ننګیالی بڅرکی

 

دتاوتریخوالي پدیده د طبعت دقوانینوله مخي

 

دبشري ټولني په تاریخ کي تاو تریخوالی دانسانی ټولنیزجوړښت سره سم را پیل سوی دی،دلته زموږ مؤخه دتاو تر یخوالي څخه ده، چي په عامه اصطلاح ظلم ،تیری تجاوزدحقوقوغضب اودیو چاه حق خوړل دي.ډیر وخت دا ظلم پرعجزو او ضعیفوکسانو کیږي ، لکه دغریبود کاردنیروڅخه ګټه اخیستل، دخانانو او سرمایدارانو ټولنیزتاو تریخوالی دتولید پر سر،ددولتونو او حکومتونو یا حاکمانو دیکتاتوري پرټولنه او اکثریت خلکو اودهغوی وټولنیزوحقوقو ته نه پاملرنه ، پر ښځواووړو ماشومانو باندي هرنوع تیری، په حقوقي لحاظ قابل دبحث دی.

چي په همدغه سبب په ۱۹۹۹م کال کي نړیوالي ټولني دتاوتریخوالي پرضد خپل عکس العمل وښود. او ۲۵دنومبر يې دخشونت ، تاوتریخوالي نړیواله ورځ تعین کړه، چي دهغه څخه ورسته دنړۍ ډيري ټولني ، حکومتونه او سیاسي سازمانو نه په محفلونو او ټولنیزو با نډارونوکي نوموړې ورځ نمانځي .او نوموړی نمانځ زما له نظره دبشري ټولني د مظلومو انسانانو دحقوقو د د فاع دپاره ګټور او دحماېې وړدی.دنوموړي خشونت او تاو تریخوالي په سرکي پرښځو باندي تاوتریخوالی خورا ډير او بنسټیزه موضوع ده ، چي نوموړې بده پدیده نه یوازي په غریبو او بې وزلو هیوادونو کي ډیره ده بلکي؛ په سرمایداري هیوادونو او پیشرفته هیوادو کي هم دپام وړتاوتریخوالی ثبت سوی او ښځي ، ماشومان دهمدغه تاوتریخوالي په وجه دجنسي تیري ترشومو اهدافو لاندي را غلي دي.که چیري هغه کسان چي عملین دتاوتر یخوالي او تجاوزکیږي هغه ته قانوني او حقوقي جزاوي ورکول سي ممکن دهمدغه بدعمل پر لږ والي اغیزي ولري،ولي ؛ په پرمختللو هیوادو کي نوموړی خشونت او تاو تر یخوالی په داسي ډول سرته رسیږي ، چي ښځه دپیسو په بدل کي وجنسي تیري ته اماده کوي ، چي یو مثال یې موږ په عام بازار کي دښځوبې پردې کول په غټو ښارونو او کوڅو کي وینو. که چیري نوموړې ښځه ډیره سخته مجبوره نه وای زه فکر نه کوم ، چي نوموړې دي ودغه بدنامه او بدعمل ته په خپله خوښه حاضره سوې وای.همدغه بد عمل نه یوازي دا چي خشونت او تاوتریخوالی دی ؛ بلکي نوموړی عمل یو ټولنیز فساد هم بولم چي په نتیجه کې یوتعداد ناروغۍ هم را پیدا کيږي.او دټولنیز فسادسبب ګرځي.خو برسیره پردې چي ښځه دیوه مظلوم موجود په څیرتر اوسه لا هم دخپل ځان او آزاد ژوند څخه مهرومه او دنارینو دحوس ښکار ده.  

ښځه دتاریخ په اوږدو کې دبیلابیلو حالتونو قربا ني اودژوند په چارو کي بې امتیازه اودنارینو ووټیز (اقتصادي) ژوند ته اړه ده.

خوددې نابرابرۍ علت په ټولنیزوجوړښتونوکي توپیر کوي. او دتاریخ په اوږدو کې هم توپير درلود، که دبشري ټولني وتاریخ ته یو ځغلنده نظرواچو نودابه را جوته سي. چي هغه وخت چي دتولید پروسایلو زما او ستا خبره لا نه وه را منځته سوې ،ښځو په ټولنیز ژوند کې دنارینو په شان ونډه درلودله اوځیني وختونه به ترنارینو هم ددوی ونډه په ټولنیز ودندو کي ډیره وو.

