عبدالباری عارض
کرغیړن وړاندیزونه ،اوناکامی هڅی
دافغانستان د سولی پروسه ګړندی سوی ده . امریکا د جرمنی او قطر په وساطت غواړی د طالبانو سره د خبرو اترو جریان ګړندی کړی. لس کلنی جګړی و ښودل چی افغان ولس د بهرنیانو زغم په خپل هیواد کی نه لری.او دا نوی خبره هم نده بلکه د تاریخ په اوږدو کی په وار وار دغه افغانی خصلت ثابت سوی دی. خو په عینی حال کی د سولی خوښونکی دی او د بهرنیو هیوادو سره هم د مساوی حقوقو په شتون کی د ښو مناسباتو او متقابلو همکاریو غوښتونکی او پالونکی دی.
همدا ډول نه یوازی د جنګی جنایتکارانو سره په هیڅ عنوان او پلمه و جوړی او انډیوالی ته اماده نه دی . بلکه د انتقالی عدالت جدی پلویان دی .ځکه باید بهرنیان دا هلی ځلی و نکړی چی هغه معلوم الحاله کړۍ او چهری چی لاسونه یی د اتیایمی او نیویمی لسیزی په درشل کی د افغان ولس په وینو رنګ دی د هغوی د شومو اهدافو لپاره پر افغان ولس وتپی.او یا د برأت لاری چاری ورته برابری کړی.
داسی اطلاعات د ځینو رسنیو له خوا خپاره سوی دی چی د نا مقدس ایتلافونو ځینی معلوم الحاله په اصطلاح مشرانو کچول غاړی ته اچولی ګاهی د یوه بهرنی هیواد او ګاهی د بل بهرنی هیواد د دروازو شاته ولاړ دځان د ژغورنی او د افغانستان تجزیه د فدرالی نظام تر عنوان لاندی په فقر ځنی غواړی. ځکه دوی پو هیږی چی په ولس کی ځای نلری نو طمع یی داده چی بهرنیان یی حمایت کړی او دخلاصون لاره ورپیدا کړی یا یی پر واک وساتی.
له کومه وخته چی دوی احساس کړل چی بالاخره ددوی د ظلم ، استبداد او تجاوز ماڼی مخ پر ړنګیدو دی نو د ولسی عدالت له منګولو د خلاصون په لټه کی سوه . دوی د خپل ژوند په اوږدو کی څو ځلی د بیګانه هیوادو په مرسته پر افغان ولس تپل سوی دی او متقابلتا دوی هم د خپل اخلاص او صداقت د ثبوت په منظور خپلی افغان دښمنه کړنی هغوی ته ډالی کړیدی . دسته جمعی قبرونه یی رامنځ ته کړیدی ، د ولس پرنوامیسو په تجاوز متهم سوی دی ،او نامشروع ثروتونه یی د ولس په وینو او هډوکو کی لټولی دی. د شخصی منافعو د ترلاسه کولو لپاره یی د بیګانه په اشارو کله شورای هماهنګی جوړه کړیده او د کابل و ورانی ته یی ملاتړلی کله یی د شمال اتحاد دولس په وژلو لاس پوری کړی دی اوپه دی ورستیو کی یی نامقدس نوی اتحادونه جوړکړیدی او د فدرالی نظام چغی وهی.
خو دا ټوله ناکامی هڅی په دوه منظوره تر سره کیږی یو د شخصی منفعت غوښتنی پر بنسټ او بل هم د هغو هیوادونو د خوشحالی لپاره چی د هغوی د اسارت طوقونه یی په غاړه کی اچولی دی.
د ایران دولت چی د تاریخ په اوږدو کی یی خپل افغان دښمنه موقف ساتلی دی یو ځل بیا د امریکا او طالبانو خبرو اترو وارخطا کړیدی . نو ځکه یی خپل افغانی اجنټان دی ته هڅولی دی چی اروپا ته سفر وکړی او ځانونه د ولس استازی معرفی کړی او د افغانستان د تجزیی غوښتنه ځنی وکړی په دی هیله چی که یوه برخه ددوی په نصیب سی او ایران ته خپل خدمت یو ځل بیا ثابت کړی. هغه ایران چی نه یوازی یی سیاسی بی ثباتی ته پیک وهی بلکه زموږ ملی ترمینالوژی او فرهنګ یی هم ددغو اجنټانو په وسیله ګواښلۍ دی.
داسی ویل کیږی چی ددی هدف د ترلاسه کولو او د ایران د خوشحاله کولو لپاره اوس جرمنی ته رسیدلی دی .بی خبره له دی چی افغان ولس د وینو او اوښکو سیلابونو ته تیاردی خو د خپل هیواد دیوی لویشت خاوری بیلتون نسی زغملای . که دا بیلتون د فدرالیزم تر نامه لاندی مطرح کیږی او یا تر نورو عنوانونو لاندی وی.
