی ثروت ته لومړیتوب او ورته ځانګړې پاملرنه رسمی او زیاته شوه. په معاصرو اقتصاد پوهانو کی(ریچارد.تی ) او بیا ,(Barnett)،(Morse) او(J.E.Stglitz) دطبیعی منابعو په هکله علمی څیړنی وکړې اود دغو کمیابه سرچینو د محدودوالی دشدت د ارزونې لپاره یې شاخصونه وسنجول. د لویدیځوالو اقتصاد پوهانو ترڅنګ سوسیالیستی اقتصاد پوهانو ځنګل، اوبه، څړځای او کانونه د دولت(ملی) شتمنی وبلله او د آزاد بازار اقتصاد پوهانو هم دغه سرچینی په بیلابیلو برخو وویشلی چې د ډیرو اداره او پلان یی د دولت (عامه سکتور) واکونه وبلل. په طبیعی شتمنیو د اقتصادی فعالیتونو داغیزی منحنی چی کوزنیت وښود او د (Kuznets curve) په نوم مشهور شو، اقتصاد پوهانو ته ټکان ورکړ.له طبیعی منابعو څخه د استفادی قواعد د هتلینګله خوا وضع شول چې د( Hotelling-Rule) په نوم پیژندل کیږياو حکومتونو ته یی له دغو کمیابه منابعو د استفادې  لارې وښودې (Solow,1974- Hartwick,1977) له طبیعی منابعو څخه استفاده، ثبات لرونکی پرمختیا سره وتړله او راتلونکو نسلونو ته یې د سالم سپارلو او د هغو د نه زیانمن کیدو مسئله  مطرح کړه. په دې ډول سره د اقتصاد بیلابیلو علماوو او اکاډمیکو مراکزو دغی برخی کی ژورې او نوې څیړنې وکړې.

په افغانستان کې د کابل دپولیتخنیک پوهنتون د معدن څانګه لري، چې پخوا یې لایق مسلکی فارغان لرل، له دې پرته  په شپیتمه لسیزه کې د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی ته هدایت ورکړل شو چی د طبیعی منابعو داقتصاد( Natural Resources Economics) مضمون دی خپل نصاب کی شامل کړي، همدارنګه د اقتصاد پوهنځیو ته د چاپیریال د اقتصاد دمضمون سپارښتنه وشوه. د کرنی پوهنځی کی د لومړی ځل لپاره پوهندوی ص.شریف دچاپیریال اقتصاد د تدریس دنده په غاړه واخیسته، وروسته بیا پوهنوال دوکتورمحمد حسن کامران د دغه مضمون تدریس په غاړه درلوده او دغه قلم دوه کاله ورسره اسیستانت(علمی همکار) و. همدارنګه په همدغه لسیزه کی د ځمکپوهنی د پوهنځی په مستقلانه تاسیس سره دې برخه کی یو بل ګام اوچت شو چې اقتصادی جغرافیه او فضایی بُعد کی دهیواد ملی منابع، دسیندونو جریان او نور مسایل تدریس او څیړي. د افغانستان د علومو اکاډمی هم پخوا د طبیعی علوموانستیتوت کې دطبیعی منابعو او معادنو برخو کې لایق څیړونکی او استدان لرل. د کانو اوصنایعو پخوانی وزارت اوبیا وروسته د معدن او پترولیم وزارت دی برخه کی اکتشافی چارې پرمخ بوتلې او د کادستر او سروی، جیودیزی او کارتوګرافی  اداراتوګټورې نقشې چمتو کړی. په ولایاتو کې د کانونو او پترولیم د وزارت دوهمي تشکیلاتی واحدونه(ریاستونه) دي. د کانونو او پترولیم د وزارت ترڅنګ، د اوبو او زمکو لپاره دوه نورې ادارې موجودی دي. څړځایونه او ځنګلونه د کرنی وزارت پورې اړه لري. خو باید ووایو چی افغانستان د بډایه پنځیزو سرچینو،زیرمو او شتمنیو سره سره لازم اداری مجهز او وړ ادرات او علمی – روزنیز مراکز نه لري. او تر دی هم بدتر داچې، دغو برخو کی دعلمی څیړنو، پلان او برنامو او مدیریت نظام او تدابیر هم نه لری. کله چی دزمکو اداره(اداره اراضی) جوړه شوه، هیلی وغوړیدې، خو له بده مرغه دغه اداره څو ځله د تشکیل له ړنګ اوبیرته رغاونې او کله مستقله او کله یوه او بل وزارت پورې د تړل کیدو له امله په خپلو چارو کې بریالۍ نه وه، همداسې هم کله چی د اوبو ملی اداره د اوبو او بریښنا له پخوانی وزارت څخه جلا شوه، د اوبو د مدیریت هیلې وغوړیدې، خو دغې ادارې ته  دکار نور وخت پاتې نشو. په ملی شورا کې د طبیعی منابعو کمیټې هم لازم درایت او مسلکی پوهه او وړ غړي نه درلودل.  له دې ټولو سره سره په ۱۳۹۶ل. کال کی د آلمان دهیواد په مرسته کابل پوهنتون کی د( RUB) دپوهنتون په مرسته د( AMEA/ Academic Mining Education in Afghanistan ) ترعنوان لاندی یو ورکشاپ دایر شو چی موخه یی دافغانستان د کانونو مطالعات او د افغانستان له علمی مراکزو سره دې برخه کی مرستې کول و، متاسفانه دغه سلسلی هم دوام ونه موند.د دغه بحث راتلونکو برخو کې به په پوتانسیل او حللارو خبرې وشي.

