غفور بسيم
داستالف دره
زرین وختی دکابل
ولايت دپوهني رياست ته ورغي اوهلته اي
د خپلے دمقر ري پښتنه اي وکړه
هغوي ورته وويل چي ته د استالف په ليسه کے
ټاکل شوي اي مکتوب دی تللے اوته هم هلته
لاړ شه بل
سبا ته د شمالي سراي ته لاړ
په سراي کے څو زاړه سر ويسونه ولاړ وه او
ديوه زاړه کړپن سر
ويس ترڅنګه يو خيرن هلک چي
اوږده ويښته اي په عمر نه وه ګمنځ کړي
چيغي وهلي ، استالف .... استالف....
استالف
زرين هم بس ته ور وخوت په يوڅوکے کيښناست
. څوکے لکه هډوکے وچي وچي او سيټونه دومره
تنګ وه چي دد زنګنونه نه
پکے ځايدل اوهمداسے
غونج منج
په څوکے کي ناست وه چي ښوريدلے نه شوي
اخر بس تر خولي ډک شه
سورلي شکايت کاوه
استاد! موټر ډک دي نور حرکت وکړ چي ناوخته کيږي
. کيلنډر انډل موټر ته ور واچاوه او څو
واره اي تاو کړ او
پري ونڅيده ترڅو
سرويس په ډيره سختي
غر غر چلان شه
چي حرکت اي وکړ
داسي وريږديده تا به وي اوس اي اندامونه بيليږي
په ډيره خواري له سرايه ووت اود شمالے په لوري
وخوځيده !
بس همداسے غنګيده اود کودامن
دشنو انګور
با غونو له مينځه اي د استالف په لوري
لاره وهله
ټکنده غرمه وه چي د استالف ښارته ورسيده
داستالف دره ډير ه شيرازه، ښکلے، اوسمسوره
دره وه او شنه ګڼ ميوه داره باغونه اي در
لودل ، او په دي
شنو باغو کے ښکلے کورونه او کلا وي ولاړي وي
بس د بازار په ميځ کي ودريده
زرين تري را کوز شه ، اوله هغي ځايه داستالف ليسے
ته چي دبازار په
مينځ کي وه ورغي ، مخامخ اداري ته ورننوت
ځان معرفے کړ اوبيا اي خپل رسمي ليک د لیسی مدير
ته ور وسپاره
مدير او څو ناستو ښونکو هر يو له زرين سره
تود روغبړ
وکړ
وروسته مدير د زرين د مسلک او رشتے پښتنه وکړه او
ده ته اي دليسے
له نهم ټولګي نه تر دولسم پوري دتاريخ او
جغرافي مضامين ورکړل
سباته اي په خپل کار پيل وکړ او لمړي ساعت اي
دتاريخ په دولسم
ټولګے لکچر ور کړ
دي لکچر اووینا په ځوانو زده کونو ژوره اغيزه وکړ
، دا لمړي ځل وه
چي دو ي داسے په زړه پوري لکچر
اوريده ډير
ژر دي د يو پوه اوتکړه ښونکے په تو
ګه په ښونځي
اوټوله سيمه کي
وپيژندل شو
په کوم ټولګے کي به چي د زرين
درسي ساعت وه نو زده کونکو به
په ډيره مينه د ته سترګي په لاره وه او د
ده د درسي ميتود
او لکچرو نه به اي په ډيره مينه اوريدل
او هغه به اي
په ذهن کي
نقش پاتي کيدل
نو ځکه په ټولو ګران وه اوټولو اي ډير درناوي
کاوه
داستالف په ليسه کي نژدي دونيم زره زده کونکو
