ؤلسمشر حامد کرزی د هو ، یا نه په بې تضمینه څلور لارې کې
محمد انور ولید
په ورځنیو روانو پېښو کې د نړیوالو سیمه ییزه سترا تیژي د ایران ، پاکستان ، امریکې او افغانستان تر منځ دا مهال یوه خورا تر ټولو حساس پړاو ته ځکه رسېد لې چې امریکا او ورسره د شمالي اتلانتیک ټلواله یې سیمې ته د اوږدې مودې په نیت د خپلو ګټو له پاره را غلې ، افغانستان یې اشغال کړی ، خو په وړاندې یې اتوم لرونکی پاکستان او د اتوم جوړېدو په درشل کې ایران په سیمه کې د خپل پر مختګ په وړا ندې ستر خنډ ونه ګڼي ، بل لور ته چې ایران او پاکستان دواړه په جګړو ځپلي افغانستان کې د خپلو سترا تیژیکو عمقونو خوبونه ویني او د امریکې په مشرۍ نړیوال پوځي حضور ددوی د خوب تعبیر په شک کې اچولی ، نه غواړي چې نړیوال دې نور په افغانستان کې شتون ولري . ځکه پاکستان د دری نیمو لسیزو په بهیر کې د افغان جهاد په پلمه هر ډول سیاسي ، مالي او نظامي ناروا تغذیه وکړه ، افغانستان یې په دوستۍ کې تر روسانو هم بد تر وځاپه ، د افغانستان ؤلس ، سیاسي او دیني مشران یې یو پر بل سره وټکول ، بې باوره ، یرغمل ، مړه او تجرید یې کړل . ایران هم دېته ورته د افغانانو پر مذهبي ، ژبني او کلتوري ارځښتونو ځپلو لاس پورې کړ، چې په اصل کې دغو دواړو ګاونډیانو د اسلامي ورور ولۍ او خوا خوږۍ تر نامه لاندې د افغانانو مشر تابه او واحد سنګر ور ړنګ ، او د دوی ټولو دیني ، جهادي ، ملي ، کلتوري ، اقتصادي ، او ټولنیزو ارځښتونو ته یې په خپلو ډرامو جوړولو کې په سپکه سترګه وکتل . افغانستان یې د پردیو جګړو خوراک کړ ، او دوی دواړو د بې سر حد ه او کاواکه افغانستان لوېدیځ او سویل خواته په ډېر لنډ وخت کې خورا غټ اقتصادي او اتومي داسې د پام وړ ګامونه اوچت کړل چې د نړۍ د سترو اتومي قدرتونو حیرانوونکی پام یې ځانته ور اړولی دﺉ . کله چې په هوا کې د امریکې د چلینجر هوایي سفینه ویجاړه ، او په ځمکه کې روسي اتومي بټۍ ونړېده ، او امریکې او روسیې دواړو یې د نړېدو پړه یو پر بل ور واچوله ، نو همغه مهال ایران (۵۰) تنه روسي اتوم پوهان د خپل اتومي پروګرام له پاره استخدام کړل ، چې ایران له یوې خوا د روسانو سره په دغه پټه یارانه کې دا مهال ځان دې کچې ته را ورساوه ، او بل لورته یې له شمالي کوریا ، هند ، چین ، روسیې او پاکستان سره خپل اړکي تاوده ساتلي . اسراْییل چې په سیمه کې په ظاهره ایران د ځان د ښمن ګڼي ، او په پټه د قطر غوندې تجارتي اړیکې ور سره ساتي ، د ایران اتومي پروګرام ناآرامه کړی . او په څو څو ځلې یې د شنډ ولو په اړه له خپل ملاتړي امریکا سره پرې پټې خبرې کړې دي . امریکایي چارواکو هم د ایران د همدې پروګرام د درولو او ړنګولو له پاره څو څو کرته په یوه او بله پلمه له روسي چارواکو سره کتلي او خبرې یې په اړه کړې دي ، دا په داسې حال کې ده چې خپله روسان هم اتوم لرونکی ایران په سیمه کې نه غواړي ، روسي چارواکو له ایران سره د خپل اقتصاد پیاوړي کولو له پاره دا معامله کړې ده . خو یوه ورځ کېدی شي د ړنګولو پر سر یې له امریکې او اسرا ْییلو سره هوکړه وکړي . ځکه روسا نو له امریکایانو سره د عراق پرسر د (۴۰۰۰) میلیارد و ډالرو په ورکړې سره معامله وکړه ، باج یې پرې واخیست . پر لېبیا ، یمن ، سوریې او افغانستان باندې یې هم له امریکا سره همدغه ډول معاملې وکړې ، روسانو یا د و هېواد وته شا ور واړوله ، د خپل لوېد لي اقتصاد له پاره یې پیسې پرې واخیستې ، د امریکې مداخلې ته یې د عربو پسرلي تر سر لیک لاندې زمینه پرې برا بره کړه ، او امریکې په سیمه کې له مسلمانو سیاسي مشرانو سره د توافق په نتیجه کې د اړوندو هېوادونو پوځي واکمنان پرې را وپرځول . خو تر منځ یې افغان ؤلسمشر حامد کرزی د انتخاب په داسې څلورلارې کې د خپل واک پرګدۍ ناست دﺉ چې د هو ، یا نه تضمین یې له هېچا سره