محمد انور ولید

 

هرافغان اونوره اسلامي نړۍ باید خپل ځان خپله اصلاج کړي

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د مرغومي ۱۳ مه

درېیمه برخه :

اې افغانانو !

مخکې له دې چې پر طلاق در سره خبرې وکړم ، لومړی لازمه ګڼم چې د طلاق په معنا او ډولو باندې لږ رڼا واچوم چې طلاق څه ته وایي او طلاق څو ډوله دی ؟

١ـ طلاق په لغت کې مطلقا دتړلي شي پرانستلو ته وايي ، او د شریعت په اصطلاح کې په ځانګړو تورو سره سمدلاسه (لکه په طلاق باین کې) یاپه راتلونکي کې (لکه په طلاق رجعي کې )د نکاح د تړون پرې کولو ته طلاق ویل کيږي .

اې افغانانو ! که څه هم په مباحو شیانو کې تر ټولوابغض [ بد شی ] دپالونکي څښتن په وړاندې طلاق دی ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : (ان ابغض المباحات عند الله الطلاق )خو څنګه چې په ژوندانه کې کله نا کله د خاوند او میرمنې تر منځ نا خوالي آن تر دې ځایه راورسیږي چې نور يې له بیلوالي پرته بله کومه لاره نه وي ځکه نو د همدې اړتیا له امله په شريعت کې طلاق روا شوی دی .

۲ـ خو دلته اوس دا پوښتنه راپورته کیږي چې طلاق خو د خدای (جل جلاله ) په وړاندې ( مبغوض ) شی دی نو ښایي چې ناروا ګڼل شوی وای ؟

ددې پوښتنې په ځواب کې علماوو دوه ځوابونه ویلي :

·       لومړی داچې په قرآنکریم کې راغلي چې (لا جناح علیکم ان طلقتم النساء ما لم تمسو هن )نو دا ایت شریف د دې دلیل دی چې د اړتیا په مهال خپلې میرمنې ته طلاق ورکول روا دي .

·       دوهم ځواب علماوو دا هم ویلی چې :په حديث شریف کې طلاق ته مبغوض ویل د طلاق دناروا والي دلیل ځکه نشي کیدای چې ابغض دعربي ګرامر له پلوه د اسم تفضیل صیغه ده او مضاف دی مباحاتو ته او مباحات يې مضاف الیه دی نو له عربي قاعدې سره سم اسم تفضیل دمضاف الیه ځنې وي ځکه نو طلاق هم مباح شو نه ناروا .

·       یوه بله پوښتنه دلته دا هم ده چې داسې حدیثونه هم شته چې په هغو کې په مطلقاتو ښځو باندې لعنت ویل شوی نو له هغو نه د طلاق نارواوالی څرګندیږي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي: (ایما امرأة اختلعت من زوجها بغیر نشوز فعلیها لعنت الله والملائکة والناس اجمعین) .

ژباړه : هغه مېرمنې چې بې له اړتیا نه له خاوند نه جلا شي په هغوی باندې دې د خدای جل جلاله ،ملائکو او ټولو خلکو له لورې لعنت وي .

له پورتني او همداسې نوروهغو حدیثونو څخه چې هلته په مطلقاتو د لعنت ذکر راغلی هغه مېرمنې مراد دي چې بې له کومې اړتیا نه له خاوند نه جلا کيده غواړي ، مطلقاً مطلقاتي مراد نه دي .

۳ ـ  فقهي کتابونو ته له کتلو وروسته جَوَتیږي چې مېرمنې ته دطلاق وراچولو درې ډولونه دي چې لومړي ته يې طلاق احسن او دوهم ته يې طلاق حسن (سني) او دریم ته يې بیا طلاق بِدعي ویل کیږي .

۱- طلاق احسن : دېته وایي چې سړی خپلې مېرمنې ته په داسې (طهر)پاکي کې یوطلاق ور واچوي چې په هغې پاکي کې له مېرمنې سره جنسي اړیکي نه وي نيول شوي ، او بیا مېرمن پرېښودل شي ترڅوعدت يې تېرشي ، صحابه کرامو به دچا له لورې خپلې مېرمنې ته په داسې ډول طلاق وراچول مستحب ګڼل .

دلته دا خبره په یاد ساتل پکاردي چې طلاق احسن ته احسن ویل ددې معنا نه لري چې مېرمن ته داسې طلاق ورکول اړین او ښه کاردی ځکه چې طلاق خو د خدای جل جلاله په وړاندې مبغوض دی هغه هیڅکله هم ښه نه شي کیدای بلکې طلاق احسن ته دطلاق حسن له امله احسن ویل شوي تر څو ددواړو تر منځ تو پیر راشي .

۲- طلاق حسن (سني) : دېته وايي چې په دریو پاکیو کې مېرمنې ته درې طلاقونه ور واچول شي یعنې په هرې پاکي کې یو طلاق .

پورتني طلاق ته طلاق سني (مسنون) هم وايي خو د دې د امعنا نه ده چې طلاق احسن نو مسنون نه دی ، بلکې مسنون دواړه طلاقونه دي البته د مسنون معنا دا هیڅکله هم نه ده چې داسې طلاقونه ورکول خپلې مېرمنې ته ښه او سنت کار دی بلکې د مسنون معنا داده چې خپلې مېرمنې ته په پورتني ډول طلاق ور اچولو سره سړی نه ګناهګاريږي .

۳-طلاق بدعي: دېته وایي چې په یوه پاکي کې خپلې میرمنې ته په مختلفو مهالونو کې په مختلفو توروسره درې طلاقونه ور واچول شي ، یا هم په یوه توري سره په یوه وار میرمنې ته درې طلاقونه ور واچوي . مېرمنې ته د دې ډول طلاق په ور اچولو باندې سړی ګناهګاریږي هم .

٤-د احکامو له پلوه هم د طلاق دری ډولونه دي : رجعي ، بائن ، مغلظ .

۱- طلاق رجعي :

دېته وايي چې خاوند خپلې مېرمنې ته یو یا دوه ځله په سوچه تورو کې طلاق ورکړي دساري په ډول ته په ما طلاقه يې اوداسې نور چې دطلاق په تورو صراحت پکې شوی وي .

د طلاق رجعي حکم :

دا دی چې د عدت دپوره کيدو تر مهاله پورې ښځه دسړي په نکاح کې وي او سړی کولای شي د عدت په منځ کې کله چې يې هم زړه وغواړي رجوع کولای شي ( رجوع دې یا په تورو سره وکړي یعنې مېرمن ته دې ووايي چې ما خپل طلاق اخیستی او يا دې هم مېرمنې ته په عملي ډول رجوع وکړي لاس وروړل ښکلول اومستي کول هم رجوع بلل کيږي ) په طلاق رجعي کې په دوهم ځل د نکاح تړلو اړتیا نه ليدل کيږي .

لیکن که عدت تېر شو او سړي مېرمنې ته په وېنا یا څه کړنې سره رجوع ونکړه نو بیا د دوی دواړو تر منځ نکاح شکیږي او مېرمنه دوهم ځای نکاح تړلای شي ، همداراز که له عدت نه وروسته د خاوند او مېرمنې تر منځ روغه جوړه وشوه نو بیا هم میړه له مېرمنې سره نکاح کولای شي .

۲- طلاق بائن :

دېته وایي چې یاخو سړی مېرمنې ته په کنايي تورو سره طلاق ورکړي یا هم له طلاق سره کوم داسې صفت ذکر کړي چې په هغه صفت کې د سختې اظهار وي د ساري په توګه خاوند مېرمنې ته ووايي (تاته مې سخت طلاق در کړی ، ) یا (تاته مې اوږد طلاق در کړی) او داسې نور .

د طلاق بائن حکم : دا دی چې د طلاق له ور اچولو سره سم د ميړه او مېرمنې تر منځ بیلوالی راځي ښځه د سړي له نکاح نه وځي ميړه ته د رجوع کولو حق حاصل نه وي ، البته په عدت کې دننه يا له عدت نه وروسته میړه له همدې مېرمنې سره نکاح کولای شي .

۳- طلاق مغلظ :

دېته وایي چې سړی مېرمن ته درې طلاقونه ورکړي ، پدې صورت کې ښځه په میړه باندې حراميږي او له شرعي حلالې پرته نکاح نشي ور سره کولا .

۵- یوه مهمه یادونه :

دلته دا خبره هم په یاد ساتل پکاردي چې کوم طلاقونه چې ميړه مېرمنې ته وراچولي له رجوع یا نکاح وروسته به میړه دباقي پاتې طلاقونو د وراچولو ځواک لري معنا دا چې که سړي یو طلاق ور اچولی وو او بیا يې همدې مېرمن ته رجوع یاله عدته وروسته نکاح ورسره وکړه نو په راتلونکي کې به دا سړی مېرمنې ته د دوو نورو طلاقونو د وراچولو ځواک لري که يې بیا دوه طلاقونه ښځې ته ور واچول نو هغه مغلظه ګرځي او ورباندې حراميږي ،اوله شرعي حلالې (چې څېړنه يې مخکې را روانه ده) پرته لومړي ميړه ته نه حلالیږي .

او که يې دوه طلاقونه ور اچولي وواو بیا يې له همدې مېرمن سره نکاح يايې رجوع وکړه نو په راتلونکي موده کې به دا ميړه د یوه طلاق د ور اچولو ځواک لري نو که يې مېرمنې ته یو طلاق ور واچاوه نو ښځه ور باندې مغلظه ګر ځي ، او له شرعي حلالې پرته نه ورته روا کيږي .

۶-دشرعي حلالې څېړنه :

په قرآنکریم کې راغلي چې که یوه خاوند خپلې مېرمنې ته درې طلاقونه ورکړل نو دا مېرمنه نوموړي سړي ته حلاله نه ده تر څو دا مېرمن له (عدته وروسته) له بل میړه سره (صحیح) نکاح ونه کړي او له نکاح وروسته دوهم مېړه له دې سره جنسي اړيکې ټینګي نه کړي ، بیا يې هغه دوهم میړه مړشي یا هم طلاق ورکړي اوددې ښځې عدت هم تېرشي نو بیا دا مېرمنه په دوهم ځل د لومړي خاوند له پاره حلاله ګرځي اونکاح ورسره تړلی شي ، دېته شرعي حلاله ویل کيږي .

