محمد انور ولید

 

هرافغان اونوره اسلامي نړۍ باید خپل ځان خپله اصلاج کړي

په تېرپسې ...

محمد انورولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د کب ۱۹مه

لسمه او وروستۍ برخه :

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو!

ریښتینی مسلمان هغه دی چې د بل مسلمان ورورټول رازونه ورسره خوندي وي ، له همدې کبله د مسلمانانوپرحال باندې د هغوی دښمنان مه خبروۍ ، اوهم د مسلمانانوله دښمنانوسره د هغوی په غیاب کې د خپلوشخصي ګټوله پاره هېڅ ډول ناروا معاملې مه کوۍ ، ځکه څه چې د خپل ځان له پاره خوښوۍ هغه د نورومسلمانانوله پاره هم خوښ کړۍ ، که چېرته تاسې د مسلمانانوپټ رازونه ، خامې ضعیفې نقطې اونورعیبونه دښمن ته ښکاره کړۍ ، دښمن به یې په وړاندې کوټلي ګامونه واخلي اوهغومسلمانانوته به د سراومال ډېرزیانونه ورواړوي ، خوپه ګناه کې هغه خلک هم شریک دي چې د مسلمانانو رازونه یې د مسلمانانودښمنانوته د څه مادي امتیازاتوترلاسه کولوپه بدل کې افشاکړي ، د مسلمانانودښمنان یې د مسلمانانوترکورونو پورې بدرقه کړي ، لارې ګودرې یې په واک کې ورکړې اوپه پټه اوښکاره یې د پاکستاني چارواکو په څېرد افغانستان د مسلمانانوله دښمن سره پخې ، پرله پسې اودوامداره مرستې کړې دي .

دداسې خلکومثال د هغه سړي په څېردئ چې ناخبره خلکوته په کمین کې پروت مار په خپلو سترګو ویني خو په وړاندې یې نه خپله لاس په کارکېږي اونه هم ناخبره خلک ورباندې خبروي چې ترخوا موماردرته غلی دئ ، بلکې دغه ډول خلک هغه ډول مارګیران دي چې په قصد سره نورخلک په مارباندې چیچي ، هغوی ورباندې وژني اوزهریې پرمافیایي کمپنیوباندې پلوري ، یا داسې خلک د هغه چا په څېردي چې پاڼ اود هلاکت کنده په خپلوسترګو ویني خوداسې خلک هغه د پاڼ پرژۍ ولاړ ړاند ه خلک ترلاس نه را نیسي اوداسې خلک د هغوعلمای سؤپه څېردي چې د خلکو روان بهیراود هغوی پیکه اوتته مرګونې راتلونکې د خپل علمي بصیرت اودرایت په محسوسوعینکوکې ګوري ، خو ور روان خلک نه ترې ایساروي .

همدغه ډول خلک د مسلمانانوله دښمن سره غاړه غړۍ وي او خپل رزق او روزي د نورو په وینواواوښکوکې لټوي . که چېرته تاسې ځانونه مسلمانان ګڼۍ له پورته خواصوځانونه لیرې وساتۍ ترڅوبل مسلمان ستاسوله لاس اوژبې څخه په امن کې پاتې شي اود ضرر پرځای موخیرورورسېږي . هو! له الهي غذاب څخه ستاسې د خلاصون یوازینۍ لارهمدغه ده .

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو!  

که غواړۍ چې په ټولنه کې خپل وزن پیدا کړۍ ځان په هرڅه کې له نورو جامع الکمالات ، ظل الله ، واجب لاحترام ، غیرمسؤول او لوړمه ګڼي اوهم نوروته د نسب طعنه اوپېغورمه ورکوۍ . ځکه الله (ج) خپله انسان ته د اشرف مخلوقات خطاب کړی اوفرمایلي یې دي : ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ))

ژباړه : اې خلکو ! موږ تاسې لومړی له یوه نراو یوې ښځې ( آدم اوحوا ) څخه پیدا کړۍ ، اوتاسې موږ ددې له پاره قوم قوم او قبیلې قبیلې وګرځولي ترڅوتاسو په خپل منځ کې یوبل سره و پېژنۍ ، بېله شکه چې له تاسې څخه الله (ج) ته ډېرګران هغه څوک دی چې په تاسوټولوکې ډېرپرهېزګاره ( له خدایه وېرېدونکی ) وي ، بېشکه چې الله (ج) پرهرڅه باندې پوه اوخبردئ .

د همدې الهي آیت پربناء موږاوتاسوټولوته نه ښایي چې یوپربل ځانونه غوره اوپورته وګڼو، ځکه په اصل اونسل کې موږ ټول د آدم (ع) اوحوا(رض) ځوځات یو، خوپه غوره والي کې تقوا معیار راته ټاکل شوی دی چې په نبوي شرح ( حدیث ) کې یې د ( اِنَّ اَ کرَمَکُم عِندَاللهِ اَتقَا کُم ) وضاحت داسې شوی : (( اَلشَّرّافَتُ الاِنسَانِ بِالعِلمِ وَالاَدَ ب لاَ بِالمَالِ وَالنَّسَب ))

ژباړه : د انسان شرافت په علم اوادب سره دی ، نه په مال اونسب سره .

که موږدېته فکروکړونوحضرت بلال (رض) یوتورپوستی غلام ؤ ، حضرت ابوبکرصدیق (رض) د مشرکینو د بعینه ظلم اوتیري له امله پرپیسوترې را ونیواوپه قوم اوقبیله هم حبشي ؤ، خوهغه د اسلام ددین پرمنلواواسلام ته د خدمت کولوله برکته الله (ج) اود الله (ج) رسول ( صلی الله علیه وآله وسلم ) ته دومره ورنږدې شوچې هم یې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د مؤذن لقب خپل کړ اوهم یې نږدې مصاحب ؤ، ولې ددې په خلاف ابوجهل چې اصلي نوم یې عمراود مناف د قبیلې له رېښې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) تربوراوپه قبیله کې قریش ؤ، خوچې د اسلام دین یې ونه مانه ، تقوا یې نه لرله ، ادب یې نه درلود ، خوپه نسب کې یې له بني هاشم قبیلې سره سیالي کوله اوپردې ورباندې غوسه ؤاوایمان یې ورباندې نه راوړه چې ګواکي زه خوهم د غټې قبیلې څخه یم اوپیغمبر باید زموږ په قبیله کې پیدا شوی وای اوولې په بني هاشم قبیله کې پیغمبرپیدا شواوزموږ په قبیله کې پیدا نه شو؟

له همدې امله ابوجهل (خَسَرَ الدُنیاَ وَالآخِرَ) اوپه خپل تربګني ځېل کې کافرپاتې شوځکه چې دعلم ، تقوا ، اوادب پرځای یې کینه او جهل خپل کړی ؤ، خوحضرت بلال (رض) بیا هم علم درلود ، هم یې تقوا لرله اوهم یې ادب درلود . موږاوتاسوټولوته هم دا مناسبه ده چې د مال ، نسب او منصب پرځای د علم ، ادب ، اوتقوا لاره خپله کړوترڅوهم الله (ج) ته ، هم د الله (ج) رسول (صلی الله علیه وآله وسلم) ته اوهم د الله (ج) مخلوق ته پرې ورنږدې شو،اوس خو په دې حالت کې له موږ اوتاسو ټولوڅخه دری واړه ناراضه دي .

اې افغانانو!

لارې جوړول خوځکه صدقه جاریه ده چې ترڅوپورې د الله (ج) بنده ګان پرې ځي او را ځي ، خوثواب یې تل د هغه چادئ چې لومړی یې هغه لاره جوړه کړې ده ، انسانان ددې له پاره لارې جوړوي چې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د خلکوتګ راتګ پرې آسانه اوخلک یوبل ته په ستونزوآوارولوکې په آسانۍ سره لاس رسی ولري . بل دا چې په لاره باندې هرڅوک تګ را تګ کوي ، که هغه خپل وي یا پردی ، خودلارې پرسرچې لارجوړوونکود نا بلده لارویانو، کاروانونواوواسطوله پاره کومې ترافیکي نښې نښانې لګولې وي ، هغه باید د لارې له سرڅخه لیرې نه شي ، ځکه لارې جوړول اوپرلارباندې رهنما یي کول د هرمسلمان دنده ده چې باید هم لارې خوندي وساتي اوهم دعامه لارواشارې ورسره خوندي کړي .

له همدې امله په لاروکې دلاروخوندي ساتلوله پاره د هېواد سیمې اونړۍ اولیاء امورباید د هېوادونو، سیمې اونړۍ ټول مسلمانان په ګډه لاسونه سره ورکړي اوعامه لارې د قطاع الطریقو، کورنیو، سیمه ئیزواونړیوالوغلواونورومافیایي ډلواوقاچاقچیانوله شره څخه خوندي وساتي . خولارې څو ډوله دي :

الف : ځمکنۍ لارې ، 

ب : بحري لارې ،

ج : هوایي لارې ،

د : فکري ( رحماني اوشیطاني )لارې ،

چې دغه ټولې لارې خوندیتوب ته اړتیا لري ، د خوندیتوب له پاره یې امنیتي تدابیراوکوټلي پاخه ګامونه اړین دي ، خوامنیت په غلو، قاچاقبرو،اومافیایي بانډونوباندې نه نیول کېږي . امنیت دهغودولتونودنده ده چې حکومتونه یې د خپلوخلکوپه رائیه منځ ته راغلي اودنړیوالوکنونسیونونوله مخې په رسمیت پېژندل شوي دي . دولتونوهم خپلوملتونواوهم نړۍ ته تضمین ورکړی چې په خپله جغرافیه کې د ننه به د خپل هېواد د نافذه قوانینوله مخې د خپلوخلکود سر، مال اوناموس ساتنه کوي ، اوله هېواده بهربه د نړیوال نظم رعایت ته د نړیوالوقوانینو په چوکاټ کې ژمن پاتې وي .  

خوله دې دووشرطونوپرته به دولت هېڅ مفهوم اوارزښت ونه لري .ځکه هردولت په اصل کې دخپل هېواد د خلکوپېش امام دی چې ټول ملت یې ترشا ورپسې ولاړدئ ، که په یو اسلامي هېواد کې د ملت او دولت تر منځ ناراضی توب منځته راشي ، نوبیا خود داسې سیاسي امام امامت باطل اود خلکواقتداء ورپسې نا روا ده . اوکه دولت پرسمه لارروان ؤ نوبیا یې مخالف اوتمرُد مغاوت یا سرغړونه ګڼل کېږي اوبغاوت په اسلام کې یوناروا عمل دئ .      

اې مسلمانوافغانانو!

کله چې د ځمکې پرمخ په خپل هېواد کې د ننه ژوند کوۍ ، نوپه خپل منځ کې په معروفوطریقو سره ښه ژوند وکړۍ ، ترڅوله یوې خوا ستاسې ترمنځ یو پربل باندې باورزیات شي اوله بله اړخه له ګناهونوپرې بچ پاتې شۍ ، د انساني مینې اوالفت لومړنۍ کلي هم همدغه ده چې د انسانانوترمنځ پراته خنډونه اولیرې پرتې فاصلې باید یود بل په اعتماد ترلاسه کولوسره له منځه یووړل شي .

ځکه که د انسانانوترمنځ د ریښتینې مینې اوالفت احساس مړشي په هغه صورت کې انسان تمرد ، سرغړونواوګناهونوته مخه کوي اود قابل په څېرد انساني ځوځات ترمنځ بیا د بدیوبریدونه ږدي چې دا بیا د انسان اوانسانیت له کلمې سره سرنه خوری .ځکه قابل هم د آدم (ع ) اوهابېل خبره ونه منله ، د هغوی د برحقې خبرې پرځای یې د خپل نفس اوشیطان خبره ومنله اود لومړي ځل له پاره یې په ادمي کورنۍ کې د باطل برید کېښود اودابوالبشرکورنۍ یې د تل له پاره په حق اوباطل باندې په خپلو کې سره ووېشله .

قابل پرستان لومړی مؤمنان اومؤمنات ، مسلمین اومسلمات دواړه لومړی په لویوګناهونولکه تهمت اوبهتان ، غیبت ، غلا ، اختلاس ، رشوت ، تزویر، شرک ، زنا ، همجنس بازیو ، د یوسیو ، قمار، قتل اود بیت المال په مال کې نارواتصرفات اونورو باندې اخته اوروږدي ساتي ، په بې ایمانۍ کې یې د اسلام له دایرې څخه باسي اود کفردایرې ته ورداخلوي اوبیاېې د الله (ج) له اصلي دښمن ( شیطان ) سره تړي اوشیطان بیا داسې شیطان صفته انسانان د ستاره افغان ، زرتشتي ، بودایي ، عیسوي ، یهودي اونوروناروا دودونوپه څېربدواوناروالاروته هڅوي ، ناروا څیزونه جوړوي اوپه خلکوکې یې د باطلوادیانواوطریقوپه څېردیوه پردي وارد شوي غیراخلاقي کلتوراوفرهنګ په شکل په سنتي ټولنوکې رواجوي چې دا بیا له مسلمان مؤمن سره نه ښایي هغه وزغمي .

کېدای شي ابن الوخت وا کمنود څوروپیواود خپل واک غځولوپه بدل کې د پردیومشروط شرطونه د یوې پټې معاملې په صورت کې له پرد و سره منلي اود خپلوزېرمه ئیزوشتمنیواوقانون ترپښولاندې کولواوتعدیل واک یې د معاملو په صورت کې نوروته ورکړی وي ، خوپرملت یې نه شي منلی .ځکه په هغوکې د ملت هغه اراده نه شته چې حکومت یې په امانت ساتلوکې پاتې راغلی ، پس کوم ډول حکومتونه چې د ملت په ملي اراده کې خیانت کوي ، د هغه حکومت هغسې پرېکړه مردوده اوغیرقابل اجراء ده ، پس حکومت ته لازمه ده چې د خپل ملت له ملي ارادې سره سمې اوپرځای پرېکړې وکړي .   

اې د سیمې اونړۍ مسلمانانو! 

جوماتونه د الله (ج) د عبادت ځایونه دي ، په جوماتونوکې پرته له عبادت کولوڅخه بل هېڅ دنیایي کارته اجازه نه ده ورکړشوې ځکه چې یوه ورځ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) په مسجد کې ؤچې یوه سړي له باندې نه په مسجد کې ناست یوکس ته غږ وکړچې اې فلانکیه ! زما اوښه ورکه ده ، که چېرته څه درک درته معلوم شو، ماته خبرراکړه ، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) یې په ځواب کې ورته وویل چې الله دې له سره نه پیدا کوي . بیا یې اصحاب کرامو ( رض ) ته په خطاب کې وفرمایل چې مسجد پرته له عبادت څخه د بل هېڅ شي له پاره نه دی .

خواوس چې موږګوروپه مسجدونوکې سیاسي غونډې ، کمپاینونه ، ټاکنې ، انتحاري بریدونه اونورې معاملې کېږي ، زما هیله له ټولومسلمانانوڅخه داده چې مسجدونه ټول بیوت الله یعنې د الله (ج) کورونه دي ، مسجدونوته د الله نازولي پیغمران ورغلي اوهلته یې یوازې د یوه الله (ج) عبادت په کې کړی ، مسجدالحرام ( کعبې شریفې ) ته خود فرضي حج ، نفلي حج اوعمرې له پاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان ورځي اوعبادت په کې کوي ، له موږ سره هم نه ښایي چې د مسجد بې احترامي وکړواود الله (ج) کورد خپلوموخوله پاره استعمال کړو.

همداسې په دیني مدرسو کې باید شرعي علوم تدریس شي ، نه چې هلته د مسلمانانو معصومواولادونوته دلادینه اوسېکولراستخباراتوپه دستورد ځان وژني انتحاري درسونه ورکول کېږي ، په داسې حال کې چې ځان وژنه اوپه ناحقه د بل مسلمان وژل په هېڅ دین کې جوازنه لري ، اوکه څوک دغه ډول جنایتکارانه غیرانساني اوغیراسلامي درسونه په دیني مدرسوکې د مسلمانانو اولادونوته ورکوي اوبیا په ناحقه ځان وژنواونا حقه قتلونوته شرعي بڼه ورکوي ، داسې مدرسین عُلمأ نه ، بلکې دوی هغه ابلیسان دي چئې تریهودواونصاراووهم بدتردي ، ځکه چې دوی هم لکه د یهودواونصاراوو په څېرپرالله (ج) اود الله (ج) پررسولانوباندې درواغ ورتړي ، کتمان د حق کوي ، په داسې حال کې چې انتحاري اوناروا قتل الله (ج) اود الله (ج) رسولانو(ع) تل ناروا بللی اوخلک یې ترې منع کړي دي .

اې افغانانواود سیمې اونړۍ مسلمانانو!

موږاوتاسې ټول په خپلوهېوادواوسیموکې خپل ځانګړي درانه اومعروف اسلامي دودونه لرو، پردیووارداتي کفري دودونورواجولوته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي ، اونه هم ورباندې مکلف یو، بلکې څوک چې پردي رسمونه رواجونه په خپلواسلامي ټولنوکې دود ګرځوي ، هغوی د الله (ج) په نزد د همغوکفاروله ډلې څخه حسابېږي ، د چا چې پېښې اوتقلید کوي . 

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو!

هېڅکله هم پرحلالوباندې د ناروا اوبدونوم مه ږدۍ اوحلالوته بد مه وایۍ ، ځکه کوم شي ته چې الله (ج) حلال ویلي او زموږ له پاره یې روا ګڼلي ، په هغوکې داسې حکمتونه او زموږ ګټې دي چې موږنه ورباندې پوهېږو ، خوکوم شی چې الله ناروا ګڼلي اوموږ یې ترې منع کړي یود هغوپه اضرارواوبدو پایلوباندې هم الله پاک علم لري اوزموږهغوته علم نه رسېږي ، نوهېڅکله هم باید حراموته حلال ونه وایواوحرام ترحلالوهېڅکله هم ښه ونه ګڼو، اوڅوک چې پرحرامود حلال حکم وکړي اوحرام حلای وګڼي پرې کافرشو .

اې د افغانستان مسلمانوچارواکو!

کله چې دواک پرواکمنه ګدۍ باندې ورناست وۍ ،همغه ستاسې د ښې لارې ښودلواوبې لارې خلکوته د نصیحت کولواوله بې لاریو څخه د هغوی د ایسارولووخت دی چې باید بېلارې خلک له بېلاریوڅخه منع کړۍ ، ځکه کاږه خلک دټولنې نورخلک له خپل انساني مسیرڅخه کږوي اوچارواکي د خپل وظیفوي ملي مسؤولیت اومکلفیت له مخې د یوه خواخوږي مالیارپه شکل دداسې ناخبره اوکږوخلکوسمې لارې ته د برابرولوپه موخه له خپل ملي اجرائیوي صلاحیت څخه د قانون په چوکاټ کې باید کارواخلي . پای

 

 

+++++++++++++++++++++++++++++

 

محمدانور ولید : ۱۳۹۷ ملریزکال ـ د کب ۱۲ مه

نهمه برخه :

اې دافغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو!

موږاوتاسې ټول پوهېږوچې ژبه د افهام اوتفهیم له پاره ده ، اوافهام اوتفهیم د انسانانوترمنځ د پوهاوي را پوهاوي یوه داسې الهي پېرزوینه ده چې په خبره پوه ، با بصیرته اوبا درا یته ، خبیراوعالم انسانان یې یوبل ته د مطلب د راښانه کولواوښه وضاحت له پاره په خورا پسته ، له پند، موعظې اوحکمت څخه ډکه ژبه د خپلې پوهې ، انساني وجیبې اووجداني مکلفیت له مخې یوبل ته سره رسوي .

د همدې اصل له مخې پرموږاوتاسې ټولو باندې واجبه ده چې کله موږ یا تاسې چاته مخاطب وۍ ، نود هغوی له سویې سره سمې ، پرځای ، ساده ، روانې اوسلیسې خبرې وکړۍ ترڅوهغوی پرې پوه شي اومطلب ترې واخلي . خوکه داسې نه وي نوبیا خوستاسې وینا که هرڅومره علمي اوادبي بڼه ولري بیا هم نه یوازې داچې خلکو ته ګونګه ده، بلکې د بیا ځلې له پاره خپل اورېدونکي اوباورهم له لاسه ورکوۍ ځکه خلک به ستاسې د خبروپرپیغام اوموخه باندې سم نه پوهېږي چې څه ورته وایۍ اوڅه ترې غواړۍ .

په دې معنا چې موږ ټول باید دعامه پوهاوي له پاره دعالمانو په غونډه کې عالمانه ، اود بېسوادانو په غونډه کې عامیانه خبرې وکړو ترڅوخلکوته خپل پیغام ورورسوواوهغوی زموږ پرپیغام اوموخه باندې پوره پوره پوه شي .

خوکه داسې نه وي نود خطیبانو او مخاطبانو ترمنځ لومړی فکري ټکر را منځ ته کېږي او ورپسې لفظي او نورې شخړې منځته را ځي ، ځکه چې د پیغام رسولوقرائت اوترجمه په سم اندازکې نه ده شوې ، همدا لامل دی چې لومړی د خلکوذهنونه مغشوش شوي ، ورپسې باورختم شوی ، بیا فاصلې منځته راغلې ، له هغه وروسته د خلکو ترمنځ ټکراوتصادم منځته راغلی اوټولنې یې د مجهول برخلیک او بدمرغۍ خواته ورټېل وهلې دي .

اې د نړۍ مسلمانانو !

اوبه یوالهي نعمت دی چې الله پاک دا نعمت له بحرونو څخه د حرارت په واسطه د وړو بخاراتو په شکل هواته پورته کړی ، په هوا کې یې د بادونو په مرسته د ورئېځو په شکل تراکم ورکړی ، اوهلته یې د سړې اوګرمې هوا د ټکرله امله همغه واړه ذرات سره متراکم کړي اوله آسمانه یې موږ ته د بادونو په واسطه د ځمکې په هغو برخو کې د بارانونواو واورې په شکل را نازلې کړې دي چې د الهي حکمت له مخې هلته ورته اړتیاوي .

ځکه په اوبوکې حیات دي، پراوبوسره انسان ، حیوان ، نبات اوځمکه را ژوندۍ شوې ، که اوبه نه وي ، نوژوند هم نه شته ، ځکه چې د انسانانواوټولوذی روح ژوندیواجسامواوشنونباتاتود وجود (۷۵٪ ) برخه له اوبواوپاتې (۲۵ ٪ ) یې له نوروموادوڅخه جوړه ده اواوبه د ژوند یوه ترټولواړینه او با ارزښته منبع او یومهم الهي نعمت د ی چې ټول انسانان باید پرته له اصراف څخه په درنه سترګه ورته وګوري .

له همدې امله اصراف الله پاک منع کړی ، آن تردې چې که یوڅوک د سمندریا سیند په منځ کې هم وي ، خود غسل اواودس کولو پرمهال باید د خپلې اړتیا په کچه اوبه استعمال کړي .

په افغانستان ، سیمه او نړۍ کې داوبومد یریت کول د اولیاء امورو، اوپه انصاف سره لګول یې د مصرف کوونکودنده ده . چېرې نه چې زورواکي کاواکه خلک ترې ایساراونورې ټولنې ، هېوادونه اوسیمې ترې محرومې اوبې برخې کړي اوخپله پردۍ اوبه په خپلو بې رحمه تکنالوجیکي اسوېلیوکې وچې کړي .

اوبه د المرعی لاقرب القری د حدیث ، اود ملکیارغرشین د اصولومطابق باید استعمال شي . په دې معنا چې په مبارک حدیث شریف کې د المرعی لاقرب القری معنا داده چې هغه مالچرچې کلي یا سیمې ته نږدې دی ، هغه د همغه خلکودی ، اوهغه ځمکې چې خلکو په خپل لاس آبادې کړې دي اود سردرواوغرونواوبه پرې ورماتې دي ، څرنګه چې ضرر یې هغوی ته رسېږي ، نوګټه یې هم د هغوی ده ، د همدې حدیث پربنیاد ملکیارغرشین هم داډول تقسیم کړی دئ ، ځکه خوهغه ویلي چې د کوموغرونواوسردرواوبه چې د کوموخلکو پرځمکو، مالچراوکلیوباندې ورماتې وي، هغه ټولې ځمکې د همغوخلکودي چې سردرواود اوبوسربند ته ورنږدې وي ، له اوبوڅخه یې هم لومړی همغه خلک ګټه پورته کولی شي ، اوبه یې مهارکولی او مدیریت کولی شي ، آبګردان اود برښنا تولیدولو بندونه ورته جوړولی شي چې له سېلابونویې ضررویني .

خوکه له خپلې اړتیا یې اوبه زیاتې وې ، پرنوروباندې یې هم پلورلی شي ، ولې نورلیرې پراته خلک په زورسره ددوی خپلې اوبه نه شي ترې استعالولی ، ځکه داسې اوبه د لیرې پرتوسیموحق آبه نه بلل کېږي .

زما ټول سیمه ئیزواود نړۍ مسلمانانو ته دا خواست دی چې د اوبود استعمال په برخه کې یو پربل باندې ظلم اوتېری مه کوۍ ، ځکه اوبه یوه الهي عطیه ده چې باید په غلطه اوجبرسره استعمال نه شي ، که دا سې وشي نودا بیا کفران د نعمت دئ اوکفران د نعمت دعامه الهي قهراوغضب سبب جوړېږي .

اې افغانانواود سیمې اونړۍ مسلمانانو!

تاسې چې له یوبل سره د توکود را نیولواوورکړې کومې معاملې سره کوۍ باید ستاسې ترمنځ هغه معاملې د حضرت صالح (ع) د قوم په څېرنه وي چې له کبله یې بیا د الهي قهراوغضب مستحق وګڼل شۍ . په دې معنا چې تاسې عدل اوقسط په پام کې وساتۍ ، چېرې نه چې په سپکه تله یې وپلورۍ او په درنه تله یې را ونیسۍ . خوترټولو بده یې داچې په اوس زمانه کې خينې شتمن له خپل حرام مال څخه صدقې اوخیراتونه هم ورکوي اویا په حرام مال باندې دیني مناسک لکه حج کوي ، زکات ورکوي اونورخیریه کارونه کوي چې دا یوعبادت یې هم نه قبلېږي ځکه حرام مال په لاس راوړل خپله کبیره ګناه ده اود حرام مال په صدقه کولوسره د هغې گناه نه لرې کېږي:

عن عبدالله ابن مسعود (رضی الله عنهما) قال: قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم): إن الله لا يمحو السيئ بالسيئ ولكن يمحو السيئ بالحسن إن الخبيث لا يمحو الخبيث. (ترغیب ج ۲ ص ۵۵۰)

ژباړه: عبدالله ابن مسعود (رضی الله عنهما) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وویل: الله (جل جلاله) یوه گناه په بلې گناه سره نه محوه (لرې) کوي، بلکې گناه په نېکۍ (ښه عمل) سره له منځه ځي ، یقینا چې یو خبیث (دحرام مال صدقه) بل خبیث (گناه) نه شي لیرې کولی .

فائده: مطلب دا چې حرام کسب او تجارت کول او په ناروا طریقې سره گټه ترلاسه کول گناه ده، او د داسې مال په خیرات او صدقه کولو سره هیڅ ثواب نه حاصلېږي،کومه گناه خو نه نابودولی شي اونه یې معاف کولی شي، ځکه کوم کارچې په خپله گناه وي هغه به بله گناه څرنگه محوه کړي؟ د حرام مال گناه په خیرات یاصدقې سره له منځه نه ځي بلکې په خپل حال باقي پاتې کېږي.

ای مسلمانوتاجرانو!

 حرام مال لاسته مه راوړئ او داسې فکرمه کوئ چې دا گناه به په صدقې کولوسره معاف شي بلکې په اړه یې جزا اومؤاخذه (نیوکه) حتمي ده. ځکه د بنده مال بنده ته نه بښل کېږي .

که حرام مال غوره کړئ نو د مصیبت په وخت کې موهم دعا نه قبلېږي:

عن ابي هریرة (رضی الله عنه):…ثم ذكرالرجل يطيل السفر أشعث أغبر يمد يد يه إلى السماء يا رب يا رب ومطعمة حرام ومشربه حرام وملبسه حرام وغذي بالحرام فأنى يستجاب لذلك ؟. (مسلم ۲۲۶، ترغیب ۵۴).

ژباړه: ابو هریره (رضی الله عنه) روایت کوي… بیا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغه سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي پریشانه او گردو وهلی وي دواړه لاسونه یې د آسمان لور ته اوږده کړي وي او یارب یارب نارې وهي حال دا چې خوراک یې حرام، څښاک یې حرام، لباس یې حرام او په حرامو سره تغذیه شوی وي نو څرنگه به د ده دعا قبوله شي؟

فقام سعد بن أبي وقاص (رضی الله عنهما)  فقال يا رسول الله ادع الله أن يجعلني مستجاب الدعوة فقال له النبي (صلی الله علیه وسلم) يا سعد أطب مطعمك تكن مستجاب الدعوة. (ترغیب ۵۴۷).

ژباړه: سعد ابن ابی وقاص (رضی الله عنهما) ولاړ شو او ویې ویل: یا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له الله (جل جلاله) څخه وغواړه چې ما مستجاب الدعوات (هغه شخص چې دعا یې قبوله وي) وګرزوي! رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: ای سعده! خپل خواړه د پاک کړه ته به مستجاب الدعوات شې.

فائده: د حرام مال د کثافت اوچټلۍ اثردادی چې د انسان دعا نه قبلېږي اوکله چې په انسان باندې کوم مصیبت اوتکلیف راشي او په ظاهري ډول له هغه څخه د وتلوکومه لاره په نظرنه ورځي، ټوله تمه اوامید یې دعا ته وي او چې دعایې هم د قبول وړنه شي، نو تاسو فکروکړئ چې دا به څومره د مشکل او پریشانۍ حالت وي.

نن سبا چې زمونږ دعاگانې نه قبلېږي یو امل یې همدا د حرامواومشتبه مالونوخوراک دي، که غواړئ چې د ستونزواومصیبتونوپه وخت کې مو دعاگانې قبولې شي باید له حرام مال څخه ځانونه وساتئ.

که یوه لقمه (مړۍ) حرامه د انسان خېټې ته کوزه شي، نوترڅلوېښتوشپو پورې یې هیڅ عمل د قبول وړنه دی.

عن ابن عباس (رضی الله عنهما) فقال رسول الله (صلی الله علیه وسلم): والذي نفس محمد بيده إن العبد ليقذف اللقمة الحرام في جوفه ما يتقبل منه عمل أربعين يوماً. (ترغیب ج ۳ ص ۵۴۷)

ژباړه: ابن عباس (رضی الله عنهما) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سعد (رضی الله عنه) ته وویل: قسم په هغه ذات چې د محمد نفس د هغه په اختیارکې دی، که څوک یوه حرامه مړۍ خپلې خېټې ته کوزه کړي تر(څلوېښتو) ورځو پورې به د هغه اعمال د قبول وړنه وي.

فائده: الله! د حرام مال څومره چټلي ده چې د یوې مړۍ په خوراک یې تر (څلوېښتو) ورځو د انسان نېک اعمال نه قبلېږي، د چا چې ټول خوراک حرام وي د هغه به څه حال وي؟ د هغه به ټول بدن د دې حرامو په جزاء کې په دوزخ کې سوځي.

اې د الله (جل جلاله) بنده گانو!

تاسې د حرام مال پایلو ته فکروکړئ په دنیا کې برکت نه لري، په آخرت کې یې نیک اعمال د قبول وړنه دي اوخوړونکی یې د سزا مستحق دی. په الله (جل جلاله) سره پناه غواړو.

نن سبا په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې د توکو پلورل اورا نیول د مافیایي کړیو په لاس کې دي ، سودا ګریزې راکړې ورکړې د تقلب لاسونوته لوېدلې ، کوم شی چې په کمپنۍ کې جوړېږي ، هغه په ډېرټيټ کیفیت جوړېږي ، نو په مارکېټ او بازارکې بیا د ښه کیفیت په لوړه بیه پلورل کېږي .

دغه ډول راکړه ورکړه ټوله تقلبي بڼه لري چې له امله یې له یوه پلوه دولتونواوکمپنیوخپل باوراواهمیت په مارکېټ اوبازارکې له لاسه ورکړی دئ ،ځکه یوشی په یو ډالر، یوه افغاني، یویېنګ ، یو روبل ، یوریال ، یوه روپۍ ، یوه کلداره ، یو تومان را نیسي ، خو په بازار او مارکېټ کې یې بیا په لس چنده ګټه پلوري اوله بله اړخه یې خپل رزق او روزي په خپله ورباندې مردارکړي اوخپل عقدونه اونطفې یې ورسره حرامې کړي دي چې دا بیا ترټولوخطرناکه اوخورا ستره بیه ده چې هم ؤلسونه او ټولنې ړنګوي اوهم نظامونه ، سیمې اوټوله نړۍ .ځکه نن سبا دغه ټولې سیمه ئیزې اونړیوالې ستونزې د حرامو نطفو محصول دئ چې تل لکه کرګس په خوسا ډنډونواومردابونوکې ککړې پنجې لګیاوي .

موږانسانان خو مسلمانان یو، نوموږ ولې د کرګس اوټپوس په څېرمردارې وخورو، په داسې حال کې ( بیع اوشرا) دواړه راته څرګند دي ؟آیا الاعیاذ بالله پرخدای اوحساب اوکتاب موعقیده نه شته که څه؟

اي د هېواد ، سیمې او نړۍ مسلمانانو!

څرنګه چې لواطت ، زنا اوپه قصدي توګه ځان معذورکول دری واړه کبیره ګناهونه اوقبیحه اعمال دي، مسلمانانو ته لازمه ده چې له دغه ډول رذیله اعمالوڅخه دخپلواولادونود خوندي ساتلولومړني تدابیرآن د رزق خوړلو پروخت په سرکې اوبیا ورپسې د مورپه رِحَم کې ونیول شي ، اوورپسې دې اولیاء امورد محمدي شریعت نکاح دومره ارزانه کړي چې د هرځوان لاس رسی له شرعي لارې ورته وشي ، خوپرضد یې دې زنا د نافذه قوانینوپر بنسټ  دومره ګرانه اوسخته کړي چې کول یې د هېچا پروس پوره نه وي اوهم دې د همجنس بازانواولواطت په وړاندې داسې نافذه قوانین جوړاو پلي کړي چې له کبله یې هېڅوک د لواطت جرئت ونه شي کولی . د یادولوده چې په اسلامي سنتي ټولنوکې د وارداتي پردۍ دیموکراسۍ اوحیوان صفته آزادۍ اوفمېنېسټیت له لارې ددغه ډول جنسي غریضودمتجاوزه اشباع له لارې مخه نه نیول کېږي ، بلکې لاهم دغریضې په اورباندې پطرول ورپاشي اونورزورهم اخلي .

ولې دې حدیث شریف ته دې هم پاملرنه وشي :

حدیث شریف:

له ابوهریرة(رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) و فرمایل:

له اووهلاکونکوڅخه ځانونه وژغورئ! پوښتنه وشوه ، هغه څه شی دي هغه (ص) و فرمایل:الله پاک سره شریک نیول،کوډې کول،په ناحقه سره انسان وژل،د یتیم مال خوړل، سود او ربا خوړل، د غزا اوجګړې له ډګرڅخه تیښته اوفراراو په مؤمنواوپاک لمنونا خبرو ښځو پورې د زنا اوبی حیایۍ تورپورې کول ، څوک چې د یتیم مال خوري د قیامت په ورځ به یې له خولې څخه د اورلمبې خېژي.

په بل حدیث شریف کې حضرت بریده (رض) د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) له قوله د الله (ج) فرمان د یتیم د مال خوړلوپه اړه داسې بیان کړی دی :

عن بریدة (رضی الله عنه): یبعث الله يوم القيامة قوما من قبورهم تأجج أفواههم نارا ألم ترأن الله تعالى يقول: اِنَّ الَّذِيْنَ يَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ الْيَتٰمٰى ظُلْمًا اِنَّمَا يَاْكُلُوْنَ فِيْ بُطُوْنِهِمْ نَارًا ؕ وَ سَيَصْلَوْنَ سَعِيْرًاؒ  د نساء سورت ۱۰ آیت

ژباړه: بریده (رضی الله عنه) روایت کوي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم)  وویل: د قیامت په ورځ به الله (جل جلاله) یو قوم په داسې حال کې له قبرونو څخه را پورته کړي چې د هغوی له خولو څخه به اورشغلې کوي، ته نه گورې چې الله (جل جلاله) په دې اړه څه ویلي دي:

د آیت ژباړه: خبره دا ده چې څوک د یتیمانو مالونه په ظلم سره خوري نو بې له شکه دوی په ډکو ګېډواورخوري او ژربه تاوجن اور ته ننوځي.

فائده: په ناحقه سره د یتیم د مال خوړل ډېره سخته گناه ده، ځکه له یتیم سره مرسته کول پکاردي او په هغه باندې ډېره خرچه کول مناسب دي نه دا چې د یتیم له مال څخه وخوړل شي.

 الله(ج) ! څومره سخته سزا ده چې په خېټه کې به یې اوربلېږي اولمبې به يې له خولې څخه را وزي.

نوای مسلمانانواود الله (جل جلاله) بنده گانو!

دیتیم له مال سره له ډېراحتیاط څخه کارواخلئ او په ډېرغورسره یې حساب ونیسئ.

اې مسلمانانو !

په قصد سره د ځان معذوره کول بله لویه کناه ده

چې باید ټول مسلمانان ځانونه ترې وساتي ځکه چې جنسي قوت د حلالې نکاح له لارې د انساني ځوځات د تداؤم وسیله ده ، خوکه څوک پردغه ډول ناوړه عمل باندې عادت وي له یوې خوا دا د نسل له منځه وړواود نطفووژلویوډول ناروا هڅه ده اوله بله اړخه د متضاد جنس شرعي اړیکې ته زیان اړوي ، په دې معنا چې داسې کسان چې کله نکاح وتړي ، د مقابل لوري ( منکوحې ) شرعي غوښتنوته مناسب ځواب نه شي ورکولی اوترمنځ یې اختلاف اوبالآخره دعقد پرېکون اوطلاق منځته راځي چې که د طرفینوترمنځ مناسب جوړجاړی ونه شي له یوه پلوه که اولاد ولري په ټولنه کې یې پراولاد منفي اغېزکوي اوخلک د توهین په سترګه ورته ګوري، له بله اړخه د ناکح اومنکوحې دواړو ژوند ورسره تریخېږي اوله پاتې ژوند څخه کما حقه د سابق په څېرخوند نه شي اخیستلای ، ځکه که له بل چاسره بل واده وکړي بیا به هم یوبل ته د شک اوتردید په سترګه ګوري .

اې افغانانو !

یوبل ته د ژوند په هېڅ معامله کې ، که هغه سیاست وي یا د نغد یا جنس اویا کومه بله معامله ، فرېب مه ورکوي ، ځکه الهي نظام له سماوي اجرامواوکتلو نیولې بیا آن تروحید الحجروي ژوندیو او موجوداتو پورې په حقیقت سره منځ ته راغلي چې په هغوکې یوموجود مکلف ، فاعل مختار، ناطق ، عاقل اوعالم خپله انسان هم دی چې مکلفیت یې له متعادلوعباداتواومعاملاتوسره تړلی دئ چې په هغوکې هېڅ ډول چل ول اودوکه نه شته ، ځکه چل ول اودوکه د شیطان کاراوډېره ستره ګناه ده ، په داسې حال کې چې انسان د بل انسان د تېرایستلوله پاره نه دی پیداشوی ، ځکه د معاملې ددوام له پاره صداقت اوریښتینولي اړینه ده .

که صداقت نه وي ، هېڅ انسان په هېڅ معامله کې پربل انسان باورنه شي کولی ، کله چې باورختم شي ، نومعامله خپله ورسره ختمېږي اوټولنه ورسره ړنګېږي اودوستي یې په دښمنیو باندې بدلېږي ، چې بیا په هغه صورت کې د انسان ، انسانیت اوانساني ټولنې ماهیت ، کیفیت اومکلفیت دری واړه له منڅه ځي .ځکه معامله د رغنده افهام اوتفهیم اوجوړجاړي په صورت کې د انسانانو ترمنځ صورت مومي ، نه له ځارویوسره .

اې دافغانستان ، سیمې او نړۍ مسلمانانو !

که غواړۍ چې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) په حقیقي ملګروکې وشمېرل شۍ ، نود رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) په اصحابو پسې بدې ردې ، طعن او رفذ مه وایۍ ، ځکه رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) خپلواصحابوته ستوري ويلي اوبل دا چې د رسول الله ( صلی الله علیه وآله وسلم ) د خينواصحابو په شأن کې آیتونه را نازل شوي اوالله پاک یې خپله د پاکۍ اوشخصیت تزکیه اوستاینه کړې ده ،کله چې الله پاک خپله د یو چا ستایته او تزکیه وکړي او بیا نورخلک را ولاړشي اوپرهغوی پسې بدې ردې اوسپکې سپورې ووایي ، ترهغوی بد ترین خلک نورپه ټوله نړۍ او د بشریت په ټول تاریخ کې نه شته ، ځکه د اسې خلک په اصل کې د الله تعالی په قرآني آیتونو باندې ملنډې وهي یوڅوک چې د الله (ج) په آیتونو باندې ملنډې ووهي دوی په حقیقت کې روافذ دي ، او روافذ هغه د عبد الله بن سبا یهودي ډله ده چې په ام المؤمنین حضرت عا ئشة ( رض) ، حضرت ا بوبکرصدیق (رض) ، حضرت عمرفاروق (رض) ، حضرت عثمان (رض) اوحضرت معاویه (رض) پسې تل بدې ردې وایي اود هغوی په شأن کې پرته له حقیقت څخه ردې بدلې خبرې کوي .  نور بیا .......

 

 

 

+++++++++++++++++

 

په تېر پسې ...

محمد انورولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د سلواغې ۱۴ مه

 اتمه برخه :

اې د افغانستان او نړۍ مسلمانانو !