نه شته . ځکه دا مهال امریکه سره له خپلو اېتلافي ملګرو په افغانستان کې پوځي حضورلري ، داسې برېښي چې تېر لس کاله یې له ترورېزم سره د جګړې په پلمه په افغانستان کې یواځې خپل سیمه ییزاکمالات او پوځي تطبیقات ترسره کړي . هغه یورانیم چې د افغانستان په هلمند ولایت ، د کندهار، شینډنډ او بګرام په هوایي هډو کې موجود وو . هغه یې ټول وړي ، ترڅو بله ورځ پاکستان یا ایران او یا خپله افغانستان په اتوم جوړولو کې ترې استفاده ونه کړي . اوس غواړي چې په لاره کې ورته پراته خنډونه داسې له بېخه وبا سي چې د نړیوال ستراتیژیک هدف ترلاسه کولو په وړاندې بیا ورته ستونځې جوړې نه شي . خو ددغې خنډونو د ایستو له پاره امریکا وار له مخه د افغانستان هر اړخیزه حکومتي اداره داسې پر فساد ککړه او کمزورې وساتله چې اوس نه د ځان امنیت ساتلی شي ، نه د خلکو ملاتړ له ځانه سره لري او نه د خپلو وطنوالو او خپلې خاورې او خپلواکۍ تضمین ور سره شته . د کورنیو او بهرنیو چارو د وخت له وزیرانو (یونس قانوني او ډ بل عبدالله) سره یې پټ داسې سترا تیژیک تړونونه لاسلیک کړي چې پراساس یې امریکا اواېتلافي ځواکونه له افغانستانه پرهر بل هېواد باندې د خېز د تختې په څېر استفاده کولی شي . ولې په ظاهره یې دې تړون ته یواځې د شپې د عملیاتو ، نیولو او زنداني کولو نوم ورکړی ، خو د ګاونډیانو په وړاندې یې د افغانستان له خاورې استفاده کول داسې پټ کړي لکه څوک چې د شفتالو پر ځای شف شف ووایي . ؤلسمشر حامد کرزي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان او ایران په دری اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړ ، کېدی شي په هغې کې د ایران ؤلسمشرخپل دوه فرمایشونه افغان ؤلسمشرته د بندو دروازو تر شا ورکړي وي : لومړی داچې افغان ؤلسمشر دې له امریکایانو سره سترا تیژیک پوځي تړون نه لاسلیک کوي ، او هر څومره چې ژر کېږي ناټو دې له خپل هېواده وباسي ، څو ښاغلي احمدي نژاد پردې سوچ نه دﺉ کړی چې په کومو امکاناتو؟ او نه یې په افغانستان کې د خپلې ښکاره لاسوهنې بندولو څه ویلي دي . دوهم داچې ایراني چارواکو د موسی شفیق د وخت د هېلمند د خواستي اوبو له مجهول سند څخه داسې سیاسي حربه جوړه کړې چې د خپلې اړتیا له مخې هر وخت زموږ د کاواکه او مجبور هېواد پر ضد ترې کار اخلي ، او وایي چې دا اوبه به د تل له پاره که وچکالي وه ، یا د اوبو پرېماني ، افغانستان ساعتوارایران ته ور کوي . چې دا کارموسی شفیق د ظاهرشاه په د ستوراوفشارد ده د خپلې ذاتي نامشروع انډیوالۍ په ترڅ کې ترسره کړی . خوظاهر شا ه د نیم انج د نل اوبو په بد ل کې د تورخم ښارګوټی سره له سترا تیژیکو حاکمو نقطوهم پاکستان ته ور کړی ، خو ایران په فراه کې د دوغارون ، او په هرات کې د سلما بندونه هم نه پرېږدي ، آن تر دې چې ایران د سلما بند جوړوونکو هندي انجینیرانو ته په میلیونو روپۍ ور کړې ، او هغوی دا بند ناتمام پرېښود . د دوغارون پربند یې څو ځلې حملې راوړې ، سرحدي تاڼې یې د افغانستان خاورې ته را مخې ته کړې ، له افغان سرحدي ځواکونو سره یې نښتې وکړې . د طالبانو پر مهال په سمت شمال کې د ایران (۲۵ ) تنه ایراني وسله وال پوځیان طالبانو ووژل ، چې بیا وروسته ایران د دیپلوماتانو نوم ورکړ. لنډه داچې د اېران اصلي موخه له دې اوبو نه داده چې له دې لارې ځان تربامیانواو نوروهزاره مېشتوسیمو پورې پرې ورسوي ، او د ایران جغرافیه لویه کړي . چې د ایران ددې پروژې د عملي کېدو له پاره تورن اسماعیل خان تر بل هرچا ایران ته د افغانستان په کابینه کې مؤثر تمام شوی ، ځکه نوموړي هم کافی مرستې غیبې کړې ، او هم یې د برقي انرژۍ او ذخیره وي بندونو د بنسټیزو پروژو د عملي کېدو امکان له منځه وړی دﺉ . ځکه بیا افغانستان ته د اوبو او برېښنا پروژو له پاره څوک (۲۲۰میلیاده ) ډالر نه ور کوي .
