
د ملنګ جان د خوږو نغمو په باره کی

ادبي آثار د یوه ملت د فکري او فرهنګي ژوند ژوندي یادګارونه دي. د وتلو او نامتو شاعرانو کلام نه یوازې د خپل وخت د احساساتو، هیلو او فکرونو هنداره وي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د الهام سرچینهګرځي. له همدې امله د داسې آثارو ساتنه او خوندي کول د فرهنګي مسئولیت تر ټولو ارزښتناکه برخه بلل کېږي.
دا کار یوازې د څو پاڼو د نقل یا ثبتولو عمل نه، بلکې د یوې فکري شتمنۍ د ژغورلو او د راتلونکو نسلونو لپاره د هغې د خوندي کولو هڅی دي.
کتاب چېیوازې په چاپي بڼه پاتې شي، د وخت له تېرېدو، د کاغذ له زړېدو او د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ وي. خو کله چې همدغه اثر دیجیتال شي، نو د زمان او مکان له بندیزونو ازادېږي؛ لوستونکي کولای شي هغه هر ځای او هر وخت ولوستلای شي. په دې توګه د شاعر فکر، احساس او هنري پیغام د یوې محدودې کړۍ له منځه راوځي او د پراخ فرهنګي افق برخه ګرځي.
هغه شعري ټولګه چې اوس د لوستونکو مخې ته په دیجیتال بڼه وړاندې کېږي، د یوه پېژندل شوي او ولسي شاعر خدای بښلي ملنگ جان د «خوږې نغمې» شعري ټولگې غورچاڼ تر سرلیک لاندې د دغه ټولمنلي ملي او حریت پسند شاعر د فکري او هنري هڅویوه ارزښتناکه بېلگه ده. دا اثر پخوا په چاپي بڼه خپور شوی او د ادب مینهوالو تر لاسونو رسېدلی و، خو د زمان له تېرېدو سره چاپي کتابونه کله ناکله له لاسرسي وځي او د لوستونکو نویو نسلونو ته یې رسېدل ستونزمن کېږي.
د همدې اړتیا له مخې د کتابونو دیجیتال کول یو ارزښتناک فرهنګي کار دی. د کتاب دیجیتال بڼه نه یوازې دا چې د اثر د ساتنې لاره هواروي، بلکې دا زمینه هم برابروي چې د لیکوال اثر او د شاعر کلام د زمان او مکان له محدودیتونوڅخه ووځي او د نړۍ په هر ګوټ کې د ادب مینهوال ترېګټه واخلي.
پدې ارزښتناک کار کې د ادب او فرهنگ د رښتین مینهوال او خدمتگار ښاغلي قاسم آسمایي او د پرچم د انتشاراتو هڅې د قدر او ستاینې وړ دي. ما د کتاب د یو مینهوال لوستونکي په توگه تل د ښاغلي آسمایي له دیجیتال کتابونو گټنه کړې ده او په څیړنیزو لیکنو کې مې دده له برکتهډېرو کمپیدا کتابونو ته لاسرسي پیداکړی ده. نو ځکهیې خپل دَین بولم چې کورودانی ورته ووایم او په دغه ارزښتناک کار کې ورته د حوصلې او بریا هیله وکړم.
ارواښاد ملنگجان په پښتو او پښتونوالې مئین هغه ملي شاعر دی، چې شعرونو یې د موسیقي په بدرگه د پښتنو په حجرو او دېرو کې د هېوادپالنې، خپلواکۍ غوښتنې او ملي یووالي د روحیې خوشبویه عطر پاشلې او لا پاشي به یې.
قاسم آسمایی د کتابونو د دیجیتال کولو په لړ کې، داځل د دغه پیاوړي شاعر د ادبي میراث د ساتنې لپاره هڅه کړې ده، څو د شاعر غږ او پیغام د وخت له دوړو خوندي پاتې شي او تر راتلونکو نسلونو ورسېږي. دا هڅهیوازېیو تخنیکي کار نه دی، بلکې د فرهنګي وجدان او ادبي مینېڅرګندونه ده.
هیله ده چې د دې کتاب دیجیتال بڼه به د شاعر د کلام د بیا لوستلو او پېژندلو لپاره نوې دروازې پرانیزي او د ادب مینهوال به ترې هغه خوند واخلي چې د اصیل شعر له لوستلو څخه ترلاسه کېږي.
محمدصفر خواریکښ
۲۰۲۶/۰۳/۱۳- کوپنهاگن