په افغانستان کې د سیاسي ، پوځي او اقتصادي سیالیو پر بهیر یو ځغلنده نظر

 

 مُفسر

کله چې زه د افغانستان تېر تاریخ ته ګورم د وخت د ټولو زبرځواکونواوعامونړیوالو پام دې هېواد ته ور اوښتی ، او له ما سره دا پوښتنه را پیداشوې چې نړیوالو ولې په یو داسې هېواد کې سترګې ښخې کړې چې له څلورو خواوو څخه په وچه پورې تړلی ، او سمندري لاره هم نه لري ، په (یوویشتمه) پېړۍ کې ددې خاورې خلک د همدغې نننۍ بډایې نړۍ ترڅنګ په سلوکې (۸۰٪) له اړین سواده بې برخې ، په تن لوڅ او وږي دي . د سیمه ییزو او نړیوالو لوبو په بهیر کې یې د سر، مال او ناموس امنیتي تضمین نه شته . له بهره د ور باندې تپل شویو مافیایي  په فساد ککړو افرادو او ډ لګیو له لاسه یې ټول ځانګړي او ټولنیز روا ارځښتونه اوحقوق تر پښو لاندې شوي . په ملي او نړیواله کچه د نورو سیمه ییزو او نړیوالو دولتي ارګانونو په وړاندې خپله خپلواکه د یپلو ماتیکه ژبه  هم نه لري. په افغانستان کې هر اداري واحد پرته له څه شک څخه تراصلاحات اداري پورې د خپلو ذاتي منفي خصلتونو له مخې د کورني تولید پرځای بهرني تورید او اداري فساد ته مخه کړې ، له خپلو ملي ګټو نه پر بهرنيو پوراخیستلو خوښ دي . بهرني کان پېژندونکي له نورې نړۍ راځي ، د افغانستان خاوره او بوټي ګوري او وایي چې په افغانستان کې د ترېلیونو او بېلیونو ډالرو په ارځښت ځمکنۍ زېرمې پرتې دي ، اوس غواړي چې د بشپړو را ایستو له پاره یې په سیاسي او پوځي ژبو سره لومړی په افغانستان کې د خپلې خوښې رژیمونه د خپلو جوړو کړیو ځبېښاکګرو ستراتیژیو له مخې جوړکړي ، ترڅو بیا یې پرمټ په ډاډه زړه وکولی شي چې د خپل ځبېښاک ماشینونه زموږ په زېرمو کې ښخ ، او ټوله ځمکنۍ شتمني موخوشې په خوشې له ځانه سره یوسي . خو تر اوسه پورې په ټول هېواد کې داسې کوم کورنی متخصص او واکوال را پیدا نه شو چې له خپلو کورنیو زېرمو یوه یې په صادقانه ډول را وباسي ، او د خپلو نورو زېرمو په را ایستو کې ترې کار واخلي .

په افغانستان اوسیمه کې دغه اوسني سیاسي زدوبندونه او پټې او ښکاره سیمه ییزې او نړیوالې پوځي معاملې اواستخباراتي لوبې ټولې د اقتصادي ګټو له پاره په لاره لوېدلې دي . ځکه  افغانستان او په سیمه کې ځینې هېوادونه د ترېلیونو او بېلیونو ډالروپه ارځښت داسې پرېمانه ځمکنۍ زېرمې لري ، او د افغان ګاونډیانو اوهغو نړیوالوخوب یې ورنا آرام کړی چې همدا اوس په امریکا او اروپا کې آن د پردیو هېوادونو او نژادونو خلک د یوه قانون ترچترلاندې په یوه جغرافیه کې خپل حکومتونه جوړولی او یود بل ترڅنګ ژوند سره کولی شي . ملي او نړیوالې پالېسیانې په شریکه پرمخ وړي . د امریکې په (۵۲) ایالتونوکې یواځې دوه (حاکم اواپوزیسیون ) ګوندونه  په دیمو کرا تیکه اوخورا صمیمانه فضأ کې خپلې کورنۍ او بهرنې پالېسیانې پرمخ سره بیا یي ، خو په افغانستان کې د قامونواوقبیلوترمنځ د نفاق ډول ډول درځونه را منځته کوي . او د افغانانو وحدت نه شي زغملی . اوس غواړي د خپلو خوبونو مانا په خپلو ژورو سترا تېژیکو پلانونوعملي کولواوخپلمنځي ناروا جوړجاړيوکې داسې لټول غواړي چې هلته لومړی د خپلې خوښې رژیمونه او چارواکي واک ته ورسوي ، او ور پسې د سیمې زېرمې غلا کړي . هو! دوی همداسې چارواکي په افغانستان کې غواړي .