ښایي دېته ورته د پاکستان هم د بندو دروازو تر شا دا ډول څوغوښتنې وې : لومړی داچې په افغانستان کې به ددوی د خپلې خوښې له خلکو حکومت جوړوي ، هغو کسانو ته به په حکومت کې ځای ور کوي چې د پاکستان له خوا ورپېژندل کېږي . دوهم داچې د پاکستان مخالفینو (بلوڅانو ) ته دې په خپله خاوره کې ځای نه ور کوي . درېیم داچې له امریکې سره به اوږد مهاله سترا تیژیک تړون نه لاسلیک کوي . څلورم دا چې د ډېورنډ لاین قرار داد دې ور سره لاسلیک کړي . پنځم افغان حکومت باید د پاکستان بې کیفیته تولیدات په خپل هېواد کې د یوه مصرفوونکي هېواد په توګه پر بېوزلو افغانانو باندې و پلوري . شپږم دا چې د کونړ ، علیشنګ او الینګار پر سیندونو دې ذخیره وي او د برېښنایي انرژۍ بندونه نه جوړوي . اووم دا چې له پاکستان پرته دې دیپلو ماتیکې ، کلتوري ، تعلیمي ، پوځي ، صحي ، تجارتي او نورې اړیکې له بل چا سره نه پالي . اتم دا چې د پاکستان ګټو ته به په درنه سترګه وګوري .
خو افغان ؤلسمشرد پاکستان له لارې د خپلو مالونو آزاد پرېښودلو ، له طالب مشرانو سره د پاکستان په وساطت د روغې جوړې کولو ، د افغان وسله والو مخالفینو د تمویل ، تجهیز ، او را لېږلو د بند ولو، او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات راوستو په اړه له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې د ه . چې پاکستان هېڅکله هم په دې اړه عملي ګام نه پورته کوي . پاکستان ترخپل څنګ یو باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان نه غواړي ، او نه یې زغملی شي . دوی په افغانستان کې د بن غونډې په څېر د (۶+۲) یو داسې حکومت غواړي چې هلته هر وخت د هرې معاملې له پاره امکان په کې موجود وي . ځکه په باثباته افغانستان کې ددوی سترا تیژیک عمق له منځه ځي . پاکستان وېره لري چې که افغانستان له امریکې سره سترا تیژیک تړون لاس لیک کړي ، لومړی بلوچستان چې د پاکستان د خاورې په سلو کې (۴۲٪) جوړوي ، له پاکستانه بېلېږي ، خیبر پښتونخوا او سند صوبې هم له پنجاب ادارې سره نه اوسېږي . اتومي پرو ګرام او د پاکستان په نامه نقشه یې په خطر کې لوېږي .
بل پلو امریکه او نور ګاونډیان او سیمه ییز ذي دخله هېوادونه هم باثباته اوخپلواک افغانستان ته لېواله نه دي . ځکه امریکه په غیر خپلواک او بې ثباته افغانستان او سیمه کې بېلې ګټې ویني ، او روسیه او چین د افغانستان د نورو ګاونډیانو په شمول خپلې بېلې ګټې محسوسوي .
دا په دې مانا چې دا مهال افغانستان د خپلو کورنیو ، نړیوالو او سیمه ییزو جلابانو او چاړه په لاس جلادانو په لاس کې اسیر ، او خپله ؤلسمشر حامد کرزی د هو ، یا نه په داسې څلور لارې کې ولاړ دﺉ چې مخې ته یې پاڼ ، او شاته یې پړانګ پروت دﺉ . که سترا تېژیک تړون ته پرمخ ورځي ، د نړیوالې توطیْې ژورو ته ور لوېږي ، چې بیا یې د را ختلو امکان په ځان کې نه ویني . او که پرشا ترې راځي ، نو د ګاونډیانو او سیمه ییزو پړانګانو خوراک کېږي . اوس خوښه خپله د ښاغلي کرزي ده چې له دغه سیمه ییزو او نړیوالو خطرونو څخه د کوم ډول مشاورینو په مشورو خپل ځان ، خپل هېواد او هېوادوال ژغولی شي ؟؟؟!!! ......