چارشنبه هشتم سپتمبر ۲۰۱۰
ساعت ۱۲ به وقت امریکا
راهبرد جدیدی برای افغانستان
پیشکش شد
تقدیم کننده : کمیته ی موسوم به گروه بررسی اوضاع افغانستان
عنوان گزارش :
"مسیر تازه ی پیشرفت : باز اندیشی راهبرد امریکا در افغانستان"
نگارنده : دکتر ذکی پاهنگ
خبر نگار آز ا د
چار شنبه هشتم سپتمبر در "بنیاد امریکای جدید" گروپی متشکل از شخصیتهای اکادمیک، رهبران موسسات بازرگانی و سیاستگذاران، به نام "گروه مطالعه ی افغانستان" گزارش خود را تحت عنوان "مسیر تازه ی پیشرفت: باز اندیشی راهبرد امریکا در افغانستان" رسماٌ منتشر کردند.
آنها زیاد ترین قسمت سال گذشته را به امید آن باهم ملاقات کردند تا نقشه ی یک مسیر تازه ی پیشرفت را برای آنچه که به زودی طولانی ترین جنگ امریکا خوانده خواهد شد، بکشند. گزارش که تاریخ ترتیب آن شانزدهم اگست درج شده است، در دوازده صفحه ترتیب شده است که شامل است بر پیشگفتار، تشریح مختصر وضعیت کنونی افغانستان، تحلیلهایی از منافع امریکا، مخارج جنگ و اشتباهات در راهبرد موجود. و اما اساسی ترین بخش گزارش را طرح پنج ماده ای یی تشکیل میدهد که برای برونرفت از وضعیت موجود پیشنهاد میشود. در قسمت آخر فهرست و ترکیب چل و شش نفره ی اعضای "گروپ مطالعه ی افعانستان" درج شده است، اما فقط پیشتر از آن بخش جالبی گنجانیده شده است که مختص شده به پاسخ به پرسش های احتمالی ای که افسانه های تخیلی توصیف شده اند.
در بخش مربوط به منافع امریکا میخوانیم: "هدف اصلی (این کارزار نظامی) تامین امنیت و سرفرازی امریکاست. در زبان عملی معنای آن ممانعت و عقیم ساختن حمله ی مستقیم بر خاک امریکا و تامین طولانی مدت سلامت اقتصادی ایالات متحده است. یک اقتصاد سالم بنیاد قدرت ملی و متضمن توانمندی ما برای اعاده ی نظم جهانی و حفظ ارزشهای ماست." راپور همچنان ادامه پیدا میکند "امریکا براین اساس باید از دادن یک تعهد بی انتها به افغانستان اباء ورزد." از نظر این کارشناسان منافع ایالات متحده در افغانستان در دو نقطه ی حیاتی ستراتیژیک خلاصه میشود:
- محدود ساختن حملات موفقانه ی تروریستی علیه ایالات متحده. در زبان عملیاتی معنایش جلوگیری از تبدیل شدن افغانستان به پایگاه امن برای تروریستهاست تا توانایی القاعده برای تنظیم حملات علیه ایالات متحده مخدوش شود.
- جلوگیری از پخش کشمکش افغانستان و بزر تخم بی ثباتی در جاهای دیگر به ویژه آسیای میانه. چنین نابه سامانی سر انجام ثبات پاکستان و در نتیجه تاسیسات هستوی آنرا با خطر مواجه میسازد.
و اما طرح پیشنهادی:
۱ - تأکید بر تقسیم قدرت و اصلاح سیاسی
ایالات متحده باید یک پروسه ی سیاسی ای را که بر محور غیر متمرکز ساختن قدرت در داخل افغانستان تنظیم شده باشد تسریع بخشد و یک توازن شراکت قدرت در بین تمام طرفها را تشویق کند. بر اساس قانون اساسی موجود افغانستان رییس جمهور یک قدرت بی حساب در تعین مقامات محلی و صدها مقام دیگر دولتی دارد. برای یک شروع مناسب به پارلمان افعانستان باید صلاحیت تایید مقرریهای مهم داده شود، شورای بخشداریها (ولسوالیها) انتخابی شوند، صلاحیت های بودجوی غیر متمرکز شوند و نماینده گان انتخابی ولایات در تصامیم سطح ملی بودجه وی سهیم کرده شوند.
