فاروق فردا
د هغې چمبه مارې په وير چې د داېرې
د غږولو په تور اعدام شوه.
چمبه ماره
دشنه غنمو ګلكڅونو ته يي اور واچول
موږ پرې ونه ژړېدو.
زموږ دګلولو له سرو سترګو نه دوينو څاڅكې وبهېدې
موږ پرې ونه ژړېدو.
خو نور چي ونه ژاړو غم ونه كړو څه به وكړو؟
چي هديرو ته دخوښيو جنازي لېږو دباد پر اوږو
دكليوالو په ودونو او په وراو کې چې
نور دګډا او دسندرو پر ځای
دادئ لمونځونه په ولاړې كوو.
ځكه دې لوی كلي كې
نور دټپو او يله زار له پاره
نور دسروكو،دچاربيتو د رباب اود ستار له پاره
څوك راته پاتې نه شول.
ديله زار ژبه ګونګۍ شوه
ټپې تتې شولې
نور په سروكو كى سُر پاتی نه دى
چار ماري شوي دي چاربيتې دملنګ ملنګ جان
او بګتئ دسندرمارو پسې ساندې بولي
یوچا پرون راته په ماته ژبه وويل چې:
زموږ دكلي چمبه ماره توړئ
چمبه په غاړه دار ته وختله.
۱۹۸۸