پر ځمکه د واک چلولو حق
محمد انور ولید
کال : ۱۳۹۰ هجري لمریز
د کتاب نوم : پر ځمکه د واک چلولو حق
لیکوال او اېډیټر : محمد انور ولید
دلیکلونېټه : ۲۳ـ ۱ـ ۱۳۹۰هجري لمریزکال
د چاپ نېټه : ۳۰ ـ ۱ ـ ۱۳۹۰ لمریز کال
د چاپ شمېره : ۱۰۰۰ ټوکه
چاپ ځای : کابل
لړلیک
انسان څه ته وایي ؟ ۴ مخ
په دې اړه د نبي (ع) یو مبارک حدیث ۵ مخ
د ځمکې پر مخ د واک او سیاست ۸ مخ
حضرت داؤد (ع) ولې ............. ۱۲مخ
الله (ج) د څه له پاره خپل بنده ګان ۱۹ مخ
آیا انساني معیار او نظام پر .... ..... ۲۴ مخ
د نېکۍ جزأ نېکي ـ او د بدۍ جزأ .... ۲۶مخ
انساني نظام چلول غټ ماغزه او ....... ۳۴مخ
ځاني او مالي شتمنې چېرته ........... ۳۶مخ
سیاست څو ډوله دﺉ ؟ .............. ۳۹ مخ
دغه ډول عناصرو خپله کړنلاره ۴۱ مخ
دنبي(ع)په زمانه کې حکومت ۴۳ مخ
دمسلمانوهېوادونوحکومت اوسیاست نن ۴۴ مخ
انسان څه ته وایي؟
انسان څه ته وایي ؟ دا چې انسان ته خدای پاک دخبرو کولو، علم ، عقل او حیأ ځواک ور بښلی ـ الهي هدف په کې څه دﺉ ؟ آیا دغه الهي مخلوق هسې خوشې په خوشې پیدا شوی ، او که نه د خپل خدای او د خدای د نور مخلوق په وړاندې مسؤلیتونه هم لري ؟ که د نورو په وړاندې مسؤلیتونه لري ـ نو د انسان انساني دندې څه دي ؟
را به شو ددې پو ښتنو ځواب ته چې د انسان کلمه له اُنس او اُلفت څخه اخیستل شوې ، دا کلمه خدای پاک ځکه انسان ته کارولې چې انسان یې له پېله د یوه تن او یوه وجود څخه په خپل بالغه حکمت له نېستۍ نه هستۍ ته له پوهې ، عقل او حیأ سره جوخت منځته را وړی چې د وجود ټول غړي او هره برخه یې د یوه وجود اعضأ دي ، او له هېڅ غړي یې تر هغو پورې کرکه او نفرت نه راځي چې تر څو یې له هغه غړي د خپلې نېستۍ احساس نه وي کړی . خو که د کوم علت له مخې یې د بدن کومه برخه مجبوراً پرې کېږي ، بیا یې هم اروا سره شریکه ده ، او د درد احساس یې د وجود ټولو برخو ته رسېږي .
په دې اړه د نبي (ع) یو مبارک حدیث :
رسول اکرم (ص) هم په دې اړه په مبارک حدیث کې ویلي چې (( کله حضرت آدم (ع) د الله په قدرت منځته راغۍ ، الله (ج) د حضرت جبریْیل (ع) په لاس دری څیزونه ور ته را ولېږل ، هغه دری شیان ( یو علم ـ بل عقل ـ او درېیم یې حیأ وه ، ) او حضرت آدم (ع) یې په کې خوښمن کړ چې په دې درېیو کې یو یې خوښ کړه ، څرنګه چې الله (ج) انسان فاعل مختار پیدا کړی ، او پرته له الله نه د بل هېچا غلام نه دﺉ ، نو حضرت آدم (ع) هم په خپله خوښه په ورته راوړیو درېیو څیزونو کې په عقل ګوته کېښوده ، او حضرت جبریْیل (ع) ته یې وویل چې زما یې عقل په کې خوښ دﺉ ، د آدم له دې خوښې کړې برخې سره سم ( علم او حیأ پر آدم (ع) غږ وکړ چې اې آدمه ! کله چې موږ دری واړه خدای پاک پیدا کړو ، را ته ویې ویل چې هر ځای عقل وي ، تاسو دواړه ( علم او حیأ ) به یوځای ور سره وۍ . )) له دېنه دا سې برېښي چې انساني مخلوق ته خدای پاک دری څیزونه ور کړي دي (علم ـ عقل او حیأ ) . او انسان طوطي هم نه دﺉ چې یوازې د نورو د تقلید او پېښو کولو توان لري ـ خو له څانه د تفکُرـ اندېښنې او تعقُل کمال په کې نه وي . بلکي د دری ګونو قوو څخه جوړ شوی یو مخلوق دﺉ چې پر کارولو او تعمیل یې مُکلّف دﺉ . اوس چې دا دری واړه شیا ن د نور مخلوق په پرتله ټول د انسان په برخه شوي ، نو انسان د خپل عقل له مخې پر خپلو ټولو کړو وړو پړ هم دﺉ . او هغه دوه مسؤلیته لري، یو د خپل خدای ـ او بل د خدای د نورمخلوق په وړاندې . دا په دې مانا چې مکلف انسان خدای ـ او د خدای مخلوق ته یوه مسؤله مرجع ده ، او غیر مسؤل نه دﺉ . ځکه انسان ته د عقل له مخې دغه دواړه وجیبې ور په غاړه دي ، اود خپل هر عمل ځوا ب به د خپل خدای په وړاندې وایي . له دېنه دا جوته شوه چې انسان هسې خوشې په خوشې هرزه نه دﺉ پیدا شوی ، د هغه دندې په ژوند کې یوازې د خدای عبادت ـ او بني آدم ته په انساني چوکاټ کې پرته له ښکېلاک او ځبېښاکه خدمت کول دي او بس . آدم ـ او بني آدم ټول پر خپل وخت او موکه مسؤل وو ، دي ـ او وي به . پیغمبران هم مسؤل وو ، او اُمتونه یې هم مسؤل دي . څوک چې د سالم عقل څښتنان دي هغه ټول په خپله وسه د یوه خدای د عبادت تر څنګ د بني آدم د چوپړ مسؤلیت هم لري . خو مسؤلیت هغه وخت یوچاته ور په غاړه وي چې علماً ـ عقلاً او جسماً روغ او د خدای او مخلوق له خوا ورته ستر داسې امانتونه سپارل شوي وي ترڅو په هغه کې حقُ الله او حقوق العباد ټول په متوازنه او متعادله توګه داسې سره را ټول وي چې پرقسط ولاړ نظام او معاشره یې بیا په کې د شیطاني غوښتنو د سر صدقه نه شي . او د خپلې انساني ټو لنې له پاره یو داسې نظام برابر کړي چې هلته د انسان له خوا د انسان له اوږو څخه د غلامۍ ژغ ښکته ـ او ټول د یوه الله د قانون تر سیوري لاندې د ورورۍ ژوند سره تېر کړي . الله (ج) ددې منصب د پاره د شمسي منظمې د ځمکې پر مخ ددې کار د پر مخ بېولو له پاره انسان ته تر ټولو غوره قانون ( اسلام ) ، او ددې اسلام د تطبیق له پاره یې تر ټولو غوره انسانان غوره کړ ي چې د بشري تاریخ په اوږدو کې یې خپل خپل اُمتونه د الله (ج) د ور سپارل شوي دین په رڼاکې د الله (ج) له خوښې سره سم پر لاره برابر کړي ، خو د طاغوت په وړاندې د مقابلې له پاره یې لومړی د (ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ) لاره د کاږه انسان د سمولو له پاره خپله کړې ، او که پر دې هم د خدای لارې ته نه دي سیخ شوي ـ نو بیا یې د (وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ ) له ستراتیژۍ نه کار اخیستی ، تر څو د ځمکې له مخ نه فحشأ ـ منکرات او بغاوتونه ورک شي ، ځکه ټوله ځمکه د خدای د عبادت له پاره ده ، نه د عبث او نارواکارونو له پاره . او الله (ج) ددې منصب مسؤلیت هغه چاته ور په غاړه کړی چې د همدې موخې له پاره یې خپل ژوند وقف کړی وي . لکه چې په قرآن عظیم الشأن کې په دې اړه الله (ج) فر مایلي :
د ځمکې پر مخ د واک اوسیاست چلولو مسؤلیت د څه ډول انسانانو حق دي ؟
((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً ....الايه)) البقره (۳۰ ) آیت
ژباړه : او یاد کړه ( اې محمده ! ) هغه وخت چې پر ور د ګار پرښتو ته وویل : بېشکه زه په ځمکه کې د یوه خلیفه ګر ځوونکی یم ، (حضرت آدم علی نبیّنا وعلیه الصلوه والسلام ) الله (ج) خپل خلیفه په ځمکه کې مقرر کړی .
د خلافت له کلمې څخه په ډ ا ګه څر ګنده ده چې الله (ج) د ځمکې پر سر واک اختیار فاعل مختار آدم (ع) ته سپارلی ـ تر څو د خپل خدای ور کړي علم ، عقل ، او حیأ په رڼا کې د هغو صحیفو په چوکاټ کې له خپل الله سره د عباداتو ـ او له مخلوق سره د معاملاتو د سترا تیژۍ له مخې یو داسې پېیلی نظام جوړ کړي چې په انساني ټو لنیزه کورنۍ کې د هر وګړي ټول خدای ور کړي فطري حقوق تر پایه پورې ژوندي او خوندي وي .
