په افغانستان کې د بهرنيو ځواکمونو په عملياتو کې د ولسي خلکو وژنه د افغانستان او د دغه هېواد د لويديځو ملاتړو ترمنځ، په يوه جنجالي موضوع اوښتې ده.
سره له دې چې افغان حکومت تل له نړیوالو ځواکونو غوښتي دي ،تر څو په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو مخه ونیسي ،خو په تاسف سره چې د حکومت دغې هڅې تر دې مهاله ښې پایلې نه دي ورکړي.
د دودیزې لويې جرګې د مشوره لیک په شپږمه ماده کې هم راغلي، چې د شپې لخوا پوځي عملیات چې د بهرنیو ځواکونو لخوا کېږي، هرڅه ژر دې دغه بهیر افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
که څه هم د دودویزې لویې جرګې د مشورو څخه څو ورځې وروسته نړیوالو ځواکونو ژمنه وکړه ،چې دوی هڅه کوي، تر څو د دودیزې لويې جرګې دغه غوښتنه ژر تر زره پلي کړي،خو په کندهار کې د ددغو ځواکونو د برید په ترڅ کې د ملکي خلکو وژل کیدل یو ځل بیا ثابته کړه ،چې نړیوال ځواکونه په خپلو ژمنو کې رښتنې نه دي.
په افغانستان کې د مدني ټولنو یوه نوې څېړنه ښیي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې مهال عملیاتو کې د تېر کال پرتله زیاتوالی راغلی.
ټي ال او یا د اړیکو دفتر او هم د او اس اف یا د آزادې ټولنې بنسټ چې یوه یې افغاني او بله یې نړیواله ټولنه ده، دغه څېړنه له ۲۰۱۰ کال راهیسې پیل کړې ده.
دوی په کندهار، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ او خوست کې له شاوخوا ۷۰ کورنیو سره د مرکو پر بنسټ دا راپور جوړ کړی.
دوی په خپل راپور کې ویلي چې ملکي وګړي د نړیوالو ځواکونو له شپنیو عملیاتو څخه ډېر زیانمنېږي.
که څه هم افغان حکومت، مدنې ټولنې او خلکو په وار وار سره له نړیوالې ټولنې غوښتې دي ،چې د ملکي تلفات د کمولو په موخه دې جدي ګامونه پورته کړي،خو له بده مرغه په دغه برخه کې تر دې مهاله مثبت ګام پورته شوی نه دی .
ملکي تلفات له یوې خوا د خلکو او حکومت تر منځ واټن جوړوي او له بله پلوه د دولت مخالفین پیاوړي کوي.
له بده مرغه چې نړیوال ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ پرته پرته پر کورونو برید کوي او یو شمیر بي ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
وروسته له هغه چې د یوې کورنۍ یو یا څو غړي په بې ګناه ډول د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شي،بې له شکه چې ددغه کورنۍ نور غړي د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې وسله پورته کوي او د مخالفینو سره یو ځای کیږي.
نړیوالو ځواکونو تل ادعا کړې ده ،چې ددوی باندې د کورنو څخه ډزې کیږي او کله چې دوی د کور باندې برید کوي نو یو شمیر ملکي کسان پکې وژل کیږي.
کله چې د یو کور یا د کوم کلي څخه پر نړیوالو ځواکونو ډزې کیږي،نړیوالو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو سره په هماهنګۍ کې باید هغه کور یا کلي ته ولاړ شي او د دولت هغه مخالف چې پر دوی یې دزې کړي لاس په لاس ونیسي. نړیوال ځواکونه ددې پر ځای چې هماغه شخص یا ګروه ونیسي ټول کلی بمباروي او په ترڅ کې یې یو شمیر بې ګناه کسان وژل کیږي .
افغان امنیتي ځواکونو هم تل اندیښنه ښودلې ،چې ددوی د هماهنګۍ پرته نړیوال ځواکونه عملیات کوي او په ترڅ کې یې ملکي تلفات رامنځ ته کیږي.
که چیرې نړیوال ځواکونه په دغو عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه مرسته وغواړي او بشپړ هماهنګۍ سره عملیات مخ ته ویسي تر ډیره بریده پورې به د مکي وګړو د وژل کیدو مخه به ونیول شي.
له بلې خوا د طالبانو په لاس د سړک پر غاړو د ښخ شويو ماينونو له امله هم ملکي وګړي قرباني کېږي.دا ټول د دې ښکارندويي کوي، چې د جګړې ښکیلې غاړې د عام ولس په وړاندې مسووليت مننې ته غاړه نه ږدي او له همدې کبله ورځ تر بلې د دې تلفاتو په کچه کې زیاتوالی راځي او دغه تلفات نور د غمیزې کچې ته رسیدلي دي.
د ملګرو ملتونو نوي راپور کې راغلي چې له تېر کال راهيسې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې پنځلس سلنه زياتوالی راغلی دی .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر يوناما د ۲۰۱۱ کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د ۱۴۶۲ ملکي افغانانو د وژنې پېښې ثبت کړي دي.
د يوناما د راپور له مخې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مړينې د زياتوالی اصلي لامل د افغان دولت د وسله والو مخالفينو په تکتيکونو کې بدلون دی.
تر هغه چې ددغې ستونزې د هوارولو په موخه عملي ګامونه پورته نشي یوازې په خبرو او معذرت غوښتلو سره دغه ستونزه نه هواریږي.
ددې لپاره چې د دولت او خلکو تر منځ جوړ شوی واټن کم شي ،دولت باید په جدي توګه د نړیوالو ځواکونو سره د ملکي تلفات د مخنیوي په موخه خبرې وکړي او هغوی دې ته اړ کړي تر څو ارو مرو خپل شپیني عملیات چې په ترڅ کې یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي بند کړي.