له درېیو طلاقو وروسته که ښځې له چا سره پدې شرط نکاح وکړه چې هغه سړی به له جنسي اړیکو وروسته دا طلاقوي او بیا به دا په دوهم ځل له لومړي میړه سره نکاح کوي نو دا شرط باطل دی او په حديث شریف کې په داسې حلاله کوونکي باندې لعنت ویل شوی ، خو له ملعونېدو سره سره که چا له کومې مېرمنې سره په همدې شرط نکاح وکړه او جنسي اړيکې يې سره ټینګې کړې او نوموړي سړي ښځې ته طلاق ورکړاو دښځې عدت تېرشو نو د لومړي سړي لپاره له دې ښځې سره په دوهم ځل نکاح روا ده . او که يې له جنسي اړیکو ټینګیدو پرته طلاق ورکړ نو لومړي سړي ته نه حلاليږي او نکاح يې نه ورسره کيږي .

خوکه کومې مېرمنې له کوم سړي سره له پورتني شرط څخه پرته نکاح وکړه که څه هم د سړي په زړه کې دا خبره وي چې زه به له جنسي اړیکو ټینګولو وروسته نوموړې ښځې ته طلاق ورکوم نو دا صورت بیا د لعنت وړ نه دی ، همداراز که د مېرمنې هم دا نیت وو چې له دوهم مېړه سره دجنسي اړیکو له ټینګیدو وروسته به بېرته له لومړي ميړه سره نکاح کوي او بېرته به خپل کور ورسره جوړوي نو دا هم ګناه نه ده، ځکه ګناه یواځې دشرط په صورت کې راځي نه د نیت په مهال .

۷-د طلاق توري په دوه ډوله دي : صریح او کنایه .

۱-طلاق صرېح :

دېته وایي چې سړی مېرمنې ته په داسې سوچه تورو سره طلاق ورکړي چې په هغوی کې هیڅ ډول پټوالی نه وي ، دساري په توګه مېرمنې ته ووايي (ته طلاقه يې ، ته مطلقه يې ،ما تاته طلاق در کړی او داسې نور) .

دطلاق صرېح حکم :

دا دی چې یو طلاق رجعي ور څخه واقع کيږي ، که څه هم سړي له نوموړو تورو څخه د طلاق نیت نه وي کړی .

۲- طلاق کنایه :

هغه طلاق ته وېلی شي چې په نا څرګندوتورو(مبهمویعنې داسی تورو سره چې هغه له طلاقه پرته دنور څه امکان هم لري ) سره خاوند خپلې ښځې ته طلاق ورکړي ، دساري په توګه ميړه ښځې ته ووايي (ته بائنه يې ،ته خلاصه يې ،ستا پړی ستا په غاړه کې دی ، ماته جلا کړي يې ،خپل اهل ته ولاړه شه ، او داسې نور) .

د کنايي طلاق حکم :

دادی چې په داسې ټولو تورو سره د ميړه له لورې د طلاق د نیت په مهال یو طلاق بائن واقع کیږي او که د خاوند نیت د طلاق نه وو نو بیا طلاق هم نه واقع کيږي . البته د علماو په اند دلالة حال هم دنیت قائم مقام کیدای شي یعنې که ميړه او مېرمنې جګړه سره وکړه او ميړه له پورتنو تورو نه کوم توری د مېرمنې په حق کې وکاراوه نو دلته هم طلاق واقع کيږي که څه هم نیت يې نه وي ځکه چې دلته دغصې اوغضب حالت د دې ښکارندوینه کوي چې د سړي به هرو مرو دطلاق نیت وو هسې اوس انکارکوي نو کله چې د غصې حالت دطلاق په نیت دلالت کوي ځکه نو پداسې چا ښځه هم په بائن طلاق سره طلاقیږي .

اې افغانانو!

تمه لرم چې اوس به د طلاق ، اود طلاق د ګناه په اړه څه ناڅه پوهېدلي وۍ ، لازمه ګڼم چې له چارواکو څخه نیولې بیا آن ترټول مسلمان ملت پورې د ټولنې د تشکیل په دغه شرعي اوملي بنست کې د عقد اوطلاق برخې ته ډېره پاملرنه وکړي او په دغه برخه کې ډېرله د قت اواحتیاط څخه کارواخلي ترڅوزموږ ټولنیزنظام له حرام زاده ګانو څخه تشکیل نه شي چې بیا به هغوی هېڅکله هم په ټولنه کې روغ اوپرځای انساني اواسلامي کارونه په کورد ننه اوله کوره د باندې ترسره نه کړي . ځکه حرامې نطفې د حلالوکارونو ترسره کولوپه چوکاټ کې هېڅکله هم نه برابرېږي او پرته له همغږۍ تل یودبل پرضد عملونه ترسره کوي چې د متضادوعملونو ترسره کېدل په یوه نظام کې د اتباعو، نظام اوجغرافیې د تباهۍ اوبربادۍ سبب جوړېږي .

اې مأ مورو اومجبورو افغانانو!

له پټ اوښکاره نجاست اوخباثت څخه ځانونه لیرې وساتۍ ، ځکه الله (ج) پاک دی ، رسول الله (صلي الله علیه وآله وسلم ) پاک ؤ ، د الله (ج) دین پاک دی ، او په دې دین کې داخل ټول بنده ګان هم باید پاک وي ، ځکه الله (ج) توبه کوونکي او پاک کسان ډېرخوښوي او فرمایلي یې دي : (( اِنّ اللهَ یُحِبُّ التَّوَّابِینَ وَ یُحِبِّ المُتَطَهِّرِینَ )) . پس لازمه ده چې په ټولنه کې خپل ځانونه ، بدنونه ، جامې اونوراړوند لوازم ، کورنی او ټولنیزچاپېریال ، خوراک ، څښاک او پوښاک ټول باید پاک وساتو ترڅود کثاتو له انبارونوجوړولوڅخه په ټولنیزو اوساري ډول ډول لاعلاجه ناروغیو باندې اخته اود الله (ج) په عذابونو کې را ګیر نه شو.

اې افغان چارواکو او دوه مخیوددین اووطن ضد هېواد والو!

د خپلوناولیواهدافواوسیاسي موخو ترلاسه کولو په خاطرپه درواغوعبادت اود ریا کارونه مه کوي . ځکه عبادت یوازې د الله (ج) او د الله (ج) د بنده ترمنځ یوه بلاواسطه تعبُدي معامله ده چې له بل هېچا سره تړاونه لري . که چېرته تاسې له خپل الله (ج) سره دغه معامله د خلکو د تېرایستلو له پاره د خپل ځان ښودلواو تظاهرله پاره ترسره کړۍ ، نوالله (ج) خو ټول ویني ، ځکه الله (ج) تر شارګونو هم موږ ته نږدې اوپه زړونو موعلم لري .نو تاسې که هغه څه له مخلوق څخه پټوۍ چې هغه الله (ج) ته معلوم دي ، الله پاک به تاسې ډېر ژر رسوا او افشا کړي او ستاسې پردغه تظاهرباندې به خلک پوه کړي . اوکه چېرته د کوم پټ خبیث هدف ترلاسه کولو له پاره نېک او ښه کارونه کوي او پرهغو سره خلک غولوۍ ، نو داکارهم ستاسې د الله (ج) له طرفه خپل مخلوق ته افشاء کېږي .

پس بې ځایه ځانونه په تظاهرسره د خپلو ناولیو اهدافو له پاره بې اوماچه مه خولې کوۍ اوهېڅ کټه نه درته لري ، ځکه هغه عبادت نه د الله له پاره منظوراو قبول دی اونه هم ستاسې دغه ډول خیریه معاملاتي کارونه د الله د مخلوق له پاره د منلووړدي . ځکه هدف باید پاک اوسپېڅلی وي ، نه خبیث . خو که تاسې د خپل خبیثه شهرت زیاتولوله پاره داسې کارونه کوۍ ، آخرد خپل نفس اوشیطان د شدت له وېرې ستاسې دغه ډول پټ عادت اوموخه خلکوته ښکاره کېږي ، ستاسې په اصلي مقصد باندې خلک پوهېږي او له تاسې څخه څنګ کوي اوتاسې په خپله دغه ډول ناولې موخه کې پاتې راځۍ . 

اې د افغانستان علماء وو !

موږ اوتاسې ټول مسلمانان یو، علم پرنراو ئځه دواړو باندې فرض دی ، خو پرښځه باندې په هغه صورت کې فرض دی چې د دې د نفس ، حیاء اوآبرود حفاظت اوساتلوټول بعینه شرائط ورته برابر، اویا خپل شرعي محرم ورسره وي .په داسې حالاتوکې که له خپل هېواد څخه بهرپه کوم بل هېواد کې کولی شي علم حاصل کړي ، څه پروا نه شته . خوکوم ډول علم ؟ علم شرعي اوکه علم غیرشرعي ؟ ځکه په علم شرعي کې ښځې ته جوازشته ، خوآیا په غیرشرعي علم حاصلولوکې هم ښځه مکلفه او ورته جوازشته چې علم حاصل کړي ؟ که چېرته وي ، نوهغه د کومې معتبرې شرعي منبع اوسوړس حکم دی چې موږهم پرې پوه شو؟

که چېرته دیني عالمان ددې له پاره دیني علم حاصلوي چې خلک د خپلو دنیوي ګټو له پاره پرې ښکاراوکتمان د حق پرې وکړي نو دغه ډول دیني عالمانوته بیا اولیا ء الشیطان ویل کېږي ، ځکه پرحق باندې ګونډې ور وهي اوحق ورباندې پټوي .ددوی ګناه اوعذاب دواړه ترنوروسنګین اودرانه دی .او شرد عالِم  شرد عالَم دي ، ځکه عالم چې فاسد شي ،عالمونه ورسره فاسد ېږي ، ټوله ټولنه ، سیمه او نړۍ ورسره فاسده شي ، اوکه عالم د خدای تعالی پرلاره برابر وي ، نو ټوله ټولنه ، سیمه او نړۍ ورسره اصلاح وي .

