ننګیالی بڅر کی

 

 

انتقادي لیکنه او تحلیلي لیکنه

 

مخکي له دې چي پرنوموړې موضوع وږغیږوبا یدهغه دادب یوه معین چو کاټه ته وروا چوو.دا ځکه چي موږ یومتن بیله ادبي چوکاټه نه سو څیړلای .

ولی؟ادب په خپله پراخه معنا د قلم په ژبه هغه څه لیکل اوویل دي کوم چي دټولني ،طبعت او انساني ژوند سره سروکار لري . ادب درې ډولونه لري لکه نثر ، نظم ،وینا چي دغه درې ډولونه یې بیا په خپل ځان کي بیلا بیل اړخونه لري.موږ دلته یوازي غواړو چي دادبیاتوپه اړوند انتقادي لیکني او تحلیلی لیکني سره پرتله او دخپلو ځانګړنوله مخي سره بیلي کړو.

لومړی : انتقادي لیکني : دنوموړو لیکنو لویه برخه کره کتنه یا تنقید او دتنقید اصول دي.انتقا دي لیکنه په کره کتنه سره کیدای سي. چي دنړۍ په ادبي تار یخ کی داډول ادب د میلاد څخه مخکي زمانو کې رواج در لود.په پښتو ادبیا تو کي هم د کره کتني لرغونتوب ډیرپخوانی دی.خو موږ دپښتو ادب لټونه د محمد بن هوتک دپټي خزانې څخه کوو. په پټه خزانه کی داسي شعرونه او متنونه وینو چي هغه دانتقاد او نقد محتوا لري. لکه دنصرلودي یادونه دشیخ رضودي څخه، بیا درروښان په پیراودوران کي داخوند درویزه شعري کره کتني دپیرروښان او دهغه دخیرالبیان پر کتاب یادو ني – همدغسي دپیرروښان یادوني داخوند درویزه پرادبي اومذهبي کتاب مخذ ن السلام با ندي او هم دغسی په دې پیر اودوران کي داسي نور.لکه: د میرزاخان انصاري په شعري دیوان کي، دعلی محمد مخلیص په دیوان کي ستایني اوغندني . همد غسی دخو شحال خټک په عصر کي هم دنقد او کره کتني دود شتون درلود.او دلوی خو شحال بابا سوات نا مه ډیره برخه کرکتنه ده چي داخوند درویزه پرمسجع شعراو دهغه وخت ددریزه پر پلویانو یې کړیده او هم یې د مغلو ، ملایانو او دځینو پښتنو قومونو او خانانو څخه یادونه کړې ده.

که لرغوني وخت څخه را تیر سو په اوسني وخت کي هم کره کتنه یو پوخ بازار او مینه وال لري ، چي تر ډيره حده یې دکر کتني یا انتقاد پرنسیپونه او بنسټونه هم مرا عت کړي دي.او نوموړی ادبي فورم زموږ په ګران هیواد افغانستان کي په پښتو اودري ژبو کي ډیرمینه وال لري چي په دري ژبه کې لیکونکي او تاریخ په لاندي ډول دی.دخرسان دبیا خپلواکۍ پرمهال هغه وخت چي یعقوب الیث صفاري په سیستان کي واک ته ورسیدی نو دهغه په مدحه کي شاعرانو په عربی ژبه شعرونه وویل خو دیعقوب الیث عربي شعراو کلتور نور په خپله خاوره کي نه خوښیده نو دهغه دعربي شعر په ځواب کې وویل :

چیزی که من اندر نیابم چرا باید ګفت )) نو سمدلاسه محمد بن وصیف سکزی دهغه ستا ینه په دري ژبه داسي وکړه:

ای امیر که امیران جهان خا صه وعام – بنده وچاکرومولای وسګ وغلام [تاریخ سیستان ۲۰۹مخ ] دیعقوب الیث دهڅوني له مخي ددري ژبي شعرونه رواج سوه.همدغسي په ساماني – غزنوي وختونو کی د قاضي حمیدالله بلخي ، بهاوالدین بغدادي او نورونومونه په ادبي بهیر کي یا دولای سو.

