د اداري فساد مافیا د څارنوالانو پر وژلو پیل وکړ
ابو دانیال
په پخواني یو نان کې د یو ناني فیلسوفانو له ډلې یو هم افلاطون ؤ . نوموړي د وخت د حاکم په اړه که هغه ښه وي ، یا بد خپل نظر داسې څرګند کړی دﺉ : (( د وخت د حاکم مثال لکه د دریاب یا بحر په څېر دﺉ چې هرې خوانه ترې نهرونه او ویالې تللې وي . که د دریاب یا بحر اوبه رڼې او خوږې وي ، نو د نهرونو او ویالو اوبه یې هم صافې او خوږې وي . او که د دریاب یا بحر اوبه چټلې ، بې خوند ه او خړې وي ، نو د نهرونو او ویالو اوبه یې هم خړې ، بې خونده او چټلې وي . ))
د پورتنۍ بېلګې پراساس موږ ویلی شو چې زموږ افغاني نظام هم د همدغه ډول چټل دریاب په کتار کې راځي . ځکه زموږ هراداري واحد زموږ د سیاسي دریاب ( افغانيادارې ) نماینده ګي کوي . هغه متل دﺉ چې وایي : (( اوبه له سره خړې دي )) چې د زیات کثافت له امله چا په کې نه د سوچه والي خوند څکلی ، او نه یې په کې د افغانیت روڼ رنګ تر سترګو شو . مانا دا چې د افغاني نظام په اوسني کالبوت کې سوچه وینه نه چلېږي ، او نه یې هغه سلولونه او حُجرې خپلې دي چې همدا اوس د غریب او بې وسې و طنپالو د کوڼدو یتیمانو پر وینو ځپېښلو ، مظلومو اوښکو تویولو اوغوښو خوړلو د خپل وجود د بقأ او پایښت له پاره په ناحقه تغذیه اخته ، له حرامو تشکیل او د کورني او بهرني فساد ځالې یې جوړې کړې دي . چې له دغه ډول حرامو نطفو د کوم حلال او روا کار تر سره کولو تمه هم نه شي کېدلی . ځکه حرامې نطفې تل لکه کرګس ( ټپوس ) په مردابونو (خوسا ډنډونو) کې مښوکې وهي ، له خړو چینجي را باسي ، او خوري یې .
دا مهال اداري فساد د افغان نظام ګوټ ګوټ ته داسې سرایت کړی چې د حکومت ټول اړخونه پردغه مُزمنه ناروغۍ اخته او د مخنیوي لارې چارې یې نه تر سترګو کېږي . هېڅ داسې اداره نه شته چې بډې (رشوت) ، اختلاس او نورې اداري ککړتیاوې دې په کې نه وي . او په هرکور، کلی او ناحیه کې خلک د حکومت له ناولتیاوو سرټکوي . او نا هیلي دي . ځکه د افغاني ټولنې ډېر کم وزنه اولوېدلي خلک د واک پرګد یو ورکښېنول شوي ، کله چې د هېواد ډېردرانه اوسپېڅلي خلک د کوم روا اومشروع حق ترلاسه کولوله پاره ورغلي ، نه یواځې دا چې کار یې نه دﺉ ورته کړی ، بلکي په ډېره سپکه سترګه ورته کتل شوي ، او خپله یې هم نه دي ورسره کتلي . د بل په خوله یې ځواب ورکړی ، اوبېرته مأیوس ترې تللي دي . چې نور زموږ د رانه او پرد ین ، ناموس اوخاوره مین وطنوال په خپل هېواد کې دغه ډول مافیایي په هراړخیز فسا د اخته حکومت نه ، بلکي له هرډول کثافت څخه خلاص یوداسې نظام غواړي چې سر، مال ، ناموس او ټولې ملي اوبین المللي ګټې یې په کې په پوره ډاډ من عادلانه شرعي چوکاټ کې ژوندۍ اوخوندي وي . نه چې د ژوند له ټولو روا نعمتونو یې محروم او بې برخې کړي .
تاسو وګورۍ په تېرو شپږو میاشتو کې یواځې په کابل کې د (اووه میلیاردو ډالرو) په ارځښت دولتي او غیر دولتي ځمکې زور واکو نیولې دي . په کندهار کې یې د (سل میلیاردو ډالرو) په ارځښت ځمکې لاندې کړې او دولت او ملت ته یې زیانونه اړولي دي . ولې ملاتړ یې د دولت په دری ګونو قوو کې د ننه خپله د لوړ پوړو چارواکو له خوا کېږي . شېرپور چې خلک یې شېر چور بولي خپله چارواکو او انډیوالانو یې په خپلو کې سره وېشلی . د وزیرانو شورا پرېکړه کړې وه چې د هرکورد یوې بسوې ځمکې بیه به د دولت خزانې ته (۳۳۰۰۰) ډالر تحویلوي ، بیا یې دغه بیې (۱۱۰۰۰) ډالرو ته را ښکته کړې ، خو اوس په تلوېزیونونو کې پرې تودې خبرې کېږي چې دغه (۱۱۰۰۰) ډالر یې هم نه دي ور کړي .
