پوهاند محمد بشیر دودیال

 

افغانستان کې نسلی بهیر

ریمه برخه)

نسل په ډیرو ځایونو کی بیلابیلو مواردو ته استعمالیږ؛ لکه د تیری زمانی خلکو ته دنیکونو نسل وایی یا په تخنیک کی ویل کیږی چی د کمپیوتر نوی نسل او داسی نور مثالونه، خو زموږ موخه نسلی بهیر(ترند) او د موجود نفوس ترکیب دی چی ایادوی کومې ځانګړتیاوی او کو مسئولیتونه لری. . تیرو برخو کې مو نسلی بهیر او بیا د نفوس هرم هم وکوت، دغه هرم په یو ټاکلی وخت(کال) کې دنفوسو سنی او جنسیتی ترکیب ښکاره کوي. وموویل چی په افغانستان کې بهد نسل څلور کتګوری څه ډول وي؟

 په افغانستان کې د جان پینسی یا  د نورو ټولنود کتګوریو په شان داسې ویشنه ترسره کولای شو:

الف ) د ۱۳۲۱-۱۳۴۴ ل. کلونو متولدین، دوی ته به دودیز/پوخ نسل نوم ورکړو چی زموږ سنی هرم کې ډیره ناچیزه سلنه لري،  دوی اوس د اویا کالوشاوخوا دي،

ب ) د ۱۳۴۵-۱۳۶۴ ل. کلونو متولدین، دې ته به د بوډاتوب په درشل کی نسل نوم ورکړو،

ج ) د ۱۳۶۵-۱۳۸۰ کلونو متولدین چې دځوانی عمر تیروي  یا Gen.X،

د ) له ۱۳۸۰ رادیخوا متولدین چی تنکي ځوانان او ماشومان دي(MillennialsیاGeneration Y) نسل.

د نسلی بهیر شکل هم لکه د نفوسو دهرم په شان، چې مخکې مو بحث ورباندې وکړ،  ښودل کیدای شی:

په ټولنه کې او یودبل په وړاندې دنسلونو دغه هره کتګوری مسئولیت لري. په تیره موږ ته ښایی چې دا موضوع ډیره په دقت په پام کې ونیسو. که په دغو حساسو ورځو کې دا پاشان او شلیدلی حالت کوشیر نه کړو، ورځ تربلې به بدتري وي.

زموږ پوخ نسل دا مسئولیت لری چی زموږ ملی او متعالی کلتوری ارزښتونه، دکار او اقتصاد په برخه کې خپل بډای تجارب دریو نورو نسلونو ته په مسئولانه او سخاوتمندانه ډول ولیږدوی. په تیره بیا اوس دوی دا درک کوی چې  زموږ ملی هویت، ملی یووالی، د ژوند چاپیریال، ملی عامه شتمنی ( ځنګل، معدن، اوبه ، ژوی...) له تباکوونکی ګواښ سره مخ دی. لکه هغسی چې ایکو سیستم کې دژوند تنوع یوه له حکمت او فلسفی ډکه خبره ده، دغسی هم قومی، ژبنی، سیاسی، ټولنیزی اونسلی  تنوع ته حیاتی او طبیعی اړتیا ده. پخوا دا تنوع په ډیره دوستانه فضا کی موجوده وه. د  نسل(الف او ب)  دنده  ده چی دا روحیه دری نورو کتګورویو؛ په تیره ( د) نسل ته وښيي. دژوند چاپیریال باید دیوې الهی عطیې په توګه دوی ته وروپېژنو، ځوانانو ته باید فساد اود  فساد بیلابیل ډولونه ( چاپیریالی، مالی، اخلاقی، مادی، سیاسی..)د منکراتو په تر ټولو رټل شوی بڼه وښیو. په دې مورد کی زموږ دودیز نسل امانتدار و، خو ددغې امانتداری مسئولیت یی نورو دریو کتګوریو ته ونشو لیږدولای، دا به یا د جګړو تاثیرو، یا به د ټولنیز انحطاط او مهاجرتونو، یابه د ټولو ګډ اغیز و. زموږ پوخ نسل مصرفی عادات نلرل، اوسنی y او X نسل یو مصرفی او دستنګر خاصیت لری، دا خاصیت افغانی روح سره هیڅ جوړ ندی. زغم زموږ د لرغونی کلتور یوه برخه وه چی دودیز نسل یی باید نورو کتګوریو ته د امانت په توګه وسپاری. اوس هغه مهال دی چی دا نیمګړتیا پوره شی. پرته له موجود (د) نسل زموږدرې نور نسلونه له تعصب او خرافاتو را جلا شوی او د تمدن لیوال و، خو دا بهیر او ترند په بد شکل مخ په شا ولاړ. د ګډ دښمن په وړاندې دریځ هغومره پیاوړی ندی لکه چی و، دکار اوزیار روحیه د لټۍ او خوب کولو په عادت بدله شوه، په ځان ویساوالی مو په وروستۍ کتګوری کې نه ښکاري. تیرو دریو کتګوریو هریوې پیژندل شوي نخبګان لرل، چې د ټولو ګډ ویاړ و، اوسنی  کتګوری باید تر څو دوی د (الف او ب) دکتګوری عمر ته رسیږې، باید خپل نخبګان را وپیژنی. تیرو څوکلونو کی د دښمن یوه هڅه همدا وه چی د(الف او ب) ددرناوی وړ کتګوري، ځوانانو ته  بی اعتباره کړی. د دوی بی  اعتباره کول د افغانستان دتاریخی دښمنانو د ستراتیژیکی ګټوتضمین کوونکی شمیرل کیدی. باید دا هڅه خنثی شی. باید د (ج) او (د )دواړو کتګورویو کی متمدن ژوند ته لیوالتیا، حُب وطن، پرځان ویساوالی، ملی یووالی،علمپالنه او فساد سره دمبارزی روحیه را ژوندۍ کړو. که دا پاشلتیا دوام ومومی خپل ملی او اسلامی هویت له لاسه ورکوو.