کله چې په لمانځه باندې درېږۍ او یا هم د ځمکې پر سر باندې روان یاست ، نو پرتوګ دومره ښکته مه تړۍ چې بوجلکي یا ښنګري مو په کې پټ شي ،ځکه د پرتوګ ښکته تړل د مستکبرینوکاردی په داسې حال کې چې مستکبرین الله (ج) نه خوښوي . دا چې د پایڅو پورته کول له ښنګرکو څخه په لمانځه او پرته له لمانځه څخه ښکته وي ، په قرآن  کریم او نبوي احادیثو کې یې حکم په لاندې ډول را غلی دي :

د ښنګرکو څخه د پرتوګ ښکته کول :

دا حکم د نارینه وو له پاره يوازې په لمانځه پورې اړه نه لري بلکي عام دی ، ځکه د نارينه د پاره د کبراوغرور په وجه د ښنګرکو څخه د پرتوګ ښکته کول حرام دي او په دې اړه سخت وعيد راغلی دی  .

ولې ښځې له دې حکم څخه بیا مستثنی دي ، ځکه چې د ښځو په اړه بیا را غلي چې باید د ښځې ترښنګرکو پورته د وجود ټولې برخې عورت بلل شوی او باید پټ وي ، خو د وینځې ښځې بیا د کارکولواود کورد خدمې په توګه له ګونډو پورته تراوږو پورې باید بدن بټ وي ، ځکه د وینځې د بدن یاده برخه عورت او ترګونډوښکته او د لاسو له پنجوڅخه تراوږو پورې د هغې په عورت کې نه راځي .

ولې کله چې بازار یا کوم بل شرعي حاجت پوره کولوته له کوره د باندې وځي ، نو بیا باید ځان د نورو ښځو په څېرپټ او په حجاب کې وساتي او د باندې ښځوته پرته له خپلومېړونواوخپلو مالکانوڅخه بل چاته د هغې ډول اوسینګارښکاره کول اوخوشبویي لګول اوداسې جاکې برجس ، سینه بند او داسې نور په تن کول چې په هغو کې یې د وجود هره برخه جلا جلا معلومه او محسوسېږي ناروا دي . ځکه چې نورنامحرم سړي ځانته متوجه کوي او د هغوی جنسي غریزې را پاروي ، له همدې امله ښځې باید لږ تر لږه څلورډوله شرعي جامې ولري :

لومړۍ جامه یې د کارکولو له پاره ، دوهمه جامه یې د اولادونو د روزنې له پاره ، درېیمه جامه یې له کور څخه د باندې د پلار ګنۍ یا نورو خپلوانو کره د تلو له پاره چې په هغو کې باید د ښځې اندامونه تشخیص نه شي . اوڅلورمه جامه یې د خپل خاوند له پاره چې په څه ډول خپل خاوند پرې خوښحاله ساتلی شي ، ورته روا دي .

یوه یادونه : نرانو ته د ښځو او ښځو ته د نرانو جامې اغوستل هم ناروا دي ، اوس مهال ځينې ځوا نان او پېغلوټې همدا کارکوي چې دوی دغه پردي رواجونه د هندي ، او د اتاترک د وخت له را وارد و شوو د عُرف اوشریعت خلاف سریالونو څخه زده کړي او په خپله ټولنه کې یې د غربي ( ان جي آو) ګانو د تمویل پر مټ دود کړي دي .

اوس بېرته اصل مطلب ته را ګرځم ؛   

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « مَا أَسْفَلَ مِنْ الْكَعْبَيْنِ مِنْ الْإِزَارِ فَفِي النَّارِ»(بخاري ) .

ژباړه  : د پرتوګ هغه برخه چې د ښنګرو څخه ښکته وي په دوزخ کې ده .

او فرمايي : « ثَلَاثَةٌ لَا يُكَلِّمُهُمْ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ: الْمَنَّانُ بِمَا أَعْطَى وَالْمُسْبِلُ إِزَارَهُ وَالْمُنَفِّقُ سِلْعَتَهُ بِالْحَلِفِ الْكَاذِبِ »(متفق عليه) .

ژباړه : دری کسان دي چې الله تعالی د قيامت په ورځ د هغوی سره خبرې نه کوي او هغوی ته نظر نه کوي او هغوی (له ګناهونو ) څخه نه پاکوي اود هغوی له پاره درد ناک عذاب دی . هغه کس چې پرتوګ له ښنګرو ښکته تړي او هغه کس چې منت اچوونکی وي او هغه کس چې خپل مال په درواغو قسمونو سره خرڅوي .

امام نووي رحمه الله په شرح المسلم کې ليکي چې دا وعيد د کبر په وجه دی ځکه چې ابوبکر صديق رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چې که د بې فکری په وجه پرتوګ له ښنګرو څخه ښکته شي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

«لَسْتَ مِمَّنْ يَصْنَعُهُ خُيَلَاءَ»[بخاري]

ژباړه  : ته له هغو کسانو نه يې چې د کبر په وجه خپل پرتوګ له ښنګرو ښکته کوي .

علماء کرام وايي د پورته وعيد په دليل د کبر په وجه داسې کارکول حرام قطعي دي ، خو پرته له کبرڅخه داسې کارکول مکروه دي ځکه دا کارد کبرجنو سره مشابهت لري ، او بل ددې کارڅخه په شریعت کې په کلکه منع شوی ده .ځکه لقمان حکیم هم خپل زوی ته په خطاب کې په کلکه دا نصیحت کړی ؤ او الله (ج) د هغه نصیحت د خپل نورمخلوق د پاره د عبرت له پاره په قرآن کریم کې ذ کر کړی دي چې ورته ویلي یې دي :

ژباړه : (( اې زویه ! له شرک څخه ځان وسا ته او پرځمکه باندې خرامان او په نازاوکرېشمو او نخرو مه ځه ، ځکه چې له الله (ج) سره شریک پیداکول او پرځمکه باندې په کبرسره ګرځېدل لوی ظلم او د مستکبرینوکار دي ، او مستکبرین الله (ج) نه خوښوي . ))

نواوس چې موږ ګورو دغه دواړه نښې په مسلمانو چارواکو ، زورواکو ، مافیایي ډلو، ملاء ، رُهبانو او اربابانو ټولو کې موجودې دي او داسې تبارزیې په کې کړی چې سنت سلام هم څوک د چا نه اخلي . 

امام نووي رحمه الله ليکي :

يحرم اطالة الثوب والإزار والسراويل على الكعبين للخيلاء ، ويكره لغيرالخيلاء

د الخيلاء څخه مطلب کبردی .

(المجموع – شرح المسلم ۱۱۶/۲– للنووي رحمه الله )

لنډیز :

د پرتوګ له ښکته تړلوڅخه ځان ساتل په کاردي ، که په لمانځه کې يا د لمانځه څخه خارج وي ، که بې فکره داسې څه وشي باک نه لري خو ښه او آسانه طريقه داده چې خياط د پرتوګ دقيقه اندازه په نظرکې ونيسي چې هيڅ پورته کولو ته ضرورت نه وي اوداسې کارکول هم د اسراف مخينوی دی اوهم د تقوی لاره ده ځکه په دې اړه سخت وعيد راغلی دی .

اې د نړۍ مسلمانانو !

موږ او تاسې ټول د یوه رب (ج) بنده ګان یو . هغه زموږ حقیقي مولی او بادار، او موږ یې مرېیونه یو . څوک چې خپل مجازي مولی ( بادار) ته شا کړي ، له روا ، یا ناروا حکم او فرمان څخه یې سرغړونه وکړي ، د هغه نوم اوسزا مرګ ، یا بند یخانه او یا هم د تل له پاره تجرید او رټل دي ، چې دا هم پای مومي . ځکه هرانسان چې د تولد ، ودې ، ځوانېدو، پخېدواو زړېدو قابلیت لري ، هغه د فناه کېدواوله منځه تلوقابلیت هم لري اودا لړۍ به همداسې ترقیامته پورې جاري وي .

ځکه ژوند ، پاچاهي اوګدایي ټول د همغه یوه رب (ج) په لاس دې ، چې له شاه څخه ګدا ، اوله ګدا څخه شاه جوړوي ، شپانه ، جوالیان ، د پیتي ، باقلیواوشورناخودو پلورونکي او تبنګ والا او د جومات  آخندان  پرتخت او بخت کښېنوي اود تخت او بخت خلک د خدای ورکړي نعمت د کفران په نتیجه کې له تخت او بخت څخه غورځوي اود نېستۍ کندې ته یې سپاري . ځکه چې هغوی د حقوق الله اوحقوق العبادوترمنځ تعادل سم نه وي ساتلی ، غبن او زور زیاتی یې په کې کړی اود الهي خدای ورکړو نعمتونوکفران اوناشکري یې کړې وي . ولې بیا هم دغه مجازي مزدوران اوباداردان ټول کله یوځای ، اوکله هم ځانګړي په مختلفو منزلونو د ژوند په پای کې یوازې یوسفرپه مخکې لري ، چې هغه ته ( کُلّ ُ نَفسې ذاَئقة المَوت ) وایل شوي .

که په دې دنیا یود بل له هرڅومره نادودوسره مخ شو، خو بیا هم بېرته همغه یوه خدای (ج) ته ورتلونکي یوچې له عدم څخه یې هست کړي یواو بېرته نیست کول او بیا راژوندي کول زموږ هم د همغه یوه رب په لاس کې دي . ځکه هغه داسې توانا ذات دي چې آدم (ع) یې  پرته له موراو پلارڅخه پیدا کړ، بي بي حوا یې پرته له مورڅخه پیدا کړه اوحضرت عیسی ( ع) یې پرته له پلارڅخه پیدا کړ، نوموږ مړه کېدونکی اوله منځه تلونکی مخلوق څنګه بېرته نه شي را ژوندي کولی چې په فزیکي اوکېمیاوي لحاظ زموږ ټول عناصروجود هم لري .

 موږ یقین لروچې همغه قادرخدای (ج) موږ بېرته را ژوندي کولی هم شي اوله موږ څخه د خپلو تېروکړو وړو پوښتنې هم کولی شي او مجازات اومکافات هم را کولی شي . نو بیا ولې خدای ( ج) ته  په خپله بنده ګۍ کې صادق نه یو ؟ د هغه مجازات اومکافات خو بیا تل ترتله دي ، که بند یخانو ته یې خدای مه کړه ور وغورځول شوو، هم موخلاصون ترې نه شته اود جهنم اوفلق د عذابونوڅکه به خدای مه کړه را کول کېږي ، الله دې موږ او تاسې ټول ترې وساتي . اوکه د مکافاتو مستحق وګڼل شووهم یې خلاصو نه شته اوتل تر له به په عیش او مزو چړچو کې ډوب وو ، الله دې د ټولو مسلمانانو نصیب په کې وکړي . 

اې افغانانو !

الله (ج) ټول انسانان د عقل ، علم او حیا په درلودلو سره اشرف د نورو مخلوقاتو پیدا کړي . ځکه الله پاک خپله بني آدم ته په خطاب کې د ( ولقد کرمنا بني آدم ) کلمې کارولې دي چې :

ژباړه : ما بني آدم اشرف د مخلوقاتو پیدا کړی . خو رسول الله ( صلی الله علیه و آله وسلم ) یې وضاحت کړی او په هکله یې فرمایلي یې دي :

الشرافت الانسان بالعلم والادب لا بالمال والنسب .

ژباړه : د انسان شرافت په علم اوادب سره دۍ نه په مال او نسب سره . 

له پورتني آیت او ور پسې حدیث شریف څخه داسې معلومېږي چې انسان د خپل عقل ،علم اوادب په واسطه اشرف  بلل شوی ، د علم اوعقل ثمراو مېوه داده چې نورو ته په لاس او ژبې سره خیر ورسوي ، نورو ته مصد ر د خدمت وګرځي ، ترنوروځان غوره ونه ګڼي او د رسول الله (ص) سیرت په ځان کې پیدا اوهغه خپل کړي .

موږ ته هم په کارده چې : 

۱_   د درواغ ویلو څخه ژبه وساتو که په جدي خبروکي وو، که په مسخروکي وو، ځان پردرواغ ویلوعادت نه کړو .

۲_   له وعده خلافۍ څخه ژبه وساتو.

۳_   له هغه بحثونو او مناقشو څخه پرهېزکړو چي ځان ښکاره کېدل په کې وي، ځکه په داسي بحثونو کي یوازي د مقابل طرف ازار نه بلکې موږ خپله ناپوه بلل کېږو .

۴_  داسي خبري باید و نه کړو چي په هغه سره یواځې خپل خان سپین باز ثابت کړو او نور ټول ګناهکار و ښیو ځکه الله جل جلاله فرمایي:ۖ فَلَا تُزَكُّوٓا أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰىٓ (سُوۡرَةُ النّجْم : 32])

یعني تاسي په داسي ډول سره د خپل ځان صفت مه کوئ چي په هغه کي لویي او د ځان څخه خوښي موجوده وي، ځکه الله جل جلاله په هغه چا خبردی چي هغه د الهي عذاب څخه ځان ساتي، تقوا کوي .

۵_  د غیبت کولو څخه ژبه او ځان وساتو ، ځکه غیبت کول داسې دي لکه څوک چې د مړه ورورغوښې خوري .

۶_  د لعنت ویلو څخه خپله ژبه وساتو، باید پام وکړوچي د الله جل جلاله پر مخلوقاتو، که انسان وي که حیوان، که خواړه وي که بل شی، لعنت ونه وایو .ځکه انسانان یود بل د وجود عضوي بلل شوې دي ، یو پربل باید زړه سوی او ترحم ولرو ، او انساني ځوځات ټول یوالهي نعمت دي ، څاروي ، مرغان ، ځمکه ، اوبه ، آکسیجن ، په ځمکه اوهوا کې ټول ما فیها د الله تعالی نعمتونه دي چې موږ ته یې راکړي او باید ناشکري ورباندې ونه کړو او په بدل کې یې د الله عبادت اوله کریم الله (ج) څخه مننه وکړو .

۷_  د ښېرا کولو څخه خپله ژبه وساتو، کوښښ وکړو چي هیچاته ښېرا ونه کړو او د ښېرا پرځای له هادي الله (ج) څخه ورته هدایت وغواړو . ځکه زموږ رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) د طائف د خلکو په عکس العمل ښوولوکې همدا کارکړی اود ( اُحُد ) له غاښي د پرې ښودونکواصحابو کرامو په حق کې یې له غفوراورحیم خدای (ج) څخه عفو ورته وغوښتله اوپخپله یې هم وبښل .

۸_ د مسخرو او ملنډوڅخه باید خپله ژبه وساتو او پام وکړوچي په هیچا پسخند یا رشخند ونه وهو، چې په دغه کارسره د انسان هغه خدای ورکړی انساني هیبت اوعزت له منځه ځي، د خلګو زړونه ورباندې آزاریږي اوله موږ څخه یې نفرت کیږي. ځکه انسان د خپل خدای (ج) او د خدای تعالی د مخلوق په وړاندې یو مسؤول عنصردئ ، خود الله تعلی پرصُنع باندې د ملنډو وهلوله پاره نه دی پیداشوی .

اې افغانانو او د سیمې او نړۍ مسلمانانو !

 له سحراوجادو( کوډو ) څخه په کلکه ډډه وکړۍ ، او له جادوګرو ( کوډ ګرو ) سره ناسته پاسته مه کوۍ او د هغوی په غیب ویلو باندې خپله عقیده او با ورمه لرۍ ،  ځکه چې الله تبارک و تعالی د ساحرجنډه په دوزخ کې درولې اوڅوک چې ساحر، کاهن اوجادو ګرته هسې خوشې ورشي او کوډې هم ور باندې ونه کړي ، خو باوراوعقیدوي میلان یې ورته زیات وي ، د هغه سړي یا ښخې ( ۴۰ ) ورځې هېڅ ډول عبادت نه قبلېږي ، په دې معنا چې که څوک کوډګراوساحرته ورغۍ اود هغو په خبرو باندې یې باوروکړ، که روژه ؤ ، یایې نورعبادت کاوه اویا هم د حج په مراسمو کې ؤ ، د الله (ج) د قهراوغضب له امله یې دا یوعبادت هم تر ( څلوېښتو) شپو ورځو پورې نه قبلېږي .

جادو( کوډې ) څه ته ویل کېږي ؟

 سحر یا جادو یا کوډې په لغت کې داسې خدعې او دوکې ته ویل کېږي چې کتمان د حق پرې باندې کېږي ، د خلکو په خیال کې د حقیقت خلاف غیرحقیقي باطل ورته حقیقت ښکاره کوي . یعنې حق پټوي او اظهارد باطل منځ ته راوړي . خو په اصطلاح کې جادو یا کوډې هغه قبیحه او رذیله عمل ته ویل کېږي چې له حقیقت پرته د انسانانو ترمنځ نفرت او کړکه پیداکوي ، خو دغه نفرت او کرکه تر (۴۰ ) ورځو ورآخوا بیا هېڅ اغېزمن توب  نه لري ، ځکه د همدغو (۴۰) ورځو په منځ کې پرانسان باندې اغېزکوي ، خپله پر رسول الله ( صلی الله علیه وآله وسلم ) باندې هم کوډې شوې وې چې بیا الله (ج) د معوذتین دوه سورتونه په ( ۱۱) آیتونو کې ورباندې  را نازل کړل او د هرآیت په ویلو سره د هغه کړي جادو یوه یوه غوټه خلاصېدله او چې (۱۱) آیتونه یې ټول ولوستل ، د جادو ټولې (۱۱) غوټې خلاصې شوې او آنحضرت (صلی الله علیه وآلخ وسلم ) ترې روغ شو . 

کله چې کوډې اوجادو دومره بد شی دي نو بیا ولې په لوی لاس خپل قبول شوی عبادات له منځه ور باندې وړۍ او ولې داسې ناروا اوخبیثه اعمالوته ځانونه ورنږدې کوۍ چې ځانونه د تل له پاره ورباندې ( خسرالدنیا والآخرة ) کوۍ . خو دا چې د سحراوجادو نښې نښانې څه ډول دي ، لاندې ورته ځيرشۍ : 

د سحراوجادوزیانونه اونښې نښانې څه دي؟

که په یوچا باندی جادوشوي وي څه پوه شو چی دا جادو دي او که بل څه ؟ علاج یی پرڅه باندې کېدای شي ؟ نن سبا خو بعضی د ملایانو په نوم ناست وي اوهرڅوک چی ورشي ورته وايي په تا جادو( کوډې ) شوې دي .  دومره پیسی را کړه چی درنه لری یی کړم .

د سحر، نظراو پيرياني کس علايم تقريباً سره ورته دي ، خو:

د سحر او جادو څو نښې نښانې په لاندې ډول دي :

۱- کورته د ننوتلو په وخت کې سخت په تنګ شي .

۲- پرته له کوم سبب څخه ژړا او يا خندا ورځي .

۳- د ذ کراو عبادت څخه کرکه کوي .

۴- قولنج اود خېټي هميشنۍ درد لري .

۴-پرته  له کوم سبب څخه د ميړه يا د ښځې څخه په کلکه کرکه کوي  .

۵- د سحرد آيتونوله لوستلوڅخه متأثيرکيږي .

د ساحراوجادوګر نښې نښانې دا دي :

۱- ساحراوکاهن د ناروغ د مورد نوم پوښتنه کوي .

۲- له ناروغ څخه ځينی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ، ږمنځ اوداسې نور .

۳- د يوحيوان په خاصو صفاتو ذ بحه کول غواړي او د حيوان ځینې  برخې د هغه له وینې سره ګډوي .

۴- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .

۵- يوشی به ناروغ ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي او یایې په کوم زاړه قبرکې واچوي .

۶- د خاصو وسايلو په وسيله د ناروغ له تېرو احوالوڅخه  ځان خبروي .

۷- په جادوګر او ساحر سړي کې به د فسق نښې نښانې څرګند ې معلوميږی ، تقوی به له سره نه لري او يو فاسق انسان به وي .

د سحراوکوډوعلاج :

د کوډو او سحرعلاج په ساحر او کوډګر باندې حرام دی ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې د سحرعلاج په سحر باندې جايز دی ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : ((هُوَ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ )) رواه أبو داود (3868) يعنې دا د شيطان عمل دی ( داسې کول جايز نه دي) . بلکي د سحرعلاج به په قرآنکريم او شرعي اذکاروسره کيږي .

علماء کرامو د قرانکريم لاندې آيتونه ښودلې دي چې هغه به په ناروغ باندې دم او يا په ابو باندې دم کړشي اوهغه اوبه به مريض ته ورڅښل کيږي .

۱- د فاتحه د سورت لوستل.

۲- آية الکرسي.

۳- د اعراف د سورة دغه آيتونه [( قال إن كنت جئت بآية فأت بها إن كنت من الصادقين فألقى عصاه فإذا هي ثعبان مبين ونزع يده فإذا هي بيضاء للناظرين قال الملأ من قوم فرعون إن هذا لساحر عليم يريد أن يخرجكم من أرضكم فماذا تأمرون قالوا أرجه وأخاه وأرسل في المدائن حاشرين يأتوك بكل ساحر عليم وجاء السحرة فرعون قالوا إن لنا لأجراً إن كنا نحن الغالبين قال نعم وإنكم لمن المقربين قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون نحن الملقين قال ألقوا فلما ألقوا سحروا أعين الناس واسترهبوهم وجاءوا بسحر عظيم وأوحينا إلى موسى أن ألق عصاك فإذا هي تلقف ما يأفكون فوقع الحق وبطل ما كانوا يعملون فغلبوا هنالك وانقلبوا صاغرين وألقي السحرة ساجدين قالوا آمنا برب العالمين رب موسى وهارون ) /106-122 ]

۴- د يونس د سورت دغه آيتونه : [وقال فرعون ائتوني بكل ساحر عليم فلما جاء السحرة قال لهم موسى ألقوا ما أنتم ملقون فلما ألقوا قال موسى ما جئتم به السحر إن الله سيبطله إن الله لا يصلح عمل المفسدين ويحق الله الحق بكلماته ولو كره المجرمون )79-82 ] .

۵- د طه د سورت دغه آيتونه [قالوا يا موسى إما أن تلقي وإما أن نكون أول من ألقى قال بل ألقوا فإذا حبالهم وعصيهم يخيل إليه من سحرهم أنها تسعى فأوجس في نفسه خيفة موسى قلنا لا تخف إنك أنت الأعلى وألق ما في يمينك تلقف ما صنعوا إنما صنعوا كيد ساحر ولا يفلح الساحر حيث أتى ) /65-69 ] .

۶- سوره اخلاص او معوذ تين دری ځله لوستل .

خپله مريض يې هم پرخپل ځان دم کولای شي ، او که يو صالح عالم ته ورشي ډير به ښه وي ، لکن ددې آيتونو په تلاوت کې اخلاص او يقين ضروردی .

اې د افغانستان ، سیمې او نړۍ مسلمانانو !

پرته له خپل اصلي پلاراوخپل زوی څخه بل څوک د پلار، یا زوی په نامه مه نیسۍ . ځکه چې نه پردی زوی د چا زوی کېدای شي ، اونه هم پردی پلارد چا پلار جوړېدای شي .

زموږ په ټولنه کې همدا اوس ځینې بې اولاده کسان پردي زامن په زوی ولۍ سره اخلي او وایي چې دا زما زوی دئ ، یا دا زما لور ده . خو نه ، داسې نه ده . ځکه ، کله چې هغه لوی او د بلوغ مرحلې ته ورسېږي ، هغه که نجلۍ وي ، اخیستونکی سړی د هغې پلاراومحرم نه شي جوړېدای ، او په یوه کوټه او یوه دسترخوان یا میزباندې له هغې پردۍ بېِغلې نجلۍ سره د مصنوعي پلاریوځای ډوډۍ خوړل هم ناروا دي . اوکه په زوی ولۍ نیولی ماشوم هلک وي ، کله چې هغه لوی شو نو بیا ماشوم د دې سړي د ښځې اونورولورګانوهېڅ هم نه کېږي اوهېڅ شرعي تړاو نه ورسره لري او په محرماتوکې نه راځي او په کورکې یوځای ورسره اوسېدل او په یوه دسترخوان ورسره ډوډۍ خوړل یې شرعاً ناروا دي . ځکه هغه پردی زوی یا پردۍ لورد بې اولاده کورني نه عصبي خپلوان او محرم بلل کېږي اونه هم نسبي ، بلکې کاملاً پردي او نامحرم دي ، ځکه چې هغوی د شرعي ارث مستحق نه دي ګڼل شوي . په دې معنا چې له نسبتي مړه شوو موراو پلارڅخه میراث هم نه شي ترلاسه کولی ، نو بیا څنګه پردۍ لور یا زوی د سړي یا ښځې لور یا زوی بلل کېدای شي  ؟ او یا څه ډول پردی سړی او پردۍ مور د هغوی مور یا پلار بلل کېدای شي . نه ، هېڅکله هم نه . نور بیا .......

 

 

++++++++++++++++++

په تېر پسې ....

محمدانور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د سلواغې ۱۴مه

اوومه برخه :

اې د نړۍ مسلمانانو !

له کبرڅخه ځانونه وساتۍ ، ځکه چې تکبرد شیطان په غاړه کې د لعنت طوق ورواچاوه اوترقیامت پورې یې ځان پر پالله (ج)باندې ځکه وراټه چې د کبرکاسې ( تالۍ ) آخرنسکورې دي . خودا چې کبرڅه ته ویل کېږي ؟ لاندې یې ولولۍ :

تکبرﺩ ﺍﻧﺴﺎﻧﻲ کرکټر ﻟﻪ ﺩﻏﻮ ﻣﻨﻔﻲ ﭘﺪﻳﺪﻭ څخه ﻳﻮ ﻫﻢ ﺗﮑﺒُّﺮ ﺩﯼ ﭼﯥ ﻣﻮږ ﻭﺭﺗﻪ ﻟﻮﻳﻲ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻋﺮﺑﯥ ﮊﺑﻪ ﮐﯥﻭﺭﺗﻪ ﮐﺒﺮ،ﺗﮑﺒُّﺮ ﺍﻭﺧﯿﻼ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﯤ . ﻟﻮﻳﯥ ﯾﺎ ﮐﺒﺮ ﺩ ﻧﻔﺲ ﻫﻐﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﺗﻪ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﯤ ﭼﯥﺍﻧﺴﺎﻥ ﺧﭙﻞ ځاﻥ تربل هرچا ﺩﺭﻭﻧﺪ، ﻟﻮړﺍﻭﻟﻮﯼ ﻭګڼي .

اوس به راشو دېته چې تکبرڅو ډوله دي ؟

دتکبر ډولونه : ﮐﻪ ﭘﻪ ﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ﺧﻠﻘﺖ ﮐﯥ ﻓﮑﺮ ﻭﮐړﻭ ﻧﻮﺭﺍﺗﻪ ﺟﻮﺗﻪ ﺑﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ ﮐﺮکټرد ( خُلِقَ الاِنساَ نُ مِن تَفاَوُت ) د اصل پربنیاد ﻟﻪﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮﻣﺜﺒﺘﻮﺍﻭﻣﻨﻔﻲ ﭘﺪﻳﺪﻭڅخه ﺟﻮړﺩﯼ چې ﺩﻏﻪ ﭘﺪﻳﺪﯤ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻟﻪ ﭼﺎﻝ ﭼﻠﻦ څخه ﻟﻪ ﻭﺭﺍﻳﻪ په کې ښکاﺭﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻥ د ﻫﻤﺪﻏﻪ چال ﭼﻠﻦ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺧﻠﮏ یو د بل په وړاندې ﺩ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﺩ ښه ﺍﻭ ﺑﺪ ﻗﻀﺎﻭﺕ کوﻱ . ﻳﻮﺍﻧﺴﺎﻥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺷﺨﺼﻴﺖ ﺍﻭﮐﺮکټرﮐﯥ څوﻣﺮﻩ ډﻳﺮﯤ ﻣﺜﺒﺘﯥ ﭘﺪﻳﺪﯤﻭﻟﺮﻱ، ﻫﻤﺪﻭﻣﺮﻩ ﻳﯥ ﭘﻪ ټوﻟﻨﻪ ﮐﯥ ځاﯼ ﺍﻭﻣﻘﺎﻡ ﻟﻮړوﻱ، ځکه دا د هر انسان طبیعي او فطري خصلت دی چې له نورو څخه د خدمت کولو تمه لري او څوک چې مصدر د خدمت ځان جوړ کړي ، ښکاره خبره ده چې نورﺧﻠﮏ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻪ ﺩﺭﻧﻪ ﺳﺘﺮګه ګﻮﺭﻱ ﺍﻭﻳﻮښه ﺗﺄﺛﺮﺗﺮﯤ ﺍﺧﻠﻲ، خو ددې په عکس څوﻣﺮﻩ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ ټوﻟﻨﻴﺰ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﯥ ﺩ ﻣﻨﻔﻲ ﭘﺪﻳﺪﻭ څرګندوﻧﻪ ﻭﮐړﻱ، ﻫﻤﺪﻭﻣﺮﻩ ﭘﻪﺧﻠﮑﻮ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺑﺪ ﺍﻭ ﺳﭙﮏ ﻧﺎﻣﻪ سره ﻳﺎﺩﻳږﻱ . چې یوهم ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻧﻲ ﮐﺮﮐټرﻟﻪ ﺩﻏﻮ ﻣﻨﻔﻲ ﭘﺪﻳﺪﻭڅخه ﺗﮑﺒُّﺮ ﺩﯼ ﭼﯥ ﻣﻮږ ﻭﺭﺗﻪ ﻟﻮﻳﻲ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻋﺮﺑﯥ ﮊﺑﻪ ﮐﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﮐﺒﺮ،ﺗﮑﺒُّﺮﺍﻭﺧﯿﻼ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﯤ .

ﻟﻮﻳﯥ ﯾﺎ ﮐﺒﺮﺩﻧﻔﺲ ﻫﻐﻪ ﺣﺎﻟﺖ ﺗﻪ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﯤ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺧﭙﻞ ځاﻥ ترنورو ﺩﺭﻭﻧﺪ، ﻟﻮړﺍﻭﻟﻮﯼ ﻭګڼيﺍﻭﺑﻞ ﺍﻧﺴﺎﻥﺑﯿﺎ ﺩ ځاﻥ ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ ﺣﻘﯿﺮ، ﺳﭙﮏ ﺍﻭﮐﻢ ﻭﺑﻮﻟﻲ .

یا په بل عبارت : کبرجن تل دا خبره کوي چې دغه اوهغه زما سیال نه دئ .  ﺗﮑﺒُّﺮﻳﻮﻩ ﻟﻮﻳﻪ ﺍﺧﻼﻗﻲ ﺍﻭ ﺍﺭﻭﺍﻳﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﺩﻩ ، ځکﻪﻳﯥ ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﻧﻪ ﯾﻮﺍځې ﺩﺍﭼﯥ ﭘﻪ ﻧړﺉ ﮐﯥ ﺭﺳﻮﺍ ﮐﻮﻭﻧﮑﯥ ﺍﻭ ﺳﭙﮑﻮﻭﻧﮑﯥ ﺩﻱ، بلکې ﭘﻪ ﺁﺧﺮﺕ ﮐﯥ ﻫﻢ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﻫﻤﺪﻏﯥ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ د قهار رب (ج) ﻟﻪ ﺩﺭﺩﻭوﻧﮑﻲ ﻋﺬﺍﺏ ﺳﺮﻩﻣﺨﺎﻣﺦ ﮐﻴږﻱ .

ﺗﮑﺒُّﺮﮐﻪ ﻟﻪﻳﻮﻩ ﭘﻠﻮﻩ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺳﺘﺮﻩ ﺍﺧﻼﻗﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏﻲ ﺩﻩ ، ﻧﻮ ﻟﻪ ﺑل ﭘﻠﻮﻩ ﺩﺍ ناروغي ﺩﻧﻮﺭﻭ ﻧﺎﻭړﻭﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮﻟﮑﻪ د کینې ، ﮐﺮﮐﯥ ﺍﻭﻧﺎﭘﻮﻫۍ ﺯﯦږﻭوﻧﮑﻲ ﻫﻢ ﺩﻩ . ﻟﻮﻳﻲ ﻫﻐﻪ ﻧﺎﻭړﻩ ﺭنځ ﺩﯼ ﭼﯥﺩﮐﺒﺮﺟﻦ ﭘﻪ ﻋﻘﻞ ﺍﻭ ﻓﮑﺮ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺩ ﺟﻬﺎﻟﺖ ﺍﻭﻧﺎﭘﻮﻫﻲ ﭘﺮﺩﻩ ﻏﻮړﻭﻱ . ﻣﺰﺧﺮﻓﯥ ﻭﻳﻨﺎګﺎﻧﯥ ﻳﻲﺗﺮﭘﺎﻡ ښې ﺍﻭﺟﺎﻟﺒﯥ، ﺍﻭﺑﺎﻃﻞ ﺩﻻﯾﻞ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻓﮑﺮﮐﯥ ﺩﺣﻖ ﭘﻪ بڼه ځای ﻧﻴﺴﻲ ﺍﻭﭘه ﺪﯤ ﺗﻮګﻪ ټوﻟﯥﻧﺎﺩﻭﺩﻱ ﻭﺭﺗﻪ ﺩ ﺷﯿﻄﺎﻥ ﻟﻪ ﻟﻮﺭﯤ ﭘﻪ ﺩﺍﺳﯥ بڼه ﻣﻠﻤﻊ ﮐﺎﺭﻱ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺩﻩ ﺗﻪ ډﻳﺮﯤ ښاﯾﺴﺘﻪﺗﺮﺳﺘﺮګﻮ ﻭﺭځي خو د الله (ج) او د الله(ج) د خلوق نه خوښېږي . ځکه د انسان منفي کړنې له انساني فطرت سره سرنه خوري ، او بله دا چې انسان  د منفي کارونو له پاره نه دئ پیدا شوی او د خپلو همنوعانو په وړاندې باید د ژوند په ټولوکارونواومعاملاتوکې رغنده او صادقانه ګامونه واخلي .

ﺍﺳﻼﻡ ﺩ ﻳﻮﻩﻓﻄﺮﻱ ﺩﻳﻦ ﭘﻪ بڼه ﺗﻞ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺗﻌﻠﻴﻤﺎﺗﻮﮐﯥ ﺩ ﻓﺮﺩ ﺍﻭ ټوﻟﻨﯥ ﺩ ﺣﺎﻟﺖ ﭘﺮﺍﺻﻼﺡ ټینګا رﮐړﯼﺩﯼ . ښکاره ﺧﺒﺮﻩ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺳﺎﻟﻤﻪ ټوﻟﻨﻪ ﻟﻪ ﺳﺎﻟﻤﻮﺍﻓﺮﺍﺩﻭﺟﻮړﻳږﻱ ﺍﻭﺳﺎﻟﻢ ﺍﻓﺮﺍﺩ ﻫﻐﻪ ﺩﻱ ﭼﯥﻟﻪ ﻫﺮډﻭﻝ ﺍﺧﻼﻗﻲ، ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ، ﺍﺭﻭﺍﻳﻲ ﺍﻭﺑﺎﻃﻨﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏﻴﻮ ﭘﺎﮎ ﻭﻱ . لکه څرنګه ﭼﯥ ﻟﻮﻳﻲﺍﻭﺗﮑﺒُّﺮﺩ ګڼوﻧﻮﺭﻭﻧﺎﺭﻭﻏﻴﻮﺯﻳږﻭﻧﮑﻲ ﭘﺪﻳﺪﻩ ﺩﻩ، ځکه خوﺩ ﺍﺳﻼﻡ ﻣﺒﺎﺭﮎ ﺩﻳﻦ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮﺗﻌﻠﻴﻤﺎﺗﻮ ﺍﻭ ﻧﺼﻮﺻﻮﮐﯥ ﺩ ﻫﻐﯥ ﺩﺭﻣﻠﻨﯥ ﺗﻪ ځاﻧګړﻱ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﮐړﻳﺪﻩ . ﻣﻮږﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺩﻏﻪﻟﻴﮑﻨﻪ ﮐﯥ ﺩ ﺗﮑﺒُّﺮﺩ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﺩ ﭘﻴﮋﻧﺪﻧﯥ ﺍﻭﺩﺭﻣﻠﻨﯥ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﺩﺭﺳﺮﻩ ﻳﻮڅوﻗﺮﺁﻧﻲ ﻣﺒﺎﺭﮎﺁﻳﺘﻮﻧﻪ ﺍﻭﻣﺒﺎﺭﮎ ﻧﺒﻮﻱ ﺍﺣﺎﺩﻳﺚ ﺷﺮﻳﮏ ﮐړﻭ، تاسې لوستونکي هغه ولولۍ او غور ور باندې وکړۍ چې الله (ج) په دې اړه څه ویلي دي ؟

اې د الله (ج) بنده ګانو ! راشۍ د الله قرآن ولولۍ چې الله (ج) کبر جنو ته څه وایي ؟

ﻗﺮﺁﻧﻲﺁﻳﺘﻮﻧﻪ :

۱: - ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ : ﺳَﺄَﺻْﺮِﻑُ ﻋَﻦْ ﺁﻳَﺎﺗِﻲَ ﺍﻟَّﺬِﻳﻦَ ﻳَﺘَﻜَﺒَّﺮُﻭﻥَ ﻓِﻲ ﺍﻷَﺭْﺽِ ﺑِﻐَﻴْﺮِ ﺍﻟْﺤَﻖِّ ﻭَﺇِﻥ ﻳَﺮَﻭْﺍْ ﻛُﻞَّ ﺁﻳَﺔٍ ﻻَّ ﻳُﺆْﻣِﻨُﻮﺍْ ﺑِﻬَﺎ ﻭَﺇِﻥﻳَﺮَﻭْﺍْ ﺳَﺒِﻴﻞَ ﺍﻟﺮُّﺷْﺪِ ﻻَ ﻳَﺘَّﺨِﺬُﻭﻩُ ﺳَﺒِﻴﻠًﺎ ﻭَﺇِﻥ ﻳَﺮَﻭْﺍْ ﺳَﺒِﻴﻞَ ﺍﻟْﻐَﻲِّ ﻳَﺘَّﺨِﺬُﻭﻩُ ﺳَﺒِﻴﻠًﺎ ﺫَﻟِﻚَ ﺑِﺄَﻧَّﻬُﻢْ ﻛَﺬَّﺑُﻮﺍْ ﺑِﺂﻳَﺎﺗِﻨَﺎﻭَﻛَﺎﻧُﻮﺍْ ﻋَﻨْﻬَﺎ ﻏَﺎﻓِﻠِﻴﻦَ ‏[ i‏]

 ﮊﺑﺎړﻩﺍﻭﻟﻨډه ﺗﺸﺮﻳﺢ : ﺯﻩ ﺑﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺧﻠﮏ ﭼﯥ ﭘﻪ ځمکه ﮐﯥ ﻟﻪ ﮐﻮم حق پرته ﺗﮑﺒُّﺮﮐﻮﻱ، ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮﺍﺣﮑﺎﻣﻮ، نښوﺍﻭﺁﻳﺘﻮﻧﻮﻧﻪ ﻫﻤﺪﺍﺳﯥ ګﺮﺯﻳﺪﻟﻲ ﻭﺳﺎﺗﻢ . ځکه ﺩ ﺗﮑﺒُّﺮﺍﻭﻟﻮﻳﻲ ﺣﻖ ﻳﻮﺍځې ﺍﻭﻳﻮﺍځې ﻟﻪ ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺳﺮﻩ ﺩﯼ . ﺍﻭﺩ ﺩﻏﯥ ګﺮﺯﻳﺪﻧﯥ ﺍﻏﻴﺰﻩ ﺑﻪ ﺩﺍ ﻭﻱ ﭼﯥ ﮐﻪ ﮐﺒﺮﺟﻥ خلک ( که هغه چارواکي وي او یا نورعام وګړي ) ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺩ ﻗﺪﺭﺕ ټوﻟﯥ نښې ﻫﻢﻭﻭﻳﻨﻲ، ﻧﻮ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻗﺴﺎﻭﺕ سخت زړيتوب ﺍﻭﺷﻘﺎﻭﺕ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺑﻪ ﺍﻳﻤﺎﻥ ﻧﻪ ﭘﺮﯤ ﺭﺍﻭړﻱ . ﺍﻭﮐﻪ ﺩﻫﺪﺍﻳﺖ ﻻﺭﻩ ﻭﻭﻳﻨﻲ ﻧﻮﻫﻐﻪ ﺩ ځاﻥ ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﺩ ﻻﺭﯤ ﭘﻪ بڼه ﻧﻪ ﻏﻮﺭﻩ ﮐﻮﻱ ﺍﻭﮐﻪ ﺩ ﺑﯥ ﻻﺭۍ ﻻﺭﻩﻭﻭﻳﻨﻲ ﻧﻮﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﺩ ځاﻥ ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﻏﻮﺭﻩ ﮐﻮﻱ، ﺩﺍ ځکه ﭼﯥ ﺩ ﺩﻭﻱ ﺯړﻭﻧﻪ ﺩ ﺗﮑﺒُّﺮ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻪﮐﯥ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺳﺨﺖ ﺷﻮﻱ ﺩﻱ ﺍﻭﻟﻪ ﺣﻖ ﻧﻪ ﻣﺦ ﺍړﻭﻝ ﻳﯥ ﺗﺮﺩﯤ ځا یه ﺭﺳﻴﺪﻟﻲ ﭼﯥ ﺩﻭﻱ ﺯﻣﻮږ ﺁﻳﺎﺗﻮﻧﻪﺩﺭﻭﻍ ګڼلي ﺍﻭﭘﻪ ﺣﻖ ﺍﻭﺣﻘﻴﻘﺖ ﮐﯥ ﻟﻪ ﻏﻮﺭﮐﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻏﺎﻓل ( ناخبره ) ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻱ . ﭘﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪﺁﻳﺖ ﺷﺮﻳﻒ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺑﻴﻦ ﺍﻟﺴﻄﻮﺭډﻭﻝ ﺩﺍ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﻪ ډﺍګﻪ ﺷﻮ ﭼﯥ ﻟﻮﻳﻲ ﺍﻭﺗﮑﺒُّﺮﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﮐﯥ ﺩﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺣﻖ ﺩﯼ، نه د مسکین ،محتاج اوله منځه تلونکي بې دفاع انسان حق . ځکه ﭼﯥ الله جل جلاله د ټولو عالمونو رب ( پیداکوونکی ) دئ او ﺩ ﺍﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ګډﻭﻥ ټوﻝﮐﺎﻳﻨﺎﺕ ﻳﯥ ﭘﻴﺪﺍ ﮐړﻱ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻮﻱ ﻭﺭځنۍ ﭼﺎﺭﯤ ﻟﻪ ﺍﺯﻟﻪ ﻧﻴﻮﻟﯥ ﺗﺮﺍﺑﺪﻩ ﭘﻮﺭﯤ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺍﻟﻬﻲﺣﮑﻤﺖ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻣﺦ ﭘﺮ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﺑﻴﺎﻳﻲ. ﺧﻮ ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺗﮑﺒُّﺮﮐﻮﻱ، ﻧﻮ ﺩﯼ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﮐﯥ ﺩﺧﺪﺍﯼ ﺣﻖ ﺩ ځاﻥ ﮐﻮﻱ، انسان خو دومره بېوسه دۍ چې د ځان هغه بسیطې چارې سمې پرمخ نه شوي وړلای ، نو له صمد الله (ج) سره په څه کې سیالي کولی شي ؟  له همدې امله ﻳﯥ ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﮐﯥﭘﺮﺯړﻩ ﺍﻭﻣﻐﺰﺑﺎﻧﺪﯤ ﻣﻬﺮ ﻭﻫﻲ ﺍﻭ ﺩ ﺑﺼﻴﺮﺕ ﺳﺘﺮګې ﻳﯥ ﻭﺭ ړﻧﺪې کړﻱ . ﻧﻴﻐﻪ ﻻﺭﻩ ﭘﺮﻳږﺩﻱ ﺍﻭﭘﻪ ﻟﻮﯼ ﻻﺱ ﮐږﻩ ﻻﺭﻩ ﻏﻮﺭﻩ ﮐړﻱ .الله دې موږ له داسې کبرڅخه وساتي .