د بېلګې په ډول ؛ داوبواو برېښنا وزیرتورن اسماعیل خان له ازبکستان او تاجیکستان څخه پردۍ کرأ یي او وارداتي برېښنا د افغانستان د زراعتي کېدو او صنعتي کېدو له کاروان څخه د وروسته پاتې کېدو په موخه د روسانو په اشاره د میلیاردو امریکایي ډالرو په مرسته  را وِغځوله . خو په دا تېرو څو کالو کې پرته له وزیر اکبر خان مېنې او شېرچور څخه حتی د کابل ښاریان هم د روغ او دایْمي برق څښتنان نه شول . او نه خو کوم داسې بند پرې ورغېد ، چې هم د هېواد کومه دښته پرې خړوبه شوې وای ، اوهم یو ښار پرې روښانه شوی وای . دا په داسې حال کې ده چې د هرات له ټولو شریفو خلکو څخه یواځې همدا یوې دابه الارض د کومې پرله پسې معاملې په ترڅ کې د افغانستان د برېښنا د مزو واک ترلاسه کړی چې په پلمه یې په میلیاردونو ډالر په خپلو ناروا جیبونو کې واچول . د مخه جوړشوي بندونه یې هم فعال نه کړل . که چېرې تورن اسماعیل خان د خپل هېواد په ممکنه ځایونو کې د برېښنا یي تولید بندونه جوړ کړي وای  اوس به  له یوې خوا افغانستان خپلو ګاونډیانو ته ترخپلې اړتیا زیاته برېښنایي انرژي صادروله ، او له بل پلوه به د هېواد کڅ او شاړې پرې خړوبې اوافغانستان به خپله  خود کفأ او د غلو دانو ګُدام جوړ شوی ؤ.  

د زراعت وزیرخو له پېله د کورنیو مافیایي ډلو سره لاس یوکړی ، او دولتي اوغیر دولتي ځمکې او دښتې یې په پټه او ښکاره وپلورلې . ځنګلونه او څاروي په هېواد کې ددوی په پټو اشارو له منځه ولاړل . د اوبو جوړ کړي کانالونه چې په جګړو کې وران شوي ، او د بیا جوړېدو له پاره یې د مرستو پیسې هم ور سره وې ، خو بیا هم دا کانالونه پرې جوړ نه شول . له دېنه مالومېږي چې د وزارت بودجه غلا ، او زراعتي سکتور تر ننه پورې فلج پاته دﺉ .

 د تجارت وزارت له تېرو لسو کالو را په ایسته هېواد ته یواځې هغه بې کیفیته مالونه راوړي چې د معاملې له مخې په صحي ، خوراکي ، ماشیني او نورو اړونده برخو کې تر وخت تېر د خورا ټیټ کیفیت توکي په کې شامل اوپرپلورلو یې په نورو هېوادونو کې بندیز لګېدلی وي . ترټولو د تعجُب او خندا وړ خبره خو داده چې  د تجارت وزارت د افغانستان هغه لاسي صنایع او وچې او لندې مېوې  په ډېره ټیټه بیه  بهر ته وړي چې په نړۍ کې یې د ښه کیفیت ساری نه لیدل کېږي ، خو په بدل کې یې یواځې هغه سینمایي فیس کارتونه ، سریالونه ، فلمونه او د ماشومانو پوقاڼې راوړي چې د ځوانانو د اخلاقي انحراف سبب جوړېږي ، چې موږ یې اوس مهال ښه مثالونه په معلوماتي تېکنالوجۍ کې هم لیدلی شو . دا په دې مانا چې اوس مهال د افغانستان تجارت دیوې خونړۍ او بې رحمه مافیا په لاس کې لوېدلی ، او د افغانانو ژوند یې په سره بټۍ کې اچولی دﺉ .