(دوام لري)

 

 

 

-------------------------

 

د نسلونو تداوم، نه یواځې انسانانو، بلکې  ټولو ژوندیو موجوداتو کې طبیعی خبره ده. دا هم طبیعی خبره ده چې له یو نسل څخه تر بل پوری ډیر بدلونونه راځي. دلته زموږ بحث دانسانانو په نسل کی بیولوژیکی تغییرات نه، بلکېد وخت له مستقل متحول سره سم؛ د دوی عادات، خوراک، کاری وړتیا، چلندونه، مطرح ارزښتونه، اخلاقی سجایا، کلتوری بدلونونه، کسبی مهارتونه او روحیات دی. له نورو ژوندیو موجوداتو سره د انسان  توپیر دادی چی د کار او ژبې(خبرو) د دوه عالی اوصافو په لرلو سره یی ژوند ډیر تکامل وکړ او آن داچی په طبیعی پېښو قادر دی. سره له دی چی اوس هم توپانونه، زلزلی، سیلاوونه او ناروغۍ انسان ته ګواښ دی، خو د نورو ژوندیو موجوداتو په پرتله انسان د دی آفتونو په وړاندی د مدافعی او ماقبلی وقایی ډیری لارې موندلې دي.

موږعادتاً تېر نسل، اوسنی او راتلونکی په پام کې نیسو. مشهوره ده موجود نسل( present generation) د راتلونکي نسل ( next generation) په وړاندې مسئول بولو. "موجود نسل" تل او په هره زمانه کې وي اما دا کافی نده ! د دیموګرافی له مخې یو نسل ته ۳۰- ۳۵ کلونه په پام کې نیسی چی دیوې مور دفعال حیاتی دوران څخه نماینده ګی کوي.یعنی نسلونه بهرنۍ غټې پېښې یو بل څخه نه جلا کوي، بلکې د بیلاییلو طبیعی او اجتماعی حوادثو سره سره، دنسلونو تداوم شته.شاید لویې پېښې دیوه نسل پرعلایقو،تحرک او پوهې اغیز ولري، مګر په دی معنا نده چی ددغه نسل دپیل یا پای ټکی(کال) یې وبولو. دنسلونو د تواتر په اثر ملی ارزښتونه او هویت نه بدلیږی، خو د وخت غوښتنو سره سم به د یو ځوان نسللباس، دورځینو وسایلو نوعیت، خوراک اودخبروخواصو، دژوندشرایطو او شخصیت کې به بدلون ولیدل شی. ټولنپوهانواوسنی وخت کې دیوې ټولنی وګړی له څلورو نسلونه څخه رغېدلی بللي، د بیلګې په توګه په امریکا کې د ټولنیزو علومو څیړونکی (جان پینسی ) په خپل یو اثر کی له ۲۰۰۰م. کال مخکی نسلونه داسی  جلا کړي دي:

A:  پوخ او دودیز نسل(traditional/mature)؛ چې په 1922 - 1945ز. کالونوکې زیږیدلي

B: (Baby boomers)؛ چې په 1946 1964. کلونو کی زیږیدلي دي.

C: د (Xers) نسل؛ چې د 1965 او 1980ز کلونو متولددي.