اې مسلمانو افغانانو !

نړیوال کنونسیونونه ، د بشري حقونو درواغجن علمبرداران ، اود ښځوچارومدافعین خو په اسلامي ټولنوکې شرعي سند نه شي ګڼل کېدای ، ځکه هغوی خپله د ښځوټول خدای ورکړي حقوق پایمال اوترپښولاندې کړي دي .

د دغه ډول پروژو اجاره کوونکې هغه ښځې دي چې په اصل کې همدوی ترمختلفونومونولاندې کورني تاوتریخوالي ته لمن وهي ، د خپل دغه ډول ناروا تجارت اوبېزنېس له پاره په مختلفو نومونواومختلفو روېښونوسره خپل پروپوزلونه جوړوي ، کورني تاو تریخوالي ته د کورني ژوند د بدمرغ کېدوله پاره له هره اړخه دمخه ورته مهندسي شوې توطئيې جوړوي د سیمې اوکلي ددلالواو مکاروښځواوحرفوي سړود شیطانت په واسطه ښځې له خپلومېړونواویا مېړونه له خپلو ښځواویا خواښې ګانو سره په جنګ جګړواخته کوي ترڅوپرښځوباندې د ژوند ساحه د کورني تاوتریخوالي له امله دومره را تنګه کړي چې له کوره فراروکړي ، یا ځانته اورورواچوي اویا هم ځان وژنه وکړي .

موږ اوتاسې ټول په افغانستان ، سیمه اواسلامي نړۍ کې د دا سې پېښوشاهدان یوچې بېسواده ښځې د اسلام ضد باسواده ښځو د (ان جي او یي ) اهدافو قرباني شوې ، ځکه په درواغو باندې یې د ښځو مدافع وکیلانې له ځانو څخه جوړې کړې ، د ښځوچارواو یا په اصطلاح د بشري حقونود خپلواک کمېسیون په نومونویې د بهرنیانو په مالي اواستخباراتي ملاتړخپل ځانته آدرسونه پیداکړي ، خو موږ وینوچې دهمدې کمېسیونونوله را پیدا کېدوسره سم په هرات کې ځان سوځونې ، د افغانستان په جنوب ، غرب ، اوختیځ کې ځان وژنې ،په شمال اوشمال شرق کې ناموسي پېښې اوپرصغیرواطفالوجنسي تېري ټول له همدغوکنونسیوني پروژوڅخه را وټوکېدل . کنه نو پخوال ولې داسې پېښې نه کېدلې .                        

زما د افغانستان ، سیمې اونړۍ له ټولوجیّدوعلماء ووڅخه دا تمه ده چې په ګډه دې خپلوحکامواوچارواکو ته رغنده شرعي لاره ور وښیي ، د حق کتمان دې نه کوي اود خپلوجیبونوډکولوپه خاطردې پرکتاب الله اوسنّت الرسول الله باندې پښې نه وراېږدي . حق او باطل دې نه سره مخلوطوي بلکې یو له بل څخه یې دې په ډاګه بېل کړي .

علماء باید د حضرت عمرفاروق (رض) په څېرتل په روا باندې امروکړي که څه هم پټ وي ، له نارواووڅخه خلک منع کړي که څه هم ښکاره وي ، او په حق باندې خبره ورته وکړي که څه هم ترخه وي . اوحق باید خلکو ته په سمه طریقه ور ورسوي که څه هم دده د سر په بدله تمام شي . ځکه رسالت د حضرت جبرئیل (ع) ؤ له طرفه د پروردګارچې په اما نته توګه یې الهي صحیفې اوکتابونه په خپل وخت هوبهود وخت رسولانوته په امانته توګه ددې له پاره رسولي چې د الله (ج) د مخلوق ژبې  د الله (ج) په ذکر مشغولې شي او په زړونو کې یې له خپل رب څخه وېره پیدا شي اود مصیبتونوپه وړاندې شکیبا او صابرین وآوسي  .

د وخت رسولانو (ع) هم خپلو امتونو ته همغه صحیفې او کتابونه کټ کټ رسولي ، خو اوس چې په نبي (ع) باندې د نبوت او رسالت لړۍ قطع شوې ، نو دا د علماءوو رسالت دی چې خپل رسالت باید پرخپل ځای ، خپل وخت اوخپله مو قع اداء کړي . ځکه علماء د انبیاء (ع) وارثین دي . اودوی هم باید دغه نبوي میراث پرته له لاسوهنې او پرته د حق له کتمان څخه امت مسلمه ته په سمه او امانته طریقه ورسوي . د پیغمبر (ع) میراث ( قرآن او حدیث ) یو داسې امانت دی چې هېڅکله باید د یهودو او نصاراوو په څېر خیانت په کې ونه شي .

اې د افغانستان مسلمانانو !

که غواړۍ چې د دوزخ له اوراود قبرله عذابه په امن کې وۍ نوله پټ اوښکاره دواړو نجاستونوڅخه خانونه وساتۍ ، ځکه الله (ج) پاک کسان خوښوي ، نه ککړاونجس خلک . ځکه د الله (ج) عبادت هم په پاکوالي سره کېږي ، او طهارت یا پاکوالی په اسلام کې د ایمان جزبلل شوی . خونجاست یا ککړتیا دوه ډوله ده :

لومړی :ـــ  ظاهري یا حقیقي نجاست . په ظاهري نجاست کې غائطه مواد اوبولې شا ملې دي چې په اوداسه سره سړی ترې پاکېږي .

دوهم :ـــ  پټ یا باطني نجاست . خوپه باطني یا پټ نجاست کې نورناویلي شته چي ځینې یې د انسان د وجود عارضي اړخونه دي چې په غسل او اوداسه سره ترې پاکېږي ، اوځینې نوریې بیاعقید ه وي ( د کفر، الحاد اوشرک ) اړخونه لري چې ترڅولومړی غسل ونه کړي او ور پسې د زړه له صد قه کلمه طیّبه اوشهادتین ونه وایي او په اسلام کې دا خل نه شي ، ترهغوپورې هغه نجاست له غیر مُسلم سړي یا ښځې څخه نه لیرې کېږي . د لا زیاتو معلوماتو له پاره د طهارت او پاکوالي او نجاست بابونه وګورۍ .

اې مسلمانانو !

ستاسې ټول ظاهري او باطني کړه وړه باید خاص د الله (ج) د رضا ترلاسه کولوله پاره وي ،ځکه که موږاوتاسې په ښکاره د خود نمایۍ اوشهرت ترلاسه کولواود خلکود تېرایستلوله پاره یو کارکوو ، نوالله خوبصیر ذات دی ، په هرځای اوهرحال کې موږ ویني ، ځکه له الله (ج) څخه هېڅ شی پټ نه دي او په خپل پاک کلام الله مجید کې یې فرمایلي دي چې : (( والله بصیر بالعباد)) اوهم پرهغّه څه باندې خبراو پوه دی چې زموږ په سینوکې پټ دي . یعنې هېڅ ډول پټ رازاو پټه خبره اونیت له الله (ج) څخه پټ نه پاتې کېږي .

نوکه تاسې هم چې په پټه یا ښکاره کوم عبادت یا ښه کارکوۍ ، باید خپل نیتونه موصاف اوخاص د الله (ج) د رضا ترلاسه کولوله پاره وي . ځکه ټول عملونه په نیت پورې موقوف او تړلي دي ،  چېرې نه چې لکه د حفیظ الله امین اونورولا دینه علمبردارانوپه څېرچې د خپلې غیراسلامي اود واک ګدۍ ته د رسېدوپه موخه مبارزې پرمهال به یې د خلکوغولولوله پاره د هغوی له اوږوڅخه قدیفې را اخیستې اوپه عامه لارکې به یې په ناولیوبې اوداسه لمونځونه پرې کول اوبیا به مولوي ملنګ اومولوي عبدالقدوس غوندې خلکو پسې واخیستل اوافشاء اورسوا به یې کړل . خوکله چې واک ته ورسېدل ، همغه خلک یې د اسلام په جرم په ډله ئیزه توګه په شهادت ورسول چې قدیفې اوځادری به یې له اوږو را اخیستې اوپه درواغوبه یې د تظاهرله پاره لمونځونه ورباندې کول . نوربیا ...

 

 

 

+++++++++++++++++++++++++

محمدانورولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د د مرغومي ۲ مه

دوهمه برخه .

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو !

اسلام یو داسې دین دی چې په ټولوادیانوکې الله تبارک وتعالی موږاوتاسې ته همدغه دین خوښ کړی ، په دې دین اوددې دین د خوښوونکي اورا لېږونکي [ الله (ج) ] په وحدانیت اود هغه له لوري دغوره کړی شوي اومبعوث شوي پیغمبر( ص ) په ریښتیني نبوي رسالت کې هېڅ شک اوشبهه نه شته ، ځکه د الله (ج) ربوبیت ، نظام او ټول مؤمن به شیان په حقه سره حق دي ، د هغوی رسولان هغه نازولی مخلوق دی چې په ریښتینولۍ کې یې هېڅ شک نه شته . پس پرالله (ج) اود هغه پررسولانواونبیانوباندې اتهامونه اودرواغ ورتپل هېڅکله هم په تېره ماضي ، حال اواستقبال کې ځای نه نیولی ، نه یې اوس نیسي اونه به یې وروسته له دې ځای په کې ورکړشي . ځکه هغه باطل خپله الله (ج) له حق څخه پخوا سره بېل کړي دي .

چېرې د الله (ج) اودالله (ج) د رسول (ص) ریښتینې ، معقولې اوپرځای خبرې اوچېرې د طاغي اوسرکشه اولیاء الشیطان اتهامات اودرواغ چې پرالله (ج) اود الله (ج) پررسولانوباندې یې ورتپلي اوالله (ج) بېرته هغوی په خپلو درواغوکې شرمولی اود هغوی اتهامات اوبېځایه تورونه یې په کتاب الله کې بېرته افشاء کړي دي .