د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې په ادارو کې بیا ددې مظلومې خاورې د بچیانو پر( آی کیو) سوړ تجارت روان دي ، چې په لوی لاس له تېرو لسو کالو را هیسې د هېواد د ریښتینو بچیانو ذهني وده ترور شوې . تعلیم او تعلم یې د خپلمنځي اړیکو ، ژبني او مذهبي تاوتریخوالي قرباني شوی . د لوړو زده کړو دروازې یې ور باندې وتړلې ، د هېواد نخبه ځلمیان یې د بې سوادۍ او مجبورۍ کندې ته ور ټېل وهل . پرتېزهوښه او نابېغه کسانو یې له پڅ ذهنه خلکو سره  پټې ناوړه معاملې وکړې . او سر بېره پر دې په تېرو لسو کالو کې له بودجوي شتون سره سره د افغانستان تعلیمي معیاري نصاب هم جوړ او تکمیل نه شو .

د افغانستان په عدلي او قضلیي ارګانونو او حج او اوقافو وزارت کې خودا متل له پخوانه رواج موندلی چې وایي : (مفت شراب قاضي خوړلي .) د انصاف په دغو ارګانونو کې قانون او شریعت دواړه د رشوت د سر صد قه شوي . په داسې ارګانونو کې به چې هلته د قانون او شریعت پر ځای رشوت حاکم وي ، څه ډول عدالت ټینګ او حق به حقدار ته ورسېږي ؟ چې دا کار خپله نا امنیو ته د لمن وهلو په مانا دﺉ .

د بهرنیو ، کورنیو او دفاع له وزارتونو خو کورنۍ (ان جي او ) ګانې ، او د مخدره موادو له وزارت نه د مخدره توکو پلورلو د کاروبار رهنمای معاملات جوړ شوی . سره له دې چې د هېواد ډېره بودجه هم پرهمدغو وزارتونو لګول کېږي . خو د امیت پر ځای په هېواد کې ځکه  ناامنۍ ور سره زیاتې شوې دي چې په ملي پو لیسو او ملي اردو کې د اکادمیکو زده کړو سطحه تر اوونیو هم را ټیټه شوې ده .

د کلیو پراختیا وزارت خو بیا ډېره بودجه پرغیر ضروري او غیر بنیادي پرژو لګولې ، او تر اوسه عام ؤلس له دې وزارت څخه هېڅ ګټه نه ده تر لاسه کړې . ددغه وزارت په لوړو ادارو کې د امیر حبیب الله خان تر دربار هم ډېرې جینکۍ ناستې دي . دا چې ددې وزارت چارواکي پر دغو جینکو کوم کارونه کوي ، دادې ؤلسي جرګه ترې وپوښتي .

په ځینو ولایتونو کې خو بیا قصه بل ډول ده ، او هغه داسې چې د اړوند ولایت والي صیب له خپل اداري او سیاسي واحد نه  د خود مختارۍ ، ملوک الطوایْفۍ او فدرالي ډوله نظام جوړ کړی چې پر مټ یې اړوند والي په خپل سرله بهرنیانو سره پروتوکولونه لاسلیک کوي . د مرکزي حکومت پرضد خپلسري سفرونه او نا قانونه عملونه ترسره کوي . حال دا چې دا ددغه ډول والي صاحبانو حق نه دﺉ .

د کورنیو اوبهرنیو عایداتوبنۍ ( مالیې وزارت ) خو داسې غټ ښامار جوړ شوی چې پر اړوندو ګمرکاتو سر بېره یې آن د بهرنیو مرستو له ډالرو ډک کانتینران ژوندي له ستوني تېر کړي . خو ددې وزارت د پرمختیایي او انکشافي بودجې خیالي سریال ته اوس هم د ملت استازي غوږ دي . آن تر دې چې د مالیې له وزیرعمرزاخېلوال څخه په ؤلسي جرګه کې دده د اخلاقي فساد په اړه پوښتنه کېږي ، خو په ځواب کې یې په ډېره سپین سترګې ورته وایي چې په دې برخه کې به ما نه پوښتۍ ، ځکه اخلاقي فساد زما خپل شخصي کار دﺉ . دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د خپلو ناروا جنسي اړیکو رېښو ته هم له دولتي همیانۍ څخه اوبه ورکوي . نو که وکیلان په ریښتیا د مسلمان ملت استازي وي ، دوی ولې دغه ملي غل نه شي استیضاح کولی چې له یوې خوا ملي بودجه غلا کوي ، او بل لور ته په خپل هېواد کې د ننه له وطني ښځو سره پرې ناروا جنسي اړیکې تودې ساتي ؟

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې په اصل کې یو پښتني ضد سنګر او د اخلاقي فساد په یوه مرکز بدل شوی ، په تېره د ځوانانو معینیت چې د یو بېسواده او پر راز راز فسادونو ککړ کس په لاس کې دﺉ ، ددې پرځای چې د هېواد ځوانان یووالي او وطنپالنې ته را وبولي د ځوانانو د بې لارې کولو په لارو چارو لګیا دﺉ . او که یې لوړ پوړي چارواکي  مخه ونه نیسي  پایلې به یې له بدونه هم بد ترې شي .

