عبدالقيوم
نور مځکه هم ژاړي
کشکي زه یو وجود یوه ټوټه وای
اوس به سنګینه پرځای پرته وای
یا مي اولاد ونه یوڅه پوهیدلای
دورڼوپه شان را پکښي اوسیدلای
ددښمن په وړاندي یوموټی کیدلای
مګرخپل منځ يې یوبل نه وژلای
دهروطنوال په مرګ خفه کیدلای
دخپل ورورپه مرګ نه خوشحالیدلای
دمیرزمان اولادوپه جګړوآخته کړم
شاشجاع بیا انګریزته ورحواله کړم
سلطان احمد په څوطلأ وو زه معا مله کړم
پنچابي سیک ته چي يې زه ورکوذ ده کړم
دګندمک په تړون یعقوب بسته کړم
عبدالرحمن دډیورنډ په امضأ خرڅه پخه کړم
داخپلو لیوانوچي ټوټه ټوټه کړم
نو دپردوڅخه به زه څه ګیله کړم
دا نا اهله بچي اصلاً زما نه وه
که څه دوی په لمن کي زما پراته وه
اوس به پنجدې اوبخارا راڅه جلأ نه وای
بلوچستان اوپښتوخوابه هم راسره وای
زما لا جوړنه وه زاړه زخمونه
چي پرچم راباندي راوخیژول داسره فوځونه
پاکستان یوه توره تیاره راباندي خپره کړه
په آخیر کي يې ټوله ناټو راباندي سپره کړه
ددي بلأ ځان خلاصومه په انجام يې نه پوهیږم
بیا به دکوم یوه(استعمار يا استثمار) په نکاح کیږم