که غواړۍ چې د یهودو او نصاراوو پرهغواتهاتو باندې ځانونه پوه کړۍ ، نوورشۍ اوسنی تلمود اواوسنی بائیبل د قرآن له هغو برخوسره پرتله اومقائسه کړۍ چې د پخواني تورات او پخواني اصلي انجیل همغه نسخې په کې را وړل شوې چې دوی د زمانې په تېرېدو سره تحریف کړې دي همدا اوس یې ښې پېژندلی شۍ .

 په اوس کې هغه علمای سؤچې هغوی په درواغوپرته له کوم ثقه سند څخه وایي ( قال الله ، قال الرسول ) ، خوهغه نه الله (ج) په قرآن کې اونه هم رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم ) په خپلو احا دیثوکې ویلي وي ، خودوی د خپلو شخصي ، یا ګوندي او یا مذهبي مفاداتو په خاطرپرخدای (ج) اودهغه پررسول (ص) باندې ټاپې ورلګوي اود خپل ناسم قرائت له امله د کتاب الله اوسنت الرسول الله (ص) معنا متن او شرحې ته تغیرورکوي اوخلک پرې ګمراه کوي چې له دین څخه ناخبره مسلمانان یې له همدې متفرقولاروڅخه پرڅوفرقوباندې سره وېشلی چې اوس یې پرمټ د شرق اوغرب ټولوطاغوتي کړیولاسونه اوپړي په کې بند کړي ، دوی یې د خپلې تکنالوجۍ اواقتصاد پرمټ د ځان غلامان جوړکړي اوهغوی ددې فتنې په اچولوسره ټولې شتمنۍ ترې غلاکړې چې اوس په ټوله نړۍ کې په خپلوشتمنیوکې هم وږي دي ، هم لوڅ دي اوهم تږي اونورو ته احتیاج .

دا ځکه چې حبلُ الله یې د سیاسي زدو بندونو پرمټ ورته دانګ دانګ کړې ده  . اومشران یې له خبله مسلمان ملت څخه پرکافرباندې ډېرباورمند دي ، له مسلمان سره یې په ملي ، ټولنیزواودیني مسائلوکې هېڅ ډول رازنه شته ، دروازې یې ورباندې تړلې دي ، ورځ په ورځ د ورتلواو لیدوکاتوشرائط ورباندې تنګوي ، خوله کافر، مرتد اوبل هرمنافق سره یې ملي منافع څه چې آن د خپلوښځود بسترې رازونه هم شریک کړي دي .

هغوی د خپلوګټوله پاره دمسلمانانو په الهي قانون کې ګوتې وهي ، او پرځای یې داسې وضعي مواد په کې ځای پرځای کوي چې هم اسلام ته پرې سپکاوی وشي اوهم خپل کفري مواد ددوی په خوله او ددوی په لاس په قرآن باندې د څوروپیواومالي تمویل په بدل کې پرې تحمیل کړي اوپرمټ یې خپل ځان ته پرې قضائیي مشروعیت اومصؤونیت پیدا کړي اومسلمانان پرې وټکوي چې نن سبا په ټوله اسلامي نړۍ کې همدا لوبه روانه ده ، د قضاء ، ټولنیزواومالي چارواومدني اوقانوني برخوټول اړخونه یې د خپلو مشروطوشرائطوپه بدل کې ترخپل استعماري سانسورلاندې راوستي اوتحریف کړي دي .

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانوؤلسونو !

تاسې لومړی خپل پیغمبري میراث ( قرآن او حدیثو) ته مخ ور واړوۍ اود جهاد پراصلي معنا ، وخت ، فرضیت اوقومانده باندې ځانونه پوه کړۍ چې جهاد څه ته وایي ؟ په کوم وخت کې د چا په وړاندې باید جهاد وشي ؟ څه وخت جهاد پرسړي یا ټولنه باندې فرض کېږي ؟ د جهاد فتوا ، قومانده اوفرمان باید د چا له خوا وي ؟ اولی الامر په اسلام اواسلامي ټولنه کې چاته ویل کېږي ؟ خو زه به ددې ټولو پوښتنو لنډ ځوابونه ستاسې مخ ته کېږدم ، او قضاوت خپلې ورباندې وکړۍ ، که زما ځوابونه نیمګړي یا ناقص وو، تاسو یې سم او بشپړکړۍ :

الف : ـــ جهاد په لغت کې خاص د خدای (ج) د رضاء ترلاسه کولو په خاطرد کلمة الله هی العیا(د کلمې لوړولو) له پاره جّد وجهد ( هڅواوهاند یا هلوځلو) ته ویل کېږي ، ترڅود الله دین برلاسی اوحاکم شي ، برده ګي (د انسان واک پرانسان باندې ختم ، انسان د انسان د بنډ اوکُلنډ څخه خلاص شي ) ، الهي قانون پرټولوباندې یوخېل واکمن اوعملي شي . ظلم ختم اوعدالت د ټولوناخوالواونا برابریوځای ونیسي .

ب: ـــ خودا هم باید واضېح شي چې جهاد څه وخت اود چا په وړاندې روادی ؟ دا خو ټولو ته معلومه ده چې ځمکه د شیطانانو د واکمنۍ پرمهال له هرډول فسق ، فساد اوفتنوڅخه ډکه وه چې الله پاک نورد ځمکې واک اختیارد همداسې بې عدالتیو، نابرابریو، فسق ، فساد اوفتنوخورولوله کبله ترې واخیست او پرځای یې عاقل ، عالم اوفاعل مختاربني آدم د ځمکې خلیفه او وارث وګرځاوه ، ترڅود نفس ، شیطان اواولیاء الشیطان په وړاندې له حق څخه ددفاع په سنګرکې د خپل سر په بدلې سره ودرېږي ، ترڅوحق ژوندی اوبریالی اوباطل نابود شي .

ج: ـــ خودغه ډول جهاد پریوه یا څوخاصوهغوکسانوباندې فرض دی چې د فسق ، فساد اوفتنې ژورې جرړې اود هغوبشري تاوانونه اود مسلمانانوراتلونکی نا معلوم برخلیک د خپل درایت ، بصیرت ،علم اوعیني اوذهني شواهدواومدارکوله مخې محسوس او وویني ، نوباید په ژبه قلم اولاس سره د هغومخنیوی وکړي . اوکه چېرته د مسلمانانو پرهوایي اوځمکني حریم باندې د سیمې یا نړۍ کوم ظالم زبرځواک تجاوزاوتېری وکړي ځمکه اوهوا یې د پردوله خوا په ظلم سره اشغال شي ، نو بیا د هغې سیمې اوهېواد پرټولو اتباعو باندې که هغوی نران وي یا ښځې جهاد فرض دی ، ځکه داسې حالت بیا نفیرعام بلل شوی او په نفیرعام کې حتی ښځه د مېړه له اجازې پرته د خپل عزت النفس د ساتلو په خاطرپه خپل سرکوم خوندي ځای ته هم تللی شي اوهم وسله وال جهاد کولی شي .

د: ـــ خودا چې د جهاد فتوا ، قومانده اوفرمان د چا له خوا وي په اسلام کې دا ټول څرګند دي ، ځکه فتوا د جیّدوعلماءووهغه شرعي پرېکړه ده چې له دارالاسلام څخه ددارالکفردتجاوزپه صورت کې د کتاب الله او سنت الرسول الله له مخې ورکول کېږي ، خواول باید دارالاسلام او دار الکفر وپېژندل شي چې دارالاسلام کوم ځای ته ویل کېږي او دار الکفر کوږم دی؟

·       دارالاسلام هغه ځای ته ویل کېږي چې په هغوکې ټول شرعي احکام په عملي بڼه حاکم وي اوله واکمنوحکامونیولې ترعادي اتباعوپورې ټول په حبل الله باندې سره را ټول شوي وي اود هغې ټولنې ټول وګړي پرایمان اجمالي اوایمان تفصیلي باندې مُلبس وي .ځکه هغوی به پرټولومؤمن به شیانوباندې پوره عقیده اوباورلري . په داسې ځای کې چې هلته ټول شرعي احکام حاکم او د الله کلمه لوړه وي ، هلته جها د ناروا دي .  

·       خوکه په همداسې ټولنه یا هېواد کې چې هلته  فسق ، فساد اوفتنې اوج ته رسېدلې وي اوله اسلامي کارونوپرته نورناروا اوکفري کارونه په کې کېږي اوچارواکو اوملت یې له کفاروسره ناروا معاملې روانې کړې وي اوحکام یې خپله فاسق اوفاجروي ، نوبیا خوهغوی هېڅکله هم د شرعي اوجهادي فتوا ورکولوحق نه لري ، په همغسې هېوادونوکې بیا جهاد روادي ترڅو بېرته د الله شرعي قوانین په کې حاکم او فسق ، فساد او فتنې په کې ورکې شي .

ر: ـــ اولې الامرپه اسلام کې داسې چا ته ویل کېږي چې په ( ۷۲) ممتازوشرعي صفاتوله نوروخلکوسره ښکاره توپیرولري ، په بشپړه توګه د الله (ج) اود الله (ج) د رسول ( صلی الله علیه وآله وسلّم ) د اموامرواواحکاموتابع وي ، اوتربل هرچا په اولی الامرکې د الله (ج) اود الله (ج) د رسول ( صلی الله علیه وآله وسلّم ) تابع داري زیاته وي . د همداسې اولی الامراطاعت اوقومانده بیا پر رعیت باندې واجبه هم ده اونافرماني اوسرغړونه یې ناروا ده .

که چېرته داسې اولی الامرپرخپلو پیروانواوعسکروباندې امروکړي چې ددغه یا هغه ناروا کاراویا د یرغلګرغلیم په وړاندې مقابلې ته ودرېږي ، دداسې اولی الامرحکم واجب اوسرغړونه ترې ګناه کبیره ده . که چا په داسې حال کې له جهاد اوسنګرڅخه تېښته وکړه اومړشو، مرګ یې خراب اوخَسَرَالدنیا والآخرة شو. ځکه د عادل اولی الامر حکم نه منل په اصل کې د الله (ج) اود الله (ج) د رسول (صلی الله علیه وآله وسلّم ) حکم نه منل دي .

