د عریضې ځای چېرې دﺉ؟؟؟!!!
د عارض لیکنه
ما ، او زما نورو ملګرو په یوه نظام کې د ننه ښه هوسا ، بسیا او سوکاله ژوند درلود . په خپله دنده کې ډېر خوښ او برلاسی وم . خو له نن نه (۳۳) کاله وړاندې زموږ مېنه سره سېلاب ډوبه ، او زموږ ټوله هستي یې په نېستۍ کې ور لاهو کړه . رسمي دندې او پلرنۍ شتمنۍ مو ټولې له لاسه ور کړې . په خپل کور کلي او سیمه کې آواره ، بې کوره او سوال کولوته اړشوو . کورنی نظام او باندنۍ اړیکې مو له منځه ولاړې . د کورني ، اداري او قانوني تمرکز پرځای د پاچا ګردشي انارشي او سوټه کراسي حاکمه وه . اداري اصلاحات یواځې د درېیو (ز) ګانو (( زر ، زن ، زمین )) په ملي کولو کې را ونغاړل شول . له سرو واکمنو سره زموږ ټول هېواد په وینو سور ، او په اوښکو لوند خیشت شو . د کمونېزم واکمنو ګوندونو په حقیقي بڼه د خلکو اوافغاني نظام د کار روزګار مخه په بې ځلیه مارشونو او د خپل ملت په وړاندې د پردۍ نامقدسې تپل شوې جګړې په زور ډپ ګړې وه . ټول هېواد د کمونېزم د ماکیاوليسټي پوچې او خیالي عقیدې په سره انګار کې پروت ؤ . هغه وخت هم په مېلیونو مسلمان افغانان د (بسمچي ) په نوم په خپل کور، کلي ، جومات ، پټي ، ښوونځۍ او دفتر کې ووژل شول ، ژوبل او معیوب شول ، په تورو زندانونو کې ولوېدل ، او خواوشا (دوولس مېلیونه ) افغانان په کور د ننه او له کوره د باندې هجرت کولو ته اړ شول . ما هم د یوه افغان په صفت په کلي او سیمه کې ډېرې رسمي او غیر رسمي خپلې او پردۍ دروازې ور وټکولې . په ډېرو دروازو کې سپو وداړلم . ډېری خلکو خپل سپي را پسې وشکیرل . ډېر سپي ما هم په ډانګ ووهل . او له ډېرو سپو په پرسخو پر سخو وتښتېدم . خو زما پر نارو سورو ټولو غوږونه کاڼه اچولي وو . اوهېچا زما غږ وا نه ورېد . هو ! زه په همداسې وادۍ کې بې برخلیکه کور په کور او کلي په کلي لالهانده ګرځېدم . خو د سپو له غپېدا سره هم خلکو ماته برګ برګ کتل او راته ویل یې چې ولې زموږ سپو ته آزار ورکوې .
خو متأسفانه چې د افغانانو واک له پردو سره ؤ ، او په افغانستان کې یې د خپلو ګټو له پاره د افغانانو د جهاد او هجرت سنګرونه سره ټوټې ټوټې کړل . د هر کس او ناکس پر پزه یې د مالي امکاناتو په ور کولو سره د خانۍ پېځوان ور وځړاوه . پوره لس کاله سره ښکېلاک ، او (۱۲) کاله افغانانو په خپلو منځو ګې د افغانستان مظلوم ملت یرغمل کړی کړولی دﺉ . ولې په دې تېره وروستۍ لسیزه کې زما په ګډون د ځپل شوو افغانانو برخلیک د جنګسالارانو او تېکنوکراتانو په اداري فساد ککړې مافیایي معامله ګرې ادارې د واک پر مهال بیا بل ډول ؤ :
ددولت د قانوني مأموریت له چوکاټ څخه رسمي او په کارپوه دولتي ملتپال مأمورین چې د خپل کار ، تعلیم او تجربې له مخې د خپلو ملي او پردیو دښمنانو پر دسیسو پوهېدل په دې پلمو یې د پردیو په اشاره له دندو ګوښه کړل چې ګواکي هغوی زاړه دي ! انګلېسي یا بله خارجي ژبه یې نه ده یاد (مستقیمه جاسوسي نه شي کولی !) له کمپیوټر سره سم بلد یت نه لري ! او په انګلیستان یا امریکه کې یې د ماسترۍ په نامه د ځوانو رهبرانو د (۴۵ یا ۷۲ ) ساعتونو ځانګړی جاسوسي کورسونه نه دﺉ ویلی چې پر مټ یې دوی ځانونو ته د پولیټیکل ساینس ماسټران هم وایي ! ځکه که چېرې په کار پوه او رسمي تعلیم یافته وطنپال مأمورین په حکومتي ارګانونو کې موجود وي ، نو بیا ددوی دغه ډول ځوان بې تعلیمه غربي کول ته چې په یوه وخت له (۳۶) نړیوالو او سیمه ییزو پردیو استخباراتي اېجنسیو سره د ګران هېواد افغانستان پر ضد کارکوي ، او په اصل کې د خپلې اړوندې ژبې سواد او تعلیمي سویه هم نه لري کله په وزارتونو ، ولایتونو او ریاستونو کې د ریاستونو ، مُعینیتونو او ویاندانو دندې رسېږي ؟!!!
