غفور بسيم
لنډ داستان
دپستی شول ! ( 1 )
زرين لا د خپل پلار سره په خبرو لګيا وه چي د دهنی غوری د بازار په مينځ کي شور ماشور شو او ټول خلک هغي خواته ځير شول چي څه خبره ده؟
يولنډکي سړي چي سره خوله اي په سر اويوترم اي په لاس کي وه ، يوه جګ ځاي ته وخوت !
هغه لمړي ترم وواهه چي دخلکو پام ور واوړي !
بيا اي په جګ اواز جار وواهه !
اي د دهنه غوري ، ډنډ غوري اونورو ټولو ځايو نه راغلو خلکو !
سبا ته دي پستي شول دچونغر په تولو درو او سيمو کي ګډيږي ، ( پیل کیژی ) نوټولو خلکو ته خبر ورکول کيږي چي په دي شول کي ګډون وکړي او ځانته پستي راغونډي کړي مګر ټول دي پوره خبروي! چي دپستي ښاخونه او وني ماتي نه کړي ګني ډيره سخته سزا به ورکړه شي اوبيا به د شکايت حق نه لري !
سبا ته دټولي سيمي خلک لکه ميږي دچونغر دغره په لور ليکه ليکه، کتار کتارمخ پورته روان وه، څوک سپاره اوڅوک پلي تلل ، زرين هم دکلي دهلکانو ، ملوک ، جمال ، شاولي ، خواني اوڅو نورو ملګرو سره ، چونغر ته وختل ، دوي له ځانه سره ډوډي، داوبو وړي بوشکي او څوخالي بوجي ، راوړي وي ! ټکنده غرمه وه چه دچونغر لمنو ته ورو ختل ، ټول چونغر دخلکودی رش له زوره همداسي ښوريده او خلکو پسته را ټولول ، يوه په زړه پوري ميله ا و ننداره وه دپستي ځنګل نام خدا داسي ډک او پرو ماموره وه چي هيڅوک تري ، نا اميده او تش لاس نه را کوزيده او او هرومرو يوڅه په لاس ورتله زرين او مګرواي هم ،خپله ونډه تر لاسه کړه اوخپلي بوجي او جوالونه اي ترخولي پوري،ترنګ ډک کړي وه
زرين له ډيري ستړيا دچینی تر څنګ يوي تيږي ته ډډه ولګوله اود دچونغر د پستي، ارچو اومنزو د ګڼو ځنګلونو ننداره اي کوله چي ټو ل چونغر اي په شنه او زرغون شال پوښلي وه او داسي ميوه داره بڼ ته ورته وه چي ټول ولس ته ښي مزداري ميوي ورکولاي شواي
دچونغرتړي اودري ديري شني آو شيرآزه وي ښي للمي آوپآليزونه آي در لودل آوله هري شيلي آودري نه دآوبو سپيني چيني رآ روآني وي آو ډيري يخي او خوږي اوبه اي درلودي ، چي هر څومره ډيره ډوډي اوغو ښه به دي وخوړه او دوه لپي اوبو به د،پسي وڅښلي داسي به ژر هضم شو ه چي بيا به دي دنوري ډوډي اشتها در لوده!
دلاندي کوزه دډنډ غوری سيمه لکه يو شين ډنډ داسي برښيدله اومست څپا نده سيند لکه ښا مار په دي شنه ډنډ کي لامبو وهله او کوژ وژ روان وه
زرين لا په همدي چرتونو کي ډوب وه چي دزر کانو يو لوي سيل راغي په دره کي کيناستل او په کرکړو اوسندرو اي پيل وکړ ، د زرکو د تر اڼو يو بي ساري سمفوني شروع شوه چي تر اوسه هيچا نه وه اوريدلي
زرين اوملګرواي شپه په چونغر کي تيره کړه او سباته د ه اوملګرواي دځایی خلکو نه خره په کرايه ونيول اوخپل پسته اي پري له غره نه راکوز کړل او کوروته اي راوړل
پسته اي لمړي وچ کړل او بيا اي مات کړل او خالص شين مغز لکه زمرد ځني را ووت !
دپسته سوداګر به کلي ته راتلل اود خلکو پسته به اي په بيه اخيستل ، زرين اوملګرو اي هم خپل پسته په ښه بيه خرڅ کړل او ښي پيسي شوي او ځا نته اي کالي ، کتابچي او قلمونه اي پريواخيستل او ډير خوشحاله وه!
!!!!
څوکاله وروسته:
زرين له خپلو دوستانو سره يو ځاي د دهني د بازار ته راغلی وه او په چار سو کي له خپلو ملګرو او دوستانو سره په یوه کبابی رستوران کی ناست وه
مګر له بده مرغه چي دا هغه د دهنے پخوانے تود بازار او خوشحاله ماحول نه وه چي ده په وړ کتوب کي کله چي پلار به اي دلته راوست ليدلے وه
نه هغه بازار وه، نه هغه ګڼه ګوڼه ، نه هغه خلک ، نه هغه مينه نه هغه جم وجوش ، نه هغه کبابونه ، نه هغه خوند اومزه !ټول شيان بد ل شوي وه او هر څيز بي خونده بي مزي ښکاريدل !