اې د افغانستان سیمې اونړۍ حاکمانو !

 

پرخپلواتباعوباندې بې ځایه غیرانساني ظلمونه مه کوۍ ، ځکه تاسې د خپلو اتباعوشپونکي یاستۍ اوستاسې رعیتونه ستاسې رمې دي چې د هغو د لوږې ، تندې ، جوړې ، ناجوړې ، مرګ اودرد ټول مسؤولیتونه ستاسې پراوږوباندې درباردي ، ځکه ستاسې واکمني ستاسې له رعیتونو سره مستقیمې اړیکې لري اوتاسود خپل رعیت پرسرحاکمان یۍ ، ستاسې رعیت یوه الهي عطیه او فېرزو ینه ده ، کفران ددې نعمت مه کوۍ ، که ستاسې دا عیت خدای مه کړه نه وي ، نوتاسې پرچا باندې حکومتونه کوۍ ؟ پرخاوره ، پرلرګیو، پر دښمنانو، پرچا ؟ خو که دا نعمت الله پاک درنه واخیست ، یعنې که ستاسې د بې پرواییوله لاسه د داخلي اوخارجې عائده مصیبتونواوبلاګانوخوراک اوتیت پرک شي ، ښایې یوځل بیا را پورته او پرتاسې باندې بېرته مخ درواړوي اوستاسې تربشپړې نابودۍ پورې به همدغه ملتونه درسره جنګېږي . نوبیا خوهم خدای او رسول ته اوهم خپل ملت ته ملامت یاستۍ اود هغوی د ټولو ورپېښومرګ ژوبلواوناورینونو پوښتنې به له تاسوڅخه کېږي .

که زما منۍ ، نود هغوی ترمنځ په معاملاتوکې سر له اوسه عدالت مراعات اوحق تل حقدارته ورکړي .مظلوم د ظالم له ظلم څخه وژغورۍ اود لوېدلیولاسنیوی وکړۍ .د مظلومانو ، یتیمانو، بېوزلواو بیت المال حقوق مه خورۍ اومه یې بل ته ورهبه کوۍ او د خپلوملتونواود هغوی د برخلیک پرسرله پردوسره د خپلو ګټواوخپل واک اوږدولوله پاره ناروا معاملې مه کوۍ . ځکه د بنده حق بل بنده ته هېڅوک نه شي ورکولی . اوکه یې ورکړي هېڅکله هغه نه بښل کېږي .

خوکه دد اسې ظلمونولاره موونیوله ، نوپه یاد ولري چې تاسې اوستاسي واک ته به هم په ظلم سره د پای ټکی کېښودل شي . ځکه الله پاک فرمایلي دي چې ظلم به په ظلم سره را نسکورکړم اوظلم ته به بل ظلم را پیدا کړم : (( وسیعلم الذین ظلموا ایّ منقلب ینفلبون )) ، خوترټولوسترظلم له الله پاک سره شریک پیداکول اوله کفاروسره د موالاتو په صورت کې د الله (ج) له دین سره خیانت کول دي . که مود الله (ج) له دین سره جفا اوخیانت وکړ، هم به له منځه ولاړشۍ اوکه د الله (ج) له مخلوق سره مو ظلم وکړهم به له منځه ولاړشۍ . پس ښه داده چې هېڅکله هم ظلم کولو ته زړه ښه نه کړۍ .

 اې افغان چارواکو !

له خپل مؤمن ملت سره په لوی لاس د پردو په خوله اړیکې مه خرابوۍ او مه یې پرې کوۍ ، ځکه مؤمن سړی د مؤ من ورور، اومؤمنه ښځه د مؤمنې خورده ، مؤمنین اومؤمنات له یوبل سره د کلمې د پیوند له برکته خوراووروردي ، ځکه الله پاک ویلي چې : (( انّما المؤمنین اخوة فاصلحوا بین اخویکم )) له همدې امله مؤمنین اومؤمنات ټول یوله بل سره دوستان اویوه داسې لویه کورنۍ بلل شوې ده چې غړي یې په خپل منځ کې د الهي توصیې پراساس باید یو پربل باندې خواخوږي اومهربانه اود کفارواومنافقینوپه وړاندې سخت زړي او ټول په یوه سنګرکې سره ناست وي .

اې مسلمانو واکمنو !

څرنګه چې تاسې ددغې مؤمنې کورنۍ د چاروسمبالوونکي بلل کېږۍ ، پرتاسې ده چې د هغوی ملي یووالی اوکورنی اصالت د خپلې وظیفوي دندې ، وجیبې ، وجداني احساس اواړیکو پاللوله مخې ټینګ سره وساتۍ .ځکه د چارواکو په اړیکوپاللوکې د هغوی ملي یووالی لکه د یوښه با تدبیره مالیا رپه توګه د کورنۍ توحید ي باغ ته وده ورکوي اوښه حاصل ترې اخلي ، خود روابطو په سره پرېکولوکې کورد خپلسریواوپردیولاسوهنواوتوطئیوښکارګرځي چې د چارواکوبه بشري ځواک له منځه په کې ولاړشي اودوی به بیا په یوازې ځان يه هېواد ، سیمه او نړۍ کې د کارک د لرګي په څېرهرچاته بې وزنه او بې ارزښته وي .

اې د افغانستان ، سیمې اونړي مسلمانو!

هېڅکه په درواغوباندې په خپلمنځي معاملاتوکې پرچا باندې توراوتهمت مه لګوۍ ، او مه یو بل ته درواغ سره وایۍ ، ځکه درواغ د یهودواونصاراووخاصیت دي ، نه د مسلمانانو. یهودانواوعیسویانوپرخدای پاک اود سپېڅلي الله (ج) پرمعصومو پیغمبرانو[ موسی (ع) اوعیسی (ع) ] باندې په لسګونو درواغ وروتپل ، تورات یې په اوسني (تلمود) اوانجیل یې په اوسني ( بائیبل ) باندې واړاوه ، د الله (ج) اود حضرت موسی (ع) اوحضرت عیسی (ع) ریښتینې خبرې یې تحریف کړې ، د تثلیث عقیدې یې ترې وزیږولې ، په دې معنا چې یهودو به عزیر(ع) د خدای زوی باله ، او یسویانو به حضرت عیسی (ع) د خدای زوی باله ، په داسې حال کې چې الله (ج) یو داسې سپېڅلی ذات دی چې نه دی له چاڅخه پیدا شوی ، او نه هم له ده څخه بل څوک پیداشوي دي . یعنې نه وَالِد لري او نه هم وَلَد ، خو یهودو او نصاراوو له الله پاک سره په درواغو شریکان پیدا کړل . لکه صیغه یي شیعه یان اوهزاره ګان اوځیني له دین څخه ناخبره دوتابعیته په اصطلاح سیاسي مسلمانان چې حضرت علي ( رض) د خدای تعالی زوی اوحضرت امام حسین (رض) د خدایتعالی لمسی ګڼي .

له همدغې وجهې د یهودواوعیسویانوادیان د قرآن په اکمال سره منسوخ اعلان شول ، ځکه چې په هغوادیانوکې د وخت کشیشانو، اربابانو، رهبانواوملآ د خپلوګټوله پاره ګوتې ووهلې اوالهي اوپیغمبري اصالت یې په کې له منځه وړی چې په اوسنې تلمود اوبائیبل کې د لومړني تورات اولومړي انجیل هېڅ نښه اواثرهم نه لیدل کېږي اودهمغوچارواکوتسلسل د حضرت موسي (ع) اوحضرت عیسی (ع) پیروان د تاریخ په اوږدو کې د ضلالت اوګمراهۍ کندې ته ورغورځولي دي . نوکه د اوسنۍ نړۍ مسلمانان هم همغې پردۍ پدیدې ( درواغو) ته ادامه ورکړي ، اوپه کتاب الله پسې درواغ وروتپي ، دوی به هم لکه د پاکستان استخباراتي سیاسي ملایان په خپلو تحریف شویو فتواګانو سره ټوله مسلمانه نړۍ د ضلالت اوګمراهۍ کندې ته ور وغورځوي .

زما ټولومسلمانانوته دا خواست دی چې په تعبُدي اړیکوکې پرالله (ج) اود الله (ج) پر رسول ( صلی الله علیه وآله وسلّم ) باندې ، اوپه معاملاتي اړیکوکې د الله (ج) پربنده ګانوباندې درواغ مه ورتړۍ ، په درواغوسره یوپربل باندې شاهدي مه اداء کوۍ ، چېرې نه چې  خدای مه کړه ددرواغو له امله پرموږ او تاسې ټولو باندې هم د یهودواو نصاراوو په څېرد الهي رحمت دروازې وتړل شي اود الله (ج) د قهروغضب مستحق وګڼل شو .

اې افغانانو او افغان چارواکو !

الله (ج) له نن څخه (۱۴۰۰) کاله مخکې شراب څښل او قماروهل حرام کړي ، ځکه چې شراب که له یوې خوا د څو دقیقو له پاره جنسي غریزه را پاروي ، خوله بلې خوا ډېرفردي اواجتماعي  تاوانونه هم لري ، چې هم خپله د شرابو فاعل ته د وجود ضررونه پېښولی شي اوهم اجتماع ته زیانونه پرې اړولی شي .

الله تعالی یوحکیم ذات دی چې د هرشي په حکمت باندې خپله ښه خبراو پوه دی . الله (ج) یورحیم اوعادل ذات دی چې هېڅکله هم پر خپل مخلوق باندې ظلم اوبې عدالتي نه خوښوي اوشراب څښل یوشیطاني عمل دی ، ځکه پردې عمل سره معتاد انسان هم خپل ځان او هم نورو ته تاوانونه اړوي .

