پوهاند محمد بشیر دودیال
افغانستان کې د کلیو مسئله(پرابلم)
له بده مرغه افغانستتان کې دغه فکتورونه؛ نه د دې هیواد دربار(حاکمانو) او نه هم روڼاندو، ادیبانو، پالیسی جوړونکو، سیاسیونو او نه هم د روشنفکری د دعوا لرونکو په پام کې نیولی( صرف په انفرادی توګه ځینو روڼاندو، سیاسیونو له ځانه دا استعداد ښودلی چی ولسی/ مردمی اوسي، نوځکه روشنفکر له ولس سره فاصله درلوده).
کلیو او کلیوالی سیمو کې کار نه کول او د (سیاسیونو، حاکمانو، روشنفکرانو !) ټولنیزی فاصلی( social distance) لویه بدمرغی رامنځته کړه. کلیوالو دعُقدی او خودکم بینی له مخی د ټولنی روڼاندو او سیاسیونو ته اهمیت ورنکر او لکه د وریښمو دچینجیو په شان خپله ځاله اوپیله کې نغښتی پاتی شول او آن داچې ځینې وختونه یی چې پر ښارونو غلبه کړې، ښه په خوند یې خپل کسات له دوی څخه اخیستی ( ښه یی کړي- جزای قروت آب ګرم).
په داسې وضعیت کې تحجر پر کلیو وزر غوړولی(د کلیوالومجبوریت). نو تحجُر څه دی؟
په کلیو کې خرافیانو پر دوی باندی د حاکم پاتې کیدو او له دوی څخه د مُفتی ډوډی د ترلاسه کولو په خاطر، دوی عجیبو خطرناکو لومو کې ښکیل کړل: ددغو خرافیانو ناوړه د تلقیناتو له امله کلیوال ځان د پنځیزو ښکارندو په وړاندې ناتوانه او دطبیعت دقهر مغضوب بولي، ځان ورته ډیرعاجز او له ګناهونو ډک ښکاري، د عزت په عوض ځان ذلیل او حقیر بولي اودتقدیرپه تمه دي،.. دمینې پر ځای کینه پالی، دهوساینې په عوض دردونه ګالي، دپوهې پر ځای دجهل تیاری کې پراته دي.
خو باید هیره نه کړوچې په طبیعی حالت کی چې خرافات او اوهام مسلط نه وي، کلی او کلیوال ډیر ښه اوصاف هم لري، لکه ؛ صداقت، بی آلایشه ژوند، وفا، کار او زیار سره مینه، له هیلو ډک نوښتونه، ...
ښارونو کې مو د ناوړه حکومتولۍ اوتنظیم شوی فساد له امله، د اقتصادی ستونزو او د یوډول نامناسب کلتور تاثیرلاندی، ښاری ژوند کی غوره اوصاف زایل شول، حال دا چی پرمختللو ټولونوکی هغه ټول د انسانی اوصافو په توګه ساتل، پالل او ځلول شوی . دلویدیز پرمختللو ښارونوکې پوهه، زغم، مساوات/ انصاف او و سع صدر شته، خو موږ ښاری ژوند کې دغو ښېګڼوته وده ورنه کړه. په دی ډول د ښارونو د اخلاقو ښه کول او کلی ته یې د بیلګی اوالګو په توګه ښودل ضرورت و، ترڅو دوی زړه توری نشی. خو دې برخو کې روڼاندی، سیاسیون او حاکمیت... ټول ناکام وو.
باید کلی موله دردونو، مجبوریتونو، محرومیتونو او خرافاتو ژغورلي وای، باید دوی ته موهوساینه، آبادی، پرمختګ، پوهه، خپل منځي یووالی، مادی او معنوی مساعد شرایط برابر کړي وای. اما موږ دا یو کار هم ونکړ(په دې حقیقت ویلو دې هیڅوک نه خپه کیږی).
باید موږ لاندني لومړیتوبونه نه وای هېر کړي:
۱.دسواد، پوهې او معاصر معارف ترویج: له سلو کلونو رادیخوا افغانستان ته عصری معارف ورپیژندل شوی، خو متاسفانه لا هم زموږ اکثریت کلی ورڅخه محروم دی، نه یواځې دا چی له معارف محروم دی، بلکې خرافیانو د مکتب او عصری علومو په وړاندې خنډونه جوړ کړل او پوهه او معارف یې کلیوالوته بد معرفی کړ.