۲- محدود ساختن و سرانجام قطع عملیاتهای محاربوی در جنوب افغانستان و کم کردن حضور نظامی امریکا در این مناطق حضور امریکا باعث رادیکالیزه شدن بسیاری پشتونها شده که خود منجر به نفرگیری بیشتر به نفع طالبان شده است.
۳- تداوم تمرکز بالای القاعده و امنیت داخلی نیروهای ویژه، امکانات استخباراتی و دیگر مقدورات نظامی امریکا بر تلاش خود در نشانه گرفتن نطفه های شناخته شده ی القاعده در منطقه دوام دهند. این نیروها توانایی آنرا دارند که این گروه ها را حتا در حالت تغیر مکان مورد پیگیری قرار دهند. گروپ تحقیق باورمند است، مفید خواهد بود که وزنه ی بیشتر انداخته شود تا از پارچه شدن گروه های افراطی بهره ی مناسبی گرفته شود، مأمولی که در صورت کاهش حضور نظامی امریکا میسر شده میتواند.
۴- تشویق توسعه ی اقتصادی از آنجاییکه کشور های نیازمند وفقیر به ماشین تولید تروریزم، مواد مخدر، ترافیک انسانی و انواع دیگر فعالیتهای غیر قانونی مبدل شده میتوانند، لذا باید تلاشهای اصلاح و آشتی با تلاشهای بین المللی برای توسعه اقتصادی هماهنگ ساخته شوند، مانند:
- رجحان دادن افغانستان برای توسعه ی تجارت باایالات متحده ی امریکا، اروپا، چاپان و غیره
- تشوبق کمپنی های بین المللی برای سرمایه گذاری در ساختارهای اقتصادی محلی و ملی افغانستان
- فراهم سازی سوبسیدی ها، قرضه ها، و همکاری های تخنیکی برای زارعین محلی (مخالف کوکنار)، شرکت های ساختمانی و صنعتگران.
- تشویق و واگذاری (زون های ویژه ی بازسازی) برای کمپنی های داخلی و خارجی جهت تولید اقلام صادراتی. این زونها میتواند تدابیر اختصاصی مالیاتی، دسترسی به سطح بالای امنیتی و امکانات زیربنایی را عرضه کنند.
- حمایه بنیاد های اقتصادی زنان
- جستجوی راه های قانونمند کردن تولیدات خشخاش
۵- جذب سهامداران ملی و بین المللی یک تلاش همه جانبه ی دیپلوماتیک و بین المللی برای تضمین بیطرفی افعانستان و رشد و تحکیم ثبات محلی صورت گیرد. باوجود تفاوتهای بینهایت اساسی میان دولت های همسایه مانند هند، پاکستان، چین، ایران و سعودی؛ همه ی آنها در یک منفعت با هم سهیم اند و آن عبارت است از جلوگیری سقوط افغانستان به دامان یکی از این قدرتهای منطقه ای و ناکامی متداوم سیستم دولتی در افغانستان که منجر به صدور بی ثباتی به دیگران میشود.
در بخش نتیجه گیری گزارش آمده است که ایالات متحده نباید افغانستان را رها کند ولی از راهکار موجود خود باید صرفنظر کند. وادار کردن به صلح توسط قوه کارایی ندارد. یک حضور بلند مدت و پرخرج ممکن است منافع امنیتی امریکا را در خطر بیندازد برجای اینکه تامین کند. گروه تحقیق به این نظر است که امریکا باید اهداف نسبتاً کمی را که موازی با منافع اصلی امریکا باشد و هم امکان پیشرفت در آن موجود باشد دنبال کند.
...........................................................