اې افغانانو !

۲ـ ﺩﺍﻟﻨﺤﻞ ﭘﻪ ﺳﻮﺭﺓ ﮐﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ د مستکبرینو په اړه ﺩﺍﺳﯥ ﻓﺮﻣﺎﻳﯥ : ﺇِ ﻟَﻬُﻜُﻢْ ﺇِﻟَﻪٌ ﻭَﺍﺣِﺪٌ ﻓَﺎﻟَّﺬِﻳﻦَ ﻻَ ﻳُﺆْﻣِﻨُﻮﻥَ ﺑِﺎﻵﺧِﺮَﺓِ ﻗُﻠُﻮﺑُﻬُﻢ ﻣُّﻨﻜِﺮَﺓٌ ﻭَﻫُﻢ ﻣُّﺴْﺘَﻜْﺒِﺮُﻭﻥَ * ﻻَ ﺟَﺮَﻡَ ﺃَﻥَّ ﺍﻟﻠّﻪَ ﻳَﻌْﻠَﻢُ ﻣَﺎ ﻳُﺴِﺮُّﻭﻥَ ﻭَﻣَﺎﻳُﻌْﻠِﻨُﻮﻥَ ﺇِﻧَّﻪُ ﻻَ ﻳُﺤِﺐُّ ﺍﻟْﻤُﺴْﺘَﻜْﺒِﺮِﻳﻦَ * ‏[ii ‏]

ﮊﺑﺎړﻩ ﺍﻭ لنډه ﺗﺸﺮﻳﺢ : ﺳﺘﺎﺳﯥ ﺑﺮﺣﻖ ﻣﻌﺒﻮﺩ ﯾﻮﺍځﯽ ﻳﻮ ﺍﻟﻠﻪ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺩﯼ،ﻧﻮڅوک ﭼﯥ ﺩ ﺩﻏﻪ ﺳﭙﻴﻨﺎﻭﻱ سربیرﻩﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭘه ﺁﺧﺮﺕ ﺍﻳﻤﺎﻥ ﻧﻪ ﺭﺍﻭړﻱ، ﺍﻭﻟﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﺍﻣﻠﻪ ﺩﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﭘﺮ ﻭﺣﺪﺍﻧﻴﺖ ﻫﻢ ﻟﻪﺍﻳﻤﺎﻧﻪ ﺑﯥ ﺑﺮﺧﻲ ﻭﻱ، ﻧﻮ ﺩﺍﺳﯥ ښکاﺭﻱ ﭼﯥ ﺩ ﻫﻐﻮﻱ ﺯړﻭﻧﻪ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻧﺎﻭړﻩ ﺍﻭ ﻓﺎﺳﺪ ﺩﻱ ﭼﯥ پرمنقولو( را نازل شویواووحی کړای شویوآیاتونو، صحیفواوآسماني کتابونواو د جبرئیل (ع) په مأموریت ) خوعقیده نه لري ، بلکې ﻟﻪ ﻣﻌﻘﻮﻟﻮﺣﻘﺎﻳﻘﻮﻫﻢ ﺍﻧﮑﺎﺭﮐﻮﻱ ﺍﻭﺩﺍ ﺧﺒﺮﻩ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﺩﻩﭼﯥ ﺩﻭﻱ ﭘﻪ ﺩﯤ ﮐﺎﺭﺳﺮﻩ ﺩ ﺣﻖ ﭘﺮ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ﺗﮑﺒُّﺮﮐﻮﻱ . ښکاﺭﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﺩﻩ، ﺩﺍ ﭼﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺟﻞﺟﻼﻟﻪ ﭘﺮټوﻟﻮﻫﻐﻪ څه چې ﺩﻭﻱ ﻳﯥ پټوﻱ ﺍﻭیا یې ښکاره ﮐﻮﻱ، ﭘﻮﻫﻴږﻱ، ﺑﯥ ﺷﮑﻪ ﻫﻐﻪ مستکبرﻳﻦﺩ ﺩﻭﻱ ﺩ ﻫﻤﺪﯤ ﭼﻠﻦ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﻧﻪ ﺧﻮښوﻱ .

 ﻟﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﺩﻭﺍړﻭ ﺁﻳﺘﻮﻧﻮ څخه ﭘﻪ ډﺍګﻪ ﺷﻮﻩ ﭼﯥﻣﺘﮑﺒِّﺮﻳﻦ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﮐﯥ ﻫﻐﻪ څوﮎ ﺩﻱ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺣق څخه ﻳﯥ ﻣﺦ ﺍړﻭﻟﯽ ﻭﻱ، ﺩ ﺁﺧﺮﺕ ﭘﺮ ﻭﺭځ ﻳﯥﺑﺎﻭﺭﻧﻪ ﻭﻱ ﺍﻭﺩ ﻫﻤﺪﻏﯥ ﺑﯥ ﺑﺎﻭﺭۍ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﭘﺮﺫﺍﺕ ﻫﻢ ﺑﺎﻭﺭﻟﻪ منځه ﺗﻠﻠﯽ ﻭﻱ، ﻧﻮ څوﮎ ﭼﯥ ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ډﻟﻪ ﮐﯥ ﻭﻱ ﺍﻭﺩ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺩ ﺑﻨﺪه ګاﻧﻮ ﭘﺮﻭړﺍﻧﺪﯤ ﻟﻪ ﮐﺒﺮاﻭﻏﺮﻭﺭڅخه ډﮎ ﭼﻠﻦ د خبل عادت له مخې ﭘرﻣﺦ وړﯥ ، ﻫﻐﻮﻱ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﮐﯥ ﺩﻫﻤﺎﻏﻪ ﻣﺘﮑﺒّﺮﻳﻨﻮﭘﻪ څېرﺩﻱ ﭼﯥ پرته له څه ویلو ﭘﺮﺧﺪﺍﯼ ﺍﻭﺁﺧﺮﺕ ﺑﯥ ﺑﺎﻭﺭﻩ ﺩﻱ،ﺍﻭ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞﺟﻼﻟﻪ ﺩﻏﻪ ﮐﺴﺎﻥ ﻧﻪ ﺧﻮښوﻱ .

اې افغانانو او د سیمې او نړۍ مسلمانانو !

 ۳ـ ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﭘﻪ ﻗﺮﺁﻧﮑﺮﻳﻢ ﮐﯥ ﺑﻞ ځاﯼ ﺩﺣﻀﺮﺕ ﻟﻘﻤﺎﻥ ﻭﺻﻴﺖ ﺧﭙﻞ ﺯﻭﯼ ﺗﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺭﺍ ﺍﺧﻠﻲ : ﻭَﻟَﺎﺗُﺼَﻌِّﺮْ ﺧَﺪَّﻙَ ﻟِﻠﻨَّﺎﺱِ ﻭَﻟَﺎ ﺗَﻤْﺶِ ﻓِﻲ ﺍﻟْﺄَﺭْﺽِ ﻣَﺮَﺣًﺎ ﺇِﻥَّ ﺍﻟﻠَّﻪَ ﻟَﺎ ﻳُﺤِﺐُّ ﻛُﻞَّ ﻣُﺨْﺘَﺎﻝٍ ﻓَﺨُﻮﺭٍ ‏[ iii ‏]

ﮊﺑﺎړﻩ : ﺍﻭﻣﻪ ﺍړﻭﻩ ﺧﭙﻞ ﻣﺦ ﻟﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﻧﻪ ﻟﻪ ډﯦﺮﻩ ﮐﺒﺮﻩ ﺑﻠﮑﯥ ﺩﻭﯼ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻋﺎﺟﺰۍ ﺳﺮﻩ ګﻮﺭﻩﺍﻭﻣﻪ ﮐﻮﻩ ﺗګ ﭘﻪ ځمکه ﮐﯥ ﭘﻪ ﻧﺎﺯﺍﻭ ﻧﺨﺮﻭ، ﺑﯥ ﺷﮑﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﻧﻪ ﺧﻮښوﯤ ﻫﻴڅ ﮐﺒﺮﮐﻮﻭﻧﮑﯽﻓﺨﺮﮐﻮﻭﻧﮑﯽ .

ﭘﻪ ﺩﯤ ﺁﯾﺖﺷﺮﯾﻒ ﮐﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺩ ﻫﻐﻮﮐﺒﺮﺟﻧﻮخلکوﭘﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﺎﺧﻮښي ښودلې ﭼﻲ ﻟﻪ ډﻳﺮﻩ ﮐﺒﺮﻩﻟﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﻧﻪ ﻣﺦ ﺍړﻭﻱ، ﭘﺮځمکه  ﭘﻪ ﻧﺎﺯﻭﻧﻮﺍﻭﻧﺨﺮﻭ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ﺍﺧﻠﻲ ، ( لکه کرزي چې د خپل واک په وروستیو شېبوکې څو ورځې پرله پسې په ځانګړې باجې غږولو سره په نخرو ، کرېشمواوخوراکبرسره په ارګ کې قدمونه اېښودل ﺍﻭﺑﻴﺎ یې ﭘﺮﺧﭙﻞ ﮐﺒرﺑﺎﻧﺪﯤ ﻓﺨﺮﻫﻢ ﮐاﻮه ) . او یا دا چې ( د ښاغلي غني په پلویانو کې هم داسې متکبراوله دین څخه ناخبره او یا ددین ضد کسان شته چې خپله خو په سلام اچولو عادنت نه دي ، خو که بل څوک سلام ور واچوي ، د هغه په رد ، چې ور باندې واجب دي ، هم شرمېږي او د بل چا سلام ته علیک ، یا علیکم نه وایي . او په خورا کبرسره داسې ترې تېرېږي لکه دوه دښمن چې یوبل ته په مخه سره ورغلي وي )، په داسې حال کې چې ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻣﻮږ ﺗﻪ پرځمکه ﺑﺎﻧﺪﯤ ﭘﻪ ﺍﺭﺍﻣۍ ﺍﻭﺍﻋﺘﺪﺍﻝ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺗګ ﺍﻣﺮﮐﻮﻱ ﺍﻭ ډﻳﺮﺳﻮﮐﻪ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻧﺎﺯ ﻗﺪﻣﻮﻧﻪ ﺍﺧﻴﺴﺘﻞ ﻳﯥ ﺩ ﮐﺒﺮﺟﻧﻮ نښه ګڼلې ﺩﻩ .

 ۴ـ ﭘﻪ ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻘﺼﺺ ﮐﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻓﺮﻣﺎﻳﯥ: ﺗِﻠْﻚَ ﺍﻟﺪَّﺍﺭُ ﺍﻟْﺂﺧِﺮَﺓُ ﻧَﺠْﻌَﻠُﻬَﺎ ﻟِﻠَّﺬِﻳﻦَ ﻟَﺎﻳُﺮِﻳﺪُﻭﻥَ ﻋُﻠُﻮًّﺍ ﻓِﻲ ﺍﻟْﺄَﺭْﺽِ ﻭَﻟَﺎ ﻓَﺴَﺎﺩًﺍ ﻭَﺍﻟْﻌَﺎﻗِﺒَﺔُ ﻟِﻠْﻤُﺘَّﻘِﻴﻦَ ‏[iv ‏] ﮊﺑﺎړﻩ: ﺍﻭ ﻟﻨډه ﺗﺸﺮﻳﺢ : ﺩﻏﻪ ﮐﻮﺭ ﺩﺁﺧﺮﺕ ﭼﯥ ﺟﻨﺖ ﺩﯼ ﻣﻮږ ﻫﻐﻮ ﮐﺴﺎﻧﻮﺗﻪ ﻭﺭﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﻮﻭﭼﯥ ﭘﻪ ځمکه  ﮐﯥ ﺩ ﻟﻮﯾﻲ ‏( ﺗﮑﺒُّﺮ‏) ﺍﺭﺍﺩﻩ ﻧه ﻠﺮﻱ ﺍﻭﻧﻪ ﻫﻢ ﺩﻭﻱ ﺩ ﺑﺎﻃﻨﻲ ګُﻨﺎﻩ (ﺗﮑﺒُّﺮ) ﺍﻭﻧﻮﺭﻭﻇﺎﻫﺮﻱ ګُﻨﺎﻫﻮﻧﻮﻟﻪ ﻻﺭﯤ لکه (اداري ، ټولنیز، اقتصادي ، اخلاقي ، امنیتي ، مذهبي اونور ﻓﺴﺎﺩ ونه ﮐﻮﻱ .)  ﺍﻭښکاﺭﻩ ﺧﺒﺮﻩ ﺩﻩ چې ښه ﺧﺎﺗﻤﻪ یا پایله ﺩ ﻫﻤﺪﻏﻮﭘﺮﻫﯧﺰګﺎﺭﺍﻧﻮ ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﺩﻩ .

ﭘﻪ ﭘﻮﺭﺗﻨﻲﺁﯾﺖ ﺷﺮﯾﻒ ﮐﯥ ﺩﺍ ﭘﻪ ډﺍګﻪ ﺷﻮﻱ ﭼﯥ ﮐﺒﺮﺟﻥ خلک ﺑﻪ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺩﻏﻪ ﻋﻤﻞ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﻟﻪ ښې پایلې  ﺑﯥ ﺑﺮﺧﻲ ﻭﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺩﻭﻱ ﺩ ﺩُﻧﻴﻮﻱ ﮊﻭﻧﺪ ﭘﺎﯼ ﺑﻪ ﻫﻢ ﭘﻪﻳﻮﻩ ﻟﻮﯼ ﻣﺼﻴﺒﺖ ﺑﺎﻧﺪﻱ ﻭﻱ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺁﺧﺮﺕ ﮐﯥ ﺑﻪ ﻫﻢ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻟﻪ ﺭﺣﻤت څخه  ﭼﯥ ﺩ ﺟﻨﺘﻮﻧﻮ ﺩ ﺑﯥ ﭘﺎﻳﻪ ﻧﻌﻤﺘﻮﻧﻮ ﻟﻪ ﻻﺭﯤ ﺑﻪﻣﺘﻘﻴﺎﻧﻮ ﺍﻭ ﭘﺮﻫﻴﺰګﺎﺭﺍﻧﻮ ﺗﻪ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﮐﻴږﻱ، ﺑﯥ ﺑﺮﺧﻲ ﻭﻱ . ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺩﯤ ﻣﻮږ ټوﻝﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻥ ﻟﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺑﺪﯤ پایلې ﻭﺳﺎﺗﻲ ﺁﻣﻴﻦ .

اې مسلمانانو !

 ۵ـ ﭘﻪ ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻐﺎﻓﺮﮐﯥ ﺩ ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺩﺁﻳﺘﻮﻧﻮ ﭘﺮ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﺩ ﻓﺮﻋﻮﻥ ﺩ ﺗﮑﺒُّﺮ ﺩ ﺣﺎﻝ ﭘﻪ ﺑﯿﺎﻧﻮﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ : ﻛَﺬَﻟِﻚَ ﻳَﻄْﺒَﻊُ ﺍﻟﻠَّﻪُ ﻋَﻠَﻰ ﻛُﻞِّ ﻗَﻠْﺐِ ﻣُﺘَﻜَﺒِّﺮٍ ﺟَﺒَّﺎﺭٍ‏[ v ‏]

ﮊﺑﺎړﻩ : ﻫﻤﺪﺍﺳﯥ ټاﭘﻪ ﻭﻫﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﭘﻪ ﺯړﻩ ﺩ ﻫﺮﮐﺒﺮﺟﻦ ډﯦﺮﺟﺒﺮﮐﻮﻭﻧﮑﻲ ﺍﻭﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺩﯤ ډﻭﻝﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻞ ﻟﻪ ﻧﯧﻐﯥ ﻻﺭﯤ ﺍﻧﮑﺎﺭﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﺣﻖ ﺗﻪ ﻏﺎړﻩ ﻧﻪ ږﺩﻱ . ﺩﻏﻪ ﺁﯾﺖ ﺷﺮﻳﻒ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﮐﯥﺩ ﻓﺮﻋﻮﻥ ﺩ ﻳﻮﻩ ﺧﭙﻠﻮﺍﻥ ﻟﻪ ﺧﻮﻟﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﺩ ﻧﺼﻴﺤﺖ ﻳﻮﻩ ﺑﺮﺧﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﺭﺍﻧﻘﻞ ﮐړﻳﺪﻩ، څرنګه ﭼﯥ ﺩ ﻓﺮﻋﻮﻥ ﺩﻏﻪ ﺧﭙﻠﻮﺍﻥ ﺍﻳﻤﺎﻥ ﺭﺍﻭړﯼ ؤ ﺍﻭﺗﺮﺩﯤ ﺩﻣﻪ ﻳﯥ ﻓﺮﻋﻮﻥ ﺍﻭﺩﻫﻐﻪﺩﺭﺑﺎﺭﭘﺮخپل ﺍﻳﻤﺎﻥ ﺭﺍﻭړﻟﻮباندې ﻧﻪ ﻭﻭﺧﺒﺮﮐړﯼ، ﻧﻮﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﻓﺮﻋﻮﻥ ﻟﻪ ﻫﻐﻮﻱ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺣﻀﺮﺕﻣﻮﺳﯽ ﺩ ﺑﻠﻨﯥ ﺍﻭﺩﻋﻮﺕ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ﻣﺸﻮﺭﻩ ﮐﻮﻟﻪ، ﺩﻩ ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﺧﺒﺮﻭ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﮐﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﺧﺒﺮﻩﻫﻢ ﻭﮐړﻩ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﻴﻦ ﺣﺎﻝ ﮐﯥ ﺩ ﺍﻟﻬﻲ ﻭﺣﻲ ﻳﻮﻩ ﺑﺮﺧﻪ ﻫﻢ ﺩﻩ. ﺩﻏﻪ ﺁﻳﺖ ﺷﺮﻳﻒ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺩﻻﻟﺖ ﮐﻮﻱﭼﯥ ﺩ ﮐﺒﺮﺟﻨﻮ ﺯړﻭﻧﻪ ﺩ ﺣﻖ ﻟﻪ ﻣﻨﻠﻮ ﺍﻭ ﺩﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻟﻪ ﻧﻮﺭﻩ ﻗﻠﻒ ﺩﯤ ، ﺩﺍ ﺩ ﺩﻭﯼ ﻟه ﭙﺎﺭﻩﯾﻮﻩ ﺳﺰﺍ ﺩﻩ .

۶ـ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﺳﻮﺭﺓ ﮐﯥ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ﺩ ﻣﺘﮑﺒِّﺮﻳﻨﻮ ﺩ ﺳﺰﺍﭘﻪ ﺍړﻩ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ : ﻭَﻗَﺎﻝَ ﺭَﺑُّﻜُﻢُ ﺍﺩْﻋُﻮﻧِﻲ ﺃَﺳْﺘَﺠِﺐْ ﻟَﻜُﻢْ ﺇِﻥَّ ﺍﻟَّﺬِﻳﻦَ ﻳَﺴْﺘَﻜْﺒِﺮُﻭﻥَ ﻋَﻦْ ﻋِﺒَﺎﺩَﺗِﻲ ﺳَﻴَﺪْﺧُﻠُﻮﻥَ ﺟَﻬَﻨَّﻢَ ﺩَﺍﺧِﺮِﻳﻦَ ‏[vi ‏]

ﮊﺑﺎړﻩ : ﺍﻭﻓﺮﻣﺎﯾﻠﻲ ﺳﺘﺎﺳﯥ ﭘﺎﻟﻮﻧﮑﻲ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﯥ ﻭﺑﻮﻟﺊ ﻣﺎ ، ﺯﻩ ﺑﻪ هرﻭ ﻣﺮﻭ ﻗﺒﻮﻟﯥ ﮐړﻡ ﺳﺘﺎﺳﯥﺩُﻋﺎګﺎﻧﯥ. ﺑﯥ ﺷﮑﻪ ﻫﻐﻪ ﮐﺴﺎﻥ ﭼﯥ ﺯﻣﺎ ﺩ ﻋﺒﺎﺩﺕ ﭘﺮﻭړﺍﻧﺪﻱ ﻟﻮﯾﻲ ﮐﻮﻱ، ډﻳﺮ ﮊﺭﺑﻪ ﺟﻬﻨﻢ ﺗﻪﻧﻨﻮﺯﻱ،ﭘﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﺣﺎﻝ ﮐﯥ ﭼﯥ ﺧﻮﺍﺭﺍﻭ ﺳﭙﮏ ﺑﻪ ﻭﯤ . ﭘه ﺪﯤ ﺁﯾﺖ ﺷﺮﯾﻒ ﮐﯥ ﺩ ﻫﻐﻮ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺍړﻩﭼﯥ ﻋﺎﺟﺰﻱ ﺍﻭﺧﺎﮐﺴﺎﺭﻱ ﻳﯥ ﭘﺮﯤاېښې ﻭﻱ ﺍﻭﺩ ﻟﻮﻳﻲ ﺍﻭﺗﮑﺒُّﺮﻻﺭﻩ ﻳﯥ ﻧﻴﻮﻟﻲ ﻭﻱ ﺩﻭﺯﺥ ﺗﻪ ﺩﻧﻨﻮﺗﻠﻮ ﺣﮑﻢ ﺷﻮﯼ، ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ ﺩﻭﯼ ﺗﻪ ﻋﺬﺍﺏ ﻭﺭﮐﻮﻝ ﮐﯿږﯤ ﺍﻭ ډﻳﺮﺑﻪ ﺫﻟﻴﻞ ﺍﻭﺳﭙﮏ ﻭﻱ .

۷ـ ﻟﻮﯼ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﭘﻪ ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻷﺳﺮﺃ ﮐﯥ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ : ﻭَﻻَ ﺗَﻤْﺶِ ﻓِﻲ ﺍﻷَﺭْﺽِ ﻣَﺮَﺣًﺎ ﺇِﻧَّﻚَ ﻟَﻦ ﺗَﺨْﺮِﻕَ ﺍﻷَﺭْﺽَ ﻭَﻟَﻦ ﺗَﺒْﻠُﻎَ ﺍﻟْﺠِﺒَﺎﻝَ ﻃُﻮﻟًﺎ * ﻛُﻞُّ ﺫَﻟِﻚَ ﻛَﺎﻥَ ﺳَﻴٍّﺌُﻪُ ﻋِﻨْﺪَ ﺭَﺑِّﻚَ ﻣَﻜْﺮُﻭﻫًﺎ * ‏[ vii ‏]

ﮊﺑﺎړﻩﺍﻭ ﻟﻨډﻩ ﺗﺸﺮﻳﺢ : ﺍﻭ ﻣﻪ ګﺮځه ﭘﻪ ځمکه ﮐﯥ ﭘﺪﺍﺳﯥ ﺣﺎﻝ ﮐﯥ ﭼﯥ ﺗﮑﺒُّﺮ ‏(ﻟﻮﻳﻲ ‏) ﮐﻮﯤ ، ﺑﯥ ﺷﮑﻪ ﭼﯥ ﺗﻪ ﺩ پښوﭘﻪ ﺩﺭﺑﻮﻟﻮ ﺳﺮﻩ ځمکه ﻧه ﺸﯥ څیرﻭﻻﯼ ﺍﻭﻧﻪ ﻫﻢ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺍﻭږﺩ ﻳﯥﭼﯥ ﺩ ﻏﺮﻭ ﺳﺮﻭﻧﻮﺗﻪ ﻭﺭﺳﻴږﯤ . ﺩﺍ ټوﻝ ۱۱ ﺍﻣﺮﻭﻧﻪ ﺍﻭ ۱۲ ﻧﻮﺍﻫﻲ ﺩﻱ ﭼﯥ ﺩﭘﺎﻟﻮﻧﮑﯥ رب ﭘﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﻧﺎﺧﻮښ ﺩﻱ . ﭘه ﺪﯤ ﺁﯾﺎﺗﻮﻧﻮﮐﯥ ﻣﺘﮑﺒِّﺮﯾﻨﻮﺗﻪ ﻭﯾﻞ ﺷﻮﯤ ﭼﯥ ﮐﻪ ﺩﻭﻱ ﻫﺮڅوﻣﺮﻩ ځاﻧﻮﻧﻪ ﻏټ ﻭﻭﯾﻨﯥ ﺍﻭﭘه ﺨﭙﻠﻪ ﺩﯤ ﻟﻮﻳﻲ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﻫﺮڅوﻣﺮﻩﻭﭘړﺳﯿږﯤ ﺑﯿﺎ ﻫﻢ ﺩﻭﻱ ﻧﻪ غټېږﯤ ، ﺑﻠﮑﯥ ﺩ ﺩﻭﻱ ﺩ ﻟﻮﯾﻲ ﺍﻭﺗﮑﺒُّﺮ ﭘﺎﯾﻠﻪ ﺑﻪ ﺩﺍﻭﯤ ﭼﯥﺩﺧﺎﻭﺭﻭ ﯾﻮﻩ ﻟﭙﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﻮﻟﻪ ﻭﺭډﮐﻪ سترګې به یې د تل له پاره ورپټې ، او د خلکو له پاره به د عبرت نمونه وګرځي .

اې افغانانو او د سیمې او نړۍ مسلمانانو !

څرنګه چې انسان تل فراموش کاراوظلوم الکفّارمخلوق دئ ، خوالله (ج) ورته د انساني تاریخ په هره مقطع کې د انساني اړتیاوو پوره کولواووېروولوله پاره نبیان ، اولی الاعزمه پیغمبران اورسولان له آسماني صحیفواوکتابونوسره را لېږلي ، ترڅوهغوی خپل امتونه ووېروي ، خپل مسؤولیت او وجیبو ته یې متوجه کړي ، الهي احکام او فرمانونه په پسته ، نرمه اوله پند ، موعظو او حکمت څخه  ډکه ژبه ورته ورسوي ، ترڅوانسان د ځمکې پرمخ خپل مسؤولیتونه او وجیبې وپېژني اوعمل ورباندې وکړي . ځکه همدغه الهې احکام اوفرمانونه اونبوي ارشادات دي چې په ژوند کې د لارورکي انسان د لارې مشال جوړشوي دي او په دې اړه زموږ خوږ نبي (ع) خپل امت ته د کبرجنو په تړاو داسې فرمایلي دي :  

ﻧﺒﻮﻱﺣﺪﯾﺜﻮﻧﻪ :

۱:- ﻋﻦﻋﺒﺪﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﻣﺴﻌﻮﺩ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻋﻦ ﺍﻟﻨﺒﻲ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻗﺎﻝ ﻻ ﯾﺪﺧﻞ ﺍﻟﺠﻨﺔ ﻣﻦﮐﺎﻥ ﻓﻲ ﻗﻠﺒﻪ ﻣﺜﻘﺎﻝ ﺫﺭﺓ ﻣﻦ ﮐﺒﺮ . ﻓﻘﺎﻝ ﺭﺟﻞ ﺍﻥ ﺍﻟﺮﺟﻞ ﯾﺤﺐ ﺍﻥ ﯾﮑﻮﻥ ﺛﻮﺑﻪ ﺣﺴﻨﺎ ﻭﻧﻌﻠﻪﺣﺴﻨﺔ ﻗﺎﻝ ﺍﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﺟﻤﯿﻞ ﯾﺤﺐ ﺍﻟﺠﻤﺎﻝ ﺍﻟﮑﺒﺮ ﺑﻄﺮﺍﻟﺤﻖ ﻭ ﻏﻤﻂ ﺍﻟﻨﺎﺱ . ‏[viii ‏] \

ﮊﺑﺎړﻩ : ﺣﻀﺮﺕ ﻋﺒﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﺑﻦ ﻣﺴﻌﻮﺩ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺭﻭﺍﯾﺖﮐﻮﯤ ﭼﯥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻓﺮﻣﺎﯾﻠﻲ: ﺟﻨﺖ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ څوﮎ داخل نه شي ﭼﯥ ﭘﻪﺯړﻩ ﮐﯥ ﯾﯥ ﯾﻮﻩ ﺫﺭﻩ ﻟﻮﻳﻲ ( کبر ) ﻭﯤ . ﻧﻮ ﯾﻮﻩ ﺳړﯤ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﯾﻞ ﭼﯥ : ﯾﻮ ﺳړﯼ ﻏﻮﺍړﻱ ﭼﯥ ښه ﮐﺎﻟﻲ ﻭﺍﻏﻮﻧﺪﯤ ﺍﻭ ښې څپلۍ په پښوﮐړﻱ ، ﻧﻮ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﺭﺗﻪﻭﻓﺮﻣﺎﯾﻞ : ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ښکلي ‏( ﭘﺎﮎ‏) ﺩﯼ . ښکلا ‏(ﭘﺎﮐﻲ ‏) ﺧﻮښوﻱ . ﮐﺒﺮ‏( ﯾﺎ ﻟﻮﻳﻲ ‏) ﻟﻪ ﺣﻘﻪ ﺳﺘﺮګﯥ پټول ﺍﻭﺧﻠﮏ ﺳﭙﮏ ګڼل ﺩﻱ . ﺩ ﺑﻄﺮﺍﻟﺤﻖ ﭘﻪ ﮐﻠﻤﻪ ﮐﯥ ﺩ ‏( ﺑﻄﺮ‏) ﺗﻮﺭﻱ ﻟﻔﻈﻲﻣﺎﻧﺎﺧﻮ ﻟﻪ ﺣﻘﻪ ﺳﺘﺮګﯥ پټوﻝ ﺩﻱ ،ﺧﻮﺩﺍ ﺗﻮﺭﯼ ﺩ ﭘﺮﺍﺥ ﻣﻔﻬﻮﻡ ﺩﺭﻟﻮﺩﻭﻟﻪ ﮐﺒﻠﻪ ﺩﮐړﻭ ﻭړﻭﻟﻪﭘﻠﻮﻩ ﭘﻪ ﻻﻧﺪﯤ ﻣﺎﻧﺎﻭﻭﮐﻲ ﻫﻢ ﮐﺎﺭول کﯾږﯤ :

ﺍلف- ﭘﻪ ﺗﻠﻠﻮ ﺍﻭﮐﺎﺭﮐﻮﻟﻮﮐﯥ ﺩﺗﮑﺒُّﺮﺍﻭﻟﻮﻳﻲ ﮐﻮﻟﻮ ﺍﻭﺩ ﻣﯿﺎﻧﻪ ﺭﻭﻱ ﻟﻪ ﭘﻮﻟﻮ څخه ﺩ ﻭﺗﻠﻮﭘﻪ ﻣﺎﻧﺎ ﻫﻢ ﺭﺍځي .

ﺏ - ﺩﻧﺎڅاﭘﻲ ﻧﻌﻤﺖ ﺩ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐﯧﺪﻭ ﭘرﻣﻬﺎﻝ ﺑﯿﺎ ‏( ﺑﻄﺮ‏) ﭘﻪ ﻧﻮﻣﻮړﯤ ﻧﻌﻤﺖ ﮐﯥ ﺩ ﺩﺍﺳﯥﻧﺎﻭړﻩ ﺗﺼﺮﻑ ﮐﻮﻟﻮﭘﻪ ﻣﺎﻧﺎ ﺭﺍځي ﭼﯥ ﻧﺎﺷﻮﻧﯽ ﺍﻭ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﻟﻪ ﺧﯿﺎﻝ ﺍﻭ ﻓﮑﺮڅخه ﻟﺮﻱ ﻭﻱ .

ﺝ- ﺩﺗﻠﭙﺎﺗﻲ ﻧﻌﻤﺖ ﭘﺮﻣﻬﺎﻝ ﺑﯿﺎ ‏( ﺑﻄﺮ‏) ﭘﻪ ﻧﻌﻤﺖ ﮐﯥ ﺩﺳﺮﮐﺸﯥ ، ﺍﺳﺮﺍﻑ ﺍﻭﺩ ﻧﻮﻣﻮړﯤﻧﻌﻤﺖ ﺩﺳﭙﮏ ګڼلوﭘﻪ ﻣﺎﻧﺎ ﺭﺍځي  .

 ﺩ - ﻟﻪ ﺣﻖ ﺳﺮﻩ ﺩ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﮐﯧﺪوﭘﺮﻣﻬﺎﻝ ﺑﯿﺎ ‏( ﺑﻄﺮ‏) ﻟﻪ ﺣﻘﻪ ﺩﺍﻧﮑﺎﺭ، ﺩﺣﻖ ﺩﺳﭙﮑﺎﻭﻱ ﺍﻭﻟﻪ ﺣﻘﻪ ﺩ ﺳﺮﮐﺸﯥ ﮐﻮﻟﻮ ﺍﻭﻧﻪ ﻣﻨﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﺎﻧﺎ ﺭﺍځي.

 ﺭـ ﺩ ﺁﺳﻮﺩګۍ ﭘﺮﻣﻬﺎﻝ ﺑﯿﺎ ‏( ﺑﻄﺮ ‏) ﺩ ﺍﻓﺮﺍﻁ ﺍﻭﻟﻪ ﺣﺪﻩ ﺩ ﻭﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻣﺎﻧﺎ ﮐﺎﺭول کﯾږﯤ . څنګه ﭼﯥ ﺣﻖ ﺩﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻟﻪ ﻟﻮﺭﻱ ﻟﻮﯼ ﻧﻌﻤﺖ ﺩﯼ . ﻣﻨﻞ ﯾﯥ ﺍړﯾﻦ ، ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﯾﯥ ﻭﺍﺟﺐ ، ﺍﻭﺷﮑﺮ ﭘﺮﯤﺍﯾﺴﺘﻞ ﺿﺮﻭﺭﻱ ﺩﻱ . ﺍﻭﺑﻄﺮﺍﻟﺤﻖ ﺑﯿﺎ ﭘﻪ ﺳﭙﮑﺎﻭﻱ ﺳﺮﺑﯧﺮﻩ ﻟﻪ ﺣﻘﻪ ﺍﻧﮑﺎﺭﺍﻭ ﻟﻪ ﻣﻨﻠﻮ څخه ﺩ ﺗﮑﺒُّﺮﺍﻭﻟﻮﻳﻲﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺍﻧﮑﺎﺭﮐﻮﻝ ﺩﻱ . ځکه ﻧﻮ ﺩﺍ ﺩﮐﺒﺮﺗﺮټوﻟﻮﻧﺎﻭړﻩ ﺻﻮﺭﺕ ﺩﯼ. ﺍﻭﺩ ﻏﻤﻂ ﺍﻟﻨﺎﺱ ﭘﻪ ﮐﻠﻤﻪﮐﯥ ﺩ ‏(ﻏﻤﻂ ‏) ﺗﻮﺭﯼ ﺩﺣﻘﯿﺮګڼلو ، ﺳﭙﮏ ﺷﻤﯧﺮﻟﻮﺍﻭﺩﺍﺣﺴﺎﻥ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﮐﯥ ﺩﺷﮑﺮﻧﻪ ﺍﯾﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪﻣﺎﻧﺎ ﺭﺍځي . ﺍﻭﻏﻤﻂ ﺍﻟﻨﺎﺱ ﺑﯿﺎ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﺣﻘﯿﺮ، ﺳﭙﮏ ﺍﻭ ﺫﻟﯿﻞ ګڼلو ، ﭘﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﻣﻠﻨډﯤﻭﻫﻠﻮ، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﺩﻧﯿﮑﻲ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﮐﯥ ﺩﺷﮑﺮﻧﻪ ﺍﯾﺴﺘﻠﻮ، ﺩ ﭼﺎ ﭘﻪ ښېګڼوﺑﺎﻧﺪﻱ ﺩﻫﻐﻮﯼ ﺩﻧﻪﺳﺘﺎﯾﻠﻮ، ﺩ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺍﺩﺑﻲ ﺣﻘﻮﻧﻮ ﺍﻭښو ﺧﻮﯾﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪﻱ ﺍﻗﺮﺍﺭﻧﻪ ﮐﻮﻟﻮﺗﻪ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﯤ . ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺗﻞﻭﯾﺮﯾږﻱ ﮐﻪ څوﮎ ﻭﺳﺘﺎﯾﻢ ﻧﻮ ﺷﻮﻧﻲ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺧﻠﮏ ﯾﯥ ﻋﺰﺕ ﺍﻭ ﺩﺭﻧﺎﻭﯼ ﻭﮐړﻱ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﯤ ډﻭﻝ ﺑﻪ ﺩ ټوﻟﻨﻴﺰﻣﻘﺎﻡﻟﻪ ﭘﻠﻮﻩ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﻣﺨﮑﻲ ﺷﻲ . ﻟﻪ ﻫﻤﺪﻏﯥ ﻭﯦﺮﻱ څخه ، ﻧﻪ ﻳﻮﺍځې ﺩﺍ ﭼﯥ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺩ ښوﺧﻮﻳﻮﻧﻮﺳﺘﺎﻳﻨﻪ ﻧه کوﻱ، ﮐﯿﻨﻪ ،ﺣﺴﺪ ﺍﻭﺣﻘﺪ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﭘﻴﻞ ﮐړﻱ .

 ﮐﺒﺮﺟﻦ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ګوﻣﺎﻥ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﭘﻪ ﮐﺒﺮﮐﯥ ﺩځاﻥ ﻟه ﭙﺎﺭﻩﻋﺰﺕ ﻭﯾﻨﻲ ،ﺣﺎﻝ ﺩﺍ ﭼﯥ ﮐﻪ ﻧﻮﻣﻮړﯼ ﺣﻖ ﺗﻪ ﺳﺮ ټیټ ﮐړﻱ، ﻟﻮﻳﻲ ،ﮐﯿﻨﻪ ،ﮐﺮﮐﻪ ،ﺣﺴﺪ ،ﺣﻘﺪﺍﻭﻧﻮﺭﮐﺪﻭﺭتونه ﻟﻪ ﺯړﻩ څخه ﻭﺑﺎﺳﯥ ﺍﻭﻋﺎﺟﺰﻱ ﻏﻮﺭﻩ ﮐړﻱ ، ﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻠﮑﻮ ﮐﯥ ﺑﻪ ﻳﻲ ﻋﺰﺕ ﯾﻮ ﭘﻪﺳﻠﻪ ډﯦﺮﺷﻲ . ﺗﺎﺳﻲ ﺧﻮﻟږ ﺩ ﺻﺤﺎﺑﻪ ﮐﺮﺍﻣﻮﺍﻭﭘﻪ ځاﻧګړﻱ ډﻭﻝ ﺩ ﺣﻀﺮﺕ ﻋﻤﺮﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺣﺎﻟﺖﺗﻪ ځیرﺷﺊ ، ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﯾﯥ ﺣﻖ ﺗﻪ ﻏﺎړﻩ کېښوﺩﻩ ، ﻋﺎﺟﺰﯤ ﻳﯥ ﻏﻮﺭﻩ ﮐړﻩ ﺍﻭﺍﯾﻤﺎﻥ ﯾﯥ ﺭﺍﺅړ، ﻧﻮﺩﮐﻔﺮﺍﻭﻟﻮﯾﻲ ﺗﺮﻣﻬﺎﻝ ﯾﯥ ، ﺩﺍﺳﻼﻡ ﺍﻭﻋﺎﺟﺰﯤ ﭘﺮﻣﻬﺎﻝ ﭘﻪ ﻋﺰﺕ ﮐﯥ ﯾﻮﭘﻪ ﺳﻠﻪ ﺯﯾﺎﺗﻮﺍﻟﯽ ﺭﺍﻏﯽ . ﻫﻐﻪ ﺩﺍﺳﻲ ﭼﯥ ټول ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ﻫﻐﻮﻱ ﺗﻪ ﺩﺭﻧﺎﻭﯼ ﮐول ﺩﺧﭙﻞ ﺍﯾﻤﺎﻥ ﺩ ﺑﺸﭙړﺗﻴﺎ ﯾﻮﻩ ﺍړﯾﻨﻪﺑﺮﺧﻪ ﺑﻮﻟﻲ . ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻬﻢ ﻭﺭﺿﻮﺍ ﻋﻨﻪ .