د انساني نظام بنسټ اېښودونکی ابوالبشر د انساني ټولنې لومړنی حاکم او سیاستوال ؤ چې پر بنیادمانو یې الهي احکام عملي کړي ، او ټولو پرته له ( قابیل ) نه ددې احکامو تعمیل ته غاړه اېښې . خو د آدم په ځوځات کې داسې څوک هم را وټوکېدل چې د ظلم او تېري بنسټ یې د اولیأ الشیطان د کړنلارې له مخې کېښود ، او د خپل هرسؤ هدف تر لاسه کولو او هر ناروا عمل تر سره کېدو له پاره یې داسې ستراتیژي جوړه کړه چې پر تعمیل یې غیر ناطق ژوي هم شر مېږي . د انسانانو دې اړخ په لوی لاس خپل ځانونه او نور پیروان د انسانیت له چوکاټه ایستلي ، او د ځان له پاره یې داسې محیط جوړ کړی چې په هغه کې پرته له نور څه یوازې د مادي اړخ خپله ګټه ویني ، یو شمېر خو داسې کسان هم په کې شته چې یوازې پر معقول یې عقیده شته ، خو پر منقول یې هېڅ باور نه شته . او د ټولنې مشري او واکمني پر شته امکاناتو ـ مال او نسب د خپل ځان حقّه حق ګڼي ، نه دا چې علمي او جسمي ځواک ( علم او ادب ، قاطعیت ، بصیرت او درایت ) په پام کې وساتي . دغه ډول خلک دخپل ژوند او واک چلولو موجودیت د نورو په وژلو او لوټولو کې ګوري . خو خبر نه دي چې د هستۍ او نېستۍ ، د پاچاهۍ او ګدایۍ ، عزت او ذلت ، واک اختیار له خدای پاک سره دﺉ ، د هر څه مالک او خالق خدای پاک دﺉ . چاته چې وغواړي ور کوي یې ، او له چانه چې وغواړي ترې اخلي یې . الله (ج) په هر څه قادر ذات دﺉ . چې موږ ددې نمونې د یادبود په توګه د بشري تاریخ په تېر پېر ـ او اوسني بهیر کې په ډاګه د عبرت په سترګو لیدلې او وینو یې .
له دې نه داسې ښکاري چې انسان په معاملاتو کې د انسان د خدمت له پاره پیدا شوی ـ نه د خیانت او تخریب له پاره . ځکه خدای پاک هم په قر آن عظیم الشأ ن کې هغه چاته د غوره خطاب کړی چې خلکو ته یې ګټه رسېږي ، او هغه ته یې د ( خیرالنّاس من ینفعُ النّاس ) کلمې کارولې دي ، تر څو په تر ټولو ښه روېښ د خدای د نورو بنده ګانو په وړاندې داسې کړه وړه تر سره کړي چې په هغه کې د خدای او د خدای د نورو بنده ګانو رضأ یت ، خوښی او ګټه پرته وي . که نه نو ناوړه عمل خو نه خدای ته د قبول وړ دﺉ ـ او نه د خدای تعالی نورو بنده ګانو ته . ځکه له هر څه نه چې د چا خدای ورکړي فطري حقوق مُتضرر کېږي ، هغه ظلم دﺉ ، او ظلم او تېری څوک نه خوښوي . او اسلام د حق او باطل تر منځ داسې شرعي برید اېښی چې د فارق قرآن په رڼاکې یې دغه دواړه سروکي سره بېل کړي ، او حق هېڅکله په باطل کې مُنحلېدی او ورکېدی نه شي . خو ددې کار د تر سره کېدو له پاره سالم مُدیریت او روغې مشر تابه ته اړتیا شته ـ تر څو د تعادل پر تله د حقوقو د احیأ او خوندي کېدو غورچاڼ د انساني نظام د تقرُر او بقأ له پاره په کې څر ګند شي . همدېته انساني او اسلامي سیاست ویل کېږي ، یا په بله وینا ؛ اسلامي سیاست هغه کړنلاره ده چې د حقُ الله او حُقوق العبادو تر منځ په مُتعادله توګه ټینګې او رېښتینې رابطې د الهي ظابطې په رڼا کې ساتي . خو په اوسنۍ نړۍ کې سیاست یوه داسې کړنلاره بلل کېږي چې دولتونه یې د خپلو ملي ارمانونو پوره کولو له پاره کاروي . او په نوره مُتمدنه نړۍ کې له هرې لارې هدف تر لاسه کولو ته سیاست ویل کېږي . چې ددې دواړو تعریفونو لږ او ډېره نیمګړتیا له ورایه مالومېږي ، په دې تعریف کې د انساني بڼ د ونو ټولو رېښو ته هغه شان تغذیه نه رسېږي چې له ثمرو یې انساني پر ګنې خپلې فطري ګټې په کې تر لاسه کړي . ځکه چې دغه ډول سیاست پر روابطو ولاړ وي ، نه په ضوابطو. او حال دا چې ضوابط تل د بشري پېښلیک په اوږدو کې د روابطو پر سولۍ را ځړېدلي دي . او چېرته چې رابطه واکمنه وي ، ضابطه په کې ترور او له منځه تللې ، همدلته ده چې د انساني معاشرې نظام له منځه په کې ځي ، او پر ځای یې باطل واکمن شي . خو یاده دې وي چې باطل هېڅکله هم د حقوقو مدافع وکیل او مشر نه شي جوړېدی ، ځکه په باطل کې د حق او حقیقت جوهر نه شته چې د خلکو تر منځ د ښه او بد فرق وکړي ـ او حق حقدار ته وسپاري . په داسې حال کې چې د مشر تابه (خلیفة الله) له خواصو یو هم دادﺉ چې په معاملاتو کې د هر چا خپل خدای ورکړی حق پرته له غبن او حق پټولو نه ور کړي . نه چې حقوق په غیر مسؤله تو ګه د زدو بندونو او ناروا اړیکو قر باني کړي .
حضرت داؤد (ع) ته ولې خدای پاک د ځمکې پرمخ دخلافت او په عدل د حکم چلولو امر وکړ؟
له حضرت آدم (ع) نه نیولې ـ بیا آن تر حضرت محمد (ص) پورې ټولو مبعوثو پیغمبرانو ته د ځمکې واک اختیار د الله (ج) له لوري د بالغه حکمت له مخې ځکه سپارل شوی ؤ چې پر دوی ټولو کې الله (ج) د متوازن عدل او قسط له خدایي اخلاصه ډک جوهر ځای کړی ؤ . له همدې کبله بل ځای د خلافت په اړه الله (ج) داسې فر مایلي :
(يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ))د (ص) سورت (۲۶) آیت .
ژباړه : (( اې داؤده ! (ع) ته موږ په ځمکه کې خلیفه ګرځولی یې ( چې لوی سلطنت مودرکړیدﺉ ) ، نو د خلکو په منځ کې په حق سره حکم وکړه ، او د هوا مطابعت مه کوه (په احکامو کې د خپل نفس ) پس تابه دغه هوا د الله له لارې نه بې لارې کړي . بېشکه هغه کسان چې د الله (ج) لاره وره کوي (بعدم الا یمان به) دوی ته سخت عذاب شته . ))
[[ په دغه آیت کې الله (ج) پر حضرت داؤد (ع)باندې امر کړی چې د الله (ج) د احکامو عملي کول او د معاملاتو فیصلې او پرېکړې له شریعت سره سمې په عدل او انصاف داسې تر سره کړه ـ چې د نفساني غوښتنو یوه ذره هم په کې څرګنده نه شي . ځکه چې نفساني هوا او هوس سړی د الله (ج) له لارې بې لارې کوي ، او بیا د ښې شپې ورځې خاوند نه شي کېدی .]] هوا او هوس له دوی نه د حساب کتاب ورځ له یاده باسي ، (( ګومان هم نه کوي چې یوه ورځ به دوی له خدای سره مخ ، او د یوې ذرې حساب کتاب به را سره کېږي ، په داسې حال کې چې د قیامت په ورځ په دغه کسانو ډېر سخت عذاب د الله (ج) د احکامو د شاته غور ځولو او هېرولو له امله را ځي . ))
د قرآنکریم په دغه آیت کې الله (ج) خپل نازولي اولی العزمه پیغمبر حضرت داؤد (ع) ته د ځمکې پر مخ د واک چلولود منصب تر څنګ داسې امر کړی چې په انساني معاملاتو کې الهي احکام له نفساني غوښتنو پرته په عدل ، انصاف او قسط سره د شریعت له مخې عملي کړي ، ځکه چې د الهي احکامو پر عدل او قسط ولاړ تعمیل د شریعت له مخې یو الهي امانت دﺉ . او الهي امانت د پیغمبرانو په څېر پرته له نفساني او شیطاني غوښتنو سپېڅلی وجدان ، ویښ ضمیر او ریښتینی صداقت غواړي . او په چاکې چې د عقل ، علم او حیأ تر څنګ ریښتینی ویښ ضمیر، صداقت او سپېخلی وجدان موجود وي ـ هغوی د خپلو ټو لنو ریښتیني واکوال او استازي هم وي ، ځکه چې هغوی هېڅکله هم د خپلو نفساني او شیطاني غوښتنو پیروي نه کوي ، او پر دې پوهېږي چې نفس او شیطان دواړه دوی د خپل خدای له لارې د انحراف پر خوا ور سیخوي ، او د رحمان له لارې یې بلې خواته ور اړوي . نو کله چې یو څوک د خدای له لارې کوږ شي ـ په اصل کې یې خپله لاره ورکه کړې ، او لار ورکی انسان هېڅکله هم نورو داسې انسانانو ته لاره نه شي ور ښودلی چې هغوی د ریښتیني مخکښ لار ښوونې ته اړتیا لري .
