کاظم بيمار ننګرهاري
د کابل پوهنتون استاد
الهي
الهي زړه کي ستا مينه رهنما را
چي خدمت د خلکو وکړم ستا رضا را
دتيا رو د جهالت نه امان غواړم
چي روښانه پري شي زړونه دا رڼا را
چي وطن مي پري اباد شي پاکه ربه
هغه زور هغه قدرت هغه دوا را
دا زما غريب ملت ربه اباد کړي
د خفه زړونو خوښۍ ته مي شفا را
ما بيمار ته ته توفيق د چوپړ راکړي
ارام ژوند مي دى ولس ته په دنيا را
++++++++++++++++++++++++++
دپسرلي سيلاب ته
دپسرلي سيلابه راشه دښمنان له مونږه يوسه
شه را ښکته له پاميره انګريزان له مونږه يوسه
مونږه خلاص کړه له ظالمه چه ارام مو دا وطن شي
خروشان شه په هلمند کي دا غربيان له مونږه يوسه
د سپين غر له سره کوز شه په درو کي راروان شه
کړه سيرابه دا دري مي پنجا بيان له مونږه يوسه
له بيوزلو نه څه غواړي دوي په ژوند کي دي بي ژونده
چه مغرور دي په بمونو فرعونان له مونږه يوسه
چه د نورو کوريي وران کړ ته ددوي کورونه وران کړه
قهرجن شه وغړمبيږه ظا لمان له مونږه يوسه
مونږه خلاص له استعمار کړه اشغال شوي مو وطن دى
له دي جبر نه مو بچ کړه جابران له مونږه يوسه
دا هلمند مو خروشان کړه چه پردي عسکر لاهو کړي
چه بي غم شو له فساده فاسدان له مونږه يوسه
د ميرويس لمسي راويښ کړه ګرګينان چه قتل عام کړي
دوحدت چيغه کړي پورته شرمښان له مونږه يوسه
ننګرهار کي راښکاره شه اماني عزم بيدار کړه
دا پښي لوڅي رابيدار کړه پرنګيان له مونږه يوسه
چه دښمن سره دوستي کړي له دښمنه يي بدتر بوله
کور کوډله يي کړه ويرانه خاينان له مونږه يوسه
د سيستان په جهيل راشه په جولان شه په جولان شه
سونامي شه په جوش راشه ايرانيان له مونږه يوسه
دا بيمار به هله جوړ شي چه هيواد يي شي ارام
دامو سينده وحشي شه سره روسان له مونږه يوسه
ورورولي
راټول شئ وطنوالو دا وطن به جوړوو
له نيکونو دې را پاته دا مدفن به جوړوو
پښتون دې که تاجک دې ابادي د وطن غواړي
راپاڅئ اوزبکانو دا مسکن به جوړوو
هزاره که پشه يي دې ټول يو ورورددي وطن دى
ترکمنانو، ايماقيانو دا چمن به جوړوو
د پردو نه پوره نشوه دا وطن مو کنډواله شوو
مټي ونغاړئ زلميانو دا کوهکن به جوړوو
افغاني فکر په کا ردى ددي پاک وطن جوړښت ته
چه هر باغ يي ميوه دار شي دغه بڼ به جوړوو
نه غربي او نه شرقي زمونږ پکار شو وطنوالو
ټول به يو ځاي سره کښينو انجمن به جوړوو
تاريخ زمونږ شاهد دى مونږ د يو هيواد بچيان يو
ارادي زمونږ قوي د ي دا ميهن به جوړوو
دبيمار په چيغو ويښ شئ لرو برو افغا نا نو
چه مو خلاص له دښمنۍ کړي دا ختن به جوړوو