د افغانستان لپاره نوې کړنلاره
وړاندې شوه
وړاندی کوونکی : د افغانستان د څېړنې ( امریکایی ) ګروپ
« د پرمختګ نوې لاره : په افغانستان کې د امریکې د کړنلارې بیاارزونه »
لیکونکی : ډکټر ذکي پاهنګ
آزاد خبریال
د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر د میاشتې په اتمه په «نوې امریکا بنسټ» کې د «افغانستان څېړنې ګروپ» چې له اکادمیکو، سیاستپوهانو او د اقتصادي عرصې کارپوهانو څخه یو جوړ شوی ګروپ دی، خپل راپور وړاندې کړل.
هغوی تېرکال خپل زیاتره وخت په دې هیلې سره له یو بل سره په مرکو تېره کړه چې د هغې لانجې د ختمېدو په هکله چې اوس اوس د امریکې د ټولو نه اوږده جګړه بلل کېږي یوه نوې نقشه ومومي. راپور په دولسو مخو ترتیب شوی دی. چې یوه سریزه، دافغانستان د موجوده وضعیت یوه مختصره تشریح، د امریکې د ګټو یوه ارزونه، د جګړې مخارج، او د موجوده کړنلارې د نواقصو برملا کول؛ په کې شامل دي.
د امریکې د ګټو په برخه کې لولو: «د دغه پوځي عملیاتو اصلي هدف د امریکي د هیواد د امنیت او سرلوړی تامینول دی. په عملي ژبه د دې معنا دا ده چې د امریکا پر خاوره باندې د مستقیمو پوځي بریدونو مخنیوي او د امریکې د اوږد مهالې اقتصادي روغتیا ضمانت کول. یو روغ اقتصاد د ملي قدرت بنسټ او زموږ د ارزښتونو د خوندي ساتلو متضمن دی.»
راپور ادامه ورکوي: «امریکا ته ښایي چې افغانستان ته د یو نه خلاصېدونکی تعهد د ورکولو څخه ډډه وکړي.» د دغو کارپوهانو له نظره په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالاتونو ګټې په دوو ستراتیژیکو ټکو خلاصه کېږي:
- د تروریستي کامیابو بریدونو محدودول. په عملیاتي ژبه کې مانا یې دا ده چې د افغانستان څخه د تروریستي ځالو د جوړولو مخنیوي کول تر څو چې د القاعدې له خوا د امریکا پر ضد د عملیاتونو توان شند کړلای شي.
- د افغانستان د کشالې د خپریدو مخنیوي، خصوصاً منځني آسیې ته. دغسې اخ و ډب به د پاکستان ثبات ګډ و وډ کړي او دهغه هستوي تاسیسات له خطر سره مخ کړي.
وړاندیز شوې طرح:
۱- د قدرت د ویشلو او پر سیاسي اصلاحاتو تأکید
متحده ایالات باید د هغې سیاسي پروسې څخه ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د دولتي واک د غیرمتمرکز کولو پر محور ولاړ وي؛ او په دولتي واک کې ټولې خواوې د یو متوازن ګډون لپاره وهڅوي. د افغانستان د موجوده اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر د ټولو دولتي ارګانونو او محلي مقامونو د ګومارلو بې حدوحصره واک لري. د یو ښه پیل لپاره باید پارلمان ته د ټولو مهمو ټاکنو لپاره د تأیید صلاحیت ورکړل شي، د ولسوالیو شوراګان ټاکنیز (انتخابي) شي،بودجوي صلاحیتونه غیر متمرکز شي، د ولایتونو ټاکل شویو استازو ته په ملي کچه په بودجوي تصمیمونو کې ونده ورکړل شي.
۲- په سویلي سیمو کې د محاربوي عملیاتونو محدودول او په پای کې ختمول؛ او د میشتو پوځونو کمول
د امریکې موجودیت په دغو سیمو کې د زیاترو پښتنو د رادیکالیزه کولو سبب ګرځېدلی دی چې په نتیجه کې طالبانو ته د نویو جنګیالیو شاملېدلو لامل شوی دی.