 ۲ـ ﻋﻦ ﺍﺑﻲ ﻫﺮﯾﺮﺓ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻗﺎﻝ ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺛَﻠَﺎﺛَﺔٌ ﻻﯾُﮑِّﻠِﻤُﻬُﻢُ ﺍﻟﻠﻪُ ﯾَﻮْﻡَ ﺍﻟْﻘِﯿﺂﻣَﺔِ ﻭَﻵ ﯾُﺰَﮐِّﯿْﻬِﻢْ ﻭَﻻﯾَﻨْﻈُﺮُ ﺍِﻟَﯿْﻬِﻢْ ﻭَﻟَﻬُﻢْ ﻋَﺬَﺍﺏٌ ﺍَﻟِﯿْﻢٌ : ﺷَﯿْﺦٌ ﺯﺁﻥٍ ، ﻭَﻣَﻠِﮏٌ ﮐَﺬّﺁﺏٌ ، ﻭَ ﻋَﺎﺋِﻞٌ ﻣُﺘَﮑَﺒِّﺮٌ . ‏[ix ‏]

ﮊﺑﺎړﻩ : ﺣﻀﺮﺕ ﺍﺑﻮ ﻫﺮﯾﺮﺓ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻭﺍﯾﯥ ﭼﯥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻓﺮﻣﺎﯾﻠﯥ : ﺩﺭﯼ ﺩﺍﺳﯥ ﮐﺴﺎﻥ ﺩﯤ ﭼﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺑﻪ ﺩﻗﯿﺎﻣﺖ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﻧﻪ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﺧﺒﺮﻱ ﮐﻮﻱ ، ﻧﻪ ﺑﻪ ﯾﯥﺗﺰﮐﯿﻪ ﮐﻮﻱ ، ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺩ‏( ﺭﺣﻤﺖ‏) ﭘﻪ ﺳﺘﺮګه وګوﺭﻱ ﺍﻭ ﺩﻭﻱ ﺗﻪ ﺩﺭﺩﻧﺎﮎ ﻋﺬﺍﺏ ﺩﯼ . (۱- ﺳﭙﯿﻦ ږﯾﺮﯼ ﺯﻧﺎﮐﺎﺭ ۲- ﺩﺭﻭﻏﮋﻥ ﭘﺎﭼﺎ ۳- ﺧﻮﺍﺭﮐﺒﺮﺟﻦ ) . ﻟﻪ ﭘﻮﺭﺗﻨﻮ ﻣﺒﺎﺭﮐﻮ ﺍﺣﺎﺩﯾﺜﻮ څخه ﭘﻪ ډﺍګﻪ ﺷﻮﻩ ﭼﯥ ﻣﻄﻠﻘﺎً ﭘﺎﮎ ګﺮځېدﻝ ، ﭘﺎﮎ ﮐﺎﻟﻲ ﺍﻭﭘﺎﯾﺰﺍﺭﮐﺎﺭﻭﻝ ﺩ ﮐﺒﺮ نښه ﻧﻪ ﺩﻩ ﺑﻠﮑﯥ ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ﺑﻞ ﺣﺪﯾﺚ ﺷﺮﯾﻒ ﮐﯥ ﭘﺎﮐﻮﺍﻟﯥ ﺗﻪ ﻧﯿﻤﺎﯾﻲ ﺍﯾﻤﺎﻥﻭﯾﻞ ﺷﻮﯼ . ﮐﺒﺮ ﺩﺍﺩﯼ ﭼﯥ ﻧﻮﻱ ﮐﺎﻟﻲ ﻭﺍﻏﻮﻧﺪﯼ ﯾﺎ ﺑﻞ ﮐﻮﻡ ﻧﻮﯼ ﺷﯽ ﭘﯿﺪﺍ ﮐړﻱ ﻧﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ځاﻥﭘﺮﯤ ښکاﺭﻭﯤ ، ځاﻥ ﻏټ ﻏټ ﮐﻮﯤ ﺍﻭﻧﻮﺭﺧﻠﮏ ﺳﭙﮏ ﺍﻭ ﺫﻟﯿﻞ ﻭﺭﺗﻪ ښکاﺭﻱ .

ځکه ﺧﻮﻫﻢ ﭘﻪﺩﻭﻫﻢ ﺣﺪﯾﺚ ﺷﺮﯾﻒ ﮐﯥ ﺩ ﺧﻮﺍﺭﮐﺒﺮﺟﻦ ﯾﺎﺩﻭﻧﻪ ﺷﻮﻱ ﭼﯥ ﮐﻪ ﯾﻮﺍﻧﺴﺎﻥ ﻫﯧڅ ﻫﻢ ﻭﻧﻠﺮﯤ ﻣګﺮﺩﮐﺒﺮﺟﻨﻮﺧﻮﯼﺍﻭ پېښې ﻭﺭڅخه ﮐﯿږﻱ ﻧﻮﻫﻐﻪ ﮐﺲ ﺗﻪ ﺑﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﭘﻪ ﺁﺧﺮﺕ ﮐﻲ ﺩﺭﺩ ﻧﺎﮎ ﻋﺬﺍﺏ ﻭﺭﮐﻮﻱ .

اې افغانمانو !

داچې جبر جن څه ډول وپېژنتو ؟ څه نښې نښانې په کې موجودې وي ؟ لاندې څو کرښو ته ستاسې پام را اړوم :

ﺩﮐﺒﺮﺟﻦنښې نښانې: ﮐﻪ ځهﻫﻢ ﺩ ﮐﺒﺮﯾﺎ ﻟﻮﻳﻲ نښېﺍﻭ ډﻭﻟﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﻠﮑﻮﮐﯥ ﺩﻭﻣﺮﻩ ډﯦﺮﺩﻱﭼﯥ ﺷﻤﯧﺮﻝ ﻳﯥ ګﺮﺍﻥ ﺩﯤ ، ﺑﻠﻪ ﺩﺍﭼﯥ ﺩﻏﻪ نښې ﭘﻪ ﻫﺮﭼﺎ ﮐﯥ ﺩ ﺧﻮﻱ ، ﻭﺧﺖ ﺍﻭﭼﺎﭘﯧﺮﯾﺎﻝ ﻟﻪﭘﻠﻮﻩ ﻣﺨﺘﻠﻔﯥ ﻭﻱ . ﺧﻮﻣﻮږ ﻳﯥ ﺩﺑﯧﻠګﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګه ﯾﻮڅوﻫﻐﻪ نښې ﺭﺍ ﺍﺧﻠﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻮﮐﯥ ﻧﮋﺩﯤ ټوﻝﮐﺒﺮﺟﻥ خلک ﺳﺮﻩ ګډ ﺩﯤ .

1- ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﭘﻪ ځمکه ﺑﺎﻧﺪﯤ ﻳﻪ ﻧﺎﺯ ﺍﻭﻧﺨﺮﻭ ﺭﻭﺍﻥ ﻭﯤ .

 ۲ـ ﺗﻨﺪﯼ ﻳﯥ ﺗﻞ ترینګلې ، ګونځېﻧﯿﻮﻟﯽ ﻭﻱ .

 ۳ـ ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮﻩ ﺩﻏږﯦﺪﻭ ﭘﻪ ﻣﻬﺎﻝ ﺩ ﺳﺮﭘﻪ ﺍﺷﺎﺭﻭﺧﺒﺮﯤﮐﻮﯤ .

 ۴ـ ﺩﺧﭙﻞ ځاﻥ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﻟﻪ ﻣﺒﺎﻟﻐﯥ ډﮐﯥ ﺧﺒﺮﯤ ﮐﻮﯤ .

 ۵ـ ﺩﻧﻮﺭﻭ ﺩﺧﺒﺮﻭ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﮐﯥ ﺑﻪ ځکه ﻭﺭﻟﻮﯦږﯤ چې خپلې بې وزنه ، بې سنده اوبې مسنده غیرعلمي خبرې ورته ډېرې غوره برېښي ، ﺩ بل ﭼﺎﺧﺒﺮﻭﺗﻪ ﻏﻮږﻧﻪ ﻧﯿﺴﯥ .

 ۶ـ ﻟﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺗﻤﻪ ﻭﯤ ﭼﻲ ﺗﻞ ﺩﯤ ﺩﻩ ﺗﻪ ﻏﻮږ ﻭﻧﯿﺴﯥ ﺍﻭ ﺩﺩﻩ ﺻﻔﺘﻮﻧﻪ ﺩﻱ ﺑﯿﺎﻧﻮﯤ .

 ۷ـ ﭼﺎﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﻼﻡ ﺍﭼﻮﻟﻮ ﭘﯧﻞ ﻧﻪ ﮐﻮﯤ، ډﯦﺮﯼ ﻣﻬﺎﻝ ﺩﺑﻞ ﺳﻼﻡ ﺗﻪ ځوﺍﺏ ﻫﻢ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﯤ لکه دا اوسني بې ادبه ځینې چارواکي او زورواکي .

 ۸ـ ﻟﻪ ﺷﺎﻭﺧﻮﺍ ﻧﺎﺳﺘﻮ ﮐﺴﺎﻧﻮ ﺑﻞ ﺧﻮﺍﺗﻪ ﻣﺦ ﺍړﻭﯤ .

 ۹ـ ﭘﻪ ﻣﺠﻠﺴﻮ ﮐﯥ ﺩ ﻣﺨﯥ ﭘﻪ ﺻﻔﻮﻧﻮﮐﯥ ﺩﻧﺎﺳﺘﯥ هڅه ﮐﻮﯤ .

۱۰ـ ﻟﻪ ﻓﻘﯿﺮﺍﻧﻮ ﺍﻭ ﺍړﻭ ﮐﺴﺎﻧﻮ ځاﻥ ﺷﺎ ﺗﻪ ﮐﻮﯤ .

۱۱ـ ﻟﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﺧﭙﻞ ﺩﺭﻧﺎﻭﯼ ﻏﻮﺍړﯤ، ﺍﻭ ﺩﻫﻐﻮﯼ ﺍړﺗﯿﺎﻭﻱﻧﻪ ﭘﻮﺭﻩ ﮐوﻱ .

      ۱۲ـ ﭘﻪ ډﯦﺮﻓﺨﺮﺳﺮﻩ ﻧﻮﯤ ﮐﺎﻟﯥ ، ﻧﻮﻱ ﺳﺎﻣﺎﻧﻮﻧﻪ ، ﻧﻮﻱ تلېفوﻧﻮﻧﻪ ﺍﻭﻧﻮﻱ ﻣﻮټرﺍﻥ ﮐﺎﺭﻭﻱ ﺍﻭهڅه ﮐﻮﻱ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺩﯤ ﮐﺎﺭﺳﺮﻩ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻴﺎﻻﻧﻮﺍﻭ ﺗﺮﺑﻮﺭﺍﻧﻮﺗﻪ ﺧﺎﺭ ﻭﺭورسوي او بېغورونه ورﮐړﻱ چې ګواکې زه خو یې لرم ، ته څنګه له ما سره ځان سموې .

      ۱۳ ـ ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺗﻞ ﺩﺍ تظاهُري ګﻮﻣﺎﻥ اوخپل ځان ته خپله معنوي اواعزازي درجې ورکويﭼﯥ ګواکي ﺩﯼ ﭘﺮﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ګرﺍﻥ ﺩﯼ ﺍﻭﻣﯿﻨﻪ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﮐﻮﻱ، ځکه ﻧﻮ ځاﻥ ﺗﺮﻧﻮﺭﻭ ﻟﻮړﺍﻭښه ګڼي . په داسې حال کې چې کبرجن به له ټولو پټ او غټ خبیث وي .

     ۱۴- ﺩ ﮐﺒﺮﺟﻦ ﭘﺎیڅې ﺗﻞ ﺗﺮبوجلکو ښکته ﻭﯤ .

      ۱۵ـ ﭘﻪ غټوﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻮﺍﻭﺩﻋﺰﺕ ﭘﻪ ځاﯾﻮﻧﻮﮐﯥ ﻧﻮﺭﺳﭙﮑﻮﯤ ، خپله ناوړه خبره اوخپل چټل غیردیني اوغیرملي نظرپرحاضرمجلس باندې په زورورتحمیلوي .

      ۱۶- ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺒﺮﻩ ډﻳﺮﻩ ﻣﻌﻘﻮﻟﻪ ﺍﻭپرېکړې ﻭﺭﺗﻪ ښکا ﺭﻳږﻱ ﺍﻭﭼﯥ ﺑﻞ څوﮎﺩ ﺩﻩ ﭘﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﮐﯥ ﺭﺍﻳﻪ ﻭﺭﮐړﻱ، ﻫﻐﻪ ﺳﭙﮏ ﮐړﻱ ﺍﻭ ﺍﺧﺘﻼﻑ ﺍﻭ ﻣﺸﺎﺟﺮﻩ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﮐﻮﻱ .

      ۱۷- ﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺧﺒﺮﻭ ﭘﺮﻣﻬﺎﻝ ﭘﻪ ﺑﺎﺯﺍﺭۍ ﻟﻬﺠﻪ ﺧﺒﺮﻱ ﮐﻮﻱ چې ګواکي یوازې همدی صیب متمدن او په هرڅه باندې پوه او با تهذیبه دئ ﺍﻭﺧﺒﺮﯤ ﺍﻭ ﭼﻠﻦ ﻳﯥ ﭘﺮﻣﺘﻘﺎﺑﻞ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻧﻪﺑﻠﮑﯥ ﺩ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﻟﻮﺭﻱ ﭘﺮﺳﭙﮑﻪ ﻭﻻړﻭﻱ .

      ۱۸- ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺳړﯼ ﺑﻪ ﺗﻞ ﺗﺮځان ﻟﻮړﻭﮐﺴﺎﻧﻮﺗﻪ ﭼﺎﭘﻠﻮﺳﻲ ﮐﻮﻱ ﺍﻭﺗﺮځاﻥﻟﻪ ټيټوﺧﻠﮑﻮ ﺑﻪ ﺩ ﭼﺎﭘﻠﻮﺳﻲ ﻏﻮښتنه ﮐﻮﻱ.

      ۱۹- ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺳړﯼ ﺑﻪ هېڅکله ﻫﻢ ﺩﺍ ﻭﻧﻪ ﻭﺍﻳﻲ ﭼﯥ ﺩﻩ ﺗﻪ ﺩﻏﻪﺷﺘﻤﻨۍ ﺧﺪﺍﯼ ﻭﺭﮐړﻳﺪﻩ ﺍﻭ ﺩﺍ ﭼﯥ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻳﯥ ﻭﺭڅخه ﻏﺼﺐ ﮐﻮﻻﯼ ﻫﻢ ﺷﻲ، ﺑﻠﮑﯥ ﺩﯼ ﺑﻪ ﺗﻞﺩﺍ ګﻮﻣﺎﻥ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﻭﺍﻳﻲ ﺑﻪ ﭼﯥ ﺩﺍ شتمني ﺧﻮ ﻣﺎ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻋﻘﻞ ﺍﻭ مټو ﭘﻪ ﺯﻭﺭګټلی ﺩﻩ.

     ۲۰- ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺳړﯼ ﺑﻪ ﺩ ﺗﮑﺒُّﺮﺍﻭﻋُﺠﺐ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺗﻞ ﺩ ﻣﺎ ﺍﻭ ﺯﻩﮐﻠﻤﻪ ﮐﺎﺭﻭﻱ،لکه :  ﻣﺎ ﻭﺭﺗﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﻭﻭﻳﻞ، ﻣﺎﺩﺍ ﻭﮐړﻝ، ﻣﺎ ﻫﺎﻏﻪ ﻭﮐړﻝ، ﺗﻪ ﻣﺎ ﻧﻪ ﭘﻴﮋﻧﯥ؟ ﺗﻪ ﻟﻪ ﻣﺎ ﻧﻪ ﻳﯥ ﺧﺒﺮ؟ ﺯﻩ ﺑﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﻭﮐړﻡ، ﺯﻩﺑﻪ ﻫﺎﻏﺴﯥ ﻭﮐړﻡ، ﺗﺎ ﻻ ﺯﻩ ﻧﻪ ﻳﻢ ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﯽ، ﺯﻩ ﻳﯥ ﺍﻭﺱ ﺩﺭﺗﻪ ښیم ﭼﯥ ﺯﻩ څوﮎ ﻳﻢ …… ﺍﻭﺩﺍﺳﯥ ﻧﻮﺭ ﻣﺘﮑﺒِّﺮﺍﻧﻪ ﮐﻠﻤﺎﺕ .

ﺩﮐﺒﺮﺍﻭ ﻟﻮﻳﻲ ﻻﻣﻠﻮﻧﻪ : ﺧﻮ ﺍﻭﺱ ﭘﻮښتنه  ﺩﺍﺩﻩ ﭼﯥ ﺩﻟﻮﻳﻲ ﺍﻭ ﺗﮑﺒُّﺮﻻﻣﻠﻮﻧﻪ څه ﺩﯤ ؟ ﺩﯤپوښتنې ﺗﻪ ﺩ ځوﺍﺏ ﭘﻪ ﻟړﮐﯥ ﻋﻠﻤﺎﻭﻭ ډﯦﺮﯼ ﺷﯿﺎﻥ ﺩﻟﻮﻳﻲ ﺩ ﻻﻣﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﻮګه ﺫﮐﺮﮐړﯤ ﺧﻮﻻﻧﺪﯤ څوﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺑﯿﺎ ﺩ ﺗﮑﺒﺮﺩ ﺑﻨﺴټﯿﺰﻭﻻﻣﻠﻮﻧﻮﭘﻪ بڼه ﭘﻪ نښه ﮐړﯤ ﺩﯤ:

1:څنګه ﭼﯥ ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺍﻧﺴﺎﻥ ځاﻥ ﭘﻪ ﻫﺮڅه ﭘﻮﻩ ، ﺍﻭﻟﻪﻫﺮﯤ ﺧﻮﺍ ﭘﻮﺭﻩ ﺑﻮﻟﻲ ﻧﻮ ﺩ ﻟﻮﻳﻲ ﺳﺒﺐ ﻳﯥ ﮐﻠﻪ ﺩُﻧﯿﻮﯤ ﻻﻣﻞ هم ﻭﯤ ﻟﮑﻪ ؛ ښه ﺣﺴﺐ ﺍﻭ ﻧﺴﺐﯾﺎﻧﯥ ﻏټ ﻗﻮﻡ ﺍﻭ ﻟﻮﯾﻪ ﮐﻮﺭﻧۍ ،ﮐﻠﻪ ﺩﺑﭽﯿﺎﻧﻮﺍﻭﻣﻠګﺮﻭ ﺯﯾﺎﺗﻮﺍﻟﯽ ، ﮐﻠﻪ ښاﯾﺴﺖ ﺍﻭښه ﺑﺪﻧﯥﺟﻮړښت ، ﮐﻠﻪ ﺷﺘﻤﻨﯥ ،ﮐﻠﻪ ﺑﺪﻧﯥځوﺍﮎ ، ﮐﻠﻪ ﺳﯿﺎﺳﯥ ﯾﺎ ټوﻟﻨﻴﺰﻧﻔﻮﺫﺍﻭﺩﺍﺳﯥ ﻧﻮﺭ .… ﺍﻭﮐﻠﻪ ﺑﯿﺎﺩ ﻟﻮﻳﯥ ﻻﻣﻞ ﺩﯾﻨﻲ ﻭﯤ ، ﻟﮑﻪ ﯾﻮڅوﮎ چې ځاﻥ ښه ﻋﺎﻟﻢ ، ﺯﺍﻫﺪ ، ﻣﺘﻘﻲ ﺍﻭ ﭘﺮﻫﯧﺰګاﺭﻩ ﺑﻮﻟﻲ، ﺍﻭﺩﺍ ﻧﻮﺭﺧﻠﮏ ﻭﺭﺗﻪ ﻧﺎﭘﻮﻫﺎﻥ ، ﺑﯥ ﺩﯾﻨﻪ ﺍﻭﺑﺪ ﻋﻤﻠﻪ ښکاﺭﯤ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﻳﯥ ﺩﺍ ګﻮﻣﺎﻥ کﻭﻱ ﭼﯥﺩﺍ ﺧﻮﺩﺩﯾﻦ ﺩ ﺑﻨﺴټﻮﻧﻮ ﭘﻪ  (ﺍﻟﻒ ) ، (ب ) ﻫﻢﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږﯤ ﻧﻮ ﭘﺨﭙﻞ ﻋﻠﻢ ﺍﻭﻋﺒﺎﺩﺕ ﻟﻮﻳﻲ ﺍﻭﺗﮑﺒُّﺮ ﻭﮐړﯤ ﺍﻭﻧﻮﺭ ﻭﺭﺗﻪ سپک ﺍﻭ ﺫﻟﯿﻞ ښکاﺭﯤ .

 -2 ﻧﺎﭘﻮﻫﯥ ﺍﻭﮐﻢ ﻋﻘﻠﻲ ﻫﻢ ﺩ ﮐﺒﺮﻻﻣﻠﻮﻧﻪﺩﯤ : ډﯦﺮﯼ ﻣﻬﺎﻝ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﺣﻘﯿﻘﺘﻪ ﻏﺎﻓﻞ ﺍﻭﻧﺎﺧﺒﺮﻩ ﻭﯤ ﭼﯥ ﺩﺍ ټوﻝ ﻧﻌﻤﺘﻮﻧﻪ ﺍﻭﮐﻤﺎﻻﺕﭘﻪ ﺍﺻﻞ ﮐﯥ ﺩ ﯾﻮﻩ ﺧﺪﺍﻱ ﻭﺭﮐړﻩ ﺩﻩ ﭼﯥ ﭘﺮﺧﭙﻠﻮ ﺑﻨﺪګاﻧﻮ ﻳﯥ ﭘﯧﺮﺯﻭﮐړﻱ ، ﺍﻭﺯﻣﻮږ ځاﻧﯥ ﻫﻠﯥځلې ﭘﮑﯥ ﻫﯧڅ ﺭﻭﻝ ﻫﻢ ﻧﻪ ﻟﻮﺑﻮﻱ . ﻧﻮ ﺩﻫﻤﺪﯤ ﻧﺎﺧﺒﺮﺉ ﺍﻭﻏﻔﻠﺖ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ټوﻟﻮﻧﻌﻤﺘﻮﻧﻮﻧﺴﺒﺖ ځاﻧﺘﻪ ﮐﻮﯤ ﺍﻭﻫﺮﻧﻌﻤﺖ ﺩ ﺧﭙﻠﻮمټو ﺯﻭﺭﺍﻭ ﺩﺧﭙﻠﻮﻫﻠﻮځلوﻻﺱ ﺗﻪ ﺭﺍﻭړﻧﻪ ﺑﻮﻟﯥ، ﻧﻮ ﭘه ﺪﯤ ډﻭﻝ ﺩﯼ ﭘﻪ ﻟﻮﯾﻲ باندې ﺍﺧﺘﻪ ﮐﯿږﯤ . ﺩﺍ فکرﮐﻮﻝ ﭘﻪ ﮐﺎﺭﺩﯤ ﭼﯥ ﮐﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﭼﺎ ﺗﻪ ﺩ ﻟﻮﻳﻲﺍﺟﺎﺯﻩ ﻭﺭﮐﻮﻻﯼ ﻧﻮﺧﭙﻠﻮ ﻧﺒﯿﺎﻧﻮﺗﻪ ﺑﻪ ﯾﯥ ﻭﺭﮐړﻱ ﻭﺍﯼ، ﺣﺎﻝ ﺩﺍﭼﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺧﭙﻞ ټوﻝﭘﯿﻐﻤﺒﺮﺍﻥ (ع) اجمعین ﺩﻟﻮﻳﯥ ﭘﺮېښوﺩﻭ، ﺍﻭ ﺩﻋﺎﺟﺰﯤ ﺧﭙﻠﻮﻟﻮﺗﻪ ﺭﺍﺑﻠﻠﯥ ﺩﯤ .

 -3 ځاﻥ ښوﺩﻧﻪﺍﻭﻟﻪ ﭼﺎ ﺳﺮﻩ ﺣﺴﺪ ﮐﻮﻝ ﺍﻭﮐﺮﮐﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻝ ﻫﻢ ﺩ ﻟﻮﯾﯥ ﻟﻪ ﺍﺳﺒﺎﺑﻮﺍﻭﻻﻣﻠﻮﻧﻮڅخه ګڼل ﺷﻮﯤ ﺩﯤ .

 -4 ﺩﻫﯿﭽﺎﭘﻪﻭړﺍﻧﺪﻱ ﻫﻢ ﻋﺎﺟﺰﻱ ﻧﻪ ﮐﻮﻝ. څنګه ﭼﯥ ځینې ﮐﺒﺮﺟﻥ خلک ﺩ ﻫﯿﭽﺎ ﭘﻪ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻋﺎﺟﺰﻱﮐﻮﻟﻮﺳﺮﻩ ﻣﯿﻨﻪ ﻧه ﻠﺮﯤ ، ځکه خوډﯦﺮﯼ ﻣﻬﺎﻝ ﺩﻭﻱ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻟﻪ ﻃﺎﻋﺘﻪ ﻫﻢ ﺳﺮﻏړﻭﻧﻪ ﮐﻮﻱﺍﻭﺩﭘﺎﻟﻮﻧﮑﻲڅښتن ﺩﻟﻮﯼ ﺫﺍﺕ ﭘﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺳﺮﮐﺸﯥ څخه ﮐﺎﺭ ﺍﺧﻠﯥﺍﻭﺍﻣﺮﻳﯥ ﻧﻪ ﻣﻨﯥ ، ﻟﻪﻧﻮﺍﻫﯿﻮﻳﯥ ځاﻥ ﻧﻪ ﮊﻏﻮﺭﻱ ، ﭘه همدې ډﻭﻝ ﺩﻭﻱ ځاﻧﻮﻧﻪ ﺩ ﺩﻭﺯﺥ ﮐﻨﺪﯤ ﺗﻪ ﺳﭙﺎﺭﯤ .

 -5 ﭘﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﺑﺎﻧﺪﯤ ځاﻥ ﻟﻮړ،ﻏﻮﺭﻩ ﺍﻭﻣﻤﺘﺎﺯ ګڼل: ﻫﻐﻪ ﮐﺴﺎﻥ ﭼﯥ ﭘﻪ ځاﻧﯥ ﻟﻮﻳﻲ ﺍﺧﺘﻪ ﻭﻱ ﻟﻪ ټوﻟﻨﯥ ﻫﯿﻠﻪ ﻣﻦ ﻭﯤ ﭼﯥ ﺩﻩ ﺗﻪ ﭘﻪ ځاﻧګړﯤﺍﻣﺘﯿﺎﺯﻗﺎﺋل ﺷﻲ ، ﻧﻮﮐﻠﻪ ﭼﯥ ټوﻟﻨﻪ ﺩﻩ ﺗﻪ ﺩﻏﻪ ﺣﻖ ﻭﺭﻧه کړﻱ ، بیا ﻧﻮﺩﯼ ﻟﻪ ټوﻟﻨﯥ ﺳﺮﻩﮐﯿﻨﻪ ﻭﺍﺧﻠﻲ ﺍﻭﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻪ ﮐﯥ ﻋﺠﻴﺐ ﺍﻭﻏﺮﻳﺐ ﺧﻨﺪﺅﻧﮑﻲ ﮐﺎﺭﻭﻧﻪ ورڅخه ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻴږﻱ . ﺩ ﺩﯤ ډﻭﻝﮐﺒﺮﺟﻦ ﻣﺜﺎﻝ ﺩﻫﻐﯥ ﭘﻴﺸﻮ ﺩﯼ ﭼﯥ ځا ﻥ ﯾﯥ ﺑﺒﺮﮐړﯼ ﻭﻱ ﺗﺮڅو ﺧﭙﻞ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﺗﻪ ځاﻥ ﺩﺯﻣﺮﯤ ﭘﻪ بڼه ﻭﺭﻭښیي ﺍﻭﯾﺎﯾﯥ ﻫﻢ ﻣﺜﺎﻝ ﺩﻫﻐﻪ ﭘﺴﻪ ﺩﯼ ﭼﯥ ﺩﭘړﺍﻧګ ﭘﻮﺳﺖ ﻭﺭﺍﻏﻮﺳﺘﻞ ﺷﻮﯼ ﻭﻱ ﺍﻭﻳﺎ ﻫﻢ ﻟﮑﻪ ﺩﺍﻭﺑﻮځګ ﭼﯥ ﭘﻪ ښکاﺭﻩ ډﯦﺮڅرګندﯾږﯤ ﺧﻮﭘﻪ ﺣﻘﯿﻘﺖ ﮐﻲ ﻫﯿڅ ﺷﯽ ﻫﻢ ﻧﻪ ﻭﻱ.

ﺩﮐﺒﺮﺟﻦﭘﻪ ﺫﺍﺕ ﯾﺎ ﻋﻤﻞ ﮐﯥ ﺩ ﺷﺘﻪ ﻧﯿﻤګړﺗﯿﺎﺅپټول: ﺩځیوﮐﺒﺮجنو ﺑﯿﺎ ﻟﻪ ﮐﺒﺮﻩ ﻣﻮﺧﻪ ﺩﺍ ﻭﻱ ﭼﯥ ﻟﻪﺧﻠﮑﻮﺍﻭټوﻟﻨﯥ څخه ﺧﭙﻠﯥ ﻧﯿﻤګړﺗﯿﺎﻭﻱ پټې ﮐړﻱ . ﺩﯼ ګوماﻥ ﮐﻮﻱ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻲ ﮐﻮﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ستراوغټ ﻭﻣﻨﻞ ﺷﯥ ، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﭘﺎﻡ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﺷﯥ ﺍﻭﭘه ﺪﯤ ﺗﻮګه ﺑﻪ ﺧﻠﮏﺩﺩﻩ ﺩ ﺫﺍﺕ ﻟﻪ پلټې څخه ﺭﺍﻭګﺮځي ﺍﻭﭘﻪ ﮐﺒﺮﺟﻦ ﮐﯥ ﭘﻪ ﺷﺘﻪ ﻧﯿﻤګړﺗﯿﺎﺅﺑﻪ ﻧﻪ ﺧﺒﺮﯾږﻱ .ﺣﺎﻝﺩﺍﭼﯥ ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﺧﻠﮏ ﻫﻮښیاﺭﺩﻱ . ﺩ ﮐﺒﺮﺟﻦ ﻟﻪ ﮐړﻧﻮ ﻳﯥ ﻣﻮﺧﻪ ښه ﻭﺭڅرګندېږي ، ﭘﻪ ﻧﯿﻤګړﺗﯿﺎﺅﯾﯥ ښه ﭘﻮﻫﯿږﯤ ، ﭘه ﺪﯤ ﺗﻮګه ﯾﯥ ﺩﻟﻮﻳﻲ ﮐﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻬﺎﻝ ﻻﺱ ﺗﻪ ﺭﺍﻭړﯼ ﻋﺰﺕ ﭘﻪ ﺫﻟﺖ ﺑﺪﻟﯿږﯤﺍﻭ ﺩﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﻭړﺍﻧﺪﻱ ﺳﭙﮏ ﺍﻭ ﺭﺳﻮﺍﺷﯥ .

ﺩ ﮐﺒﺮﯾﺎ ﻟﻮﯾﻲ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ : ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻟﻪ ﻣﺮګه ﭘﺮﺗﻪ ﻫﯧڅ ﺩﺍﺳﯥ ﺑﺪﻧﻲ ، ﺭﻭﺣﺎﻧﻲ ، ﺭﻭﺍﻧﻲﺍﻭﻗﻠﺒﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏي ﻧﻪ ﺩﻩ ﭘﯿﺪﺍﮐړﻱ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺩﯤ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﻭﻧﻪ ﻟﺮﻱ، ﺩﺍﺳﯥ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﭼﯥ ﯾﺎﺧﻮ ﻳﯥ ﭘﻪﮐﻮﻟﻮ ﺳﺮﻩ ﻧﺎﺭﻭﻏﻲ ﻟﻪ ﯾﻮﯤ مخېﺧﺘﻤﻪ ﺷﻲ ﺍﻭ ﯾﺎ ﯾﯥ ﻫﻢ ﻟږ ﺗﺮ ﻟږﻩ ﭘﻪ ﺗﺪﺭﯾﺠﯥ ډﻭﻝ ﺭﺍﮐﻤﻪ ﮐړﻱ، ﭼﯥ ﺑﯿﺎﯾﯥ ﺩﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﻝ ﭘﺮﻣټ ﺑﺎﻵﺧﺮﻩ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺭﻭﻍ ﺷﯥ . ﻧﻮﮐﺒﺮﺍﻭﻟﻮﻳﻲ ﻫﻢ ﻟﮑﻪ ﭼﯥﻣﺨﮑﯥ ﻣﻮ ﻭﻭﻳﻞ، ﯾﻮﻩ ﻗﻠﺒﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﯾﯥ ﺷﻮﻧﯥ ﺩﻩ. ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ﻧﻪ ښاﯾﻲ ﭼﯥ ﺩﯾﻮﯤ ګړﺉ ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﻫﻢ ﺩ ﺩﯤ ﻧﺎﺭﻭﻏۍ ﻟﻪ ﺩﺭﻣﻠﻨﯥ ﺑﯥ ﻏﻮﺭﻩ ﺷﯥ، ﺑﻠﮑﯥ ورته ﺍړﯾﻨﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﭘﻪﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﮐﯥ ﯾﯥ ژر تر ژره هڅه ﻭﮐړﯤ ﺍﻭ ورسره شته ﻭﺧﺖ نورﺿﺎﯾﻊ ﻧه کړﯤ . ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥﺩ ﻟﻮﯾﻲ ( تکبر ) ﺩ ﺩﺭﻣﻠﻨﯥ ﻫﻮډ ﻭﮐړﻱ ﻧﻮﺩﻩ ﺗﻪ ﭘﻪ ﮐﺎﺭﺩﻩ ﭼﯥ ﺩ ﻏﻔﻠﺖ ﻟﻪ ﺧﻮﺑﻪ ﻧﻮﺭ ﺭﺍﻭﻳښ ﺷﻲ ﺍﻭﺧﭙﻞ ﺯړﻩ ﺩ پښېمانۍ ﭘﻪ ﺍﻭﺑﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﭘﺎﮎ ﮐړﯤ . په صدق سره داسې توبه وباسي چې بیا به دا کا رنه کوي ، ﺩﺍﺑﻪ ﻟﻪ ﺯړﻩ ﺩﺩﯤ ﺭﺫﯾﻞ ﺧﻮﯼ ﺩ ﺍﯾﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﻟﻮﺭﻟﻮﻣړﯼ ګاﻡ ﻭﻱ . ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮﻩ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﯾﯥ ﻧﻮﻋﻠﻤﺎﺅ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﺩﻻﻧﺪﯤ ﺩﻭﻭ ﭼﺎﺭﻭ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻮﻝ ﺍړﻳﻦ ﺍﻭ ﺿﺮﻭﺭﯤ ګڼلي ﺩﯤ :

1- ﻋﻠﻤﻲﺩﺭﻣﻠﻨﻪ : ﺩ ﻟﻮﯾﻲ ﻋﻠﻤﻲ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﺩﺍﺩﻩ ﭼﯥ ﮐﺒﺮﺟﻦ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩﯤ ﻟﻮﻣړﯼ ﭘه ﺨﭙﻞ ځاﻥ ، ﺩ ﻟﻮﻳﻲ ﭘﻪ ﻣﻔﺎﺳﺪﻭ، ﺍﻭ ﺩ ﮐﺒﺮﭘﻪ ﻧﺎﻭړﻭ ﺍﻭﻣﻨﻔﯥ ﺍﻏﯧﺰﻭﺑﺎﻧﺪﯤ ﮊﻭﺭﺍﻭﻫﺮﺍړﺧﻴﺰﻓﮑﺮﻭﮐړﻱ . په پیل کې ﺩﯤ ﭘﺨﭙﻞ ځاﻥ ﮐﯥ ﺩﺍﺳﯥﻓﮑﺮﻭﮐړﯤ ﭼﯥ ﺯﻩ څوﻣﺮﻩ ﻋﺎﺟﺰ، ﻓﻘﯿﺮاو مسکین ﺍﻧﺴﺎﻥ ﯾﻢ ، ﺯﻩ ﻟﻪ ﯾﻮﯤ څوﻣﺮﻩ ﻧﺎﭘﺎﮐﯥ ﻧﻄﻔﯥﭼﻲ ﺩټوﻟﻮ ﺧﻠﮑﻮ ﭘﻪ ﺁﻧﺪ ﻧﺠﺴﻪ ﺩﻩ ، ﺯﯦږﯦﺪﻟﯽ ﯾﻢ ، ﺑﯿﺎ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﻭﻡ ، ﮐﻤﺰﻭﺭﯼ ﺍﻭ ﻧﺎﺗﻮﺍﻧﻪ ﻭﻡ ، ﺗﺮﺩﯤ ﭼﯥ ﻟﻮﯼ ﺍﻭ ﺑﺎﻟﻎ ﺷﻮﻡ ، ﺑﯿﺎ ﻣﯥ ﻫﻢ ځوﺍﮎ ، ځوﺍﻧﯥ ، ﺭﻭﻏﺘﯿﺎ ، ﻟﻪ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮ ﺍﻭ ﻣﺼﯿﺒﺘﻮﻧﻮﺧﻼﺻﻮﻥ ﭘﺨﭙﻞ ﻭﺍﮎ ﮐﯥ ﻧﻪ ﻭو . ﺁﻥ ﺗﺮﺩﯤ ﭼﯥ ﺑﻮډﺍ ﺑﻪ ﺷﻢ ﺑﯿﺎ ﺑﻪ ﮐﻤﺰﻭﺭﯼ ، ﻧﺎﺗﻮﺍﻧﻪ اوﻋﺎﺟﺰﺷﻢ ، ﺩﺑﻞ ﺩﻻﺱ ﺑﻪ ﺷﻢ ، ﯾﻮګاﻡ ﺑﻪ ﭘه ﺨﭙﻠﻪ ﻧه ﺸﻢ ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐﻮﻻﯼ، ﺗﺮﺩﯤ ﭼﯥ ﻣړﺑﻪ ﺷﻢ ، ﯾﻮﻩ ﻣﺮﺩﺍﺭﻩ ﻣړﺯګه ( شړېدلې اوبوی ناکه له چینجیو ډکه غوښه او جسد ) ﺑﻪ ﺷﻢ ،ﭼﯥ ﻟﻪﺑﺪ ﺑﻮﯾﻲ ﺑﻪ ﻣﯥ ډېرو نږدې اود رازخپلوﺧﭙﻠﻮﺍﻧﻮهم ﺳﭙﯧږﻣﯥ پټې ﮐړﯤ ﻭﯤ ﺍﻭﻗﺒﺮﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﯥ ښکته ﮐړﯤ . په دې معنا چې انسان ته په تېره ماضي ، حال اواستقبال کې خپل ځان ورمعلوم دی چې په سرکې یوه مرداره نطفه ، په ژوند کې د رستم د لیندۍ په څېرخپل سعودي اونزولي ګرافونه له الهي مقررې سره سم طی کوي ، خود چټلیویو کندو( ګبین ) دئ ، اوپه راتلونکې کې د چینجیوخوراک دئ ، ﻧﻮﮐﻪ ځاﻥ ﻟﻪ ﻟﻮﻳﻲ ﺍﻭﮐﺒﺮڅخه ﻭﻧﻪ ﺳﺎﺗي ﻟﻪ ﻣﻬﻠﮑﻮ اووژونکو ﺍﻏﯧﺰﻭ ﺑﻪ ﯾﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻫﻢ ﺧﻮﻧﺪﯤ ﻧﻪ وي ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﺍﺳﯥ ډﻭﻝ ډﻭﻝ ﻋﺬﺍﺑﻮﻧﻮ ﺑﻪ ﺍﺧﺘﻪ وي ﭼﯥ ﺑﯿﺎﻧﻮﻝﯾﯥ دلته ﻧﺎﺷﻮﻧﻲ ﺩﻱ .

2- ﻋﻤﻠﻲﺩﺭﻣﻠﻨﻪ : ﻧﻮﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺩ ﻋﻠﻤﻲ ﺩﺭﻣﻠﻨﯥ ﭘﺮﻣﻬﺎﻝ ﺩ ﻟﻮﯾﻲ ﻧﺎﻭړﻩ ﺍﻏﯿﺰﯤ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺍﯾﻤﺎﻥ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺑﺮﺯﺧﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﻲﭘﺮﺧﭙﻞ ځان ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺩ ﺩﺭﺩﻧﺎﮐﻮ ﻋﺬﺍﺑﻮﻧﻮ ﭘﻪ بڼه ﻣﺘﺼﻮﺭﻱ ﮐړﯤ، ﻣګﺮ ﺑﯿﺎ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺩ ﻟﻮﻳﻲﺍﻭﮐﺒﺮله ﻧﺎﻭﻟﺘﯿﺎڅخه ﺧﻼﺻﯽ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ ﺷي، ﻧﻮ همدا ﺍﻭﺱ ﺩ ﺩﻩ ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﺩﺍ ﺍړﯾﻨﻪ ﺩﻩ ﭼﯥﻟﻪ ﺩﯤ ﺑﯥ ﮐﺎﺭﻩ ﺧﻮﯾﻪ ﺩ ځاﻥ ﺧﻼﺻﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﺧﻪ ﭘﻪ ﻋﻤﻠﯥ ډګرﮐﯥ ﻫﻢ چټک ګامونه ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړﯤﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﺩﺍﺳﯥ ﭼﯥ:

لومړی: ـ ﺩ ﻟﻮﯾﻲ ﺩ ﻭﺭﮐﻮﻟﻮاوله منځه تلو ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﺗﺮټوﻟﻮﻏﻮﺭﻩﻻرﺩﺍﺩﻩ ﭼﯥ ﺩ ﻧﻔﺴﺎﻧﻲ ﻏﻮښتنو ﭘﻪ ﺿﺪ ﺩﯤ ﻋﻤﻞ ﻭﺷﻲ . ﻣﺎﻧﺎ ﺩﺍﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻧﻔﺲ ﻭﻏﻮﺍړﻱ ﭼﯥ ﻟﻪﯾﻮﭼﺎ ﺳﺮﻩ ﻟﻮﻳﻲ ﻭﮐړﻩ ﻧﻮﻫﻠﺘﻪ ﺩﯤ ﺩﻧﻔﺲ ﺣﮑﻢ ﻧﻪ ﻣﻨﻲ، ﻟﻮﯾﻲ ﺩﯤ ﻧﻪ ﮐﻮﻱ ، ﺑﻠﮑﯥ ﺩﻧﻔﺴﻲ ﻏﻮښتنې ﭘﻪ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﮐﯥ ﺩﯤ ﻟﻪ ﻧﻮﻣﻮړﯤ ﺳﺮﻩ ښهﻋﺎﺟﺰﻱ ﻭﮐړﻱ .

