آیا له حماسو ډک افغانستان جګړه ژغورلی شي که تعلیم ؟!!
ابو دانیال
هغه وخت چې په افغانستان کې جګړې لا نه وې پیل شوې ، د دیموکراسۍ تر لسیزې را وروسته پنځه وروستي کلونه په افغانستان کې افغانانو ته تر ټولو ښه طلایي چانس په لاس ورغلی ؤ . ځکه ددیموکراسۍ په لسیزه کې افغانانو د دیموکراسۍ له پدیدې سره آشنایي نه لرله . او سیاسي جریانونو ځوان قشر د تعلیم خلاف د خپلو اهدافو له پاره استعمالاوه . له همدې امله له (۱۳۴۲ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۵۱ ) کلونو پورې د علمي کانون مراکز ، مدرسې او کارګري فابریکې د تعلیم او کار پر ځای قدرت ته تږو د څو تنو اوباشانو او وېلګرد و په لاسونو کې ولوېدې . له کار او رسمي زده کړو یې د اېزم او رېزم خواته مخ پرې واړاوه . په تعلیمي او کارګري مرکزونو کې یې د خپلو بادارانو پر مالي او سیاسي ملاتړ تخم ګذاري وکړه . کارګري اوعلمي مرکزونه له شاهي نظام سره په ټکر کې را غلل . په هېواد کې کمونیستي پدیدې د شاهي کورني نظام چپه کېدو ته لاره هواره کړه . کمونېستان د شاهي کورنۍ په پوست ور ننوتل ، شعله یانو د سردارولي تر وزر لاندې ، او خلق او پرچم د سردار داؤد تر چتر لاندې خپل شوم اهداف پر مخ وړل . سر دار محمد داؤد چې په خپله یو ملي سړی ؤ او د خپل تره د زوی سردارولي او د ظاهر شاه د مشر زوی شهزاده احمدشاه له کورني پټ مخالفت سره مخ او له صدر اعظمۍ لیرې شوی ؤ د خپلو چپي ملګرو په ملاتړ د سپینې کودتا له لارې قدرت ته ورسېد . نوموړي کارګرو او تعلیمي سکتور دواړو ته ډېره وده ور کړه ، او په لنډ وخت کې یې مثبتې اغېزې خلکو په خپلو سترګو ولیدلې . خو یوه غټه تېروتنه چې سر دار محمد داؤد خان وکړه هغه داوه چې مسلمان افغانان یې د خپلو روسي پلوه ملګرو په مرسته د سیاسي فعالیتونو په پلمه وځپل ، خو روسي پلوه خپلو درواغجنو ملګرو ته یې هېڅ هم ونه ویل ، او نه یې له خپلو ملي ضد فعالیتونو ایسار کړل . خو بیا هم د هغه مهال افغانانو په ریښتیا د تعلیم خوند څکلی ؤ . د افغانستان ټول پنځه کلن ، لس کلن او پنځه ویشت کلن پلانونه په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شوي وو . تعلیم او تعلم ته د حکومت ډېره پاملرنه وه . د درېیو کته ګوریو په جوړو کړیو پلانونو کې د سر پنځه کلن پلان خو په سیمه کې ډېر ژر وځلېد . افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېر توکي په خپلو کورنیو فابریکو کې داسې تولیدول چې په کیفیت کې آن تر ګاونډیانو هم باندې وو . د تعلیمي نصاب کره کولم داسې ؤ چې متعلم او محصل ، معلم او استاد ټول یې په کار اچولي وو . د کارګرانو د کار له پاره ایران ته ولاړ ، او څه یې په هېواد کې د ننه په خپلو کورنیو فابریکو کې پر کار ګوما رلي وو . ډېر ځوانان بهر ته د تعلیم له پاره واستول شول . خو تر ټولو روسي پلوه هېوادونو ته ډېر ولاړل چې دا د داؤد خان بله تېروتنه وه . داؤد خان باید افغانستان د پخوا په څېر په بېطرفۍ کۍ ساتلی وای خو نوموړي له داسې منافق ګاونډي سره خپله صادقانه دوستي پیل کړه چې آخر یې خپله ټوله کونۍ او ټول افغانستان په کې له لاسه ورکړل . نوموړي د خپل واک او ژوند په آخروخت کې له کمونېزم نه خپله قبله غرب ته واړوله ، سعودي عربستان ته ورغۍ ، مقدسه اماکن یې پر افغاني قالینو فرش کړل . په مصر کې یې له غربیانو سره تړونونه وکړل . خو بخت یې کوټه شو . پر افغانانو په ټولیزه توګه له هرې خوا مرګوني توپانونه را غلل . دېرش کاله په دې هېواد کې ددې هېواد بچیانو په خپل ټاټوبي کې له مرګ ژوبلو او نېستۍ سره لوبې وکړې . یو نسل د اسلافو په بشپړه توګه په جګړو کې له منځه ولاړ ، اوله اخلافو نه پوره دېرش کاله په جګړو کې را لوی شول ، چې له خرپ او ترپ او ډز اوغپ څخه بل څه یې نه دي لیدلي . تعلیم او تعلم له هېواده کډه وکړه ، پر ځای یې په هېواد کې د ننه او له هېواد ه بهر مافیایي ، نشه یي او د اخلاقي ملي او دیني فرهنګ ضد سیستمونه ځای پر ځای شول . په وروستۍ لسیزه کې خلکو فکر کاوه چې نور خو افغانان له جنګ جګړو ستړي شوي . ور سره ښایي چې یو ځل بیا تعلیم او زده کړې ته مخ واړوي . خو له بده مرغه چې دا سې ونه شول . د وروستۍ لسیزې تر اولې نیمایي پورې تعلیمي سکتور لاهم د زورواکو په لاس کې پروت ؤ ،او له معارف وزارت څخه کورنۍ عایداتي ( ان جي او ) جوړه وه . له بهره پیسې ورته را تلې ، خو په معارف کې د علمي کدرونو پر ځای په تشکیل کې تنقیص شوي پوځیان ځای پر ځای شوي وو . او د تعلیمي نصاب پر ځای یواځې د (راځۍ چې سبق ووایو ! ) شعار پردېوالونو او ښوونځیو کې لیکل شوی ؤ . نور نه معلم ؤ او نه تعلیم . بل لور ته په جنوب او جنوب شرق خواکې له ښوونځیو نه عسکري قشلې او قرارګاه وې جوړې شوې وې . افغان بچیان د تعلیم پر ځای ترورېستي زده کړو ته په کرایه ور کول کېدل . چې په دې کې د ګاونډي پاکستان ډېر لاس دﺉ . اوس چې د افغان بچیانو له پاره د زده کړې ټول شرایط برابراو پر دې پوه شوي چې له جنګ نه څه نه جوړېږي ، او نه افغانستان په جنګ سره جوړېدی شي . ګاونډیان او ور سره قدرت ته تږي افغان لاسپوڅي یې هم نه غواړي چې افغانان دې یو څه زده کړي . ځکه که افغانان لیک لوست زده کړي ، لوړ تعلیم ولري ، د هېواد او خپل ځان په ښېرازه کېدو او ړنګېدو پوه شي . نو بیا به پاکستان او نور ګاونډیان او ور سره افغان بړېڅي څوک د افغانستان د ړنګولو له پاره استخدام کړي ؟ د افغانستان ګاونډ یان افغانان هڅوي چې ددې هېواد بچیان بېسواده کړي ، تر څو د خپل هېواد ، خپل نظام او خپل ځان د جوړولو چل ترې هېر شي . چې پر مټ یې بیا دوی په آسانۍ سره وکولی شي افغان نظام په خپله ؤلکه کې راولي ، افغانستان د خپلو تولیدي توکو پلورلو تر ټولو ښه مصرفوونکی مارکېټ جوړ کړي . او تل د ګاونډ یانو تر احسان او ښکېلاک لاندې د اسارت او برد ګۍ ژوند ولري .
