د نوموړي وزرات چارواکو دا هم ویلي ،چې د
افغانستان تیرې درې یا څلور لسیزې انقلابي دي او که چېرې دا دورې
د تعلیمي نصاب په تاریخ مضمون کې راوړل شي، نو قومي، ګوندي، سمتي شخړې به پیدا
او ملي یوالي ته به زیان ورسوي.
که څه هم د پوهنې وزارت وایي ،چې د ملي یوالي په موخه یې
دا ګام پورته کړی ؛ خو په دغه پریکړه کې د خلکو ملي ګټې نه په سترګو کیږي.
د افغان مجاهدینو په مټ د پخواني شوروی د ځواکونو د وتلو وروسته افغانستان کې د
قدرت پر سر جګړې پیل شوې او هره ډله هڅه کوله ،چې واک لاس ته راوړي.
دا د هر ځوان او ټنکي ځوان حق دی ،تر څو پوه شي،چې ددوی د پلارونو د میړانې په
ترڅ کې شوروي
ځواک په افغانستان کې ماتې وخوړه او ددوی پلارونو د هیواد د بچیانو لپاره خپل
ځانونه قربان کړل او په دې هم پوه شي ،چې د دوی د پلارونو د میړانې وروسته کومو
ډلو او کومو کسانو د واک د ترلاسه کولو په موخه کورني جګړو ته لمنه ووهله او
افغانستان یې ویجاړ او له خاورو سره برابر کړ.
بې له شکه دغه پریکړه د هغو زورواکو د فشارونو په ترڅ کې شوې ،چې د هیواد
کورنیو جګړو ښکیل وه او دا مهال هم دولت کې ستره ونده لري.
دغه زورواکي په هیڅ صورت سره نه غواړي ،چې د تیرو لسیزو پیښې د هیواد د تاریخ
په کتابونو کې راشي ،ځکه چې دوی اوس هم د خلکو په منځ کې ډیر نفوس لري او که
چیرې ددوی کړنې برسیره شي د خلکو قضاوت به ددوی پر وړاندې بدلون ومومي.
د پوهنې وزارت باید دغو فشارونو ته نه وای تسلیم شوی او د تیرو لسیزو تاریخ یې
باید د تاریخ په کتابونو کې ورګد کری وای.
دا چې په دغو جګرو او جنایتونو کې کومو ډلو او کومو کسانو لاس درلود د
افغانستان تاریخ یې باید برسیره کري.
له بده مر غه ،چې د پوهنې وزارت د تاریخ له کتابونو څخه ددغو دورو د ایستلو
سره د افغانستان د ځوان نسل سره لویه جفا وکړه.
تاريخ پوهان
هم په دې باور دي ،
کله چې د شاوخوا څلورو لسيزو پېښې په تاريخ کې له پامه غورځي دا پخپله د تاريخ
په پاڼو د سترگو پټولو په مانا دي.
افغان څېړونکى حبيب الله رفيع وايي چې تاريخ په
ټپه نه شي درېدلاى او په افغانستان کې چې څه پېښ شوي په کار دي چې ځوان
نسل ترينه پوره، پوره خبرتيا ولري.
د پوهنې وزارت او هغه زورواکي ،چې په دغې پریکړې کې یې لاس درلود باید په د ې
پوه شي تاریخ پټ نه پاتې کیږي او ددغو لسیزو ویاړونه او جنایتونه به راتلونکي
کې برسیره شي.