دوهم : ـ ﺩﮐﺒﺮﺟﻧﻮﻟﺒﺎﺱ ﺩﯤ ﻧﻪ ﺍﻏﻮﻧﺪﻱ ، ﺩﻏﻪ ﻟﺒﺎﺱ ﺯﻣﻮږ ﭘﻪﻭﺧﺖ ﮐﯥ ﻋﺒﺎﺭﺕ ﺩﯼ ﺩ ﭘﺮﺗﻮګ غټې ﭼﺘﯥ ﺍﻭ ﺩ ﮐﻤﯿﺲ ﻟﻪ ﻟﻨډ ﺍﻭ ﺗﻨګ ﺟﻮړﻭﻟﻮﻧﻪ . ﺩ ﮐﺒﺮﺟﻧﻮﺧﻮﯾﻮﻧﻪ ﺩﯤ ﻧﻪ ﮐﻮﻱ ﺑﻠﮑﯥ ﮐﺎﻟﻲ ﺩﯤ ﻫﻢ ﺩ ﻋﺎﺟﺰﺍﻧﻮ ﭘﻪ څېروﮐړﻱ ﺍﻭ ﮊﻭﻧﺪ ﺩﯤ ﻫﻢ ﭘﻪ ځاﻥﺑﺎﻧﺪﯤ ﻟږ ﺗﻨګ ﮐړﻱ . ﺩ ﺧﭙﻞ ﮊﻭﻧﺪ بڼه ﺍﻭ سټاﻳﻞ ﺩﯤ ډﻳﺮﻋﺎﺩﻱ ﮐړﻱ . ﻟﻪ ﺗﺒﺬﻳﺮﺍﻭﺍﺳﺮﺍﻓﻪ ﺩﯤﻻﺱ ﻭﺍﺧﻠﻲ، ﻋﺎﺩﻱ ﺧﻮﺭﺍﮎ، څښاﮎ ﺩﯤ ﭘﻴﻞ ﺍﻭﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭﮐﯥ ﺩﯤ ﺩﻋﺎﺩﻱ ﻟﻮښوﺍﻭﺗﻮﮐﻮﮐﺎﺭﻭﻝ ﭘﻴﻞﺍﻭﺩﻭﺩ ﮐړﻱ . ﻟﻪ ﻓﻘﯿﺮﺍﻧﻮﺍﻭﻋﺎﺟﺰﺍﻧﻮﺳﺮﻩ ﺩﯤ ﻧﺎﺳﺘﻪ ﻭﻻړﻩ ﭘﯧﻞ ﮐړﻱ، ﺩﻫﻐﻮﻱ ﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻮﺗﻪ ﺩﯤ ﻭﺭځي ﺍﻭﻟﻪ ﻫﻐﻮﯼ ﺳﺮﻩ ﺩﯤ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﮐﻮﻱ . ﮐﻪ ﯾﯥ ﭼﯿﺮﯤ ﺩ ﻗﻮﻡ ﻣﺸﺮﻱ ﺗﻪ ﺯړﻩ ﮐﯧﺪﻩ ﻧﻮ ﻗﻮﻡ ﺩﯤ ﺗﺮ ځاﻥﻣﺨﮑﯥ ﮐړﯤ . ﮐﻪ ﻳﯥ ﺩ ﭼﺎ ﺧﺒﺮﻭ ﺗﻪ ﻏﻮږ ﻧﻪ ﻧﯿﻮه ، ﺍﻭ ﯾﺎ ﯾﯥ ﭘﻪ ﻧﻮﺭﻭﮐﺴﺎﻧﻮﻟﻪ ﺑﺎﻭﺭﮐﻮﻟﻮﭘﺮﺗﻪ ﭘه ﺨﭙﻞ ﺳﺮﻟﻪ ﻫﻐﻮﯼ ﺳﺮﻩ ﻣﺮﺳﺘﻪ ﻧﻪ ﮐﻮﻟﻪ ، ﻧﻮﺍﻭﺱ ﺩﯤ ﺩ ﺩﯤ ﮐړﻭ ﻭړﻭ ﺧﻼﻑ ﮐﺎﺭ ﻭﮐړﻱ . ﮐﻪﯾﯥ ﭘﻪ ﭼﺎ ﺑﺎﻧﺪﯤ غټه ﻭﯾﻞ ﻏﻮښتل ، ﯾﺎ ﺩ ﭼﺎ ﺳﭙﮑﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻟﯧﻮﺍﻟﻪ ؤ ، ﯾﺎﯾﯥ ﻫﻢ ﺩ ﭼﺎ ﺩ ﺣﻖﺧﻮړﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﻠﻮﺳﻪ ﺷﻮﻩ ، ﻧﻮ ﭘه ﺪﯤ ﻣﻬﺎﻝ ﺩﯤ ﺩ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﻋﺬﺍﺑﻮﻧﻪ ﻭﺭپه ﯾﺎﺩ ﮐړﯤﮐﻮﻡ ﭼﯥ ﺩﮐﺒﺮﺟﻨﻮ ﺍﻭ ﻇﺎﻟﻤﺎﻧﻮ ﻟه ﭙﺎﺭﻩ ﺗﯿﺎﺭﺷﻮﯦﺪﯤ . ﻓَﺎﺩْﺧُﻠُﻮﺍﺃَﺑْﻮَﺍﺏَ ﺟَﻬَﻨَّﻢَ ﺧَﺎﻟِﺪِﻳﻦَ ﻓِﻴﻬَﺎ ﻓَﻠَﺒِﺲَ ﻣَﺜْﻮَﻯ ﺍﻟْﻤُﺘَﻜَﺒِّﺮِﻳﻦَ . ﺳﻮﺭﺓﺍﻟﺰﻣﺮ

ﮊﺑﺎړﻩ : ﻭﺑﻪ ﻭﯾﻞ ﺷﯥ ﺩﻭﯼ ﺗﻪ ﻧﻨﻪ ﻭځۍ ﺗﺎﺳﯥ ﺩ ﺟﻬﻨﻢ ﺩﺭﻭﺍﺯﻭﺗﻪ ﺗﻞ ﺑﻪ ﭘﮑﯥ ﯾﺎﺳﺖ ،ﻧﻮ ډﯦﺮﺑﺪ ځای ﺩﯼ ﺩ ﮐﺒﺮﺟﻨﻮ . ﺩ ﮐﺒﺮ ﭘﻪ ﺩﺭﻣﻠﻨﻪ ﮐﯥ ﺗﺮټوﻟﻮﻣﻬﻤﻪﺑﺮﺧﻪ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺩﻩ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺣﻘﺎﻧﻲ ﻋﻠﻤﺎﺅ، ښو خلکو ، ﻣﺼﻠﺤﻴﻨﻮ ﺍﻭ د الحق ﺩﺍﻋﻴﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺍﺻﻼﺣﻲ ناستو ﮐﯥ ﺩﯤ ګډون ﭘﻴﻞ ﮐړﻱ . ﻋﻠﻤﺎﺅﺗﻪ ﺩﯤ ﺗﻞ ﺩ ﺧﭙﻠﻮﻧﻔﺴﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏﻴﻮ ﺑﻴﺎﻥ ﮐﻮﻱ ﺍﻭﻟﻪ ﻫﻐﻮﻱﺩﯤ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ ﺷﺮﻋﻲ ﻻﺭښوﻭﻧﯥ ﺍﻭ ﺩُﻋﺎګاﻧﯥ وﻏﻮﺍړﻱ .

ﺩ ﻧﻔﺴﺎﻧﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏﻴﻮﺩ ﺩﺭﻣﻠﻨﯥ ﺍﻭ ﺩﻳﻦ ﺗﻪ ﺩ ﺭﺟﻮﻉ، ﺍﻧﺎﺑﺖ ﺍﻭﺗﻘﺮﺏ ﺍﻟﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﺮټوﻟﻮ ﺍﻏﻴﺰﻣﻨﻪ ﻻﺭﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﺩ حق ﺩﻋﻮﺕ ﺍﻭمؤثرﺗﺒﻠﻴﻎ لاره ﻫﻢ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺍﻧﺴﺎﻥﮐﻮﻻﯼ ﺷﻲ ﺩ ﺩﻳﻦ ﺩ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮﺩ ﺯﺩﻩ ﮐړﻱ ﺗﺮڅنګ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺍﺧﻼﻗﻲ ﺗﺮﺑﻴﺖ ﮐﺎﺭﻫﻢ ﻭﮐړﻱ او ﺩ ځاﻥ ﺩﺍﺻﻼﺡ ﮐﺎﺭپه کې په عملي توګه ﭘﻴﻞ ﮐړﻱ .

ﻳﻮﻩ ﺑﻠﻪ ډﻳﺮﻩ ﺍﻏﻴﺰﻣﻨﻪ ﻻﺭﻩ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺳړﯼ ﺩ ﺣﻘیقي ﻋﻠﻤﺎﺅﭘﻪ ﻣﺠﻠﺴﻮﻧﻮﮐﯥ ﭘﻪ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ډﻭﻝ ﮐﻴﻨﻲ .

ﺩ پنځه ﻭﺧﺘﻪ ﻟﻤﺎنځه ﺍﺩﺍﺀ ﮐﻮﻝ ﺍﻭ ﺩ ﻗﺮﺁﻧﮑﺮﻳﻢ ﺗﻼﻭﺕ ﺧﻮ ﺩﺍﺳﯥ څه ﺩﻱ ﭼﯥ ﻫﺮﺳړﯼ ﻳﯥ ﮐﻮﻻﯼ ﺷﻲ . ﺩ ﻗﺮﺁﻥ ﺩ ﻧﺺ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻟﻤﻮﻧځ ﺳړﯼ ﻟﻪ ﻓﺤﺸﺎﺀﺍﻭﺑﺪﻭﮐﺎﺭﻭﻧﻮڅخه ﭼﯥ ﻳﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﺗﮑﺒﺮﺩﯼ ﺭا وګرځوﻱ .

ﺩﭘﺎﻟﻮﻧﮑﯥ ﺧﺪﺍﯼ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ ﻟﻪ ﻟﻮﯾﻪ ﺩﺭﺑﺎﺭﻩ ﻣﯥ ﺩ ﺯړﻩ ﻟﻪ ﮐﻮﻣﯥﺩﺍﺩﻋﺎ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺩﯤ ﻟﻮﻣړﯼ ﻣﺎ ، ﺑﯿﺎ ټوﻝ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻥ ( ﻧﺮﺍﻭښځې ) ﻟﻪ ﻫﺮډﻭﻝ ښکاﺭﻩ ، پټو، ﺑﺪﻧﻲ ، ﻗﻠﺒﻲ ،ﺭﻭﺣﻲ ﺍﻭﻧﻔﺴﻲ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮڅخه ﻭﺳﺎﺗﻲ . ﺍﻭﮐﻪ څوﮎ ﭘﺮﯤ ﺍﺧﺘﻪ ﻭﻱ ﻧﻮﺍﻟﻠﻪﺗﻌﺎﻟﯽ ﺩﯤ ﮊﺭﺗﺮﮊﺭﻩ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻧﺎﺭﻭﻏﯿﻮڅخه ﺩ ﺧﻼﺻﻮﻥ ﺍﺳﺒﺎﺏ ﺍﻭﻻﺭﯤ ﭼﺎﺭﯤ ﻭﺭته ﺑﺮﺍﺑﺮﯤ ﺍﻭﺩﻩ ﺗﻪﺩﯤ ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﻻﺭﻭ ﺩﺗﻠﻮ ﺗﻮﻓﯿﻖ ﻭﺭﮐړﯤ . ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺩﻱ ﻣﻮږټوﻟﻮﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻭﺭﻭڼوﺍﻭﺧﻮﻧﺪﻭﺗﻪﭘﻪ ﺷﺮﻋﻲ ﺍﺣﮑﺎﻣﻮ ﺩﮊﻭﻧﺪ ﺗﯧﺮﻭﻟﻮﺗﻮﻓﯿﻖ ﺭﺍﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐړﻱ . ﺁﻣﯿﻦ ﺛﻢ ﺁﻣﯿﻦ

 

 

 

 

+++++++++++++++++

په تېر پسې .....

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د سلواغې ۷ مه

شپږمه برخه :

اې د افغانستان ، سیمې او نړۍ مسلمانانو !

په نا حقه د یوه یا څو بېګناه مسلمانانو قتلول په اسلام کې حرام قطعي اومردود ګڼل شوي ، څرنګه چې موږ ټول مسلمانان یو، باید په کلکه د بل مسلمان له نا حقه  وینو تویولو ډډه وکړو . ځکه په دې هکله د قرآني ارشاداتو په رڼا کې د قرآن مفسرینود عمد قتل په تړاو قاتل داسې را پېزندلی :

(( کله چې مسلمان (۷۲ ) ځلې لغزشي اومباح کارونه وکړي ، په (۷۳ یم ) ځل الله (ج) هغه انسان په یوه صغیره ګناه ګرفتاره کوي . ځکه ناطق او د عقل څښتن انسان ددې له پاره پیدا شوی چې تل باید له خپلې وسې سره سم نوروانسانانوته په خپل لاس او ژبې سره خیرونه ور ورسوي ، خو دا سې  نه چې لکه جامد شی هېچاته یې د خپل انساني مسؤولیت او وجیبې له مخې خیرورونه رسېږي .

له همدې امله فاعل مختارانسان د خپل خدای ورکړي عقل له مخې مسؤول پېژندل شوی ، ځکه چې عقل د امام غزالي ( رح ) په اند د انسان په وجود کې دوهم نبي دی چې انسان ته د ویښ ضمیراو وجدان د موجودیت په صورت کې د یوه کارد کولو ـ یا نه کولو امرکوي ، خود انسان خپل نفس او شیطان هغه له خپل فطري مسیر څخه پربله خوا منحرفوي . 

ځکه د الله (ج) په نزد غوره بنده هغه څوک دی چې نوروته یې خیراوګټه ورسېږي ، رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) هم په دې اړه فرمایلي دي چې ؛ زما په امت کې غوره د امت زما هغه کسان دي چې په لاس او ژبه خلکو ګټه ورسوي او زیاته کړې یې ده چې زه به د قیامت په ورخ د هغه چا شفاعت ونه کړم چې خلکو ته یې په لاس او ژبې سره ضرر رسولی وي .

همدا رنګه مفسرینو د قتل په تړاو ویلي چې کله انسان (۷۲) ځلې واړه ګناهونه وکړي ، په (۷۳ یم ) ځل هغه کس الله (ج) په یوه کبیره ( لویه ) ګناه اخته کوي . خو کله چې انسان ( ۷۲) ځلې لوی ګناهونه وکړي ، په ( ۷۳یم) ځل الله پاک هغه ته یو ځل د غضب په بلاکیف سترګه ګوري . کله چې الله پاک ( ۷۲) ځلې د غضب په سترګه چاته وګوري ، په ( ۷۳یم ) ځل هغه د مسلمان په ناحقه قتل باندې اخته کوي . کله چې یو مسلمان بل مسلمان په ناحقه په قتل ورسوي ، الله پاک وایي لکه ټوله دنیا یې چې په قتل رسولې وي . او الله (ج) ته د یوه کس او ټولې نړۍ قتلول یو خېل دي ، ځکه ټول د الله مخلوق دي اوله همغه یوه مقتول څخه که ژوندی پاتې شي نړۍ پیدا کولی شي . نو څوک چې ټوله دنیا په قتل ورسوي ترهغه بل ستر جاني اوګناهکارچېرته دئ ؟

د تفسیر المیزان مفسرخو بیا دا هم ویلي چې ؛ د عمد قتل قاتل به ابدي په جهنم کې وي ، او ابدي جهنم د کافر له پاره دئ ، له همدې امله هغه وایي چې :  عمدي اوړ قصدي خونکار( کافر ) دئ . ))   

خو اوس به وګوروچې نورمقسرین د عمد قتل او قاتل په اړه څه وایي ؟ 

لومړی : ـــ  قتل  دقاضي رحمت ګل حلیم له نظره : قاضي رحمت ګل حلیم قتل ته د شریعت اووضعي قانون په هېنداره کې کتلي او ویلي دي چې :  

 قتل د شریعت اوقانون په رڼا کې :

د قتل تعریف :

قتل په اسلامي شریعت او وضعي حقوقوکې یوډول تعریف لري چې هغه داډول دی: (( قتل داسې کړنې ته وایي چې ژوند له مینځه وړي () یعنې وژل دانسان دی د بل انسان لخوا.))

د قتل حراموالی :

قتل داسې یوه ناوړه کړنه ده چې یو ژوند له مینځه وړي او الله متعال د ژوند ساتلو له پاره ځانګړي احکام وضع کړي دي او د ژوند له مينځه وړل یې ستره ګناه بللې ده .

الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي:

وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا ()

ژباړه: مه وژنئ تاسې هغه نفس چې حرام کړی دی الله (ج) (وژل دهغه) پر تاسو باندې ، مګر په حقه سره (چې ارتداد، له واده وروسته زنا اوقصاص دی) اوڅوک چې ووژلی شو دمظلومیت په حال کې نوخامخا ګرځولی دی مونږ دهغه وارث له پاره زور(اوقوت چې له قاتل څخه انتقام اخیستی شي) نو اسراف دې نه کوي په قتل کې . ځکه چې بېځایه مصرف کوونکي له خپل انساني او الهي حد څخه وځي او له حده تېرېدونکي الله (ج) او د الله (ج) رسول ( صلی الله علیه وآله وسلم ) نه خوښوي  (چې غیرحق له قاتل پرته بل څوک ووژني) په تحقیق دغه (وارث) سره مد د شوی دی.[ الله (ج) د مقتول ورثې ته د اصلي قاتل د وژلو حق ورکړی دئ ] .  وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آَخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ().

ژباړه : او(بندګان درحمان) هغه څوک دي چې دالله سره بل معبود نه بولي، نه وژني دوی هغه نفس چې حرام کړی دی الله (وژل دهغه) پر دوی باندې ، مګر په حقه ، اوزنا نه کوي، که چا ترسره کړل (ذکرشوي ګناهونه) نو وبه ویني سزا دګناهونو خپلو. وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا ( ) .

 ژباړه : مه وژنئ اولاد خپل دفقر له وېرې، مونږ هغوی اوتاسوته روزي درکوو، بېشکه چې قتل ددوی ستره ګناه ده. قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ مِنْ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ. ()

ژباړه : ووایه (ای محمده (ص)  دوی ته ، راشئ چې زه ولولم هغه څه چې حرام کړي دي رب ستاسې پرتاسې چې شریکان مه نیسئ تاسې له هغه (الله) سره هېڅ شی اوښېګڼه وکړئ له مور او پلار سره، مه وژنئ تاسې اولاد خپل دخوارۍ (له وېرې) مونږ تاسوته اوهغوی ته روزي درکوو، مه نژدې کیږئ فواحشو (بي حیایي،ناوړه کارونو) ته هغه چې ښکاره وي یاپټ اومه وژنئ هغه نفس چې حرام کړی دی الله وژل دهغه پر تاسو باندې ، مګر په حقه (داڅلور نهې اویو امر) حکم کړی دی الله تعالی تاسې ته په دې سره له پاره ددې چې عقل وچلوئ پکې تاسو.

مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا. ()

ژباړه : په سبب د دې (قتل) لیکلي وو (حکم کړی و) مونږ پر بني اسراییلو چې بېشکه هرڅوک چې ووژني یونفس پرته (دبدل) د بل نفس نه (یا بې) له فساده په ځمکه کې نو ګواکې وژلي یې دي ټول خلک ، اوکه چا ژوندی کړدغه (نفس) داسې دی لکه چې ژوندي کړي یې وي ټول خلک.

همدارنګه د قتل د حرمت په اړه بې شمېره احادیث دي ، دخدای (ج) له رسول ( صلی الله علیه وسلم) څخه روایت دی:

لا یحل دم امرئ مسلم یشهد ان الا اله الا الله و أنی رسول الله الا باحدی ثلاث الثیب الزاني ، والنفس بالنفس ، والتارک لدینه المفارق للجماعة ()

ژباړه : چې له درې حالاتو څخه دیوه حالت د رامینځته کیدو پرته دمسلمان وژل روا نه دي:

1ــ له واده وروسته زنا .

2ــ د قصاص قتل .

3 ــ مرتدوالی ، ځکه چې مرتد له اسلامي ټولنې جدا شوی اوخپل دین یې پرې اېښی دی .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «اجْتَنِبُوا السَّبْعَ المُوبِقَاتِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللَّهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالحَقِّ … الحدیث ()

ژباړه : دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې د الله استازي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : چې له اووه هلاکوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ چا پوښتنه وکړه چې ای د الله رسوله هغه ګناهونه څه او څه دي پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله سره شریک پیدا کول ، سحر ، قتل د انسان چې الله حرام کړی دی مګر په حقه ( دقصاص قتل ، د مرتد وژل…) د سود خوړل … په یوه بل حدیث کې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې: هغه څه چې لومړی د قیامت په ورځ یې په اړه پرېکړه کیږي هغه وینه (وژنه) ده (). همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم دعرفات په خطبه کې فرمایلي دي: … خبر اوسئ چې ستاسو وینه، ستاسو مالونه په تاسو داسې حرام دي لکه څنګه چې درناوی (احترام) ددغې ورځې په دې میاشت کې ددغه ځای دی…()

هېڅوک د قتل د حراموالي په اړه مخالف نظر نلري ، د قتل (ناحقه وژنه ) د حراموالي په اړه د ټولو مسلمانانو اجماع ده .()

د قتل ډولونو ته یوه لنډه کتنه :

که څه هم زمونږ موضوع عمدي قتل دی نه د قتل د ټولو انواعو څېړل ، خو بیا هم د عمومي معلوماتو لپاره د قتل ډولونو ته یوه کتنه ضروري بولم .

قتل د قاتل د نیت په اساس په څو ډوله وېشل شوی دی چې ځينې اقسام یې اتفاقي او ځينې یې اختلافي دي .

عمد او خطا هغه اقسام دي چې ټول علماء پرې د نظر اتفاق لري . له عمدي او خطا اقسامو پرته د قتل په نورو ټولو ډولونو کې اختلاف دی چې په لاندې ډول یې تر څېړنې لاندې نیسو :

د امام مالک او ابن حزم اندلسي په آند قتل دوه ډوله دی : عمد او خطا . () د امام محمدبن حسن شيباني په ګډون اکثرو عالمانو قتل د قاتل د نیت په بنسټ په عمد ، شبه عمد او خطا وېشلی دی . ()

حنفي عالمانو دوه نور ډولونه لکه: جارمجری او قتل په سبب په پورتنیو اقسامو زیات کړی دی

قتل د حنفي مذهب فقهاؤو په پنځه ډوله ویشلی دی :

1ــ عمد 2ــ شبه عمد 3ــ خطا 4ــ خطاډوله 5- قتل په سبب ()

عمدي قتل :

عمدي قتل د جمهورو علماؤو له نظره :

د اکثرو علماؤو په آند عمدي قتل دمجرم هغه مرګوني عمل ته ویل کیږي چې دمجني علیه په وژلو سرته ورسیږي که هغه په څيروونکې آله وي لکه چاړه … یا څيروونکې نه وي لکه تیږه ، لرګی .

عمدي قتل د احنافو په آند:

امام ابوحنیفه رحمه الله یواځې هغه قتل عمدي بولي چې په تېره آله ترسره شي لکه توره ، چاړه او نور.

شبه عمد قتل:

د قصدي ډوله (شبه عمد ) قتل په اړه هم علماء مختلف نظرونه لري امام ابوحنیفه رحمه الله هغه وژنه قصدي ډوله بولي چې له وسلې (اسلحې) پرته په بل څه ترسره شوې وي په داسې شي چې د وسلې په توګه هم نه استعمالیږي . جمهور علماء قصدي ډوله وژنه هغه وژنې ته وایي چې په داسې آلې ترسره شي چې مرګونې نه وي یعنې غالبا انسان نه وژنې. داسې هم ویلی شو چې قصدي ډوله وژنه هغې وژنې ته وایي چې مجرم د وهلو هدف ولري نه د وژلو هدف . () دوضعي حقوقو پوهانو دا ډول قتل ( شبه عمد ) وهل چې دمرګ لامل ګرځي ، ترعنوان لاندې څېړلی دی چې د افغانستان د جزا قانون د (۳۹۹) مې مادې په لمړنۍ فقره کې ورته اشاره شوې ده .

خطا قتل:

قتل په لاندې حالاتوکې خطا (تېروتنه) ګڼل کیږي:

1ــ دمجرم هدف عمل وي، نه مجنی علیه، لکه یوڅوک چې نښه ولي ګولۍ په سړي ولګیږي، دې حالت ته تېروتنه په فعل کې وایي.

2ــ جنایت والا دعمل اومجنی علیه دواړو قصد ولري، په دې ګمان چې دمجنی علیه وژل ورته روا دي، لکه یوڅوک په چا ددښمن دیوه سرتیري ګمان کوي او ولي یې، بیا وروسته څرګنده شي چې هغه مسلمان دی یا له هغې ډلې څخه دی چې مسلمانان ورسره تړون لري اویاهم ذمي دی. دې حالت ته تېروتنه په موخه کې ویل کیږي.()

خطا ډوله (جارمجری) قتل:

دا هغه ډول قتل ته وایي لکه: یو سړی چې په بل چا د خوب په حالت کې ولویږي او هغه ووژل شي .

قتل په سبب :

دا هغه ډول وژنې ته وایي چې قتل د وژونکي په مستقیم عمل ترسره شوی نه وي بلکې د هغه د کړنې په پایله کې قتل ترسره شوی وي لکه یو څوک په لار کې کوهي وکيني او بل سړی پکې ولویږي او له همدې کبله مړ شي .()

دا چې زمونږ موضوع عمدي قتل دی او د قتل د ټولو انواعو تفصیل د یوې مقالې له شانه لوړ کار دی له دې کبله دلته یواځې د عمدي قتل په څېړنه او تفصیل پیل کوو :

د عمدي قتل عناصر دفقهاؤو له نظره:

عمدي (قصدي) قتل چې سزا یې قصاص ده درې عنصره لري چې هغه :

۱ـ مقتول باید له وژلومخکې ژوندی او معصوم انسان وي .

۲ـ قتل د مجرم له فعل څخه رامینځته شي .

۳ـ مجرم د قتل اراده یا موخه ولري .

دقتل لومړی عنصر: مجني علیه باید ژوندی او معصوم الدم انسان وي

قصدي وژنه (عمدي قتل) چې د قصاص سبب ګرځي هغه ډول وژنې ته وايي چې په ژوندي او تلپاتې معصوم الدم انسان ترسره شي ()

دا مهمه نه ده چې مجني علیه دې سالم الاعضاء وي که څه هم د مقتول دواړه لاسه یا دواړه پښې پرې شوي وي په قاتل یې قصاص لازمیږي . له انسان پرته د بل شي لکه د حیوان په وژلو یا په مړي د مرګونې کړنې په ترسره کولو همدارنګه د مرتد ، حربي ، محصن زناکار ()

اوغیر دائمي معصوم الدم لکه د مستأمن () په وژلو کې قصاص نشته . داځکه چې د مستأمن عصمت دایمي نه دی د مستأمن عصمت په اسلامي هېواد کې تر اوسیدلو پورې تړلی دی.

·       ( مستأ من ) هغه کافر ته ویل کېږي چې په قانوني ویزه اسلامې هېواد ته تللی وي او د هغه اسلامي هېواد ټول قوانین یې د ویزې ترختمېدو پورې پرځان منلي اوعملي کړي وي ، ترهغو پورې یې عصمت اړین او باید خوندي وي ، که په یاده موده کې د هغه سر، مال او ناموس ته هر ډول ضرر ورسېد ، فاعل یې خپله ورباندې قصاص کېږي ، نه بل څوک . ځکه الله پاک څوځلې په قرآنکریم کې ذکرکړې دي چې (( وَلا تَزِرُوا وَازِرَتاً وِزرَ اُخری ))  ( د مقالې لیکوال ) 

احناف وایي چې د ذمي په وژلو مسلمان قصاص کیږي . د نصوصو په عمومیت استناد کوي او وایي چې هغه آیتونه چې د قصاص په اړه دي عام دي حکم یې خاص د مسلمانانو په اړه نه دی لکه :

كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى بِالْأُنْثَى .

ژباړه : د وژل شوو په اړه په تاسو قصاص (لیکل شوی) فرض شوی دی چې اصیل قاتل به په اصیل مقتول، غلام قاتل به په غلام مقتول او قاتله ښځه به په مقتوله ښځه قصاصیږي . ( د بقره سورت ۱۷۸م آیت )

همدارنګه دا قول د الله تعالی چې د اهل کتابو په اړه وایي :

[وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ]

ژباړه : اولیکلی ( فرض کړی وو مونږ په دغو (یهودانو) چې نفس به په بدل د نفس کې قصاص کیږي . ( د مائده سورت ۴۵م آیت ) . تقاضا د عمومیت کوي چې په کافر د مسلمان قصاصیدلو ته شامل دی دا ځکه چې پخوانی شریعت زمونږ له پاره هم شریعت دی تر څو چې الله تعالی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژبه منسوخ کړی نه وي()

د یادلو وړ ده چې د مستأمن وژونکي ته تعزیري جزا ورکول کیږي ځکه چې د دولت د مصلحت خلاف کړنه یې ترسره کړې ده. ()

ډېری علما په دې نظر دې چې د هېڅ کافر په وژلو کې قصاص نشته دی ()

امام مالک رحمه الله وایي چې هغه وخت مسلمان د ‌‌ذمي په وژلو قصاصیږي چې د مال لپاره یې ووژني .()

دقتل دوهم عنصر : قتل د مجرم له فعل څخه رامینځته شوی وي

قتل هغه وخت عمدي ګڼل کیږي چې په مرګوني عمل ترسره شي . که چیرته د تورن کړنه مرګونې نه وي یعنې داسې فعل وي چې عادتا سړی نه وژني په داسې حالت کې تورن قاتل نه ګڼل کیږي لکه یو سړی یو څوک په لرګي ووهي او لرګی دهغه په مرګ ځای ولګیږي او له همدې کبله مړ شي په داسې حالت کې مونږ فاعل قاتل نه شو بللی . همدارنګه که چیرته مقتول په داسې کړنه ووژل شي چې تورن سره یې تړاو ناممکن وي لکه څنګه چې د هېواد د جزا قانون د (۲۸) مې مادې په لومړۍ فقره کې ورته اشاره شوې ده ، په داسې حالت کې هم تورن د دا ډول جرمي عمل مسؤولیت نلري چې ترسره کړی یې نه وي .

په دې رکن (عنصر) کې د قتل آلات چې کوم ډول یې د عمدي قتل لامل کرځي څېړو :

د قتل آلات :

په داسې یوه تېره شي وژل چې په بدن کې داخلیږي لکه توره ، چاړه او برچه په اتفاق د علماوو عمدي ګڼل کیږي او موجب د قصاص ګرځي .

په درانه شي لکه په تیږه یا په څټک د وژلو په اړه علما دوه نظره لري :

۱ـ په داسې یوې وسیلې وژل چې په غالب ګمان د هغې وسیلې په استعمال سره انسان وژل کیږي د جمهورو علماؤو په نظر عمدي ګڼل کیږي . امام ابویوسف رحمه الله حنفي عالم هم د جمهورو علماؤو سره متفق دی. ()

که څه هم (هدایه) لیکلي دي چې د امام محمد او امام ابویوسف په آند په لویه تيږه او لرګي وژل عمدي دي یعنې امام محمد او امام ابویوسف دواړه د جمهورو علماؤو سره متفق دي خو امام محمدبن حسن شیباني د خپل په مبسوط کې په لویه تيږه او لرګي وژلو ته قصدي ډوله (شبه عمد) ویلي دي .

جمهورو علماؤو په یو لړ دلایلو استناد کړی دی چې په لاندې ډول دي :

الفـ عمومیت د دا قول د الله تعالی : كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى ( د بقره سورت ۱۷۸م آیت ) . ژباړه یې مخکې تېره شوې ده .

ب :ـ عمومیت د دا قول د الله تعالی چې فرمایي : وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا

ژباړه : هغه څوک چې د مظلومیت په حالت کې ووژل شول د هغه وارث ته مونږ ځواک ورکړی دی (چې له قاتل څخه انتقام واخلي) [ د اسراء سورت ۳۳م آیت]

ج :ــ د انس بن مالک رضی الله عنه حدیث دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یوه جینۍ ومونده چې سر یې په تیږو ټکول شوی و پیغمبر صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چې دا کړنه په تا چا کړې ده فلاني ، فلاني؟ تر هغه یې چې د یوه یهودي یادونه یې وکړه هغې جینۍ سر وخوځاوه (هو) هغه یهودي ونیوه او اعتراف یې وکړ بیا د الله رسول صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې سر یې په تیږو وټکوي ()

د:- د جهورو علماؤو بل دلیل دادی چې درنه وسیله (مثقل) ډېری وخت وژل کوي له همدې کبله داهم د څيروونکې وسيلې حکم لري .

۲ــ دوهم قول دادی چې په درنې وسیلې وژل عمدي نه ګڼل کیږي د هغوي په قول عمدي قتل چې د قصاص موجب کیږي هغه دی چې په تېره او څيروونکې وسیله لکه توره او چاړه یا دې ورته په بله وژونکې وسله ترسره شي چې بدن ته داخلیږي . دا نظریه د امام ابوحنیفه ، سعید بن مسیب ، عطا ، طاووس او نورو علماؤو – رحمهم الله – نظریه ده .( ) د امام ابوحنیفه په آند له وسلې پرته په بل څه وژل قصدي ډوله (شبه عمد) بلل کیږي چې د دیت موجب کرځي نه د قصاص . ( )

د احنافو دليل :

قول د نبي صلی الله علیه وسلم : ألا إن قتيل خطأ العمد قتيل السوط والعصا و فيه مائة من الإبل ()

ژباړه : خبر اوسئ چې شبه عمد (خطا ډوله) وژل شوی هغه دی چې په دره یا همسا وژل شوی وي ، دیت یې سل اوښان دي .

نوموړی حدیث له عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه په مختلفو سندونو روایت شوی دی چې یو سند یې صحیح ګڼل شوی دی .

حنفي عالمان استدلال کوي چې په نوموړي حدیث شریف کې په همسا چې لرګی دی دیت ټاکل شوی دی او همسا د قتل وسیله نه ده همدارنګه دا ډول قتل عمدي ګڼل شوی نه دی .

دریم عنصر : جرمي موخه (قصد)

د جمهورو علماوو (احنافو ، شافعیانو ، حنابله ) په آند قتل هغه وخت قصدي ګڼل کیږي چې مجرم د مجني علیه د وژلو قصد ولري یا یې په داسې یوې آلې ووهي چې مرګوني وي. که چېرې مجرم د قتل قصد ونلري وژنه یې قصدي قتل نه ګڼل کیږي بلکه دا ډول وژنه د جمهورو علماوو په آند قصدي ډوله (شبه عمد) ده .

یواځې وهل چې د مجني علیه په مړینه تمام شي د قتل په عمدي والي کې کفایت نه کوي د وژلو هدف ورسره شرط دي چې وژنه عمدي وګڼل شي .

د جمهورو علماوو په آند د وژنې هدف (قصد) ځانګړی اهمیت لري ځکه چې همدا قصد دی چې عمدي قتل ، عمدي ډوله (شبه عمد) او او خطا قتل سره بېلوي.

امام مالک رحمه الله په قصدي وژنه کې د وژنې موخه شرط نه ګڼي د هغه په آند کله چې مجني علیه د مجرم د وهلو له کبله مړ شي عمدي قتل ګڼل کیږي که مجرم د قتل قصد ولري یا یې ونه لري مهمه نه ده ترڅو چې د مجرم هدف لوبه یا تادیب نه وي .

دا ځکه چې د امام مالک او ابن حزم اندلسي په آند قتل په دوه ډوله دی عمد او خطا (). دویم ډول وژنه چې جمهور علماء یې قصدي ډوله بولي د امام مالک رحمه الله په نظر عمدي ګڼل کیږي چې د فاعل جزاء یې قصاص ده . ()

د قتل د جرم عناصر د قانون له نظره :

د جرایمو عناصر په دوه ډوله دي ۱ــ د جرم مشترک متشکله عناصر ، چې په ټولو جرایمو کې مطلوب دي . ۲ــ د هر جرم ځانګړي متشکله عناصر ، چې یو جرم له بل جرم څخه بېلوي . دا چې زمونږ موضوع عمدي قتل دی نو د عمد قتل عناصر په لاندې ډول څېړو :

قانوني عنصر:

د قتل د جرم قانوني عنصر په دوه ډوله وېشو :

۱ــ د قانون څخه د مخالف عمل ( قتل ) ترسره کول [ د قتل ارتکاب]

۲ــ د داسې یوې کړنې پرېښودل چې د جرم د واقع کیدو لامل وګرځي [ترک د فعل]

د قتل ارتکاب :

لکه څنګه چې اسلامي شریعت د عمدي قتل سزا قصاص ټاکلې ده ، د افغانستان د جزا قانون هم نه یواځې قصاص بلکې ټولې شرعي سزاګانې له پامه نه دي غورځولي . د افغانستان د جزا قانون په لومړۍ ماده کې راغلي دي چې دا قانون تعزیري جزا ګانې تنظیموي . د حدود ، قصاص او دیت د جرمونو ارتکاب کوونکي د اسلامي شریعت د حنفي فقهې د حکمونو سره سم مجازات کیږي . همدارنګه د جزاء قانون په (۳۹۴ یمه ) ماده کې د قصاص په اړه ځانګړې یادونه شوې ده . په یاده ماده کې راغلي دي : که په عمدي قتل کې قصاص په یوه ساقطوونکي سبب یا د شرطونو د نه یو ځای کیدو له امله ساقط شي د دې قانون د حکمونو سره سم په تعزیري توګه مجازات کیږي .

د عمدي قتل جزاګانې د قانون له نظره :

د افغانستان د جزاء قانون د دویم باب ، لمړني فصل ته په کتو سره د عمدي قتل جزاء ګانې په لاندې ډول دي :

۱ــ اعدام

۲ــ دوام لرونکی حبس یا اعدام

۳ــ حبس چې له اووه کالو څخه زیات نه وي

۴ــ حبس چې له دوه کالونو څخه زیات نه وي

۱- اعدام :

د افغانستان د جزا قانون د ۳۹۵ مې مادې د لارښوونې سره سم د عمدي قتل ارتکاب کوونکی په یوه راتلونکي حالت کې په اعدام محکومیږي :

۱ـ په هغه حالت کې چې قتل د پخواني اصرار او ترصد سره یوځای وي .

۲ــ که قتل د زهرناکو بیهوشه کوونکو موادو د استعمال په وسیله صورت موندلی وي .

۳ــ که قتل په ټيټه انګیزه یا د اجوري په مقابل کې یا په وحشي توګه صورت موندلی وي .

۴ــ که مقتول د قاتل د اصولو څخه وي .

۵ــ که د قتل عمل د عمومي خدمتونو په مؤظف د وظیفې د اجراء کولو په وخت کې یا د هغې په سبب صورت موندلی وي .

۶ــ که قاتل د یوه نفر څخه د زیاتو د قتل قصد لرلی وي .

۷ــ که قتل د بل جنایت یا جنحې سره یو ځای صورت موندلی وي .

۸ــ که قتل د جنایت یا جنحې د تمهید ، آسانتیا ، تنفیذ قادریدلو د ارتکاب په منظور چې جزاء یې د یوه کال څخه کمه نه وي ټاکل شوې یا د جزاء څخه د فرار یا خلاصون په منظور صورت موندلی وي .

۹ــ که د عمدي قتل ارتکاب کوونکی په دوام لرونکې حبس محکوم وي او د حکم د تنفیذ د مودې په اوږدو کې د بل عمدي قتل ارتکاب کوونکی یا په هغه کې شروع کوونکی شي .

۲ــ دوام لرونکی حبس یا اعدام :

د هېواد د جزاء قانون د ۳۹۶ یمې مادې په لاندې حالاتو کې د عمدي قتل سزا دوام لرونکی حبس یا اعدام ټاکلې دی :

۱ــ په هغه حالت کې چې قاتل د یو شخص د قتل قصد ولري او فعل یې د یو نفر څخه د زیاتو قتل ته منجر شي .

۲ــ په هغه حالت کې چې قاتل د مقتول جسد مثله کړي .

۳ــ په هغه حالت کې چې مجرم د دې قانون د (۳۹۵) مادې د (۱،۲) فقرو د مندرجو حالونو په غیر د قتل ارتکاب کوونکی وګرځي .

۳ــ حبس چې له اووه کالو څخه زیات نه وي :

د جزاء قانون د (۳۹۷) مادې کې راغلي دي چې :

۱ــ که شخص بل څوک انتحار ته تحریک کړي ، یا په یو قسم د اقسامو د هغه په انتحار کې کمک وکړي د حبس په جزاء چې د اووه کلونو څخه زیاته نه وي محکومیږي .

۲ــ که د تحریک په اثر په انتحار کې شروع شوې وي تحریک کوونکی په لنډ حبس محکومیږي .

۳ــ په انتحار شروع کوونکی نه مجازات کیږي .

۴ــ حبس چې له دوه کالو څخه زیات نه وي

د هېواد د جزاء قانون په (۳۹۸) یمې مادې کې راغلي دي :

که شخص د خپلې ښځې یا د یوې خپلې محرمې ، ناموس څخه د دفاع په اثر د زنا کولو په حالت کې یا یې وجود د بل چا سره په یوې بستره کې مشاهده کړي او فی الحال دواړه یا یو د هغوی په قتل ورسوي یا یې زخمي کړي د قتل او زخم د جزاء څخه معاف مګر په تعزیري توګه د حالونو سره سم په حبس چې د دوه کلونو څخه زیات نه وي محکومیږي .

ترک د فعل :

(د داسې یوې کړنې پرېښودل چې د جرم د واقع کیدو لامل ګرځي)

که څه هم د عمل پرېښودلو والا جرم چې د مرګ لامل ګرځي هر وخت قصدي نه ګڼل کیږي خو د افغانستان د جزاء قانون د (۳۵) مې مادې سره سم جرم په لاندې حالتونو کې عمدي ګڼل کیږي :

۱ــ جرم هغه وخت عمدي ګڼل کیږي چې د هغې د ارتکاب کوونکي سره جرمي قصد موجود وي .

