لطیف بهاند
دوه غزلې
يو زما بل دشاعر
د غوغا تصوير
گرځي مې خيالونو کې د چا تصوير
ډېر راته اشنا،دا نا اشنا تصوير
څومره چې اوږدېږي،دغه توره شپه
هومره زړگى غواړي دسبا تصوير
ستا له دې ادا نه دې لږ پور کاندې
څوک که کله باسي د رڼا تصوير
جوړ ترې نه غزل د مينانو شي
مروړمه چې تورو کې د تا تصوير
ستا د شونډو څک مې چې تر شونډو شو
نور رانه هير شوى د مينا تصوير
شونډې د خوبانو ځکه زبيښمه
گوندې را نه هير شي د بلا تصوير
زړه کې يو باغي مې کينولى دى
غواړم چې تصوير کړي د غوغا تصوير
+++++++++++++
او دا هم زما د خوښې يو ښکلی غزل
د غوره شاعر سيلمان لايق يو غوره غزل
زه ناگار روان وم، ناڅاپى خندا يې وويشتم
تندر د اسمان شوه، په خوني برېښنايې وويشتم
ما نه وو لوټ کړي، د ښايست د بازارونو، زر
دا د ښکار لېواله وه، سلا بلا يې وويشتم
زه خو ادم نه وم، چې هر څه درخو درخو ويني
تش د يو نظر په گذري خطا يې وويشتم
ما د رڼا گواښ لا نه وه کړى ترږميو ته
تور گريوان يې پرانست، د سپېدو رڼا يې وويشتم
سترگو يې رسا زما د زړه برجونه نښه کړل
زه يې په غلا نه، د سپېڅلتيا په دا يې وويشتم
څو که د تقوا په جامو ځان پېچلى گرځمه
گوره لنډه غرو ته، چې څه رسوا يې وويشتم
اوس د لايق سر، د سودايي خيالونو شهر دى
وپوښتئ بربنډيې، چې په څه گناه يې وويشتم
دلايق له يو ناخپور شوي جونگ نه