عبدالرووف  ليوال

 لیکنه :عبدالرووف لیوال

 

سقراط  په قیامت باور درلود

سقراط له میلاد څخه وړاندې په ۴۷۰ وم کال دیونان  په آتن ښار کې وزیږید ، پلار یې منلی او نامتو مجسمه  جوړونکی و، دپلاردې دریځ یې، سقرا ط ته دا زمینه برابره کړه ترڅو دآتن دهغه وخت  له

 ښو زدکړو نه برخمن  او وکولای شی حساب ،هندسه ،نجوم اودیونان کلاسیک شعر په غښتلۍ  توګه زده کړی.

ټول مورخان  په یوه اند وایی چې ،  سقراط  ګربیګنه او له ګونځو نه ډکه څیره ، غټ او ګنجی سر،

 پیت وچویلی اوننوتۍ اوبې حرکته سترګې درلودې، پوزه یې ډیره غټه اوشواړه  وه ،او پر مخ یې له

ورایه  ټاپی لیدل کیدل .

 ددلیروم دجګړې زړور اواتل سقراط:

 سقرا ط په ځوانۍ کې  دهوپلیت (دیونان داردو پلی نظام  )د سرتیری په توګه  خدمت کړی.

(آلکیبیادس) دسقرا ط دژوند ددې پیر په هکله  داسې وایی (( هغه  ډیرځواکمن او غښتلی و ، کله به چې څوری او آذوقه راونه رسیده، موږ به بې څوری پاتې شو،  داسې حالات چې په جګړه کې ډیر پیښیږی ،سقراط به له ټولو آن له مانه هم دکلک زغم خاوند و ، هیڅ څوک ده سره پرتله کیدای نه شو،دهغه زغم دسړې هوا په مقابل کې دحیرانتیا وړ و  ډیره سړه هوا اویخنی ،په رښتیا چې ژمی په دې سیمه کې ډیر سوړ و،ټول به په سوړو کې پاتې کیدل اوکه بهر ته به هم  وتل نو ډیر پریړ کالی به یې اغوستل او خپلې پښې به یې په لیمڅیو کې پیچلې وې، خوسقراط  به پښیبله او له عادی جامو سره بهر په کنګل باندې ګرځیدو ،اونورو سرتیرو به ورته  دغصې او رخې په ډول کتل ، ځکه   هغوی داسې انګیرل چې ګواکې سقراط هغوی سپکوی اویاهم پیغور ورته ورکوی .))

ملګرو اوهیوادوالو یې دهغه میړانه اوغښتلتوب د ( پوتیدایا )دښار په محاصره کې او د(دلیروم) او (پلوپونز) په جګړو کې وستایل ، دده  میړانې په پورته جګړوکې  له هغه نه لوی اوغښتلی شخصیت جو ړ کړ.

  دحکمت دلارې شهیداو دهغه محکمه:.

له میلاد نه ۳۹۹کاله وړاندې سقراط دځوانانو په مینځ کې دفساد اچولو او دهغوی دبې لارې کولو په تور ،تورن شو ،بل تور چې پر ده باندې ولګید هغه دیونان په خدایانو دده عقیده نه لرل و ، ددې تور سزا مرګ وه ، قاضیانو  سقراط  محکمې ته وروغوښت دی یې محاکمه اودمرګ سزا یې ورته واوروله .

له هغه ځایه چې افلاطون دده  دمحکمې په ورځې په قضایی ناسته کې حاضر وو، په دې هکله د

(اپولوژی) په رساله کې داسې لیکی :

((په لمړی سرکې سقراط ته په هغه لګیدلی تور څرګند اوورته واورول شو چې وروسته سقراط  دخپلې دفاعیې په تکل ودریدو،هغه دځوانانو له فاسدکولو او بې لارې کولو نه منکر شو ، او څرګنده یې کړه چې ټول خلک اوآن د( دلفی )معبد هغه دبشر له نامتو پوهانو نه ګڼی ، حال داچې سقراط یواځینی علم چې یې درلودهغه پرخپلې نا پوهۍ علم و، اودبشرعلم  یې  دخدای دعلم نه ډیر کم آن هیڅ ګاڼه.

سقراط و یل چې هغه دآتن له خدایانو څخه منکردی ، اوپه یوه واحد خدای باور او عقیده لری ، او دهغې فلسفې زده کړه خپله دنده بولی چې دخدای له لوری یې ګڼی  او دی دخدای اطاعت دخلکو له اطاعت نه غوره  بولی .

دمحکمې قاضیانو ،  پر ده حکم جاری کړ چې له زهرو ډک جام په خپل سر واړوی اوویې څښی ،سقراط بیا هم خپله وروستۍ وینا اوروی او په دې وینا کې خپله عقیده چې وروسته له مرګ ژوندون شته دی ،تکراروی  .

په پای کې سره له دې چې شاګردان یې ورته وړاندیز کوی چې وتښتی ، خو دی مرګ له تیښتې نه غوره ګڼی .  

په فلسفه کې دسقراط انقلاب:

دسقراط نه مخکې فیلسوفانو په ټولیزه توګه  دچاپیریال اوباندنۍ نړۍ   لید سره غوښتل ، چې نړیوال نوښتونه څرګند کړی ،خو سقراط   د فلسفې لار بد له کړه ،هغه داسې چې دسقراط فلسفې د اخلاقو لوری خپل کړ، به فلسفه کې اخلاقو ته پاملرنه اودنظری استدلال او دمناقشوی شننونو د(فن) راوستل په فلسفه کې ددې انقلاب سټه وبلل  شوه .

سقراط به ترهغو یو چا سره فلسفی استدلال کاوه ،ترڅو به چې هغه سړی  پوه شو چې نورنو وړاندې نه پوهیږی ، او په پای که به اړ شو چې تر ټولو ړومبی خپل ځان وپیژنی اوداوو چې له نړۍ نه  مخ ګرځول  انسان اودانسان سرشت ته پا م اړول وو.

دسقراط لقب پوه اګورا و چې دلرغونۍ فلسفې فیلسوف بلل کیږی ، هغه دوه ښځې درلودې  یوه  یې

کسانتیپه او بله یې ګزانتیپ نومیده  دسقراط شاګردان نامتو فیلسوفان افلاتون او ارستو به ځانګړې توګه افلاتون دهغه محاکمې غوښتنه کوله خو نور شاګردان یې لکه ګزنفون او آریستپوس دا نه

 غوښتل ، سقراط په ۳۹۹مخکې له میلاد نه په آتن کې  دزهرودجام په سراړولو سره ومړ.

ماخذونه : یونانی فلسفه درجنا هالینګ لیکنه .

دکاپلستون دفلسفې تاریخ دفردریک کاپلستون لیکنه .


 

 


بالا
 
بازگشت