لوست کاوهاو دوي به داستالف له ټو سيمو او درونه را تلل
دليسے پخه ښکلي وداني د استالف دکوچني ښار په
مينځ کي د يوي
غونډي په سر ولاړه وه ا و داستالف شنه اوسمسوره
سيمه ټوله تري لاندي وه
ښونځي يو شين
چمن او ښکلي باغ در لوده
دباغ په ويالوکي
تکي سپينے
رڼي اوبه
له پاسه لکه چړوبې را کوزيدلي
چي بڼ ته اي ډيره
ښکلا ور بخښله
دليسے د وداني مخي ته داستالف کوچنے بازار پروت
وه بازار يوازي
څلور کوڅي در لودي او هر کوڅه د دي
ځاي کسبګرو
په نامه ياديدله
دپوستين دوزانو کوڅه ، دکلا لانو کوڅه
، دسترنجي بافانو کوڅه او دبازار کوڅه
دپوستين دوزانو په کوڅه کي دهيواد په کچه
پوستينونه پوستين
چي او ټول چرمي اوپوستے
ښکلے لاسي صنايع
جوړيدلي چي نه يوازي په هيواد کي بلکي
په بين المللي
بازارانو کي به هم په ډيره ښه بيه خرڅيدلي
دي بازارته به د ورځي په لسګونه توريستان
اوګرځندوي راتلل
د دي ځاي توليدات به اي رانيول
اوله ځانه سره به اي وړل
داستالف کاشي کاري او کلالي هم ډير شهرت در لوده
او د دي ځاي د
کاشي توکي به په ډيره ښه بيه خرڅيدل
خلکو به ويلي که د شوربا مزه غواړي نو
شوربا په استالفي
کاشي کا سو کي وخوري نوځکه به داسي کور
ډير کم وه چي استالفي کاسي به اي نه
درلودي
استالفي سترنجيو هم پوره شهرت در لوده او څرنګه
چي ارزانه وي نو د
خلکو په اکثر کورونو کي استالفي سترنجي
هواري وي او له قالينو اوګيلمانو وروسته اي ښه
بازار درلوده
داستالف په دره کي څو تاريخي او تفريحي باغونه وه
چي خلک به دهيواد له هري سيمي نه دلته د
تفريح او ميلو
لپاره را تلل
داستالف په دره کي به يو بي ساري
جمع وجوش اوګڼه ګوڼه وه
په دي باغو کي يو باغ چي دشاه عبدالرحمان په وخت
کي جوړ شوي وه ،
استالف دتخت د بڼ په نامه ياديده
دا يوښکلي تاريخي بڼ وه چي په يو جګه غونډي
جوړشوي وه
او په مينځ کي اي يوه ښکلي ماڼي
ولاړه وه چي
دي بڼ ته اي خاصه ښکلا ور بخښلے وه
د تخت دبڼ برسيره نور ستر اوسمسور باغونه هم چي
هلته به خلکو
دجمعي او رخصتې ، اوپه تيره بيا د سپوږمي په شپو چي
د څوارلسمے شپے تر شلمه به رسيدلي خلکو له
خپلو کورنيو سره
دشپے په ويښه په نڅا او سازونو تيرولي او ټوله دره به
دخوښے ،مينے او اوخوند په څپوکي ډوبه وه
استالفي اصلي اوسيدونکے د استالف په يو لوي ګڼ
کلي کي چي د ايشان
صاحب د زيارت لاندي پروت وه اوسيدل
داکلي دومره ګڼ او کورونه يو پر بل سريښ وه چي که
څوک به يو بام ته
وختل نو کولاي شوي چي د ټولو زرو کورونو پر
بامونو را وګر زي !