خو په او سني وخت کي دانتقادي ادب لمن په دري او پښتوژبو کي دبل هر وخت په پرتله غوړیدلې ده.

 دا چي انتقادي ادب دهري ژبي دادبیاتو یوه برخه ده ، نو معلومداره خبره ده چي دخپل تاریخ په اوږدو کي به دخامې څخه دپوخوالي ومر حلې ته رسیدلې وي.زموږ ځانګړی مطلب په دې کي دی ، چي دپښتو په ادبیا تو کي دنقد مسئله دومره مهمه ده ، چي ادبیا ت بیله نقده څخه درشد او پر مختګ پرلوري ګامونه  نه سي اخیستلای، او هغه وخت چي یوه لیکنه دنظردخاوندانو له مخي کره سوه ، نوهغه د ګټي وړ ګرځي نو په دې چي دنقد یا کرکتني ارزښت مو نورهم ور ډير کړی وي نو لازمه ده ، چي دنقد یا کره کتني په وخت کي با ید یو نقاد دغه لاندې ټکي په پام کي ونیسی .

لومړي : پر یوه ادبي فورم که شعروي ،ادبي ټوټه وي ، تاریخي لیکنه وي، ادبي لیکنه وي ، یا هم نورډولونه کره کتونکی باید بې پرې لیکنه اصلاح کړي.

دوهم : کره کتونکی با یدپرهغه موضوع چي غواړي کره یې کړي ډیر معلومات ولري او په موضوعو ځان ښه پوه کړي .

دریم : خپل احساسات په لیکنه کښي شامل نه کړي او نه هم دخپلومعلوماتواو غوښتنو له مخي دیوه لیکوال لیکنه ور تصحیح کړي.

څلورم : په کره کتنه کي دنقاد دپاره لازمه ده چي دموضوع دوه اړخه په نظر کي ونیسي. هم منفي برخي او هم مثبتي برخي .

 

دوهمه برخه تحلیلي لیکني :

تحلیلي یا تحقیقی لیکني چي په پښتو کي ور ته څیړنیزي لیکنی هم وا یی او هر څوک چي په یوه موضوع کي څیړنه کوي هغه ته څیړونک وا یی. څیړنه هم خپل مختلف ډولونه لري او څیړونکی یې دخپل تفکر ، ټولنیزو شرا یطو،پوهي او تجریبې له مخي څیړنه کوي . څیړنه هم په نظم او هم په نثر کي وي.یا هم تاریخي څیړني ، اقتصادي څیړني ، ادبي څیړني، رزمي څیړني اوداسي نور ډولونه لري ، چي لیکوال او څیړونکی یې په یو معین تاریخي پړاو کی سرته رسوي .