کله چې انسان په شرعي لحاظ د انساني اکمال د بلوغ تر عقلي کچې پورې ورسېږي ـ ور باندې لازمه ده چې د خپل لارښود (مخکښ) په ټاکلو کې له پوره عقل نه کار واخلي ، خپلې ټولې انساني (ځاني او ټو لنیزې) روا خواوې او اړیکې سره وسنجوي ، که داسې څوک یې وموندل چې په معاملاتو کې پرته له خپلسریو ، روابطو او ځاني غوښتنو د فرد او جامعې تر منځ د شرعي احکامو په چوکاټ کې د دوی او ټو لنې ، او همداسې د دوی او خالق تر منځ د ور سپارل شویو او سپارل کېدونکو امانتو اړیکو تعادل په سالمه او صادقانه توګه ژوندی او خوندي ساتلی شي ، نو بیا ور باندې واجبه ده چې هداسې سړی خپل مشر او مخکښ وټاکي ، تر څو د خپل انساني ژوندانه په مسیر کې خپله لاره ورکه نه کړي ، او د اولیأ الشیطان پر کږو کوڅو ور برابر نه شي ، چې بیا به هېڅکله د ابدي بریالي ژوندانه خوند ونه څکي ، او خپل ځان او خپله ذریه به په لوی لاس د خدای عذاب ته ور ټېل وهي . خو ددې کار د تر سره کېدو له پاره پر هر چا لازمه ده چې د یو چا د موالاتو او دوستۍ نیولو له پاره د رسول الله (ص) دری خبرې په پام کې وساتي او عمل پرې وکړي :
حضرت محمد (ص) خپلو اصحابو کرامو ته وفر مایل : (( کله چې یو څوک په موالاتو او دوستۍ باندې نیسۍ ، هغوی په درېیو پړاوونو کې وآزمویۍ !
لومړی : له په دوستۍ نیوونکي سره ډېره اوږده انډیوالي وکړۍ ـ او د هغه هر عمل تر خپلې دقیقې څارنې لاندې ونیسۍ ، تر څو تاسوته د هغه ټول خواص او کړه وړه مالوم شي ، ځکه چې هغه ددې انډیوالۍپه ټولو شپو ورځو کې خپل ځان نه شي کنټرولولی ، او خامخا هغه عملونه په (۲۴ ) ساعتونو کې سر ترې وهي چې له نورو خلکو یې پټول غواړي .
دویم : که په لومړۍ آزموینه بر یالي نه شوۍ ـ آزمویونکی ریْس جمهور ؤ ، وزیر ؤ ، والي ؤ ، کوم غټ چارواکې او یا هم په نړیواله کچه کوم امپراطور ؤ ، او تاسې د بندیزونو له کبله ور سره داسې انډیوالي نه شوی کولی ، نو چېرته کوم اوږد سفر و ور سره وکړۍ ځکه په سفر کې هم په (۲۴ ) ساعتونو کې خپل ځان هغسې نه شي کنټرولولی لکه چې په څو دقیقو ـ یا څو سا عتو کې یې د خلکو په وړاندې ځان حق په جانب او واجب الاحترام نیولی وي . خامخا به هغه منفي عملونه سر ترې وهي چې له خلکو یې پټول غواړي .
درېیم : خو که په دوهمه آزموینه هم بریالی نه شو ، نو د آزمویونکي انډیوالان دې وګوري ، که له هر ډول خلکو سره یې ناسته پاسته لرله ـ هغه هم (فهُو منهُم) دﺉ . )) او دا درېیم شرط خو د هر چا پر وس پوره دﺉ چې عملي یې کړي . او له مخې یې یو څوک په موالاتو او دوستۍ باندې په هغه صورت کې ونیسي چې کله یې ټول کړه وړه ور سره تطبیق شي ، او باور یې پرې راشي چې دا سړی به زما ، او زما د اولاد ، ټولنې او دین په حق کې ناروا تصرف او مداخلې نه کوي او هر ه فیصله به د الله د حکم سره سمه پرته له څه کمي او زیاتي نه عملي کوي . خو که پرته له سنجشه په بېباکانه ډول ـ او یا د بل په خوله یو څوک په دوستۍ باندې ونیسي او یا یې خپل مشر وټاکي ، نو په راتلونکې کې چې هر څومره ورانۍ او فسادونه د ځمکې پر مخ خوروي ، او هر چېرې د ټولنې د وګړو حقوق په کې د زدو بندونو او روابطو قرباني کېږي ، او ددین متاع ددنیا سودابازانو ته په لاس کې ورکوي ، مانایې داده چې رأیه ورکوونکي او ټاکونکي له خپلې خدای ور کړې آدمُ الاصلې میراثي پرګنې ( عقل ) نه کار نه دﺉ اخیستی ، سزا یې داده چې په دنیا کې به هم ډېر ژر ذلیل ، بې واکه ، بې وسلې او د بل مزدور وي ، او خدای تعالی به عزت ترې اخلي او د ذلت او برده ګۍ پړی به یې په غاړه کې پروت وي ، او د آخرت په هغه ورځ کې به هم د خدای د پو ښتنو په وړاندې ولاړ وي چې همدغه نفس او شیطاني غریزو د ده د بې ایمانۍ له وجهې پر قیامت باور او عقیده ترې اخیستې ، او د سخت عذاب د څکلو په انتظار به د الهي فیصلې د پېړیو په انډول برابرې شېبې شمېري ، او د ذرې ذرې حساب کتاب به ور سره کېږي .
معاملات دیني او ملي دواړه اړخونه لري ، او دغه دواړه اړخونه یو امانت دﺉ چې د مکلف انسان پر اوږو ور بار دﺉ . خو ساتنه یې د سالمې او روغې ریښتینې مشر تابه په چوکاټ کې د الهي احکامو په تعمیل کې پرته ده ، چې که پام ور ته ونه شي د لوټ کېدو او تلف کېدو احتمال یې هره لحظه لیدل کېږي . الهي احکام هم یو ستر نړیوال امانت دﺉ ، پر حضرت داود (ع) هم له شریعت سره سم دغه احکام دده پر امت باندې د عملي کېدو له پاره د الله (ج) له لوري را نازل شوي ، او هغه یې په معاملاتو کې د سمو او پر ځای متعادلو پرېکړو پر عملي کولو مأ مور کړی ؤ ، تر څو د انسا ن له خوا د بل انسان حق تلف نه شي .
د قرآن د پورتني آیت نه دا څرګنده شوه چې د ځمکې پر مخ د حکومت د چارو واګې الله پاک هغو کسانو ته ور کړې چې عقلاً ، علماً او حیاءاً تر بل هر چاروغ وو ، او د خدای پر دین او خپلو اُمتونو یې ډېر زړه خوږېده . هغوې داسې عُلمأ سؤ هم نه وو چې د خدای (ج) آیتونه یې (په ثمناً قلیلاً ) باندې سوداکړي وي . هغوی د الله (ج) په رانازل کړیو صحیفو او کتابونو کې په یوه توري او یوه کلمه کې هم د خپلې خوښې تصرُف نه دﺉ کړی ، او کټ مټ یې خپلو اُمتونو ته د خپل مأموریت او رسالت په چوکاټ کې په امانته تو ګه رسولي . هغوی ټول د خدای پاک ریښتیني بنده ګان وو ، او موږ چې ځانونه د نبي آخر زمان اُمتیان بولو ـ پر موږ هم لازمه ده چې د خدای د خوښ کړي دین ددې امانت د ساتلو له پاره منافقو او لادینو عناصرو ته رأیې ور نه کړو ، ځکه هغوی د الله (ج) د هغو طاغي او سر کشو بنده ګانو په کتار کې دي چې موخه او کار یې تل د الله بنده ګانو ـ او د الله (ج) غوره کړي دین ته خیانت کول دي ، دوی لکه مضره باکتر یا ـ یا پرازیتي وایرس تل یوازې خپله تغذیه دنورو په وینه او کالبوتونو کې لټوي . ددوی حکومت او خدمت هم یوازې ددوی په خپل نفس او ګېډه پورې محدود دﺉ . له دېنه آخوا د بل هېچا آزادي ، پوزېشن ( انساني کرامت ) او ژوند په رسمیت نه پېژني . خو ددې پر خلاف خدای (ج) ـ او د خدای بنده ګان له دغه ډول عناصرو نفرت کوي ، ځکه دوی خپله انساني دنده پرې اېښې ، او په اصل کې یې د خدای (ج) ـ او د الله د نورو بنده ګانو دوښمنۍ ته ملا تړلې ، او دوښمن هېڅکله هم د خدای ددین او نورو بنده ګانو استازیتوب او مشري نه شي کولی . که یې وکړي ـ نو دا له عقل نه لرې خبره ده . ځکه هغوی د خپل پر له پسې مردود عمل په بیا بیا تکرارېدو باندې مُعتاد وي ، او عادتي خپل عادت په مرګ باندې پرېږدي ، نه په ژوند . خو که د خدای تعالی له خوا پرې رحم او کرم وشي ، نو دا بېله او په تکوین پورې تړلې خبره ده . او انسان په کې د تصرُف هېڅ حق نه لري . ځکه چې هادي خدای تعالی دﺉ ، نه بل څوک . ځکه انسان ته الله (ج) یوازې په تشرعي اومور کې دا حق ور کړی دﺉ ، او تکویني اُمور یوازې په الله (ج) پورې اړه لري ـ نه په انسان پورې ، ځکه انسان ددې وس او وړتیا نه لري چې په تکویني اُمورو کې دې هم دده لاس وي . د بېلګې په توګه ؛ انساني مخلوق شپه په ورځ ـ او ورځ په شپه ، او یا هم میاشت په کال ـ او کال په میاشت او فصلونو نه شي بدلولی .