له بله طرفه د تاریخ په اوږدو کی د المان دولتونه او ولس د افغان ولس سره همیشنی دوست پاته سوی دی .همدا ډول په نړیواله ټولنه کی د بشری حقوقو د ناقیضینو سره په تضاد کی واقع سوی دی او په عین وخت کی په افغانستان کی د داخلی جګړو د لسیزی په هکله کافی معلومات لری همدا ډول د اوسنی لسیزی د فساد سټی هم ښه ورته معلومی دی . یقینا د نابلل سوی فقیرانو اوسنی وړاندیزونو ته به دشک په سترګه وګوری.
هغه سیاسی لومپینان چی ګاهی د جهاد او اسلام په نامه او ګاهی هم د اشغالګرانو تر څنګ د دموکراسی په نقاب کی په درواغو د ازادی اود ښځو د حقوقو ناری سوری وهی د ناروا امتیازاتو او ثروت د تر لاسه کولو لپاره د نوی اتحادو او ګوندونو په جوړولو لاس پوری کوی او دوی ددی کار ښه سابقه او تجربه لری . دافغان ولس ښه په یاد دی چی د کابل د ورانیدو لپاره ددوی د حاکمیت په دوران کی به یی ګاهی یوه ټلوالی د شمال په نامه جوړول او ګاهی به یی د هماهنګی د شورای په نامه نوی سلسله د توغندیو پر بی ګناه ولس را شروع کول.
دوی په خپلو دی کړونو سره خپله دښمنی د ولس او هیواد پر ضد وبهرنیو هیوادونو ته په نمایش ایښول تر څو د ضرورت او اشغال په وخت کی دوی د وطن پر خلاف استخدام سی ؛ هغوی به کله محصلین او استادان د جهاد او اسلام په نامه وژل او کله به یی مسلمانان ، ملایان او طالبان د تروریزم په نامه په دسته جمعی ډول د مځکی غیږ ته سپارل . او اوس چی د سولی او ازادی نسیم پر چلیدو دی ، دوی د ولسی محاکمی څخه د ځانونو د ژغورلو لپاره د بهرنیانو په لمن کی سرونه ایښی او د ولسی قهر څخه خلاصون ځنی غواړی.
دوی اوس د یو نوی توطیی په ترڅ کی د بهرنی بادارانو په اشاره د فدرالیزم کړنلاری وړاندی کوی چی ګواکی د هیواد په تجزیه کی به د عدالت د منګولو څخه خلاصون ومومی . د تاسف ځای خو دادی چی دا وړاندیزونه و ولس ته نه کوی بلکه بیګانه هیوادونو ته یی کوی ولی نه پوهیږی چی هغه هیوادونه هم دوی د مزدورانو او قاتلانو په حیث پیژنی او د غلامی په انګړ کی د مزدوری پر دسترخوان پسمانده خوراکونه ورته ایږدی . اما دوی ددی ډول کړونو سره د عمرو را په دی خوا اشنا دی ضمیر یی مسخ سوی دی او د حقارت احساس هم نه کوی.
د افغان ولس وړاندیز د جرمنی او نورو دولتونو څخه دادی چی هر نوع لاس وهنه زموږ په داخلی چارو کی کولای سی د ولس قهری پاڅون نور هم تشدید کړی . په هغه صورت کی به د ولسونو ترمنځ دښمنی او بد نیتی را وپاروی. که غواړی چی د نړیوالی ټولنی او افغان ولس تر منځ دښمنی او بد نیتی پای ته ورسیږی او د یو ښه دوستی بنسټ کښیښول سی ، نو دی ددی جنګی جنایتکارانو و عدالت ته د سپارلو هڅی و کړی نه د هغوی د حمایت او ژغورنی .
دا سیاسی او جنګی لومپینان چی د امریکا او متحدینو تر سایی لاندی د ولس د قهر څخه و ژغورل سول او د سیاسی تپل سوی نظام په چوکاټ کی د واک پر ګډی نصب سول دومره سپین سترګی او نمک حرامه دی چی اوس دهغه نظام د غوښتنی پر خلاف چی د مرکزی واحد ریاستی نظام ناری وهی ، د بهرنیانو دروازی ور ټکوی او په زاریو د فدرالی نظام غوښتنی ځنی کوی ددوی په اند همیشه به بهرنی عساکر او اقتصاد ددوی د ناروا حاکمیت لپاره قربانی کیږی .