څیړنیزي لیکني په ادبي نړۍ کي ډیر اوږد تاریخ نه لري . داځکه چي انسانان دژوند اوطبعت په رازونو ډیرورسته وپوهیدل نو ځکه یې څیړنیزي لیکني او څیړني هم ډیري لږ وې، او په ادبي دنیا کې یوازي مد حي ستاین لیکونه ،لنډلنډ یاداښتونه ، او دمدحو یا ستاینو نظمونه دشاهانو اوواکمنانو ستایني رواج درلود. واکدارانو به هغه څوک ودربار ته قریب او نژدې کاوه کوم چي دټولواکانو دپاره به یې ستایني کولې. دآزادو فکرونو خاوندانو دټولواکانو په تودو قصرونو کي ځای نه سو میندلای، نو ځکه خو به دحاکمه طبقاتو په چوپړ کي وه، دشعر ژبه دستاینو ژبه وه او ستاینه دهغه چاه کیده؛ کوم چي زور او زیور یې لرل .خو کله چي آزادي لیکني را منحته سوې ،نو دادب خاوندانو دا هم پر ځانو نو قبول او منل ؛ چي دوخت دقدرتونو ومبارزې ته به هم ځانو نه چمتو کوي. دآزادو لیکنو په را منحته کیدو سره په ادبیا تو کي ستر بدلونونه را منحته سوه اوپه همدغه توګه دهروخت ادبیات په خپل وخت او زمان کي په هغه دوره پوري دخپلو ځانګړنو له مخي څرګند اوونومول سوه . چي لرغونې دوره په ادبي لحاظ د کلاسیک دوران په نامه یادوي اودا په دې چي دشاهانو په در بارکي به لیکوالانو او شا عرانو یوازي دشاهانو اوواکدارانو په ستاینه کي خپل ادبي فنونه په کاراچوه. چي نوموړې دوره د کلاسیکو ادبیاتوپه نوم یادیده. تر ۱۶م پیړۍ پوري دوام پیدا کړ. او تر هغه ور سته بیا په تدریجي توګه دادبیاتو لمن پرا خه سوه او لیکوالانو دطبعت ازاد ه ستاینه او دښکلا پیژندني ونورو برخو ته هم توجه وکړه او په رومانتیک ادب یې لاس پوري کړ.نو دادبیاتو نوې مرحله او پړاو درومانتیزم په نوم ځانته ځای پیدا کی .چي په همدغه ډول تحلیلي لیکني،داستانونو او غټ،غټ رومانونو را منحته سوه. لیکوالانو دطبعت ، ټولني دپاره آزادي هنري پارچې ، ډرامې ، ادبي ټوټې ، داستانونه او درومان غټ ،غټ کتابونه ولیکل.چي نوموړې دوره بیادیوې بلي ادبي مرحلې په څیررا منځته سوه ،چي په نړۍ کې ډیر انکشافات را وستل، پر طبعت او ټولني ئې ډیري ژوري اغیزي وکړې.داځکه چي داوخت دښکلا پیژندني په څنګ کي تحقیق او څیړنه هم رواج سوه .

خو دڅیړنو په پراخ ادبي نړۍ کي دښکلا پیژندني دهنر په څنګ کي هنر او ادب دیوې ځانګړي طبقې څخه دټولني او انساني ژوند په خدمت کي خپل نقش ته لاره هواره کړه.او لیکوالانو دخپلو تحلیلونو په ترځ کي دظالم ظلم ، د مظلوم په مقابل کي ، دحق او نا حق پیښي ، ښه او بد ، حاکم او محکوم او داسي نوري نا خوالې او خوالي په خپلوتحلیلي اوڅیړنیزولیکنو کي په وا قعي ډول سره توضیح او تشریح کړې. چي دلته میدان بیا دنو ادبیا تو ورا تګ ته نوی سو .او په ادبي لیکنو کي د کلاسیسم – رومانتیزم په څنګ کي دریا لیزم وادبي میدان ته هم لاره هواره سوه. او دلیکوالانو څخه تمه دا وه هغه څه چي عیني واقیعت ولري هغه با یدوویل سي اوولیکل سي . دلته ادب دخلکو په خدمت کي مفکوره را پیدا سوه او یوازي دښکلا اود ښکلا دزیږ ندي دپاره لیکوالانو خپلی لیکني نه کولې نوموړی ادبي ریا لیستک ادب دشلمي پیړې سره سم را پیل سو.همدغسي یې رشد ،تکامل وکړ او خپله دریا لیزم په ادبي تحلیل او لیکنو کی هم دپام وړ بریا لیتو بونه را منحته کړه . چي نوموړي بریا لیتو بونه موږ دادبیاتو په نړۍ کي دریا لیزم په ښوونځی کي ،پردرولو یو برخو ویشو.لکه : ساده ریا لیزم ، انتقادي ریالیزم او اجتماعي ریا لیزم.چي د ټولني ، طبعت په ټولوبرخوکې دپام وړتغیرات دخپل وخت او زمان سره را وړل .نوښه لیکنه هغه لیکنه وبلل سول؛ کوم چي پرواقیعت یا دریالیزم پراصولو ولاړه وي. ریا لیزم درې برخي لري .

لومړی ساده ریا لیزم: په دې ډول لیکنوکي لیکوالانواو شاعرانو یا هنرمندانو به یوازي دټولني او طبعت هغه څه انځورول ،کوم چي په عیني ډول به موجود وه . یوازي به یې ظلم ،درواغ ،حق او ناحق تحلیلول او څیړل.