ښځه په لومړۍ اشترکیه دوره کې د کورمشره وه، د کورنۍ دجوړښت بنسټ اښوونکې او په کورنۍ کې ارزښت ډیروو.

 خو بیا څه وخت چي دتولید پروسایلو دنارینو واک ډیرسو بیا نو ښځو خپل توان دلاسه ورکی او دیوه جنس یا امتاع په څیر دخرید او فروش په بازارکې ارزښت د مادي شیانو او پیسو په مقابل کي تعین کیده .او دطبقاتي ژوند دلومړي اقتصادي او اجتماعي فرماسیون سره يې سم خپل واک او اختیار دلاسه ور کی او د نوموړوطبعي طبقاتي قوانینوپر بنسټ ښځه هم یوه غلامه او یوازي دنارینو دحوس او ساتیري وسیله وګرځیده.

ولي دیوه انساني اند په سالمه فضاء کي ښځه په وا قیعت کې هغه موجود دی، چي بیله ښځي څخه نه کورنۍ جوړیدای سي او نه هم انساني ژوند او محیط را منځته کیدای سي .ښځه او نرپه طبعت کي نه بیلیدونکي موجودات دي،چي ټولنیز ژوند ته ګډ مسؤلیت لري.

دنن څخه ۲۵۰۰ق م لرغونو زمانو کي سومریانو وښځوته ډیره په در نه سترګه کتل او ښځه یې درحم او عطفې سمبول ګاڼه او دهمدغه نظره ښځو په ټولنیز ژوند کي ډیرمهم کارونه ترسره کول چي هغه نارینو نه سوترسره کولای.دبیلګې په توګه دکورتنظیم ، داولادونو پا لنه ، په بهر کي د محکمې او قضاوت څانګي دښځوپه لارښوونه پرمخ بیول کیدې.ښځودسومریانوپه پیر(دوران) کي د ښاروالۍ په انتخاباتو کي برخه اخیستل او دښار دتنظیم چارې پر مخ بیولې ، دحسابدارۍ چاري هم دښځودنده وه دا په دې چي ښځي په حساب ورکولو کي تر نارینو صادیقي اودمسؤلیت خاونداني بلل کیدې، دکالو ګنډلواوداوبدلو په چارو کي، دتوکر جوړولو په دستګاوګي او همدغسي دپال اچولو په مهارت کي هم دښځو څخه ګټه اخیستل کیده. په دې وخت کي وښځو ته ډول ، ډول عقیده وي نومونه ورکول سوي دي.کله به يې ښځه دمځکي دمخ پریشته بلل، کله به يې دآسمان پریشته بلل ، کله به دعقل او فکرپریشته بلل کیده.سومریانو وښځو ته ډیره عقیده درلوده او ترهغه را ورسته په بابلي دولتونو کي هم وښځو ته دعدالت او انصاف دساتلو دپریشتو نومونه ور کول سوي دي.لرغوني سومري واکمنانو او بابلي دولتونو عقیده در لودله چي ښځه دخپل خصلت له مخي دزورور ظلم پر کمزوري نه غواړي. سومري دولتونه چي تر میلاد مخکي یې واکمني درلو دله او په پیړیو، پیړیو يې پایښت وکی تر ټولو لرغونی تمدن وو،دښځودپاره يې په خپل وخت کي ډیري علمي ، انساني نظرې او قوانین درلو ده.او د قانون له مخي ښځه حقوق پوه ، ښوونکې او د ماشومانو دروزلو مسؤله وه.

ده نړۍ په تاریخ کي دښځو په اړونده مختلیف حالتونه لیدل سوي دي. په لومړي سرکي ښځه مورسالاره یا مورواکه وه ، خوورسته يې خپل دواک سالاری یامشرتوب مؤقف دلاسه ورکي او په ټولنه کې مؤقف لږسو،پوهان ددې علتونو په سرکې ؛ دتولید په پروسه کي دکار ځانګړی ویش ګڼي ،چي دکار دویش په نتیجه کې دکور دباندي کارونه ونارینو ته په برخه سوه او د کور دچاپیریال کارونه بیا دښځي په برخه سوه.ددې سرجوخت اقتصادي واک هم دنارینو په ولکه کي راغلی.نارینو درنو او فزیکي کارونوته مخه کړه او دښځودندي یوازي دکور په څلورو دیوالو نو کي محدودي سوې، داولادو نو پیژندلګلوي هم ونارینو ته ور انتقال سوه.چي تر اوسه هم دکورنۍ پیژندنه ، داولادونو پیژندنه په نارینو پوري اړه لري . نارینو ددغه مؤقف څخه بده ګټه پورته کړیده او دښځو حقوق يې تر پښو لاندي کړي دي.ښځه يې داولاد دساتني ، دهوس ښکاراودنارینو خد متګاره ، په زور او جبرسره واده کول، کله هم پریوې ښځي باندي نوري ښځي را وستل ،وهل ټکول (تاوتریخوالی) اوداسي ډیرنور پرابلمونه دي چي پر ښځو باندي روا ګڼل سوي دي.