د دهنے هغه شنه او زرغون بڼونه ، په بازار کي لوړاو ګڼ پنجه چنارونه يخ سوري ، اود يخو او رڼو اوبو ډکي ولے او جړوبې ټول وچ او ډيران ګرځيدلي وه او د بازار ټولي کوڅي اولاري خچنے او خړي پړي وي او خره او اسان به چي تيريدل له پښو بۀ اي دوړي پاڅيدلے دجنګ او جګړو سيوري په ټوله سيمه تور کر غيړن څادر غوړولے وه
زرين له خپلو دوستانو سره په داسې حالکه چي د وړ کتوب ياونه او خاطري اي په ذهن کي ژوندي وي د دهنے بازار ته د کباب د خوړولو لپاره راغلي وه!
دوي د کبابي يو دوکان ته ور پوته شول او د وري دغوښے دکباب سپار ښتنه اي ور ته وکړه !
څو شيبے وروسته ګرم کباب له تودو ګرمو ګردو ډوډيو سره راورسيده او دوي په مينه او اشتها په خوړلو پيل وکړ !
کباب مزه داره وه !
خو دزرين له نظره هغه پخوانے خوند پکے نه وه ، دکباب سيخونه ډير ډنګر شوي ،او غوښو قطري وړي شوي وي مګر د زرين نورو دوستانو له دي سره سره ډيري ژبې تړ کولے
او د کبابونو له خوند او مزي راضي او خوشحاله ښکاريدل
زرين او ملګري اي لا د کباب په خوړلو بوخت وه چي د خرو يو کتار چي د سون لرګي پري بار وه بازار ته را ننوتل
زرين په ډيره حيرانتيا له ناستو خلکو پښتنه وکړه ؟
وروڼو دا لرګي د څه شي دي ؟
د پسته لرګي خوبه نه وي ؟
ناسو خلکو ځواب ور کړ !
د پسته چي نه دي نو د څه شي دي !
همدا دپسته لرګي دي !
دزرين ډيره خوا بده شوه
اشتهاي بيخي بنده شوه او مړي په ستونے کي ونښته اخر اي دچايو غړپ ور پسے وکړ او مړي تيره شوه !
نور اي د کباب خوړل بس کړل !
هر څو چه ملګرو ورته وويل چي وخوره مګر ده نور کباب ونشواي خوړلے !
او اشتها اي په ټپه ودريده !
دي زرين ډير زړه بد شه او يو سوړ اه سويلے وکيښ !
خدايه زموږ هغه با احساس زړه سواند خلک ولے دومره بي رحمه شوي دي . چه او س په لوي لاس خپله ملے شته منے لوټوي او د پستے شنه او زرغون ځنګلونه پري کوي او لرګي اي دسون د لر ګيو په بيه په بازار کي پلوري !
هغه خلک چي يو وخت اي د ځنګله يو ه شنه لښته نه ماتوله او د پستے ځنګلونه خو اي لکه خپل شخصے باغونه داسے ساتل څه رسے چي د هغے ونے ووهي اوله بيخه اي پري کړي!
زرين په همدي چرتونو کے ډوب وه چي د ده تر څنګ يو ناست سړي ، چي شنه غروي چپن اي پر اوږو وه د زرين افسوس او غمجن حالت دومره له اغيزي لاندي راوست چي د همدردي له مخي په خبرو کے ور ګډ شو او زياته اي کړه !
وروره نوم دي نه پيږ نم !
زرين : زما نوم زرين دي ! او دلاندي د ډنډ غوري د سيمے يم چپن پوش سړي زياته کړه !
ډير ښه زرين وروره!
زما نوم هم سيد زمرود دي !
دي چار مو دکلے يم !
زرين ځواب ور کړ !
له پيږند ګلوي دي ډي زيات خوشحاله شوم!
سيد زمرد :مننه وروره ، !
دي ځنګله په باب غږيدو ، هماغه د پستے گڼ او پر و ماموره ځنګلونه چے پخوا تا ليدلے وه چي په پسته به اي د شول او ټولولو په وخت کي ټوله سيمه مړيده او ګذاره به اي پرکيدله !
اوس اي دريمه برخه هم نه ده پاتے اوټول ځنګل ټوپکمارو شهيد کړي دي او لګيا دي هره ورځ نوي ځنګلونه په شها دت رسوي اوکه دا وضعه همداسے ادامه ولري او څوک اي مخه
ونه نيسے څو کاله وروسته به د پستے يو ونه هم د نښے په توګه پاتے نه شے او ټول د چونغر ځنګلونه به لوڅ لغړ شئ
زرين : خوارکے ډير خوابدي شو !
په داسے حالکه چي په خرو بار د پسته لرګيوته اي کتل په سترګو کي اي تړمي تړمي اوښکے را ورغړيدي !
له ځانه سره اي وويل !
دا بي احساسه خلک به کله په سد کيږي ؟
دوي لا تر اوسه په دي نه پوهيږي چي په دي کار خپلے ريشے په تيشه وهي او دخپل ځان او خپل اولاد او راتلونکے نسل د ژوند او هستے چاپيريال په دومره بي رحمے
له مينځه وړي او ځان او اولاد تباه کوي !
او ځانته بيا افغان ، انسان، او مسلمان وايي !
(1 ) دپستی شول دپستی راتولو رسمی جشن اعلان چی ددولت له خوا ورکول کیژی !
!!!!