چین او روسیې ولې شپږ ورځني ګډ پو ځي تمرینات پیل کړل ؟

 ابو دانیال

کله چې د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ روسان افغانستان ته راغلل ، افغانستان یې اشغال کړ، له والادي واستکه تر ختیځې اورپا پورې د آسیا په ډېره خاوره موړ نه شو ، نو له چین سره یې هم په ځینو سر حدي سیمو کې نښتې وکړې . داسې شعاع وې یې پر چینایي سرحدي عسکرو استعمال کړې چې هرڅه یې ورته ذوب او د چین (۱۱۰۰۰) پوځیان سره له پوځي مهماتو او وسلو له منځه په کې ولاړل . خو چین بیا هم لاس تړلی پاتې نه شو . وسلو او پوځي تخنیک ته یې وده ورکړه ، پوځي بودجه یې زیاته کړه ، آن تر دې چې څو کاله وړاندې غربي مېډیاوو وویل چې چین خپله کلنۍ پوځي بودجه (۴۰) میلیارد ډالره  اعلان کړه . چې د امریکا تر شد ید انتقاد لاندې ونیول شو . ولې له روسیې سره هغه مهال بېرته پخلا شو  کله چې چین او روسیې دواړو په عربو ، هند سمندرګي اوآرام سمندرکې د امریکې پټې او ښکاره پوځي مانورې او فعالیتونه محسوس کړل . هند چې له روسیې سره نږدې اړیکې لرلې همدغه اندېښنه لرله . نو ځکه روسیې ته پلمه په لاس ورغله چې چین او هند له ځان سره یو ځای کړي ، او له ځانه د د فاع په خاطریو دری اړخیزه پوځي د فاعي کمربند د امریکې د مخنیوي په وړاندې جوړ کړي . ځکه خو د دری واړو هېوادونو توافق پردې راغۍ چې (۵۰٪) به خپله روسیه ، (۲۵٪ ) به چین او (۲۵٪) به هند ددغې د فاعي کمربند د ټولو لګښتونو ذ مه واري پرغاړه مني . ولې امریکې له هند سره اقتصادي او پوځي یارانه پیل کړه ، ترڅو د روسیې ، چین او هند ترمنځ د سترا تیژیک دفاعي کمر بند دغه کړۍ ځانته را بېله کړي . 

په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې او وتلو وروسته د منځنۍ آسیا هېوادونو یو پربل پسې د کرېملېن د واکمنو په سلا مشورو د خپلو نسبي آزادیو وړاندیزونه وکړل . اوسنۍ روسیه هم پردې خوښه وه چې نورنودغه هېوادونه نه شي تمویلولی . له ځان سره تر ساتلو یې د هغوی نسبي آزادیو ته ترجېح ورکړه . ځکه د شوروي اتحاد اقتصاد ته د افغانستان په لس کلن نیواک کې دومره غټه ضربه او تاوان رسېدلی ؤ چې له کبله یې د چېرنوبل د اتومي بټۍ د ریاکتورونو کنټرول هم له واکه وایستل شو . د پردیو استخباراتي بریدونو مخه یې ونه نیوله ، او ټوله بټۍ یې له منځه ولاړه . ساینس دانانو یې پرایران او نورو هېوادونو ځانونه اوخپله تېکنالوجي وپلورله .