D: (generationYیا millennials)؛ چې د 1980 او 2000 ز. تر منځ زیږیدلي وي.

معمولاً، دغه وروستی دbaby boomersپه شمول، نظر نوروته دشمیر له پلوه زیات وي، له هغه وروسته Xers، millennial، او traditional،  دویمه تر څلورمه درجه لري.د پرمختللو ټولنود نفوسو هرم(population  pyramid ) کې دهرم پورتنۍ برخه تر ډیره تر کوزي پلنه وي! حال دا چې یوه پرمختیایی هیواد کی، مثلاً افغانستان کی د دغه هرم لاندی برخه ډیره پلنه او پورته خواته ډیره وړوکی وی( مقایسوی شکلونه راتلونکی برخه کی وګورئ).

هغه موارد چې له نسلي اړخه دژوند پرمختلفو چارو، جامو، خوراک او پر متنوع کاري ځواک اعیز کوي په لاندې ډول دي:

·  د نوې ټکنالوژۍ ډیریدونکې استعمال او رول؛

·  د یو هوسا ژوند د لرلو هیلی او داوږد عمر یا دژوند ډیرو کلونو توقع؛

·  د دوامداره پرمختګ لپاره ډیریدونکې توقع؛

·  د کار اوبوختیا د نویو او په زړه پورې ساحاتو پېژندل او د امتیاز ترلاسه کولو لپاره د نویو طریقو جدي اړتیا؛

·  له بیکاری او بی سرنوشتی د خلاصون اړتیا؛

·  د نوښت پر راوستلو ډېر ټینګار.

په عادی ټولنوکې له پورته یادو شویو نسلونو د هر یو ځانګړتیاوې له دې پېژندل کیږي، چې ټولنی او خپل چاپیریال سره یې چلند څه ډول دی. د (traditional) او (baby boomers) نسلونو ځانګړنه دا ده چې ډیری وخت دوی د عمر تر وروستیو پورې په خپل محیط کې کار کوي او هلته پاتې کیږي. دوی ټول ټولېزمیعارونه، مدون او غیر مدون تړونونه (دود-دستور) پر ځان منلي او د دې په کیسه کې نه دي چې د کاري او شخصي ژوند تر منځ یې انډول شته، او کنه.

د هغوی د تیر ژوند تجربو پیژندنه، له نورو سره همکاري او هغوی ته له نورو کم تجربه کارکوونکو سره د تجربې شریکولو لپاره فرصتونه برابرول؛ هغه څه دي چې دا دوه ډلې تل متحرکې او خوځنده ساتي.

(gen Xers) بیا هغه نسل دی چې پایله تر لاسه کول غواړي، دوی پخوانی دود-دستور ته ډیر مقیدنه وي، آن داچې هغه موثر او د اوسنۍ ټولنی په ګټه نه بولي. پر دې سربېره . دخپل خصوصی ژوند کې د فردی  آزادی غوښتونکی وی. دوی دنویو زده کړو لیوال اوځکه متحرک وي چې د زده کړو له فرصتونو استفاده وکړی ترڅو ښه دنده ولري.

Millennialsنسل دې ته مایله دي چې د نوې ټکنالوژۍ له کارونې سره هوسا و اوسې، ځکه دوی له دغې ټکنالوژۍ سره سم لوی شوي دي. په دودیزو مسایلو کې یې پاملرنه کمه، خو؛ بالمقابل پر عیني او اطلاعاتی واقعیتونو یې تمرکز ډېر وي. له دوی سره یو ټولنیز ذهن موجود دی او ټول فوکس یې پر خپل هدف باندې وي، نورو اجتماعی ارزښتونو ته کم پام کوی. هغوی له خپلې دندې سره یوه رابطه جوړل غواړي، غواړي له دې لارې ټولنه کی لازم دریځ ترلاسه کړی. نورمالو ټولنو کې دتحصیل له دوری فارغ او په کاربوخت خلک B او Cدی، یعنی اقتصاداً فعال نفوس همدا دی. دغه کاري نسل ته د همدې رابطې له امله په درنه سترګه کتل کیږي. دوی ستونزمنو حالاتوکې د همکارۍ روحیه لري او له نورو هم دا توقع لري، کله کله دبوختیا سره سره د نورې زده کړې او پراختیا لپاره فرصت هم لټوي.