دا خو زموږ صورت حال ؤ، چې هره ورځ کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ ور باندې غږېږي . نو اوس به ورشو د نړۍ یوه پر مختللي هېواد جاپان ته چې هلته څه تېرېږي ؟   

 جاپان له موږ سره په یوه ورځ آزادي ترلاسه کړه ، خو نن همغه جاپان خپل اقتصاد دومره ځواکمن کړی چې اوس له موږ سره مرستې کوي ، د ټولې نړۍ اقتصادي مارکېټونه یې له ماتې او سقوط سره مخ کړي ، د نړۍ د (۸) سترو اقتصادي طاقتونو په کتار کې یې ځان درولی . په وچه ، هوا او سمندرکې یې د خپلې پرمختللې تېکنالوجۍ پرمټ خپل شتون پر نړیوالو باندې منلی دﺉ .تېر کال یې اتومي ریاکتورونو اور واخیست ، خو په جاپانیانو کې دومره د قربانۍ حس موجود ؤ چې په لسګونو اتوم پوهو انجنیرانو یې له خپلې اتومي ملي شتمنې نه خپل ځانونه ځار کړل . خو د روسانو د چرنوبل د بټۍ په څېر یې ټولې ورانۍ ته پرې نه ښووله . که امریکا له هغسې ناورین سره مخ شوې وای هم به یې مخه نه وای نیولې .علت یې دادﺉ چې د جاپان خلکو له آزادۍ ترلاسه کولو وروسته خپل نسلونه پرته له خیانته په وطنپاله روحیه روزلي .چارواکو یې د خپل ملت باور خپل کړی . او دولت له الفبأ څخه تر دوکتورا پورې جاپاني بچیانو ته  د قربانۍ، خود ارادیت ، امانت ساتلو او خپل هېواد او خلکو ته په صداقت د کارکولو د حس ژوندي ساتلو سبق ورکړی . هغوی په سمند ر کې د خپلو (۳۵۰۰) جزیرو سرحدي واک خپل کړی .خو موږلا تراوسه په وچه کې خپلې سرحدي کرښې نه سره پېژنو او نه مو ساتلې دي . غچ اخیستونکوکینه کښوګاونډیانو زموږ ترخوږ ګوتو خپل استخباراتي تارونه را پېچلي ، او د اړتیا پروخت موږ له همغو خوږ ګوتو ورکشوي ، ترڅو دوی د خپلې ګټې له پاره د خپلې خوښې شوم پلانونه پرافغانانو باندې عملي کړي . خو له ټولو وطنپالوافغانانوڅخه زما دا غوښتنه ده چې له بهره ور باندې تپل شوي افغانستان ضد د تعصب وارداتي شعارونه  نور یو د بل په وړاندې زمزمه نه کړي ، په خپلو کې دې د یووالي ریښتیني لاسونه سره ورکړي ، یو بین الافغاني داسې خپلواک نظام دې په خپلو کې سره جوړ کړي چې وړتیا او صداقت په کې وي ، د ملت رواغوښتنو ته دې مثبت ځوابونه ور کړي ، ځکه دا د ملت خپل حق دﺉ  له تېرو جګړو دې دعبرت درسونه واخلي ، تر څود خپل هېواد ، خپلو وطنوالو او خپل نظام قانوني هوسا او بسیا شتون په سیمه او نړۍ کې محسوس او په خپلو سترګو وګوري . ځکه چې افغانانو په خپل هېواد او بهر کې د همدې هدف  په هیله د ژوند ټولې سړې ، تودې ، ناخوالې او مرګ ژوبلې پرځان منلې دي . که خدای مه کړه د افغانانو دغه ارمان پوره نه شي ، نو افغان حکومت ، افغان ؤلس او افغانستان دری واړه به د ځمکې پر مخ سره ورک شي .   

 

 


بالا
 
بازگشت