  خو که دا ټوله ستونزي دتاریخ په اوږدو کې پرمیرمنو با ندي تیري سوي دي او یا تر او سه هم ور سره مخامخ دي، قهرمانو ښځو هم دتار یخ په اوږدو کي او هم داوس مهال دتاوتریخوالي پر ضد مبارزه کړیده. او ځانونه یې په ټولنه او اجتماع کي تثبت کړی دی.

زموږ په ګران هیواد افغانستان کي که تاریخ ته وګوروهغه وخت چي آزاد او مستقیل هیواد ملي دولتونه په افغانستان کې را منځته سوه لکه : دمیرویس نیکه یادهوتکیانو مستقیل دولت ،داحمدشاه بابامستقیل دولت او دغازي امان الله خان آزاددولت کې زموږافغاني ښځوهم د قلم په څوکه او هم دتوري پر میدان دنارینو سره په څنګ کې خپل نومونه دتاریخ په ځلانده پاڼو کي لیکلی دي . لکه : میرمن نازو انا – زرغونه انا – میرمن ملاله دامیرامان الله خان په دوران کې ۱۹۲۱م کال کي میرمن آسما ( چي د مرحوم محمود طرزي خانمه وه) او دارشاد نسوان لومړۍ جریده یې خپره کړه ،همدغه راز روح افزا هم دهمدغه وخت دآزادۍ دلاري مبارزه او دارشاد نسوان دجریدې د کتونکي ډلی غړې هم وه. او ترهغه ورسته چي بیا دښځو نهضت دتهدید او خطرسره مخامخ سو، هیواد دبیګانګانو ددسیسو ښکارسو،سکاوي دوره را منحته سوه، پرښځوباندي هرډول بندیزونه ولګیدل.... خودادوره دافغانستان په تاریخ کي دامیرامان لله خان څخه ورسته یوه مؤقت دوره وه ، ددې دورې څخه ورسته د ظاهرشاه بابا په وخت کي بیا دښځو غورځنګ را ژوندی سو اودافغانستان په ګوټ ، ګوټ کي قهرماني ښځي دعمل میدان ته را څرګندي سوې اودښځو دآزادۍ بیرغ يې اوچت کړ. په قانون کي دښځوآزادۍ ته ځای ور کړل سو.خو ورسته له هغه چي دهیواد آزادي دخطر سره مخا مخ سوه ،تاوتریخوالی هم وه یوې لوړي کچي ته اوچت سو.

دنن ورځي بشري ټولنه چي دښځودحقوقودفاع کوي دخپل یورپوټ په اساس هغه هیوادونه چي دښځو پرضد دتاوتریخوالي کچه په کښي ډیره ده دهند،سومالیا ، سوډان پاکستان او افغانستان هیوادونه دي ، چي دښځو حقونه يې تر پښو لاندي کړی دي او په دغو هیوادو کي دځان وژني پیښي ډیري ثبت سوي دي.په دغو هیوادونو کي چي دښځو ارزښت کم او د کورني تاو تریخوالي سبب کیږي ، علت يې تر ډیره حده بیسوادي ، فقراوپه قانوني لحاظ دحقوقو نه درلودل او نه پوهیدل  دي.په کورنۍ کي ښځي مادي او یا د ګټي وټي کومه منبع نه لري او یوازي دنارینو پرلاس وګټواو خوړلو ته محتاجه ده نو ځکه ښځه دنارینو تر وټیزه تسلت لاندي شپې او ورځي تیروي.که په دغو هیوادو کي دښځو دپاره په تعلیم او تر بیه کي سهم ور کول سي، نو ښځه به د کار او ټولنیز ژوندپه پروسه کي هم خپل هغه سهم پیدا کړي، لکه یونارینه چې په خپل ژوند او چاپیریال کي لري. چي په دې حالت کي به دښځو احتیاج په مادي لحاظ حل سي او نور به په ټولنه کي خپل ځانته يوه برخه پیدا کي.نو په همدغه خاطرزه په ګران هیواد افغانستان کي دخپلوخوند واواجتماعي ټولنو څخه غواړم چي ترهرڅه نه مخکي په هیواد کي دښځودپاره دزده کړي ښه شرایط را منځته کړي څوهره خوردخپل ځان اودخپلونوروښځودحقونو څخه ملاتړ وکي.