(دوام لري)

 

++++++++++++++++++++++

(لومړۍ برخه)

Mercantilism یا مرکانتلستانو(دسوداګرانو مکتب) د اتلسمې پیړۍ ترنیمایی پورې تجارت د اقتصادی پرمختیا لومړنی ضرورت باله، خو وروسته تر هغې فزیوکراتانو پر طبیعی منابعو تاکید وکړ. تر ډیرې مودې پورې همدا مسلطه نظریه وګرځیده چې طبیعی منابع د اقتصادی پرمختیا لپاره  یو ضروری عامل دی، مګر د یوشمیر هغو هیوادو ګړندی پرمختګ چی د طبیعی منابعو له پلوه بډای ندی، لکه جاپان؛ وښوده چی یواځې طبیعی منابع د پرمختیا اساسی عامل ندی، بلکه ډیر داسی هیوادونه شته چی د طبیعی منابعو له پلوه ډیر شتمن دی، خو له اقتصادی او اجتماعی لحاظه بیوزله او وورسته پاتی دی، لکه یو شمیر افریقایی هیوادونه.

ټول مثالونه د تل لپاره صدق نه کوی، خو  دا ثابته شوه چی دافغانستان په شان؛ اوسنی پرمختیایی هیوادونه که غواړی پرمختګ وکړی او په ضمن کی خپله خپلواکی وساتی، نو یواځینۍ لاره ورته د دوی دطبیعی منابعو ښه مدیریت او د اقتصادی رفاه او ټولنیزپرمختګ لپاره له هغو څخه ګټوره استفاده ده. تردې هم لا مهمه داده چی  د دوی طبیعی منابع باید دوی ته په آفت بدل نشی.

طبیعی منابع(natural resources) زموږ شاوخوا دلاسرسی وړ ارزښت لرونکی محسوس او غیرمحسوس شته اوثروتونه دي چې د بشر په لاس نه، بلکې په طبیعی او قدرتی ډول موجود دي. دا د هیوادونو اقتصادی سیستم ته دطبیعت او چاپیریال ارزښتناکه ورکړې دي چې د دوی د خلکو په رفاه کې مهم رول لري. دا شتمنی ده، چی عموماً د ټول ملت مال  بلل کیږی، له حقوقی او قانونی پلوه دغو شتمنیوته غیرمنقوله شتمنی ویل کیږی، خو که وغواړو چې د تولید شویو امتعو(اجناسو) او نقدی پانګې سره یې په تفکیک وښیو، نود( real property) اصطلاح ورته کاروو. اوسنی وخت کې د دغو شتمنیو د ارزښت داوچتیداو او حتا دقلت او دقحط( scarcity) احتمال دلاندنیو فکتورنو له کبله دی:

۱.د انرژی پراخه شوی استعمالexpanded energy

۲.د ډیرو متنوعو او زیاتو معدنی منابعو استخراجthe exploitation of more diffuse resource

۳.ټاکلی کرنیز پرکتسونه( certain agricultural practices) چې په یوشمیر نورو منابعو لکه اوبو، معدن، ځنګل او څړځای یې اغیز کړی دی،

۴.دځنګلونو لوڅیدل او له منځه تلل. په ضمن کی دا ټول د اقلیم د منفی بدلون لامل ګرځیدلی دی،

۵.د اوبو د ثابتو سرچینو(د کنګلونو ویلی کیدل، د واوروکمښت او د اورښتونو د وخت اوبڼې بدلون،...) تقلیل یا بی توازنه کیدل.