الله (ج) د څه له پاره خپل بنده ګان په ځمکه کې تر خپل آزمېښت لاندې نیولي دي ؟
الله (ج) په خپل را لېږلي کتاب قُرانکریم کې پرهغو بنیادمانو غږ کړی چې د ځمکې پر مخ یې د خلافت په مختلفو پوړیو کې د الهي احکامو پر عملي کولو او نه تعمیل کې تر خپل آزمېښت لاندې نیولي ، او د تېرو کړه وړه یې را تلونکي انساني ځوځات ته د یادبود او عبرت په تو ګه په میراث پرې اېښي . لکه چې الله (ج) په قُرآنکریم کې فرمایي :
(وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلاَئِفَ الأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ ) د انعام سورت (۱۶۵) آیت .
ژباړه : او دغه الله (ج) هغه ذات دﺉ چې تاسې یې د ځمکې خلیفه ګان ګرځولي یۍ ، او له تاسو یې ځینې پر ځینو نورو باندې په درجو کې پورته کړي ، ددې د پاره چې تاسې په هغو حکمونو کې و آزمویي چې تاسو ته یې در کړي . بېشکه د ستا د رب عذاب ډېر ژر پر هغه چا دﺉ چې اراده یې فر ما یلې وي . او بېشکه الله (ج) ښه بښونکی دﺉ (د شاکرینو ) ، ډېر رحم والا (په شکر کوونکو د اجراو ثواب په انعام سره . )
تفسیر: الله (ج) تاسې په ځمکه کې خلیفه ګان او نایْبان درولي یۍ ، تر څو تاسې دده له در کړو اختیاراتو څرنګه کار اخلۍ . او په څه ډول حاکمانه تصرُفات اجرأ کوۍ . یایې تاسې داسې نایْبان او وکیلان ګرځولي یۍ چې یو قوم ځي ـ او بل راځي د هغه ځای نیسي .
(ورفع) په دې مانا چې له تاسو نه یې ځینې په درجو (مرتبو) کې له ځینو نورو څخه پورته کړي ، او ستاسې تر منځ یې په مدارجو کې بېحده داسې تو پیر کړی دﺉ لکه چې په شکلونو ، رنګونو ، صورتونو ، لهجو ، اخلاقو ، ملکاتو ،محاسنو ، مزایاوو ، رزقونو ، دولتونو ، عزتونو ، مرتبو او نورو مُمیّزه صفاتو او خصلتونو کې د انساني افرادو په منځ کې بې شماره درجې شته (چې څوک یې عالمان کړل ، څوک یې جاهلان ، څوک یې پاچاهان کړل ، څوک یې غریبان ، څوک یې ماړه کړل ، څوک وږي . )
( لیبلوکُم ) یعنې ددې د پاره چې تاسې په در کړي حکم کې و آزمویي ، تر څو شرعاً پر تاسې خپل عمل شاهد شي چې تر کومه بریده د الله حکم منۍ . او تاسې په هغه در کړي مال او برم کې و آزمویي چې مالوم شي شاکر ـ له صابره (ابن کثیر رحمه الله علیه ) .
له ( مآفي اتیکم ) نه هغه مختلفې درجې او احوال مراد دي چې الله تعالی د حسب الاستعداد او لیاقت له مخې په انسانانو کې اېښي . چې ځینې د غنا په صورت کې تر کومه ځایه شکر کاږي ؟ او فقیر د فقر په صورت کې تر کومه حده صبر لري ؟ څوک چې نالایْق ثابت شي ـ نو الله (ج) سریع العقاب ذات دﺉ ، په لږ قُصور غفور دﺉ ، او چې دندې یې پوره تر سره کړې وي ـ د هغه په حق کې رحیم دﺉ .
دا خو ټولو ته مالومه ده چې سړی په ژوند کې پر خدای ور کړو نعماتو ـ ُمکلّف دﺉ ( که هغه مال او منصب وي ، او یا روغ وجود ) . خو د خدای ورکړي مال او قدرت پر وخت هم تر الهي آزمېښت لاندې نیول کېږي ، او د فقر او لاس تنګۍ پر وخت هم . دا په دې مانا چې واکوالان او او شتمن پر خدای ور کړي واک او شتو کې آزمویي ـ په څه ډول کار ترې اخلي ؟ په روا ـ او که په ناروا ؟ پر کومه خوا ؟ که چېرې له مال ـ منصب او روغ وجود نه په روا لاره کې کار واخلي ـ ښکاره خبره ده چې دغه انسان د سعادت او نېکبختۍ لاره خپله کړې ، او الله (ج) به هم دغه نېکبخت انسان ته په دنیا او آخرت کې تر ټولو د ښه ژوند او پایه دار انساني نظام بدیل ور په برخه ، او هغه به د انساني عُروج لوړو پوړیو ته پورته کړي . ځکه داسې انسانانو د الله (ج) د نعمتونو شکر ادأ کړی ـ او په عباداتو کې یې یوازې د خپل خدای بنده ګي کړې ،او له هغه نه یې مرسته غوښتې . او په معاملاتو کې یې په خپل مال کې دور سره شریکو سایْلینو او فقیرانو ټاکلي فرضي حقوق ورکړي ـ او د الله (ج) احکام یې د عدل او قسط له مخې د خپل واک پر وخت د خدای پر نورو بنده ګانو د ځمکې پر مخ عملي کړي دﺉ .
خو که په ناروا لاره کې ترې کار واخلي ، نو دغه ډول انسان کُفران د الهي نعمت کړی ، خپل وجود ـ او خپله خدای ور کړې شتمني یې په سمه تو ګه نه ده استعمال کړې ، همدلته ده چې انسان له خپل انساني محور نه عدول او انحراف کړی ، او د خپل زوال او نابودۍ لاره یې په خپله په لوی لاس ځانته هواره کړې ، او ځان یې خپله خسره دنیا والآخره جوړ کړی دﺉ ، او ددغه ډول خلکو ټول عملونه هبته وي . ځکه دوی له الله (ج) ـ او خلقُ الله ـ سره په عباداتو او معاملاتو کې د هغه اړیکو ساتلو ته په متعادله توګه پام نه دﺉ کړی ـ کوم چې په انساني ژوند او سیاست کې د انساني وجیبو کړنلاره جوړوي . دغه ډول عناصُر چې تل یې د خپل نفس او هوا او هوس بنده ګۍ ته غاړه اېښې ، په هستۍ او نېستۍ دواړو کې له عُدول ، انحراف او بې صبرۍ نه کار اخلي ، او خپل ژوند پرته د الله (ج) له خوښې ـ په خپلو نفساني غوښتنو کې لټوي . دوی تل په واک کې یوازې خپل ځان ـ خپل حکومت اوخپلسری واک چلول او خپل امتیازات د نورو په مرګ ژوبلو کې لتوي ، او یوازې خپل ځان او ور پورې تړلي نور عناصُر د نورو په وړاندې واجب الاحترام ، غیر مسؤل ، او خپل هر ډول ناروا او غیر انساني او غیر معروف لا قانونه احکام پر نورو واجب التعمیل ـ او سر غړوونکي واجب القتل ګڼي . په داسې حال کې چې دوی په اصل کې د انساني معاملاتو د ځنځیر کړۍ سره شلولې ، او نه غواړي چې انسان دې د انسان په وړاندې د یوه ښه باانصافه بایْع او مُشتري غوندې حسنه اړیکې په خپلو کې سره وساتي . او یوازینۍ غو ښتنه او ارمان یې دا وي چې څرنګه د وږي څاروي په څېر د نورو په حقوقو کې خوله ښخه کړي ، او څنګه یې د وږي لېوه په څېر وخوري . خو د خدای په وړاندې د حساب کتاب په اړه ور سره هېڅ خیال په کوپړۍ کې نه وي . او دغه ډول انسانان د نورو انسانانو ټول انساني حقوق په خپلسرو معاملاتو کې په بډه وهي . او د انساني نظام د مېلیونونو کلونو ټولې لاسته راوړنې ، انساني اصالت او رسالت په اوبو لاهو کوي . خو دا د ټو لنو ذمه واري ده چې دغه ډول عناصرو ته د خپلو ټولنیزو ارزښتونو واک اختیار ونه سپاري . ځکه دوی پر انساني ټو لنو د ځنګل قانون عملي کول غواړي . حال داچې ځنګل د ځناورو ـ او مُتمدنه ټو لنه د انسانانو له پاره ده . نو بیا ولې په مُتمدنه انساني ټو لنه کې پر انسانانو باندې د ځنګل قانون چې له فطرت سره هم سر نه خوري ـ د زور له لارې پلی کېږي . که انسانان خپله د ځنګلي ټولنې او ځنګلي قانون غوښتونکي وي ـ بیا د انسانیت ادعأ د څه له پاره کوي ؟ او که ځان له ځنګلي ژونده بېل او مسؤل ګڼي ـ نو بیا خو ور ته په کار ده چې خپل ځان له انساني کاروانه د خپلو کړو وړو په تر سره کولو کې بېل نه کړي ، او هغه څه ته اوږه ور کړي چې ور باندې پړ دﺉ .