دلته دبحث ډیره برخه دښځو پرضد دتاو تریخوالي موضوع سوه ، خو تاو تر یخوالی ؛ که څه هم لویه برخه یې دښځو پرضد ده خو په ټو لنیز لحاظ بیا تا وتر یخوالی په دې لاندي ډول سره پر نورو انسانانو هم را تلای سي.

لومړی : په کورنۍ کي تاوتریخوالی د میړه اومیرمني ترمنځ ، دپلاراو اولادونو تر منځ ، دخواښي اومږورترمنځ اوداسي نور....

دوهم : دغریبانو په وړاندي تا وتریخوالی دشتمنوله خوا پرمجبورزحمتکښانو باندي ، چي نوموړی تاوتریخوالی اقتصادی اوطبقاتي ریښه لري او دحل لاره یې یوازي ټولنیز اصلاحات کیدای سي .

 دریم : تاو تریخوالی پروړوماشومانوباندي،چی هغوی ته دژوند دښه شرایطودنه بربروالي په صورت کې را منځته کيږي. په کوچني عمرکي دتحطیل څخه بې برخي کیدل ، درنو کارونو ته مجبوریدل اودا سي نوري ناخوالي دي ، چی پر ماشومانو باندی دتاوتریخوالي په نوم ثبت سوي دي.

 خوکه په لنډه توګه تاوتریخوالی تعریف کړو هغه به داسي وي. تاوتریخوالي پر یوه چاه ، پر یوه طبقه دخلکو ، پرسیاسي او ټولنیزو ګوندونو او ټولنو هغه وخت را منحته کیږي ، چي په روحي لحاظ او جسماني (فزیکي) لحاظ یونفر او یا یوټولنه دخلک تر تهدید او فشار لاندي را وستل سي، هغوی ته دځان ددفاع حق ور نه کول سي.او په زوره تهدید کړل سي. چي دتهدید اندازه اودرجه هم توپیر سره لري، تهدید درواني بدحالت څخه راونیسه بیا ترهغه حالته ،چي په اجتماعي مسائیلو کې دهر څه څخه مهروم کړل سي .او په ټولنه کي تنها پاته سي ، په دې حات کي نفرهم خپل عصبي سیسټم دلاسه ورکوي او په ټولنه کي تنها کیږي او دلیونتوب ترکچي پوري رسیږي.همدغسي په جسمي تاوتریخوالي کي هم دانسان شخصیت تر برید لاندي را ځي او په فزیکي لحاظ وهل او ټکول کیږي او دمرګ تر کچي پوري جسماني تهدید او تاو تر یخوالی رسیږي.

 لکه مخکي چي مووویل ډلیز تاوتریخوالی یا ټولنیز تاوتر یخوال چي ډير وخت دحکومتونو اوزورواکانو دخوا سرته رسیږي او نوموړی تاوتریخوالی یا په سیاسي لحاظ ،په مذهبي لحاظ، قومي او نژادي لحاظ تر سره کیږي.

تاو تر یخوالی چي په واقیعت کي طبقاتي اړخ لري دطبعت دقوانینونقض دی، هره ټولنه کي چي دتولید پروسایلو ټولنیز حکمیت برلاسی وي هلته به دتاو تریخوالي پیښي یا نه وي!! او یا خوبه ډیري لږ وي ، نو ځکه نوموړې شومه پدیده طبقاتي دریځ لري او دطبعت دقوانینو خلاف عمل دی.زه دخپلو هیوادوالو څخه غواړم چي زموږ په ټولنه کي ټولنیز عدالت بر قراره کي او زموږ مترقي ولسونه دهر ډول خرفاتو په مقابل کي سره یو موټی سي او ددې هیواد دغه ستونزي ( هر ډول تاوتریخوالي ) ته دپای ټکی کښیږدي .

ننګیال بڅر کی

 

 

 


بالا
 
بازگشت