·       د شرابو یوخاصیت دادی چې د انسان د وینې غوړ زیاتوي ، رګونه تنګوي ، وینه ډېروي ، حجرات او سلولونه ورستوي ، له فعالیت څخه یې غورځوي اوبلآخره په سکته قلبي ورته تمامېږي ، د شرابومادي ګټه یوازې د شرابو تو لیدوونکو ته ده ، ځکه خو ټول شراب خواره په ناڅاپي توګه مري .

·       اوټولنیزتاوانونه یې دادي چې کله شرابي نشه شي ، د نشې په حالت کې خپله خور، مور، لور، ورېندار، ترور، خپله اوپردۍ نه ور معلومېږي ، اود نشې په حالت کې د جنسي تېري هڅې کوي چې پردې کارسره د خپلې کورنۍ اوټولنې ټول اصولي قوا نین اومنل شوي ټولنیزقراردادونه د خپلې خوا سړولو د شدت له زوره ترپښولاندې کوي اود نوروخلکو د حیاء اوعزت بریدونه ورنړوي ، چې پردې کارسره ټولنیزنظام ته صدمه رسوي اود روابطوپاللو پرځای د بدیواودښمنیوزیږولوسبب جوړېږي .

·       همداسې قماربازان هم درواخله ، ځکه پخوا به د جهالت په وخت کې اعرابو په منا وادۍ کې د خپل جهالت مېلې اوجشنونه جوړول . د فرعون په زمانه کې به یې د کال ترټولو ښایسته نجلۍ سره تراخلاقي فسادونوکولو وروسته نیل ته ورواده کوله او د کبانو خوراک به یې کړه . ( صلاح الدین ایوبي درېیم جلد وګورۍ  ).

·       همداسې د صلیب ناوکۍ هم وه چې تر ټولو ښایسته نجلۍ به یې یوکال د صلیب واکمنوله ځان سره د صلیب د ناوکۍ په نامه وساتله ، بد فعلۍ به یې ورسره وکړې اوچې کله به حامله شوه ، بیا به یې د سوما په نامه د نشه کوونکي بوټي عصاره پرې وڅښله اودا ترانه به یې ورباندې زمزمه کوله : (( ما مړه کړۍ ، ما د صلیب نه قربان کړۍ ، زما وېښتان د صایب په پیروانو باندې ووېشۍ )) چې په همدې ترانه کې به یې هغه په ډېره نشه کې ووژله او وېښتان به یې د صلیب پرپیروانوباندې ووېشل ، هغوی به همغه وېښتان په لاکټونوکې وپوښل ، اود ځوانانو په غاړوکې به پراته وو، اود صلیب چارواکو به ویل چې موږ صلیب ته واده وکړ، د صلیبیانو دا کارونه د صلاح الدین ایوبي په واکمنۍ کې د هغه د سترسلاکار( علي بن صفیان ) په لاس کشف اوافشاء شول چې دا سلسله همدا اوس هم موجوده ده . (د لا زیاتو معلوماتوله پاره صلاح الدین ایوبي دوهم جلد وګورۍ .)

·       عربانو به ښځې په قمارکې بایلولې ، شراب به یې څښل ، زناوې به یې کولې ، رقصونه اوګډاوې به یې کولې ، پرپاکلمنوښځواوسړو باندې به یې تهمتواو تورداغونه لګول ،غلاګانې به یې کولې ، لارې به یې نیولې ، په ناحقه به یې سوګندونه اخیستل ، حرام ( پردي ) مالونه به یې خوړل ، ځانونه به یې وژل اودرواغ به یې ویل ، لکه په اوسنیو ټولوکفري دادګاه ووکې غیرعادلانه قضاواتونه به یې کول . ( قرآن کریم وګورۍ ) .  رشوتونه به یې اخیستل ، نارینه وو به د ښځو په څېر، او ښځو به د نارینه وو په څېرکټ مټ لکه دا اوس یې چې وینو ځانونه جوړول . (د اسلامي نړۍ په اړه د انګلیس د پخواني صدر اعظم ( چرچل ) نظریات وګورۍ . )

·       پرمېرمنو ، اولادونواوغلامانو به یې ډول ډول ظلمونه کول ، ( تر بعثت مخکې سیرت النبي (ص) وګورۍ ) .  

·       چې د غلامانو دا تسلسل آند د فرانسې دواکمنو لویي ګانو په وخت کې هم دود ؤ ، ( ناپیلیون بنا پارت او د فرانسې انقلاب  وګورۍ ) . خوکفري نړۍ له مسلمانانو څخه اوس هم باجونه اخلي ، پخوا به یې هم مرده ګاوۍ او ناموس فروشۍ کولې اود کورنۍ غړي به یې پراخلاقي فساد اخته ساتل .او اوس هم دې سلسلې ته د پردۍ وارداتي آزادۍ اودیموکراسۍ ترنامه لاندې وده ورکول کېږي او( ان جي او) ګانې یې ترمختلفو نومونواوعنوانونولاندې تمویلوي . دا ټول هغه څه وو او دي چې کټ مټ د پیسواو واک په بدل کې د سیاسي ټېکه دارانو، استثماري اواستعماري ځواکونوترمنځ د ناروا ائتلافونواو سیاسي زدو بندونو او معاملو په روان بهیر کې همدا اوس روان دي . ( د لا زیانو معلوماتو له پاره د پاکستان ، بلنګله دېش ، افغانستان ، هندوستان ، ايران ، قراق ، سوریې ، مصر، یمن ، ترکیې ، الجزا ئر، سوډان . فلسطین ، او پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد او امریکې استعماري یرغلونه او د هغوی توطئیې وګورۍ . ) نوربیا ...

 

 

+++++++++++++++++++++++++++++

لومړۍ برخه :

د ګران افغانستان ګرانوهېواد والو(ملت اودولت ، د نظام مخالفواوموافقواود نړۍ مسلمانانو) ته زما څو وړاندیزونه اوڅوهیلې :

اې افغانانواومسلمانو نړیوالو!

پرته له یوه الله جلّ جلاله څخه بل څوک په خدایۍ باندې مه نیسۍ ! ځکه پرته له یوه معبود برحق څخه بل معبود نه شته ، خوکه تاسې دا کاروکړۍ ، نوليرې نه ده چې خدای مه کړه تاسې به هم د خپلو طاغي اوسرکشه نفسونوپه وجه د فرعون په څېرد قهارخدای (ج) د قهراوغضب په نیل کې ورلاهواوغرق شۍ .

اې د افغانستان متخاصمواوقدرت ته تږو جزیرو!

د افغانستان د مظلوم اوبې دفاع ؤلس ستره ګناه داده چې د الله (ج) دوستان دي ، ځکه خوله تېرو(۴۰) کلونورا په ایسته دا ؤلس پرله پسې د نیابتي جګړو، د زبرځواکونود نیواک ، د ګاونډیانود بېرحمانه تخریبي لاسوهنواود مافیایي کړیود زدوبندونو په جهنم کې اسیرپروت دی چې هېڅوک زړه سوې پرې نه کوي . که تاسې هم خواخوږي ورسره ونه لرۍ اود ګټې پرځای هره ورځ مالي اوځاني تاوانونه ورواړوۍ ، نودا خومظلومان دي اود مظلوم چیغه او فریاد سمیع خدای ( ج) ژراوري ، ژرده چې ددې ظلمونو مخ پرتاسې دروګرځوي اود هغوی ټولوانتقام له تاسې اوستاسې له اولادونوڅخه واخلي .

غوره داده چې د زیانونو پرځای مظلومو افغانانو ته ګته ورسوۍ . ځکه انسان الله پاک د دې له پاره پیدا کړی چې د الله نوروانسانانو ته خیرښېګڼې ور ورسوی . زموږاوستاسې ټولوانساني ، ایماني اسلامې اووجداني وجیبه اودنده همدا ده چې خپلووطنوالوته ګټې ورورسوو، ترڅوالله (ج) په خپل فضل اوکرم سره زموږ ټولوله سرونوڅخه دغه وارده اوعائده آفتونه لیرې کړي اوپه دې هېواد کې سوله ، صفا اوآرامي راشي .   

اې د افغانستان ، سیمې او نړۍ مسلمانانو !

څرنګه چې زموږټولولمونځ ، پرهېزګاري ، تقوا ، زهد ، پرستش ، عبادت ، پاکوالی ، ژوند اومرګ ټول دعالمونود رب په واک اختیارکې اود الله تعالی له پاره دي ، نومناسبه هم همدا ده چې یوازې د همغه یوه معبود برحق په نوم د اعلای کلمة الله د لوړولو له پاره د خپل سراومال قرباني اونذرانې پرځان ومنو، نه د نوروغیرالله د استخباراتي ، استعماري ، سمتي ، ژبني ، قومي ، مذهبي اوګوندي اهدافوله پاره . ځکه که مو داسې وکړل ، نوخپل ځانونه به خپله په دنیا آخرت دواړوکې د جهنم د اورخوراک کړو .

اې افغانانواوافغان حکومته !

لکه څنګه چې انسان د خپل نفس د طغیان اود شیطان د فرېبونوله امله له خپلوسهوواواشتباهاتوسره تړلی یوداسې عاقل او ناطق مخلوق دی چې هره لحظه ، هره ګړۍ اوهره ورځ یې د فرېب خوړلو وېره شته ، خود غفوراو رحیم خدای (ج) درحمت دروازې هروخت په صداقت سره د توبې ایستلوپه صورت کې ورته خلاصې دي اوله خدایه هېڅکله هم باید نا امیده نه شۍ ، ځکه ایمان د خوف اورجاء ( وېرې اوامید ) ترمنځ پرته یوه داسې عقیده ده چې که ټوله نړۍ دوزخ ته ولاړه شي اویوازې یوکس پاتې شي ، همغه یوکس به خپله همغه څوک وي چې جنتي دی ، اوکه ټوله دنیا جنت ته ولاړه شي یوازې یوکس پاتې شي ، نوبه بیا هم پاتې شوی کس همغه څوک وي چې دوزخي دئ اوتاسې هم همدغه باورخپل کړۍ چې تل د ګناهونوکولوپرمهال له خدایه وېره ـ اود نه هیلیو پرمهال باید له خدایه تمه درسره موجوده وي او د الهي رحمت دروازه پرځان باندې تړلې مه ګڼۍ .

