ګن شمیر افغان ځوانان د ایران له لارې ترکیې ته او له ترکیې څخه یونان او بیا ایټالیا او یو شمیر نورو غربي هیوادونو ته ځي .
یوشمیر نور افغانان د اندونیزیا او مالیزیا له لارې استرالیا او نیوزیلنډ ته پناه وړي.
پردغو لارو تلونکي سلګونه ځوانان تر دې مهاله وژل شوي، ډېر شمیر يې د سرحدي پوليسو لخوا نيول شوي، ځينې يې د ټوپک د ګوليو ښکار شوي، چې کورنۍ يې لا هم د مړي او ژوندي مالومات نه لري او ددغو ځوانانو راتګ ته سترګې په لاره دي.
په دوه زره نهم کال کې د یونان ساحلي پولیسو د ۱۹۰۰۰ هغو افغانانو د ورتګ خبره کړې، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
افغانانو غربي هیوادونو ته د رسیدو لپاره څو ځله درانه تلفات ورکړل، ځکه چې دغو هیوادونو په لارو کې اوږده سمندرونه پراته دي .
افغان ځوانان چې له غلو سره په سمندري بیړيو کې مزل کوي، له ګڼو ګواښونو سره مخامخ وي.
د انسانانو قاچاق کوونکي عموماً له سپکو بیړیو د کډوالو د وړلو لپاره کار اخلي او له بلې خوا په بېړۍ کې تر خپل ظرفیت زیات کسان سپروي تر څو زیاتې پیسې وګټي او دا مسله د دې لامل کرځي چې د انسانانو ژوند د ګواښونو سره مخامخ شي.
همدارنګه کله چې په سمندر کې د بیړیو چلوونکي له پولیسو سره مخامخ کیږي یا ځوانان سمندر کې خوشې کوي او یا یې هم پولیسو ته سپاري.
د تیرو څو کلونو راپدې خوا لسګونه افغان ځوانان د یونان او استرالیا په سمندرونو کې ورک شوي .
کله چې دغه افغانان د لارو په اوږدو کې د پولیسو لخوا نیول کیږي یا وژل کیږي او یا هم بیرته افغانستان ته استول کیږي .
له بلې خوا درې میلیونه افغانان چې ګن شمیر یې ځوانان دي په پاکستان او ایران هیوادونو کې له ګنو ستونزو سره مخامخ دي.
که څه هم هر کال دولت په ګاوندیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو ژمنې کوي ؛ خو تر دې مهاله دغه ژمنې نه دي پلي شوي .
د
ملګرو
ملتونو د
۲۰۰۹ کال
رپوټ ښیي
چې د نړۍ تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي افغانان جوړوي
.
دغه رپوټ
ليکي چې وړاندې تر دې عراقيان د
نړۍ تر ټولو
ډېر پناه غوښتونکي وو.
عراق د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کالونو تر منځ هغه هیواد ؤ چې تر ټولو زیات وګړو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.
چین، سومالیا، د روسیې فدارسیون، ناجیریا او سربیا نور هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر خلکو یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.
د امریکا متحده ایالات لومړنی هیواد دی چې زیات شمیر پناه اخیستونکی ورته د تللو غوښتنه کوي، فرانسه ، کاناډا، برتانیه او جرمني هم پخپل نوبت هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر پناه اخیستونکي ورته د ورتللو غوښتنه کوي.
بهر ته د افغانانو د کډوالو ستره څپه په هیواد کې د پخواني شوروي اتحاد له برید وروسته پیل شوې، چې تر اوسه دوام لري او ستر علتونه یې هماغه یرغل، ناامنۍ، بیکاري او بې وزلي جوړوي.
که څه هم افغان حکومت وايي چې په تیرو څو کلونو کې سلګونه زره کډوال بیرته خپل هيواد ته ستانه شوي، خو د رپوټونو له مخې لا هم افغانان په نړيواله کچه د کډوالو تر ټولو ستره شمیره جوړوي.
د رپوتونو پر بڼست د نړۍ په کچه د کابو دوه ویشت ملیونه کډوالو څخه څه باندې څلور ملیونه یې افغانان جوړوي.
په اوسنيو شرايطو کې دا بهير نه ختميدونکى ښکاري ځکه ترهغې، چې له هېواده د جګړې او ناامنيو ټغر راټول نه شي، خلکو ته د کار اسانتيارامنځته نه شي، د بېوزلۍ کچه کمزورې نه شي، دا لړۍ به پاى ته ونه رسيږي.
اوسنيو حالاتو او شرايطو ته په پام سره د خلکو روحيه داسې ښکاري، چې ورځ، تر بلې په هېواد کې د ځوانانو استوګنې ته هیلې کمېږي او ګومان نه کوي، چې روانه وضعه به پاى ته ورسيږي او هېواد ته به د ځوانانو بېرته راګرځېدل پيل شي.
که څه هم د کډوالو چارو د سمون په موخه دوه وزارتونه په ځانګړي ډول کار کوي، خو تر اوسه د یوې اوږدمهالې او اغیزمنې تګلارې په تطبیق نه دي بریالي شوي تر څو ددغې تګلارې په مرسته یو منظم پلان جوړ او د افغان کډوالو لومړنی اړتیاوې پوره شي.
دولت دنده لري ،تر څو د افغان ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي په موخه رغنده ګامونه پورته او د کارموندنې زمینې برابره کړي .
که چیرې افغان دولت ځوانانو ته د کارموندنې زمینه برابره کړي بې له شکه ،چې تر ډیره بریده د افغانانو د کډوالۍ مخه نیول کیږي.