له همدې امله یې د اصلاحات اداري په نوم یوه اداره را منځته کړې چې هغه خپله پر فساد ککړه او یوه د ېکتې شوې اداره ده ، تر څو په حکومت کې خپلو بې سواده ځوانانو ته په اصطلاح قانوني پُستونه له دې لارې پیدا کړي . په دې معنا چې په فزیکي اصطلاح د حکومت له دې مایع لرونکي اداري لوښي څخه ددغو جامد و ځوانو رهبرانو په کچه د دې ظرف اصلي مایع تویې کړي ، او پرځای یې افغانستان دښمنه مضره عنا صر همدغه د افغانستان له تاریخ او ملي ارځښتونو نا خبره بې تعلیمه ځوانان په خپله ګټه او خپله خوښه په هر لوښي کې د همغه لوښي د شکل جوړېدو سره سم استعمال کړي .
هو ! دا همغه ځوان رهبران دي چې د افغانستان په دغه خونړۍ لوبه کې له ښکېلو بهرنیانو سره یې د څو ډالرو په بدل کې د خپل ملت ، خپل هېواد او خپلو ملي ګټو پر ضد لاس یو کړی ، او غواړي چې ژوندی افغانستان ، ژوندی تاریخ او ژوندي افغانان په پردیو هېوادونو او چارواکو باندې په پټو استخباراتي معاملو کې په مرموزه توګه وپلوري . له همدې امله دغو افغاني الاصله غربیانو ته د خپلو بادارانو له خوا دندې سپارل شوې چې د یوبل په ملاتړ او تایید د حکومت په مهمو داسې پُستونو کې ځانونه ځای پر ځای کړي چې هلته د حکومت د اداري سیستمونو سري او د تصمیم نیولو پټ رازونه پراته وي ، تر څو بهرنیان هغه رازونه په آسانې سره د خپلو همدغو جاسوسانو په لاس تر لاسه ، او بیا د افغان نظام ړنګولو له پاره خپل ناولي تصمیمونه ونیسي . چې اوس هم همدغه لړۍ دوام لري .
په افغانستان کې ټول آزاد کمېسیونونه خپله د فساد تر ټولو ستر مرکزونه دي . له مافیایي عناصروجوړو شوو دغو کمېسیونونو له یوې خوا ددولت په ارګانونوکې خپل تشکیلات ځای پرځای کړي ، له دولت او بهرنیو اېجنسیانو څخه خپل مالي پنډونه اخلي چې پر مټ یې په ټول افغانستان کې مالي ، اخلاقي ، فرهنګي ، ژبنی ، سمتي ، ګوندي ، توکمي ، مذهبي او د نا امنیو ملي ضد فساد روان کړی ، او له بل پلوه د افغانستان د ملت ، دولت او نظام خلاف خپلو اړوندو پردیو استخباراتي اېجنسیو ته راپورونه ورکوي . ملت او په کارپوه د ملي روحیې مأمورین یې دواړه د دولت په وړاندې داسې بې باوره کړي چې د فساد له لاسه په هره درواز ه کې د کرکې او نفرت پیرې ور ته درېدلې دي .