الله (ج) انسانان په قُرآن کې د بیولوژي اصطلاح ګانې نه دي کارولې او نه خو انسانان خزې او سر خسونه دي چې پر فایلمونو ـ کېنګ ډمونو او سب کېنګ ډمونو باندې یې سره وېشلي وي ، بلکي انسان ته د انسان د پېژندلو له پاره یې د (....شعوباً وّ قبا يْل لتعارفُوا ) کلمات ځکه ذکر کړي چې انسانان په خپلو کې سره ورک نه کړي ، که نه انسانان ټول له یوه مور او پلار (آدم او حوا) نه پیداشوي ، په دوی کې ژبه ـ رنګ ـ او قوم الله ـ او د الله(ج) مخلوق ته غوره او مطرح نه دي ، او خدای ته تر ټولو نږدې هغه څوک دي چې له خدایه وېره لري ، او له ټولو نارواوو یې ځان ساتلی وي .
آیا انساني معیار او نظام پر تقوا باندې ولاړوي ؟
د انسان ټول کړه وړه په تقوا پورې تړلي دي ـ ځکه انسان د خپلو کړو وړو مسؤل ـ او له خوف او رجأ سره تړلی یو فاعل مُختارمخلوق دﺉ چې ایمان یې باید له خپل خدایه د ډار او تمې تر منځ موجود وي ، تر څو د مؤمنینو په کتار کې راشي . او تقوا په ځانګړي او ټو لنیز دواړو حالاتو کې یو تر ټولو اړین شرط دﺉ . پرته له حیأ او ایماندارۍ نه د ټو لنې ژوند ځکه بې ارزښته دﺉ چې په ټو لنیزو معاملاتو کې په تېره حاکم انسان الهي احکام کما حقُّه نه شي عملي کولی . او کله چې انسان الهي احکامو ته شا ور واړوي ، له همغې لحظې نه د انساني ژوند د تباهۍ او بر بادۍ پېلامه پیلېږي . ځکه نور په معاملاتو کې د انساني تعادُل اثرات له منځه ځي . او باطل په کې د حق ځای نیسي . او له باطل نه د عدالت تمه نه شته . کله چې عدالت له منځه ولاړ شي ـ په اصل کې شرعي قضأ له منځه ځي ، او پرته شرعي قضأ نه د حکم جاري کېدو امکان نه شته . او د حکم جاري کېدل له کُفري داد ګاه نه غلط ـ او شرعي صحت یې ځکه نه شته چې کُفر خپله باطل ، او په درواغو او درغلیو ولاړ دﺉ ـ خو شریعت شک او ابهام نه مني ـ او دشریعت پرېکړه قاطع ـ او پرته له شک او ابهامه وي . او چېرته چې شریعت نه وي ـ هلته عادل نظام وجود نه لري ، او چېرته چې عادل نظام نه وي ـ هلته تقوا او ایمان نه وي . او په بې ایمانۍ کې د مُتعادل نظام جوړولو تمه داسې ده لکه څوک چې له جوارو نه د ور بشو غنم غواړي . حال دا چې دا هېڅ امکان نه لري ځکه په جنس کې سره مخالف دي . او کفر ي عمل او عقیده خپله حرام دي ، او له حرامو څخه د حلالو تمه کول داسې دي لکه په ټپوس او کرګس چې څوک باور وکړي چې نور به په خوسا ډنډونو او مردارو کې ټونګې نه وهي ، له کُفري نظام نه هم د عدالت غوښتنه همدا مانا لري . او انسانان د همدغو کړو وړو له امله د الله (ج) له لوري په ځمکه کې آزمویل کېږي ، چې په پایله کې د خدای تعالی د پو ښتنو ځواب ور سره نه شته .
د نېکۍ جزأ نېکي ، او د بدۍ جزأ بدي ده
هر څوک چې د الله (ج) ، او د الله (ج) له مخلوق سره هر ډول معامله او عمل وکړي ـ کټ مټ عمل به لکه د تېر و په څېر ور سره کېږي .
الله تبارک و تعالی په خپل کتاب (قُرآنکریم کې په دې اړه داسې فرمایلي :
((ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلاَئِفَ فِي الأَرْضِ مِن بَعْدِهِم لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُون)) سوره یونس(۱۴) آیت .
ژباړه : تاسې ( اې محمده ! ) بیا موږ په ځمکه کې وروسته له هلاکته د هغوی نه ددې له پاره خلیفه ګان وګرځولۍ ، چې په ښکاره موږ وګورو تاسې څرنګه عمل کوۍ (د نېکۍ ـ که د بدۍ . )
تفسیر : مانا دا چې د پخوانیو پر ځای یې تاسې ته د ځمکې پر سر هستوګنه در کړه ، تر څو وکتل شي چې تاسو ترکومه حده پورې د خالق او مخلوق حقوق پېژنۍ ، او ادأ کوۍ یې . او د الله تعالی له رسولانو سره څرنګه معامله کوۍ ؟ نېکه ـ که بده ؟ هر ډول عمل چې وکړۍ ـ له تاسې سره به هم همغه شان معامله وشي .
په پورتني آیت کې له خالق او مخلوق سره د چلن تر څنګ د الله (ج) له رسولانو سره د نېکې ـ یا بدې معاملې ( رویې ) یادونه شوې ، چې اشاره یې هغو قومونو ته ده چې له پیغمبر (ص) نه وړاندې تېر شوي ، دا ځکه چې په بشري تاریخ کې دا ـ او دېته ورته داسې پېښې بیا تکرارېدی شي . او الله (ج) ځکه محمد (ص) ته ځکه ددې یادونه کړې چې دده په امت کې هم دده په ژوند ـ او یا تر ده وروسته داسې خلک پیدا کېږي چې د الله تعالی اوامر او نواهي به نه مني ، د خپل نفس او هوا په مسته لېونۍ مینه کې به ډوب ـ او حق الله او حقوق العباد به تر پښو لاندې کوي ، خو تر څنګ به یې داسې کسان هم وي چې په حضر او غیاب کې به تل خدای پر سر حاضر ګڼي ، د خپل خدای الهي احکام او نبوي ارشادات به د سر په ستر ګو مني او هغه به پر ځان او نورو باندې تر خپلې وسې پورې عملي کوي ، تل به یې الهي ضابطې ته پام وي ، او دحق الله او حقوق العبادو تر منځ به په عباداتو او معاملاتو کې پرته له افراط او تفریطه د تعادل اړینې واګې په ورین تندي ـ سپېڅلي نیت او پوره ډاډمن صبر سره په خپل لاس کې ساتي . دوی به تل د الهي دین د کلمه الله د لوړولو علمبرداران وي . او د نبوي میراث دغې اسلام شموله پر ګنې ( قرآن او حدیث ) ته به د تېرو امتونو په څېرهېڅ داسې پردي لاسونه سره له شته نړیوالې توطیْې نه پرېږدي چې په قرآن او نبوي احادیثو کې هم د تحریف ګوتې ووهي ، تر څو له قرآن څخه هم اوسنــــی ( تلمود و بایْیبل ) جوړ کړي . ځکه قرآن او نبوي ارشادات د مسلمانانو داسې منقوله ـ یا غیر منقوله میراثه نه ده چې د وخت د امپراطوریو پر سکه دې وپلورل شي . دا په نننۍ نړۍ کې د څه باندې یو میلیارد مسلمانانو میراث دﺉ . په دې میراث کې د هرمسلمان سړي ـ او هرې مسلمانې ښځې ـ وړو ـ زړو . مزدور ـ بادار ـ حاکم ـ محکوم ـ آزاد ـ بندي اهل ذمي ـ اهل کتاب ـ بې کتابه ـ کافر او مسلمان ـ ژوو او نباتاتو ټولو حقوق شته . او دا د ټولو ګډ داسې میراث دﺉ چې د تاریخ په هره مقطع ـ هر زمان او مکان کې د تطبیق وړ دﺉ ، او وي به . دا میراث یو داسې قانون دﺉ چې تر قیامته پر هر چا د تطبیق وړ دﺉ . او د نورو وضعي دستوراتو غوندې د زړېدو او نیمګړتیا قابلیت په کې نه شته . خو واک یې هم باید د ځمکې پر مخ دداسې کسانو په لاس کې وي چې پر خپل ځان او نورو یې یو خېل عملي کړي ، ځکه دا یو اسلام شموله نړیوال امانت دﺉ ، چې د ناروا تصرف په کې د هېچا حق نه شته . او هېڅوک یې یوازې په خپله ګټه نه شي کارولی . په دې قانون کې د ټولو خدای ور کړې برخې خوندي دي . تېر امتونه هم د همدې دین د تعمیل له پاره الله (ج) پیدا کړي وو ـ او پر دې یې وآزمویل ، خو کله یې چې ظلم او تېری د د استدراج تر کچې پورې په کې په باطله لاره پاخه شول ـ نو بیا د صبور خدای د قهر او غضب خوراک او داسې یې ورک کړل چې بیا یې له کیسو پرته نوم او نښه ونه موندل شوه . او پر ځای یې نور خلک را ټوکول ، لوی یې کړل ، د اکمال او پخېدو مرحلې ته یې ورسول ، خو چې په دغه الهي آزمېښت کې ناکام ـ او خپله لاره یې پرېښوده ـ نو بیا د هغوی برخلیک هم د تېرو هغو غوندې شو . لنډه داچې انساني مخلوق په پاني نړۍ کې تل تر الهي آزمېښت لاندې دﺉ ، چې په نېکیو کې یې بقأ ـ او په بدیو کې یې نېستي پرته ده . معقول او مسؤل انسان ته په کار ده چې تل د نېکیو لاره خپله کړي ، تر څو خپل ځان او خپله ټولنه د هلاکت له ابدي کندې وژغوري ، که نه نو بیا به د ناکامۍ په دغه ټاپه شوې وثیقه کې خپله دنیا ـ او خپل آخرت په خپل لاس تباه او بر باد کړي .