نو مسلمانوافغانانو ته په کار ده د خپل پیغمبر اکرم (ص) ددغه مبارکو حد یثو شریفو پر بنسټ چې فرمایلي یې دي : (( علم زده کړۍ که څه هم په چین کې وي .)) او (( د علم زده کړه له زانګو تر ګوره پورې ده . )) د ابوالبشر حضرت آدم (ع) هم د عقل تر څنګ علم او حیا دری واړه خوښ وو . حضرت علي کرم الله وجهه څه ښه فرمایلي : (( څوک چې ماته یو حرف را وښیي ، هغه زما مولی دﺉ . )) ابن خلد ون ( رح ) د علم په اړه فرمایلي : (( د انساني تاریخ زده کړه ځکه ضروري ده چې د تېر په څېرکټ مټ ، او یا هغه ته ورته نورې داسې پېښې بیا پېښېدونکې دي . چې له بد و یې راتلونکي نسلونه پند ونه عبرتونه اخلي ، اونېک کړه وړه یې د خپل ژوند سرلیک او کړنلاره جوړوي . )) الله (ج) هم په خپل را لېږي قرآن کې د امر او نهی تر څنګ د قصصو ، پند ، موعظو او حکمت درسونه لومړی خپل رسول (ص) ته ، او بیا خپلو بنده ګا نو ته پرې اېښي . افغانان هم حق لري چې د کینه کښو دښمنانو پر ضد د خپلې اسلامي فریضې پر بنسټ په ټولیزه توګه له تېرو کنعاني ، نمرودي ، فرعوني ، یزیدي ، چنګېزي ، ګُورګیني ، انګرېزي ، روسي ، خپلمنځي او نورو بد و پېښو څخه پندونه عبرتونه واخلي تر څو یو ځل بیا داسې پېښې ور باندې تکرار نه شي . او د ښو خلکو ، ښو چارواکو ښې ملي او اسلامي کارنامې د خپل ژوند سرلیکونه او کړنلارې وټاکي ، تر څو د سیاسي اړدوړ په استخباراتي ساحو کې یو ځل بیا د تېر په څېر پر برخلیک ټاکونکو ماینونو ور برابر نه شي . له همدې امله باید له راتلونکو نسلونو څخه په تعلیمي برخه کې د پېښو حقیقي انځورونه پټ نه شي . او نه هم باید افغان تاریخ مسخ شي چې بیا به افغانان خپل ریښتینی دوست او دښمن په خپلو کې سره ورک کړي . افغانان باید د پوهنې د مخکښو علمبردارانو په روغه لارښوونه اغېزمن تعلیم او تعلُم ته مخه کړي . تر څو په سیمه او نړۍ کې له سیالانو سره ځانونه برابر کړي . افغانان خپلې بډایې زېرمې لري ، چې ددوی اسلافو دوی ته له غلیمانو څخه د سر په بدله ساتلې دي . او غلیمان ځکه نه غواړي د افغاني تاریخ دغه ، او یا دېته ورته نورې برخې دې د راتلونکو نسلونو ذهنونو ته ور انتقال شي چې بیا دوی نه شي کولی له پرسخو پرسخو لیرې فاصلو نه په ډېره غټه مالي او ځاني بیه دا زېرمې له ځانه سره یوسي . ځکه رانلونکي نسلونه به هم د خپلو پلرونو پرځمکنیو میراثونو خبر وي . افغانان دا کار د تعلیم او تاریخي پوهې په مرسته تر سره کولی شي . د خپلو بډایو یورانیمي زېرمو په شتون کې باید د هغه پاکستان په وړاندې ځان د اتوم څښتن کړي چې په سوال یې له نورو هېوادو څخه د خپل اتوم هر څه ځانته برابر کړي دي . پاکستان په پردیو پانګو د (۹۴۰۰۰ ) دولتي او غیر دولتي فابریکو ځان څښتن جوړکړي . او دا کار پاکستان د تعلیم له مخې تر سره کړی . خو موږ په قصدي ډول د جهالت په تورو تیارو کې ساتل غواړي . ټولو افغانانو ، په تېره افغان چارواکو ته په کار ده چې نور پر افغان بچیانو خپل زړه وسوځي . نړۍ له افغانستان سره ده . له دې فرصت نه په ګټې پورته کولو سره دې نور تر هر څه د مخه پر تعلیمي نصاب او کره کولم باندې له نړیوالو نورمونو سره سم کاروکړي . علمي کدرونه دې په هېواد ، او له هېواده د باندې د ټول هېواد په کچه پرته له مصلحتونو ، خپلمنځي ونډ و ، سیمه ییز ، توکمي ، ژبني او مذهبي توپیره و روزي . بهرني تعلیمي بورسونه دې د خپلې خوښې سره سم د تېر کال او نورو کلونو په څېر خپلو انډیوالانو ته نه ور کوي ، چې آخر یې پایلې داشوې چې له هند اونو رو ځایو نو یې د خپلې خوښې ور لېږلي نالوستي کسان بېرته ور ته را وشړل ، او دغریبو، پوهو، بې واسطې افغان بچیانوحقوق یې هم ور باندې تلف کړل . په افغانستان کې تعلیم باید په ریښتیا ملي او بین المللي بڼه خپله کړي . تر څو افغانستان د ملي کدرونو څښتن شي . او افغانستان وساتي ، هوسا او بسیا یې کړي ، او له پردیو غلامیو یې وژغوري . که په افغانستان کې معارف دې کچې ته ورسېږي ، ټولې بدبختۍ به له افغانستانه کډ ه وکړي . اوهېڅ بد مرغۍ ته بیا په افغانستان کې ځای نه وي . د تعلیم او زده کړې مانا همدغه ده . که داسې نه دي تعلیم او زده کړه په جنګ ځپلي افغانستان کې هېڅ مانا نه لري .