امریکا افغانستان ته راغله ، او دا هېواد یې له ترورېزم سره د جګړې په پلمه اشغال کړ. خو په اصل کې دا یوه اقتصادي جګړه ده . ځکه امریکا او ناټو ټلوالې په افغانستان کې لس کاله د دیمو کراسۍ ، ښې حکومتدارۍ ، بیا رغونې ، او د افغانستان د با ثباته کولو په پلمه تېرکړل ، خو د ذي دخلو ګاونډیانواو مافیا له شره د نیمګړي امنیتي حالت  له لاسه ونه ژغورل شو. اوس یې نیت دﺉ چې پرافغان حکومت اوږد مهاله سترا تیژیک سند داسې لاسلیک کړي چې سترا تېژیکې پوځي اوهوایي اډې له امریکایانو سره وي ، او نور پوځونه به د سیمې په نورو ځایونو کې په کار وګوماري . ( لکه همدا اوس یې چې خپل (۳۰۰۰۰) امریکایي پوځیان په ټاپي کې د ګازو د نل لیکې له پاره ځای پرځای کړي . او پر پاکستان باندې یې منلې چې د پاکستان له خاورې د تېرېد ونکې نل لیکې د ساتنې ضمانت به ورکوي .ترڅو د ګازوترټولوغټ مصرفوونکي هېواد هند ته ورسېږي .) خو که اړتیا ولید ل شي د همدې سند له مخې  په یوه شپه ټول افغانستان یو ځل بیا له امریکایي پوځیانو ډ کولی هم شي  .

بل لور ته ایران او پاکستان هم په ډاګه په افغانستان کې د امریکې پوځي حضورځکه نه مني چې په افغانستان کې یې ددغو دواړو هېوادو د ښکاره لاسوهنو مخه ډپ کړې ده .

آخوا امریکایانو د بهارعرب ترسرلیک لاندې د لېبیا ، مصراو یمن  رژیمونه ړنګ کړل ، پرسوریه باندې یې په خپله د برید پلان درلود ، خو د روسیې له شد یدې پوځي مانورې سره مخ شول . بیا یې د خپل پوځي ماشین د یپلوماتیکه ژبه سوډان او شمالي کوریا ته ور واړوله . په سوډان کې د دارپورسیمه چې هلته خواوشا یو مېلیون عیسوي مذهبه سوډانیان اوسېږي ، له ډېرې مودې راهیسې امریکې اوغربي هېوادونو دغې سرطاني دانې ته د تېلو پر سر وده ورکوله ، چې له بده مرغه یې لومړی د سوډان خاوره  تېر کال په شمالي او جنوبي سوډان سره ووېشله . اوس یې د خپلمنځي خونړۍ جګړې په کرښه یو بل ته سره درولي . تېره شپه امریکا غږ راډیو وویل : د سټلایت له لارې دوی ولیدل چې شمالي سوډان له کرښې سره نږدې سیمه بمباري کړې ،او د تېلو یوې مهمې نل لیکې ته سخت زیان وراوښتی . اوهم یې د ملګروملتو په خوله خرطوم ته اخطار ورکړ چې نور دې پر جنوبي سوډان حملې بندې کړي . حال دا چې په سوډان کې د غرب دا پروګرامونه ټول ددې د پاره پلي کېږي چې یاخو په خپله د سوډان پر تېلو کنټرول ولري ، او یا یې ورته د اورخوراک کړي . سوریه ، مصر، یمن ، لېبیا ، تونس ، او نورعربي هېوادونه هم د امریکې اوغرب په دِغه ډول سترا تیژیکو پروژو کې شامل کړی شوي دي ، ترڅو پورې یې چې نوي رژیمونه پرخپلو پښو درېږي ، دوی به یې پرټولو شا رګونو د خپل ځبېښاک نېشونه لګولي، او ټولې زېرمې به یې ترې وړې وي . خو شمالي کوریا بیا هم خپل بالستیکي لېرې واټن ویشتونکی توغندی په خپله ، او یا د نورو پر مټ د اوباما له ورتلو او ګواښونو سره سره وآزمایه  ، خو په ناڅرګند حالت کې ناکام اعلان شو . کېدی شي چې څه ټکه پرې لوېدلې وي .

اوس روسانواوچینایانوپه ګډه په سمندر کې د ترورېزم د مخنیوي په پلمه د پرمختللې پوځي تېکنالوجۍ پرمټ شپږ ورځني پوځي عملیات پیل کړي چې په هغو کې آن د پرمختللو جنګي اوبتلوسمندري عملیات هم شامل دي .