۲.داقتصادی زیربناګانو محدودیت او نشتووالی: موږ ونشو کولای کلیو پورې دبانک څانګې، روغتون، سړک، بریښنا، مخابرات او نور اساسی خدمات وغځوو.
دا هغه پلان او برنامه ده چې غواړي خلک د حد اقل معيشت او اساسي ضرورياتو څخه پورته حد کې واقع شي، د بېوزلۍ نښې له مېنځه وړل یې باید لومړیتوب وای.
دلته به د امریکا یوه تجربه راواخلو: دا د امريکا په متحده ايالاتو کې د هغه پروګرام نوم و چې د جان اف کېنډي له خوا جوړ او بيا لیندون جانسن هم دوام ورکړ، او په امريکې کې؛ په تېره بيا کليوالي سيمو کې د بېلابېلو قوانينو او پروګرامونو په اجرا سره فقر له منځه يووړل شو ، په تېره بيا کله چې د امريکې دولت د بېوزله تور پورستو نارضايتي او په شپيتمو کلونو کې د ويتنام د جګړې له امله دولت ماتې وخوړه، نو د فقر د له منځه وړلو، د توپورستو د بېرته خوشحالولو او د دولت دنوم د ښه کولو لپاره دغه پروګرام ته زور ورکړل شو، اوس هم په هره سيمه کې د بېوزلۍ په ضد دګړنديو پروګرامونو عملي کولو ته د (antipoverty program) نوم غوره کېږي. جنوبی کوریا هم خپل اقتصاد جوړول له کلیو څخه راپیل کړ، د دغه هیواد دملی عاید ډیره برخه په شروع کې له کلیوالی اقتصاد څخه وه، ترڅو چې دصنایعو او ښاری اقتصاد لرونکی شو. سینګاپوریې یوبل مثال کیدای شی. په دې توګه د فقر د له منځه وړلو اصلي زړي کلی وو. موږ دا ډول کوم پروګرام تطبیق نه کړ. دغه قلم په ۲۰۱۴م. کال کې( دافغانستان یوه دیارلس کلنه تجربه) تر عنوان لاندی په ۲۷۳مخه کتاب کې دا ډول ټېروتنې او د پراخ مالی، مادی او اخلاقی فساد بیلګې نشر کړي دي.
متاسفانه افغانستان کی مربوطه هیڅ ادارې، موسسې او پروژې دکلیو په برخه پورتني لومړیتوبونه تطبیق نه کړل. مثلاً: د کلیو دپرمختیا پروګرامونه ډیر ناکام او د سرچپه پایلو لرونکی وو. یو مثال؛ دانکشاف دهات برنامو کې په کلیو کې د ژورو څاګانو پروژې(!) وې، دغه کار په زیرزمینی اوبو فشار راوړ، بی سنجشه انچارج او دیزچاج آن په کاریزونو اود خلکو په عادی کوهیانوبد تاثیر وکړ، دا ستونزه کلیوالو درک کړه، خو انکشاف دهات درک نکړه، په پایله کې کلیوال د پروژو په کار بی اعتباره شول. پروژو د کروندو پولی په پخوسړکونو بدلی کړی، په پایله کې شنه ساحه په ګڼو کلیو، بازارونو او رهایشی سیمو بدلی شوی، حال دا چی غیرزراعتی ساحات بی استفادې پاتی شول او صنعتی، خدماتی، تجارتی او نور استعمالونه غیر زراعتی زمکو کی پراخ نشول، خو زراعتی زمکی له منځه ولاړی. د انکشاف دهات برنامود تکنالوژی او مهارتونو دترویج او اوچتولو په عوض، له فساد ډک دبشری مرستی رسول کول، دې کار کلیوال ددوی له عنعنوی کار او هلو- ځلو پاتې کړل او (دستنګر نفوس) ورڅخه جوړ شو. انکشاف دهات دانکشافی برنامو په عوض پېسې(فنډونه) په داسې چارو لګولې چی بی ضرورته و، لکه راډیو کې د ( کلی غوړیږی) برنامه، د تبلیغاتی پوسترونو نشر، لُکس موټر او دفترونه، لوړ معاشونه او ناچیزه کار ...چی په لکهاوو ډالر لګښت ورباندی راته، خو دوی د راډیو دنده پرغاړه واخیسته او یو ډول ډوبلیکشن(دوه اداری په یوکار بوختیدل) یی را منځته کړل. دا ډول سلګونه تیروتنې وشوی. (هیڅوک دې نه خپه کیږي، دا هغه نیمګړتیاوی وې چی باید اعتراف ورباندې وشي).