۲ــ په لاندې حالتونو کې هم جرم عمدي ګڼل کیږي :

۱ــ په هغه حالت کې چې شخص د قانون یا موافقې په موجب د وظیفې په سرته رسولو مکلفیت ولری او د هغې د اداء کولو څخه عمداً منع راوړي په دې ترتیب چې د هغه منع راوړل مستقیماً د جرم واقع کیدو باندې تمامه شي .

۲ــ په هغه حالت کې چې فاعل شخص د خپل عمل د جرمي نتیجې پخوا اټکل کړی وي خو سره د دې هم د ذکر شوي عمل اجرا کولو ته یې یواځې د جرم د واقع کیدو لپاره اقدام کړی وي .

که څه هم د جزاء قانون د پورتنۍ مادې لارښوونه د جرم ارتکاب او ترک د فعل چې د جرم لامل ګرځي دواړه حالتونو ته شامله ده ، خو د دوهمې فقرې لمړنۍ برخه یواځې ترک د فعل چې د جرم لامل ګرځي بیانوي .

مادي عنصر:

د افغانستان د جزاء قانون د (۲۷) مې مادې په بنسټ د جرم مادي عنصر د قانون څخه د مخالف عمل د ارتکاب یا منع راوړلو څخه عبارت دی په داسې ترتیب چې عمل په جرمي نتیجې منجر شي او د عمل او نتیجې تر مینځ د سببیت رابطه موجود شوې وي .

د جزا قانون له پورتنۍ مادې څرګندیږي چې جرم هغه وخت مینځته راځي چې چې درې برخې ولري : جرمي کړنه ، جرمي نتیجه او د سببیت رابطه .

جرمي کړنه :

په قتل کې له جرمي فعالیت څخه موخه داده چې د قاتل د جرمي کړنو په وسیله د انسان ژوند له مینځه ولاړ شي . همدارنګه جرمي کړنه د فعل د ترک په نتیجه کې هم مینځته راتللی شي لکه : یوه ښځه چې د خپل ماشوم ته شیدې ورنکړي او هغه ماشوم له لوږې مړ شي .

جرمي پایله ( نتیجه):

جرمي پایله د مجني علیه وژلو ته وایي په دې معنی چې د مجرم د قانون څخه مخالف عمل د ارتکاب یا له قانوني کړنې څخه د منع راوړلو په نتیجه کې مجني علیه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

سببیت :

په اکثرو جرایمو کې د سبب پیدا کول آسانه وي لکه بریالی توریالی په چاقو ووهي او توریالی له همدې چاقو وهلو له کبله مړ شي په دې مثال کې د سبب پېژندل آسانه دی ټولو ته څرګنده ده چې توریالی د بریالي د چاقو له کبله زخمي او بیا مړ شو .

خو په ځينو وختونو کې د عمل او جرمي نتیجې په مینځ کې نورې پېښې هم رامینځته کیږي چې دا ستونزمنه کوي چې جرمې کړنه د لومړي عمل څخه را مینځته شوې که له دوهمې پېښې څخه ؟ لکه توریالی د بریالي لخوا په چاقو وهل کیږي او ټپي کیږي خو توریالی روغتون ته د بیولو په مهال په لار کې د احمد لخوا په موټر وهل کیږي او مري . په دې ډول پېښو کې چې څوک مسئول دي پېژندل یې ګران دي . په دې اړه مختلفې نظریې دي چې دوه یې مشهوري دي . ()

لمړی نظریه :

د دې نظریې په اساس لمړی شخص مسئول دی دا ځکه چې که لمړنی پېښه رامینځته شوې نه وی نو دوهمه پېښه هم مینځته نه راتلله .

دوهمه نظریه :

د دوهمې نظریې په اساس هر شخص د خپلې کړنې مسئول دی یعنې هرچا چې کوم عمل ترسره کړی دی د خپل هماغه عمل مسئول دی چې زمونږ د هېواد د جزاء قانون هم له دوهمې نظریې پیروي کړې ده . د جزاء قانون د (۲۸مې ) مادې په لمړۍ فقره کې راغلي دي شخص له هغه جرم څخه چې د جرمي عمل نتیجه یې نه وي مسئول نه دی . ()

معنوي عنصر:

د قتل معنوي عنصر هغه وخت را منځ ته کیږي چې مجرم د قتل اراده ولري . که څه هم اراده یو پټ شی دی خو د قاتل د وسیلې له استعمال څخه د هغه اراده معلومیږي . یعنې که قاتل د مجني علیه په وژلو کې مرګوني وسیله کارولې وه او بل تأویل او دلیل هم موجود نه و نو له دې معلومیږي چې مجرم د قتل اراده درلوده

د عمدي قتل مجازات د شریعت له نظره :

د افغانستان د جزاء قانون له مخې د قتل مجازات د قانونی عنصر تر عنوان لاندې و څېړل شول اوس دلته د شریعت په رڼا کې د قتل مجازات څېړو :

په اسلامي شریعت کې عمدي قتل د اخروي سزا سربېره درې ډوله سزاوې لري : اصلي جزاء ، بدلي (عوضي) جزاء او تبعي جزاء .

اصلي جزاء [ قصاص]:

قصاص د ټولو فقهاؤ په اتفاق د عمدي قتل اصلي جزاء ده . شافعیان د قصاص سر بېره په عمدي قتل کې کفاره هم لازم بولي . ()

د قصاص تعریف :

قصاص د قصص کلمې یو مصدر دی چې د بل چا په پل ، پل اېښودلو ته وایي . ()

قصاص ته ځکه قصاص وایي چې د مقتول وارث د مجرم په پل ، پل ږدي او هغه څه ورسره کوي چې مجرم کړې وي . همدارنګه قصاص ورته والي ته هم وایي او له همدې معنی څخه د قصاص شرعي سزا اخیستل شوې ده ، یعنې مجرم ته د هغه د کړنې ورته سزا ورکول دي چې هغه قتل یا زخمي کول دي .

د قصاص مشروعیت :

د قصاص روا والی په قرآن ، حدیثو ، اجماع او قیاس ثابت دی .

قرآنکریم : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى د بقره سورت ۱۷۸یم آیت

ژباړه : ای مؤمنانو فرض شوی دی پرتاسو قصاص (برابروالی) په وژل شووکې .

وكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنْفَ بِالْأَنْفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ د المائده سورت ۴۵ م آیت

ژباړه : لیکلی (فرض کړی ) وو مونږ په دغو ( یهودانو ) په دې ( تورات ) کې چې ودې وژل شي نفس په ( بدل د ) نفس کې او سترګه دې ( ړنده شي ) په ( بدل د ) سترګې کې ، پوزه دې ( پرې شي ) په ( بدل د ) پوزې کې ، او غوږ په ( بدل د ) غوږ کې ، غاښ په (بدل د) غاښ او په ټپونو کې قصاص ( برابروالی ) دی .

وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ د بقره ۱۷۹یم آیت

ژباړه : تاسو ته په قصاص کې ژوند دی ای د عقل خاوندانو .

احادیث : د قصاص په ثبوت کې ډېر احادیث راغلي دي چې د هغو له جملې څخه دلته د يو څو یادونه کوو :

لا یحل دم امرئ مسلم یشهد ان الا اله الا الله و أنی رسول الله الا باحدی ثلاث الثیب الزاني ، والنفس بالنفس ، والتارک لدینه المفارق للجماعة . ()

ژباړه : دخدای له رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: چې له درې حالاتو څخه دیوه حالت درامینځته کیدو پرته دمسلمان وژل روا نه دي: 1ــ له واده وروسته زنا 2ــ د قصاص قتل 3 ــ مرتدوالی ، ځکه چې مرتد له ټولنې جدا شوی دی .

همدارنګه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ومن قُتل له قتیل فهو بخیر النظرین اما آن یودی واما ان یقاد . () کلمات د بخاري دي .

ژباړه : که د چا يو څوک ووژل شول نو دوه اختیاره لري یا به دیت اخلي او یا به قصاص غواړي .

د قصاص په لازموالي د ټول اسلامي امت اجماع ده . همدارنګه سلیم عقل د قصاص مخالفت نه کوي ځکه چې قصاص د عدالت غوښتنه ده . مجرم سره باید هغه څه وشي چې ترسره کړي یې دي . د یوه مجرم په قصاصولو د بې شمېره وګړو د ژوند ټولنیز حفاظت دی . الله تعالی فرمایلي دي : وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ د بقره سورت ۱۷۹یم آیت

ژباړه : تاسو ته په قصاص کې ژوند دی ای د عقل خاوندانو .

د حدودو او قصاص ترمینځ توپير :

حدود لکه د زنا حد د شراب څښلو حد حقوق الله دي یعنې د ټولنې حقوق دي . قصاص د بندګانو حق دی . احناف او مالکیان په دې اند دي چې په قصاص کې د ټولنې حق هم دی . د قذف په حد کې د الله او د بنده دواړه حقوق شامل دي . ()

حنفي علماؤو د حدودو او قصاص تر مینځ اووه توپیره ذکر کړي دي :

۱- قصاص په ميراث وړل کیږي ، حدود په میراث نه وړل کیږي .

۲- قصاص بښل کیږي خو حدود نه بښل کیږي .

۳- د وخت تیریدل د قتل په اړه د شاهدي مانع نه ګرځي ، د قذف ( تورلګول ) حد پرته په نورو ټولو حدود کې د وخت تیریدل د شاهدي د اوریدلو مانع ګرځي .

۴- شفاعت په قصاص کې روا او په حدودو کې ناروا دی .

۵- قصاص د ګونګ په اشاره او لیکنه ثابتیږي او حدود په اشاره او لیکنه نه ثابتیږي .

۶- د قذف حد پرته نور ټول حدود د شخص لخوا دعوی پورې تړلي نه دي خو د قصاص په اړه د مقتول د وارث دعوی حتمي ده .

۷- د قصاص په اړه قاضي د خپل د علم په بنسټ حکم کولی شي خو په حدودو کې قاضي د خپل د علم په اساس حکم نشي کولی . () دا نظر د پخوانیو حنفي علماؤو دی اوسني علماء په دې آند دي چې قاضي هېڅ وخت د خپل د علم په اساس حکم نشي کولی . ()

د قصاص شرطونه :

د قصاص د و جوب لپاره شرطونه دي چې ځينې یې په قاتل ، ځينې یې په مقتول او ځینې یې په قتل کې اړین دي .

د قاتل شرطونه : هغه قاتل چې قصاصیږي باید لاندې څلور شرطونه ولري :

۱- مکلفوالی : یعنې قاتل باید د قتل په مهال عاقل او بالغ وي . په دې اړه ټول فقهاء متفق دي چې په ماشوم او ليوني حد او قصاص نشته دی . ()

د شرابي قصاصول : که قاتل په شرابو نشه و د څلور واړه مذاهبو په اتفاق سره قصاصیږي . ( که چېرې په شرابو نشه قصاص نشي نو به مجرمين لمړی په شرابو ځان نشه کوي بیا به په هر ډول جنایت لاس پورې کوي په یو جرم به د نورو جرایمو له جزاء څخه ځان خلاصوي).

۲- د قتل اراده : قاتل هغه وخت قصاصیږي چې د خپل په جرمي کړنه کې د قتل هدف ولري . که په خطا ډول ترې څوک ووژل شول نو قصاص پرې نشته دی . () ( همدارنګه که چېرې د مجرم موخه یواځې وهل و ، وژل نه و ، نو دا جرمي کړنه یې عمدي قتل نه ګڼل کیږي مجرم پرې نه قصاصیږي مخکې یې بشپړ تفصیل ذکر شوی دی ) .

۳- بشپړ واک : که چېری څوک په چا د یو چا د وژلو امر وکړي ، امر کوونکی په امر کړی شوي واکمن نه وي یعنې اکراه ( په زور یو کار ته اړ کول ) تر مینځ نه وي په داسې حالت کې قاتل قصاص کیږي نه امر کوونکی ، ( امر کوونکي ته تعزیري جزاء ورکول کیږی ) . که چېرې څوک په قتل مجبور شي د حنفي فقهاؤو په آند نه قصاصيږي یعنې په مکرَه قصاص نشته دی . جمهور علماء وایې چې په مجبور او مجبوروونکي دواړو قصاص لازم دی .

د مقتول شرطونه :

د قصاص د و جوب لپاره په مقتول کې لاندې شروط لازمي دي :

1- معصوم الد م وي : یعنې د هغه په ژوند تېری حرام وي . ذمي او مسلمان د حربي ، مرتد ، له واده وروسته زنا کار ، زندیق په وژلو نه قصاصیږي ، ځکه چې هغوی د جګړې ، مرتدوالي او زنا له کبله مباح الد م بلل شوي دي .

2- مقتول د قاتل له اولادې څخه نه وي : د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې فرمایلې یې دي : لا یقاد الوالد بالولد () . پلار د اولاد په قتل نه قصاصیږي . همدارنګه بل ځای د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې فرمایلي یې دي أنت ومالک لابیک ، ته او ستا مال د ستا د پلار ملکیت دی . که څه هم په دواړو ذکر شوو احادیثو په سند کې یو لړ ستونزې شته دې خو لږ تر لږه شبهه پیدا کولی شي او شبهه د قصاص مخه نیسې ځکه چې قصاص هم د حد په شان په شبهه ساقطیږي په همدې بنسټ د امام ابوحنیفه رحمه الله په ګډون د جمهورو علماؤو په آند که پلار یا نیکه …

3- که خپل زوی یا لمسی ووژني نه قصاصیږي . ()

امام مالک رحمه الله وایي:  که یې په توره ووهي نه قصاصیږي ځکه چې امکان لري د پلار یا نیکه هدف تأدیب وي نه وژل ، که چېرې یې په ځمکه څملوي او مري یې غوڅه کړي قصاصیږي.() د جمهورو علماؤو په آند مور او نیا هم د پلار او نیکه حکم لري یعنې د اولاد یا د مسي په وژلو نه قصاصیږي . () د پلار په وژلو کې د زوی د قصاصیدو په اړه د ټولو فقهاؤو اتفاق دی .

۳- مقتول باید د قاتل کُف (سیال) وي : جمهور فقهاء په دې آند دي چې ازاد (اصیل) شخص د غلام په وژلو نه قصاصیږي . احناف وایې چې کفائت یواځې په انسانیت کې معتبر دی . داچې یاده موضوع نن سبا پېښیدونکې نه ده له ډېر تفصیل څخه یې تیریږو .

د قتل شرط : د حنفي مذهب د فقهاؤو په آند د عمدي قتل شرط ، هغه چې موجب د قصاص ګرځي مستقیم والی دی . په دې معنی چې مقتول باید مستقیما د قاتل لخوا وژل شوی وي ، نه په کوم بل سبب . یعنې که چا په لارکې کوهي وکیندله اولاروی پکې ولویده او مړ شو په دې حالت کې کوهي کیندونکی نه قصاصیږي . همدارنګه که چا د قصاص په اړه شاهدي وویله او تورن د هغوی د شهادت له کبله قصاص شو ، له قصاص وروسته شاهدان له خپلې له شاهدۍ وګرزیدل په دې دواړو حالتونو کې قصاص نه ، بلکې دیت لازم دی ځکه چې هغوی ( کوهي کیندونکو او شاهدانو ) مستقیما قتل نه دی کړی بلکه د قتل سبب کرزیدلي دي لکه څنګه چې مخکې د قتل د اقسامو په بحث کې یادونه وشوه چې احناف دا ډول قتل عمدي نه ، بلکې قتل په سبب بولي .

() جمهورعلماء په قتل کې مستقیموالی شرط نه ګڼي او په سببي قتل کې هم که د ضرر په موخه سبب ایجاد شوی وي قصاص لازم بولي . ()

د قصاص خنډونه (موانع ) :

له پورتني عنوان څخه په ډاګه کیږي چې قصاص یو لړ موانع لري چې د قصاص خنډ ګرځي :

۱- د قاتل پلار یا نیکه توب : لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه د جمهورو علماؤو په آند که پلار ، نیکه … مور ، نیا … همداسې پورته شجره والا د خپل زوی ، لمسی همداسې ښکته شجره والا و وژني نه قصاص کیږي . د امام مالک رحمه الله په آند که په ډاکه شي چې پلار یا نیکه د خپل زوی یا لمسی په عمدي ډول وژلی دی ، قصاصیږي .

۲- د قاتل او مقتول تر مینځ په اسلام او خپلواکۍ (آزادي یا حریت ) کې تو پیر :

د جمهورو علماؤو په آند : مسلمان د ذمي په وژلو همدارنګه خپلواک (ازاد) د غلام په وژلو نه قصاصیږي . د حنفي مذهب فقهاء وایي چې مسلمان د ذمي په وژلو او خپلواک د غلام په وژلو قصاصیږي ()

۳- په قتل کې مستقیماً نه ګډون : یعنې په قتل اتفاق ، په قتل کې همکارې په داسې ډول چې په خپله حضور ونه لري نه قصاصیږي ، بلکې تعزیرې جزا ورکول کیږي . امام مالک رحمه الله وایې که څوک په قتل کې همکاري وکړي که څه هم پخپله حضور ونلري قصاصیږي . که چېرې یوه ډله په ګډه ، په مستقیم ډول په قتل کې برخه واخلي د فقهاؤو په اتفاق ټول قصاصیږي . ()

۴- قتل په سبب : لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه په هغه قتل کې چې په سبب وي یعنې مجرم پکې په مستقیم ډول ګډون نه وي کړی د احنافو په آند دا عمدي قتل نه بلل کیږي نو له دې کبله یې مرتکب نه قصاصیږي جمهور علماء دا ډول قتل عمدي بولي او قاتل یې د قصاص وړ ګڼي .

۵- د مقتول د ولي نامعلوموالی : حنفي فقهاؤو د قصاص په خنډونو کې یو د مقتول د ولي مجهولوالی بللی دی . ځکه چې د قصاص غوښتنه د نامعلوم شخص لخوا کیدلی نشي .

۶ــ قتل په دارالحرب کې : د احنافو په آند که چا په دارالحرب کې قتل وکړ نه قصاصیږي که څه هم مقتول په دارالحرب کې مسلمان شوی وي او لا تر اوسه د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې سیمې ته راغلی نه وي ځکه چې هلته اسلامي نظام حاکمیت نلري . ()

د قصاص جاري کول :

څرنګوالی : په هغه قاتل چې په قصدي ډول یې معصوم انسان وژلی دی قصاص جاري کیږي ، ترڅو چې د مقتول له ورثې لخوا ورته بښنه (عفو) شوي نه وي . قاتل ته بښنه کول د ټولو فقهاؤو په اتفاق رواده . الله متعال په قرآن کریم کې فرمایلي دي : {فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ} د بقرې سورت ۱۷۸یم آیت .

ژباړه : چاته چې بښنه وشوه د یو شي (قصاص) د ورور لخواڅخه ، نوشته په بښونکي د دیت غوښتنه په ښه وجه او ورکول د دیت دي هغه ( بښونکي ) ته په ښه وجه . همدارنګه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې فرمایلې یې دي : فَمَنْ قُتِلَ لَهُ قَتِيلٌ بَعْدَ مَقَالَتِي هَذِهِ فَأَهْلُهُ بَيْنَ خِيرَتَيْنِ: إِمَّا أَنْ يَقْتُلُوا، أَوْ يَأْخُذُوا الْعَقْلَ . ()

ژباړه : له دې وروسته که د چا څوک ووژل شول ، ورثه یې دوه واکه لري : یا به قصاص غواړي او یا به دیت اخلي .

د قصاص وسله : د احنافو په ګډون ځينې فقهاء په دې اند دي چې قصاص باید په توره ترسره شي که څه هم قاتل په قتل کې توره کارولې نه وي او قتل یې په بله وسیله ترسره کړی وي . هغوی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف استناد کوي چې فرمایلي یې دي : لاقود الا بالسیف . نشته قصاص مګر په توره دی .

مالکي او شافعیان فقهاء په دې آند دي چې که قتل په هره وسیله ترسره شوی وي باید قاتل په هماغه وسله قصاص شي . یاد فقهاء په لاندې دلایلو استناد کوي :

1- قرآنکریم : الله تعالی فرمایلي دي : [ وَإِنْ عاقَبْتُمْ فَعاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ ] د النحل سورت ۱۲۶م آیت .

2- ژباړه : که تاسو سزا ورکوئ داسې سزا ورکړئ کوم ډول چې یې تاسو په زحمت کړي یاست . همدارنګه الله تعالی بل ځای په قرآنکریم کې فرمایي : ( وَجَزاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُها فَمَنْ عَفا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ) د شورا سورت ۴۰م آیت .

3- ژباړه : سزا د بد کارۍ بد کاري ده په شان دهغه ، که چا بښنه وکړه او سوله یې وکړه ثواب یې په الله دی ، الله ظالمان نه خوښوي .

4-  احادیث: له نبي اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی : {مَنْ حَرَّقَ حَرَّقْنَاهُ، وَمَنْ غَرَّقَ غَرَّقْنَاهُ} () .

ژباړه : که چا څوک وسوزول سوزوو یې او که یې ډوب کړل ډوبوو یې . همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه یهودي سر و ټکاوه چې د انصارو د یوې جینۍ سر یې په تیږو ټکولی و. ( )

په قصاصو کې د حق خاوند : په قصاصولو کې د حق خاوند د جمهورو علماؤو په آند هر وارث کیدلی شي که هغه ذوي الفروض وي یا عصبه ، ښځه وي یا خاوند ، نارینه وي او که ښځينه . د مالکي مذهب د فقهاؤو په آند د قصاص اخیستلو مستحق نارینه عصبه دي چې ، تر ټولو ډېر نژدې یې تر نورو زیات مستحق دی . نیکه او وروڼه په قصاص او بښنه کې یو شان دي . لوڼې ، خویندې او مېرمنې په قصاص کې د هغوی په اند حق نلري .

د قصاص اخیستلو ولایت :

که چېرې د مقتول څخه یو وارث پاتې وي او هغه بالغ یا بالغه وي د قصاص اخیستلو حق لري . په دې اړه الله تعالی فرمایلي دي: [وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِفْ فِي الْقَتْلِ إِنَّهُ كَانَ مَنْصُورًا ] د اسراء سورت ۳۳م آیت .

ژباړه : څوک چې ووژلی شول د مظلومیت په حالت کې ، ګرزولی دی مونږ د هغه وارث له پاره زور ( چې له قاتل څخه غچ اخیستی شي ) نو اصراف دې نه کوي په قتل کې په تحقیق سره د دغه ( وارث ) سره مد د شوی .

که چېرې یې وارث صغیر ؤ ، د هغه په اړه د حنفي فقهاؤو دوه نظره دي :

ځينې یې په دې اند دي چې د هغه تر بالغیدو پورې دې انتظار وویستل شي او ځینې وایې چې قاضي دې د هغه په نیابت قصاص واخلي . امام الشافعي او امام احمد په آند د صغیر تر بالغیدو او د لېوني تر روغیدو پورې باید انتظار وویستل شي .

د مقتول د ورثې ډېروالی :

۱-  که چېرې ورثه ټول بالغان وي ټول د قصاص د غوښتنې مستحق دي ، د قصاص د نافذولو په مهال باید ټوله ورثه حاضره وي ځکه چې د غائب وارث لخوا د بښنې احتمال دی . که چېرې یو وارث هم قاتل ته عفوه وکړي قصاص ساقطیږي . هغه وارث چې قاتل ته بښنه نه کوي او قصاص د بل وارث د بښنې له امله ساقط شي هغه ته د دیت په حساب د هغه د برخې سره سم مال ور کول کیږي . ()

۲- که په وارثانو کې بالغان او صغیران دواړه وي یا پکې کوم لیونی وي د امام مالک او امام ابوحنیفه په آند مشران ( بالغان ) کولی شي چې قصاص واخلي د کشرانو تر بالغیدو یا هم د لیوني تر روغیدو دې انتظار نه کوي هغوی د علي رضی لله عنه په قتل د ابن ملجم په قصاصولو استدلال کوي په داسې حال کې چې د علی رضی الله عنه په ورثه کې صغیران هم ول اما د هغوی تر بالغیدو چا صبر ونکړ . د احنافو په آند پلار او نیکه هم د صغیر لخوا ولایتاً د قصاص اخیستلوحق لري .

د امام ابویوسف ، امام محمد او شافعیانو په آند : که چېرې د مقتول په ورثه ووکې صغیر ، لیونی یا غایب وي د صغیر تر بالغیدو ، د لیوني تر روغیدو او د غایب تر حاضریدو باید انتظار وویستل شي . دا ځکه چې قصاص د ټولو ورثه و ګډ حق دی هېڅ وارث نه شي کولی چې په یواځې ځان قصاص واخلي او د بل حق ضایع کړي . مغني د ابن قدامه د امام احمد بن حنبل څخه په دې اړه دوه نظرونه نقل کړي دي : په یوه نظر کې د امام ابوحنیفه او امام مالک صاحب سره ورته نظر لري ، او په بل نظر کې د صاحبانو او امام شافعی رحمهم الله سره هم نظر شوی دی چې ابن قدامه په خپله هم په دې وروستي نظر دی .

د امام ابویوسف ، امام محمد ، شافعیان او حنابله وو په آند ولي نه شي کولی چې قصاص واخلي یا یې وبښي .

د قصاص ساقطوونکي

قصاص د قاتل په مرګ ، په بښنه ، په سوله او په میراث وړلو سره ساقطیږي

۱- د قاتل مړینه : کله چې قاتل مړشي ، دا مهمه نه ده چې په خپل مرګ مړشي ، یا یې بل څوک ووژني ، ښکاره خبره ده چې قصاص یې ساقطیږي ځکه چې د قصاص له پاره محل نه پاتې کیږي . د څېړنې وړخبره دا ده چې ایا د هغه له مال څخه د مقتول ورثې ته دیت ورکول کیږي که څنګه ؟

احناف او مالکیان وایي چې په داسې حالت کې د قاتل له مال څخه دیت نه ورکول کیږي ، دا ځکه چې قصاص عیني واجب دی کله چې قاتل مړشو، قصاص هم ساقط شو .

شافعیان او حنابله وایې چې :  کله چې قاتل له قصاصه مخکې مړشي د هغه له مال څخه به دیت ورکول کیږي دا ځکه چې د هغوی په آند د مقتول ورثه د دیت یا د قصاص په ټاکلوکې پوره واک لري کله چې د قصاص محل له منځه ولاړ شي د هغه له مال څخه به د مقتول ورثې ته مال ورکول کیږي .

۲- بښنه ( عفو ) : د قصاص بښل نه یواځې روا بلکه یو نیک عمل بلل شوی دی .

د عفوې رکن : د بښنې رکن دا دی چې بښونکی ووایي : بښنه مې وکړه ، ابراء مې وکړه یا دې ته ورته نور الفاظ چې د عفوې معنی ترې اخیستل کیږي . د ولي مقتول کولی شي په محکمه کې په شفاهي توګه یا د یوې عرضپاڼې په مټ د ابراء خط د ترتیب غوښتنه کوي

د احنافو او مالکیانو په آند عفوه په وړیا ډول د قصاص بښلو ته وایي . له قصاص څخه دیت ته راښکته کیدل د هغوی په آند سوله ده نه بښنه . د احنافو او مالکیانو په آند له قصاص څخه دیت ته را ښکته کیدل د قاتل له رضا پرته نشی کیدای او د قاتل رضا لاس ته راوړل سوله ده نه بښنه .

د شافعیانو او حنابله ؤ په آند عفوه په وړیا ډول د قصاص بښلو ته ، یا له قصاص څخه دیت ته راښکته کیدلو ته وایي . د مقتول ولي پوره واک لري چې قصاص اخلي یا دیت ، د قاتل رضا پکې شرط نه ده .

د بښنې شرطونه :

په بښنه کې د دوه شرطونو اړتیا ده :

۱ـ بښونکی باید عاقل او بالغ وي . د ماشوم او لیوني بښنه سمه نه ده ، ځکه چې بښنه د طلاق او هبې په شان بشپړه مضره کړنه ده چې ماشوم او لیونی یې صلاحیت نلري .

۲- بښونکی باید د بښل شوي حق څښتن وي ، دا ځکه چې بښنه له خپلله حق څخه تیریدل دي ، د بل چا له حق څخه تیریدل د منلو وړ نه دي .

د جمهورو فقهاؤو په آند ټوله ورثه د بښنې حق لري که هغه نارینه وي یا ښځينه . د مالکي فقهاؤو په آند یواځې نارینه عصبه د بښنې حق لري او بس .

پلار او نیکه یواځې د قصاص اخیستلو ولایت لري ، له صغیر پرته چې بلوغ ته ورسیږي هېڅوک د صغیر د حق د بښنې صلاحیت نه لري . د شافعیانو او حنابله و په آند پلار ، نیکه او حاکم یواځې د مال په بدل کې د بښنې واک لري .

۳- سوله : د قصاص په اړه سوله د ټولو فقهاؤو په اتفاق رواده . سوله له دیت څخه په کم مال ، د دیت په اندازه مال ، له دیت څخه په زیاته اندازه مال کیدلی شي او قصاص پرې ساقطیږي .

د سولې حکم : سوله او بښنه یو حکم لري هر څوک چې د بښنې واک لري د سولې واک هم لري . لکه څنګه چې بښنه قصاص ساقطوي همدا ډول یې سوله هم ساقطوي .

د ټولو فقهاؤو په اتفاق ، دولت او د صغیر او لیوني ولي له مال پرته د سولې واک نه لري . همدارنګه له دیت څخه په کم مال سوله نشي کولی . ځکه چې دولت او ولي د صغیر په زیان د سولې او بښنې واک نلري .

د بښنې او سولې توپیر : بښنه له بدلې پرته د خپل له حق څخه تیریدلو ته وايي او سوله د یوشي په بدل کې  له خپل حق څخه تیریدلو ته وایي .

د امام مالک او امام ابوحنیفه رحمهما الله په آند د دیت په بدل کې د قصاص بښل سوله ده نه بښنه ، ځکه چې د نوموړو فقهاؤو په آند د قصدي وژنې سزا دیت نه بلکې قصاص دی ، او دیت هغه وخت لازمیږي چې قاتل رضایت ولري . د دیت په بدل کې د قصاص ساقطول د دواړو خواوو په رضایت کیدلی شی چې له همدې کبله سوله شوه نه بښنه .

۴- په میراث وړل د قصاص : یو له هغه مواردو څخه چې قصاص پرې ساقطیږي په میراث وړل د قصاص دي .

د بیلګي په توګه : یو سړی د خپل پلار ووژني ، دا قاتل ورور هم ولري ، مقتول له دوه زامنو پرته بل وارث ونه لري ، له قاتل پرته هغه بل زوی چې د قاتل ورور دی مړ شي په داسې حالت کې قصاص قاتل ته په میراث پاتې کیږي له همدې کبله ساقطیږي .

د عمدي قتل بد لي جزاء (د یت) :

که چېرې قصاص په یو ډول ساقط شو، دیت او تعزیز نافذیږي :

د دیت تعریف :

دیت په شریعت کې هغه مال ته ویل کیږي چې د ژوندي د وژلو په بدل کې ورکول کیږي .

د دیت د رواوالي دلایل :

د دیت رواوالی په قرآنکریم ، احادیثو او اجماع ثابت دی .

قرآنکریم : الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي : [ وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلَّا أَنْ يَصَّدَّقُوا ] د النساء سورت ۹۲م آیت . ژباړه : څوک چې یو مؤمن په خطا ووژني نو (شته په قاتل ) آزادول د مؤمن غلام او دیت دې ورکړل شي وارثانو د مقتول ته مګر دا چې و یې بښي ( وارثان قاتل ته ) .

که څه هم ذکر شوی آیت د خطا قتل په اړه دی خو ټول علماء د قصاص د ساقطیدو په حالت کې د دیت په لازموالي متفق دي .

احادیث : د دیت د مشروعیت په اړه ډېر زیات احادیث له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي دي چې مشهور یې د یمن خلکو ته د الله د رسول هغه لیک دی چې پکې ډېرو احکامو ته اشاره شوې ده چې د لیک په یوه برخه کې راغلي دي : مَنِ اعْتَبَطَ مُؤْمِنًا قَتْلًا، عَنْ بَيِّنَةٍ فَإِنَّهُ قَوَدٌ إِلَّا أَنْ يَرْضَى أَوْلِيَاءُ الْمَقْتُولِ، وَأَنَّ فِي النَّفْسِ الدِّيَةَ مِائَةً مِنَ الْإِبِلِ …

ژباړه : که چا یو بې ګناه مؤمن وواژه نو قصاص دې کړی شي مګر نه دې قصاص کیږي که د مقتول وارثان د دیت په اخیستلو راضي شول بیا د قال کړی شوي نفس دیت (سل) اوښان دي .

اجماع : د دیت په رواوالي د ټولو علماؤو اتفاق دی .

د دیت د وجوب شرطونه :

د حنفي مذهب د علماوو په آند د دیت د وجوب له پاره دوه شرطونه ضروري دي :

۱- عصمت : مقتول باید پاک ( معصوم ) وي . د حربي او یاغي په وژلو دیت نه لازمیږي ، جمهورعلماء هم د احنافو سره د دې شرط په اړه متفق دي یواځې د شافعیانو په آند یاغي معصوم الدم دی .

۲- تقوم : مقتول باید متقوم وي يعني که څوک په دارالحرب کې مسلمان شو اوهلته د مسلمان یا د ‌‌ذمي لخوا په خطا ووژل شو په قاتل یې دیت نه لازمیږي . د جمهورو علماوو په آند تقوم په مسلمانوالي دی . دا چې وژل شوی دی مسلمان دی ، الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي : وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ د النساء سورت ۹۲یم آیت .

ژباړه : څوک چې یو مؤمن په خطا ووژني نو (شته په قاتل ) آزادول د مؤمن غلام او دیت دې ورکړل شي وارثانو د مقتول ته .

د احنافو په آند تقوم په دارالاسلام ( د اسلامي نظام سیمه ) دی نه په مسلمانوالي . الله تعالی فرمایلي دي : [فَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ ] د النساء سورت ۹۲م آیت .

ژباړه : که چېرې مقتول ستاسې د دښمن له قومه و ، په داسې حالت کې چې دا ( مقتول ) مؤمن و نو ( شته په قاتل ) آزادول د مسلمان غلام ( له دیت پرته ) .

په داسې حالت کې یې الله تعالی جزاء کفاره ټاکلې ده چې هغه د غلام آزادول دي .

د دیت ډولونه :

د دیت د اقسامو په اړه فقهاء واحد نظر نه لري . د امام ابوحنیفه ، امام مالک او امام شافعي په پخواني مذهب کې ویلي دي چې دیت درې ډوله دی : اوښان ، سره زر او سپین زر او د هر یو قسم څخه د دیت ورکول روا دي . د هغوی دلیل دا دی چې له پیغمبر صلی الله علیه څخه روایت شوی دی چې فرمایلي یې دي : وَإِنَّ فِي النَّفْسِ الدِّيَةَ , مِائَةٌ مِنَ الْإِبِلِ

ژباړه : د نفس په وژلو سل اوښان دیت لازمیږي . همدارنګه روایت شوی دی چې عمر رضی الله عنه په سرو زرو والا باندې زر دیناره او په سپینو زرو والا باندې لس زره شرعي درهمه دیت لازم کړی و . فتوی هم په حنفي مذهب کې د امام ابوحنیفه په قول ده . د امام احمد او صاحبانو په آند دیت په لاندې شپږو شیانو کې لازم دی : اوښان ، سره زر ، سپين زر ، غوایان ، پسونه او جامې . که په دیت کې هر څه تیار شول د مقتول ورثه یې باید واخلي دا ضروري نه ده چې قاتل د هغه شي خاوند وي او که نه وي .

امام شافعي رحمه الله د خپل په وروستي نظر کې ویلي دي چې دیت په اصل کې سل روغ اوښان دي چې قاتل یې باید د مقتول ولي ته وسپاري ، که چېرې سل اوښان پیدا نشول نو باید د سلو اوښانو قیمت دې ورکړل شي . هغه په دغه حدیث استدلال کوي : روی عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، قَالَ كَانَتْ قِيمَةُ الدِّيَةِ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ثَمَانَ مِائَةِ دِينَارٍ أَوْ ثَمَانِيَةَ آلَافِ دِرْهَمٍ، وَدِيَةُ أَهْلِ الْكِتَابِ يَوْمَئِذٍ النِّصْفُ مِنْ دِيَةِ الْمُسْلِمِينَ “، قَالَ: فَكَانَ ذَلِكَ كَذَلِكَ حَتَّى اسْتُخْلِفَ عُمَرُ رَحِمَهُ اللَّهُ، فَقَامَ خَطِيبًا فَقَالَ: أَلَا إِنَّ الْإِبِلَ قَدْ غَلَتْ، قَالَ: فَفَرَضَهَا عُمَرُ عَلَى أَهْلِ الذَّهَبِ أَلْفَ دِينَارٍ، وَعَلَى أَهْلِ الْوَرِقِ اثْنَيْ عَشَرَ أَلْفًا، وَعَلَى أَهْلِ الْبَقَرِ مِائَتَيْ بَقَرَةٍ، وَعَلَى أَهْلِ الشَّاءِ أَلْفَيْ شَاةٍ، وَعَلَى أَهْلِ الْحُلَلِ مِائَتَيْ حُلَّةٍ

ژباړه : عمرو د شعیب زوی له خپل پلاره هغه د خپل له نیکه څخه روایت کړی دی چې د دیت ارزښت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په زمانه کې اته سوه دیناره یا اته زره درهمه و . د اهل کتابو دیت هغه وخت د مسلمانانو د دیت نیمایي و . د حضرت عمر رحمه الله تر خلافته پورې همدا ډول و ، عمر رضی الله عنه خطبه وړاندې کړه او وې ویل : د اوښانو بیې لوړې شوي دي ، راوي وایي عمر رضی الله عنه په سرو زرو والا زر دیناره ، په سپینو زرو والا دولس زره درهمه ، په غوایي والاوو دوه سوه غوایان ، په پسه والاوو دوه زره پسونه ، په جامه والاوو دوه سوه جوړې جامې وټاکلې .

د دیت اندازه :

هغه څه چې مو د دیت په ډولونو کې بیان کړل د دیت اندازه هم ترېنه معلومیږي چې د سپينو زرو پرته په نورو ټولو اندازو کې یې د فقهاؤو اتفاق دی .

په سپینو زرو کې د فقهاؤو د اختلاف سبب د دینار اندازه ده چې د احنافو په آند یو دینار لس درهمه او د جمهورو په آند دولس درهمه دی .

دیت په اوښانو کې سل اوښان ، په سرو زرو کې زر دیناره ، په سپینو زرو کې زر درهمه د احنافو په آند او دولس زره درهمه د جمهورو فقهاؤو په آند دی . په غوایانو کې دوه سوه ، په پسونو کې دوه زره پسه او په جامو کې دوه سوه جوړې جامې دیت دی .

د افغانستان د سترې محکمې مقام هم د احنافو د رایې سره سم د دیت اندازه لس زره درهمه چې اووه زره مثقاله سپين زر کیږي ټاکلې ده . ستره محکمه هر کال له بانکونو څخه د سپینو زرو د بیې له پوښتنې وروسته د دیت اندازه په افغانیو ټاکي . همدارنګه د ۱۳۴۷ کال د سیمینار د لارښوونو سره سم په افغانستان کې په عاقله ( د قاتل قوم ) دیت نه کېښودل کیږي .

مغلظ او مخفف دیت :

دیت په مغلظ او مخفف ویشل شوی دی . په خطا ډوله (شبه عمد) وژنه کې مغلظ او په خطا وژنه کې مخفف دیت لازم دی . کله چې په قصدي وژنه کې د مقتول ورثه بښنه وکړي په داسې حالت کې د امام شافعی او حنابله وو په آند مغلظ دیت لازمیږي د امام ابوحنیفه رحمه الله په آند په عمدي وژنه کې دیت نشته بلکې د دواړو خواوو د موافقې پورې اړه لري .

د امام ابوحنیفه او امام ابویوسف رحمهما الله په آند مغلظ دیت پنځه ویشت بنت مخاضه ( پوره یوکلن یانې دوهم کال یې شروع شوی وي ) ، پنځه ویشت بنت لبون ( هغه اوښه چې دریم کال یې شروع شوی وي ) ، پنځه ویشت حقې ( هغه اوښه چې څلورم کال یې شروع شوی وي ) او پنځه ویشت جذعې ( هغه اوښه پنځم کال یې شروع شوی وي ) .

د امام محمد او امام شافعي رحمهما الله په آند دېرش حقې ، دېرش جذعې او څلوېښت بلاربې ثنیې دي .

(هغه اوښه چې شپږم کال یې شروع شوی وي )

مخفف دیت په خطا وژنه کې د ټولو فقهاوو په اتفاق شل بنت مخاض ، شل ابن مخاض ، شل بنت لبون ، شل حقې او شل جذعې دي . ()

د احنافو په ګډون د جمهورو علماوو په آند د ښځې دیت د نارینه وو د دیت نیمایي دی . () په دې اړه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه روایت شوی دی : عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” دِيَةُ الْمَرْأَةِ عَلَى النِّصْفِ مِنْ دِيَةِ الرَّجُلِ ()

خاتمه :

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د قتل لپاره مختلف مجازات ټاکلي دي خو هغه مجازات چې ګټور ثابت شوي دي هغه د قتل شرعي مجازات دي . تجربې ثابته کړې ده چې چېرته د الله د حکم سره سم قاتل قصاص شوی دی او دالله شریعت نافذ شوی دی هلته د قتل د جرم تر ډېره مخنیوی شوی دی . که څه هم په ظاهره کې د قتل شرعي جزاء چې هغه قصاص دی سخته ښکاري خو الله جل جلاله حکیم او عادل دی الله متعال ځمکه او انسانان پیدا کړي دي ، الله ډېر ښه پوهیږي چې د انسانانو د هو ساینې لپاره کوم ډول ارشادات او قوانین را ولیږي الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي : وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ د بقرې سورت ۱۷۹یم آیت .