په پرمختللو هیوادو کی (Traditional) او (baby boomers) ته سهولتونه برابر شوی،د تقاعد لپاره هم پروګرامونه لري ، د دوی تجربو ته ډیر ارزښت ورکول کیږی، له نورو سره د تجربې او پوهې د شریکولو لپاره هم پر ځینو پروګرامونو دغور لپاره بلنه ورکول کیږي او مهمی ستراتیژۍ دوی جوړوي، یو شمیر دریځونو لکه ولسمشری، د مشرانو(سنا) او ولسی جرګې، مشاورینو، دتفتیش کمیټو او دناظرډولو لپاره دوی په پام کې وي. له څولویښت کلن ټیټ عمر  دغو حساسو دریځو ته لار نه لری. پوخ نسل د تجربو، وطنی ژور احساس، دراتلونکی نسل په وړاندی دمسئولیت د درک له امله مدبرانه دمدیریت پلویان اومناسبی تګلارې جوړولاې شي. دوی خوښیږی چی نوروسره تجربې شریکې،  او له یو بل سره ګډ کار وکړي. د پوخ عمر نسل صنعتی پرمختللو هیوادو کی دتقاعد ښه امتیاز لری، هغوی چی رسمی دندی نه لری هم دلازم پس انداز او سپما لرونکی دی، نو ځکه دی عمر کی غواړی تفریح او سیاحت وکړی، ویلا ولري، موسیقی واوری، یوشمیر هنری کارونو سره بوخت اوسی. له همدې امله زیاتره توریستان له شپیتو بورته عمر لرونکی کسان دي. یو شمیر متفاعد کارکوونکي دې ته چمتو دي چې کار ته دوام ورکړي او د یو نوي ظرفیت په مټ نوی کار پیل کړي. پرمختللو هیوادو کی له پوهنتونو او علمی –تحقیقاتی مراکزو تقاعد شوي کسان هڅول کیږی چی د دوی دښه احساس له مخې بیا هم کار ته دوام ورکړی او ځوان نسل ته لارښودونکی اوسی. له بده مرغه افغانستان کې د غیر طبیعی، ناڅاپی، تحمیلی او جنګی شرایطو له مخی هرڅه غیرنارمل دی، آن داچی زموږ نسلی ځانګړتیاوی تر ډیره غیر طبیعی او ګډې وډې شوی دی. که موږ دخپلی  افغانی ټولنی نسلی بهیر په لنډوډول وګورو اود نورې نړی د معیارونو او څیړنو سره سم؛ اوس (۴۱۰۱ل.) کې څلور نسلونه بېل کړو داسی به وي :

تیره برخه کې مو وویل چی په افغانستان کې به د نسل څلور کتګوری څه ډول وي؟ خو مخکې تر دې چې دا څلور کتګوری وګورو؛ باید د خپلې ټولنی دنفوسو هرم و پیژنو او نورې نړۍ سره یې پرتله کړو. لاندې درې هرمونه د بیلابیلو هیوادو دي. په عمودي محور باندی له ښکته څخه پورته خواته سني ګروپونه دی چې هر پنځه کلن عمر ښيي(ځینوهیوادو ځانته څلورکلن سنی ګروپونه ټاکلی). دا له نوي زیږیدلی ماشوم تر اتیا او له هغه پورته ښيي، کیڼ لاس ته نارینه او ښی لاس ته ښځینه نفوس دی. افقی محور په ټول نفوس کی دمربوطه ګروپ سلنه ښيي. ښي لاسته منځنی هرم د  افغانستان دنفوسو اټکلی هرم، منځوی د امریکی د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م. کال نفوس او درېیم هرم(کیڼ) د آلمان د هیواد د ۲۰۲۲م. کال د نفوس هرم دی. دافغانستان نفوس ډیر ځوان دی. ټیټ عمرونه (ښکته سني ګروپ)ډیر زیات او پوخ عمر/دودیز mature/ traditionalکتګوری(د هرم پورته سنی ګروپ) ډیر کم دی.

 

خو دوو نورو  هیوادو؛ او بالعموم ټولو پرمختللو هیوادو کې د زیات عمر، خصوصاً  دشلو او اتیاوو ترمنځ ډیره سلنه جوړوی. د دې معنا داده چې دالمان په شان هیواد شاید نږدی راتلونکی کې د کار ځواک له کمښت سره مخ شی، اما افغانستان ډیره زیاته د کار نیرو لري. په تیره له څلوېښت څخه کم عمر وګړی ډیر دي.