۳- پر القاعده او داخلي امنیت باندې تمرکز
امریکایی خاص ځواکونه، استخباراتي امکانات، او داسې نور امریکایی پوځي توان د القاعدې د ځالو په نښه کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا ځواکونه د دې توان لري چې دغه ګروپونه آن د تغیر مکان او تبدیل په حالت کې هم ومومي. د څېړنې ګروپ باور لري چې دا به ګټور وي چې په دې لا زور واچول شي تر څو د دغو ګروپونو د ټوټې-ټوټې کولو څخه پوره ګټه واخیستل شي، هغه هیله چې د امریکایی پوځونو د نشتوالی په حالت کې تحقق موندلای شي.
۴- د اقتصادي پراختیا هڅوونه
له هغه ځایه چې فقیر او اړ هیوادونه د تروریزم، نشه یي ټوکو، انساني قاچاق او نورو خلافو کارونو د تولید په ماشین ګرځېدلای شي، نو ټولې سوله ییزې او پخلاینې هڅې باید د نړیوالې اقتصادي پراختیایی هڅو سره هم غږ شي. لکه:
- افغانستان ته، د امریکا، اروپا، جاپان سره د سوداګري د پراختیا لپاره؛ ارجحیت ورکړل شي.
- د افغانستان په ملی او محلي ساختارونو کې د پانګه اچولو لپاره د ملي او بین الملللی کمپنیو تشویقول.
- د خشخاش ضد محلی زارعینو، ساختماني شرکتونو او صنعتګرانو ته د پورونو، سبسیدیو، او تخنیکي مرستو برابرول.
- داخلي او بهرني کمپنیو ته د صادراتي اقلامو د تولید لپاره د بیارغونې خاصو زونونو تأسیس او د دغه کار لپاره د دوی هڅول. دغه زونونه کولای شي چې اختصاصي مالیاتي تدابیر، د لوړې کچې امنیت او زیربنایی امکانات (خپلو مشتریانو) ته وړاندې کړي.
- د ښځو اقتصادي بنسټونو ته وده ورکول.
- د خشخاشو د تولید لپاره د قانوني لارو لټول.
۵- د ملي او بین المللي شریکانو او پانګه اچونکو را جذبول
د افغانستان د بیطرفی د تضمین او پیاوړتیا او د محلي ثبات د تحکیم لپاره، یو هراړخیز بین المللی او دپلوماتیک حرکت ته ضرورت شته. د هغو بنسټیزو تقاوتونو سره-سره چې د ګاونډیو هیوادونو لکه هند، پاکستان، ایران او چین د افغانستان پر مسألې یې لري؛ ټول په یوه ګټه سره شریک دي؛ او هغه د دغو هیوادونو د یو په لاس کې د افغانستان لوېدل او ددې د دولت همېشګی ناکامی؛ چې پخپله بیا د نورو د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلای شي.
نتیجه اخیستنه
په راپور کې د نتیجې اخیستنې په هکله داسې لیکل شوې ده:
«امریکا باید افغانستان خوشې نه کړي؛ خو، د موجوده کړنلارې څخه تېر شي.» په ادامه کې راځي «په زور سره سوله نه راوړل کېږي. یو اوږدمهال او د خرڅ نه ډک حضور د امریکې ملي ګټو ته زیان رسوي پرځای د دې چې یې تأمین کړي.»
د څېړنې ګروپ په دې نظر دی چې امریکا نسبتاً لنډو هدفونو ته، چې د امریکې د ګټو سره سمون ولري او عملي کېدو امکان یې موجود وي، پام ولري.
د راپور په پای کې ځینو احتمالي پوښتنو ته ځوابونه په نظر نیول شوی دی. د څېړنې ګروپ فهرست هم په آخر کې راوړل شوی دی.
منابع :
The Afghanistan Study Group۱-
www.afghanistanstudygroup.com
http://www.thewashingtonnote.com۲-
Afghanistan Study Group-
Director
-Matthew
P. Hoh۳-