ژباړه : تاسې لپاره په قصاص کې ژوندون دی ای د عقل خاوندانو ، د دې لپاره چې تاسو ځان وساتئ (د ناحقو وینو تویولو څخه ) . الله جل جلاله په پورتني آیت کې ټولو شک اچوونکو او هغه خلکو ته ځواب ویلی چې د اللهی شریعت د قوانینو سره ذهني جوړجاړی نلري . د اولوالالباب له کلمې ښکاري چې د سلیم عقل له خاوندانو پرته د الله د احکامو په حکمت نور څوک نه پوهیږي .

خو موږ دلته د قتل ډولونه د اسلامي فقهې له مخې هم درپېژنوچې نعمت الله شاکر په تعلیم الاسلام ویب پاڼه کې په لاندې ډول تشرېح کړي دي :

قتل او د قتل ډولونه :

د اسلامي فقهي پېژندنه

لیکونکی:  نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د فعل له لحاظه دقتل ډولونه:

أول- حنفيان وايي:

قتل پنځه قسمه دی:

عمد، وشبه عمد، وخطأ، و اجرى مجرى الخطأ، والقتل بالسبب.

عمد قتل: هغه دی، چي قاتل يې د وژلو په اراده په سلاح لکه توره، چاړه، مرمۍ يا نېزه ووهي. يا يې پداسي شي ووهي، چي هغه شی د سلاح قائم مقام وي لکه غيچي یا غټ لرګی يا اره او تېشه يا يې په غټ ميخ يا ستن پداسي ځای کي ووهي، چي هغه يې د مړينی سبب سي يا يې اور ته واچوي.

عمد خو د قصد په معنی دی؛ خو داچي قصد يو خفي شی دی او انسان خو  په باطن نه پوهیږي، نو  دغه سلاح يا د هغه قائم مقام پر دې دلالت کوي، چي ضارب يا قاتل د قتل اراده درلوده.

پدې قتل کي درې شيان سته: قصاص،اثم او د ميراث محروميت.

د امام أبو حنيفة رحمه الله په نزد شبه العمد قتل:

ضارب يې پداسي شي ووهي، چي هغه سلاح نه وي او نه د سلاح قائم مقام وي لکه په لکړه يا غټي ډبری يا غټ لرګي يې ووهي؛ ځکه په درانه شي قتل د امام صاحب په نزد شبه عمد قتل دی او دليل يې دادی، چي هغه خو په غالب ډول د قتل لپاره نه کاریږي بلکي د تاديب لپاره کاریږي او فتوی هم د امام صاحب پر قول ده. پدې قتل کي څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.

صاحبين وايي: په درانه شي لکه غټه ډبره يا غټ لرګي قتل کول عمد قتل دی.

ځکه د دوی په نزد شبه العمد دادی، چي پداسي شي ووهل سي، چي په هغه سره قتل په غالب ډول نسي کېدلای لکه کوچنۍ ډبره يا کوچنی لرګی يا کوچنۍ لکړه.

نو په همدې اساس د کوچني شي د وهلو پر قتل لکه کوچنۍ لکړه، کوچنۍ ډبره او چلاخه د دوی اتفاق دی، چي شبه عمد قتل دی او اختلاف يې پر لويه لکړه لوی لرګي او لويه ډبره دی يا مثلاً يو څوک بل څوک له غره يا بل لوړ ځای څخه را وغورځوي، نو که يې د نجات اميد نه وو دا د امام صاحب په نزد شبه عمد او د يارانو په نزد عمد قتل دی.

خطأ قتل: هغه دی، چي د قاتل اراده د قتل نه وي دغه قتل پر دوه ډوله دی:

۱- په قصد او اراده کي خطأ: ښکاري د ښکار په ګمان يو شی وولي او هغه انسان وي يا مجاهد د حربي په نيت څوک وولي او هغه مسلمان يا ذمي وي پدغه صورت کي خطأ قصد ته منسوبه ده . پدې قتل کي څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.

2-په فعل کي خطأ: هغه قتل ته في الفعل خطا ويل کيږي، چي قاتل هدف ولي يا ښکارکوي هدف يا د ښکار واری يې خطا سي او انسان وولي، يا د يوه کس د ويشتلو ار اده ولري او بل وولي. پدغه صورت کي خطأ فعل ته منسوبه ده. پدې قتل کي هم څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.

ما أجري مُجرى الخطأ: هغه قتل دی، چي قاتل  نه د فعل اراده لري نه د نتيجې اراده لري او دغه قتل د شرعي عذر په صورت کی تر سره سي لکه ويده کس پر بل چا راوړي او هغه قتل سي .

پدې قتل کي هم څلور شيان سته: کفاره، ديت، اثم دی او د ميراث محروميت.

بالسبب قتل: هغه قتل دی، چي قاتل په مستقيم ډول په قتل کي برخه نه وي اخيستي بلکي ده د قتل لپاره سبب جوړ کړی وي مثلاً:

 ۱- يو څوک د بل چا په مځکه يا لاره کي څاه يا کنده وکاږي او څوک په خبر نکړي يا يې د هغه اجازه نه وي اخيستي او په هغه کی انسان ولویږي او مړ سي.

۲- يا په لاره کي غټ لرګی يا غټه ډبره کښيږدي هغه پر يو چا را ايله سي او هغه مړ سي.

۳- پر يوه کس د عمدي قتل يا د احصان په صورت کي د زنا شاهدي ووايي مشهود عليه قتل سي وروسته شاهدان د خپل شهادت څخه رجوع وکړي. پدې قتل کي درې شيان سته: ، ديت، اثم يې د څاه کيندلو له امله دی د قتل له امله ندی او د ميراث محروميت سته.

دوهم: اکثر علماء، چي له هغو څخه شافعيان او حنابله هم دي دا نظر لري، چي قتل د فعل له لحاظه درې ډوله دی:

قتل عمد، شبه عمد او خطأ.

1ـ قتل عمد : هغه دی، چي يو څوک بل څوک په ظلم سره په مستقيم ډول وی که سببا وي پداسي شي قتل کړي، چي په غالب ډول په هغه سره وژل کیږي، يا په هغه سره زخمي کېدلای سي يا په درانه شي ووهل سي لکه سلاح، اوسپنه، غټه ډبره، يا يې په مېخ يا غټه ستن پداسي ځای کي ووهي، چي له هغه ځای څخه انسان قتل کېدلای سي يا يې پداسي ځای کي زخمي کړي، چي هغه وپړسيږي يا درد کوي او دغه زخم، پاړسوب او درد يې د مرګ سبب سي.

2))شبه العمد: هغه قتل دی، چي قاتل يې په قصدي ډول پداسي شي قتل وکړي، چي په هغه شي سره غالباً قتل نه کیږي لکه:

 ۱- په سپکه ډبره ویشتل، په چلاخه ياپه کوچنۍ لکړه وهل.

۲- په وهلو کي به پرلپسې والی نه وي.

۳- ضرب به يې پر داسي ځای نه وي کړی، چي هغه د قتل سبب کېدلای سي.

۴- وهل سوی شخص به کوچنی يا کمزوری وي.

 ۵- هغه آله به د تودوالي يا يخوالي نه وي، چي د هلاکت ذریعه وي.

 ۶- وهل به د سخت درد سبب نه وي سوی، چي د مرګ باعث سي.

که له دغو څخه يو شی موجود سو، نو هغه عمد قتل دی؛ ځکه چي په هغه سره؛ خو غالباً قتل کیږي.

په شبه عمد کي قصاص نسته په هغه کي مغلظ دیت سته، چي هغه د ديتونو موضوع ده.

3))خطأ: هغه قتل دی، چي قاتل يې نه د اعتداء قصد لري او نه يې د فعل اراده لري، نه يې شخص مراد وي. مثلاً:

 ۱ يو څوک پر بل چا را ولويږي هغه مړ سي.

 ۲- درخته يا حيوان ولي هغه پر انسان ولګيږي او قتل سي.

 ۳- يو انسان ولي هغه پر بل چا ولګيږي او مړ سي.

درېيم.  د مالكيانو مشهور مذهب: قتل دوه ډوله دی: عمد اوخطأ؛ ځکه په قران کريم کي فقط دغه دوه ډوله ذکر سوي دي، نو څوک چي پر دغه ډوو ډولونو نور ور زيادوي دا پر نص زيادت دی امام مالک رحمه الله شبه عمد قتل نه مني.

(1)  عمد قتل : هغه قتل دی، چي قاتل يې په مستقيم ډول  په اوسپنه يا درانه شي ووهي او هغه قتل سي يا يې د قتل سبب ورته برابر کړي لکه سوځل، غرقول يا خفه کول،  يا زهر ورکول، يا د هغه د مړيني لپاره ډوډۍ يا اوبه ورڅخه بندول، چي هغه په مړ سي. يا يې فقط د تعذیب اراده وي که يې پداسي شي ووهي، چي په هغه سره غالباً قتل کيدلای سي يا قتل نسي په کيدلای پدې شرط، چي دغه کار د غضب يا دښمنۍ په سبب وکړي نه د تاديب په غرض. که يې د بازيو څخه وواهه يا يې د تاديب په غرض وواهه، نو دا خطأ قتل دی.

2) ) ـ  أما خطأ قتل:

هغه دی، چي د قاتل نه د وهلو اراده وي او نه يې هم د قتل اراده وي لکه:

۱-يو څوک،چي پر بل چا را ولويږي او هغه قتل سي.

۲- ښکار ولي او هغه پر انسان ولګيږي او مړسي.

3) )ـــ شبه العمد: هغه قتل دی، چي د وهلو اراده موجوده وي؛ خو د قتل اراده نه وي. د مالکيانو د مشهور مذهب مطابق شبه عمد هم عمد دی.

د مخکي بحث څخه معلومه سوه، چي فقهاء د قتل پر بعضو حالاتو اتفاق لري لکه: ۱-  په عمد قتل کي په سلاح سره قتلول. ۲- د خطأ په قتل کي.

په درو حالاتو کي اختلاف سره لري لکه: ۱- شبه العمد. ۲-  ما أجري مجرى الخطأ. ۳- قتل بسبب.

د عمد قتل ارکان:

عمد قتل درې رکنونه لري:

۱- مقتول به انسان، ژوندی او معصوم الدم وي.

۲- د قتل نتیجه د جاني له فعل څخه پيښه سوي وي.

 ۳- جاني د مقتول د وژني اراده ولري.

اول رکن: مقتول به انسان، ژوندی او معصوم الدم وي:انسان-ژوند- د دم معصوميت او دوام.

عمد قتل د قصاص موجب وي: دا هغه اعتداء ده، چي پر ژوندي او دوامدار معصوم الدم انسان کيږي، نو ويلای سو، چي: ۱- د انسان پرته پر بل چا دغه اعتداء د قصاص موجب نه کيږي، او هم: ۲-  دغه اعتداء پر مړي د قصاص موجب نه کیږي.۳- پر غير معصوم الدم، چي عصمت يې مؤقت يا غير دائمي وي لکه مرتد يا حربي وي يا په دار اسلام کي مستامن وي؛ ځکه د هغه د ويني عصمت دوام نلري بلکي عصمت يې مؤقت دی يواځي په دار اسلام کي د إقامت په زمان کي معصوم بلل کيږي په اصل کي خو حربي دی، دار اسلام ته د عارضي حاجت په وجه داخل سوی وي. وروسته بيرته خپل اصلي وطن ته رجعت کوي، نو دار الحرب ته د بيرته ورتګ په وجه يې د ويني په عصمت کي يې د اباحت شبهه سته، نو که چا عمداً قتل کړ هم د قصاص موجب ندی؛ خو د حاکم د مصلحت مطابق تعزير ورکول کيږي.

د حنفيانوڅخه پرته د نورو مذاهبو يعني جمهورو  په نزد د باغي پر قتل په هغه وخت کي قصاص نسته، چي د اهل عدل (په دار اسلام کي د مسلمانانو د جماعت)  او باغيانو تر منځ حرب موجود او جاري وي؛  ځکه د هغه وينه عصمت نلري او د اهل العدل په مقابله کي  يې وينه تويول روادي. د دوی په نزد د باغي د ويني اباحت د حرب په حالت کي مقصور دی.

د حنفيانو رايه داده، چي د باغي وينه په هيڅ حالت کي معصومه نده په مجرد بغي سره يې د ويني عصمت ختمیږي.

د حنفيانو په نزد د عصمت اساس :

1- په دار اسلام کي مسلمان ته د اسلام له امله د ويني عصمت ثابت دی.

2- ذمي او مستامن ته د دار په وجه عصمت ثابت دی. اماحربي او مسلمان، چي په دار الحرب کي اوسيږي معصوم ندي قاتل ته يې سزا نه ورکول کيږي؛ ځکه هغوی په دار الحرب کی دي.

د حنفيانو څخه ماسېوا د جمهورو په نزد د عصمت اساس: اسلام يا امان دی: مسلمان د اسلام په سبب معصوم الدم دی که څه هم په دار الحرب کی وي. ذمي، مستامن اومتعاهد د امن په سبب معصوم الدم دي، نو د هغو وينه تويول يا مال اخيستل مباح ندي، عمدي قاتل يې د سزا وړ دی خو د دوی په نزد د کافر پر قتل قصاص نسته. مسلمان که څه هم په دار الحرب کی قتل کړي قاتل پر قصاصيږي.

د دواړو رايو تر منځ په دار الحرب کي د مسلمان پر قتل اختلاف سته، چي حنفيان يې قاتل نه قصاصوي او جمهور يې قصاصوي.

د حنفيانو په نزد د عصمت وخت: پدې اړه د امام صاحب او صاحبينو تر منځ اختلاف دی:۱- ابوحنیفة رحمه الله: د عصمت وخت هغه د قاتل د فعل وخت دی، نو که چا يو مسلمان انسان وويشتی او هغه زخمی سو او دغه زخمي وروسته مرتد سو وروسته مړ سو، نو دی خو مرتد بلل کيږي او د قصاص حق نلري؛ ځکه د جاني فعل د مقتول څخه ژوند ندی اخیستی نو قتل هم نه بلل کيږي او مقتول هغه وخت مړ سو، چي معصوم نه وو او وينه يې هدر وه. خو بيا هم خبره داده، چي د مقتول ديت پر جانی سته؛ ځکه د زخم پوښتنه خو ورڅخه کيږي، چي ده په هغه وخت کی زخمي کړی دی؛ ځکه د فعل په ابتداء کي هغه معصوم وو.

صاحبين وايي: د عصمت وخت يې د فعل او مرګ دواړو وخت دی؛ ځکه د قاتل فعل د مقتول د قتل سره اړه لري، چي هغه اثر يې په مقتول کي د ژوند ختميدل سوه، نو په دواړو وختونو کي يې عصمت ته کتل کیږي که د جرحي پر وخت مسلمان وو او وروسته مر تد سو هم قصاص او ديت نسته او که د جرحي پر وخت مرتد وو او وروسته مسلمان سو هم ديت او قصاص نسته.

امام صاحب او صاحبين پر عدم قصاص متفق دي پر ديت اختلاف سره لري امام صاحب وايي: ديت سته او صاحبين وايي ديت هم نسته.

زفر رحمه الله وايي:  د عصمت وخت يې د مرګ وخت دی يعني که د مرګ پر وخت مسلمان وو معصوم الدم دی او که د مرګ پر وخت مرتد وو مباح الدم دی.

مالکيان، شافعيان او حنابله د عصمت د وخت په اړه د صاحبينو سره متفق دي، چي هغه د فعل او مرګ دواړو وخت دی يعني د پیل او پای دواړه وختونه، نو د مجني عليه لپاره د ا شرط ده، چي د ضرب يا زخم څخه تر مرګه به معصوم وي، که انقطاع راغلل عصمت له منځه ولاړ.

لکه چا د بل چا لاس قطع کړ او مقطوع اليد مرتد سو وروسته د لاس زخم سرايت وکړ او مړ سو، نو نفس يې هدر دی يعني په نفس کښي يې نه قصاص سته، نه ديت سته او نه کفاره سته؛ ځکه مرتد نفس خو غير معصوم الدم دی او نه هم ضمان لري.

همداسي امام ابوحنيفه رحمه الله او صاحبين يې د ويشتلو د وخت په تعين کي سره مختلف دي، چي د کوم وخت عصمت يې معتبردی: امام صاحب وايي: د واري وخت معتبر دی نه د إصابت وخت يعني که قاتل واری وکړی پدغه وخت کي د مقتول حالت ته کتل کيږي، چي مسلمان دی که ندی؛ ځکه انسان د فعل په اړه پوښتل کيږي نه د ويشتلو د رسيدلو په اړه، چي څه وخت رسيږي.

صاحبين وايي: د ويشتلو وخت ندی معتبر د  إصابت وخت معتبر دی؛ ځکه معمول دادی، چي هغه وخت د تلف دی، چي مقتول ته مرمۍ رسيږي. که چا يو څوک په غشي وويشت او د غشي ويشتونکی تر واري وروسته او تر إصابت مخکي مقتول مرتد سو، نو د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد د جاني څخه ديت اخيستل کيږي؛ ځکه هغه خو د واری پر وخت معصوم وو.

صاحبين وايي: ديت نسته؛ ځکه مجني عليه د إصابت پر وخت معصوم ندی.

خو د حنفيانو څخه ماسيوا د ويشتلو د وخت په تعين کي، چي عصمت د کوم وخت معتبر دی د واري وخت که  دإصابت وخت؟

نو دلته دوه مختلف نظرونه دي: مالکيان او شافعيان وايي: د واری وخت د عصمت وخت دی يعني د دغه وخت عصمت يې معتبر دی، چي دا دامام صاحب سره اتفاق دی.

حنابله وايي: د إصابت وخت معتبردی، چي دا صاحبينو سره اتفاق دی.

پایله :

کله چې قصدي یا عمد قتل دومره سخت دئ ، په داسې حال کې چې موږ ټول مسلمانان ځانونه مسلمان او د نبي (ع) امتیان ګڼو ، بیا خود افغانستان ، سیمې او نړي ټولو مسلمانو چارواکواو بېواکو ، افسرانو اوعسکرو، امیرنو اومادونانو ، حکومتونو او رعیتونو ، ظالما نو او مظلومانو ته دا لازمه ده چې په ناحقه نورمسلمان وروڼه نه په خپله قتل کړي او نه یې هم د نورو په اشارو سره قتل کړي ، د سیمې او نړۍ چارواکي باید په نورو مسلمانو هېوادونو ، ملتونو ، نظامونو او جغرافیو کې پوځي ، استخباراتي او سیاسي داسې  ګوتې ور ونه وهي چې د هغوی د قتلان او بربادۍ سبب جوړېږي ، ځکه ټول مسلمان ملتونه یو ملت واحده او ټول کفري هېوادونه او نظامونه بل ملت واحده ګڼل شوی دي . هغوی په مسلمانانوکې ډول ډول استخباراتي پروژې جوړې کړې ، هغوی یې په خپلوکې د قوم ، توکم ، ژبې ، سمت اومذهب په نومونو سره وېشلي ، په مېلیونونو خلک یې د خپلو ناولیو اهدافو قرباني کړي او شهیدان کړي دي ، نو اوس یې نیت دئ چې ټول په خپلو کې سره تیت پرک اویو پربل باندې سره ووژني .

په افغانستان او ټوله سیمه کې د غه ډول نیابتي تپل شوې پردۍ جګړې له تېرو (۴۰ ) کالو را په ایسته زموږ په خاوره کې روانې دي  چې پخوا د رونالد ریګن او ګورباچوف تر منځ ددوی له خپل منځي پټ جوړجاړي وروسته په افغانستان کې خپلمنځي کورنۍ جګړې پیل شوې او واک یې هم یوې ډلې ته په لوی لاس وسپاره ، او اوس هم د دونالد ټرمپ او پوتین تر منځ په اروپا کې د افغانستان پرسرترلوټلواوسترو ملي غلاګانو وروسته پټې معاملې او خبرې سره وشوي ،چې بیا به هم په دې خاوره کې پخوانۍ هغو ته ورته خپلمنځي جګړې په افغانستان کې پیل او پاتې وسلې او مهمات به ټول په کې له منځه ولاړشي او دا ځل به افغانستان د غرب او شرق د استعماري دسیسو او توطئیو د ارې پرمټ تجزیې ته برابرکړي .

کوم لوبغاړي چې د انتخاباتي ټکټونو په نوم دې لوبې ته سره را وړاندې شوي ، د هغوی ټولو ټکټونو له کڅوړو د غریب او خاموش اکثریت د بېګناه خلکو د وینو بوی راوځي او معلومه نه ده چې د افغان چاپندازانو په دې لوبه کې به  څومره بېګناه هېواد وال ددوی د باروتي فیلانو او آسانو تر پښو لاندې خپل ژوند ، خپل عزت او خپل جایدادونه له لاسه ورکړي ؟

پخوا روسانو دوه مېلیونه افغانان شهیدان کړي ، یو نیم مېلیون یې معیوب او ناقص الاعضاء او (۷ ) مېلیونه نور یې په کور د ننه او له کورڅخه د باندې په هجرت کولو مجبورکړل .

خو اوس د امریکې په مشرۍ شمالي اتلنتیک غدیو نږدې نیم مېلیون افغانان شهیدان ، (دری نیم مېلیونه  ) نور یې په پوډرو باندې اخته ، تریو نیم لک نوریې په آېډز باندې اخته ، یونیم لک نوریې سؤ شکل اوناقص الاعضاء اوخوا وشا دری مېلیونه نور یې په کور د ننه آواره او بې سر پناه کړل . خو دا ځل که خپل منځي جګړې په کې پیل شوې ، پاتې وسلې او مهات به یې هم ټول ختم شي ، او بیا به د فلسطینیانو په څېر د روسي او امریکایي دولتونو له خوا په ربړي ګولیو ویشتل کېږي او آزادي او برخلیک به یې آن څلورم آسمان ته وخېژي .

خود قیامت په ورځ به  د مقتول د قتلېدواو د هغوی د ټولوغصب شویو اوخوړل شویوحقوقو پوښتنه الله پاک خپله کوي ، چې په هغه صورت کې له قاتلینواو مفسدین فی الارض سره د مقتول او مقتولینو د قتل کولواو ډله ئیز قتال د پوښتنې هېڅ ځواب نه شته  ، ځکه الله (ج) خپله له مقتولینو څخه پوښتنه کوي چې : تاسو څه جرم او ګناه کړې وه چې قتل کړی شوۍ ؟ په داسې حال کې چې پرقاتل باندې به دده خپل لاسونه ، خپله قوماند ه ، خپل عسکر، ځمکه ، وخت اود مقتول هرپرهاراو د قاتل هرګوزار پرقاتل باندې شهادت ورکوي . الله (ج) دې موږ ټول مسلمانان د الله (ج) له داسې پوښتنې څخه په خپل امن و امان کې وساتي . نور بیا .....

 

 

++++++++++++

 

په تېرپسې ...

محمدانور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د مرغومي ۲۹ مه

پنځمه برخه :

اې افغانانواود سیمې اونړۍ مسلمانانو !

له تاسوڅخه چې د سپېڅلې کلمې په برکت دوه زړونه د شرعي عقد له مخې سره پیوند ېږي اود دووکورنیووینې سره شرکې شي ، باید ډېرپام د خپل عقد اوکورنیوددوستۍ نازک تارته ورواړوۍ ، ترڅوترمنځ مواختلاف ته لاره پیدا نه شي ، چې بیا به موله دې کبله عقد اوکورنۍ اړیکې ترې زیانمنې شې . کورنی نظام به موخراب اود ټولنې نوی بنیاد به مو په غلطه کېښودل شي ، چې له همدغې لارې څخه بیا د دووکورنیود خپلولۍ خپلواک نظام اود ټولنې لومړنی تشکیل له بد مرغیوسره مخ کېږي . زړونه اوکورنۍ سره بېلېږي . دوستي یې په دښمنیو باندې اوړي ، عا طفې اوصله رحمۍ یې له زړونوڅخه کډه کوي اوځای یې خصومت اودښمني نیسي ، قهراوغضب ورباندې داسې حکومت کوي چې دواړه خواوې له ایمان ، مادي اومعنوي شتمنیو، ټولنیزاعتبار، پت اوعزت څخه ځانونه خلاصوي دین اودنیا دواړوته له دې لارې ابدي اونه جبرانېدونکي تلپاتې زیانونه اړوي .

زما له ټول مسلمان ځوان او زاړه کهول څخه دا تمه ده چې کله له یو بل سره شرعي عقد ( نکاح ) تړۍ ، ترټولومخکې باید دواړه خواوې خپل کوف ( سیال) ولټوي ، وروسته له دې پرشرعي مهر( مهرمثل یا مهر مُسمی ) باندې توافق ته سره ورسېږي ، خو رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم فرما یلي دي چې : (( ترټولوغوره نکاح هغه ده چې مهریې لږ وي . ))

د پورته ذکرشوي حدیث له ژباړې داسې ښکاري چې له ملا ماتوونکو مصارفواو بېځایه لګښتونوڅخه ټول مسلمانان باید ډډه وکړي ، ځکه الله پاک بېځایه مصرف کوونکي نه خوښوي اوبېځایه مصرف کوونکو ته یې د شیطان د وروڼوخطاب کړی دئ ، په داسې حال کې چې مسلمان خود مسلمان وروروي ، نه د شیطان ، او ورورباید خپل ورورد شیطان په څېرهېڅکله هم دوکه نه کړي .

د کورني تاو تریخوالي اود شرعي عقد ( غوټې ) د خلاصېد واو پرې کېدو څوعلتونه دي چې باید ټول مسلمانان هغه په غورپه پام کې وساتي :

لومړی : ـــ  د کورني تاو ریخوالي یوعلت دادئ چې ددواړوکورنیو د ژوند سطحې سره برابرې نه وي اویود بل غوښتنې نه شي پوره کولی .

دوهم : ـــ  د اړوند وکورنیوترمنځ ناروا سیالۍ اویود بل په کورني نظام کې ګوتې وهل پیل شي .

درېیم : ـــ د جېزاوتویانې د زیاتوملا ماتوونکومصارفوله کبله تاوتریخوالی منځ ته راځي اود هغوغچ له واده شوې ښځې یا نجلۍ څخه اخلي ، چې په هغوکې د خواښې ، یور، ند روراو نورو ذې دخله خپلوانواود کلې کورد نورو شیطانو ښځو ډېرلاس وي .

څلورم : ـــ  د نجلۍ اوهلک ترمنځ توافق وجود نه لري. په دې معنا چې : نجلۍ له هلک سره واده کولو ته تیاره نه وي او یا له بل چا سره مخکې له واده کولو جوړه اویا یې هغه خوښ وي ، کله چې د خپلې خوښې هلک ته ورواده نه شي ، بیا یې پخوانې د یارانې زاړه لمان ورپه یاد شي اوله عقد ( نکاح ) تړلو وروسته له خپل شرعي خاوند سره جوړه نه وي ، ځکه د نجلۍ له خوا دغه عقد یاخو په زورسره تړل شوی وي ، اویا هم خپله نجلۍ د زړه د پاسه د خپل نفس اومهروکیل نیولی وي ، خواصلاً یې په زړه کې عقد تړل نه وي ، یعنې خاڼ د خپل شرعي خاوند مېرمن نه ګڼي .

پنځم : ـــ  ی مېړه خپله ښځه نه شي ساتلی ، یا یې مېړه په کیسه کې نه وي ، پوډري یا شرابي وي اوهغه خپلې نشې کوي .

شپږم : ـــ  مېړه یې آزاد دیموکراتیک اوله پردې وتلی ژوند غواړي اومېرمن یې نه ورسره مني ، اویا دا چې مېرمن یې آزاد دیموکرا تیک ژوند خوښوي اومېړه یې نه ورسره مني .

اووم : ـــ  مېړه یې یوځای په پردیو ورشوګانوکې څري اوخپله هغه غریزه له نورو ناروا ښځو سره اشباع کوي چې هغه جنسي قوه دده د خپلې شرعي مېرمنې خپل شرعي حق دي خومېړه یې پرته له خپلې ښځې څخه هغه جنسي قوه بل ځای مصرف کړې اوچې کله د خپلې ښځې له خوا د خپلوحقوقوغوښتنه ترې وشي ، بیا نو دغه زناکارمېړه د خپلې ښځې غریزه نه شي اشباع کولی ، همدلته د مېړه اوښځې ترمنځ برخلافي پیدا کېږي او بېلتون منځ ته راځي .

اتم : ـــ  ښځه د خپل مېړه په مال کې خیانت کوي ( غلا کوي ) ، او یا نفس فروشي کوي اونورپټ یاران اوملګري لري اوخپله خوا له هغوی سره سړوي ( زنا ورسره کوي ) ، خوچې کله یې مېړه خواهش ترې وکړي په هغې کې نوره قوه نه وي اود خپل مېړه خواهشات نه شي پوره کولی ، ځکه چې داسې ښځې په څوڅو ځایونوکې څري او بېلابېل خوندونه یې لیدلي وي نوځکه بیا خپل شرعي مېړه خوند نه ورکوي ، خو چې کله هغه رجوع ورته کوي ، ښځه ترې تښتي ، نوځکه یې ترمنځ بې باوري زیاتېږږي اوعقد یې زیانمن کېږي .

نهم : ـــ  یا داچې ښځه یا مېړه ناروغ اویا کمزوري وي ، یوبل نه شي سره سېراب کولی . ځکه یې اختلاف ترمنځ پیدا شي اویا یې ترمنځ په سن اوعمرکې ډېرفرق موجود وي اوددواړو پرژوند یې منفی اغېزکړی وي .

لسم : ـــ  یاداچې میړیا ښځه او یا دواړه په همجنس بازیو باندې اخته وي . یا مېړه د بچه بازۍ او لواطت لاره نیولې وي ، دا هم د مېړه اوښخې ترمنځ د نفرت او بېلتون سبب جوړېږي .

یوولسم : ـــ  یا دا چې مېړه له خپلې ښځې سره د شا له خوا لواطت وکړي هم د ښخې اومېړه ترمنځ د بېلتون سبب جوړېږي ، ځکه ښځه هېڅکله پردغه ډول قبیحه کارباندې راضي نه ده ، الله پاک هم مېړونو ته امرکړی چې خپلو ښځو ته د مخ له خوا ورنږدې شۍ ، نه د شا له خوا ځکه په دې کې د الله پاک ډېرحکمتونه دي ځکه چې په اوسني وخت کې د لواطت د بدوالي په اړه طبيبانوهم ځيني حيرانوونکي څېړني کړې دي :

(( له نارينه، ښځي يا حيوان سره د شاه له لاري جنسي اړيکي نيولو ته لواطت ويل کېږي. ))

((ځيني طبيبان وايي چي که له يوکس سره درې ځلي لواطت وشي، نوهغه پرې روږدی (اموخته/عادت) کېږي، ځکه په مقعد کي يې ځيني داسي وايرسونه اوبکټرياوي پيدا کېږي چي له منيو څخه خوراک کوي، کله چي د لواطت مني خلاص شي، نودغه ميکروبونه د خوراک له پاره په کولمو پسي مښلي اوزبېښي يې، چي له امله يې مفعول ته په مقعد کي سخت سوی اوسوخت پيدا کېږي اواړکېږي چي بيا لواطت وکړي اوهمداسي په مسلسل ډول همدا د لواطت لړۍ جاري وساتي.)) په داسې حال کې چې لواطت د الله (ج) په نزد دومره بدعمل دی چې له کبله یې د لوط (ع) قوم د همدغې قبیحه عمل له امله د سجّین په پخوشګوباندې سنګ باران کړ.

((همدا ډول ځيني ډاکټران وايي چي له مېرمني سره لس ځله کوروالی کول انسان دومره نه کمزوری کوي، لکه يوځل لواطت یې چي يې کمزوری کوي.))

((همدا رنګه ځيني پوهان وايي چي کله چي يوڅوک يوځل لواطت وکړي، نود يوه کال لپاره به يې د بدن ټول رګونه کمزوري وي، که يې دوه ځله وکړي نوله وارمخکي انزال له ناروغۍ سره به لاس اوګرېوان شي ،اوکه همداسي ادامه ورکړي، نو ټول بدن به يې کمزوری شي، د معافیت دفاعي سیستم به یې له منځه ولاړشي چي بيا به له خپلي مېرمني سره د کوروالي هيڅ توان نه لري، نودا چي څوک له خپلې مېرمني سره کوروالی نه شي کولای د هغه اود ښځي څه توپيروي؟ )) له همدې امله د مېړه اوښځې ترمنځ بد مرغي اوبېلتون را ځي .

دوولسم : ـــ  یا داچې مېړه او ښځه دواړه په همدغه ډول پردیو نا محرمو پسې ګرځي اویو پربل بې باوره اوعقد یې هم خراب شوی وي ، نوځکه یې له یوبل څخه زړه توري وي ، ښځه له مېړه ، اومېړه له ښځې څخه بېزاره اوتښتې .

دیارلسم : ـــ  یا داچې پرته له کوم دلیل اوثبوت څخه خوشې په خوشې ښځه پرمېړه ، او یا مېړه پرخپله ښخه باندې بد ګماني کوي ، یو پربل تورونه لګوي ، او یا ښځه پرخپل مېړه باندې کوډې کوي .

څوارلسم : ـــ  اویا ښځه په خپل سرد مېړه له اجازې پرته له کوره د باندې خپلې جکرې وهي ، په داسې حال کې چې ښځې ته په درېیوحالاتو کې په خپل سرله کوره وتلوته اجازه شته :

الف : ــ کله چې شرعي محرم یې په کورکې نه وي اویا یې خپل ځان یا خپل اولاد ته د کومې ور پېښې یا پېښېدونکې عارضې د مرګ خطرمتوجه وي اوښخه دداسې خطرد لیرې کولو په خاطرپه دارو درملو یا قوت اولایموت ترلاسه کولوپه خاطریوې داسې سیمې یا محلې یا بازارته له کوره ووځي چې هلته ددې حیا اوخپل نفس خوندي وي ، نوبیا کولی شي چې هلته پرته له شرعي محرم څخه د خپل شرعي مایحتیاج پوره کولو په خاطرورشي .    

ب: ـــ  کله چې د موراوپلارکورته ځې هغه هم تردرېیو ورځواضافه نه ، نوباید په داسې شرعي جامه کې له خپل شرعي محرم سره چې ناظرین ځانته جلب نه کړي اواندامونه یې په کې تشخیص ، معلوم اوښکاره نه شي ، اوهمدارنګه خوشبوبي په ځان باندې ونه وهي ، وتلی شي .    

ج: ـــ  کله چې نفیرعام وي او پرنراو ښځوټولوباندې جهاد فرض شي .

پنخلسم : ـــ  خو که نجلۍ د هلک په خوښه نه وي ، اویا دواړه یود بل نه وي خوښ ، خومجبورشوي وي چې باید د زورله لارې یوله بل سره واده وکړي اونکاح وتړي . چې دا هم د عقد د ماتولوسبب جوړېږي . مېړه د ښځې ، اوښخه د مېړه نافرماني کوي هره ورځ یې ترمنځ جنګ جګړې وي اویوبل ته داسې الفاظ اوکلمې کاروي چې ددواړوعقد ورباندې خرابېږي .

زما له ټولومسلمانانوپه تېره له افغانانوڅخه دا غوښتنه ده چې په خپل لاس د خپلولومړنیو ټولنو( کورنیو) په تشکیل اودوام کې خرابی اولانجې مه را منځته ته کوۍ . ځکه چې هره کورنۍ په خپل ذات کې یوه ټولنه اوهره ټولنه په اصل کې یوه نړۍ ده ، ځکه له همدغو وړو ټولنوڅخه لویې ټولنې ، ؤلسونه او قومونه منځته راځي .

په دې معنا چې (( کورنۍ ټولنه په اصل کې یو دریاب دئ چې له دوامدارتشکیل اوتسلسُل څخه یې هرې خوانه د ځمکې پرمخ نهرونه اوویالې بهېږي ، که د دغه کورني دریاب اوبه خوږې ، رڼې او صافې وي ، بیاخو د نهرونو او ویالو اوبه خپله ورسره خوږې ، رڼې او دي ، اوکه د دغه دریاب اوبه له سره ترخې ، خټینې ، تروې اوناولې وي ، نوپه هغه صورت کې بیا د بني آدم د ځوځاتي ویالواولښتیواوبه خپله ورسره چټلې ، ترخې ، اوناولې وي چې د تصفیې او پاکولو یې بیا هېڅ چاره نه لیدل کېږي . ځکه د ټولنې د صاف او ستره خواږه تشکیل ترټولوآسانه ، ارزانه ، بادوامه او با کیفیته فلترهمدغه د روغې نکاح اوعقد له لارې د مېړه اوښخې لومړنی ګډ ژوند دئ چې خټین انسان یې آن ترعرش مُعلي پورې رسولی او باید ټول مسلمانان د خپل ژوند پیل او پای دواړه د محمدي شریعت له مخې پرمخ په کې یوسي ، ترڅودنیا اوآخرت دواړه یې روغ پاتې شي. ))

لنډه دا چې د ټولنې اصلاح کول په اصل کې د نړۍ اصلاح کول ، اود ټولنې فاسدول په حقیقت کې د نړۍ فاسدول دي . که موخپله لومړنۍ ټولنه ( کورنۍ ) اصلاح کړه ، اوخپلونیالګیو( اولادونو) ته مود حلال رزق اوحلالواوبو له لارې سمه او پرځای بشپړه انساني مالیاري وکړه اوهغوی مو سم روزل شوي جامعې ته وړاندې کړل ، نوترڅو چې د هغوی د خیریه اورغنده  انساني کارونوتسلسل دوام لري ، په همغه کچه تاسو( لومړنیو ټولنو جوړوونکو ) ته د صدقه جاریې په توګه ثوابونه شته . اوکه تاسود خپلواولادونو بنسټ په غلطه ،لادینیو، خرافانو ، الحاد اوهراړخیزه اخلاقي اومالي فسادونوباندې کېښود ، او د بیت المال په بودجه مود هغه تمویل کاوه ، ښکاره خبره ده چې د هغوی تسلسل به تاسې ټول په دنیا کې ذلیل ، بې هویته ، خواراو په آخرت کې اسفل من النارته ورټيټ کړي .   

اې مسلمانانو !

کله چې تاسوته په دنیا کې څه ځاني یا مالي ضرراوتاوان رسېږي ، پرهغو باندې صبروکړي . له تحمل څخه کار واخلۍ . ساندې ، چیغې او فریادونه څه ګټه نه درته رسوي . ځکه الله پاک خوله صابرانوسره دئ اوددنیا هرتکلیف اومصیبت هم د الله له طرفه یوآزمېښت اوامتحان دئ ، اوتاسو ته هرنعمت اوخدای درکړې شتمنۍ هم د الله تعالی له لورې درکړشوې اودا پرتاسوباندې په دواړوحالاتوکې یوغټ آزمون دئ . عزت اوذلت ، پاچاهي اوګدایې ، نېستي اوشتمني ټول د الله (ج) له خوا دي چې د نعماتو د شکران په صورت کې یې نعمتونه زیاتوي اود نعمتونود کفران په نتیجه کې ټول خدای ورکړي نعمتونه ترې اخلي . ځکه مالک الملک خویوازې یوالله (ج) دئ . خوښه  د همغه رب ده چې شپه په ورځ کې او ورځ په شپه کې ننباسي . یا په بله وینا ؛ هغه رب چې له شپې څخه ورځ ، اوله ورځې څخه شپه پیداکوي . یا په بله وینا ؛ انسان له خپلې وسې سره سم د کار روزګارله پاره پیداشوی ترڅوهم خپل ځان اوهم نوروته په خپل لاس اوخپله ژبه خیرورسوي اوالله پاک اود الله (ج) مخلوق له هغه چا څخه کرکه کوي چې کارکول یې پروس پوره وي خو بیا هم کارنه کوي اوتل یې د بل لاس ته سترګې نیولې وي او د خپل ژوند بقاء او نېکمرغي په خپله لټۍ او بېکارۍ کې لټوي .

خوکه کوم مصیبت اودرد ورته رسېد لی وي ، د هغه درد مدوا په دې کې نه ده چې چیغې ووهي اودنیا په خپلوکړیکو باندې را خبره کړي ، بلکې د مصیبتونو ددرد دوا لومړی صبراواستقامت دئ ، ورپسې خپل ژوند او ټولو سختیو ته کما حقه ادامه او اوږه ورکول دي ترڅو په لاره کې د ورته پرتوخنډونو په لیرې کولوسره د نا امید یوله ډنډونو څخه خپل ځان په خپل انساني تد بیر، تفکر اوهنرسره را وباسي او انسان او انسانیت ته داسې کارونه وکړي چې د راتلونکو له پاره د هغوی د لارې مشال شي ، نه داچې خپل کړه وړه مود غاړې طوق لعنت شی .

اې د افغانستان ، سیمې او نړۍ مسلمانانو !

الله پاک تاسوته داسې شتمنۍ درپه برخه کړې چې هغه په نوره کفري نړۍ کې شتون نه لري . ومونه ویل چې دا شتمنۍ کومې دي ؟ خوزه به درته ووایم چې : دا شتمنۍ لومړی زموږاوستاسې را په برخه شوی خپل اسلام اوخپل ایمان دئ . بله شتمنې د اسلام برم او عظمت دئ . بله شتمني زموږ خپل بشري اوعلمي ځواک دئ ، بله شتمني زمو کلک عزم او راسخه عقیده ده ، بله شتمني زموږخپلې جغرافیې اوخپلې هغه ځمکنۍ زېرمې دي چې په نوروکفري جغرافیوکې نه شته .

کفري نړۍ زموږهمدغوځمکنیوزېرموته سترګې پټې کړې دي چې ددغو زېرموترلاسه کولوله پاره لومړی له موږسره د تزویر، چل ول اوفرېبکاریوله لارې د یپلوماتیکې ، فرهنګې ، سیاحتي اوپه اصطلاح دوستانه اړیکې ټینګوي ، ورپسې ، د زرله لارې د تعلیمي،  سوداګریزواوبیارغونې په پلمه اړیکې نیسي چې له همدې لارې زموږ په ټولنواوزموږ په کارګري ، تعلیمې اوټولنیزونهادونوکې فکري دامونه راته ږدي اود خپلواستخباراتي نهادونوپربنسټ په هغوافکارواوکوپړیوکې ځالې جوړوي ، تخم ګذاري په کې کوي ، له همدې سنګرڅخه زموږد ټولنوبې مطالعې عناصرښکارکوي ، پردي مبتذل فرهنګونه اوغیرمعروف عرفونه اورواجونه زموږ د ټولنو د مسخه کولو په خاطرواردوي ، او ورپسې د زورله لارې سپینې اوسرې کودتاوې په لاره اچوي ، د خپلې خوښې رژیمونه په کې منځ ته راوړي ، د استعمارضد خنډونه له منځه وړي ، اوبلاخره هغه نا څیزه مشروطې مرستې ورسره کوي چې ترپېړیو پېړیومسلمان ؤلسونه ځانته پرې ګروکړي اودوی د نامقدسوائتلافونواوزدوبندونوله لارې د واک پروژې کله یوه ته اوکله بل ته په اجاره ورکړي او د امنیتي تړونونو پرمټ خپل شتون او قضائیي مصؤونیت ته قانونیت ورباندې ورکوي ، ترڅوددوی سترې کمپنۍ د مسلمانانو پرشارګونوخپل استثماري نېشونه ښخ اوطبیعي زېرمې ټولې ترې یوسي .