طبیعی منابع ملی شتمنی ده او دهغو له مدرکه عواید عامه مالی اقتصاد دی د دغو منابعو حدود ، بیه ، عرضه پلټنه او له هغې  جملی د کانونو استخراج او صادرات، دهیواد دننه له هغو کاراخیستنه، دهغو ساتنه، د استخراج اندازه، د هغو دجغرافيايي حدودو سروی او په نښه کول، دی برخو کې علمی څیړنی او د ارقامو د نشر اجازه او صلاحیت، دپلور اواستخراج قرارداد اونوې چارې  د دولت له خوا کیږی، بل چاته یی اجازه نشته. د دولت مهم تدبیر دهغو دصادرولو لپاره بیه ټاکنه،ساتنه، اکتشاف او د نړیوالو بیو سره سم قراردادونو لاسلیک کول دي. دځینو نور منابعو ساتنه لا زیاته مهمه ده مثلاً وحش( wild life) او یا اوبو مدیریت کول. په تیره بیا اوبه او د اوبو منابع او کانونه چی ستراتیژیکی منابع دی. اما  ددی معنا دانه ده چې نور منابع( ځنګلونه، څړځایونه، وحشی ژوی، کبان، دهوا جریان(باد wind power)، دلمر وړانګو، څپو(tidal energy)  ارزښت کم دی یا یی د پلټنی، پلور، څیړلو او استفادی اجازه هرچا ته شته. مُدبر حکومتونه او وګړنیز ملی پارلمانونه ترهرڅه وړاندی خپلې برنامی او کاری پلانونه دطبیعی منابعو پر پالیسی او مدیریت متمرکز او له دی پلوه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوی. له هیچا پټه نده چی ستراتیژیک منابع د سیاست برخه ګرځیدلې او داستخباراتو آجندا کی شامله شوی (دا ناتوانه اوضعیفو حکومتونو ته چلنج او بد خبر دی). له همدې امله طبیعی منابع او خام مواد د بیوزله وروسته پاتې هیوادو د اقتصادی پرمختیا انجن وبلل شو، له بلی خوا انکتاد ( UNCTAD)کنفرانس د پرمختیایی هیوادو د تجارت د انکشاف په خاطر توصیه وکړه چې د دوی خام صادراتی مواد باید د موادود نړیوال بازار له بیې سره سم صادر او وپیرودل شی. له دې پرته دطبیعی منابعو بیلابیل ډولونه د یوه زنځیر حیثیت لری او یوبل سره تړلی، کله چی اقتصادی سیستم ته داخلیږی  او باید داخل شی، دا زنځیری تړلتیا نوره هم پیچلی کیږی. مثلاً که انرژیکی منابع( نفت، ګاز او دډبرو سکاره) ارزانه له لاسه ووځي  او یا سمه  اقتصادی برنامه ورته موجوده نه وی، هیڅکله به دصنعت سکتور وده ونه کړی، دا ځکه چی صنعت انرژیکی توکو ته اړتیا لري. که اوبه سمې مدیریت نشی، د کرنی او مالداری سکتور له تولید پاتې کیږی...

د نن ورځې معاصر اقتصاد دطبیعی منابعو د سیستم مطلوب مدیریت کول دي، چې لاندی هدفونو باندی کار کوی:

·        کفایت او موثریتefficiency

·        دحقوقو مساوات(equity) د سیمه ییزو خلکو حقوق، مشتری سره دمناسبی بیی ټاکنه، د نړیوالو میثاقونو اود مساواتوله مخی استخراج او قرارداد،

·        د اجرا د وړتیا درلودلenforceability

·        ملی منافع تامینول.

د پرمختیایی هیوادو لپاره دا ډیره مهمه ده چې دوی د خپلی دوام لرونکی پرمختیا ( sustainable development)لپاره  خپلی پنځیزی شتمنی مهمی وبولی او له ملی منافعو سره سم چلند وکړی. دا ډول چلند به هم د دوی اقتصادی وده ډاډمنه او تضمین کړی او هم به یی چاپیریالی ستونزی مخی ته نه راځي. ددې موخې لپاره دوی دلاندی ټکیو تطبیق کولو ته اړ دي:

ü     دچاپیریال ساتنی، د خامو موادو د بیو ډاډمنتیا او د اقصاد وده،

ü     د وګړو د لومړنیو اړتیا پوره کیدنه،

ü     ټولنیز عدالت رعایت کیدل،

ü     د استفادې، پلور، تفحص ، اکتشاف او استخراج له پروسې اود قرادادونو له محتوا د ملت یا د ملت د استازیو(پارلمان) خبرتیا او په ټوله پروسه کی  د دوی د متخصصینو او مسلکی ادارو ګډون،

ü     د دوی دملی حاکمیت او پرستژ رول لرل او د دوی د درایت اثبات،

ü     واک لرل او د هیواد دننه  د بیلابیلو سیمو د اوسیدونکو  او د دوی د محلی پیداوارو او منابعو سره په اړیکه کی فرهګی تنوع ساتل،

ü     له طبیعی منابعو د استفادی او د هغو د قرارداد په بهیر کی نورې شتمنی په پام کی نیول(ځینی کانونه مرکب دی او له یوی  نسبتاً ارزانه مادی سره بله قیمتی ماده هم لری)،

ü     د منبع  په استفاده او استخراج کی دفرهنګی، آبداتی او تاریخی زیان نه اړول(دحساس فرهنګی میراث ساتنه)،

ü     د اکتشاف او استخراج د قرارداد په ترڅ کی د حد اقل ضایعاتو تضمین،

ü     د چاپیریال طبیعی ښکلا له منځه نه وړل،

ü     د ایکولوژیکی سیستم ساتنه، حقوقی او قانونی مسایل رعایتول او دملی پرستیژ استازیتوب،

ü     د طبیعی منابعو داستفادی او استخراج په ترڅ کې بین المللی میثاقونو څخه خبرتیا اودهغو رعایتول،

ü     د هیواد د لوړوملی منافعو ساتنه.      (دوام لري).

 

 

 


بالا
 
بازگشت