خپلواک مینه وال

 ۱۳ – ۵- ۲۰۱۱

په پښتو شعر کې ژبنی فساد

 

فساد (کرَپشن) لاتیني کلمه ده چې مانا یې اخلاقي زوال، بډې خوړل او په ځانګړې توګه د متن فاسدول او چټلول دي. پښتو ژبه له ګڼ اړخیزو سیاسي، پوهنیزو، اقتصادي او رسنیزو ستونزو سره مخامخ ده. ان تر دې چې پخپله د ویونکو او لیکونکو تر منځ یې لا د یوه واحد او معیاري لیکدود د منلو په باب هم کومه هوکړه او موافقه نه تر سترګو کیږي. د روان پوځي ـ سیاسي ناورین تر څنګه د پښتو ژبې داسې خواشینونکی حالت په تېره د هغې له ژبپوهانو، لیکوالو، ژورنالیستانو او کره کتونکو نه د رغنده علمي ـ ادبي نوښتونو او ښکلو جوړښتونو د رامنځته کولو غوښتنه کوي. خو که چېرې پخپله پښتانه پوهان او روښاندي د بابیزې او کړکیچو پښتو د بابېدو سبب ګرځي، بیا نو یوعادي ویونکی او نالوستی خپلې سترګې په چا رڼې کړي؟

څو اونۍ مخکې (۸-۴-۲۰۱۱) مې په تاند کې د پښتو ژبې د یوه تکړه ممثل، شاعر، لیکوال، کره کتونکي، ژورنالیست، فرهنګي دیپلومات، په کابل پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د پخواني استاد او د پښتو کره کتنې د تاریخ د دوکتور ښاغلي لطیف بهاند د «زما شعر ته ورته دوه ټوټې» تر سرلیک لاندې د (تاوان) په نامه یوه ټوټه ولوسته چې په کې کښلي یې وو:

.....د هغې په شونډو کې

د تهمت داغونو پاتې شول.....

زه نه غواړم د دغې «شعر ته ورته ټوټې» د ښکلاییز او مانیز اړخ په باب څه ووایم، ځکه چې دا د شاعر په شخصي ذوق او ښکلاپال خوند پورې اړه لري. غواړم یوازې ژبني او ګرامري اړخ ته یې لږ تم شم، ځکه چې دا خبره په ګردې پښتوژبې او پښتوژبو پورې اړه لري او دا اندېښنه ورسره مله ده چې کېدی شي د ناسمې پښتو په بابولو کې نښه او پل پرېږدي. په پښتو ژبه کې د «په» سربل یا پریپوزیشن او د «کې» اوستربل یا پُست پوزیشن په هغه حال کې کارول کیږي چې یو شی دننه او یا پټ وي: لکه په کوټه کې، په جېب کې، په فکر کې، په سر کې یا په خوله کې (په خوله کې ژبه معشوقه ده ـ غاښ چې کنډاس شي معشوقه بدرنګه شینه). زما په اند ښایي ښاغلي دوکتور بهاند به هم تر اوسه نه د پښتو ژبې په کلاسیکو او نه هم اوسمهاله ادبیاتو کې داسې کومه بېلګه موندلې وي چې په هغې کې دې د «په شونډو کې» بدرنګه عبارت راغلی وي، او هغه هم په داسې حال کې چې خبره د ښکلې، پېمخې او زړه وړونکې معشوقې د مستوونکو او کوډګرو شونډو په باب وي. برعکس له شونډو سره په تړاو کې دوه باب شوي او منل شوي عبارتونه شته چې د «په شونډو» او یا «پر شونډو» بڼه لري. او داغونه خو هسې هم د ښکلاییز خوند او شرنګ له پلوه په شونډو یا پر شونډو ښکلي برېښي، نه په شونډو کې....

په همدې تاند کې د اپرېل پر ۲۶ د همدې شاعر او کره کتونکي په قلم یو لیکل شوی سرلیک لولو چې په کې راغلي: دوه غزلې ـ یو زما بل د شاعر. په پورتنۍ جمله کې دوه تېروتنې د پام وړ دي: د جملې په لومړۍ برخه کې غزل ته د ښځینه جمعې پړوني ور په سر شوی او جمع یې «غزلې» کښل شوې، خو لا د نیم ګام هومره واټن هم نه دی وهل شوی او یوازې له یوه کوچني تیر یا لیکې (ـ) نه له تېرېدو بلې خوا ته بیا همدا غزل یو ناڅاپه، لکه د بوډۍ له ټال نه چې تېر شوی وي «نر» شوی او نرینه شمېر یا عدد، یانې «یو» ورته کارول شوی دی! په دې توګه ګورو چې د پښتنو د ګډوډۍ په ټس کې د غزل په څېر یو «لطیف»، خوندور، ښکلی او له مانا ډک شعري توکی هم څنګه پیکه او بې سیکه کیږي، ان تر دې چې له خوارکي نه بیخي «نرښځی» جوړشوی او هغه هم د یوه شاعر او کره کتونکي له خوا!

او دا دی د می پر ۱۲ په تاند کې بیا له یوه ژبني ـ ادبي شهکار سره مخامخ کیږو چې سرلیک یې دی: جړه غوټه، یوه هېره شوې غزله/ شاعر: لطیف بهاند. او غزل داسې پېل کیږي:

نن چې مې آشنا راته دښمنه شوه

ښکاري چې دنيا راته دښمنه شوه

ګرانو لوستونکو! تاسې پخپله قضاوت وکړئ چې ایا دا په پښتو شعر کې ژبنی فساد نه دی؟ د پښتو په کومه سیمه، لهجه او قاموس کې «اشنا» ښځینه نوم دی؟ ایا تاسو چېرته لوستلي یا اورېدلي دي چې کوم چا لیکلي یا وېلي وي: دا مې اشنا ده؟ که چېرې د اشنا کلمه د ګرامري جنس له مخې نرینه (مذکر) وي، نو ایا په هغه حال کې د پورتني شعر قافیه ناسمه نه ده؟ او بیا هم: ایا دا شعري او ژبنی فساد نه دی؟

پای

 

 

 

  


بالا
 
بازگشت