ادارهْ امور د دولت د مأ مورینود شخصي منقولو او غیر منقولو شتمنیو د ثبتولو له پاره فورمې چاپ او په ادارو یې ووېشلې ، خو د څو کلونو وروسته بیا هغه فورمې بد لې او بېرته له سره نورې فورمې چاپ او پر ادارو توزیع شوې ، اداري فساد له همغې ورځې پیل شو، چې خپلې غلاکړې دارایۍ یې ټولې په کې ثبت کړې . ځکه چې د مخه د لس کلنو چارواکو پلرنۍ دارایي ایله دومره کېدله چې سپی به یې پر درمنده پرېؤت ، هغه د چا خبره لکۍ به یې بلې خوا ته ترې وتلې وه ، خو اوس یې دومره پیسې اوجایدادونه پیدا کړي چې په کمپیوټرو یې هم حساب ترې ورک دﺉ . دا چې اوس ؤلسمشر حامد کرزي د فساد ضد اداره جوړه کړه ، ددې خلکو د جایدادونو په اړه یې مالومات را ټول کړل ، خلکو رسمي عریضې او شکایتونه وکړل ، د اداري فساد ضد ادارې ریْس په وار وار د رسنیو له لارې ددغو مافیایي کړیو فسادونه افشأ کړل ، ولې یوهم تر اوسه پورې علني محاکمه نه شو . دا ځکه چې تر شا یې لوړپوړي دولتي چارواکي شته چې په لویې څارنوالۍ باندې د دوسیې د تړلو امرونه او ګواښونه کوي .
په افغانستان کې دا ، او د ېته ورته نور داسې کارونه ځکه وشول او لا پسې کېږي چې په ټول هېواد کې مرکزي او سیمه ییز واک خپله د (۵۰۰) کسانو تر منځ وېشل شوی . او هر څوک په ډاډه زړه تر خپل واک لاندې سیمو او ادارو کې پر خپل زړه او خپله خوښه فساد اخته دي .
لس کاله تېرشول چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ دغه نظام منځته راغلی ، د هېواد والو سړي ، ماشومان او ښځې ژوندۍ ورکې شوې ، د افغانانو سترګې ، پښتورګي او زړونه د پاکستان ، ایران او نورو ارو پایي هېوادونو په شخصي او دولتي شفاخانو کې پر ناروغانو باندې په ډېرو لوړو بیو پلورل کېږي . کورنۍ مافیا له بهرنۍ مافیا سره غاړه غړۍ شوې ، خو حکومت ، پولیس او نور اړوند چارواکي یا خوځان نه ورباندې خبروي ، اویا یې هم له بې دفاع مظلومو وطنوالو نه په خپل ملاتړ پټ ساتي . خو که خبره داسې وي نو کېدی شي چې په دغو سړي تښتونو کې به د دولت د جګپوړو کسانو لاس هم وي ، او هغوی به هم په دغه بېزنېس کې ورسره شریک وي . ډېرو پانګوالو په افغانستان کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړی ؤ ، په دې اړه یې له حکومت سره څو څو ځلې خبرې هم کړې دي ، ولې دولت یې سره له تضمینه د سراو مال ساتنه ونه کړه . ډېری پانګوال په رڼا ورځ وتښتول شول ، ووژل شول ، او پیسې یې ترې وتښتولې . ماشومان خو په بې هوښه حالت کې خلکو په نهمه امنیتي حوزه کې آن د آیسکریمو له لاسي کراچیو را وایستل . په مېکروریانونو کې خلک تر بلاکونو لاندې وژل کېږي ، په عبدالهادي داوي لېسه کې د جنرالانو د زامنو له خوا د نوموړې لېسې مدیر په اداره کې د ننه ډبول کېږي . د جنرال صیب ښځه د خپل بې تربیې ځوی په ملاتړ راځي او د لېسې مدیر په څپېړو وهي ، حکومت یې نیسي ، د قتل څو تورونه هم ور باندې ثابېتېږي ، خو بیا په واسطو را خلاصېږي ، او پر سبا یې بیا بل قتل کوي . او تښتي . له بانکونو په مېلیو نونو او میلیاردونو ډالر او افغانۍ غلاکېږي . د حکومت جګپوړي چارواکي وژل کېږي ، سو داګر او زده کوونکي تښتول کېږي ، وژل کېږي ، خو اوس انتصابي ښځینه سناتورې هم له مافیایي ګرېوانه سر را ایستلی ، ډاکټران تښتوي . فوزیه سادات څمکنۍ چې ؤلسمشر حامد کرزي خپله مشرانو جرګې ته په انتصابي ډول ور لېږلې . له داسې مافیا سره په سړي تښتونو کې شریکه پېژندل شوې چې آن د سیمې له مافیایي کړیو سره یې اړېکې لرلې . پخوانی لوی څارنوال هم کېدی شي د همدغو ډلو له خوا تښتول شوی وي ، چې اوس (پنځه میلیون ) ډالره ترې غواړي . لویې څارنوالۍ آغلې فوزیه سادات په سړي تښتونو کې ښکېله او تورنه پېژندلې ، چې د نیول کېدو امر یې د صادرېدو په حال کې دﺉ .بلخوا د ځمکو د مافیا په ړه اوس خلک خبر شول چې د ځمکو مافیایي سیستمونه په حکومت او اپوزیسیون کې جهادي مشرانو د خپلو خپلوانو په نومونو فعال کړي . دولتي او غیر دولتي ملکیتونه یې نیولي ، غصب کړي ، خپل شهرکونه یې په کې جوړ کړي ، او پر مظلومو وطنوالو یې په لوړو ډالري بیو پلوري . چې موږ یې ښکاره بېلګې یواځې په کابل کې د چمتلې ، د ه سبز ، څرخي پله ، باګرامیو ، ارغندۍ ، او د شت برچي سیمې یا د ولی شو . چې اوس یې په خپل منځ کې پرې رسمي دعواوې په محکمو کې سره پرتې دي .
