اسد زمری

 

د دې ټولګې په هکله څو خبرې

لا نویځوان وم چې د هیواد او هیوادوالو دردونکي او ربړونکي حالت،د ترقي اود وضعې د تغییر له لارویانو سره یوځای کړم، د ټولنیز عدالت په دې مکتب کې مې د وطنپالنې درس ولوست .

له ۱۳۵۲کال څخه تر ۵۶ پورې د هیواد د پایتخت کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل وم ، کابل او پوهنتون یې نه یوازې د هیواد علمي او فرهنګي مرکز وه بلکې د سیاست نبض هم دلته په ښه زور تپیده نو په داسې ماحول کې اوسیدل او له ادبیـــ سیاسی شخصیتونو سره ناستی ولاړې او د انقلابی ادبیاتو مطالعې،د ځوانۍ د دورې او میینتوب احساسات مې له افکارو او عواطفو سره یوځای شول او زه یې دې ته وهڅولم تر څو خپل احساسات  او عقاید او د وطن اوضاع  او د هغې د بدلون په هکله عقاید او انګیرنې د شعر په فورم کې بیان او له دې وسیلې نه هم د هیواد د ترقۍ او د محرومو پرګنو د بیدارۍ او هوسایۍ په مقصد کار واخلم.

د دوستانو په تشویق او مرسته مېیوه مجموعه د طبعې او نشر د دولتې کمیټې لخوا خپره شوه او بله مې چې چاپ ته تیاره وه د مجاهدینو د ځپلمنځي جګړو په اور کې له دولتي مطبعې او ټول هیواد سره یوځای په اور کې وسوځیده او پاتې نور د څلور سوه شعرونو په شاو خوا کې د شعرونو کتابچې مې هم دې غلو د "غنیمت" په نامه د کور له وسایلو سره غلا کړي.

له۱۳۷۰کال وروسته مې د تورو ارتجاعي ډلو د حاکمیت او د بهرني اشغال د فاجعې سربیره د جلاوطنۍ دروند پيټی هم پر اوږو بار شو نو ځکه مې ساندې او فریادونه لا ترخه او سوزناکه شول او شمیریې له پنځه نیم سوو واوښت .

له وطن او له رنځیدلو وطنوالو سره بې کچه مینې او نه شلیدونکو اړیکو هیڅکله آرام ته نه یم پرې ايښی نو که مې په شعر کې د ځان په هکله څهویلي نو مې خپل ولس سترګو ته ولاړ و او ځان  مې د خپلېټولنې د يوې برخې په توګه مطرح کړی دی.

هیڅکله مې د خپل شهرت په هکله  فکر نه دی کړی نوځکه مې د معمول پرخلاف د زیاتو شعرونو په مقطع کې نوم نه دی راوستی او خپرولو ته يېډیر لیوال نه وم، دا اندیښنه مې هم درلوده چې لیکنې به مې د صلاحیت  خاوندان د شعر په حیث و نه مني ، اوس هم ځان شاعر نه بولم  نو ځکه مې هغه څه چې په دې کتاب کې راټول کړي دي د «که زه شاعر وای» نوم ایښی دی او له شاعر څخه مې په همدې نامه یو شعر کې دې دا ډول شعرونو دلیکلو غوښتنه کړي ده.

اوس چې طالبي حاکمیت د هر ډول فرهنګی فعالیت زمینه او امید او د هغو له جملې نه د کتاب د چاپ امکانات له منځه وړي نو ځکه دا ټولګه د آنلاین په ټوګه خپریږي.

د هیواد د وتلي قانون پوه او نه ستړي کیدونکي فرهنګي هڅاندښاغلي قاسم آسمایی نه د زړه له کومي مننه کوم چې د کتاب د ډیزاین ،دیجیتالولو او خپرولو چارېیې په پراخ تندي ومنلې او دا ټولګهیې خپره کړه.

هیله من یم چېګران اوقدرمن لوستونکي به خپل نقدونه، نظریات او ارزونې زما د رهنمایۍ او دکمبودیو د لیری کولو په مقصد رانه ونه سپموئ.

په درنښت او مېنه

                 اسد زمری

 

  

***

جهت مطالعه این اثر اینجا کلیک کنید

 

 


بالا
 
بازگشت