اوس نو ګورو چی د A،  B ،  C ، او D کتګوری چیری او په څه حالت کې دي؟

په افغانستان A کتګوری یعنی (mature/ traditional ) ډیره لږه سلنه ده، تیروشلو کلونوکې  دوی ونشوکولای د دری نورو لپاره خپل ارشادی - مشورتی رول ترسره کړي، C  کتګوری دکورنیو جنګوو، مهاجرتونو او اقتصادی فقر له لاسه په معنوی فقر او په خپله B او   A کتګوری نسل په بی باورۍ اخته شو، د دښمن د څو اړخیزې جګړې یو هدف همدا نسلی بهیر کی د تشیال را منځته کول و.Dکتګوری چې وروستۍ کتګوری وه ، ښاری هغه یې دبهرنیو پریمانه بی سنجشه (مرستو) تر باران او د مبتذلی – مزخرفی میډیا تر تاثیرلاندی، په یو تنظیم شوی مفسد چاپیرال کې هغه څه سره مخامخ شول چی ټولنه کی د دوی له رول او رسالت سره برابر نه و، دغه کتګوری نیم نور چې کلیوالوو، د جګړو، بیسوادی، بیوزلی  او فتالیزم په اور کې وریت شول. پوخ دودیز نسل فرهنګی امانت او تجربه دوی ته ونشوه لیږدولای، یوه تباکوونکی خلا واقع شوه. عجیبه یی لا دا چی (generationYیا  millennial) آن د وارداتی ډیموکراسی (پارلمان!) ته ننوتل. د دوی بچګانه اکتونو له امله د ملی شورا حیثیت خاورو سره برابر شو. دغه کلیوالی او ښاری D کتګوری یوبل ته له ګرومونو ډک او یو دبل مخامخ ودریدل. دا هغه څه و چې هیچا ورباندی غور ونه کړ. ځوانان چې په خپله ټولنه کی ډیر دروند مسئولیت لری، د هیواد راتلونکی دوی پورې اړه لري، ښه رهنمایی نشول.  سیاستوالو د خپلو دریځونو د استحکام لپاره Dکتګوری ته امتیاز ورکړ، یا یې دخپلو ګټو په خاطر استعمال کړل، خو D لا ددریځونو او مسئولیتونو دبار وړلو ته پوره چمتو نه وو. دودیزې کتګورۍ هغه وخت چې د اوسني Dکتګوری په عمر و، د دیرش افغانیو او یو کلچه صابون په مقابل کی د هیواد یوه لری دښته او غره کی یا د وطن سرحداتو کی په قروانه دوه کاله دمکلفیت دوره تیروله او تر بیرغ لاندی خدمت باندی یی ویاړ کاو، مسلکي تحصیل کرده ګانو به دشپې ترنیمایی مطالعه کوله، حرفویانو به لس کاله د (وستاکار) ترلاس لاندې شاګردی کوله، عسکری صاحب منصب به د لس جوړې ګیټس په زړولو ایله ډګرمن شو، کلیوال ځوان به دوه شپې دژرندې پل  ته ناست و چی د ژمی ژرنده وکړی، د ودانیو جوړلوته یې په اوږه خښتې او شګې خیژولی، هټیوال به دسهار لماڼخه سره سم تر ماښام حلال معیشت ته خولی تویولی... خو دنن ورځې  Dکتګوری ته دا کیسې مسخرګي معرفی شوه، د (کاکا اووختا تیر شد!) په ویلو یی تر نیمی شپې مبتذل سریالونو ته کینول، د سهار اوه یا اته بجی به له خوبه راویښ شو لس قدمه به پلی نه ته او دفترکی یی هم د تلویزون د لیدو توقع لرله، مسئولیت هېر اوسواد تر ټولو ټیټ حدته پریوت، دفساد تر څنګ عجیب نارسیزم خپور و... . ولس له یوې خوا دجګړی له زوره، له بلی خوا دوچکالی، ناروغی، د تولیدی منابعو (زمکو او اوبو)، مالدرای او بڼوالی  د شاړ کیدو، د لارودنشتوالی او سلو نورو ستونزو په زغملو دا نادودې لیدلی. په دې توګه د افغانستان دبشری سرچینو زور اوبه شوی و اونسلی کتګوریو خپل طبیعی رول ترسره نه کړ. اصلاً هغه لازم سکښت یی ړنګ او جړ شوی و. دا به هیڅ منصفانه نه وی چی ملامتی ځوانانو باندی واچوو، بلکې لویې تیروتنې او اصلی علتونه باید روښانه کړو. مهمه دا ده چې اوس باید څه وکړو؟ لا اوس هم چی د نسلی بهیر څه ناڅه زیانمنه شوی تومنه شته، باید بیرته سره کوشیر او د طبیعی بهیر لوری ته ځیر شو. دا کوشیر کول تر ډیره په معنویت او علمی میتود او نیک نیت سره کیږی. تاریخ، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، اقتصاد، دیموګرافی او پیداګوژي یوبل ته لاس ورکوی او لاره به راښيي.

باید څه مو کړی وای او څه کول په کار دي؟

(دوام لري)

 

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت