عبدالقیوم
سردارمحمدداؤدخان (۱۲۸۸ -۱۳۵۷) ه،ش.
اوومه اووروستې برخه:
دسردارمحمد داؤدخان کورنۍ چاه څنګه ووژل؟
واقیعتونه دواقیعتوپشان باید ثبت شي
دچاه دروازه مه وهه په نوک
چي ستا دروازه ونه وهل سي په سوک
۱-میراکبرخیبرترسوو؟ داوخان اوحکومت يې دترورستانوپلټنه ولي ونه کړل ، ځکه رئیس اوحکومت ته (دخلګو وژنه اوترور) څه اهمیت نه لاره ؟
۲- دخلق دموکراتیک ګوندپرحکومت حمله وکړل؟ ،که سردارداوخان پرخلقیانوحمله وکړل ؟ داواضح ده چي حمله دسردارداودخان لخوا شروع سول.نوستاسي توقع باید له هغه څخه چي حمله پرسوې وې ،تروسوي وې ، بندي سوي وې اودمرګ انتظارباسي باید څه وې؟ .
۳-دسیاسي احزابوصلح آمیزه مبارزې چا په قهربدلي کړې؟
دوستانو تاسي ته په احترام سره راځي نوي نسل ته رښتیا ووایو.نوردقوم، حزب،تنظم اویانورویشونوپراساس پیښي بل ډول دواقیعتونوخلاف تشریح نه کړو.دغه پورته دروسوالونوته جواب هرڅه روښانه کوي.
داول سوال جواب:میرعلي اکبرخیبر دنورو افغانانوپه شان یو افغان ؤ، تحصیل لرونکي ؤ، سیاسي شخصیت ؤ،افغاني تابعیت يې لرئ. سردار محمد داؤدخان اودهغه نظام دافغانستان دټولواتباعودآمنیت ساتلومسؤل نه ؤ.نوهغه چي ویلې (ما خدمت ګار مردم هستم) رښتیا يې ویل؟ هغه چي لوړه (قسم) يې کاوه هغه يې هیرکړل ؟دسردارمحمدداؤدخان دکوره اوریاست جمهوري څخه یوکیلومتر لیري په رڼا ورځ په حکومتي موټر کي سپوروور پر میر اکبر خیبر باندي ډزي وکړي اومیراکبر خیبر يې شهید کړي.همداسي وسول.
نوسردارداودخان ته پکارداوه چي خپله اودخپلي ( نقیصه ، نه کاراو غفلت) يې منلې وايې اودحل لاره يې پیداکړي وايې لکه دجهان نوررئیس جمهوران چي يې کوي. دخپل ځان اوحکومت په نماینده ګي يې دغه ترورغندلي،تروریستان يې نیولي ،اویايې وزیرداخله اواستخباراتي مسؤلینوته دامنیت دنه ساتلواوترورستانو دنه کشف دامله سختي جزاګاني ورکړي وايې اوکه يې داهم نسواي کولاي نو شرافتمدانه يې خپله استعفأ کړي وايې .په عوض ددې چي د (ح،د،خ،ا) درهبری پرغړويې حمله کول .داورستي بدبختي دده اودسره دملګرو دنامعقول تصمیم اوعمل نتیجه ده. دسردار محمد داودشعار(تصمیم دبری لمړۍ شرط دئ ) داښه شعارؤ مګر ده بي وخته اوبیځایه کار ځیني واخیستې.اوخورازیاتي نوري خبري.
۲- سوال جواب:دخلق ددموکراتیک ګوند مشران ،داؤخان ترور،بندیان اوورته دمرګ ترتیبات نیول ښه دا به نه څیړو چي جُرم يې څه ؤ.ځکه خبره معلومه وه (دزیاتوخلګو اشتراک دجنازې په مراسموکي، دقبر پرسر خبري،حکومت ګوته څنډنه ). چي دا هروخت دانسانانو(خدای«ج» ورکړې حق دئ. داخبره ډیردغوروړده چي سرادار داوخان خوخپل خوروښ اوخرخښه د(ح،د،ک،خ) په بندي کولواوورسته وژلوکښل.مګر
خلقیانو باید څه کړي وای؟آیا خپل مړئ يې نه وايې ښخ کړي ؟په جنازه کي دډیر خلګو اشتراک کوم ناروام کارؤ؟که یوشمیر دوستان جواب وايې چي دقانون دمخي ډیر خلګورا ټولیدل اوبیا پر حکومت انتیقاددقانون خلاف ورزي وه.نودافغانستان داتباعو دسر دساتني مسؤلیت بیا په قانون کي دچاه وظیفه ؤ؟ په هرصورت(خلقیانو) وسردار داودخان ته اجازه ورنه ورکړل چي دوی ووژني؟نو خلقیانوته دغه دوې لاري پاته وې (دمرګ قبلول یادځان خلاصول)که ساده دوستان ووائې چي پری ایښي به ئې وای ټول دسردار لخواوژل سوي وای. نوداسي خلګوته بیاد هوښیار لیوني نوم ورکړل سي.ته چوکي دخلګو دپاره نه پریږدي اوبل ته وايې ته تر خپل سره (ژوند)زما دچوکي دپاره تیر سه . پرڅه؟ اودی څوک ؤ؟ چي خلګ نسي او وژني ،د ه ته دا حق له کومه راغلۍ وو.نوزه هغو ته وا یم هغه انسانان چي دې کورنې مړه کړل اووخوړل تاسي .... دهغو وژل سوواود هغوی له پاته کورنیو سره چي دې ظالمي کورنۍ ووژل څه همدردئ وښول؟ هرڅوک دژوند کولو حق لري ، هیڅوک دچا څخه دژوند اخیستلو حق نه لري ،هیڅوک ځان مرګ ته نه ورکوي، هم نکړي. زوریوزوردئ ،په کوم قانون (الهۍ اوبشرې) کي څوک ښولاي سې چي ته ئې داستعمال حق لري اوزه ئې نه ،ولې ؟.(دزور جواب خپله زور دئ).بل په رضا مرګ ته تسلیميدل خو ځان وژنه ده. اوځا ن وژنه ( انتحار) دي چي په اسلام کي انتحارناروا عمل بلل سویدئ،او دانتحا ري ځای ابدي دوزخ دئ. هرڅوک چي تا وژنی ،خدای(ج) اورسول (ص)تاسي نه یاست دهغه له مرګه منع کړي. چي زوردي رسي باېد هغه ترځان مخته کړې. په هرصورت ښاغلې صدیق الله روهي دخپل اثر(ادبې څیړنې ) په ۳۶۵ صفحه کي داسي لیکې:((د۱۳۵۲کال په چنګاښ کي دمحمد داوددکودتا له امله دسلطنتي نظام شکل بدل سواو دجمهورریت نوم ورکړل سو)). لږوروسته په بله صفحه کي ((....په دې دوره کي دمطبوعاتي سخت سانسوراواختیناق له امله مجلې تیوریکي موضوعات نه شوه خبرولی)). نوراسې ګزپرکښیږدئ چي، سردارکبیرسراج دداؤدخان دکړڼو ،ځان غوښتني په باب داسي یولنډ بیان کوي. داسي لیکي:تقریباُ څلورنیم کاله دداؤدخان دجمهوریت تیرسوي وه.چي دفعتاً مو درادیو دنشراتو له لاري دعبدالا له دتقرر(دریس جمهور دمرستیال) په حیث واورېدل.ددې خبرترنشروروسته دستي سردار سلطان محمود غازي چي رئیس دتوریزم اوهوائې و خپله استیعفأ په لیکلۍ اورسمي ټوګه دادوخان ته واستول.سمدستي سردار محمدنعیم خان (دداؤدخان ورور) دخپل کور سامانونه دطرابازخان په څلور لاري کي په یودوکان کي دخرڅلاو لپاره کيښول.کله چي داخبر وداؤدخان ته ورسيدئ، ژرئې خپل وروراو خپل زامن کورته وغوښتل.دلته محمدنعیم خان وداؤدخان ته وويل تراوسه مااوتا تصميمونه په ګډه نیول، خوداوروستی تصميم دي زما له مشورې به غیر نیولی دئ ،یعني(دعبدالا )مقرري.په دې منظور مي تصیم ونیوې چي له خپلو وریرو سره یوځای افغانستان ترک کړم.ورسته تر ګیلو او ګذارو فیصله پردې سول چي دوی په کابل کي پاته سي.خوپدغه شپه ويس دداؤدخان نازولي زوی پرخپل پلار انتیقاد وکئ ورته وئې ويل:پلار جانه! تا ډېرعمرژوند وکړئ،نایب الحکمه، وزیر، صدراعظم اوبلآخیره رئیس جمهور سوې.لاکين موږ بیچاره ګانو چي تازه مکتب خلاص کړېدئ،او اولادونه هم لرو غواړوژوند وکړو، موږته هم اجازه راکړه چي خارج ته ولاړسو،ستاڅخه پيسې نه غواړو. خپله زحمت کاږو خپل ژوند مخته وړو.داؤدخان ډېر په قهر سوآمر ئې وکړې چي دکورنۍ ټول غړي به په هفته کي یوځل دجمعې په شپه زماپه کورکي راټوليږي.خو دانتقاد اوپرسياسي موضوعاتو دبحث حق څوک نلري.(دیکتاتور نولکۍ لري په کورکي هم دیکتاتورسو) ويس دپلار ددې ډول خبروڅخه ډېر خفه وو،تردې بحث ورسته ئې وويل :چي زه اوته (ویس اوکبیر سراج)باېد ژر ژر سره ووينو ځکه زماعمرډېرلنډ دئ.ويس زما ملګري وما ته دغه جریان ووایه.ما تعجب وکړې اوورته ومي ويل ستا پلار دمملکت رئیس جمهوردئ،په دې قدرت چي لري ئې څوک هغه اودهغه کورنۍ دمنځه وړلای سي؟پلاردي سمبال پوځ لري اويوتعداد ځوانان پر راګرځيدلي دئ،حکومت پر وضعه مسلط دئ.ويس دخندا په ډول وويل!دپلار ټول دوستان مي دهغه دښمنان دي،پلارمي یو دواوري زمری دئ چي له دننه څخه ويلې سوې دئ.او علاوه ئې کړل چي پلار مي هرځل وائې چي زه وړونکې یم،خوکه وړونکي نه سم هیڅ یو زما دفاميل دي دا آرزو نه کوي چي ژوندی به پاته سي.اوکه پاته سي ډېري پستۍ اوخوارۍ به ويني. لیکونکې:(سردار محمد داؤدخان ته خپلي کړني اوجفأوي دولس سره ښه معلومي وې،اوځان يې دولس په هنداره کي ډیر بدرنګ لیدی،دولس دقهره بیریدی ،چي خپلي کورنۍ ته وايې«هیڅ یو زما دفامیل دي داآرزونه کوي چي ژوندئ به پاته سي،او که پاته سي ډیري پستۍ اوخوارۍ به ویني» ځان خوڅه چي کورنۍ يې هم پدي باوري کړي وه چي دپاچهۍ تر چپه کیدوورسته زموږدکورنۍ دظالمانه اعمالو په خاطرتاسي ته نور په دې هیواد اوخلګو کي ځای نسته ،دسردارکبیر سراج اوویس دخبروڅخه سړی پوهیدای سي چي سردارمحمد داودخان دخپلۍ شاهي کورنۍ په منځ کي پر دې پلان خبري کړي وي،چي څوک اوپه کوم شمیر خلګ نسي او په څه شمیروژني ، اودناکامۍ په صورت کي ئې دخپلۍ کورنۍ دوژلو اودمنځه وړلو خبره هم په کورنۍ په دیکتاتورانه شکل منلۍ وه.ځکه ویس ځوان او ترپلارهوښیارؤ ددې خطر ناکي لوبي په انجام اوحتمي ناکامې پوهیدئ، اودخپل پلار ناکامي ئې احساس کول .خوسردار داودخان دخپلو اولادو نظرته هم اهمیت نه ورکاوه ،ځکه ویس و سردارکبیرسراج ته وائې چي «زما ژوند ډیر لنډ دئ». ولي یو زمامدار داسي فکر کوي چي تر ده وروسته به دده دکورنۍ سره دولس لخوا داسي بد چلند کیږي ،که زمامدار په خپله زمامداري کي دولس سر،مال اونامؤس ته په درنه سترګه کتلي وي،اوخلګوته يې خدمت کړي وي بیا نو ولي دولسه دونه نا آمیده سي ،چي تر ناکامیدووروسته به يې دکورنۍ سره ناوړه چلند کیږي؟.داخبره وخپلي کورنۍ ته دثور تر پاڅون څخه دوي میاشتي مخکي کوي).سردار کبیر سراج لیکۍ: دپنجشنبې ورځ چي دکمونیستي کودتاه ورځ وه.ما دامريکا له سفیر سره د(تینس) مسابقه له لرل. نظام الدین غازي چي زما نژدې ملګري و هميشه مويوځای دتینس لو به سره کول.هغه ماته تلیفون وکړي چي نن کورته درځم دغرمي ډوډي درسره خورم له هغه ځایه به دتینس دلوبې لپاره دامريکا سفارت ته ولاړ سو.ما پر (۱۲) بجو کورته ځان راورساوه ،او نظام الدین غاري ته انتظار باسم.دادئ دداؤدخان له کوره تلیفون راغلي چي کریم خان (پیاده،ملازم یا چپراسي) راته وويل رهبر آمر کوي چي نظام الدین غازي عاجل ارګ ته راواستووه.ما په جواب کي ورته وويل چي نظام الدین غازي تر اوسه زماکورته نه دئ رارسيدلۍ.ماته ئې ويلي وه چي پر پښو درځم، شا ید په لاره کي وي.موتر پسي واستوې ،لاکين زما انتظار ترنن ورځي بې ګټي دئ .داسي معلومه سول چي دداؤدخان موتر نظام الدین دلاري وړې وي. نظام الدین غازي دداؤدخان دکاکا زوی اوزوم وو. په آئېنه افغان مجله کي دابیان واضح راغلېدئ.سره له ډېرو لیکنو،شننو،د ښاغلې سیاسنګ صاحب دتحقیقاتواوکوښښونواودښاغلې سیستاني صاحب دزحمتونو بیا هم واقیعات لا بل ډول دي. دوي ته په احترام، دداودخان دوژولو اودهغ دکورنۍ دوژل کیدو بیان پوهاند ډا کتر محمدحسن کاکړ په خپل اثر (دثورکودتا اودهغي ژوري پایلې) چي په ۲۰۱۰م کال یا ۱۳۸۹هجري کي له چاپه راوتې دئ په ۷۵صفحه کې دداودخان اودهغه دکورنۍ دوژولوداستان خلاف دټولو دادعاګانوبیا هم داسی راوړي: (دیوه بل راوي په حواله ،چي نه غواړي نوم ئې واخستل شې ،ښځي اوماشومان په اصلي کوټه کې اونارینه دناستئ یا په کوټه یا هال کې وو.پریکړشوېوه ،چي هیڅوک به ژوندی نه تسلي مېږي .ددغې فیصلې له مخې ویس دمحمد داود زوی دسهار په مهال دښځو کوټې ته ننوت،په کلاشنکوف سره ئې اول په خپلي ښځي،بیا په خپلو ماشومانو اومور اونورو ډزې وکړې او په آخر کې ئې خپل ځان وواژه .شنکۍ ،دمحمد داودلور هم ځان په خپله وواژه . .....غوث الدین فایق هم دغي تراجیدئ ته په لنډ ډول دغسي اشاره کړې ده.) لیکونکې: داتصميم چاه نیولۍ وو؟ دا ښځي اوماشومان چاووژل؟.او داچي کاکړ صاحب دراوې نوم نه اخلې حتمي نژدې کس داخبره کړیده ، دسردارکبیر جان ،خبره ،خپله داودخان دزوی ویس جان خبره دغوث الدین فائق خبره پس واضح اورښتیا ته ورته ماته ښکاري.
خلګ دي نوهرډول چي ئې بیانوي دهغو خپل کاردئ .دنوردوژلوڅخه دي کورنۍ خوند اخستی.نه پراټولو، نه هم ئې دکورنۍ غړو،اونه هم ئې کاسه پاکودااحساس درلودې چي یوه ورځ ورته ووائې ولې خلګ وژنی. اوس ئې تاسي ګورې چي کله ناکله په تلویزونو،محفلو او کنفرانسوکي دتیرو مستبدو کورنیو غړي راښکاره سي .دداؤد خان پر مړینه اوښکي تويوې. سوال دادئ چي له دوی څخه باېد وپوښتل سي چي ولې مودهغو کورینو سره یوه لحظ غم شریکي ونه کړل چي داؤداخان ووژل. ولې مودکلاه زمانخان په څاکي یوځاي د(۵۰۰) سوو انسانو پر وژنه یوه ورځ خفګان ښکاره نه کړي ؟ اونه مويې په لیکنو کي یادکړل.ولي میوند وال ترسر دار داؤدخان څه کمی لاره چي ده وواژه ،تاسي ولي غوږونه کاڼه واچول ؟.نیازي ،حبیب الرحمن مور اوپلار نه لرل اوکه به پخفه نه وه چا فاتحه ورکړل؟بلکي په سلهاونور ،آیا داشهیدان افغانان نه وه اوکه ده ندي وژلي؟ انسانيت،شرافت ،بشردوستي ،اخلاق،مسلمانې اوافغانیت همداسي وي.لکه تاسي چي وایاست یا لیکې .راسي وګوروچي ددې (۲۵۰) کلنو ظا لمانه حکومتوشتون ولس ته کوم خیرورسيدلۍ،اوڅه مثبت تغیر دولس په ژوندکي راغی.داټول تیر سوي حکومتونه په نوم دپښتنو،( خو په واقیعت اوعمل کي دافغانستان دبیچاره ملت دښمنان اوټول پردې وه) یوازي ئې خپل ځان اوخپلي کورنۍ ته نارواشته جمعه کول. دهغه وخت دحالاتو برابرئې دخپلو کورنیو ټولوته ته دعیاشي ،بد اخلاقي اوساتیري امکانات برابره ول.ټولي کړنې ئې داسلام ،بشريت او افغانیت خلاف وي.ددوی ټول اولادونه نظر په شریعت اوقرآن سره څه بلل کيداسي. ځکه په حرامه نفقه،دولس په وينو اودبیت المال څخه په غلا سوپیسو لوی سوي ،تغد یه سوي اولاتغذیه کیږي. اولادونه اوپاته شونې ئې بیا دخپلو زیاتوشتولرلو لپاره دا دلیل راوړي دامو دپلاره را پاته میراث دئ.کله چي دتیرو شاه هانو،اميرانواو واکدارانو کړوته په ښه ډول وکتل سي ،نو زه په دې عقیده سم چي د(۱۳۵۷) هجري شمسي کال دثور دمیاشتې پر (۷) نیټه دنظامي خلقي افسرانو قاطع عمل او دهغوکړنې د داؤدخان او دداؤدخانه ديارانو په وړانه دي یودمجبوریت،دمرګ اوژوند دلاري په انتیخاب سره درست لاره ونیول اومعقول عمل وو. اوس ټول خلګ پرحقدي چي وائې :(پښتنوشاه هانوافغانستان ته بیله خیا نته بل څه نه دي کړي). زموږ یوشميرسرټنبه ګان بې ځایه شله ګي کوي چي کله دیوه اوکله دبل پاچا پرمرداریو خاوري اچوي. که چيري زموږ دهیواد له تاریخه دميرويس خان ،احمد خان اوامان الله خان نومونه دیوي دقیقي لپار لیري کړو ،بیا به نو څه کوو.نه پوهيږم ولی زموږ ډېروطنوال دافغانستان دنه پرمخ تلواونه ترقی مسؤلیت یوازي پرخارجی مداخله ګرو وراچوي. اوشاهانوته،اميرانو اوواکدارانوته برأت ورکوي.وګورې همسایه هیوادونه هلته خارجی مداخلی،هند،پاکستان،ایران، تاجکيستان،ا زبکيستان، اوټول نور.دکوم هیواد سره سيال یو. اوکوم هیوا د پیژنو چي دخارجي اشغالګرو څخه دي په آمن کي پاته سوئ وي .مګر مشران ئې لرل ، چي خپل هیواد پر ګران وو.دخارجی مداخله ګرو په وړانه دي جنګیدل خپل هیواد ئې هم جوړاوه.آیا تیرشاه هان،اميران اوواکداران رښیتا پښتانه وه؟ پښتون: پښتوخبري کوي،پښتولیکل کوي،پښتون پښتو لوستلای سي،خپلي مورنی ژبی پښتوته کارکوئ. چي دا چاري سرته ورسوي نوپښتون بلل کيداسي. د«کلیله اودمنه »په پښتو ژبه د ډاکترصالح محمد«زیری» ژباړي په ۱۴۶ صفحه کي داسي لیکل سويدئ: «ترټولوهوښیارخلګ هغه دې ترڅوچی مجبورنه سي له جګړې ډډه کوي. ځکه په جګړه کي دانسان تن او ارواتبا کیږي په نوروحالاتوکي شته اومال لګیږي».داودخان اوکورنۍ يې همیشه هرڅوک چي تر پام بد راتلل دخپل دولتي ماشین په زور،نیول اووژل،داچي داځل پر بلأ واوښتي دا دده ،دده دمشاورینواوکورنۍ بې عقلې وه.
نوټ:-ګرانو لوستوکوپه ډېرمعذرت سره چي دا ترخه څه یا دوم ،اوددې سره داخبره پر ایضافه کوم چي زموږ ناروا تیرو حکومتو نودټول افغان ملت سره جفأوي کړي دي. خودپښتنو سره ایراني اشغالکر، سکندر، تیمور، چنګیزاوخپلو بد بختوواکداروجفأوي کړیدي .پښتانه يې دونه (کمزوري،بې سواده ،بې علمه ټوټه ټوټه اوخوار وساتلې وه ) چي دادئ اوس مو( پنجابی) چنګوښي خوري. په نوم پښتنو واکدارو(داحمد شاه بابا داولادوڅخه راشروع بیا دسردار پایند اوسرداریحی پوري) پر نورو جفأ و ورزیات دهغوی دژبي (پښتو)په مقابل کي ظلم کړي دئ. هغه داچي پشتو ژبه ئې په ۲۵۰کالوپخوا څخه را شروع تر داودخان پوري .دژوند په ټولو چاروخصوصاً په دربار (حکومت )ورته په سپکه کتل سويدي ،یوازي دامان الله خان دحکومت پر وخت دپښتو نوم یادسو وخوپه عمل کي دسردارمحمد داودخان تر چپه کیدوپوري دپښتو ژبي سره جفأ کیدل اولاداي کیږي. نه دلیکلو،نه دروا جولو،نه دښودلو،نه دزده کړي سره ئې دیوه مینه وه حتی همیشه ئې ورته په بد نظر کتلې دي. پای.
ومن الله توفق
یارزنده صحبت باقی
++++++++++++++++++++++++++++++++
شپږمه برخه:
( بې ګودره ګډیدل دځان غرق کیدل )
خلق اوپرچم دواړو په خاص ډول (خلقیانو)که څه چي له داودخان سره په حاکميت کي ورسره شریک نه وه،مګربیا ئې هم د سردارداوخان سلطنت (جمهوریت) ترشا هي نظام ښه بلۍ.دسردارمحمد داؤد خان دحکومت دپالیسی مخالیف عمل ئې نه کاوه. مګرداچي د سردارمحمد داودخان نه کورنی اودباندنی استوراوروښانه سیاست لاره،اودجهاني لویو قدرتونود اهدافواو سیا ستونو تر منځ ئې ځان لیونی ،لیونی کاوه ،دلویوقدرتونو سره دمناسباتو په توازون ساتلو نه پوهیدی. کله به دیوه په ښه ږغ وبل ته غړمبې دی اوکله معکوس .داځل دشوروي دمخالف لوري په لږتبسم پر بل مخ سو ،هغه ؤچي سردارمحمد داودخان هرات ته یونه ترمخه پلان سوې په عجله سفروکړې.دلته ؤ چي سردارمحمد داؤد سخته لویه اشباه وکړل ،دامریکا دحکومت نظرخو دشاهي کورنۍ په باب د ډیر پخواڅخه روښانه ؤ.هغه داسي:(( په ۱۳۳۴ه،ش کال کي دامریکا دجمور رئیس مرستیال «نیکسن» افغانستان ته په رسمي سفر راغلې.تر لیدنواو ملاقاتونووروسته کله چي بیرته ځي دمطبوعاتي کنفراس پر وخت دخپل نماینده په خوله دافغانستان په هکله چي واضح مطلب ئې شاهي کورنۍ وه ، خپل نظر داسي بیان کړی:«په افغانستان کي نوردپرمختګ استعداد نسته» امریکا د«نیکسن» ترسفروروسته دافغانستانه لاس پرسرسو.امر یکا دا شاهي کورنۍ ښه وپیژندل ،چي سر دارمحمدداود هم ددې کورنۍ بدنه وه )). په هرات کي داودخان دلمړۍ ځل لپاره خوله خلاصه کړل په خپلوخبروکي ئې دا سي وویل:«هغه واریداتي عقاید چي نوي وطن ته را وړل سوېدي هغه باېد لیرواچول سي......»چي واضح مطلب ئې دوخت شوروې اتحاد او دایران دواړو ته په نژدې سرحدي ښار (هرات)کي دهغوی په غوږنوکي د یوه آزان کول وه،پدي نه پوهیدي چي آزان خپل یومعین وخت غواړي ،بې وخت آزان دسړي سرخوري. زموږ په کلیوکي به خلګو ویل :(چرګ چي بې وخت آزان وکړي اوچرګه چي هروخت آزان وکړي باید حلال سي) دسردار دغه اعلان شوروي ته دګوتې څنډني معنی لرل، اودایران دولت چي هغه وخت ئې په منطقه کي دامریکا دګټو ساتنه کول ،دهغه پام خپل لوری ته د راګرزوني. اودکور دننه(خلقیانو،پرچمیانو او مذهبي بنسټ پا لو) ته هم سیده اخطارؤ. سمد ستي دپرچم څخه دځان اوحکومت خلاصون وو. لمړی ئې دپرچم دډلۍ لوړرتبه کسان کوم چي دسردار سره په دولت کي وه لکه: جیلانې باختري، نظرمحمد سکندر، نعمت الله پژواک، له وظیفو لیري کړل. فیض محمد ئې له وزات داخله څخه دسر حداتو وزارت ته تبدیل کړې،سعید افغانې ئې له وظیفي لیري کړې، پاچاګل وفادار ئې سفیر کړې،عبدالحميد محتاط ئې سفیر کړې.خوپرسردارمحمد داود خان بیچاره ډېرناوخته سوي وو.په۱۳۵۵ هجري کال کي ددلوی دمیاشتې پر ۲۵ تاریخ یعني دسردار محمد داودخان دحاکمیت له درې نیمو کلونو وروسته ئې یوه ساختګي اونمایشي لو ډرامه (لویه چرګه) دخپلو حکومتي او استیخباراتي شبکو پر لاس چوڼولي دخپلي خوښی خلګ او یومعین شمير باوری لوړ رتبه دولتي مامورین دکابل پولیتخنیک په لیله کي تر سخت امنیتي کنترول لا ندي سره کښینول.دجرګي دټولو غړو تماس او ارتباط ددباندي سره قطعه وو. قانون درې ورځي دجرګي تر پراستلو مخکي په اخبار کي نشر سو. عجب عدالت، عجب قضاوت ،عجب حکومت،دهیواد داساسي قانون دولس دمطالعي اونظر ورکولو لپاره درې ورځي وخت هغه هم په افغانستان غوندي هیواد کي؟ نوټ: (( آیاسته داسي شخص چي ووايې ما یاموږ داساسي قانون دموادوپه هکله خپل نظر اویا وړاندیز دولت ته ورکړي ؟ بیله هغو چي ورسره شریک وه. اودولت زموږ خبري ته غوږ ونیوي ؟ آیا هرڅه درست وه ؟ په داسي جرګو کي دولس هیڅ نقش اورول نه وي.ټولي معاملې داوس په شان په درواغو پر مخ وړه کیدې )).هغه هم په لمړ ی ورځ تر غرمي ورسته اخبار په بازارکي ولیدل سو.شمارې ئې هم محدوددي وي.باور نه لرم چي حتی دلوی جرګي سم نیمائې غړو قانون اساسي لیدلۍ وو،اولوستلۍ خوشلو فیصدو دجرګي غړو هم نه وو. ځکه دلوی جرګي (۳۰٪) غړو سواد نه لاره .په قانون کي دمطبوعاتو آزادي مطلق نفي کړل سوې وه. ددروګونو قواو تفقیق پکښي سم نسوای کیدای.(یو حزبې سیستم چي هغه هم د سردارداود خان حزب به وي هغه سیا سي اوسیاسي فعالیت کولاې سي) .څونه دغه پریکړ دیوه دولتي حزب دبشري اوالهي قوانینو سره برابره وه ؟دهیڅ ګډون وال وجدان ددي مادې پر تائید ونه لړزیدئ ،ولي؟بل یو کاندید دجمهوریت دچوکۍ دپار،بله مور نه وه لنګه سوی، سردارمحمدداودخان ؤ اوبس. کله چي سردار داودخان دفرمایشي جرګې والو لخوونصب سو ،نو سردارداودخان دجرګي غړو ته وویل زه دغه د جمهوري ریاست مسؤلیت هغه وخت قبلوم چي تاسي زما .......دلته په مجلس کي یوشمیر ناستو... ډوډي خوروخلګو خبروته سردار پرې نښود ټولو نارې کړې ستا هر شرط منوصاحبه.خبره خلاصه سول،دامعلومه نه سوال چي سردارڅه ویل غوښتل. ډیرژرسردارداؤدخان دجزأقانون نافذ کړئ ټول سياسي فعا لیتونه ئې غیري قانوني وبلل. هرڅه ئې دخپلۍ شاهي کورنۍ او پلار ميراث بلۍ . سره ددي ټولو کمبودیو اونمګړتیا وو،بیاهم دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دداؤدخان حکومت نسبت دظاهر خان پاچهۍ ته یومترقي حکومت بلۍ ،هیڅ وخت ئې دداؤدخان دحکومت مخالف عمل نه کاوه اونه دي کړی. په فوځ اوردوکي دنظامي سازمان جوړېدل دخلق ددموکراتیک حزب لخوا څخه عیني اوفوري کارنه ؤ. بلکي دسردار محمد داودخان تر حاکمیت مخکي خبره ده.خو دسردارمحمد داودخان دحکومت په لیونې مرحله کي دغه دخلق ددموکراتیک حزب د (نظامي کمیټۍ ) درهبرې اوتنظم کارهغه وخت حفیظالله «امین» وسپارل سوو، چي خلقي رهبرۍ ته ثابت سول نورسردار داؤدخان ټول مترقي شخصیتونه اومترقي سازمانونه یو په بل پسي دمنځه وړي اوغواړي وطن دمړوخالي کړي ښه داموضوع بلې خواته ځي راځم خپلې خبري ته. په هیواد کي ډېروهغو راست روګرو ګروپونواو نورو چي دپاکستان د(آی،اس،آي) مستقیم ملا تړورسره ووډېر ځل دهیواد په ډېرو برخو کي دبغاوتو نو په نوم ښو رښو نه وګړل. او دنظامي بد لونونو(کودتا) ګانو عملو نه خپله دسردارحکومت اعلانول اوخلګ ئې نیول اووژل . نو دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوندهم دځان څخه ددفاع په منظوردنورو سازمانو په شان خپل نظامي سازمان ته ډیره توجوو کړل. داؤدخان رښتیا هم یو شميردهم دې حزب(خلق) اعضأ (غړي) بیله دې چي کوم عمل دي ئې کړی وي له وظیفولیری اوبندي کړل اوپه قصدي توګه ئې تلاښ کاوه چي دافغانستا ن دخلق دموکراتیک حزب تحریک کړي چي کوم عکسل العمل وښئي ،څو سردارداودته بهانه پلاس ورسي ددوي دوهلو.بل اړخ دسردارمحمد داود خان په حکومت کي دننه پټ شوروي جاسوسانو چي شمیر ئې کم نه ؤهم، دیوه طرفه داود خان تحریک او تشويق کاوه چي دخلق پر دموکراتیک ګوند او دهغوی پر اعضأوو فشار راوړي ، دوظیفو ئې لیري اوبندیان ئې کړي. جاسوسانو دخلق دحزب رهبري ته په ټنګار ويل کره معلومات لري چي سردارمحمد داودخان تصميم نیولې دئ تاسي ټول(خلقیان اوپرچمیان) له منځه یوسي. نودخلاصون لاره موداده چي بیرته دواړه سره یو ځای سي .څو یو قوت سي ،او محمدداودخان ونه کو لاې سي تاسي له منځه یوسي. خلقي رهبرې داسي فکرکاوه چي شورو يان خوزموږپه خیر خبره کوي ،اوبل خواته په عمل کي ئې دسردار داود خان کړني ئې لیدلې .نو دحکومت له ويري دشورو ي دعلاقې او دفشار له مخي ووچي ددې دوحزبو نويوځای والی ته (خلقي) رهبري زړه ښه کړي. دپرچمي رهبرې په منځ کي په خاص ډول(ببرک کارمل) دشورو ي په مستقیم هدایت ، دیووالي ،اصلاً ( توطیی) سره مینه وال وو. ( ځکه زه داوحدت توطیه بولم چي یوي خواته دپردوتر فشاراوبل اصول او نورمونه پکښي مراعات نه سول ،صداقت موجود نه ؤ، که څه چي دحزب ځوان غړي چي داصلي خبري خبر نه وه،هغه وحدت ته خوشحال وه.مګرپه څه پوهه اولوړحزبیان اکثریت غړوذهنیت وحدت ته تیارنه وو. ،بل ددواړوطرفوپه رهبري کي وه اشخاص چي دوحدت لپاره پوره صداق نه وه.بلکل دایوجبري عمل ؤ، دشورویانو اوامریکا یانودواړو غوښتنه وه،نه خپله ددواړوحزبونوداعضأ و ،چي دادوه حزبونه شکلن سره متحد سول .شورویانوخپلو اهد افوته دنژدې کیدولاره ددغه دوګو ندونوپه یووالې کي پلټلی اوامریکا یانو دتشنج دګرم والي چي شورویان پکښي راګیراووسوځي اونور....).دخلق دحزب مشر(نورمحمد تره کي) دشوروي دسفارت لخوا ترفشارلا ندي راغلۍ. اورښتیا خوداوهم وه چي دشوروي سره تماس هغه وخت دواړواړخونو افتخار اوامتیازهم بلې.یو خوجهاني حالات داسي وه،بل زموږ،افغانانواو دهغه وخت دمشرانونه تجریبه ،دسياست په هکله ،( البته دجهان دسیاستوالو په نسبت، نه په دافغانستان کي دافغاني سیاسیونو په پرتله کمه یالږ ). ښه ددې خبرو څیړل څه ډیر وخت غواړي ،اوموږ دموضوع لیري کوي . نوددې کمي تجریبې مسؤلئیت هم دکلو فاسدو حکومتو اوپه خاصه توګه دنادر،ظاهراوخپله داودخان پرغاړه ورلویږ ي ، ځکه ایضافه تر(۵۰) کاله زموږ ولس دعلم،پوهي ،سیاست اوخبرو څخه بې خبره ساتلې وو، ددغي کورنۍ سلطنت،غفلط اودنه کار نتیجه وه. ددي جهاني لوبي په انجام نه داچي خلقیان نه پوهیدل بلکي خپله سردارداودخان دهغه ټوله کابینه،استخبارات پولیس هم نه پوهیدل .ولې که پوهیدلای داودخان به ئې دعواقیبوخبر کړي وای .باور ولري کم وخت چي موږ ځوانان وودداسي چا سره به مخامخ سو ،چي هغه په شوروي کي زده کړي کړي وي ،موږ ته به ئې دخپلو سترګو لیدني، دشوروي دټولني ،ژوند،پرمختګ، قیصۍ کولۍ ، موږ څه نه اوریدلي وه اونه مو لیدلې وه ،ټولې خبري راته عجائیبې وې. ځکه دمطالعي اومعلوماتو لپارهم دې شهزاده ګانوپرموږ ټولي لاري تړلي وې. برق، کتاب، اخبار، رادیو اوتلویزون مونه لرل اونه پريژندل. ((دایوه خبره به دځوانان دپاره ولیکم :تاسي به فکر کوي چي په افغانستان یونظام ؤ،هلته نظم ؤ،هلته انسانیت ؤ،هلته علمه او پوهه وه.نه بابا هیڅ هم نه وه. دمثال په توګه ولایات ،ولسوالې اوکلي هلته پریږدئ.په کابل کي دشاهي ارګ دشمالي دیوال سیوري ته هر لاروي( بولي) حتی لوي اودس ماته هم ماتاوه . دښار ټولي کوڅي دانسانو په مردارې لړلې وې. په ټول کابل ښار اودافغانستان په ټولو لوي اوکوچنیو ښا روکي همدغه حالت ؤ. دخلګو داستفادي دپاره په هیواد (یو) تشناب هیڅ حکومت جوړ نه کړي . پوهیږي چي نارینه خو خیرپه کوڅوکي خپل رفع حاجت کاوه مګر دا ښځو بیچاره ګانو به څه کول؟.علاوه پرنوربیهده بدبختیو....)) شوروي اوکارمل دواړو غوښتل دداوخان ځای ناستئ باېد کار مل سي. مګر کولاې ئې نسوای چي دداودخا ن پاچهي ړنګه کړي .رښتیا دخلق دموکراتیک جریان ئې دلاري اصلي خنډ و. ځکه دافغانستان په ملي اوردوکي دخلق ددموکراتیک ګوند غړي هغه یوازني افسران وه چي دسردارمحمد داودخان سلطنت ئې ساتي. متاسیفانه داودخان سیاسي پوهه څه چي سم سواد هم نه لاره او ددرک سطحه ئې کمزورۍ وه ، په کابینه اومشاورینوکي ئې دفاسدو اوجاسوسو اشخاصو تله درنه وه. نو هغه وو چي شورویانودخپل پلان دسرته رسولو لپاره څه اوږده لارونیول. لمړی ددوحزبو(خلق اوپرچم) وحدت، بیا دداوخان او حزب تر منځ د ټکر خبره.دشوروي اوکارمل هدف داوچي په لمړی قدم کي دپرچم دننه دکارمل سرسخت دښمن اوسیال(مير اکبر خیبر) تروکړې. څو دهغه له شتونه ځای بیغم کړي اوبیا دجوشه ډک جنازه دکارمل په ټنګار او غوښتنه .کارمل دمکر اوښکي تويوي ،د نورمحمدتره کي څخه جدی غوښتنه کوي چي دجنازي پرسره باېد دی هم دحزب دعمومي منشي په حیث بیانیه ورکړي.حال داچي نورمحمد تره کي تر دغه دمخه هیڅ کله هم په مظاهرو اومیټنګونو کي د ستيج پرسرخبري نه کولې. کارمل صاحب ،شوروي استخباراتي شبکو اوسردار داودخان په ګډه او مشترک پلان لاره چي دالوبه د(سیاسیونوپه خاصه توګه دخلقیانو) په له منځه وړوکي به بریالي سي. بل اړخ ته دامریکا سفارت او سردار داودخان ځانګړې پلان پرمخ وړي . شورویانواوامریکایانودواړو په داودخان باندي خلقي رهبري نسي او تصمیم دی چي مړه ئې کړي . (چکونه ما به بیمار وایروس(ای) (هجوم به افغانستان) مبتلا میګردیدیم). داسي راوړیدي :(د۱۹۷۸م کال داپریل دمیاشتي پر(۲۴) تاریخ یوه ورځ دمخه دافغانستان دخلق ددموکراتیک حزب درهبری دغړوتر ګیرفتارې دمخه دمتحده ایالاتو لوی سفیر«ریچارد ایلیوت» چي دکار موده يې پای ته رسیدلی وه ،دسردار محمد داودخان (ریس جمهور) څخه دخدای په امانې ملاقات وکی. دکتاب مؤلف لیکي:څوورځي وروسته ورئیس جمهورته نژدي حلقوراپور راکړي ،چي دامریکا سفیر«ریچاردایلیوت» کوم چي دتشنوج دکمولود سرسخت طرافدارمعرفي ؤ.وداودخان ته داسي مشوره ورکړل «دافغانستان دخلق ددموکراتیک حزب دمشرانو په وړاندي باید سخت چلند وکړي ځکه چي امنیت تهدیدوی،اوپه مقابل کي سفیر دخپل ځان او دامریکا دحکومت لخوا و رئیس جمهور داودخان ته دزیاتواوهر اړخیزومرستو وعده ورکړل ) شورویان خپل پلان مخته وړي څو کارمل په سياسي ډګرکي تنها پاته اوپه راتلونکي ئې مخته کړي او دراتلونکي لپاره ئې دداوخان ځای ناستۍ کړي. دامریکا دسفیر تراطمنان ورسته په دغه شپه سردارمحمد داودخان په خپل کورني مجلس کي دخپل پلان پر بریالیتوب افتخارکوي داسي وخپلۍ کورنۍ ته وائې:«ما درپلان خودمؤفق هستم ». دشوروي پلان سم مخته ولاړې اوس نو یوي خواته داؤدخان دخپلي مَړی، مستی، بیکاري، دهرڅه بی خبره،عیاشي کابینی سره په هواکي پاته سو.نوپهلوان (زنده خوش است) یا دداودخان دخپل زوی (ویس) خبره ده چي پلارمي دواوري زمری دئ ،خومنځ ئې ويلي سوې اوپراټول ئې ټول دښمنانه دي . پر راټول هریو ورته وائې:« رهبر همین طوری باشد». دهرغیري لازمي عمل تائید ئې کوي او دداودخان دنورو مریضیو علاوه ځان خوښوني نور هم بې ایمانه کاوه . هوښیاردوست او مشاورئې نه درلودې. داچي اوس ئې پر قبر اوښکي تويه وي داهغه غوړمالان ،مفت خوره اویادهغوی د کورنۍ پا ته شوني دي،دوی فکر کوي چي په دې چل به ځانونه غربې حلقوته نه نژدې کړو. که یو وار بیا قدرت لاس ته ورسي چي ملت پوست کړي،خوپروخت دپیل په غوږکي بیده وه، شوروي،امریکأ اوجهان ټول حالات څاری.اوس نوداؤدخان اوساده مشاويرین ئې دخلق ددموکراتیک حزب دنابودی پلانونه جوړوي. شورویان ،امریکایان اوخپل کارمل صاحب دي اورته پکې وهی.ځکه نورخوئې ټول وخوړل،غواړي دا سخت هډ هم تیر کړي. دپښتو ژبي نه زده کړي ورته دا تاوان واړاوه.که نه خوپه پښتو کي مشهور متل سته چي وائې :(سپي چي هډوکي خوري خپلي شاه ته هم ګورې).بل ځای وائې چي( دګیډر وجنګ ته باېد تېاري دزمري په شان ونیول سي).نو دزمري سره جکړي ته باېد څونه تېاري نیول سوي وای؟. دشورویانو ،امریکا یانو،کارمل آګاهانه او دداودخان بې ادبانه اونا ګاهانه ،دهغه نا معقول حرکت څخه راپیدا زخم دی چي تراوسه ئې وينه نه دریږي که هغه وخت معقول فکر سوي وائې ،اوس به دا حالت نه وای.
زما دخبروپه تایيد د پرچم درهبری دغړي عبدالقدوس غوربنه دي دلیکونو څخه داسي معلوميږی چي د ميرعلې اکبر خیبر په تروکي به حتمي دببرک کارمل لاس وي .او دورستیو انکشافاتو څخه هم داسي نتیجه سړی اخیستلاي سي. چي دميرعلې اکبر خیبر (دپرچم درهبري برجسته غړي او دکارمل سرسخت سيال په خټه پښتون) ، په ترورکي به ئې دکارمل اوخپله دسردارمحمد داؤد خان لاس او رضائیت دخل وي. اوپلان روسي وو،دخیبرمړی دکارمل دغوښتني له مخي دحزب لخواپه ښه درنومراسيموسره خاوروته سپارل کیږي. بل له دې خبري څخه سړی پوهیدای سي اوباورئې ټنګیږي چي دخیبر په ترورکي به حتمي شوروي دخیل وي . ولۍ دا (دخیبر) دترور دوسيه تعقیب نه سول .(سردارمحمد داودچپ ؤ،نورمحمد تره کی،حفیظ الله امین ،ببرک کارمل اوداکټر نجیب الله او نور) ټول چپ سول. کله ناکله دسیاسي ګټی پر بنیاد دامرګ یا ترورغندل کیږي . دسلطان علۍ کشمند دخبرو په اساس کار مل تر هر بل چا ډېر وژړل . څه ښه وائې: ( هم مي ووژني په خپله، هم پر مابانه دي ژړاکاه ، څه ښه یاردئ ښه ئې مینه ، وژل هسي شبخون هسي ). لنډه ئې داچي جنازي دښخیدو پر وخت په خبروکي حکومت ته دملامتیا ګوته نیول کیږي، دقاتلینودنیولو او په جزأرسولو غوښتنه ،په خپلوويناو کي کوي.(آیا داکُفروسووچي دقبرپرسرخبري وسوې ،یعني په یوه ملک کي چي پر خپل مړي ژړل کُفروبلل سي هغه به نوڅنګه ملک وي؟) دجنازي په مراسيمو کي دزیاتو خلګو برخه اخیستنې دداودخان اوکابینې،دامریکا دسفیر،دشوروي دسفیرټولو اندامونه ولړزول. ځکه دوی هیڅ داسي فکر نه کاوه چي دې حزب دي دونه ریښې ځغلولي وي. داودخان په هغه شپه دامريکا دسفیرمؤافقه واخستل، اوبیا ئې په عاجله دخپلوبیکاره مشاورینوپه مشوره، فیصله ورکړل ،چي همدغه خبري اوغونډه بهانه ده راځي دغه دخلق دموکراتیک حزب غړي هم دنوروپه شان ورک کړو. داسي ډېر انسانان دې کورنۍ خوړلي وه. اودخلګوورکيده ورته کوم مشکل کارنه ؤ.دې کورنۍ هیڅکله هم انسان ته دانسان په سترګه نه وه کتلي.خوداځل دا خواړه نرم نه وه. هغه و چي متاسفانه، داؤدخان خپلو امنیتی اداروته آمر کوي ،چي دخلق ددموکراتیک جریان درهبری اعضأ وي،کوم چي دحکومت پټ نه وه ټول ګرفتار کړي.همداسي ئې وکړل. په رادیو کي ئې دملي خائینینو په نوم بیله دې چي خپل قانون ته پام وکړي ،یا دهغه خیال وساتي اویاجُرم ثابت وي او یادي محکمي حکم کړې وي دملي خائنینو په نوم اعلان کړل . دي کورنۍ اوپاچهي هیڅ وخت دقوانینو خیال نه دئ ساتلي اونه ورسره ناستو(دکابیني غړو،خپلوانو اودکورنۍ غړو) دا ورته و ويل چي دا ستا عمل ستا دنأفذه قانون خلاف ورزی ده .بیله مشهود جُرمه دچا یا یوکس نیونه ،او بیله دمحکمي له حکمه اوفیصلې وخلګوته دخائین دلفظ استعمال.دخلق دموکراتیک حزب ټول اعضأ وي ئې جبراً دیوه داسي تحميلی جګړی سره مخامخ کړل ،چي هیڅ دخلاصون اویا دکندهار په اصطلاح دمیږي لاره ئې ورته پری نښوول .دشپږمي برخي پاي:
++++++++++++++++++++++++++++++++++++
پنځمه برخه:
سردارمحمد داودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش
دیوه پاچا او یادیوه هیواد دمشرګیڼه اوشتمني :پاک خوی (صداقت،رښتیأ، زړسوی اومهرباني)،کارپوهي اوفرمان وړونکې ده.دغه پورته ذکر سوي درې صفتونه دیوه مشردشخصیت تکمیله ونکي اجزأ وي دي.« امیر،مشریا پاچا باید داسي وي چي زړه ئې دناپایه دریاب غوندي پراخ ،دحلم اوزغمه ډک اودماغ ئې دغره په شان نه لړزېدونکی وي ». بیا دداسي پاچا چي په (شاهي ارګ کي پیداسوي وي ، دولس په وینولوي سوې ، دټولو خواریو محفوظ ،په ښوښادیو کي ژوند تیر کړي وي ،په سیاست او پاچهي کي دکوچنیوالي شریک اولاس وهونکي وي،دهغه دپوهي، علمیت کمال ،لیکونو،څیړنو،تحقیقاتو څخه باید اوس دمنطیقي په سطحه خلګو ګټه پروته کولاي ،نه داچي دسردار داود څخه مو څه ونه لیدل بلکي دیحی دکورنۍ څخه څه ندي پاته) . په تاسُف ښاغلې سردارمحمد داود خان دغه پورته خصوصیات نه لرل، چاته صادیق، کله صادیق ،اوڅه شي ته صادیق ؤ؟. کومه رښتیا، مهربانې ، زړسوی، اوپرچا؟دپوهي کمه نښانه،نویشته ،لیکنه ئې سته؟ اودچا خبره ئې اوریدلې ده یا منلې ده؟. په افغا نستان کي داسلامي نهضت اعضا، واسلامي بنیادګری ته چا ورټیل وهل ؟ ایا سردارمحمد داؤد خا ن هغه وخت چي(سورشهزاده ) ؤ،هرڅه ئې دشوروي دحکو مت په خوښه پرمخ نه وړل؟. اول باید دی ملامت کړو،ځکه حکومت،دولت، اقتصاد،فوځ اوولس ټول دده په نوکري کي ولاړوه.مګرده سمه استفاده ځیني ونه کړل.هغه وو چي د (آی،اس،آی) مداخلوته زمینه برابره سول ،سره شهزاده دپاکستا نې مداخلوپه مخینوي کي پاته راغلۍ یوازي پردې پهلوان ؤ چي دخپل هیواد،ښوونځۍ لوستي بي وسه ځوانان چي لائې دژوند پرخوا قدم پورته کړی نه وه ،دغریبو ولسونواولادونه وه ،داودخان ئې په وژلوخپل خیرن زړه ښاد کړي.خداي (ج) بخښلي اکاډمیسن عبدالشکور«رشاد» دشعر یو بیت مي اوس یاد دئ «دابازنه دئ ټپوس دئ چي وهي دخپل کورچرګي ».دادده پرسرنا خلاصي اوناپوهی د لالت کا وه.
دپخواني صدراعظم محترم محمد هاشم «میوند وال» شهید،په اردوکښي دوخت نامتو جنرال خان محمد خان اود خورا زیاتونورو تر وژلو او نیولو ورو سته، لیوني سره شهزاده داځل داسلامي نهضت دپیروانو سره دډغرووهلو نوبت ته دځان اوخپلي واکداری مخه واړه وه،داکارهم دشوري حکومت دخوشحالۍ لپاراوهغوی ته دځا ن نژدې کیدوپه غرض کوي. اسا ساً (سردارمحمدداود خان) پلان لاره چي اسلامي نهضتونه دشوروي اودهغوي دطرف دارولکه(حسن شرق او...نورو) سره په ګډه مرسته کي دمنځه یوسي اوبیا ورسته ترهغه بیرته غرب ته د ځان دنژدي والي په منظورد(دخلقیانو ) په وژلوسره ځان دوست اونژدي کړي. خودا دوې(هندوانې) هم زمانه په یولاس کي وړل څه اسانه کارنه وو. پدې وخت کي چي سردار دسیا سیونوپه نیولواو وژلو کي مصرف ، په کابل کي ټولوسیاسي احزابو چي تنورګرم ولید ، هرحزب تر ضرورت ایضافه وړه خیشته کړل خپلي ډوډۍ پخوي،ځانونه تقويه کوي، وځانوته دسردار دقهره دخلاصون اونجات لاري لټوي .یوه لنډه لاره په اُردواو امنیتي اورګانوکي نفوذ، دځان اوخپل حزب په ګټه کارته لاس واچوی. دسردارداود خان له کودتا (سازش)څخه په زده کړه ،اودمو قع څخه په استفاده هرحزب اوسازمان خپل دجلب اوجذب توجه نظامي افسرانو ته ورواړول .تر دې وخته پوري سردارداؤدخان انقلابي (سورشهزاده) ؤ. دچپوسازمانو(شوروي طرفدار) سره غرض نه کاوه یا دهغوی نوبت لانه ؤ رارسیدلې. لیونې سردار داؤد خان چي دخپلو اجدادو څخه ئې زده کړي وه چي (وطن دمړوخالي ) ښه دئ.اوهغوي بیا دانګریزانو یادکړي وه.لکه دددوست محمد خان،امیر عبدالر حمن خان ،حبیب الله خان ،نادر خان اومحمدظاهر خان چي په څوکلونوکي یوځل باید (وطن ټکاني) وسي. ځکه هریوه دپورته ذکرسوو څخه په خپل وار، دخپلوپاچهیو پروخت دا وطن دآزادې دلاري دمخکښوغازیانو، دمنورینو، سیاسیونو، نفوذ لرونکو مشرانو را خالي کړئ ؤ ټول ئې وژلي(خانه تکانی) کړي وه. اوس نو سردارمحمد داود خان بیا څنګه ځان تردوی کم وبولي،دی هم باید دخپلونیکونو په شان دهغوی پرپلونوقدمونه کښیږدي، یوواردغه ناروا لاره تعقیب کړي.اول میوند وال اوملګري دوهم اسلامي نهضت وال په وروسته کي چپ سیاسي ګوندونه ئې دمنځه وړل . نوهغه ؤ چي دخپل پلان مطابق ئې دمیوندوال تروژلووروسته ئې ، دشریعاتودپوهنځۍ رئیس غلام محمد نیازی دملګروسره ونیوئ اوژرئې اعدام کړئ .یوه میاشت لاتره نه وه یوبل نوی ځوان چي په پوهنتون کي ئې د اسلامي نهضت مشري کول (حبیب الر حمن ) دیوزیات شمیر نورو ځوانانوسره نیسي اواعدامه وي ئې.ډیرځوانان زندان ته دشکنجې اوعذاب سره دداؤدخان ميلما نه سول. دسرداري کورنۍ پرمحبسونو او زندانونو دلته خبري نه کوم که څه چي ما لیدلي او کلونه پکښي تیرکړیدي ،دایوه خبره به ولیکم چي سرداری نظامونوپه زندانوکي هم لکه په ټول هیواد کي چي شاهي حکومتونو دولس دژوند دښیګڼودپاره بیله مصیبت بل څه نه لرل ،په زندانوکي هم دوی نه بشري اونه دالهي قوانینوته کوم ارزښت ورکاوه ، بندیانوته علاوه پروهلو،زجر،دیخه،شپږو،لوږي، مریضیوچټلیو اوپاکو اوبودنه شتون دلاسه مړه کیدل.په محبسونوکي حکومت وبند یانوته خواړه اوبستره نه ورکول،دوا اوډاکترهلته نه وه.
اصلي خبري ته راځو چي دداودخان ددې سرټمبه ګیو او وژنونتیجه همداسول څو دپاکستان شېطاني ادارې (آی،اس،آی) چي دخپلي زوکړي څخه دافغانانو یوه اساسي دښمنه اداره وه او لاده، هغی په اساني کولای سوای په افغانستان کي داسلامي نهضت فکري خط السیروال ځوانان داصلي لاري منحرف اوداسلامي سخت دریځي، بنیا د ګرې دیوسازمان دجوړیدوپرخوا ئې ورټیل وهي چي دلته هم دداوؤد خان غلط سیاست اونامناسب برخورد ؤ ،دځوانو،افغانانوسره.هغه ؤ چي په افغانستان کي دقاضي حسین احمد پرلاس ددې بنیاد ګري(جنګي سا زمان) تاداب په پغمان کي کښیښودل سو. دپاکستان د(آی،اس،آی) کړئ (حلقه) داسلامي نهضت غاړي ته ولویدل، پاکستانۍ آی ،اس ،آی قاضي حسین احمد په تقلوبې تجارتې پاسپورت کابل ته راواستاوه. قاضي حسین احمدته د د(آی،اس،آی)بل سابقه لرونکي جاسوس په کابل کي(دیما رستورانت مینجر غلام حضرت) ادرس ورکول سوی ؤ.قاضي حسین احمد کابل ته راغلۍ دغلاحضرت پرلاس ئې په کوټه سنګي کي دذالفقارکورپه کرایه ونیوی هلته اوسېدی.بل پاکستاني ای،اس،ای وقاضي حسین احمد ته دکابل په پوهنتون کي دالأ حضر دپوهنتون دفاریغانو لیست ورکړئ ؤ.لکه : منهاج الدین ګهیځ، استاد غلام محمد نیازی،استاد برهان الدین،استادسیاف، دکابل دپوهنتون دمحصلیونو لیست:عبدالرحیم نیازي ،ګلبدین حکمتیار، حبیب الرحمن،سیف الدین اوډاکتر عمر.قاضي حسین احمد لمړی داستادبرهان الدین سره ولیدل ،بیائې په پغمان کي دغلام ربانې «عطیش» په کورکي دقاضي حسین احمد تر مشري لا ندي غونډه وکړل ،په غونډ کي احمد شاه احمدزي ،یوبل سړی چي په ترجمان مشهورؤ،اوعطیش هم برخه لرل .هم دلته ؤچي دبنیادګیرې پخه خښته قاضي حسین احمد کښیښول او ولاړ ې .سیاف بندي سوو ،رباني وتښتیدې اوقاضي حسین احمد ته ئې ځان ورسوې. دداؤد خان دوحشيانه کړونو په نتیجه کي یوشمير کسان دځان دخوندي توب په اُميد پاکستان ته وتښتیدل. پاکستانې نصرالله بابر ددې بنیاد ګرولمړی مسؤل ؤ،نصرالله بابر له افغانستانه خپل یوبل پوخ جاسوس (مولانا فضل هادئ شنواري ) هم ځان ته وروغوښت چي دبنیا ګرو په تنظیم کي ورسره مرسته وکړې .مولانا شنواری هم د یوه نوکرپه حیث هلته حاضر سو.هلته دافغان دښمنوذوالفقار او ضیا الحق پردسترخان کښينول سول. د ذوالفقاراو ضیاالحق ميلمانه ، برهان الدین، احمدشاه مسعود ،مولافضل هادئ شنواري،پیرسیداحمد کیلانې،صبغت الله مجددې،مولوی محمد نبې محمدئ، یونس خالص ،ګلبدېن ،ورسته سیاف هم اونور. داخلګ داؤد خان په لوی لاس وپاکستان ته په لاس کي ورکړل ددې ګناه بار دداودخان داوږونسي لیري کیدای. ددې فسادزمینه سازدخارجه څخه پاکستان ،دقاضي حسین احمد پکار اوزیاراوپه داخل کي نا بکاره دولتي اداره او خپله سردارمحمدداؤدخان مساعده کړل. دپښتو متل دي چي وایي : ( شرمښان دخدایه څه غواړې؟جواب: با داوباران) . خداي ناترسو افغانان دښمنانو ذوالفقار،ضیا الحق اونصرالله بابرنونورڅه غوښتل، هغه چي پکارئې وه هغه داؤد خان ورکړل. داوه دسردار محمد داود خان دغلط اوځان غوښتو نکي سیاست نتیجه چي پاکستان تر نن ورځي دهغو وسیلو او افزارو څخه دځان په ګټه اودافغان بیچاره ولس دګټوضد ئې استعمالوي. پردۍ ډوډۍ هیڅ وخت،بیا دهميشه دپاره مفته نده.پاکستان دغه نابللي ميلمانه لمړی دافغانستان دهغه وخت د نابه کاره حکومت (داؤدخان) پرضد تبلیغاتی جنګ،ډېرژر (ټرنیګ) او مُسلحانه جګړې ته آماه ده کړل. هغه وچي په امتحاني توګه ئې په پنجشير کي حمله وکړل.بیا احمدجان پهلوان او احمدشاه مسعود بله حمله وکړل،په ۱۳۵۴ هجري کال کي بحرام الدین «باعث» دخپلو پلویانو سره دبدخشان ولایت مربوط «درواز» ولسوالۍ باندي حمله وکړل.په همدغه ۱۳۵۴ هجري کال کي «اخوان المسلمین» په ډیرو ولسوالیوکي دحکومت ضد حملی وکړې. دبحرام الدین «باعث» دملګرو څخه دبدخشان په «راغ» کي شپاړس نفر حکومت دحمله کونکوپه تور بندي اوڅه يې ووژل. ددې ټولو پیښو زیا ت مسؤلیئت ددادوخان پرغاړه دئ. په هیواد کي دولس په خاص ډول ښونځیولوستونکوځوانانوڅخه دسیاست دخبرو، انتقاد کولو، مظاهرو، غونډو او دنظر دورکړي حق ،چا اوولي واخیستل سو؟.
هروخت چي یوملت دناچارۍ له مخي وزورته تسلیم سوېدي، او دمستبدو ظالمو اطاعت ته ئې غاړه ایښې ده هغه ملت ملامت نه دئ.که چيري موقع ورته برابره سي چي کولای سي دجأبرو څخه ځان خلاص او په آمن کړي. نوهروخت ئې دا ډول اقدام دستایني وړدئ. ځکه هغه زور چي دانسان آزادئ دمنځه وړلای سي ،دهغه زورپواسطحه نودځان خلاصون او آزادئ په لاس راوړل نو بیا ولې ګناه وبلل سي؟.
که چيري دا خبره قبوله کړو چي دولسونو آزادئ حکومتونو په زورسره پایماله ولاسي ،نوبیا داخبره ولۍ راته د تعجب وړاوبده وبریښي چي ولسونه خپل حق په زور اخلۍ. ،پس پردې هم باېد اقرار وکړو چي دوی (حق غوښتو نکي) هم پرحق دي. ځکه (زور) هغه (زور)دئ چي ډېر جأبرانو اولږخوارانو کار ځیني اخستي دئ.
او دا کم قانودئ چي (ته دي ما وژلای سې اوزه دي تا نه سم وژلای ).په هر صورت داؤدخان دځوانانو نیول، بندي کول اووژل شروع کړل،بل اړخته ئې دپښتونستان مسله ګرمه کړل. البته دپښتونستان دقضیي دیادولو څخه دداؤدخان هدف زړسوي اومینه نه وه(د سرحد دهغی غاړي پښتنواوپښتو سره). دپښتونستان په هکله:( کم وخت کي په پاکستان کي غلام اسحق خان دپاکستان رئیس جمهورؤ دپښتونستان دمسلې پرسردخبرودپاره دسردار محمدنعیم خان په مشرۍ یوهئیت پاکستان ته ولاړي .په لمړي رسمي مجلس کي چي دپاکستا ن لخوائې مشري غلام اسحاق خان کول .غلام اسحق په پښتوخبري شروع اوختم کړې،کله چي دافغانستان دهئيت مشر سردارمحمدنعیم ته دخبرو نوبت سو سردارنعیم چي پښتوزده نه وه،په فارسي ئې خبري شروع کړې،غلام اسحاق په فارسي ژبه نه پوهیدي .نودپاکستان رئیس جمهور غلام اسحاق دسردارنعیم خان خبري ورقطعه کړي ،اوورته وئې ویل خبره پر پښتو نستان ده .په پښتو خبري وکړه ،په مقابل کي دي هم یوپښتون ناست دئ. مجلس خراب سو غلام اسحاق ایضافه کړه هروخت چي موپښتو زده کړه بیا به خبري کوو ). دافغانستان حکومت داخبره پټه کړل .ماته دهغه وخت په خارجه وزارت یوه لوړ پوړي مامور داخبره کړیده .
نورښتیا که دنوموړي یا شاهي کورنۍ دپښتواوپشتنوسره مینه وای لمړی به ئې خپله ژبه نه هیرولای ځکه ( «مینه دهیریدونه ده، هغه څه چي هیریږي هغه «مینه »نه ده) .بلکي دافغان ولس پام راګرځول ځان ته ئې مقصد و چي دوی هم په یوڅه لګیادي. پاکستان ئې تحریک کړئ، افزارئې هم په لاس ورکړل.وئې نه سوای کولای یا نه ئې غوښتل چي ددې هیواد د ځوانانو غوښتنواواحساساتوته په احترام وګوري او یا هغوی ته دخبرو اوسیاست کولو دروازه خلاصه پرېږدي. دې ديکتاتوري کورنۍ مسؤ لیت نه منۍ دملت دکار اوزحمت شته ئې دځان،کورنۍ اوخپلوانوملکيت باله.دزور اوجبرپواسطحه ئې حکومت اوپاچهي نسل پرنسل په کورنۍ کي په ميراث پریښول. په نتیجه کي داؤدخان په لوی لاس ځان اوخپله واکداري دپاڼ اوپړانګ ترمنځ ودرول.نور دده عقل دا حالت نه لیدئ.دشاهی کورنۍ ژوند،کورنۍ مناسبات،وپاچا(محمدظاهرشاه) ته هغه وخت هره میاشت (شل زره) امريکائې دالرددولت دبودیجی څخه هغه هم دخپلو ملګرو پټ ایټآ لیا ته استول، دظاهر خان اوکورنۍ کومي دبانکي دارائی ګانو ګټه ،ملکيتونه او دهغوی حاصلات ئې پوره روم ته وراستول «دحسن شرق خبره ده».غربي فشار ونه، دامریکا نه علاقه ،دپاکستان لخوا تهدیدونه وه ، دشوروي په یولاس کي کوتک اوبل لاس کي مرستي، لڅ اوپټ دخالت ،دپرچم اوحسن شرق حرکات اوکړني،د مذهبي،ستمي، سیکتارستي اوپاکستان لخوا تحریک ،تشویق ،ټراینیګ ،ملاتړ اومداخلو ،دحکومت اوکوردننه دخپلوملګرو کودتاچانولیری کول اوما یؤ سي خاصتاً د(پرچم) لیر والۍ.چي داؤدخان ئې ترپاچهي رسولۍ ؤ. په هیواد کي دشپږمو ټولګیو فاریغینوته مشکیلات(کانکور)،په ټول افغانستان کي داساسي دارالمعلمینو نوتړل،دجزأ دقانون نافذ ول اوپه سلهاو نور مشکلات. داؤد لیونی خو پخوا هم ؤنورښه لیونی سوو. حس شرق،پرچم اوزیات ملګری ئې دځانه لیری کړل. کورنۍ ځیني ناراضه سول. دواړه مجلسونه (پارلمان اوسنأ) خوئې وختي لانړه ولۍ وه. دجزأقانون ئې نافذ کړې،سياسي حزبونه ئې ړنګ کړل، چاته دسياسي فعالیت اجازه نه وه،پرریاست جمهوری ئې خټه واچول.
حتی دسردارمحمد داودخان ترمرګ وروسته درورسې اوامریکا ئې دوجاسوسانوترمنځ دپټو خبروپر وخت دروسي دسوال په جواب کي امریکا جاسوس دامریکا دحکومت نظر دداودخان په باب داسي بیان کړي:((دامریکا حکومت دداوخان دحکومت په سقوط داسي خاص خفه نه دي ،داودخان یکه تازي کول اوپه ښکاره زموږدموکراسې مخالف ؤ. قانواساسي ئې نافذ کړې په هغه کي ئې ستاسي (شوروي) په شان یوحزبي سیستم تسجیل کړي......په په تمسخر سره ئې وویل:«ښه سو چي داودخان خوئې په قتل ورساوه»)). په ولس کي به خلګوویل چي پلانی سړی دشپې لخوا دميږیانو پر ښورختلې دئ، دملأیا تعویزونه نور ده ته ګټه نسي رسولاي. که څه چي اسلام آباد،تهران اوریاض ته ئې وځغستل څوددغو حکومتوپر لاس ځان امريکا اوغرب ته ورنژدې کړي.غرب ته پرګونډوسو بیچاره، پرتوبو سو ولي معلومه ګټه ورته پلاس ورنه غله.
(چغ وبوغ،شور اوفریاد ئې وکئ ډیر
ولي څې کوې چي وخت ؤ ځینې تیر)
په دې نه پوهيدئ چي ناوخت دئ.
(دنفاق ونه ګل نه نسي سرداره
نه به وڅکې میوه ترې مزه داره)
په وروستیوکي نو سرداردخپل عقل په تیاره کي دشپې دميږیانو پرښور ئې پښه کښیښوول ، دپیرانانوعلاوه دمیرګیانودمرض علایم هم پکښي لیدل کیدل.هغه داچي دارګ دننه دخپلۍ کورنۍ مشهوروته ئې هم غوږنه نیوئ. نور نو دژوند اُميد ورته نه وو پا ته، دکورنۍ غړي ئې ځیني بیزار سول، نورئې نووژل یوازنۍ ښه چاره ؤ او بس.
(نفاق دواړه دغلیم په خوله کي ورکړل
غلیم دواړه ریزمریززیراوزبر کړل).
کاندید اکا ډیمسن محمد ابراهیم عطائی لیکې:« چي سردارداودخان پر نا بلده لار روانسو». دانوهغه وخت دئ چي داودخان غوښتل دشوروي ځان لري کړي .خدای دي خیر ورپیښ کړي، ځکه شاه(ظاهر) جهانیانوته داؤدخان دډیر پخوأ څخه په لیوني ورپیږند لۍ ؤ. دعربی شیخانواوغرب پلوه دوستانو ترلیدو ورو سته بیا داؤدخان ته وفهمول سول چي څه نورهم دشوروي ځان جلا اولیري کړه. داؤدخان ته چي دا وروفهمول سول،نووائې چي لېوني مه حواله کوي هغه خدای په خپله حواله کړي دي .حال داچي دافغانستان دحکومت هغه وخت لیری والۍ دهغه وخت دشوروي اتحاد دحکومت څخه خپله (داودخان) دحکومت دسقوط په معنی سره وو. سردارداؤد ئې داسي کارته (امريکا، غرب، پاکستان اوشیخانو) جبراً ودراوه چي سرئې پکي ولاړی. دپښتو دامتل پرځای دئ چي وائې:(دلیوني څخه ئې مه غواړې اومه ئې ورکوې).دافغانستان داوردوټول تخنیک ، هوایي اوزميني ،سلاح او تخنیکي وسایل روسي وه. دبلخ دولایت ستري فابریکې: کود وبرق، تفحصات، ټولي نساجي ګاني ،ګلبهار، سپین زر دکندوز،دشبر غان ګاز، دجلال آباد فارمونه دکندهاره تر هرات اوتور غونډې سړکونه، تورغونډې ،حیرتان،شیرخان بندرونه او ډېر نورڅه. دهیواد اقتصاد د اوپوځ په شوروي پوري هم خپله (سردار داود او ورور ئې نعیم خان )تړلۍ وو.ډېرپاخه ډاکتران ،انجینران مو دشوروي فارغان وه. یوازي په کابل کي هغه هم داوردوپه برخه کي: دحربې پوهنتون ټول تعميرونه، دتخنیکي اکادومي ،پولیتخنیک ،تخنیکو مونه اوتعميرو جوړونه، داردو دمرکزي ترميم خانی جوړونه،چي دشوروي په اشاره دوخت چکوسلواکيا په عصري ډول اولوړ مصرف جوره کړل. (۴۰۰) بستر عصري شفاخانه داردولپاره،دهغه وخت عصرکورونه (مکروریان) داسي ويل کیدل چي ددموکراسي په (لسو ) کلونوکي اضافه ترلسوزر(۱۰) زروميلیونه امريکائې ډالره مرسته دوخت شوروي کړېده.حتی امريکایي منابع لا ددې مرستو رقم (۱۲۵۰) ميلیون ښیې. یو پردرېمه برخه دافسرانو په شوروي کي زده کړي کړيوی. او داهم روښانه ده چي ښه لایق شاګردان خارج ته دتحصل لپاره استول کیدل. اوداهم طبعي ده چي دجهان لیدنه،دکتاب لوستنه، دخارجي هیوادونو دمحصلینو سره تما سونه، دنظرو تبادله،پرهرانسان اثر کوي. بیا زموږ په شان دشاته پاته ټولنی پرپاکو ځوانانو. چي دهیواد دننه مو رادیوهم نه درلودل اونه موپيژندل ،تلویزون خوهلته پریږدئ. دشرم خبره ده هغوته چي شرم نه لري دپښتو ژبي دکتورامو هم دشوري څخه ترلاسه کیدل. په دې چي واکدارو موځانو نه پښتانه بلل خونه ئې (پښتوزده وه،نه ئې په پښتو څه لوستلای سوای او نه ئې کورنۍ دپښتوسره مینه لرل اونه ئې پښتوژبي ته کاراوخدمت کړې دئ اونه پښتو ژبه ددې کورنۍ پلارنۍ او مورنۍ ژبه وه). سردار داؤد خان بیله دې چي تکيه ګاه ئې مخکي پیداکړې وي، دوخت دشوروي ځان لیری کړئ ،سردارمحمد داودخان بیله پراشوټ لرلودطیاری ځان راوغو رځاوه. اصلاًد داؤد خان( خارجي اوداخلې) دواړو سياستونو نور کارنه ورکاوه. نقص په سردارداودخان کي وو،نه خپله پوهیدۍ اونه ئې دبل خبره اوریدل اونه ئې هوښیار څوک ځانته نژدې لاره .په وطن کي دننه هغه یوازنی قوت چي دده حاکميت ئې دچپه کېدوساتلۍ وهمدغه دشوروي طرفدار سازمانونه يا حزبونه(خلق اوپرچم) وه ،دپردې شا ته هغه دشوروي دکا جي بې پلانونه چاته لڅ نه وه. دپنځمي برخي پاي. دوام لري.
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
څلرمه برخه
(کودتأ یاکورنی جوړښت)
خپلۍ کورنۍ،افغان ولس ،جهان اوظاهرخان (شاه) ټولوسردارمحمدداؤد خان دیوه لیوني په نوم پیژند ئ.کله چي سردارمحمدداؤدخان په جلأ ل آباد کي والي اودقول اردو قوماندان ؤ،یوورځ دجلأ لآباد څخه دموټرپه سوارلي دکابل پرخوا راتلۍ.په لاره کي ئې یوځوان ولیدئ چي پرخره ئې واښه بارکړي اوخپله هم دبارپرسر پرخره سپوردئ.داؤدخان خپل موټروان ته وویل موټرودروه.موټروان موټرودراوې،داؤدخان دموټره څخه تاسو،اوبرابردهغه هلک پرخوا ورغلۍ چي دوښودبارپه سرکي پرخپل خره سپوردئ. هغه ئې دباره څخه لاندي راشوه کړئ اوڅو چپلاخي ئې ووهي.خلک ئې تماشې ته راغله ځوان هلک غوښتل داوخان ته بد الفاظ(ښکنځل) وکړي، ځکه هلک په خپله ګناه نه پوهیدئ اوسردارنه پیژني،دلته دکلیوالوخلګو څخه یوسړي ووهل سوې هلک ته وویل چي پام کوه دالیونی سردارداودخان دئ.ځوان هم وداودخان ته مخ ورواړاوه اوداسي ئې ورته وویل: «ته خو په رښتیا لیونی ئې» .
راسې دمحترم تورن جنرال سید عبدالغني خان خبرې هم په غور سره واورو،کوم چي دسردارمحمد داودخان تر کودتا مخکي نوموړۍ دظاهرشاه په حکو مت کي دټول افغانستان دژاندارم اوپولیسولوی قوما ندان ؤ . تورن جنرال سید عبدالغني صاحب وائې: ((زه دسردار داؤدخان دکودتا په پلان ښه خبرسوم.پوره اسنادپه لاس راغله دشاهي کورنۍ غړو ته مي خبرورکړئ))،چا توجه نه کول.دا چي ماډېر کلونه دشهزاده احمد شاه(دظاهرشاه زوی) دخاص یا ورپه توګه وظیفه اجرأکړې وه، بالأخره مجبورسوم چي داخبره دمحترمي ملکې(دپاچا ښځه) اوخپله دشهزاده احمد شاه سره شریکه کړم. چي داؤدخان دکودتاه ترتیبات نیولي دي.ما ددوی (ملکې اوشهزاده احمد شاه)څخه وغوښتل چي دکودتا چيانو دګرفتارۍ آمرصادرکړي. اودامي هم پراضافه کړل چي که ئې نه کوې راتلونکی مسؤلیت به ستاسي پرغاړه وي،اوداخبري ټوکي نه دي.دوی خاموشي اختېارګړل. وروسته ئې راته وويل چي دسردارعبدالولي سره خبري وکړه)). داداصلي کورني پروګرام اولوبي څخه بې خبره افغان جنرال صاحب په یوسا ،منډه اوصداقت ځان سردارعبدالولي خان یا دسلطنت بل واکدارته رسوي،هغه ته خپل دزړه غوټه خلاصوي ،ټولي خبري ورته کوي.پوهيږی چي سردار عبدالولي وتورن جنرال صاحب سید عبدالغني خان (دټول افغانستان دژاندارم اوپولیسو لوی قوماندان )ته څه تهدید آمیزه جواب ورکوي؟داسي((جنرال هیچ کس قدرت کودتا راندار د، متوجی وظیفه خودبا ش،اضافه ترازاین درموضوعات فاميلی ما مدا خله نکن.)) ترجمه : (جنراله هيڅوک دکودتا توان نه لري ،ته خپلي وظیفي ته دي متوجه اوسه ،ایضا فه تردې زموږ په کورنیو موضوعاتو کي مداخله مه کوه).دایوازي زه اومحتر وزیرصاحب عبدالقیوم خان نه یوچي وایودادشاهي ارګ دننه دکورنۍ ترمنځ په توافق وخپل کدارې ته دساه ورکولو یوسازش د(کودتا) ترنوم لاندي بلکي ټول شواهد داسي دي. جنرال صاحب عبدالغني خان ددرواغ ويلو سړی نه ؤ اونه دئ.دوځله دتحصل دپاره خارج ته تللی،تورن جنرال وو.بل دملکې،دسلطنت دوارث احمد شاه اوددفاع دوزیر سردارعبدالولي ټولوخبري یوشان وې، نوفکرنه کوم چي ظاهرشاه دي دټولوخبرو خبرنه ؤ. دهرچاه زړه چي واقیعتونه څه ډول بیانوي ،اولڅوي او که ئې پټ اوماستما لي کوي ،دهغوی خپل کاردئ ،خوواقیعت داسي دئ لکه جنرال سیدعبدالغني خان چي وايې هر څه دپه خپله سرته رسولې،اوریدلې اولیدلې دي نه دبل دخولې بیانونه. نوآیا افسانی به رښتیا وي که دهغه کس خبري چي عملاً ئې سرته رسولې وي ؟.
سردارداؤدخان په لمړی سرکي (دظاهرخان دسلطنت پر محال )په دې هدف سیاست ته ورودانګل ،دترقی اوانقلابي توب خبري کولی چي په سیاسي حرکتونو کي منورین وپیژني اودهغوی په منځ کي د رښتیني سیاست مینوال وپیژني ،چي څوک یا کم اشخاص واقیعاً په نظام کي دمثبت بدلون ،دولس په ګټه بدلون راوستل غواړي .اوکم شخص دټولني په منورینو کي دنفوذ اواعتبار خاوند دئ.او ددوی سلطنت ته څونه ګټور اویا مضر تما میږي. څوپه وروسته کي لیونۍ سردار دهغوی دله منځه وړلوپروخت ډیر ستړې نه شي اوهغه شخص یا شخضیتونه په مخلیفو بهانو،پلمو اوتهمتو سر تهمتي اودمنځه یوسي .اوبیا دخپلو نیکه ګانو،پلرو اوآکاکا نو په شان وطن دمړو خا لي کړي ډېرئې ووژل، بندیان ئې کړل اوفرارئې کړل. سردارداؤدخان په ورستیو کي بلکُل دپخواني روم دلېوني امپراطور(کایوس کالي ګول) کاروته لاس واچاوه. خو دی په دې نه پوهید ئ چي هغه بله زمانه وه دهغه په شان ترډېره بریالی نسو. اونه داسي لېونی سو لکه په ورستیو چي (آشوکا)ؤ.
دوایروس(A) په لمړي قسمت کي چي (چګونه ما به بیماری هجوم به افغانستان مبتلأ )میګردیدم. کتاب مؤلفین ولادیمر سنیګیریوف تاریخدان وژرنالیست ،والیری سامونین،عضوسابق دفترکی،جی،بی درکابل. څوځایه لیکي چي دداودخان کودتا دسلطنت دواکدارو(سلتنطي کورنۍ) په تفاهم سرته ورسیده ،خصوصاً دمحمدظاهرشاه اوداودشاه ترمنځ دمثال په توګه داسي لیکي:(یکی ازافراد نزدیک به خانوادهء شاهی به دفترکشف خارجی درکابل محرمانه اطلاع میداد که شخص شاه غالباً دربه رااندازی کودتا دست داشت). بیا(اطلاعات دربارهء اینکه«شاه به اجراءی کودتای جمهوری موافقت دارد».اونور،پس نوویلای سونه چي یوازي دورستنیو بدوپیښوټول مسؤلیت دسلتنطي کورنۍ پر اوږوپروت باردئ بلکي دوژل سواوقرباني سووطندارانوټول مسؤلیت ددوی دلوبي ښکارسول.
سيدمسعودپوهنیاردخپل اثر(ظهورمشروطیت وقربانیان ا ستبدا د درافغا نستان) په ۲۴۲ص کي لیکي((یوه ورځ محمد حسن ولسمل دداؤدخان دپیش خدمت سره په لاره کي تصادف وکړې. پیش خدمت محمدکریم وولسمل ته وويل:چي پرریس صاحب(داؤدخان) خوتاسي ګران یاست. ولسمل ورته جواب کي وويل ،بلۍهو!ریس صاحب دولت خوډېر مهربان شخصیت دئ.داامکان لري چي دازما یوکارت ورته ورسوي؟کریم وويل هو،نوولسمل داؤد خان ته پرخپل کارت باندي داسي ولیکل((زه افسوس کوم چي تاسي دقدرت په وخت کي څوک نه پیږنۍ)).کریم خان دولسمل کارت یاخط داؤ د خان ته ورسوي.ولسمل وائې:دوی ورځي ورسته مي حسن شرق غواړي،اوراته وائی چي یوځل ریس صاحب داؤد خان ته ورسه.پوهيږی چي څه وسول؟دادئ خپل پخواني آشنائی،اوسني ریس جمهورته ورسيدم.په دې اُميدچي نورنودخواری څخه خلاص سوم.کله چي دفترته داخل سوم،سلام مي وکړې،ډېرسوړجواب مي واورې دئ.ومي غوښتل چي کښینم سرداررا ته سردارسو،سترګی ئې راباندي راوایستې،په لوړ آوازاوقهرجنه لهجه ئې راته وويل((اودیګه احمق تان برضد من درچوک کندُزبیانیه داده وتوهمراه شفیق پَست(هدف موسي شفیق پخوانۍ صدراعظم وو) ماموریت راقبول کردی،وحالابرای من درکارت خوداینطورنويشته کرده ئی به کدام حق؟)) تر جمه : هغه بل احمق دي دکندُز په چوک کي زما پرضد بیانیه ورکړل اوتا دپست شفیق سره ماموریت قبول کړې اواوس پر خپل کارت ماته داسي لیکۍ په کوم حق ؟.)تر زیات توهئین اوخبرو وروسته ئې ولسمل دکوهدامن دولسوال پرمقام مقرکړ.په دوام ئې لیکي:چي دداؤد خان له دفتره را ووتم (ولسمل)مستقیم دمحمد هاشم ميوندوال کورته ولاړم. ميوندوال ته مي دداؤدسره دخبروټول جریان ووایه.زما (ولسمل)ترخبرواوریدوورسته ميوندوال داسي وويل:((داؤد خان ښه سړی دئ خودشلوکالودوست دمخبردیوې خبري سره هم نه برابر وي.)) لیکونکۍ: محمد هاشم میوندوال دولسمل صاحب ترورتګ اوملاقات دوی ورځي وروسته بندي کیږي اووژل کیږي.ولاهوعالم. سوال پيدا کیږي چي ولسمل صاحب به څنګه اوڅه مطلب دپاره دریس جمهورداودخان ترلیدو،تهدیداودحاکم په حیث دمقرری تروعدې وروسته مستقیم دميوندوال لیدوته ورځي؟ پداسي حال کي چي ولسمل صاحب پدې خبره ښه پوهیدې چي (سردارمحمد داودخان دمحمد هاشم میوندوال ) سره جوړنه دئ اوده ته داهم ثابته سول چي دسردار محمدخان نه خوښېدل چي دده ملګري دي دده دمخالف سره، کار وکړي اویا کښیني. اوس نوتاسي ووایاست آیا سردارمحمد داود خان قاتل نه وو؟ محمد (ص) فرمایي چي دیو مسلمان وژل دټول اسلام وژل دي.بیا بیله معلوم اومشهود جُرمه اوبیله دمحکمي له حکمه خونه داسلام څه چي دجهان وژل دي.دهمدغه کتاب په۲۸۲ص کي بیا لیکي: بسال۱۹۷۴م یا ۱۳۵۳هجري هنګاميکه اینجانب(سيدمسعودپوهنیار)بحیث سفرکبیرافغانستان درروم وظیفه دارشدم روزی نزدا علیحضرت شاه سابق رفتم.ایشان ازروش های خوشونت آميز سردارمحمدداؤدخان انتیقادکرده ګفت:که آن روش عاقبت خوب ندارد. وعلاوتاًبیان نمود که چون ميوندوال وخان محمدخان وغیره راسردارداؤد خان ګرفتارکرده محبوس نمود،او(شاه سابق)به ښاغلی نوراحمداعتمادي که آنګاه په صفت سفیردرروم بودګفت،که داؤدخان یګان دیوانکي دارد، مبادا اشخاص مذکوررااعدام نماید.اعتمادي اظهار داشته بود که داؤدخان آنقدرهم دیوانه نیست،که به کشتارآنها مبادرت ورزیده دست خودرادرخون شان الوده سازد.الته شک نیست که آنهارا مدت زیادئ زندانی خواهد نمود.شاه موصوف ګفت). ترجمه :( په ۱۳۵۳ هجري کال کي کله چي زه «سيد مقصود پوهنیار» په روم کي دافغانستان دلوی سفیر په حیث مقرر سوم. یوه ورځ دپخواني پاچا (اعلیحضرت محمد ظاهر شاه) لیدوته ورغلم. هغه دداودخان دقهره ډک اعمال انتیقاد کړل وئې ويل: داسي اعمال ښه آینده نه لري.اوعلاوه پرهغه ئې وويل چي دميوندوال اوخان محمد خان اونور، سردارداودخان ونیول اوبندیان ئې کړل. شاه وښاغلي نور احمد اعتیمادي چي هلته په روم کي سفیرؤ وويل، چي داودخان یولیونتوب لري نه چي داخلګ اعدام کړي.اعتمادي وويل چي دونه لیونی هم نه دئ چي مرګ ته لاس واچوۍ اوخپل لاسونه دهغوې په وينوسره کړي. اوپه دې کي شک نسته چي دډېر وخت دپار به ئې په زندان کي وساتي.) په دوام ئې لیکي :«ازآنروزسه روزنګذشته بود که شنیدم سردارهمه آن اشخاص را اعدام کرد». همدغه دسیدمسعود پوهنیارد کتاب ۲۵۹ص کي لیکل سویدي:((چنا نچه زندان قلعه زما نخان وچا های اطراف آن حصص زنده بانان وغیره ازکشتا رهای جوانان پیرو اسلام انباشته شده بود،که دراثرآن حتی فضای ساحات مذکورشدئداًمتعفن ګردئده هواکثیف آن رهګذر یان رادل بدکرده باستفراغ واميداشت. هرچند هیئت تفتیش بریا ست شخص دانشمند وپاک نفسي چون داکترعبدالمجید خان وزیرعدلیه جهت تحقیقات چندروزی بآنجارفت اما براثرا عمال نفوذ پرچميان پرقدرت نتیجهءآن تفتیش بصورت مرموزی بی نتیجه ماند.)) په پښتو(دغه رنګ د زمانخان قلعه اودهغه څلورخواڅاه ګانو داسلام دپیرو ځوانانو دمړوداجسادوډک سو ې وه.زیات بوي شاوخوا ټوله منطقه ونیول اوپرلاره دتلونکو به له ډېره بد بوي خواګرځيدل،که څه هم چي ددې موضوع دبرسې دپاره یوهیئت دپاک نفسه،عالم دهغه وخت دعدلي دوزیر «عبدالمجید خان» ترمشرې لا ندي وټاکل سو،څوورځي هيئت منطیقي ته دپلټنودپاره ولاړې ،خو ددداؤدخان په حکومت کي دپر چم دډلي دنفوذ له وجهي دهيئت دکارنتیجه په نامعلومو دلیلو ورکه سول). دهمدې موضوع په باب حقیت التواریخ په ۵۸۱ ص کي داسي لیکې: ( ازواقیعات دیګرکه درسال ۱۳۵۵هجري درقلعه زمانخان یک ګوردسته جمعي که قریب پنجصد جسد درآن دفن شده بود پیداشد......... که مردم فکرکردندکه کشته هاي روزاول جمهوریت یا هم مخالیفین جمهوریت است که بعد از اسقرار جمهوریت ګرفتار واعدام شده اند.طیب عدلي نظریه داد که این افراد به اثرلت وکوب وشکنجه وسؤ تغذیه ،دست وپای شکستن کمرشکستن وغیره بود است که تحقیقات جدی نشد.) پښتو متن :یو له واقیعاتو څخه په۱۳۵۵ هجري کال کي دقلعه زمانخان په ساحه کي تقریباً په تعداد دپنځو سو مړو یوځاي قبر وموندل سو.خلګو فکر کاوه چي دا مړي دجمهوریت په لمړۍ ورځ اویا هم ورسته دجمهوریت سره دنیول سو مخالیفینو مړي دي چي اعدام سوېدي. او عدلې طیب نظر ور کړي چي دا خلګ وحل سوي ،لاس اوپیښې ماتي ،ملأ ماتي او نور موجود وه. جدئ پوښته ونه سوه). داوه د سردارداوخان دعلاقه مندانو سپینه کودتأ. دپنځو سوو نفروقتل ،وژنه اوقبرهم نسي کولای چي دکودتا مخ تورکړي؟ که رښتیا داهرڅه پرچميانو کول نو سردارداودخان بیا ولۍ (قهرمان اونابغه) سوو.دسردارداوخان دوژنو اوترورونوکيسې څه کمی نه لري .محترم ډاکتر صاحب یا (وزیرصاحب عبدالقیوم خان)،محترم اکادمیسن محمد ابراهیم «عطائې» صاحب،محترم غلام محمد غبار،محمدصدیق فرهنګ، جنرال عبدالغني،دحقیت التواریخ مؤلیف ،محترم محمدکبیرسراج اومحترم ډاکتر فضل احمد کوهستا ني ،زه اوخورازیات نور دسرداري نظام اودهغه دواکدارو (محمدظاهر شاه، سردار محمدداودشاه اوسردارمحمد نعیم شاه)په باب اوددې کورنۍ په باب برابر فکر کوو،چي :دشاهي کورنۍ په ګډه مشوره سره سردارمحمد دادوخان ته دقدرت انتقال،اودخپل کورنۍ حاکميت دغزیدواودوام خبره وه. نورپرمحمدظاهرشاه هم دا چپنه لو یه اودرنه سوې وه.
.دڅلرمي برخي پاي.
+++++++++++++++++
دریمه برخه
دسردارمحمد داودخان په باب ،دواقیعتونوسره مخالف نظروالو ته ښاغلي ډاکتر عبدالقیوم خان( دکورنیوچارووزیر،دښووني اوروزني وزیر،دصدارت مرستیال دمحمدظا هرشاه په وخت کي اوسنۍ سپین ږیرې) په خپلو یاداښتو کي په ۱۳۵۲هجري کي ډېر سم جواب لیکلۍدئ خدایدې وکړې دوی لوستې وي.هغه داسي:لکه چي زما عقیده اونظرو د(سردار داؤدخان) اودهغه داعمالو په هکله دنوموړي نظرهمدغسي دئ. دپخواني صدراعظم ډاکتر عبدالظاهرخان ورور ډاکتر عبدالقیوم خان یوه لیکنه په ورستیو کي دآینه افغان مجلې په ۱۱۵ او۱۱۶ ګڼه۱۳۸۸هجری کال کي نشرته سپارل سوېده .دزیات اهميت وړ باوري ،دقیق اوټولوهغو چاپلوسانو ته غاښ ماتونکې جواب دئ چي پر داؤدخان دميکره ډکي اوښکي تويه وي. دلته ټوله لیکنه چي په دري ژبه ده نه رانقله وم او نه ترجمه کوم خو مفهوم او خاص، خا ص ټکي به ئې ضرور رانقل او
ترجمه کړم.
تردې عنوان لادئ:
سناریو اخیر دربارهء سردارداؤدخان:
(څوورځي مخکي مي یوه امريکایي دوست راته تلیفون وکړي وئې ويل :دافغانستان دشاهي جمهوري درته مباره کي وایم.،،،،).
ماوخندل اوله ځانه سره مي وويل لکه چي دې کورخرابې بیا ډېر چښليدي اودمعمول په شان غرق او بله دونیاکيدئ.لږورسته وپوهيدم چي سړی په ټینکه اورښتیا وائې : څودقیقي مخکي مي د(سردارداؤدخان دکودتا) یولنډ خبر له بې،بی،سي رادیو څخه واوریدئ.زماڅخه ئې دتشریح اوبیان لاره ورکه کړل اوماهم نه غوښتل چي بحث له ده سره اوږد کړم.یوازي مي وويل: کورآباد،دداسي یوه خطری خبرتیا نه ،په کاوبایانه شکل ټوکي څخه، مطلب دي دجمهوري شاهي څخه څه وو اوولې دي دشاهي کلمه دجمهورۍ سره وتړل؟
هغه په خنداراته وويل:،،،،،ډېره بخښه غواړم.ماباېد نوموړی خبره په دې ډول سره نوائې درته واضح کړې.خوباېداضافه کړم چي دغه بد عادت مي ستا سي په هیواد کي زده کړيوو. ځکه موږپه کابل کي اوسیدونکو خاریجا نوهرسياسي حرکت په هغه زمانه کي وشاهي کورنۍ ته منسوب کاوه، فکر مو نسوای کولاې چي یوحرکت دي هلته ددوی له مقاوماتو بیله اجازې سرته ورسيږي.بعضو له موږ څخه حتی د«کارمل»حرکت لا ((کمونیست شاهي افغانستان)) یاداوه.لطفاً له کناه راتيرسه...زه دعادت له مخي دشاهي لفظ دجمهوريت سره پیوندوم...،،
له نوموړي مي مننه وکړل اوتلیفون مي کیښود،په سيلاب دغمونوکي ډ وب سوم.لا هول ولا،،،، مي وويل....چي دا څه محشر جوړسو؟... داؤدخان... کودتا...جمهوریت...؟ تراوس مي ددېموکراسي له کټوري څخه یوڅاڅکې هم نه دئ چښلۍ،چي له مأ یوسې اوترخې ديکتاتورۍ سره مخامخ سوم! داڅه ظلمونه دي ،چي پردې بیچاره خاوره نازل کيږي؟.....پوهان وایي عصاب خرابې ، قهر او خفګان دخوب مانع ګرځي،پس بیداري دچورت سبب،کشکي همداسي وائې.له هغه مقولۍ څخه یوازي خوب الوتل زما بد بخت په نصیب سوو.خدای سته فکرکول حرام او خوب څوشپې نه وو.له څه وخت لپاره مي ماغزه فلج اوبلکول ئې کار پريښود. اوکله چي ئې بیرته کار هم شروع کړئ ټول دګمان فشارو نه دفکرکمال. خیال اوګمان هم دمملکت پرراتلونکي کړن لاره او په هغه کي د«لیوني» سردارپر نقش!!
څو افغانان چي زما دکورپرشاوخوا اوسید ل هره ورځ ئې زماکورته تشریف راوړې.څوشپې اوورځي سره کينستوجلا،جلا مو وآرز ولې. لاکين دمعلوماتو دلږوالي په وجه په يوه مطلقه تیاره کي روان ؤ.دامريکا په اخباروکي هم دوی ورځې ورسته یوازي دنیويارک تایمزاوواشنګتن پوسته به اخبار کي څولنډي جملۍ و لیکل سوي.داکورخرابې (امريکا) زموږدې حیاتي اوتاریخي واقعې ته به هیڅ ارزښت قائل نسول.توا چي هغه ئې دشورويانوسره د«دئتانت» له لاري یوه طبیعي قرباني بلل،اګاها نه چوپتیا ئې غوره کړل.دسيا ست مدارانواو لیکونکو علاقه ئې دلیدونکو او تماشاه چانوڅخه زیاته نه وه.
نويوطرفه ته دامريکا بی علاقه توبه بل لوري ته له کابل پر خبرو بنديز اونه لاس رسی زموږ مجلسونه ،ارزوني را بې خوند کړل.دمولانا رومي دمثنوي پر بنیاد چي وائې :ړندوپه مطلقه تیاره کي د«پیل» په تعریف اوارزونه لاس پوري کړې. دداؤد خانه دي عمل ته یوشمير هغه هم خوشحال وه.چي پلرونه ئې کلونه داؤد خان په زندانوکي ساتلې وه. هغه له مانه بختورو.ځکه چي دژوند ټولي چاري ئې ساده ګي احا ط کړي وې. پرون دپاچا سره وه اونن داداؤد سره .او په خپلو ساده دلائلو هروخت وائې چي هرڅوک چي خرسي زه ئې( ځل یا پلانه) یم... شاید سبا دبل (ځل یا پالانه )سم .
کاشکي په دې شان لوړ والۍ بیله ښه والي ماته هم برابرسوې وائې.زه څنګه په اساني سره کولاې سم چي ووایم،،،،هر تربورچي راځي ښه راځي.....اويا پرواک سپور«تربور»ته پر له واکه لویده لې باندي ترجح ورکړم ؟زما په باور دغه ټول دکاکا زامن واک لرونکې خدایان(نعو ذبالله) وه،هریوه له دوی څخه په نوبت پردې قوم حکومت کړېدئ. پاچا په خپل وار اوله واکه لیري کړل سوو سردارانو په خپل وار!!.....اومبالغه به نه وي
++++++++++++++++++++++++++
سردارمحمدداودخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷) ه،ش
دوهمه برخه
سردارمحمد داؤدخان رښتیا ویل دادده زمامداري،حکومت یا جمهوریت نه ؤ،بلکي (جموریت) یعني دسلطنت بل مخ
سردارمحمد داودخان دجمهوریت دنوم سره همیشه (ه) نه تلفظ کول . دی په دې ځای کي ملامت نه ؤ ځکه چي د(ه) څخه د(حریت) یا آزادۍ مفهوم اخیستل کیږي، داکورنۍ دآزادۍ اودیمکراسۍ سره جوړ نه راتله، ځکه ددوی،نیکه ګا ن او پلرونه ټول دانګرانو په فوځ کي افسران وه. دوی هرڅه ځان باله ، هرڅه ئې دځان بلل اوهرڅه ئې هم دځان دپاره کول اوخوښ ؤ.هوښیارانو هرڅه لڅ کړیدي .( ترټولوبده خبره چي هوښیاران بد ځني وړي هغه له دوستانوسره بې وفایی اوخیانت دئ.) کلیله اودمنه ص۱۸۵ .
ښاغلې سلطان علي کشتمند په خپل (یاداشت هاي سیاسی رویدادهاي تاریخي، خاطرات شخصي.....) په ۲۷۰ ص کي لیکي:(سحرګاه ۲۶ سرطان من نیز مطلع شدم که بساعت ۵صبح بمنزل مير اکبر خیبر واقع مکرویان کابل درجلسه هیأت اجرائیه کميته مرکزی حزب اشتراک نما یم،هنګاميکه لحظاتي قبل از ساعت( ۵ )من وارد دشدم.درآنجا ببرک ،مير اکبرخیبر و نور احمد نور حضور داشتند وپس ازدقایقي اعضائ دیګر نیز وارد شدن. خیبر ګزارش داد که ازنیمه شب به بعد فعالیتهاي نظامي کودتایي درکابل به رهبري داؤد انجام ګرفته است. وي اظهار داشت که بوسیله یکتن از رفقا که دوکتورحسن شرق را سواري بر زهری پوش دیده است ساعت قبل ازموضوع مطلع ګردیده است ووي بلا فاصله کارمل را درجریان ګذاشته بود وقراربرآن شد که جلسه هیأت اجرائیه دایر ګردد.) ګرانولوستونکو دا خبره ډېردفهم وړخبره ده.ولي سلطان علي کشتمند دداؤدخان دچنګاښ د۲۶ مي دکوتاه جریان بل لورته بیائې.د ښاغلې کشتمند کور په چندول کي شپه ده کودتایې فعالیتونه، نیول،نیول روان دي دښار ټولي لاري بندې،بیله دشپې له نامه لرلوڅخه تګ اوراتګ په ښارکي هغه هم تر یوي بجي وروسته څه آسانه خبره نه وه.دکودتا شروع هم تردولسوبجودشپې ورسته سوېده. ښاغلې نبي عظیمي په خپل (اودواوسیاست نومي کتاب ) کي لیکي: چي حسن شرق او غوث دین ماته را غله ما مسلح کړل. مګرښاغلې کشتمند صاحب لیکۍ چي خیبرموږ ته راپورراکړې چي حسن شرق په زهري پوښ کي سپوروو،بیا بل ځای ښاغلې نبي عظمي لیکي :دکودتا په شروع کي کله چي ما وزیرد دفاع ونیوی اوداؤد خان ته مي ورساوه حسن شرق له دا ودخان سره ولاړ وو.اودکودتا له شروع څخه یوساعت تیرسوی وو.نوله دې خبروخو داسي معلوميږي چي سردار داؤد خان، حسن شرق ، ببرک کار مل اودشوروي سره په رابط کي دا کودتا بریالی کړې وي. خوسلطان علي کشتمند لیکي ،چي میرعلي اکبرخیبرګزاش ورکړې،وائې چي حسن شرق په ټانګ کي سپورووزموږ یوملګري ته دریږي اوهغه ته ټول حال وائې، هغه ملګرئې بیا ځان دمیراکبرخیبرترکوره ځي اومیراکبرخیبرخبروي ،میراکبرخیبربیا کارمل خبروي ،نوراحمد نورراځي، کشتمند اونورټول په دغه شپه کي خبریږي،په منظمه توګه سره راټولیږي یوهم غیرحاضرنه ؤ، راځي جلسه کوي لا سهارسوی نه دئ.دا بی پدره شپه نا آعوذوب الله دشبی قدر دشپې په شان اوږده وه اود پرچم رهبری ته ملأیکو ټوله اسانتیاوي برابر ي اوموانع ددوی دراجمعه کیدوپه وخت کي لیري کولۍ اودوی په دغه شپه بیله دې چي خطر احساس کړي خپله غوڼده کوي.
هغه څه چي هوښیار خلګ يې په زړونو لیدلای سي ساده خلګ ئې په خدای (ج) ورکړو،جوړو دوو سترګو نسي لیدلای. کلیله اودمنه.
ښاغلې عبدالقدوس غوربندی په خپل اثر(نګاهی به تاریخ حزب دموکراتیک خلق افغانستان) کي لیکي:(آقای حسن شرق خلاف آنچه که امروزریا کارانه وجبونانه انکارميکندراپوراولین تمایل محمدداؤ د رادر ارتباط په ضرورت تغیر نظام که باوي روي اعتماددرميان ګذاشته بود درهنګام ديدوبازدید مخفیانه به ببرک کارمل انتقال دادوحزب په آقای شرق وفیض محمد که هردونسبت حساسيت وظیفوي ایشان اعضای مخفی ودرارتبا ط انفرادي بودند رهنمودهای لازم سپردکه بادقت همه جانبه وبشکل طبیعي اجراګردد.) ص۳۵ .په دوام ئې بیا عبدالقدوس غوربندی لیکي:(حسن شرق بعدازپیروزی کودتاازسلیمان لایق که درهمسایه ګی نزدیک وي بودرخواست تارهبری پرچميها((بیانیه خطاب بمردم))راکه مي باېد محمددا ؤدبعنوان خط مشي خودارایه نماید، بنو يسد تاحسن شرق ازنام خودآنراپه کميته مرکزی محمدداؤد بدیهد. این بیانیه بوسيله اعضای بیروسياسي پرچمي هابصورت اشد محرم تهیه وتوسط سلیمان لایق په حسن شرق که معاون صدراعظم بودتسلیم داده شد،وعلاوه برآن بوسيله فیض محمدوزیرداخله ورهنمای حسن شرق ومنظوري سردا ر داودخان درحدود (۸۴)تن ولسوال وچندوالی ازجمله اعضا وعلا قمندان پرچم ح د خ تعین ومقررګردیدند.) داکترګوستاولوبون فرانسوي مورخ وائی:(په هر ټولنه کي سړی باېدخپل مقام وساتي ،لیکين نباېد دهغو نفوذترمعین حد تیرسي.ولۍ چي په دې صورت سره هرډول ترقی او پرمختګ ته فالج پیښوي.) دکلیله اودمنه کتاب په ۱۷۳صفحه کي لیکل سويدئ :« له ظالم پاچا څخه چي کمزورۍ رایه ورکونکي وزیران لري باېد دملک اوخلګو دټینګښت اوسولۍ توقع و نه سي». په رښتیا سرمحمدداؤدخان حاکم سو. دکاکادزوی کورنۍ ئې ایتالیاته دلویوډکوبکسو سره په خیرسره وروه لیږل، محمدظاهرشاه خان هم خپله استعفاء ورته راواستول.دشاهی دنوم په عوض جمهوری نوم وکار ول سوو.شاهی ارګ،شاهی ګارد،اوس جمهوری نوم کمائی کړې.داصلاح ورځ پاڼه ،جمهوری ورځپاڼه سول.په بیرق کي باښه یاټپوس علاوه سوؤ.۸۴نفره پرچميان ولسوالان مقررسول، زیاتي مهمي امنیتی چوکي نورې هم پرچم ته ورکړل سوی،مثلاً غلام فاروق یعقوبی چه دداکتر نجیب الله دخاد دریاست پر وخت دخاد مرستیال او کله چی داکتر نجیب الله ریس جمهور سوغلام فاروق یعقوبې ئې دخاد وزیر ؤ. قطره،صمد ازهر،محمدنبی مياخیل،عبدالله همکار،عبدالباقی اتمر،حاجي محمد څکمنی جلیل نورستانې اونور. حتی پر کورناست ،تقاعد سوي دیوشمیرپرچميانوپلرونه ئې هم پروظیفو وګمارل.لکه د ببرک کارمل صاحب پلارجنرال محمد حسین خان دپکتیا دقول اوردو قوماندان سو،دداکترصاحب نجیب الله خان پلار اخترمحمد په پیښاورکي دتجارووکيل سو،دعبدالصمد ازهرپلار عبدالکریم عمر خیل دپروان والی سو.امکان لري نورزیات چي ما نه پیژندل. نوداو جمهوریت،داوو داؤد خان، داټول کارونه ئې دشوروي دمشرانودخوشحالی دپاره وکړل. زه ستاسي محترمو څخه ( دافغان ملت (ولس) دژوند اوښيګڼي سوال کوم ،دجمهوریت نوم، دبیرغ تبدیلول ،ملي سرود ،داخبار دنوم تغیر ولس اوجامعی ته څه ورکول؟) اصلاًد داؤد خان رژم ،جمهوریت یوازي وپرچم ته ژوند وباخښه، بیا هم دپرچم رهبرې په درسته توګه ددې طلائې چانسه څخه هغونه ګټه دجنبش په ګټه پورته نه کړل چي بیاید پورته کړې ئې وائې اودسردارداودخان دشکست اوماتي څخه ئې دعبرت درس وانخستي. ځکه دکورنیوچارووزارت،استخبارات ،فوځ اواکثریت دولسوا لیو،هرڅه چي پرچمی رهبری غوښتل هغسي ئې کولای سوای. ماته دڅرخي پله په زندان کي ښاغلې عبدالقدوس غوربندي دپرچم درهبرې په خاصه دکارمل صاحب ضعفونه اوخلاوي بیان کړیدي. سردارمحمد داؤد خان سياسي پوهه څه چي عادئ سواد ئې هم نه لاره.که ئې درلودئ؟ نو دده کومه مقاله،رساله به چيري پیدا نه کړي،خطاب به مردم خود پرچم درهبرۍ لیکنه اوکمال وه. لمړی کا ل خوئې په دې ډول په (خاکیو) تیر کړي.د۱۳۵۳ هجری،شمسي لپاره ئې د یوشمیرمعلومو اشخاصو په ملاتړ چي حسن شرق دهغوئ ملأ تړې ؤ، سرادارداودخان ته وپوهول چي نور دي پاچهي خپله سول. هغه ؤ چي،د۱۳۵۲ ش کال دحوت دمیاشتې پر۲۹ نیټه چي دتیرکال وروستی شپه او دنوي کال لمړی شپه هم وه. ویني تویول نه پټېږي اوفتنه اچول په پای کي رسوا کېږي .( کلیله اودمنه ص ۱۰۲).داسي لویه ناروا لو به پیل کړه، ښاغلې محمد هاشم ميوندوال، جنرال خان محمد،جنرال ګلپهارخان، جنرال محمدرحیم خان، دګروال زرغونشاه،دګروال سيداميرخان،جنرال عبدالسلام خان،جګړن محمدهاشم خان کامه وال،دګروال محمداکرم خان، حاجي الله نظرخان هزاربز، مولوی سيف الرحمن شنواری، سعدالله کمالی وکيل،جنت خان غروال، حاجي الاګل هودخیل، مولاګل هودخیل، حاجي حنان،محمد عارف شنواری اويوشميرزیات نورونیول ،بندیان ئې کړل،څه مړه اونوروئې ،دعذاب اوتوهینه ډک ژوند په زندانوکي تیره وې. ترحساب زیاتي کورنۍ دسردارمحمدداؤدخان اوملګرو له لاسه ئې دغم پر ټغر کښينول سوېدي. یوه ورځ حتی یوځل هم دسردارمحمد داود خان کورنۍ دا فکرونه کړې ،پرهغو چي دوې حکومت کوي هغه هم انسانان وبولي.ښه د فوځ مسلکې جنرالان،ملي تجاران اودفکرخاوندان ووژل سول او یا د اوردو دلیکو، او دولتي وظیفوڅخه لیري څه چي بندیان کړل سول اوووژل سول . سردارداؤدخان اوورسره یارانو ئې محمد هاشم خان ميوندوال چي یو وخت صدراعظم،سیاسي شخصیت اوملي شخسیت ؤ په توطیه سره تهمتي اوو وژې، او په ډېره سپین سترګي، بې شرمي،ددرواغو سره مل داسي اعلانوي چي نوموړی خپله ځان ووژی .داپوښتنه څوک نه کوي چي هغه په خپل کورکي ځان وواژه ؟،که ستا ترزنه لا نه دي ،ستا په زندان کي تا اچولې ؤ تا باېد تاساتلۍ وائې ،دهغه دساتني چاري خوستا پرغاړه وی .ته واکداروی ،تا ځان رهبر اونابغه بلي ،ولي که ستا خبره ومنم چي بیله درواغو بل څه نه دي . وليدي پريښو دچي هغه ځان مړکړي،څونه ظلم دي ورسره کاوه چي دئ ئې دې ته مجبورکړې چي ستاترمشرۍ لاندي هیواد اوزندان کي هم په ژوند خوښ نه ؤ ځان وژني .اوډېري نوري پوښتني؟
ددوهمي برخي پای.دوام لري
++++++++++++++++++++++++++++++++++
لمړۍ برخه:
دماشیني ضابطانوبه مواوریدلي وي راځي زموږ دهیواد تاریخ ته ،موږ لا مخکي (ماشیني جنرالان) تولید کړي وه،راځې پیدائې کړو. سردارمحمدداؤدخان دسردارعزیزخان زوی،دسرداریوسف لمسی، دسردار یحیی خان کړوسی،دسردارسلطان احمد طلائی کوسی اودپأينده محمد پردی ؤ. سردارمحمد داؤدخان په ۱۲۸۸ هجري شمسي کال کي دکابل په شاهي ارګ کي زیږدلی دئ .په ۱۳۱۱هجري شمسی کا ل کي یعني کوم وخت چي (۲۲) کلن ؤ دیوه کال دپاره فرانسې ته ولاړې، البته دسیل اوتماشې دپاره . په(۱۳۱۳) هجري،شمسي کال کي چي ورسته کابل ته راغلۍ دیوه کال لپاره ئې نظامي زده کړي وکړې، (ماشیني جنرال)سوو،هغه نظامي زده کړي چي نورو نظامیانو په (۱۰) کلونوکي تکمیله کولې سردارمحمد داودخان په (۹) میاشتولږحاضراوډیرپه غیر حاضره توګه پوره سرته ورسولې،اوورسره جفت ئې تر(لمړی برید من، دوهم بریدمن،دریم بریدمن،تورن،جګتورن، جګړن، ډګرمن اوګروال ) تررتبو ګام واړاوه کوم چي نورنظامیان دتقاعد تروخته په مشکل سره ترتیریدای سي یا رسیدای سي، مګرسردار محمدداودخان (۳۰) کاله مخته ټوپ ووهه، اویودم بریدجنرال سوو.نه پوهیږم قانون ،اصول، پرنسیب، طرزالعمل ته به ددې کورنۍ احترام، څونه اوڅنګه فکرکوي؟ چاه چي قانون ،اصولواوپرنسیبو ته احترام نه وي کړی،نوښه والې ئې بیا په څه کي باید ولټول سي؟ سردارمحمد داودخان د۲۴ کالو ؤ چي فارغ اوبریدجنرال سوپه ۱۳۱۴ هجري شمسي کال یعني یوکال ئې لاپوره په وظیفه کي تیرکړې نه وه چي تورن جنرال سو،دکندهار اوفرا نایب الحکومه اوقوماندان دقول اوردوسوو،۱۳۱۷ هجري کي دمشرقې نایب الحکومه اوقوماندان دقول اوردو سو ،۱۳۱۸هجري شمسي کي قوماندان د قووأ ئې مرکز اوقوماندان دحربې ښوونځۍ سو،۱۳۲۵ هجري شمسي کي وزیر دفاع دمملکت سو،۱۳۲۶ هجري شمسي کي په فرانسه کي سفر سوو،۱۳۲۸ بیا هیواد ته راغلې او ددفاع وزیر سوو،۱۳۳۲هجري،شمسي کي صدراعظم سوو. لیکونکې :(۱۳۱۱ه ش هم دفرانسي سفر اوچکر هم نظامي زده کړي تکمیل کول ،د۲۳کلنۍ عمرپه یوکال ئې هرڅ تکمل کړل ،۲۴کلنۍ بریدجنرال په ۲۵کلنۍ تورن جنرال ،والې قوماندان دقول اردو ،وزیر،صدراعظم اوریس جمهور دغه ته وائې کله ،استعداداوبخت زما په باور نوموړي به نه دمکتب اونه هم دکار اووظیفی پروخت،یوکتاب هم تر پایه لوستي وي).دسردار محمد داودخان داقوت ،زور، حق اوصلاحیت له کمه ؤ؟ ښه ټول پوهیږو.آیا هغو ټولو مندي اوپلرونه کورنۍ اولادونه نه لرل چي ده دوظیفو لیري کول، نیول،بندي کول اووژل ؟آیا دوژل سوو کورنیو، خپلوانو او عزیزانو به دخپلودوستانو پر وژلونه وي ژړلي؟ فکر وکړي څوک دئ چي دپلار په وژنه خپه نسي ،کمه مورده چي داولاد پر مرک ئې ندي ژړلي ؟ اونور....که دنورو انسانانودوژلو خبره یوه ساده، دقسمت اودآذل برخه بولۍ ،نوآیا سردارصاحب داودخان بیا تردې خبري(آذلي سرنوشته ) لوړؤ؟.که دخپل عمل سزأ حق وي ،هغه چي ده کرلي وه،هغه يې باېد نه وای ریبلي ؟ دې سلطنطي کورنۍ زیږولۍ غم به همیشه دولسونو پرکورمیلمه وای؟. ښاغلې کاندید اکا ډميسن محمد ابراهیم عطائی په (دافغانستان پر معاصریوه لنډه کتنه) کي دسردار محمد داود دشخصیت په پیژندنه داسي کوي اولیکې چي:« داؤد خان دشخصیت په درو ناروغیو آخته انسان ؤ، اول: د«نارسیس» په مرض ،یعني ځان تر هرچا لوی په نظر ورتلې . دوهم :« دایګوسانتریک» چي ځان ئې جامع اکمالات باله یا دعلم مرکز.دریم :« سکزوید» یا درون ګران چي لس کاله ئې ژوند په جلا والي او مایؤسي کي تیر کړي ؤ، سخت دعقدو ډک وو». خدای (ج) بخښلي عطائې صاحب داودخان خورا ښه پیژندلې ؤ. دشاه محمود خان دصدارت پر وخت یوځل غبرګ سرداران سردارمحمد داؤدخان اوورویي سردارمحمد نعیم خان خارج ته ولاړل دلته په کابل کي دسردارشاه محمود خان دصدارت پروخت (دویښوځلميانو خوځښت، جمعیت وطن او جمعیت نداخلق) سازمانونه فعال او داخبارونو څښتنان سول. دپارلمان داووه مي دوری انتخابات، دیوشمير وطن دوستانو بریالیتوب اوپارلمان ته ئې لاره پیداکړل،دکابل په ښارکي دښاروالي لپاره انتخابات، دکابل په پو هنتون کي دمحصلینو اتحادیه جوړه سول، داخبارو نشریدل دخلګودذهنیتوپه بیداره ولو کي دځوانانودنقش برجسته والي.داهغه څه وه چي ددربار(شاهي ارګ) دننه سرداري ګروپ(داؤدخان اونعیم خان)ا وبل ورسره په شاهي کورنۍ کي دننه خواخوږودسردارمحمد داؤد اوسردارمحمد نعیم په خاصه توګه دداودخان پرعصابو پرته (ځنځه) وښورول،ددې بې خبرو پام ئې دې خبري ته راوګرځاوه، چي داسي معلوميږي ستاسي ناسکه کاکا شاه محمود خان غواړي ټول حکومتي چاري انتخابې کړي او تاسي(داود اونعیم) له راتلونکې هغه څه څخه بې برخي کړي (صدراعظمي). سردارمحمدداو د خان اوسردار محمد نعیم خان ته داخبر یقیني وبریښیدل، مځکه ورته سره سول اوددوی پرشپه سول، ډېرژرکابل ته راغلل. غبار دخپل لیکلي تاریخ په ۲۵۳ص کي لیکي :(( محمد داودخان صدراعظم مثل کاکا یش نادرشاه با عصبانیت خاص خود ګفت :حکومت به نشر جریده وبه حزب غیر حکومتی اجازه نمیدهد)). دسردار داودخان اوسردار نعیم خان کوښښ داوو چي شاه (ظاهرخان) ته ځانونه نژدې کړي ،همداسي ئې وکړل ،څو په نتیجه کي دشاه محمود خان صدراعظم په کابینه کي ورګډیږي.لمړی منفي کار اوکمال د سردار محمد داؤد خان داؤ چي دکابل پوهنتون دمحصلینو اتحادیه ئې ړنګه کړل،د غلام محمد «غبار» دتښتونې کار ته ئې لاس واچاوه خوپکښي ناکام سو،دپورته ذکرسو سازمانو نوډېر پاک نفسه غړي ئې بیله دلیله ونیول بندیان ئې کړل، دکور یا ارګ دننه ئې دشاه محمودخان(صدراعظم) پرضد دپادشاه (ظاهرخان) نظر خراب کړي او بلأ خره ئې ځان صدراعظم کړي. دپارلمان داتمي دوري په انتخاباتوکي ئې ګوتي خوڅه چي لاسونه اوپښې ټولي ووهلي.دده دلاس وهنوپرضد جميعت وطن اونداخلق سازمانونوپه ګډه یوه مظاهره وکړل. سردارداؤدخان ډېرژرزیات دهغوی فعالین ونیول، بندیان ئې کړل.یو شميرددغو بندیانوبیله ددوې دسرکاري کورنۍ دجوړي کړي محکمي دپریکړي «۱۴» کاله دپاره په وحشت ،زجر اوعذاب کي په زندانو کي هم تیرکړل. چي دسردارمحمد داود خان داعمل ئې دده دنور اعمالوپه شان دافغانیت ،آسلامي احکامواوبشریت یوضد عمل بلل کیدای سي . دميثال په توګه«ميرغلامحمد غبار،عبدالرحمن محمودئ،عبدالحی عزیز، ميرمحمدصدئق فرهنګ،براتعلي تاج،غلام سرورجويا،عبالقیوم رسول، علی محمد خروش،فتح محمدخان فرقه مشر،سلطان احمد،نصرالله یوسفي، غلام فاروق اعتمادي،امان الله محمودئ،ابوبکر،عبدالحلیم عاطفی، علی احمد نعیمي، محمدرحیم محمودئ.په همدې توګه ئې ډېرترو ،مسموم اولادرک کړل.دمحمد آصف آهنګ خبري. آیا نوموړي اشخاص انسانان نه وه؟کورنۍ ،اولادونه ،ښځي اودوستان نه لرل؟ اوپه دې خاروره اوهیواد کي يې دافغانانو په صفت داوسیدو،کار،خبرو اوسیاست حق نه لاره؟. خبري ئې کولې،مقالې ئې خپرولې،مظاهره ئې کړې وه،بس نومرګ ئې روا ؤ؟ ښاغلې داکا ډميسني کاندید محمد ابراهیم عطا ئی به خبل اثر :( دافغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنده کتنه ) کی بل ځاي ، دشاه محمود خان د صدارت دوختونو ددموکراسی د زوال په باب تر هربل چا د سردارمحمدداؤد خان نقش اساسي بو لې داسي لیکي :(علاوه پردې سر دارمحمد داؤد خان چي ددېکتا توری پلا رؤ دسپه سالار په وړانه دي ئې مشکلات ایجادول اوشدید سبو تاژ ئې مخته اچولی ؤ.)ص۲۴۵ البته دسپه سالار څخه مطلب سردار شامحمود خان دي. پرپورته یادکړل سوومنور ینو یوزیات شمیر دویښو زلمیانوپخوانې غړي دهیواد زده کړي وال دروښانه فکر لرونکي شخصیتونه،څورلس،شپږ،پنځه اوڅلورکلو دپاره په کابل اوکندهار کي په زندانوکي واچول. اویوشمیر ئې تبعید هم کړل. بندیان کوم څوک چي دداودخان له زندانه ژوندي راووتل ډیروله هغوی څخه خپل نورمال حالت دلاسه ورکړی ؤ،مالیکونکي ډیر له دغو بندیانو خپل دنژدي لیدلې دي. لکه :فیض محمد انګار،محمد عالم بڅرکي، حاجي محمدحسین هوتکي،محمد انورخان اڅګزي،عبدالهادي خان توخي،غلام جیلاني خان الکوزی،قاضي بهرام خان،قاضي عبدالصمدخان، اونور تبعید لکه :محمدرسول پښتون اونور دغبارپه تاریخ کي په ۲۴۱ص کي دزیاتو دنومونوذکر سویدي. معلم عبدالقیوم .دلمړۍ برخي پاي .دوام لیري
معلم عبدالقیوم دامریکأ څخه