عبدالرووف ليوال
دکابل پوځی ماشین خانه
دامیرعبدالرحمن خان په پیریانې ۱۸۸۶لیږدیزکال دیوه فرانسوی کارپوه (شوم کریشکر) له خوادیورپ نه پوځی فابریکه چې په افغانستان کې دبخار په ځواک چلیده ، وپیریدل اوهیواد ته راوړل شوه چې د(ماشین خانې) په نوم دجوی شیر په علم ګنج بڼ کې یې بنسټ کیښودل شو، اوس دحربی فابریکې په نوم یادیږی چې شمال ته یې جوی شیراودکابل میخانیکی لیسه، لویدیځ ته یې آرتل پل ختیځ ته یې د ښوونې او روزنې وزارت مطبعه او جنوب ته یې دکابل سیند بهیږی .
رښتیا دعلم ګنج دبڼ په یادولوسره به بده نه وی چې دلرغونی کابل بڼونه تاسوته دروپیژندل شی کابل هغه مهال په دې بڼونو ښیرازه او سمسور و:
باغ نوروزی ،باغ علم گنج ، باغ صفا،باغ محمد شریف خان د چهلستون لویدیځ لوری ته ، باغ مدد گلاب باغ ، توپچی باغ ، باغ هندک دچهلستون ترڅنګ ، باغ دهنی کیپک(بادام باغ)باغ خوابگاه ،باغ شهرآرا- باغ لطیف- باغ عمومی- باغ علیمردان – باغ نواب، باغ جهان آرا، باغ ارگ، باغ بابر سرای باغ- بوستان سرای (اوس دامیرعبدالرحمن خان مقبره) ، باغ قاضی ،چارباغ کابل هغه ښکلی بڼ چې له ګڼوونو څخه یې دقمری ګانو غږ راپورته کیدوچې د تیمورشاه درانی مقبره پکښې، او اوس دپارک تیمورشاهی په نوم یادیږی.
جوی شیر:
په ډیراحتمال سره د(جوی شیر)ویاله ددغودوکسانو په پیرکې ویستل شوې ، یودچندراګوپتاموری دآشوکا پلار چې په (۲۵۰ق،م) کې یې ژوند درلود او یا هم دمغول ظهیرالدین محمد بابر پیر (۸۹۹)
هجری،قمری کې ، ځکه چې په ددې دواړو پیرونو کې په کابل کې ډیروهندوانوژوند کاوه .
(جوی شیر) دکابل ډیره لویه او اوږده ویاله وه ، دې ویالې ته به هندوانودخپل دود له مخې شیدې ورتویولې، دچندرا ګوپتا په پیرکې لا بودیزم کابل کې دود نه وموندلی اولاهندویزم پرپښو ولاړوو.
په هغه مهال هندوانو کابل دجنت په نوم یادولو، ځکه چې کابل ددرې سیندونوسرچینه وه ،له همدې کبله هندوانوخپل لوی معبددآسمایی په نوم دجوی شیر ترڅنګ جوړ کړی ؤ. بابرشاه دویالو اوبڼونوپه جوړولوکې ډیرزیارایستلی ،هغه مهال چې بابرپرکابل یرغل وکړ،ناببره په همهغه ورځ کابل سختې زلزلې ولړزاوه ، دکابل خلک ددې پر ځای چې جګړه وکړی، دخپلو مړو په لټه کې ول ،بابر چې دکابلیانو سترګې له اوښکو ډکې ولیدې ، دکابل له خلکو سره یې زړه سوی او ویر کې ورسره ویرجن شو، او دهغه سرتیرودښارپه بیا رغاونه کې ډیرزیارویست، هماغه ؤ چې بابردخلکو زړه ته پریوت ، اودهغه موردکابل په ښار کې ښکلې ماڼۍ جوړې کړې ،وروسته له دې چې بابر خپله پلازمینه له کابل نه آګرې ته یووړه دکابل ښاروال علی مردان خان دکابل بیا رغاونه مخ ته بیوله، اودې سړی په خپل نوم هم یو بڼ په کابل کې جوړ کړ چې تراوسه دده په نوم یادیږی.
خبره لکه چې شواړه او بې ربطه شوه ، رابه شوه اصل مطلب ته :
دکابل په پوځی ماشین خانه کې ۴۰۰۰کاریګرپه کار بوخت ؤ ،کلنی تولید (نچوړ)
یې ۱۰۴ توپونه ۵۲۰۰شپیلۍ ټوپک او نور پوځی توکی اولوازم په لاندې ډول ؤ:
دصحرا توپ چې دشا له خوا ډکیدو، قاطری (یابو) غرنئ توپ، داستحکام اوکلا لوی توپ ،غرابین توپ(ماشیندار) ،مارتین توپ ، ۳۰۳بور ټوپک ، بغل پورټوپک ، دولس ډزی ټوپک ، پنځه ډزی
ټوپک ، دوه شپیلۍ والا ښکاری ټوپک ، تورې ، برچې ، حربه ، خنجر ، باروت ،کالتوس ،دبرنځوخول ، دټوپک او توپ پټاقی ، دبرنځو فیوز .
دفابریکې لاسی صنایع : لکه پوځی دریشی ، خیمې ، بیرغ ، بوټ اوموزې ،دستکش او خولۍ ، دوربین ، جمناستیکی توکی اونور .
فابریکې لاندې صنعتی څانکې درلودې : ترکاڼی، پښ ،زین جوړونه،حلبی ، زرګری ، مسګری ګداز(بټۍ) ، مسکوکات ، ګلیټ جوړونه ، سیم ګنډ نه ، صندوق جوړونه ، ګلان جوړول ، حکاکی
ارابه جوړول ، چاپ خونه لیتوګرافی ، جورابې اوبدل ، دغاښونوجوړول ، سترنجی اوغالینې جوړول ، کاشی جوړول ، دڅرمنوتوکی ، سوان جوړونه اونور. راشه که یې ګورې اوس څه حال
لرو ، زموږ یو خدای بخښلی استاذ ؤ ویل به یې (ترقی عالم روبه بالا ست، مابه پایین میترقیم) لږ سوچ په کار دی ،له بل چا هیله نشته ،خو ځوانان دې ویښ او یو شی چې هېواد له بد مرغیواو
نفاق نه راووباسی . دودان افغانستان په هیله.
مأخذونه : دغبار تاریخ ، دکریم پوپل تاریخی ترجمه ، لرغونی کابل زما ناچاپه ټولګه .
عبدالرووف لیوال.