بل لور ته د حاجي قدیر د زامنو هم په ننګرهار کې د غصبونو انګازې خپرې دي . د کندهار ، مزار شریف ، کاپیسا ، خوست او نورو ولایتونو خو د چور ،غصب ، غلاوو او قتلونو حساب کتاب ورک دﺉ . سړی نه پو هېږي چې په دغه لوڅ ، وږي ، بې کوره او تږي افغانستان کې د مافیا دغه وږې غوا څه وخت مړېږي ؟ او څه وخت به د افغانانو دغه بې ارځښته وینه ، سر ، مال او ناموس خوندي شي ؟
ولې له نن څخه دوې دری ورځې مخکې په رسنیو کې داسې خبرخپور شو چې دوه څارنوالان په کابل ښار کې وژل شوي . داځکه چې کېدای شي نوموړو څارنوالانو به د مافیا د مهمو غړو دوسیې تر تیب کړې وي . ددې له پاره چې دغه مافیایي کړۍ د حکومت په لوړو پوړیو کې افشأ نه شي ، دغه څارنوالان یې په نښه کړي او وژلي دي . ترڅو نورڅارنوالان پرې وبېروي . او دا وژنې هم همغه ځنځیري وژنو ته ورته یوعمل دﺉ ، چې کېدی شي په نورو سیمو کې هم تکرار شي .
د بهرنیو مؤسسو په اړه ویل کېږي چې (۸۰٪) بهرنۍ مرستې خپله بهرنیان لګوي ، او افغان دولت ته یواځې (۲۰٪) ور کوي . خو په دولت کې د ننه دغه (۲۰٪) هم ورکې دي ، چې چېرې لګېدلې دي ؟ څه ور باندې رغېد لي دي ؟ او یا د چا په جیبونو کې لوېدلې دي ؟
خو که چېرې ددغې خپلسریو مخه ونه نیول شي ، نو ترپخواني شوروي اتحاد امریکا او ناټو ټلواله هم نه ده غښتلې . د بې دفاع افغانانوهمدغه بې بیې مظلومې وینې او اوښکې به داسې خونړي سېلابونه جوړ کړي چې ها بله پلا خو یې د کرېملین ماڼۍ ور ړنګه او د شوروي امپراتوري یې پر( پنځلسو) برخو سره ووېشله . خو دا ځل به سپینه ماڼۍ ور ونړوي ، او متحده ایالات به په (۵۲) ټوټو سره ووېشي . ځکه روسانو هم د ځان جوړولو او افغانستان ړنګولو تکل کړی ؤ ، داسې رژیمونه یې په کې جوړول او د هغوی ملاتړ به یې کاوه چې د ټولو افغانانو د غوښتونو خلاف به یې کارونه کول . او امریکه هم د همغه پخواني شوروي اتحاد پر پله روانه ده . همغې ته ورته رژیمونه پر افغانانو باندې ور تپي . او ملاتړ یې کوي چې دا یو هم افغانان نه مني . تمه ده چې نور نړیواله ټولنه او دولت له دغه ډول خپلسرو کړیوڅخه د دیمو کراسۍ تر نامه لاندې ملاتړ ونه کړي ، بلکي ویې نیسي ، او سزأ دې ورکړي . ترڅو ملت پوه شي چې حکومت او نړیواله ټولنه په ریښتیا زموږ ننګه کوي .
ځکه د حکومت مانا دا نه ده چې په مختلفو لارو چارو دې ځان پر مظلومانو باندې واک ته ورسوي ، بیا دې مظلومان هم په خپله ، او هم پر ظالمانو باندې وټکوي ، حقوق یې دې تلف کړي ، او له ژوند ه یې دې محروم کړي . بلکي د حکومت مانا د ا ده چې حاکم او نایب دواړه د ملت او ملي ګټو خوندي ساتلو مسؤلانه څارنه او پلنه وکړي ، ترڅو د یوه عا د ل قاضي په څېر تل د خپلې قضأ پر وخت د حق او باطل ترمنځ د منقولو او معقولو دواړو لارو څخه د پرېکړو په اړه په معاملاتو کې د پېښو صادقانه ، هوښیارانه ، مؤد بانه اوعالمانه انصاف و کړي .