دکلي په بر سر يو غونډي وه ، دغونډي په سر
د ايشان بابا زيارت
وه دا زيارت له کراماتو ، اوفيضواتو ډک وه او
دخلکو په زړونو او
انګيرنو اي حکومت کاوه
په زيارت يو تاريخي ښکلے ګمبزه
وه ، اولوي لوي پنجه چنار
پري ولاړ وه دي چنارونو شپږ سوه کاله عمر
در لوده او تر اوسه
لاهمغسي تک شنه او تروتازه وه
په دي چنارونو کي يو چنار دومره
ستر وه چي اوه کسانو به
لاسونه له يو اوبل سره کړي کړه
ايله به سره ورسيدل
داستاف دره دومره اوږده وه چي يو سر دلته اوبل سر
اي تر غوربند ه
پوري رسيده او
خورا ډير ولس پکي ميشت وه ، دره ډير زرغونه او اباده وه
او ښه ميوه دار باغونه پکې وه
په دي دره کي توت ، چار مغذ ،انار ،زردالو،
شفتالو،مڼي ، ناک
انجير ، الو بالو اوداسے نوري ميوي ډيري مشهوري وي
دتخت لاندي او د بازار شاوخوا سيمو کے اصلے
استا لفيان
او کارو بار يان لکه پوستين دو زان ، کلالان ، او
سترنجي بافان
اوسيدل ، ښکلي باغونه اي در لودل چي د باغونو په مينځ کي
اي لوړي کلاوي
چي هر ي کلا د در وازي په سر يو لويه بالا خانه
چي دو ي ورته سراچه ويلے در لوده
دا سراچه د دوي ميلمستون وه چي په هغي کي به اي
له خپلو ميلمنو
هرکلے کاوه ، استالفيان ډير ډوډي
مار اوميلمه پال خلک وه
او د دوي سراچي به تل له ميلمنو ډکي وي ، کابليان
خو به هره جمعه د
استالفيانو په باغچو او سراچو کي ميلمانه وه
توت به اي خوړل او يخي شړومبي به اي ور پسي
څکلي
استالفيان ډير بافرهنګه خلک او نر او ښځي اي دلوړ
زوق خاوندان وه ،
او د دوي کورونه به په ښکليو خامک دوزي
پردو او ټوټو سيګار شوي و ه
داخامکدوزي د ځوانو ښځو او نجنو په ظريفو ګوتو او
لاسونو جوړشوي وه
د استالفيانو
په خوراکي شيانو کي دري شيان ډيرمشهور
او خورا مزدار وه ، لکه :
لاندي پلو ، شور با او قچري قروت !
په استا لف کي به هيڅ کور بي لاندي نه وه
او هر کورته به
چي په ژمي ميلمه ورغي
د دو لاندي به باندي وه او ښکلے
عطرونه به تر سراچو را رسيدل !
د استا لفيانو بل شي چي دو ي به له توتو
چار مغذ و جوړول
(چوکيده) نوميده ، چي ښځو جوړوله هغوي به توت
اوچار مغذ
په اونګ کي واچول اوبيا به اي ښه ټکول او پوډر
اوحلوابه اي اي
ځني جوړه کړه او بيا به اي له شنه
چاي سره خوړله او ښه
خوند به اي کاوه
ټول استالف يو زرغون زون وه چي توله سيمه په
باغونو پوښل شوي
وه او زراعتي زمکه پکي ډيره لږ وه
د باغچوپه مينځ کي يوازي سابه تر کاري کرلکيدله
زرين نژدي يوکال په استالف کي تيرکړل او په دي
موده کي اي ډير
ياران او دوستان پيدا کړل او په هغوي ډير ګران وه
په د کال په استا لف کي د ټول شمالي دډند ملايان
او طالبان د ايشان
صاحپ په زيارت کي را ټول شوي و ه چي
شمير ئ سلګونو کسانو ته رسيده
په د لويه غونډه کي
داستالف دښونکو اومحصلينو او زده کونکو
په نماينده ګي زرين
بيانيه ور کړه
د ه په دي ويناکي داستالفيانو تاريخي اتلولي چي
دو ي د افغان او
انګريز په جګړو کي له ځانه ښولي وه
رڼا وا چوله
او دا وياړني اي په ډير هڅونکي او شور انګيزه
انداز وړاندي کړي
چي داکثرو خلکو په ستر ګو کي او ښکي راډنډ شوي
او په ناستو خلکو اي ژور ه اغيزه وکړ
هر يوه به له بل نه
پوښتل چي داهلک څوک دي او د کوم ځاي دي؟
په پاي کي د دي غونډي د ټولو ملايانو مشر مولوي
مسکين را پاڅيده
او زرين په غيږ کي کلک نيولي وه
هغه اي
ښکلاوي اوډير زياته مننه اي ځني وکړه
د دي وينا ورو سته د ده نوم د ټولو استالفيانو
د ژبو په سر ياديده ، اوټولو وپيژانده
ډير زيات
در نا وي اي ورته لاره
پای
عکسهايی از بوستان استالف
http://www.ariaye.com/dari8/kabul/kabul.html