د حق نه منکرو عناصرو له الله (ج) ، رسول الله (ص) او قرآن سره څه کړي ، او الله (ج) له هغوی سره څه وکړل؟
وروسته له دېنه د هغې معاملې یادونه شوې چې کفارو او له حق نه مُنکرو عناصرو له سپېڅلي قُرآن عظیم الشأن ـ یا له رسول کریم (ص) ـ او یا له قُدوس الله (ج) سره کړي وو . دا به موږ ته قرآن په خپله بیان کړي :
(فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلاَئِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ ) د یونس سورت ـ (۷۳) آیت .
ژباړه : نو دوی حضرت نوح (ع) ته د درغجن نسبت وکړ، بیا موږ دغه نوح (ع) او هغه چاته ( له ډوبېدو ) نجات ور کړ چې په بېړۍ کې له ده سره وو ، او موږ دوی ( د ډوبو شویو په ځمکه کې ) خلیفه ګان وګر ځول . او موږ (په سمندري توپان کې ) هغه کسان ډوب کړل چې زموږ د آیتونو تکذیب یې کړی ؤ . نو وګوره چې د وېره ول شویو آخره خاتمه څرنګه شوه ؟ ( هلاک شول ) .
تفسیر : که څوک د عبرت ستر ګې لري ـ نو د مکذبینو اجام دې وګوري چې هغوی څرنګه شوي وو ، دغو خلکو ته په سلهاوو کلونو حضرت نوح (ع) پند ور کړاو له نقمې (د وروستۍ پایلې له زیانونو اړولو) یې وار له مخه خبر کړل ، چې کله یې هېڅ یوې خبرې پر دوی څه اغېز ونه کړ ـ او هېڅ یې ونه منله ، بلکې ددوی کینه او فاصله او تېښته له حضرت نوح (ع) سره لا پسې زیاته شوه . همدلته د الله پاک له لوري پرې د اوبو یو سخت (څپاند ) توپان نازل شو . [وروسته له (۴۰ ) کالو سختې وچکالۍ نه چې دوی هېڅ باور پرې نه درلود ، او نوح (ع) به چې بېړۍ جوړوله ـ دوی به د لېوني خطاب ور ته کاوه .] او مکلبین ټول په په هغې کې ډوب شول . یوازې نوح (ع) سره هغو څو تنو چې له ده سره په بېړۍ کې سپاره وو خوندي پاتې شول ، نور د ځمکې پر مخ هر څه د اوبو په دغه توپان کې له منځه ولاړل ، خو د انسانانو وروستی نسل هم له همغو کسانو را پاتې دﺉ چې له نوح (ع) سره په بېړۍ کې سپاره وو . او د ډوبو شوو خلکو پر ځای همدغه په بېړۍ کۍ سپاره مسلمانان ودان شول .
د نوح (ع) کیسه په اعراف سورت کې هم ذکر ده . خو په ځمکه کې د آدم ثاني [[نوح (ع) ]] ددغو ودانو شوو او پنځېدلو مسلمانو انساني ځوځات دنده څه وه ؟ ورانی او فساد خورول ـ او که د یوه خدای (ج) عبادت او د خدای له نورو بنده ګانو سره د ښو او ګټورو اړیکو ټینګول ، کوم یو ؟
که چېرته د ځمکې پر مخ د انساني ځوځات دنده داوي چې په ځمکه کې فساد او ورانی خور کړي ، نو بیا الله (ج) د څه له پاره د نوح (ع) قوم په سمندري څپو کې را ونغښت ، ډوب یې کړ او له منځه یې وېوړ ؟ په صورت کې خو ټول ((هم نوح (ع) ، او هم د نوح (ع ) غرق شوی قوم او ور سره پاتې د ځمکني حیات میندې او پلرونه )) د حضرت آدم (ع) ځوځات وو ، نو ولې له دغو انسانانو یو شمېر یې له یوې مخې له منځه ولاړل ـ او یوشمېر یې په دې توپان کې له هلاکته وساتل ؟
مکلف انسان په دوو برخو کې آزمویل کېږي
ښکاره خبره ده چې مکلف انسان دوو مراجعو ((الله (ج) ته په عباداتو کې ـ او د الله (ج) مخلوق ته په معاملاتو کې)) مسؤل دﺉ . او هغوی چې په تو پان کې غرق شول ـ دوی وار له مخه د خپلې هوا او هوس په تو پانونو کې ځانونه ډوب کړي وو ، د خدای ـ او د خدای د مخلوق حدود یې تر پښو لاندې کړي وو . نه یې د الله (ج) عبادت ته غاړه اېښې وه ـ او نه یې د انسانانو حقوقو ته درناوی کړی ؤ . هغوی دواړه خواوې ( حق الله ـ او حقوق العباد ) دواړه د خدای ور کړې ځمکې پر سر په بډه وهلي وو . او د هېڅ یوه خاطر او پر وا یې ونه کړه . ځکه له یوې مخې د الهي عذاب خوراک شول . او د ځمکې مخ یې د هغوی د شر ، فتنې ، فساد خورولو ، فحشاوو ، منکراتو او بغاوتونو نه خوندي کړ. او پر ځای یې داسې بنده ګان و پنځول چې تر څو یې د ځمکې پر مخ حق الله او حقوق العبادو دواړو مسؤلیتونو ادأ کولو ته په صداقت غاړه اېښې وه . خو کله چې په بشري تاریخ کې د هغوی په کړو وړو کې عدول او انحراف را منځته شوی ، هغوی هم یو پر بل پسې له منځه تللي ، چې موږ یې سترې بېلګې د عادیانو ، ثمودیانو ، نمرودیانو ، فرعونیانو ، رومیانو ، فارسیانو ، او نورو رژیمونو یادولی شو .
په مسلمانانو کې هم ځینو داسې عناصرو ځانونه ور ځای کړي وو چې یوازې د موریانې او پرازیت په څېر به یې د اسلام له نامه نه ناروا استفاده کوله ، دین به یې پر خپله ګټه څرخاوه او بد ناماوه . د خپل ناروا مهارت لوړلو له پاره به یې هرې ناروا عقیدې ته پناه ور وړله ، او دا لړۍ په اسلامي ټو لنو او حکومتونو کې تر نن پورې را غځېدلې ، او مهدا اوس دا بهیر په کې روان دﺉ . چې دغه ډول عناصر له یوې خوا نه د خپل یار د پاره درمسال جارو کوي ـ او ځان د لادینه پرګنو د مخکښانو پیرو ان ګڼي ، او له بل پلوه ځینې نور بیا ځانونه د حضرت عمر فاروق (رض) سپاهیان بولي ، په داسې حال کې چې په اسلامي ټو لنو کې دغه ډول پرازیت ډوله عناصر نه د مارکس پر پله روان دي چې خپلې ټو لنې ته په کچالیو له مرګه نجات ور کړي ، او نه هم د حضرت عمر فاروق (رض) پر پله روان دي چې له خپل غلام سره پر لاره پر اوښ د سبرېدو نوبت واچوي . پس دوی دواړه دوې منافقې مافیایي کړۍ دي چې د کفر او اسلام دواړو د پوست او غوښې تر منځ د خپلې ناروا تغذیې له پاره دا کار کوي . او تل یې د معقول په نامه سفسطه په خپله سترا تېژۍ کې نورو ته د ارمغان په توګه وړاندې کړې ، او پر منقول باندې هېڅ باور نه لري . ((دوی له خپلې ګېډې ددوی په خپله اصطلاح عقلي دلایْل نورو ته وایي ، او پر هغه څه په حقیقت کې باوري نه دي چې د الله (ج ) له طرفه را نازل شوي دي (قرآن) . )) چې دا هم بقأ او پایښت نه لري ، ځکه الهي ټول کړه وړه په حقیقت بنأ دي ، په هغه کې در غلي ، دوکه او فرېب نه شته . د الله نظام ریښتینی او حقیقي دﺉ ، او هېڅ فتور او سستیا نه مني . او الله (ج) له خپلو بنده ګانو هم داسې کړه وړه غواړي چې یوازې الله (ج) ته په کې عبادت ـ او د الله مخلوق ته په کې خدمت او ګټه رسول هدف وي . نه بل څه . او څوک چې له دغو دوو وسیلو نه غلطه استفاده کوي ، خدای ـ او د خدای نور مخلوق یې نه خوښوي . چې دا ډول خلک د خپل ځان د پاره په خپله د نابودۍ قبر کیني .
انساني نظام چلول غټ ماغزه او ډېر علم غواړي
په الهي خلقت کې انسان هم د الله (ج) یو مخلوق دﺉ . او پر خلقت سر بېره په ټولو مخلوقاتو کې الله (ج) خپل دغه مخلوق په ډېر ښه شکل پیدا کړی ، پر علم ، عقل او حیأ سر بېره یې نور ټول مخلوقات د انسا ن په ؤلکه کې ور کړي . له ټولو الهي نعماتو یې د ځمکې پر مخ برخمن کړی ، د ځمکې واک اختیار یې ور سپارلی ، خو دغه واک اختیار د خبیر ـ عادل ـ صادق ـ عاقل ـ عالم ـ صابر او متقي داسې سړي حق دﺉ چې علماً او عقلاً د قضأیاوو د پېژندلو او حق له باطل نه د سره بېلولو ـ او جسماً د قانون د تطبیق او واک چلولو له پاره تر نورو روغ ځواک په کې موجود وي ـ تر څو په معاملاتو کې الهي احکام په خورا غوره طریقه په خپلو ټو لنو کې پلي کړی شي . او دا د نورو خوار ځواکو انسانانو کار نه دﺉ .