که چېرې په ریښتیا د روس اوچین د غه ګډ پوځي سمندري تمرینات له همغه پخواني د فاعي کمربند سره تړاو ولري . نو بیا خو ښکاره خبره ده چې همدغه د درېیمې نړیوالې اتومي جګړې له پاره د تابیې نیولو پېلامه ده . او افغانستان به په سیمه کې د ټولو سیالو او رقیبو هېوا د نوترمنځ  د جګړې په ترټولو لومړۍ کرښه کې تارګېټ وي . افغانان به هم چاته څه نه شي ویلي چې زموږ له هېواد ه  ووځۍ !  لرې شۍ  ! او د لته زموږ په کلي کې شر مه جوړوۍ !  ځکه چې افغانانو به خپله نړیوالو جګړه مارو ته په خپل لاس په لیکلي سند ځای ورکړی وي . بیا که له افغانستانه یوریشیما جوړېږي هم پردوی یې څه .

بله ورځ به چین ، روسیه ، ایران ، شمالي کوریا ، هند او نور ښکېل هېوادونه وایي چې د نړۍ له شا نه راغلو پوځي لښکرو د افغانستان له خاورې پردوی باندې سیاسي ، اقتصادي او پوځي حملې کوي ، نو دوی هم مجبوردي چې د ځان د د فاع په خاطرمقابل لوری د افغانستان په خاوره کې ترځوابي هر اړخیزو برید ونو لاندې داسې ونیسي لکه امریکا چې طالبان او القاعده تربرید لاندې نیولي دي .

که چېرې نړیوال د سیمې له هېوادونو سره په افغانستان کې د زور آزمویلو ښکرتمبه کړي ، ښکاره خبره ده چې د افغانستان خاوره ، خلک ، ملي هویت او ټول اقتصاد به په کې له منځه ولاړشي ، اوګټې به یې د فاتحینو ترمنځ سره وېشل کېږي .

افغان مسؤلو سیاستوالو ته په کارده چې په دغه نړیواله پوځي ، سیاسي اواقتصادي لوبه کې له ټولو هغو خبیرو، سیاسي پوهانو،علمأوو ، پېژندل شویو ملي مشرانو، مشایخو ، د ملت له استازو، علمي کدرونو، اونورومسلکي روغو کسانو سره سلا مشورې وکړي ، ترڅو لومړی په ټول هېواد کې ریښتینې سوله او یو افغان شموله نظام منځ ته را شي . افغانانو ته د سولې عیني او ذهني شرایط هم برابرشوي . ګټه دې ترې واخلي . او دغه د نن ورځې په لاس ورغلی فرصت دې له لاسه نه ورکوي . افغانستان دې د سترو نړیوالوهد فونو نه قرباني کوي . (( ځکه ملي ګټې او ملي زیانونه دواړه له داسې ملي ګامونو سره تړلي چې د پورته کولو مسؤلانه پرېکړې یې له غټوفکري ماغزو، ژورلید اوغورچاڼ سره تړاو لري . خو غیرمسؤلانه کړه وړه یې د تظاهرپه ناسم تلېسکوپ او پردیوعینکو کې څارل کېږي . چې افغان چارواکي باید د دغه اوهغه ترمنځ توپیر وکړي . چېرې نه چې بله ورځ له ملت سره یوځای په نړیوال تلک کې بند او د تارخ ملامتي پرځان راولي . )) خوخدای مه کړه که داسې وشي نو دوی به له ټول هېواد او وطنوالوسره یوځای د نابودۍ په کنده کې پراته اوهډوکي به یې له مرګ نه وروسته د ستالین په څېر محاکمه کېږي .

 او که چېرې افغانستان له امریکې سره سترا تیژیک تړون لاسلیک کوي ، نو ورباندې لازمه ده چې پرامریکا باندې د افغانستان د سیاسي ، اقتصادي ، امنیتي ثبات او د خاورې د تمامیت خبره هم ومني ، ترڅو د نړیوالو پوځي حضور د افغانستان په ګټه ، او ګاونډ یان په کې هېڅ ډول مداخلې ونه کړي . او افغانستان له سیمه ییزې او نړیوالې بلا څخه خوندي پاتې شي .   

 

 


بالا
 
بازگشت