اې افغانانو، افغان چارواکواومخالفو وسله والو!

هېڅکله خپل ځانونه دومره غا فل اوناخبره مه نیسۍ چې ګني تاسې هرڅه کوۍ نو په هرڅه کې به غیرمسؤول ، ظل الله او واجب لاحترام وۍ . نه ، داسې نه ده ، له تاسې څخه د تاسې د ټولوکړو وړوذره ذره  پوښتنه خپله د هغه الله (ج) له لوري کېږي چې د یوم الدین په ورځ به خپله همغه یوالله (ج) قاضي وي اوموږ او تاسې ټول په عباداتو کې د یوه الله (ج) دعبادت کولو، اوپه معاملاتوکې له نوروانسانانو سره د نېکواوښواړیکود تعادل برقرارولود رابطې ساتلوله پاره پیدا شوي یاستو چې عدول اوانحراف هېڅکله هم ترې په کارنه دئ ، ځکه موږیوعاجزاو محتاج مخلوق یوچې هېڅکله هم د خدای تعالی د پوښتنې ځواب اود الهي عذاب زورنه لرواوتل باید دغه اندېښنه را سره وي چېرې نه چې د کومې ګناه له کبله د الهي عذاب مستحق وګڼل شو . 

اې افغانانو، د سیمې اونړۍ مسلمانانو !

تاسې د خپلو ذات البیني معاملوپرمهال په هرڅه کې سوګند مه کوۍ ، ځکه الله تعالی د خپل سپېڅلي کتاب الله د (ن ) په سورت کې د سوګند کوونکي په برخه کې خپلو نورومؤمنوبندګانوته په خطاب کې داسې فرمایلي دي :

((ولا تُطِع کّلَ خلّاف مَهین )) ژباړه : ( تاسې د ټولو سپکوسوګند خورو پرسوګند خوړلوباورمه کوۍ .) په دې معنا چې سوګند خوړونکي پرسوګند ونوسره خپل خیانت پټوي اوسوګند ونه د خپلوخیانتونو په وړاندې سپرجوړوي ، بل دا چې د الله (ج) له ذاتي صفاتوپرته په غیرالله باندې سوګند یادول په اصل کې سوګند نه دئ ، د بېلګې په توګه : پخوا به فرعون دا سې سوګند  یاداوه چې : ( زما په شرف قسم ) اواوسني پرچمیان اوملحدین هم همغه د پخواني فرعون په څېرقسم یادوي اووایي چې : په شرف ، په ناموس ، په څه اوڅه اوداسې نور. خوځینې مسلمانان هم داسې سوګند خوري چې : په پیغمبر ، په پیران پیر، په کتابو، په ځمکه ، په آسمانونو، قرآن مې دې غلیم شي ، ښځه دې را باندې طلاقه وي ، ښځه دې را باندې خوروي ، که مې دا کارونه کړمابه ټیکری په سرکړی وي ، د دې ماشوم په سرقسم اوداسې نورچې دا ټول غیرالله دي اود الله (ج) له ذاتي صفاتوسره په مغایرت اوتضاد کې دي اودا قسم نه دئ . خوښځې ته په نسبت سره داسې الفاظ استعمالول که څه هم قسم نه دئ خود نکاح عقد ته زیان اړوي اوباید استعمال نه شي چې ستره ګناه ده ، که پر داسې الفاظو یادولو سره عقد خراب شي ، نو نطفي د ښځې سره د یوځای کېدو په صورت کې حرامې او اولادونه حرامي شي ، چې د حرامیانو څخه هېڅکله هم د حلال کار تمه په کار نه ده اوموږ ټول مسلمانان باید له داسې ګناهونوڅخه ځانونه وساتو .

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانو !

الله تعالی په یوه شواروزکې پنځه وخته د خپل هرمکلف بنده په وړاندې پرته له واسطې څخه مخامخ د مجلس اوملاقات دروازه پرانستې ده ، او الله تعالی دغه ځاني عبادت پرهرمکلف مسلمان اومکلفې مسلمانې خورباندې پرخپل وخت فرض کړی دئ . تاسې وګورۍ چې الله تعالی د لمانځه په هررکعت کې خلاصة الکتاب (الحمد لله) ویل فرض کړي دي چې دا په اصل کې الله تعالی خپل بنده ته دعریضې وړاندې کولود متن داسې درس ورپه ګوته کړی چې : لومړۍ برخه یې داسې صفات دي چې په نورو مخلوقاتوکې هغه صفات نه موندل کېږي ، خو په دوهمه برخه کې یې د بنده پرخپل عجز، عذر، زاریو،عبادت اوهغه ډول غوښتنوباندې مشتمله ده چې د الله (ج) له پاره ترټولوغوره دي ، اودرېیمه برخه یې د یهودواونصاراووله شراوفساد څخه د خلاصون اونجات پبدا کولوده .

خو رکوع ( انحنا) اوسجدې یې هغه برخې دي چې یوازې همغه یوه خدای (ج) ته د داسې تعظیم اوتکریم سرټيتول په کاردي چې د دنیا اوعقبی ټول نظام د همغه ذات (ج) په واک اواختیارکې دئ . اوانحنا یا سرټيټول اوسجده لګول یوازې د الله (ج) له پاره دي ، نه د وخت د خلکو له پاره . اوپراووهډوکوپړمخ پرځمکه سجده کول هم همغه یوه خدای ته پرموږ باندې فرض ده چې ترحساب کتاب ورکولواووروستۍ فیصلې وروسته دعذابونواونعمتونوورکولوواک اختیارورسره شته. ځکه سجده کول په لمانځه کې د عبادت مغزبلل شوی دئ .

بل دا چې لمونځ د اسلام دوهم رکن دی اود کافراومسلمان ترمنځ سترتوپیرپه لمانځه کولواونه کولوسره یاد شوی دئ . که څوک پرته له شرعي عذره لمونځ ترک کړي دا بیا ستره کبیره کناه ده ، اوکه ترې منکرشي پرې کافردی .

که څوک لمونځ په قصدي توګه ترک کړي ، د کورنیو، کليو او سیمې پرمشرانواو دیني عالمانو باندې واجبه ده چې په پسته ، نرمه اوله پند اوموعظې اوحکمت څخه ډکه ژبه تارک صلواة ته د الله (ج) وعد او وعید کماحقه ورسوي . که پردې هم حاضرنه شو ، نوبیا یې دې له کورکلي څخه وشړي ، که پرهغې سربېره هم اصلاح نه شو، نود وخت شرعي اولیاء اموروته دې خبرورکړي ترڅو تارک الصلواة په دارالتأدیب کې تریقیني اصلاح کېدو پورې بندي کړي .

که پردې سربېره هم لمانځه ته حاضرنه شو،نوبیا دې د وخت قاضي له شرعي حکم سره سم داسې سزا ورکړي چې یا پرې اصلاح اویا هم مړشي . اوپه کورکلي کې د یوه تارک الصلواة له امله د ټول کورکلې ، سیمې اونړۍ ټول نظامونه اوانساني اړیکې ځکه خرابېږي چې په تارک الصلواة کې تل خفګان ځای پرځای وي ، فکري تمرکزنه لري ، اوتل له نورو سره په ټکراوتصادم کې واقع وي چې د اړیکو اوروابطونظام یې ګډ وډ کړی وي ، نه خپله روغ تصمیم نیولی شي اونه نوررغنده کارونوترسره کولوته پرېږدي . ځکه خوشریعت د تارک الصلواة اصلاح کولوته لومړیتوب ورکړی ، خوکه اصلاح نه شي نوبیا یې د مرګ تربریده د وهلو فیصله کړې ده . زما له ټولوافغانانو په خاصه توګه ، اوله ټولومسلمانانوڅخه په عام ډول دا تمه ده چې نه دې خپله لمونځ پرېږدي ، اونه دې تارک الصلواة ته دا موقع ورکوي چې د تل له پاره لمونځ پرېږدي . ځکه په لمانځه سره انساني نظام سمېږي او په ترک کولو سره یې ټولې انساني اړیکې خرابېږي .  

اې افغان چارواکو، ټولوافغانانواود نړۍ مسلمانانو!

زما خواست تاسوټولومسلمانانوته دادی چې روژه ونیسۍ ! ځکه روژه د الله تعالی له پنځوارکانوڅخه درېیم فرضي رُکن دی چې پرهرمکلف مسلمان باندې په کال کې یوه میاشت پرخپل وخت فرض ده ، روژه بدني عبادت دی ، خوکه مکلف انسان دومره ناتوانه شي چې نیول یې د مړینې خطرورته پېښولی شي ، نوبیا یې فد یه ورکول ورته اړین بللې ، ځکه په دین کې سختي نه شته ، خوکه وس یې هم وي او شرائط هم ورته برابروي اوپردې سربېره د الله فرض روژه په قصد سره وخوري ، دا بیا د الله تعالی له حکم څخه يه ښکاره سرغړونه ده . ځکه د روژې نیولوپرحکمت اوګټوباندې خپله الله (ج) علم لري اوالله (ج) ځکه پرمکلفوانسانانوباندې د هغې د نیولوحکم کړی چې انسان ته په کې د دنیا اوآخرت ګټې پرتې دي . خوکه د الله (ج) له دې حکم څخه عدول اوانحراف وشي نودا بیا دحقیقي پادشاه له حکم څخه ښکاره سرغړونه ده چې پایلې یې حتمي اوضروري الهي سزا ده ، ځکه الله تبارک وتعالی په خپل را لېږل شوي قرآنکریم کې فرمایلي دي چې : (( شهررمضان الذی انزل فیه القرآن ، هدا اللناس وبین الناس من الهدی والفرقان ، فمن شهد منکم الشهرفلیصمه )) . له همدې امله د روژې نیول د الله (ج) په احکاموکې راځي ځکه الله (ج) یې پرنیولوباندې قاطع حکم کړی ، که څوک دا حکم ونه مني ، نو(( خسرالدنیا والآخرة اوپرې کافر)) شو. ځکه په ښکاره یې د الله (ج) له حکم څخه سرغړونه وکړه او د ګناهونو بېټی یې پر خپل ځان باندې لا هم دروند کړ .