دوهم  انتقادي ریالیزم : په دا ډول ادبی لیکنوکي به برسیره پر دې چي یو وا قیعت په خپل ادبي چوکاټ کي وښوي او عیني ډول یې بیان کړي، دهغه اړوند موضوعو ښې او بدي برخي هم ور سره څیړل کيږي. او بد تر انتقاد لاندي نیسی.خو ښو برخو ته يې بیا دستا یني ، مثبت یا ښه ویل کیږي.

 دریم اجتماعي ریا لیزم : اجتماعي ریا لیزم دادبیا تو دتاریخ ترټولوعمده او پر مخ تللی پړاو دی ، په دې ډول ادبي تحلیل او څیړنه کي لیکوال بر سیره پر دې چي دټولني اوانسانی ژوند بیلا بیلي برخي په پام کي نیسي ؛ بلکي دهغه ښې او بدي خوا وي هم څیړي او بدي برخي یې ترانتقاد لاندي نیسي او داصلاح دپاره یې لاری او لیکي پیدا کوي .

نو تر ټولو ښه لیکنه په نني وخت کي داجتماعي یا ټولنیزریا لیزم په چوکاټ کي لیکني دي . چي پرا بلمونو ته دحل لاري چاری هم دانتقاد په څنګ کي لټوي اوور په ګوته کوي.  دخپل تحلیل او لیکني قوت نورهم ورغښتلی کوي.او دموضوعو په حل سره دوینکواو اوریدونکو پا ملرنه نوره هم جلبوي.

نتیجه : لیکنه که په نظم وي که په نثر- که تحلیلي ارزښت ولري که انتقادي په ژبپوهنه کي ډیراهمیت لري.که دتاریخي تحلیل له مخي دتکامل په هر پړاو کي چي لکنه سوې وي ؛ که کلاسیک ادب وي ، رومانتیک ادب وي او یا هم ریا لیستکي ادبیات وي، په ټولو صورتونو کي با ید تحلیل او کره کړل سی.که موږ لیکنه د کتاب په څیرلیکواو یا هم یې ده رسالې، مقالې یا مجموعې په توګه غواړو چي دویونکو او مینه والو په خدمت کې وړا ندي کړو ، نو مجبور یو چي هغه با ید یوځل دتحلیل له مخي ¸یو د ا سي چاته وړا ندي کړو چي هغه دتحلیل نظرولري او پرموضوعو دهره پلوه حا کمیت ولري کتاب یا نویشته کره کړي .او تحلیل ګر دخپل تحلیل ، تقریظ ، سریزي وړاند ویني په لیکلو سره دکتاب یا لیکني ارزښت ورډیره وي. اوویونکي ته دکتاب دسریزي یا وړاند ویني په وسیله کتاب یا نو یشته په زړه پوري کیږي .چي دا داوسني وخت غوښتنه ده دهر لیکوال او شاعره څخه چي خپل دزحمت نتیجه په زړه پوري کړي . خو پټه دي پا ته نه وي ؛هغه نو یشته چي تقریظ یا وړاند وینه ونه لري دهغه لیکني ارزښت لږ وي نظر هغه لیکني ته چي دیوه پوه دخوا څخه یې مطلب کره سوی وي.چي دې ډول ادب ته داوسني وخت ادبیات وایی او په تحلیلي لیکنو کې د پام وړ تغیرات او پر مختګونه را منځته کړه.

یادونه : دبده مرغه په او سني وخت کي چي دخپرولو ما شینونه په افغانستان او ګاونډ ملکونو کي ډیر او په شخصي لګښت دي ، ډیر کتابونه بیله تقرظ یا تحلیل له مخي خپریږي اوغلطۍ یې هم د موضوعو له مخي ډیري وي او هم داملا او انشا‌ء له مخي چي ددې غمیزي مخه با ید را وګر ځول سي.

ننګیالی بڅرکی

 

 


بالا
 
بازگشت