نظيراحمد نظير

 

تاز

د مور نړيوالې ورځې ته

يادونه: تاز يوه حشره ده چې د اولاد له زيږېدو سره سمه مري

*****

ما تاز ليده چې ځان يې ونې پورې ورساوه

د زړې ونې نرى ښاخ يې خپل مرګ ځاى وټاکه

څو خپل ژوندون ترې زېږېدونکي نوي تاز ته ورکړي

په تاز دردونه راغلل

د مرګ دردونه د تازه تاز د زېږون دردونه

او تازه تاز وزيږيد

د زاړه تاز له وجود جوړ نوى تاز والوتلو

او د زاړه تاز تش کالبد د ونې ښاخ نه باد را وغورځاوه

*******

د مور غښتلى وجود کټ مټ د کوټې د ديواله په څير و

د زيږون درد د مرګ تر پولې پورې راوستله

خو مرګ د بل ماشوم لپاره بيرته پرېښودله

دوه ماشومان د مور د تن

د تکو سرو غوښو له منځ څخه

وتونکو سپينو پيو لوى کړل

په کور کې درې اوسېدل

دوه يې د ښې روغتيا د ښه وجود څښتن کسان و

خو دريم کس، يوه زړه بوډۍ وه

وه د ژوندون د زړې ونې په نري ښاخ ناسته

د خپل اولاد د الوتلو ننداره يې کړله

((دغه دى اوس يې اولاد والوتلو))

او باد هم راغى د زړې بوډۍ کالبد يې لاندې پرې اېستلو

 

 

چاپه

خوب وینمه دښته وي په سرو تیږو روانه وم

ورکې مې څپلکې شي، ستړې وم ستومانه وم

ومې خوړ تیتندک، تیږو کې پرمخې ګذاره شوم

مات مې شو د مخې غاښ په دې کې رابیداره شوم

/////

ما و اوریدلې چې د مخې غاښ سړی دی

شکر دی چې کور دیه او شکر چې ژوندی دی

خدای خو مې د وساتی له ورځې د سرتورې

ژوند د ستومانیو نوم دی، ژوند دی ستغې سپورې

/////////////////

نن می ولی هیڅ شي ته لاس نه ورځي حیرانه یم

خدای خبر د څه سایه پرته ده چې ناتوانه یم

ټول د کور کارونه راته سر په سر پراته دي

ته وا، چې له خاورو راوتلي مې واړه دي

//////////

نن مې ورځ په څنګه شواخون باندې شوه تیره

ته واه شپه د ژمې میږتون باندې شوه تیره

شکر دی چې تیره شوله، شکر دي شوه تیره

خدای خبر چې ولې مې لا هم ده زړه کې ویره

/////////////

ټيټ شو هیبتناک د الوتکو غږ له پاسه

بیا به وایه څوک د زړه ټوټې ورکړي له لاسه

بیا د کوم مظلوم په کور درنه چاپه پریوځي

مرګ لکه تیاره دلته کې هره شپه پریوځي

/////////////////

اخ دا خو زموږ  د کور سپيره دروازه نشته

چیغې دي، له کور مو د وتو اجازه نشته

مه ورځه د زړه سره دوی ټول لکه ړاندي دي

نه چې مې سرتوره کړي، په رحم، غذر نه دي

//////////////

اخ دا خو یې وویشت، خدایه زه د چاته پریښوم؟

وامې خله ژوندون تا لیونۍ دنیا ته پریښودم

دوی خو و د مرګ لپاره دې کور ته راغلي

ما درته ونه ویل دوی ړانده دي، دوی د ولي

 

///////

 

 

معشوقه او خبرونه

 

اوس د کابل پر وخت د ورځې څلور نیمې بجې

زموږ همکاره له کابل نه په ژوندۍ بڼه راپور راکوي

(( زه په کابل کې د قمبر د څلور لارې په جنوب اړخ کې ولاړه یمه

دلته ځانمرګی شوی

امنیتي ځواکونه څوک د پېښې ځای ته ور نږدې نه پریږدي

څلور، پنځه امبولانسونه په ټپیانو او مړو بار د داوودخان  روغتون پر خوا روان دي.

د اور وژنې کارکوونکي د سړک له سر نه ویني مینځي

یوه مور پولیس سره خپړې لګوي او ژاړي

زوی می همدا شیبه په دې لار له مکتب نه راتلو

په بلې ښځې باندې ضعف راغلی

ولاړ کسان وایی میړه هلته لرې پيرکي خرڅول

ددغه برید مسولیت هیچا لا اخیستی نه دی

خو خلک وايي د پوځي اکاډمۍ د استادانو بس یې والوزاوه

دا برید په داسې مهال کیږي چې بیګا امریکايي ځواکونو

د زابل اړوند د شاجوی ولسوالۍ یو لرې پروت کلی پوره بمبار کړ

د ماشومانو په ګډون پنځه څلویښت ملکي کسان  پکې له منځه تللي...)

دا خو زما د معشوقې غږ دی، خو دا څه وايي

ما د هغې له خولې د ځار او قربان پرته نور څه نه اوریدل

مګر دا اوس خو بس د وینو، مړیو بم او مرګ الفاظ کاروي

زه مې په خپله مینه کلک باور لرم چې دا الفاظ د هغې خولې نه راوتلی نه شي

زه له راډيو څخه نفرت کومه

هغې زما د معشوقې د خولې الفاظو ته تغیر ورکړی

هغې زرګون اوریدونکو ته ستر ویر ورکړی

هغې زرګونو اوریدونکو ته ستر ویر ورکړی.

 

 

نظيراحمد نظير

 


بالا
 
بازگشت