لکه چې الله پاک په دې اړه بل ځای بیا په قرآن عظیم الشأن کې فر مایلي :
((هُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ فَمَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُ وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ إِلَّا مَقْتًا وَلَا يَزِيدُ الْكَافِرِينَ كُفْرُهُمْ إِلَّا خَسَارًا)) د فاطر سورت (۳۹ )آیت .
ژباړه : (( دا الله (ج) همغه ذات دﺉ چې تاسو یې (دتېرو خلکو ) په ځمکه کې خلیفه ګان کړۍ ... الایه ))
تفسیر : الله (ج) د انساني امتونو هغو بېلګو ته په اشارې سره په خطاب کې فر مایلي چې اوس تاسې د پخوانیو امتونو په سیمو کې ودان یۍ ـ او وروسته له هغوی نه تاسې په ځمکه کې حکومت او ریاست چلوۍ ، موږ د هغوی پر ځای ځای در کړ . (نو ښایي چې د هغه د شکر ایستلو حق په ښه شان ادأ کړۍ ! )
ځاني او مالي شتمني چېرته استعمالېږي ؟
د الله (ج) د بې شمېره نعمتونو شکر یوازې د خولې په الفاظو نه ادأ کېږي ، بلکې ددې نعماتو د راکړې په بدل کې له موږ نه غواړي چې د خپل وجود ټو له ځاني او مالي (منقوله او غیر منقوله ) هستي یوازې په دوو اړخونو کې استعمال کړو ، چې هغه دوه اړخونه یو د الله (ج) حق دﺉ ـ او بل د الله (ج) له مخلوق سره معامله ده .
له الله (ج) سره دغه معامله د (انّ الله اشتری من المُؤمنین انفُسهُم و اموالهُم ) پربنسټ باید ولاړه وي . تر څو دغه معامله د بایْع او مشتري ( خالق او مخلوق ) دواړو تر منځ په حسنه او یقیني ډول تر سره ، او د الله (ج) رضأ یت په کې خپل شي . که نه نو په ناوړه معامله کې انسان پرته له زیانه هېڅ ګټه نه لري ، ځکه انسان پرته له صالح عمل نه تل په زیان کې دﺉ ـ او که د معاملې ناوړ تیا او نیمګړتیا منځ ته را ځي ، دا به د انسان له لوري وي ، چې تل نیمګړی او محتاج دﺉ . خو ددې پر خلاف الله (ج) بیا یو داسې ذات دﺉ چې هېڅ کمی او نیمګړتیا په کې نه شته . او له هره عیبه پاک او یو داسې بې پروا او بې مثله حکیم او علیم ذات دﺉ . چې نه ولد لري او نه والد . اوتل یې انسان ته پر ښو باندې د کولو امرکړی ـ او له بدیو یې منع کړی دﺉ .
خو کوم عدول او انحراف چې په معامله کې پېښېږي ـ دا نقیصه هم په آزمېښت کې د اچول شوي انسان ده ، ځکه چې پر خپلې ښې او بدې را تلونکې یې علم نه شته . په دغه ډول معامله کې انسان تل بایْع ـ او الله (ج) مشتري دﺉ . او دغه معامله له الله (ج) سره د انسان د عباداتو معامله ده . تر څو د عباداتو په دې معامله کې انسان په عقیده وي لحاظ ښه صیقل او تذکیه شي .
خو په انساني معاملاتو کې د بایْع او مشتري تر منځ د نیمګړتیاوو اټکل ډېر وي ، ځکه چې له الهي لار ښود او هدایت پرته دغه ډول معاملې سل په سلو کې کما حقّه د ور پېښې نیمګړتیا له وجهې سمې نه عملي کېږي . چې د همدغه آزمېښت له امله ځینې انسانان په خپل ښه عمل تر سره کولو سره د خپل مولی په وړاندې بریالي ـ او ځینې نور بیا د ناکامۍ کندې ته ځانونه ور وغور ځوي . او د ناسمو پریکړو او کړو وړو له امله خپل ځان او خپله منظمه له خپل فطري او انساني محوره دداسې نامالوم تزلزل خواته وباسي چې د فرعون او کنعان په څېر خپل قومونه هم ور سره د نابودۍ په تو پاني څپو کې غرق کړي ، او ځینې نورو بیا د اولو العزمه پیغمبرانو (ع) په څېر خپل امتونه د کذب ، شرک ، او لادینۍ له مهلکو څپو را ایستلي . او انسان یې د انسان له غلامۍ او بنده ګۍ نه د یوه خدای عبادت او بندهګۍ او انسانیت ته را ایستلی . تر څو د ځمکې پر مخ د کلمةالله د لوړولو هغسې نظام جوړ شي ـ کوم چې الله (ج) د خپلو بنده ګانو له پاره غوره کړی دي .
موږ چې د نبي (ع) امتیان یو . پر موږ هم لازمه ده چې یو داسې نظام د ځمکې پر مخ جوړ کړو چې په هغه کې الهي حاکم ، او حکام ټول د شریعت پا بند ـ او د خلکو خادمان او مسؤل وي . تر څو د ځمکې پر مخ د خلافت مصداق په عمل کې یقیني کړي . نه داچې اسلام په لباس او الفاظو کې د پخوانیو ادیانو د راهبانو غوندې یوازې په خپل چوپړ کې واچوي . له دین نه آله او دام جوړ کړي ، ځان پرې واجب الاحترام بريءُذّمه او غیر مسؤل کړي ـ او نور پرې وهي .
خو د ځمکې پر سر د واک چلولو حق د داسې عناصرو نه ـ بلکي د هغه چا دﺉ چې ځان یې د انسانانو خدمت او ګټو رسولو ته په صداقت وقف کړی وي، تر څو د انساني معاشرې نظام متضرر نه شي . همدغه اسلامي سیاست دﺉ ، او سیاست په اسلام کې د قرآن له مخې دېته وایي چې په متعادله توګه د حق الله او حقوق العبادو تر منځ اړیکې پرته له نفساني او شیطاني غوښتنو ژوندۍ او خوندي وساتلی شي .
سیاست څو ډوله دﺉ ؟
د سیاست په اړه ډېر تعریفونه شوي . چې موږ یې څو نمونې د بېلګې په تو ګه دلته یادوو ؛
د نړۍ په انساني نظامونو کې د هرې جغرافیوي محدودې چارواکي د خپلو حکومتونو له پاره په ملي او نړیواله کچه بېلې ـ او سره وېشلې تګلارې لري ، چې ددغو تګلارو په چوکاټ کې په رسمي ـ او غیر رسمي توګه له هغو پالېسیو نه کار اخلي . چې ځینې په دغو پالېسیو کې تېروتي ـ او له غلطو کړنو تر سره کولو په کې خپل ځان ، خپلې ټو لنې ، خپلو ګاونډیانو او نورې نړۍ ته زیانونه اړوي ـ او ځینې یې یوازې خپل ملیت او توکم ، خپله ژبه او سیمه په پام کې نیولې وي ، او پرته له یو اړخیزې ځاني ګټې نورې نړۍ ته پام نه کوي .
چې په دغه ټولو تګلارو کې د واکمنو انسانانو له خوا د نورو انسانانو ذاتي او فطري خدای ور کړي حقوق په بډه وهل کېږي ، خوکله چې د انسان له لوري د بل انسان حق په ناپامۍ او یا هم په قصدي او عمدي تو ګه تلف شي ، همدلته د مظلومو انسانانو له خوا پر ظالمو واکمنو شک را پیدا کېږي او د هغوی پر هېڅ کار سرته رسولو باوري نه وي . او باور یوه داسې معنوي هستي ده چې که څوک یې ولري ، هغه ددنیا له ټولو شتمنو یو داسې بډای دﺉ چې د میلیاردر او ترېلیونر میلیاردونه او ترېلیونونه به خلاص شي ، هغوی به د خپل غلط سیاست چلولو له امله نېستمن شي ، خو د باور له څښتنانو سره د هغوی د پت او عزت لرلو له مخې ټوله نړۍ په سر او مال ځکه ولاړه وي چې خلک په هغه کې خپل حقوق ژوندي او خوندي ګڼي . او د انسان همدغه روېښ ته بشپړه انساني کړنلاره ویل کېږي . او انساني کړنلاره هغه سیاست دﺉ چې د انساني هستۍ تر ټولو غوره او ممتازې بېلګې یې په عباداتو کې له خپل خالق ـ او په معاملاتو کې د الله (ج) د مخلوق تر منځ په متوازنه ، متعادله او پر قسط ولاړه تو ګه رابطې ټینګوي . او انساني نظام هم د همدغه ډول اړیکو زیږنده دﺉ . او د انساني نظام بنسټ د لومړي ځل له پاره د اسلام له نظره د ځمکې پر مخ ابوالبشر (حضرت آدم (ع) کېښود . چې په ځوځات کې یې ځینې پر دې لاره ولاړل ، او ځینې نورو یې بیا د هوا او هوس خواته ور و دانګل ، د خپل نیکه لاره یې پرېښوده ، او پرته له څه مسؤلیت احساسولو نه یې ځانته داسې کړنلارې جوړې کړې چې په هغو کې یې یوازې د خپل ځان جوړولو ونې ته له هرې ناروا لارې نه د حیات اوبه ور کړې ، او خپل ژوند یې د نورو په مرګ ژوبلو کې لټولی دﺉ .