ځکه یې مخا براتي ، معدني ، امنیتي اود پیسوسترې کمپنۍ اوبانکونه د کمک اوهمکارۍ په نوم په کې ځای پرځای کړې اوله هرې خوا سود ترې ترلاسه کوي . خوپه دغه ډول سود خوړلوکې د اسلامې نړۍ ځینې هغه پانګوال هم ورسره غاړه غړۍ دي چې ددوی ترڅنګ یې د هرې ناروا لارې څخه رشد اووده په کې کړې اودعرضې اوتقاضاء د بازاراو تجارت ټول واک اختیاراوس د همدغه ډول خلکو په لاس کې دئ چې په خپل سرهروخت د هرڅه احتکارجوړولی شي . ځکه د پېراو پلورتور بازارونه او د توکو ټول کدامونه په کورد ننه او له کوره د باندې د هغوی او ورسره د کورنۍ ، باندنۍ اوحکومتي مافیا په ؤلکه کې دي .

له بلې خوا موږته اسلام دا اجازه نه ده راکړې چې موږ خپله سود وخورواو یا د سود خواره سره بارپورته کړواویا هم له سود خواره څخه نغد یا جنس واخلو. ځکه الله (ج) په کتاب الله (قرآنکریم ) کې سود خواره ته په خپل بیلاکیف قهراوغضب سره اخطارورکړی چې: ((که هرڅوک سود خوري ، نوله الله (ج) اود الله (ج) له رسول ( صلی الله علیه وآله وسلم ) سره دې جګړې ته ځان تیارکړي.))

په دې معنا چې سود خورالله (ج) د خپل ځان په وړاندې بډ وهلی دښمن بللی . څوک چې د الله (ج) اود الله (ج) له رسول (صلی الله علیه وآله وسلم ) سره جګړه کوي ، نوبیا موږڅشي مجبورکړي یوچې دومره سترې اوعظیمې ګناه ته ملاتړواوله خدای (ج) ، او د خدایتعالی له رسول (ص) سره جنګ کوو؟ ولې په خپله خاوره کې سیمه ئیزواونړیوالوسود خوروته ځای ورکوو؟ ولې یې ننګه اومرسته کوو؟ ولې خپل بېوزله ؤلس د پردیوسودخوروترداسې ناروا ملا ماتوونکو پورونولاندې کوو؟ ولې د الله تعالی پردغه اخطارسترګې ورپټوو؟

موږخپله همدا اوس (۲۰۰۰۰۰۰۰) د کارخلک لرو، چې د ورځې هرنفریو یوګام د خپلې ملې بیا رغونې پرخوا واخلي او دغه فرهنګ عام شي ، نو دورځې (۲۰۰۰۰۰۰۰) ګامونه کېږي . که هرسړی د ورځې یوه یوه لوېشت ځای ورغوي ، دورځې (۲۰۰۰۰۰۰۰) لوېشتې بیا رغونه کېږي . ولې موږله خپلوموجوده امکاناتوکارنه اخلو؟ موږد اروپا اوغرب متمدنه سطحه څه په بلا وهو ؟ زموږ یې پرهغوی باندې څه ؟ اود هغوی یې پرموږ باندې څه ؟ تمدن خوهمغه دئ چې اتباع یې په یوه واحده اوخپلواکه جغرافیه کې تریوه بیرغ اویوه زعامت لاندې سره را ټول ، خلک یې په ګېډه ماړه ، په تن پټ ، کورولري ، آسوده اوآرام وي . خپل تولید ، خپل صادرات اود حضرت عمرفاروق (رض) دعدالت په څېرخپل رغنده ، متوازن ، با انصافه ، ګټور، له پردیوسودونوڅخه خلاص اوخپلواک اقتصادي نظام ولري .

(۴۰) کاله شرق اوغرب خپلې جګړې پرموږ باندې را وتپلې او موږ یې د خپل طبیعي هرډول پرمختګ څخه پرې ایساراوبرمته وساتلو، موږته د یرغلګرواستعمارچیانو دغه ډول نیابتي یرغلونواوشتون له مرګ ژوبلو، ځان غوښتنواوقوم پالنوپرته نوره هېڅ ګټه ونه کړه . ځکه هېڅ کوم پرمختګ موږ ورسره ونه کړ. آیا موږ د امریکې له تمدن سره برابرشوي یو، اوکه د کرېملین له خیالي مادي نړۍ سره ؟  آیا د پنجابي تورلنګیود شرک شیطاني بټخانې ته پرې ورسېدو، اوکه د ایران د روافضو فرهنګې یرغل اوعقیده مو پرې خپله کړه ؟ څه وشول ؟

نه ، مسلمانان باید تل هوښیاروي ، نه داچې د تاریخ په هره مقطع کې تاریخې تېروتنې وکړي او بیا په پېړیو پېړیوهغه د راتلونکو نسلونو په مالي اوځاني قربانیواونذرانو ورکولو سره نه جبیره کېږي . موږ باید په داۍې لوېدلې حالت کې له پردوسره داسې معاملې ونه کړو چې موږ لوېدلي او دښمن مو برلاسی وي اوهغوی یوازې یوطرفه زموږ له معامله ګرو سره پرموږ باندې خپل شرطونه تحمیل کړي .

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو !

کله چې تاسوخپل اسلامې حکومتونه ولرۍ او پردې باوري شۍ چې دا حکومتونه په بشپړه توګه اسلامي حکومتونه دي ، نود هغوی په وړاندې بغاوت اوسرغړونې مه کوۍ . ځکه چې بغاوت اوسرغړونه له خپلو اسلامې حکومتونوڅخه په اصل کې بغاوت او سرغړونه د الله (ج) اود الله(ج) له رسول الله ( صلی الله علیه وآله وسلم ) څخه ده .

 دا په داسې حال کې ده چې که دری تنه میلمانان په یوه لاره یا کوم سفرسره ملګري وي هم باید یو تن په خپل منځ کې خپل مشراو حاکم وټاکي ، چې پرته له دې کارڅخه که په سفر کې مرګ ورته ورسېږي ، مرګ یې هم خراب دئ . خوکه ټولنه او ؤلسونه حاکم او مشرونه لري ، انارشۍ اوملوک الطوائطۍ ورباندې حاکمې وي ، د هغوی مرګ ژوبلې هم د جهالت مرګ ژوبلې حسابېږي .

اوکه کوم هېوادونه خپل مشران ولري ، او په ملتونو کې یې داسې څوک پیدا شي چې هغوی یې له امرڅخه بغاوت اوسرعړونه وکړي ، په هغه صورت کې د یاغيانواېل کول ، فرارول او یا له منځه وړل د همغوحکاموکاردئ ، د چاچې د خپلو ؤلسونوملي او دیني ذمه واري پرغاړه ده . ځکه یاغیان په خپل بغاوت کې دوه هدفونه لري :

لومړی هدف یې دادئ چې هغوی د خپلو ؤلسونواواسلامې نظام د کاواکه کولواوله منځه وړو ، اوځان د سلام اواسلامي ملت پرسراواوږوباندې د ورسپرولوله پاره دا سې هڅې کوي .

دوهم هدف یې دادئ چې هغوی د خپلوملي اودیني منافعواوټولوارزښتونو پرضد پردیوته کارکوي . چې ددغودواړوناولیواهدافو د خنثی کېدو له پاره پرمسلمانو ملتونوباندې دداسې عناصرو پرضد جهاد فرض دئ . ځکه دوی په (۶۰۰۰) مایله لیرې فاصلو کې له پردو سره نامقدسې معاملې کوي ، او هغوی د خپل ځان دحمایې او ملاتړ په خاطرله ځان سره  راولې اوهغوی د لته د خپل اقتصادي ، سیاسي اونظامي مټ په زورزموږ په هېوادونوکې کرائیي ملېشې جوړوي اویا یې زموږ پرضد زموږ په وړاندې بېرته زموږ په خاوره کې له موږسره جنګوي ، نوپه داسې صورت کې خوپرموږټولوباندې د خپلې خاورې ، خپلوخلکو اوخپلوشتمنیود خوندي ساتلوپه خاطرجهاد فرض دئ . که په داسې حالاتوکې زموږخپل خلک له داسې ډلوټپلوسره یوځای کېږي او زموږ د خپلې خاورې اواسلامي نظامونود بې ثباته کېدواو ړنګولوهڅې پیل کړي ، د هغوی د اصلاح کولو، نیولواویا وژلوذمه واري د حکومتونواوټول ملت پرغاړه ده .

اې د سیمې اونړۍ مسلمانانو !

مسلمانان تل د اسلام د پیوند اوګاونډیتوب له مخې مکلف ګڼل شوي چې د لیرې اونږدې ټولوګانډیانوخیال وساتي اوپه ګډه سره د هغوګانډیانواوتیري کوونکومخه ونیسي چې په لاس اوژبې سره نورګاونډیان ترې په تنګ وي . په ګاونډیتوب کې له کورکلي درواخله بیا آن ترپلوان شریکواوسیمه ئیزوهېوادوپورې ټول په نږدې اولیرې ګاونډیانوکې را ځي .

که چېرته ګاونډیان سم وي ، د خپل ګاونډي د کور، کلي اوګاونډي هېواد حیا اوعزت د خپل کور، کلي اوهېواد حیا اوعزت ګڼي ، د ژوند په ټولوغمونواوښادیوکې ځان ورسره شریک ګڼي ، په هره جوړه ـ ناجوړه کې یې ځان حاضربولي . آن تردې چې د ګاونډي هرڅه پربل ګاونډي باندې داسې امانت دي چې هېڅکله باید هېڅ ډول خیانت ورسره ونه کړي اونه هم کوم ناروا تصرف په کې وکړي . نه یې پرضد له چا سره په کومه پټه یا ښکاره ناروا معامله او زدو بندونوکې له نورو حرفوي دښمنانو سره ځان شریک کړي ، که پروس یې پوره وي نود خپل ګاونډي په غیاب کې باید د خپل ګاونډي د حقوقوټینګه ننګه وکړي ، که هغه هم نه شي کولی ، نولږترلږه دې خپل ګاونډی په هغه پټه توطئیه باندې خبرکړي اوترڅنګ دې د هغه د حقوقود اعادې له پاره ملا تړلی ورسره ودرېږي ترڅود ظالم د ظلم لاس له خپل ګاونډي څخه ورلنډ کړي .

که دا هم نه شي کولی ، نوخپل ګاونډی خوباید په ژوند کې ورڅخه په لاس اوژبې سره ترې ناراضه اوزیانمن نه شي . ځکه الله تعالی د څنګ د ګاونډي پرټولوحقوقوژوندي اوخوندي سلتلوباندې ډېرترکیزاوټینګارکړی دئ . آن تردې چې یوه ورځ حضرت جبرئیل (ع) حضرت پیغمبر( صلی الله علیه وآله وسلم ) ته د ګاونډي د حقوقو په اړه دومره توضیحات ورکړل چې د محمد الرسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) آن دې ټکي ته پام شو چې ګني ګاندی به د ګاونډي په میراث کې هم برخه لري .

خوموږمسلمانان څه کوو؟ آیا د ګاونډي حقوق همدادي چې پرضد یې توطئیې ورته جوړې کړو؟ آیا حقوق یې همدادي چې په خپل کورکې پردۍ جګړې ورباندې تحمیل کړو؟ آیا د همسایه حقوق همدادي چې کوریې ورته بې ثباته کړو؟ آیا د ګاونډي حقوق همدادي چې له پردیوخلکو سره خپلې ناروا معاملې ورباندې وکړو؟ آیا د ګاونډي حقوق همدادي چې د وچې ، اوبواوهوا ټولې لارې ورباندې وتړو؟ آیا د ګاونډي حقوق همدادي چې ملي، دیني او کلتوري شتمنۍ ترې غلا، خلک اونظام یې له کورني تولید څخه ایساراوله هېواد څخه یې د خپلوبې کیفیته توکود پېراو پلوربې محصوله مارکېټ جوړکړو؟ آیا ګاونډیتوب همدې ته وایي چې نظام جوړولوته یې نه پرېږدواوخپل کور د باروتي صادراتي قافلو پرمټ ورته سوردوزخ جوړکړو؟ آیا  د ګاونډیتوب حق دادی چې د خپل ګاونډي د کوربېګناه مسلمانان اومؤمنان په قتل په کې ورسوو؟ 

نه ، دا دګاونډي حقوق نه دي ، بلکې دا له ګاونډي سره یوه نا اعلان شوې پټه یا ښکاره جګړه ده چې د جهان اسلام ددښمنانو پرمټ یې د خپل مسلمان ګاونډي په کورکې د یوې اجاره کړې پروژې په څېردخپل ځان اودښمنانوپه ګټه  په ګډه پرمخ وړي . نور بیا ....                

         

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

په تېر پسې .....

محمد انور ولید :۱۳۹۷ لمریزکال ـ د مرغومي ۱۸ مه

څلورمه برخه :

اې وسمنوافغانانو او نړیوالو !

له تاسې څخه ځینو ته چې الله پاک پرنوروباندې دعلم ، تعلیم ، واک ، ځواک اومادي شتمنیو برتري اوتوپیردرپه برخه کړی دی ، هغه ددې له پاره نه دی چې ګني ګواکې تاسې پرنورو باندې په خپل دغه ډول استد راج سره غوره والی لرۍ ، نه ! داسې نه ده ، ځکه غوره والی خو په اسلام کې د انسان په شرافت سره دی ، اود انسان شرافت په علم اوادب کې نغښتی ، نه په مال اونَسَب کې ، اوالله پاک ته غوره په خپلو بنده ګانوکې هغّه څوک دی چې له خدایه ویره لري اوخلکو ته په لاس اوژبې سره د خدمت کولوجوګه وي . بل داچې دا توپیرددې له پاره دی چې تاسو په همدغه خدای درکړیوشتمنیو، هستیواوواکونوکې وآزمویي اوپرتاسې باندې دا بعینه سند اوشهاد ت پیدا کړي چې آیا دغه خدای درکړي نعمتونه تاسې ته د څه له پاره درکړشوي وو ، اوپه کومه لارکې مواستعمال کړل ؟

همداسې بېوزله ، مصیبتونوځپلي اوآفتونوخوړلي خلک په صبر ، زغم او بې صبرۍ سره آزمویي چې آیا دوی دالله پردغه خدای ور کړیوبرخوراضي دي که څنګه ؟ ځکه هستي اونېستي ، پاچاهي اوګدایي ، عزت ا ذلت اوټولې اذلي برخې خوله الله (ج) سره دي ، چاته چې وغواړې ترې ورکوي یې ، اوله چانه چې وغواړي ترې اخلي یې ، په دې معنا چې له چانه په هستیوکې ، اوله چانه په نیستیوکې آزموینې اخلي . ترڅوپه نعمتونوکې شکران اوکفران د نعمتونو،اوپه مصیبتونو، نېستیو اوبېواکه کیدوکې د صبراوزغم آزموینې واخلي .

چېرې نه چې په هستیواونېستیوګې خدای مه کړه د الله (ج) د قهراوغضب مستحق وګڼل شۍ اوخپل ځانونه په خپل لاس تباه اوبرباد کړۍ . تمه لرم چې شتمن او واکمن دې د نېستمنواوبې واکه خلکولاسنیوي وکړي اود خپلې نېکۍ احسان دې پرفقیرانو باندې نه ور اچوي ، بلکې دوی دې د فقیرانواحسان ومني چې ددوی خیراتونه ، زکاتونه او صدقې ترې اخلي . ځکه که فقیران نه وای اوالله (ج) ټول انسانان علي السویه پیداکړي وای ، نود بډایانوخیرات ، زکات اوصدقات به چا ترې اخیستل ، او دوی ته به د هغوی بدله چاور کوله ؟ اوکه بېواکه اوترلاس لاندې خلک نه وای ، نوواکمنو به دا واکونه اوحکمونه پرچا باندې چلول ؟ پس دوی ته لازمه ده اودوی مکلف دي چې د خپل واک پرمهال باید د عدالت اونیاواصل له پامه ونه غورځوي ، ځکه واک هم یوامانت دی چې باید په امانت کې خیانت اوبې انصافي ونه شي . چې خیانت او بې انصافي د ذلت اوبربادۍ اونېستۍ سبب جوړېږي .

اې افغانانواود سیمې اونړۍ مسلمانانو !

موږ ټول مسلمانان پرالهي قضاء اوقدرباندې د زړه له تله ایمان لرواوټول مقرپردې باندې یوچې ټول نفسونه د مرګ څکونکي دي . آن تردې چې د الله تعالی هغه مقربې ملائکې هم ترملک الموت پورې د مرګ څکونکې دي او یوازې د عالمونو رب به باقي ، قائم ، دائم اوحاکم پاتې وي .     

داچې ملائکې څنګه مري لاندې ورته ځیرشۍ :

ملائکې څنګه مري؟

الله تعالى په قرآن کریم کې فرمایي:

((كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ، وَيَبْقٰى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْإِكْرَامِ))

ژباړه:

هرڅه چې پردغې ځمکې باندې دي ، هغه ټول فنا کېدونکي دي او یوازې ستارب چې دجلال اودرناوي خاوند دی ، تل پاتې کېدونکی دئ .

علامه ابن الجوزي رحمه الله په «بستان الواعظین و ریاض السامعین» کې لیکي:

کله چې اسرافیل علیه السلام د لومړي ځل له پاره د صورشپیلۍ پوکړي؛ نوځمکه به د سختې زلزلې له امله ټوله اواره او برابره شي؛ د ځمکې ټول اوسېدونکي به هلاک شي؛ د اوو اسمانونو ټولې ملائکې به مړې شي؛ تسبیح ویونکې او صف درېدونکې ملائکې به هم ټولې مړې شي؛ عرش پورته کوونکې او د الله تعالى تمجید او بزرګي بیانوونکې فرشتې به هم مړې شي اوڅلورمقربې ملائکي ((جبریل، میکائیل، اسرافیل اوملک الموت علیهم السلام )) به پاتې شي.

د جبریل علیه السلام مرګ:

سره له دې چې الله تعالی (ج) ته به پردې ټولو پېښېدونکو پېښو د هرڅه علم وي ، خوالله تعالی به د عین الیقین او مشهود شهادت له پاره وفرمایي:

ای د مرګ ملائکي! څوک پاتې دي؟

ملک الموت (عزرائیل علیه السلام) به ووایي:

ای زما پروردګاره ! تاته ښه معلومه ده. اسرافیل، میکائیل، جبریل او ضعیف ا وناچاره بنده ملک الموت دې پاتې دي.

الله تعالی به ورته وفرمایي:

ورشه جبرئیل ته اوروح یې قبض کړه !

ملک الموت به ولاړشي اوجبریل علیه السلام به د سجدې په حالت کې ومومي، بیا به ورته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې له تا څخه غوښتنه کیږي؟ د آدم ټوله اولاده، د دنیا اوځمکې ټول اوسېدونکي، مرغان، ژوي ، حشرات، د ځمکې اوسېدونکي، دعرش اوکرسۍ پورته کوونکي اود سدرة المنتهی اوسېدونکي ټول مړه شول اوالله تعالی ماته امروکړچې، اوس ستا روح قبض کړم.

هغه مهال به جبریل علیه السلام وژاړي او په زاریوبه الله تعالی ته وایي:

یا الهي! د زنکدن سختۍ راباندې اسانه کړه!

(ای پروردګاره! چې د جبریل غوندې مقربه ملائکه زارۍ کوي اوله الله تعالی څخه غواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي، په داسې حال کې چې، یوه لحظه یې هم د الله تعالی نافرماني نه ده کړې؛ نو زمونږ بشربه څه حال وي چې، مرګ مو بیخي هېردی)

ملک الموت به جبریل علیه السلام ځان ته راټینګ کړي اومړبه پرځمکه ولوېږي.

جبارذات (جلّ جلاله وعزّم برهانه وعَزّذکره وعمّه نواله ) به بیا ووایي:

ای ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: زما پروردګاره، میکائیل، اسرافیل اوستا کمزوری بنده ملک الموت پاتې شو.

د میکائیل علیه السلام مرګ:

(هغه فرشته چې پرباران اواوبوباندې مقرره ده)

الله تعالی به عزرائیل (ع) ته ووایي: ورشه میکائیل ته او روح یې واخله.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام ته ورشي اوهغه به په داسې حال کې ومومي چې، د باران اواوبوانتظاربه کوي، ترڅوهغه پر وریځو باندې توزیع کړي.

ملک الموت به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! ته له هغه څه څخه کوم شي غافل کړی یې، د څه چې مطالبه درڅخه کیږي؟ نه د بني آدم، نه د حیوانانو، نه د ژویواونه د حشراتو رزق پاتې شوی دی. د اسمانونو او ځمکو اوسېدونکي ټول مړه شول؛ د عرش، کرسۍ اوټولواسمانونوتسبیح کوونکي ملائکې هم مړې شوې؛ اوس الله تعالی ستا د روح د قبض کولوحکم راته کړی دی.

میکائیل علیه السلام به هم هغه مهال په ژړا شي او له الله تعالی څخه به په زاریوغواړي چې، د مرګ سختۍ پرې اسانه کړي.

ملک الموت به هغه په غیږکې راټینګ کړي او په داسې حال کې به مړپرځمکه ولوېږي چې، روح به یې وتلی وي.

الله تعالی به بیا ملک الموت ته ووایي:

یا ملک الموت! څوک پاتې شو؟

عزرائیل علیه السلام به ووایي: ای زما ربه! اسرافیل او ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې دی.

د اسرافیل علیه السلام مرګ:

(هغه ملائکه چې، د صورد شپېلۍ پرپوکلومأموره ده) :

الله تعالی به ووایي: ورشه اسرافیل ته او روح یې وکاږه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام ته د الله تعالی د امرمطابق ورشي. ( اسرافیل علیه السلام د ډېرسترجسامت اوبدن څښتن لویه فرشته ده) .

عزرائیل علیه السلام به هغه ته ووایي:

ای مسکینه! څه چې له تا څخه غوښتل شوي دي، له هغه څخه څه شي غافل کړی یې؟ مخلوقات ټول مړه شول او هیڅوک هم پاتې نه شو، اوس الله تعالی حکم راته کړی چې، ستا روح واخلم.

اسرافیل علیه السلام به ووایي: پاک دی هغه ذات چې مخلوقات یې په مرګ سره خاموش کړل؛ پاک دی هغه ذات چې په بقاء سره یې ځان ځانګړی کړ. ای پروردګاره! د مرګ سختۍ او تریخوالی راته اسانه کړه.

ملک الموت به اسرافیل علیه السلام هم ځان ته راټینګ کړي، روح به یې واخلي او بې روحه ستره مجسمه به یې پرځمکه ولوېږي. که د اسمانونو او ځمکې ټول اوسېدونکي ژوندي وای؛ نو د اسرافیل علیه السلام د لوېدلو له سختۍ او شدت څخه به ټول مړه شوي وای.

د ملک الموت (عزرائیل علیه السلام) مرګ:

(هغه ملائکه چې د ارواحو پرقبض کولو مأموره ده) :

الله تعالی به پوښتنه ترې وکړي چې، څوک پاتې شو ای ملک الموت؟

ملک الموت به ووایي: زما ربه او زما پروردګاره، ستا عاجز بنده ملک الموت پاتې شو.

الله به ووایي:

زما دې په خپل عزت اوجلال سره قسم وي، چې زه به په تا هغه څه څکم، څه چې تا زما په بندګانوڅکلي، د جنت اودوزخ ترمنځ ولاړشه اوومره.

ملک الموت به د جنت اودوزخ ترمنځ ولاړشي اویوه هیبت ناکه چیغه به یې له خولې ووځي، که الله تعالی خپل بندګان مړه کړي نه وای؛ نوټول به د عزرائیل علیه السلام د چیغې له سختۍ او تندوالي څخه مړه شوي وای.

بیا به الله تعالی بلاکیفه دنیا ته ور وګوري او وبه وایي:

* ای دنیا! چیرې دي ستا ویالې، ونې او ودانۍ؟

*چیرې دي پاچاهان او د پاچاهانو اولادونه؟

*چیرې دي جبارین او د جبارینو اولادونه؟

*چیرې دي هغه کسان چې، زما رزق به یې خوړه، زما په نمعتونوکې به یې چړچې کولې اوعبادت به یې د نوروکا وه؟

 نن ورځ پاچاهي د چا ده؟

هیڅوک به ځواب ورنه کړي، بیا به الله تعالی خپله ووایي:

الملک لله الواحد القهار.

نن پاچاهي د الله تعالی ده، هغه چې یک تنها ذات اوقهاردی.

ګرانو مسلمانو وروڼواو خویندو !

مرګ هغه سترحقیقت دی چې، کفاریې هم مني؛ ځکه بعینه حقیقت دی چې انکارترې نه شي کولی ، خوراځئ چې مونږاوتاسې په ژوند ځانونه ورته چمتوکړو! ځکه ژوند ددې له پاره موږ ته الله پاک راکړی چې د آخرت له پاره څه توښه په کې را ټوله کړو . او دغه توښه په عباداتواو معاملاتو دواړوکې را نغښتې ده ، چې عبادت یوازې د الله (ج) له پاره په اخلاص کې اومعاملې د بنده له بنده سره په نېکیوکې شتون لري ، نه په منافقت ، فسق اوفساد کې .

ځکه چې آخرمرګ حق دي ، اومسلمان تل باید چمتو والی ورته ولري ، خودا چمتو والی یوازې په تشوخبرونه کېږي ، په خوله اقرار، په زړه تصدیق او په ټولوحواسواوخدای ورکړیواعضاءووسره عمل ته اړتیا لري . خو وروسته له مرګ څخه بېرته را ژوندي کېدل اوحساب کتاب هم حق دی ، ځکه موږ مسلمانان پرتوحید ، میعاد او رسالت دری واړو باندې ټینګه عقیده اوباورلرو ، همدا زموږ ایمان اوهمدغه زموږعقیده ده .

که څوک له قضاء اوقدرڅخه انکاروکړي اویا هغه درواغ وګڼي اود مرتدوکمونېستانواودهریینو په څېرووایي چې الاعیاذ بالله قضاء او قدرقطعاً وجود نه لري ، نوداسړی له اسلام څخه خارج او په هېڅ دین اوهېڅ مذهب کې هغه ته مسلمان نه ویل کېږي اود الله له ربوبیت څخه انکارډېره ستره ګناه ده اوالله تعالی دې موږ له دغه ډول ګناهونوڅخه خوندي وساتي .

اې افغانانو!

د مسلمانانوترمنځ هغه پټ رازونه مه افشا کوي کوم چې تاسې دلالتاً اشارتاً ورباندې آګاه اوخبریۍ ، خوکه تاسې د کوم مسلمان پټ رازونه افشاء کړۍ ، کېدای شي چې هغه توبه وباسي اوترټولو ښه بنده اود خلکوسترخدمتګارترې جوړشي . خوکه چېرته ثابت شوچې راز یې د کومې داسې سترې ګناه ؤچې پردوام یې د ټینګارپه صورت کې نورو ته هم سرایت کاوه اود تدامت او پښېمانۍ پرځای یې پرکړې ګناه سربېره نورکناهونه هم کول اوټولنې ، اوؤلسونو، هېوادونواونړۍ ته یې سرایت ترې وکړاومُخل د امنیت ، مُضرد جامعې اومشهوربالفساد شو ، نوبیا د هغه ډول خلکو مخنیوی په کاردی ، ځکه له صالخ سړي سره کورنۍ ، ټولنه ، سیمه اونړۍ اصلاح کېږي اوله فاسد سره کورنۍ ، ټولنه ، هېواد ، سیمه اونړۍ ټول فاسد ېږي اود مسلمانانو په منځ کې د فساد خورول ستره اوعظیمه ګناه ده.

دا چې موږ مسلمانان یو ، نوباید هېڅکله هم پرمسلمان باندې لعنت ونه وایو ، ځکه لعنت ویل یوازې پرهغو لویو درواغجنوباندې روادي چې پرالله (ج) اود الله (ج) پررسولانو(ع) اجمعین باندې یې درواغ ویلي او وایي یې .

اې د افغانستان ، سیمې او نړۍ چارواکو !

کله موچې له خپلو ملتونوڅخه رائیې اخیستلې ، تاسو یې په وړاندې تعهد او ژمنې وکړې چې موږ به هېڅکله د ملت پرملي ګټوخپلې ګټې غوره ونه ګڼو.ځکه تاسې خو خپلو ملتونوته خادمان ځانونه معرفي کړي وو ،  اوس څه وشول چې تاسوخپلې ژمنې په وار وارله خپلوخلکواوخپل خدای (ج) سره ماتې کړې ، نه مود خپل خدای په وړاندې د حق الله بریدونه روغ پرېښودل اونه موهم د خدای تعالی د مخلوق پرحقوقو خوړلوباندې صرفه وکړه اود خپلومظلوموبېګناه خلکواورعیت خدای ورکړي حقوق مود خپل حرص په ستروږې غېږ کې داسې را ونغاړل لکه د جهنم اورچې پرګناه کارانو باندې حملې وهي اویا کوم خونړی اونه ایسارېدونکی سېلاب چې لوړې ژورې ټولې ترخپله خړوبه سینه لاندې کړي ، او یا هم کوم خوني پړانګ چې پرځارویو باندې ورپېښ شي اوله یوې مخې یې وداړي ، وینې یې وځبېښي اوجسدونه یې انبار پرځمکه وغورځوي . په داسې حال کې چې ستاسې پرهرپټ اوښکاره عمل باندې خبیراوعلیم خدای (ج) ښه خبراوپوه دی ، حتی ستاسې پرهغه پټودسیسو، معاملو او زدو بندونوباندې هم خدای پاک خبردی چې ستاسې په سینوکې به تاسود خپلوملتونو پرضد یوازې د خپل ځان د ګټو په خاطرجوړول . نوڅه وشول چې تاسې له خپلوملتونوسره په واروارژمنې کوۍ ، سوګندونه پورته کوۍ ، اوبیا پرهغوکړیوژمنواوسوګندونوباندې پښې وراېږدۍ اوخپلې ژمنې اوسوګندونه بېرته ماتوۍ ؟ آیا پرالله (ج) اود الله (ج) پرحسلب کتاب باندې موایمان نه شته که څه ، داسې عملونه خود منافقینوخاصیت دی . منا فقین هم چې کله وعده وکړي ، پرخپله وعده باندې نه درېږي ، چې کله خبرې کوي په ناحقه سوګندونه ( قسمونه ) خوري ، [[ په داسې حال کې چې الله پاک په سوره نون کې په دې هکله فرمایلي دي : (( ولا تُطِع کُلّ خلاّف مَهین ، همّاذ مشاء بنمیم ، منّاع اللخیر مُعتد اثیم )) )‎]] ځکه وعده خلافي خود پخوانیویهودانواواسرائیل یانوکارؤ، نه د مسلمانانو، اوچې کله امانت ورته کېښودل شي ، په امانت کې خیانت کوي .

تاسې ته هم د ملت له خوا امانت واک ورکړشوی ، ځکه د ملت رائیه یوملي امانت دی ، که له دې رآئیې څخه چا غلطه سؤ استفاده وکړه ، په حقیقت کې یې د ملت له رائیې سره خیانت وکړ . اوکه په بیت المان کې یې ناروا تصرف وکړاو په خپله خوښه یې د بیت المال له خزانې څخه په بوجیواوکانتینروکې پیسې وایستلې او په نا څرګندواوغیرملي ( ملي ضد اودیني ضد ) کارونو یې د پردیو ناولیو موخو له پاره لګولې ، نوبیا دې د خدای تعالی حساب کتاب اود ملت لاس اوخپل ګرېوان ته هم ځانونه چمتو کړي . ځکه د بنده حق هېچا ته نه وربښل کېږي .

امام ابوحنیفه (رح) ته د وخت خلیفه د خپل قاصد په لاس یو لیک له (۴۰۰۰) درهموسره یوځای ورولېږه اوپه لیک کې یې ورته لیکلي وو چې : (( ته زموږد قلمرویوستراوجیّد عالم یې ، دلته زموږ د علماء وو یعنې ( درباري علماء وو ) په غونډوکې اشتراک کوه ، زموزږ د علماءوو مجلس به درباندې مزین وي ،  یوه نیمه فتوا به هم زموږ د نظام د بقاء له پاره ورکوې ، نورله دې وروسته هروخت ستا له پاره همداسې درهمونه حواله دي ، خپلې مزي اوجړچې کوه . )) کله چې دوخت د خلیفه قاصد امام ابوحنیفه (رح) ته ورغۍ اود خلیفه له خوا د خط پا کټ یې ورکړ، او امام ابو حنیفه پاکت خلاص کړ ، که ګوري چې په لیک کې یې ورته لیکلي : (( ته زموږد قلمرو یوستراوجیّد عالم یې ، دلته زموږ د علماءووپه غونډو کې اشتراک کوه ، زموږ د علماء وومجلس به درباندې مزین وي ، یوه نیمه فتوا به هم زموږ د نظام د بقاء له پاره ورکوې ، نورله دې وروسته هروخت ستا له پاره همداسې درهمونه حواله دي ، خپلې مزې اوړ چړچې کوه . )) کله چې امام ابو حنیفه (رح) داخط ولوست اودا درهمونه یې ولیدل ، نوپه ځواب کې یې د همغه خط پرشا داسې ورته ولیکل : (( کله چې د قیامت ورځ او حساب کتاب پیل شي ، الله (ج) قاضي شي اوحضرت محمد (صلی الله علیه وآله وسلم ) د شفاعت له پاره حاضرشي ، نو زه به د الله (ج) په وړاندې ستا دغه قاصد ، اوستا دغه خط اوستا دغه (۴۰۰۰) درهمه ټول الله (ج) ته پېش کړم او دا به درباندې شاهدان وګرځوم چې : د وخت خلیفه د بیت المان په خزانه کې دومره ناروا تصرف کړی ؤ چې د خپل ځان اوخپل نظام د بقاء په خاطریې (۴۰۰۰) درهمه امام ابو حنیفه ته هم د حق د کتمان او پټولو په خاطرپه رشوت کې ورولېږل . ))

کله چې قاصد بیا ځلې د وخت خلیفه ته هغه خط ورساوه ، خلیفه د امام ابوحنیفه (رح) په هغه منفي ځواب ډېر په غصه شواوامریې وکړچې امام ابوحنیفه بندي اوتینګ وهل ورکړۍ ، همغه ووچې امام ابوحنیفه د نوموړي خلیفه له خوا بندي اوپه بند یخانه کې یې (۴۰۰) د لرګې ګوزارونه ورباندې وکړل اووروسته له همغو وهلو شهید شو . ‎انا لله وانا الیه راجعون . روح یې دې ښاد ، شهادت یې دې قبول او په مسلمه امت کې دده د خپلې علمي پوهې ، بصیرت اودرایت صد قه جاریه یې دې الله پاک قبوله اومنظوره کړي . اللهم آمین ، ثّم آمین . خود وخت خلیفه به د امام ابوحنبفه (رح ) په وړاندې د خپل منفي عکس العمل ځواب چې اصلاً ورسره نه شته ، الله ته په خپله ماته خوله خپل ځواب وایي .

اې د اسلامي نړۍ چارواکو!

تاسود چا پردین یۍ چې حکومتونه پرخپلو مسلما نوملتونو باندې کوۍ ، رائیې له خپلو ملتونواو رعیتونو څخه اخلۍ ، کله چې د واک پرګدیو ورکښېنۍ ، د ټولو مادي او معنوي امتیازاتو حق خپل ځان ، خپلو خپلوانو ، خپلوعزیزانو ، خپل قوم ، خپلې ژبې ، خپل ګوند اوخپل مذهب ته ورکوۍ . اوچې کله د قربانیوورکولواومحرومیتونو او ناخوالو وخت او ځای راشي ، بیا د لومړي توب حق نورو خوارانو،غریبانواولوېدلیو بې واسطې خلکو ته ورکوۍ . دا تقسیم مود کوم ډول قضا وت له مخې کړی او کوۍ یې ؟ د شرمښ له سترګو، اوکه د خپل نفس او شیطاني هوا اوهوس پربنسټ چې د خپلې اړتیا پروخت د خپل ځان ، خپل نظام اوخپلې بقاء له پاره د ملت له زامنو قرباني غواړۍ ، اوکاربیا خپل ځان اونوروته کوۍ ؟

زما له ټولومسلمانانوداغوښتنه ده چې له الله (ج) څخه ووېرېږۍ ، یو پربل باندې د ( اشّداّء ُ علی الکفار رُحماءُ بینهم ) پر بنیاد یو پر بل باندې زړه سواندې واوسۍ . یود بل پرحقوقوباندې ګونډې مه وروهۍ ، ځکه د بنده حق هېچاته الله (ج) نه وربښي ، ددنیا ژوند اووخت د پخوانیو په څېرپرموږټولوباندې همداسې تېرېږي لکه کاروان چې د کلي ترمخ تېرېږي ، د هر چا کډې پر خپل وخت او زمان باندې له دې دنیا کوچ کوي ، ځکه فاني دنیا ټوله د بهېدونکي سمندرپه څېرروانه ده ، نه دنیا له چا سره پاتې کېږي اونه هم دنیا څوک له ځان سره پرېږدي .

په دې معنا چې دنیا له ټولوڅخه داسې میراث ده چې نه چاته زوی ، لور، ښځه ، مور، پلار، خور، وروراونورخپلوان اوغزیزان پاتې کېږي اونه هم پاچاهي اوګدایي ، آن تردې چې غوښې یې د ګورد چینجیوخوراک دي اوهډوکې یې د خاورو. خوله فاعل مختار انسان سره یوازې دده خپل عمل ملګری دی . چېرې نه چې خپل عمل مود دوزخ هغې د فلق کندې ته ورټېل وهي چې له سختۍ او دعذاب له شّدت څخه یې نوردوزخونه له خدایه فنا غواړي .

اې له خپل دین څخه ناخبرومسلمانانو!

الله (ج) د وخت اوزمانې له ایجاباتوسره سم د انساني تاریخ په هره مقطع کې دلارورکي بشرد اړتیا پوره کېدوپه موخه پرخپلونازولوبنده ګانو( پیغمبرانو) (ع) باندې صحیفې اوآسماني کتابونه اودساتیررا نازل کړي دي . شریعت یې را لېږلی دی اوپه تشریعي اموروکې یې انسان ته د توحید ، میعاد اورسالت د عقیدې پخېدوپه خاطرد تفکرحق ورکړی ، خوپه تکویني اموروکې یې دا حق له انسان څخه ځکه اخیستی چې تکویني امورد انساني عقل له دایرې څخه وتلي اویوازې دعالمونو په رب (ج) پورې اړه لري ، او (( عَلّامُ الغیوب اوعَالِمُ الغَیب ) یوازې الله (ج) دی او بس .

په دې معنا چې په غیبوباندې یوازې الله (ج) پوه اوعلم لري ، نه انسانان . ځکه چې پرغیبو باندې د انسان علم ، تسلط اواحاطه نه شته . یوشی چې د سړي له واک څخه وتلي وي ، علم ورباندې نه لري ، تقد یر( قضاء اوقدر) یې ورمعلوم نه وي ، آن تردې چې پرخپل برخلیک اوراتلونکې باندې هم خبرنه وي چې دم ګړۍ وروسته به څه ورپېښېږي ، نوداسې څوک بیا په غیبوباندې څه خبردی .

له دېنه داسې ښکاري چې ټول نجومیان ( ستاره شناسان ) اود هغوی پوهه یوازې ددوی پراحتمالاتوباندې را ټوله ده لکه طالع بجنګان چې یابه دا ، اوهغه کاروشي ، یابه ونه شي . خوکاهنان اوغیب ویونکي ټول په سلوکې سل درواغ وایي . ځکه کوم اظهارچې کاهنان اوغیب ویونکې یې کوي ، هغه په قطعي شکل درواغ وایي ، ځکه په غیبوباندې یوازې الله (ج) خبردی ، نه ساحرین اودرواغجن غیب ویونکې اودغیبویوڅه علم الله (ج) یوازې حضرت خضر(ع) ته ورکړی ؤچې د موسی (ع) سره په ملګرتیا کې موسي (ع) ورباندې پوه شو. ځکه موسی (ع) ته خدای پاک علم تشریعي ورکړی ؤاوخضر(ع) ته الله پاک علم غیب ورکړی ؤ، اوملګرتیا یې هم ځکه دوام ونه کړچې حضرت موسی (ع) یوازې په شریعت باندې پوه ؤ، اوحضرت خضر(ع) بیا په پټوخارق العاده څیزونوباندې علم درلود .

ولې کاهن اوساحرته دا علم نه شته ، اوټولې خبرې اونمایشي صحنې د جنیاتواوسحراوجادوله لارې خلکو ته وایي ، چې یقین په قطعي توګه په اسلام کې پرې ناروا دي اوڅوک چې کاهن اوساحر( جادوګر) ته ورشي اوباورورباندې وکړي (۴۰) شپې ورځې یې لمونځ ، روژه ، حج اوهېڅ ډول عبادت اوتوبه نه قبلېږي .

زما له ټولومسلمانانوڅخه داغوښتنه ده چې که پردغه قبیحه عمل باندې ګرفتاروي باید چې توبه ترې وباسي اوپرې یې ږدي ، اوکه کوډګروته ورځي هم باید توبه یې له ورتلوڅخه وباسي اونوره د کوډګرواوکوډودغه مردوده اوملعونه لاره پرېږدي . نور بیا.....                           

 

قبلی

 

 

 


بالا
 
بازگشت