بې دفاع ملت خو هسې هم په خپل ټاټوبي کې د ټولو ور پېښو ستونځو په وړاندې ځان یواځې بولي ، خو په دولت کې شامل ملتپال مأمورین هم په اداري فساد ککړد مافیایي سمندر له دې نظام دښمنه څپو خوندي نه دي . هغه ملتپال تجربه کار تعلیم یافته او د دښمن پر توطیْو پوه مأ مورین یې د اداري اصلاحاتو د آزموینې په نامه په مختلفو آنو بهانو له دندو لرې او پر ځای یې په اصطلاح همدغه بې تعلیمه غرب زده ګان وټاکل ، په پایله کې دولت ته ددغه سیاسي وایرس ور ننوتل ددې سبب شول چې په دولتي نظام کې د ننه یې اداري ، کلتوري ، سیاسي ، نظامي ، امنیتي ، تجارتي ، تعلیمي ، روغتیایي ، ځمکني ، مذهبي ، سیمه ییز ، توکمي ، ګوندي او ژبني خرابیو ته لمن وهلې . ملي منقولې او غیر منقولې شتمنۍ یې لوټ کړې . د تعصُب اورونه یې بل کړي . خپلو ځانونو ته یې په ټولو مالي امکاناتو کې حق ور کړی ، او په بیت المال کې یې هر ناروا تصرف د ځان روا حق ګڼلی . د دولت له ټولو اړونده مالي امکاناتو څخه په ناوړه ګټې پورته کولو سره یې په خپلو اړوندو اداروکې خپل ټیټ رُتبه بې تعلیمه کورسکي ترجمانان په لوړو پوستونو مقرر کړي . او ددولت قانوني وطنپال تعلیم یافته او تجربه کار د لوړو رتبو خاوندان مأ مورین یې د توهین له پاره په خورا ټیټو رتبو د هغوی تر لاس لاندې په دندو ګومارلي دي ، تر څو تردې فشار لاندې خپلې دندې پرېږدي . او تشه یې د اروپا پر ځوانو رهبرانو ډکه کړي . دغو تېکنوکراتانو په غرب کې د خپلو فامیلونو د اعاشه کولو له پاره خپلو ځانونو ته په افغانستان کې ډېر لوړ معاشونه له مرستندویو ټولنو څخه ، اوسوپرسکېل معاشونه د دولت د ګدایۍ د بودجې له کچکول څخه ټاکلي ، د ترانسپورت موټر، او نور اداري او مالي امکانات یې ټول د خپل ځان په ګټه څرخولي . د افغان دولت ، ملت او نړیوالو تر منځ یې داسې فاصلې را منځته کړې چې د لنډېدو امکان یې هم له منځه په کې وړی دﺉ .
اوس مهال دغه اسکیرلی او ځپل شوی ملت او ملتپال مأ مورین دواړه اریان دریان دي چې دوی په دغه زار حالت کې چاته څیرې ګرېوان ودرېږي ؟ د چا دروازې ور وټکوي ؟ پرچا وژاړي ؟ چاته ورشي ؟ دعریضې ځای یې چېرې دﺉ ؟ یواځې ؤلسمشر پاتې ؤ ، خو هغه هم له اول سره د ځوانو سګ شویانو لمن نیولې ، دغه کرام الکاتبینو یې د دربار خواوشا حلقه وهلې . او د کرزي د لیدو ممکنه دروازې یې په لوی لاس ځکه د ملت او وطنپال مأ مور پر مخ تړلې دي چې نه ویل کېږي کرزي ددوی پر روانو کړیو خیانتونو خبر نه کړي ، چې بیا به دوی هم د همدې ملت او مأ مورینو په سر نوشت اخته شي .
همدا اوس ملت او وطنپال مأ مورین له دغو ترجمانانو تر پزې پورې را غلي ، او په مختلفو طریقو توهین کېږي ، تحقیرېږي . که چېرته ؤلسمشر کرزی ددغو بې تعلیمه ځوانانو پر توطیْو ځان پوه نه کړي ، په کار پوهو کسانو ته خپل حقوق ور نه کړي ، ژر ده چې د لېبیا ، مصر ، یمن او سوریې د چارواکو په څېر به همدغه ملت او همدغه ځپل شوي ملتپال مأمورین د خپل دولت په ګرېوان کې لاسونه ور واچوي ، ددغو چارواکو پر ضد به لاریونونه او پاڅونونه وکړي ، اود بوسینا اوسرب قو ماندانانو ، علي عبدالله صالح ، معمرالقذافي او حسني مبارک په څېر به یې د محاکمې مېز ته را کش کړي . ځکه د ظلم کاسه آخر په ظلم سره نسکورېږي .