دغه ډول عناصرو خپله کړنلاره او سیاست داسې تعریف کړې :
(( له هرې لارې ځان هدف ته رسول سیاست دﺉ . )) یا داچې (( سیاست داسې کړنلارې ته وایي چې دولتونه ـ یا ؤلسونه یې د خپلو ملي ارمانونو له پاره کاروي . ))
خو په دې تعریفونو کې دا مالومه نه ده چې دغه اهداف د څه ډول خلکو په لاس ، څه ډول ، له کومې لارې ، د کومو موخو له پاره او پر کومو معیارونو باید تر لاسه شي ؟
آیا د اهدافو تر لاسه کول انساني عمل او مسؤلیت ته اړتیا لري ـ او که د حیواني غریزې له مخې تر لاسه کېدی شي ؟
که چېرته انسان پر یوې منبع پورې ځان تړلی ګڼي ـ نو بیا خو د هغه ټول کړه وړه له حساب کتاب نه هم نه شي خوندي کېدی ، او یو وخت به ترې د خپلو کړو وړو په اړه اښتنې پو ښتنې کېږي ، ځکه انسا ن یو بل ته د ګټې ور رسولو له پاره پیدا شوی ، نه دا چې په خپل سر پرته له مسؤلیته په ځمکه کې ورانی او فساد خپور کړي . چې دې ته انساني سیاست نه ـ بلکې شیطاني سیاست وایي . او شیطاني سیاست داسې کړنلاره ده چې په هغه کې پرته له عدول او انحرافه د انصاف څرک هم نه لیدل کېږي . او انسان بیا په معاملاتو کې له انصاف پرته د فساد او وراني له پاره نه دﺉ پیداشوی ، ځکه په وراني او فساد جوړولو کې انساني معاشره او نظام دواړه د فساد ترسیوري لاندې زیانمن کېږي ، نو کله چې د انسان دغه دواړه اړخونه ناسم وي ـ کله هم د مکلفو انسانانو تر منځ عدالت نه شي تأمینېدی . او د عدالت له منځه تلل په انساني ټو لنو کې اړیکې سره شلوي ، او انسان د انسان په وړاندې یو بل ته د دوښمنۍ په سنګر کې د ناظر په ډول سره دروي . په داسې حال کې چې انسان هېڅکله باید د مرګ ژوبلو پلوی نه وي . ځکه د انسان دندې یوازې د یوه خدای عبادت ـ او نورو ته ګټه رسول دي . تر څو په سالم عبادت سره خپل خدای ـ او په روغه معامله کې د خدای د نورو بنده ګانو خوښي او رضأیت تر لاسه کړي . که نه نو د غیر انساني کارو نو په تر سره کولو سره به یې دنیا او آخرت دواړه خراب وي .
د نبي (ع) په زمانه کې حکومت او سیاست څه ډول ؤ ؟
پخوا د نبي (ع) په زمانه کې د نبوي حکومت سیاست قرآني ـ د اصحابو کرامو (رض) سیرت د نبي (ع) پر پله روان ـ او خپله د نبي (ع) خُلق ټول قُر ان ؤ ، خپله نبي (ع) د خبلو اخلاقو له مخې اصحابو کرامو (رض) ته په عملي ژوند کې د اخلاقو داسې درس ور کاوه چې په ریښتیا یې د نبي کریم (ص) اخلاقو ته په خپلو زړونو کې ځای ور کړی ؤ . هغوی که څه هم له مکې څخه د جهالت د خورا پر مختللي حالت له مخې د الله (ج) په امر مدینې ُمنورې ته هجرت وکړ ـ او منقولې او غیر منقولې ټولې شتمنۍ ترې پاتې شوې ، او له ځانه سره یې یوازې د اخلاقو شتمني یووړه ، او د اخلاقو پر مټ یې له یثرب (د تبو له ځای) نه مدینه ْ فاضله جوړه کړه ، مدینه یې له ځانه سره ملګرې ـ او له لاسه وتلې مکه یې پرې فتح کړه . او له دې نړیوال مرکز نه یې د اخلاقو ـ پوهې ـ عقل او تقوا له برکته تر اندلُس ، افریقې ، منځنۍ آسیا ، روم او هند پورې اسلام ورساوه . او په نننۍ نړۍ کې د څه کم یو نیم میلیارد مسلمانانو د نفوس نړیوال تعمیر د همغه په عقیدو او اخلاقو پخو معمارانوپه لاس بنأ شوی ؤ چې تر یو نیم زر کلونو وروسته هم پر خپل ځای ولاړ ـ او نن د کُفري نړۍ په زړه کې د اسلام له کاروان سره خلک په ډېره چټکۍ یو ځای کېږي .
د مسلمانو هېوادونو حکومت او سیاست نن څه ډول دﺉ؟
په نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو چټکې ودې او پر مختګ اُروپایي او ټوله لوېدیځه نړۍ د اسلام د حقانیت او د خپل کُفري خیانت له امله په ډار او وېره کې اچولې ، نو ځکه په تخنیکي ، پو ځي ، اقتصادي او مردُمي ډول په یو ډول ایتلاف کې سره را ټول شوي ، تر څو له دې لارې مسلمانان مُنحرف ، او په خپلو کې سره و جنګوي ، منقولې او غیر منقولې شتمنۍ یې ور لو ټ ، فکرونه یې ور مړه ، لرغوني توکي ترې غلا ، خلک یې ور ووژني ، حکومتونه او ملتو نه یې سره بېل ، غیر اسلامي دودونه ـ دستورونه او پردي فرهنګونه په کې رواج ، او خپل اصیل معروف دودونه او فرهنګونه یې ور مسخ کړي ، دوی ددې کار تر سره کولو له پاره له کلونو را هیسې داسې حکومتونه پر اسلامي جغرافیوي هېوادونو ور تپلي چې عزل او نصب یې دواړه مشروط ـ او په پردیو پورې تړلي دي . هغوی د اسلامي ملتونو له متن او بطن نه د خپلو ؤلسونو په رأیه او خوښه نه دي ټاکل شوي ، هغوی داسې محدود عناصر دي چې خپل ؤلسونه یې د پردیو د ګټو له پاره په لسګونو او سلګونو کلونو نیم ژواندي ـ بې برخې او بیده ساتلي . چې موږ یې ښکاره بېلګې په خپل هېواد افغانستان ـ پاکستان ـ بنګله دېش ـ ایران ـ تاجکستان ـ ازبکستان ـ ترکمنستان ـ آذربایجان ـ بوسینا چیچین ـ تېبت ـ عربي نړۍ او افریقایي هېوادونو کې ولیدلې ، چې پردي لاسپوڅي څه ډول واک ته رسېدلي ؟ او څرنګه بېرته له منځه وړل شوي او وړل کېږي ؟ !!!........ علت یې دادﺉ چې همدغو خلکو له خپلو ؤلسونو ـ خپلو نظامونو او خپل دین او الهي قانون سره خیانت کړی دﺉ ـ او فاصله یې ور سره نیولې ـ هغوی او د هغوی خدایي حقوقو ته یې هماغومره په سپکه سترګه کتلي ـ لکه اوس چې دوی ته په سپکه ستر ګه کتل کېږي او وکتل شول . کُفري نړۍ د همدغو عناصرو پر مټ د اسلامي دعوت او پر مختګ مخه ډپ کول غواړي . په اسلامي هېوادونو کې تشې را منځته کوي ـ او بیا همغه تشې په خپلو غیر انساني اعمالو ډکوي . په دې ډول کُفري نظامونه هغه اسلامي نظامونه چې د انسان او انسانیت خپل حق او خپله غوښتنه ده له منځه وړي . دوی نه پرېږدي چې د ځمکې پر مخ دې الهي نظام ـ الهي حکومت او الهي سیاست وچلېږي . ځکه خو یې د ځمکې پر مخ د اسلا مي نظامونو ړنګولو ته ملا تړلې ده . خو مسلمان انسان باید هوښیار ـ ځیرک ـ په ورځنیو او روانو پېښو پوه او پر کورنیو او بهرنیو پالېسیو خبر وي . تر څو د خپلو ملتونو د حقوقو ـ پېښلیک او برخلیک په اړه څوک چل ول او دوکه ور سره ونه کړي . ځکه حکومت او سیاست پرته له قانون څخه په شېر او خط ، معاملو او روابطو نه چلېږي .
منابع:
قرآنکریم
کابلی تفسیر
احادیث
د اسلامي مذاهبو فقه
د لیکوال چاپ شوي ـ تر چاپ لاندې او غیر چاپ شوي آثار :
+ ـ د ځمکې پر مخ د واک او سیاست چلولو حق دچا دﺉ ؟ همدا کتاب چې چاپ شو .
+ ـ د تیچر ترېنېنګ او هېډ ماسټر په نومونو دوه کتابونه مې له خپلو نورو ملګرو سره په ګډه لیکلي او چاپ شوي دي .
+ ـ د ښوونکو لارښود چاپ شوی دﺉ
+ ـ پردې اثر سر بېره ما د پنځګونې فقې کتاب له عربي نه په پښتو را ژباړلی او دری ځلې چاپ شوی دي .
+ ـ د قرآني درسونو کتاب مې ژباړلی او تر چاپ لاندې دﺉ .
+ ـ زما نور شپږ کتابونه چې په خپل قلم مې لیکلي او کمپیو ټر شوي نه دي ، که څوک داسې پیدا شول چې هغه راته کمپیو ټر او چاپ کړي ـ ژر به یې د خپلو خلکو د پوهاوي له پاره وړاندې کړم .
+ ـ پنځه نور د مختلفو برخو کتابونه مې د حامد کرزي د حکومت له پیله تر (۱۳۸۹ )کال پورې لیکلي او هغه به هم ژر چاپ ته تیار کړم .