الله (ج) ترموږنه هم پرخپلوبنده ګانوباندې رحیم اوحکیم ذات دی ، پرخپلو بنده ګانوباندې یې ربړاو سختۍ نه لورېږي .خود روژې په نیولوکې د الله تبارک وتعالی ډېرسترحکمتونه نغښتي دي چې له یوې خوا یې د نفساني خواهشاتواوشیطاني غریزود مهارکولوله پاره د نفس د تزکیې اوجنسي غریریزې د تضعیفولو، له ګناهونوڅخه د پاکولواوملکوتي خاصیت خپلولو، اوله بل پلوه د کلنیوعائده امراضو، مېکروبونواوجراثیمود له منځه تلوپه خاطرپرمکلفو بنده ګانوباندې فرض کړې ده .

زما ټولومسلمانانوته په عام ډول ، اود افغانستان مسلمانانوته په خاص ډول دا خواست دی چې د اسلام دغه الهي عبادت او دَ ین کما حقه پرخپل وخت د بدن په ټولوغړوسره داسې اداء کړۍ چې هم الله (ج) ته د منلو وړوي اوهم په لاس اوژبه نورخلک درڅخه جرح نه شي اود وجود ټول حواس باید د خپل عقل اوا د ب په کنټرول اوواک کې ولرۍ ، ترڅود الله (ج) له قهر،غضب او اورڅخه نجات ومومۍ .

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانواوچارواکو!

که غواړۍ چې الهي امرموپرځای کړی اوخپلمنځي اړیکې مو په کاملاً انساني باوري اصولو سره روغې ساتلې وي ، نوخپلمنځي اړیکې د زکات پراقتصادي نظام سره ورغوۍ ، ځکه چې د رغنده انساني اړیکودغښتلتیااودوام له پاره د راکړې ورکړې یوداسې نظام ته اړتیا شته چې پرمټ یې د انسان په لاس انسان ته مشروع ګټه ورسېږي ، خودا کارهله تر سره کېدای شي چې د زکات را ټولولوبشپړاسلامي سیستم د وخت د حکومتونوله خواپرمالداروباندې عملي شي اود مالداروله مالونوڅخه هغه برخه را ټوله کړي چې شرعي نصاب ته رسېدلې وي ، ځکه د مالدارو په مالونوکې د بېوزلو ، خوارانواوټولواړمنوخلکوحق دی چې باید ورته ورسېږي .

زکات نه مالیه ده اونه هم ټکس اوجزیه چې د وخت حکومتونه اوسیمه ئیز زورواکي یې د ټوپک د میل اوبرچې په زورله خلکوڅخه په زور سره اخلي اوبیا یې یا د خپلوشومواهدافوله پاره استعمالوي اویا یې د بیت المال له خزاني څخه هم خپله خوري اوهم یې خپلو یارانواوانډيوالانوته ورهبه کوي ، په داسې حال کې چې هېڅوک د هېچا حق بل ته نه ورکولی شي اونه یې هم ورهبه کولی شي ، خوکه چېرې کوم زورواکی اوچارواکی داسې کاروکړي دانوبیا په بیت المال کې ناروا تصرف دی چې هېڅکله یې الله (ج)هېچاته نه وربښي . ځکه الله (ج) خپل ځان ته د خپلو بنده ګانو د حقوقو د پښلو حق نه دی ور ړی ،نو بنده د بل بنده حق څه ډول بل ته ورکولی او ورهبه کولی شي ؟ نه هېڅکله هم نه .

خوکه زکات په سمه طریقه پرخوارانواومسکینانو باندې ووېشل شي ، نوبیا به په لنډ وخت کې ټول خلک خود کفاء اود کار روز ګارڅښتن شي ، چې په هغه صورت کې به بیا خلک خپله له خپلوحکومتونوسره د عشراوزکات له لارې مرسته کوي د دولت ملي خزانې به خپله پرته له سود خوړلوډ کې شي اودولتونه به د خپلوعائداتو، تدارکاتواوتولیداتوله لارې پرخپلو پښو ودرېږي اود نوروله مشروط بنډ اوکلنډ څخه به پرې خلاص شي .

اې افغان چارواکو!

خپل رعیت ته د جمعې اوعیدینود لمونځونو سجایاوې او ښېګڼې د محراب اومنبرله لارې بیان کړۍ اود نه کولواوترک کولوبدۍ او اضراریې د خپلوخلکوترغوږونو پورې ورسوۍ ، ترڅوهغوی پردې باوري شي چې په یوه اوونۍ کې د جمعې ، او په کال کې دوه ځلې د عیدینو لمونځونه څه اجتماعي او فردي ښېګڼې لري ؟

کله چې خلک یوځل د جمعې اوعیدینو په ګټو باندې پوه اود اداء کولوفرهنګ په کې عام شي بیا خپله په دې هڅه کې کېږي چې باید د جمعې اوعیدینود لمونځونو وخت او فرصت نورله لاسه ورنه کړي . ځکه د جمعې اوعیدینو په لمونځونوکې ډېرې سترې دنیوي او اخروي ګټې دي ، چې په دنیا کې خپلې اړیکې ورباندې پیاوړې کولی شي اویود بل له غم ، درد ، ښادیواوکار روزګارڅخه پرې خبرېږي چې پرمټ یې یوبل ته د استعانت اوهمدردۍ لاسونه سره ورکوي اوپه ترک اونه کولوسره یې ټولې انساني اړیکې داسې سره شلېږي چې پلارپرخپل زوی ، اوزوی اولورپرخپله مورباندې خبرنه وي ، هرسړی یوازې د خپلې ګېډي غم اودرد پسې اخیستی وي ، صله رحمي یې ترمنځ نه وي ، لکه په کاپیټالیسټي (سرمایه داري) اوسوسیالېستي اوکمونېستي ( مزد په اندازه د کار، اومزد په اندازه د ضرورت ) نظامونو او ټولنوکې چې که کاریې وکړ، خوراک څښاک به ولري ، اوکه یې ونه کړ، که له لوږې مړهم شي ، څوک یې په قصه کې نه وي ، ځکه هرڅوک به خپل بارپه خپله وړي .

په دغه ډول نظامونوکې برده ګي اوغلامي اود افراط او تفریط نا انډ‌وله ژوند ټول د ملاء ، ارباب ، رُهبان اوهغوخلکوپه لاس کې وي چې هېڅکله هم خپل وضعي اومصنوعي دساتیراو احکام له لاسه نه ورکوي اوغواړي پردې سره ټوله نړۍ د ځان غلامان او برده ګان جوړکړي چې موږ افغانانو په خاص ډول ددغه دواړو ډولونوخوندونه په دغه تېرو(۴۰) کالوکې وڅکل او پایلې یې هم موږ په خپلوسترګو ولیدلې چې په کومه بیه را ته پرې وتې دي؟

دا ځکه چې موږ په فکري لحاظ خپل توازن له لاسه ورکړی ، له خپل دین اوخپل معروف فرهنګ څخه ناخبره پاتې شوي یو . لکه ماشوان هرنوي شي ته لاسونه اچوواوهره پردۍ پدیده  موږ ته پاکه ښکاري ، ځکه خود پردیو استخباراتي لومو ښکارشوي یو . حکومت ته د خپلې ذمه وارۍ او وظیفوي ملي مسؤولیت له امله په کارده چې د محراب اومنبرله لارې خپل خلک په اصل مطالبو و پوهوي اوخپل ځان اوخپل ؤلس نورد پردیوبابولالوله منترڅخه پرې خلاص کړي .

اې د افغانستان ، سیمې اونړۍ مسلمانانواوچارواکو!

د بیت الله شریف حج د اسلام پنځمه بناء ده اوپرهرشتمن اوپه وجود روغ مسلمان باندې په ژوند کې یوځل د بیت الله شریف حج فرض دی . دغه فرض له دووبرخو( مالي او بدني عبادت ) څخه تشکیل شوی . ځکه که مالي توان او وس ورسره نه وي هم حج پرې فرض نه دی . ځکه د حج فرضه اداء کول هرکال د ټولو وسمنومسلمانانوله پاره یوه نړیواله اجتماع ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بیت الله د حج اونورومقدسه اماکنود زیارت کولوله پاره په ځانګړي مذهبي چوکاټ کې ددیني مناسکود اداء کولو په خاطرسره را ټولېږي ، یوله بل سره آشنا کېږي اویود بل له حال احوال څخه خبرېږي . په دې فریضه کې سیاسي ، کلتوري ، مذهبي اوتجارتي ټول اړخونه څېړل کېدای شي ځکه خوترټولو وړاندې باید جیّد عالمان په دې فریضه کې ګډون وکړي ترڅود خپلوسیمونیمګړتیاوې په دې مذهبي سفرکې ورسره پوره کړي اویا د نورونیمګړتیاوې د خپل علمې بهیرد سخا له لارې ورپوره کړي . خو په دې نیمګړتیا ووپوره کولو کې باید د مسلمه امت توحیدي چوکاټ ته هم زیاته پاملرنه وشي .

دا ډېرمُهم رُکن دی .د افغانستان ټول شتمن باید دا فریضه اداء کړي . خوتردې هم مهمه داده چې د خپلو بېوزلولاسنیوی دې وکړي اود خپلوځورېرېدلیواوناداروخلکو زړونه دې په لاس راوړي ، ځکه د یوه بېوزله زړه په لاس راوړل حج اکبردی ، اود زروکعبوله زیارتونو څخه یوزړه په لاس راوړل بهتردئ . دلته زموږ په هېواد کې په مېلیونومسلمانان بې کوره ، بې وسه ، بې هیلې ، بې اسرې اونا امیده درپه درخاورې په سرلالهانده وږي تږي ګرځي ، د هغوی لاسنیوی ترټولومهم اواړین دی چې حکومت اوشتمن ټول باید هغوی ته خپل پام ورواړوي اوهرډول نغدي اوجنسي مرستې دې ورسره وکړي . نور بیا

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت