افغان دولت د کابل په نړیوال کنفرانس کې څه وړاندې کوي؟
شریف زی
د روانې لمریزې میاشتې پر ۲۹مه نېټه کې د لندن نړیوال کنفرانس په تعقیب د کابل نړیوال کنفرانس جوړیږي، چې مشري او کوربه توب به یې د افغانستان پرغاړه وي. په دغه کنفرانس کې به د ولسمشر، لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او استازو په کچه ۸۰ هېوادونه او نړیوال سازمانونه ګډون کوي. د کوربه توب چارې به یې ولسمشر حامد کرزی، د کابینې غړي، د ملي شورا غړي او د مدني ټولنې استازي پرمخ وړي.
د کابل په کنفرانس کې به له افغانستان سره د مرستو، له ترهګرۍ سره په مبارزره کې د سیمه ییزو همکاریو، بیا رغونې او اقتصادي همکاریو او د سولې او ټیکاو راوستو په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي له هلو ځلو د ملاتړ په برخه کې توافقات وشي.
افغان دولت وایي، چې په دغه کنفرانس کې به معینې اجرايوي پروژې طرح او د هغو مسایلو پرځایښت ته لاره اواره شي، چې د لندن په نړیوال کنفرانس کې پرې توافق شوی و. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د امنيت، اقتصاد، زېربناوو، کرنې، بشري سرچينو، کليو او پراختيا او حکومتدارۍ په برخو کې له ١٤ تر ١٥ ميليارده ډالرو په لګښت پروژې د کابل نړيوال کنفرانس ته وړاندې کړي .
ټاکل شوې ده، چې د کابل نړيوال کنفرانس د افغانستان لپاره د لندن د نړيوال کنفرانس په تعقيب د چنګاښ په ٢٩مه، په کابل کې جوړ شي.
د لندن په نړيوال کنفرانس کې د افغان دولت له خوا د اقتصاد، زېربناوو، کرنې، بشري سرچينو، کليو او پراختيا، د امنيت ټينګښت، د قانون حاکميت او نورو برخو کې کاري چوکاټ نړيوالې ټولنې ته وړاندې شو . د ماليې وزارت وياند عزيز شمس وایي، ټاکل شوې ده، چې د کابل په نړيوال کنفرانس کې د يادو شويو کاري چوکاټونو پر عملياتي پلانونو خبرې وشي او نړيواله ټولنه په دې برخه کې خپلې مرستې اعلان کړي. ده وويل، چې د لندن له کنفرانس څخه وروسته افغان دولت، سکتوري وزارتونه په پنځو ډلو ووېشل او دغو ډلو په خپلو اړوندو څانګو کې کابل کنفرانس ته د چمتووالي په موخه پروژې جوړې کړې دي.
د اقتصاد او زېربناوو په برخه کې د کانونو، ترانسپورټ او هوايي چلند، سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ڼکنالوژۍ، فوايد عامه، ښاري پراختيا، د اوبو او برېښنا وزارتونه او ښاروالۍ شامل دي . د کرنې او کليو پراختيا په برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کليو پراختيا او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارتونه ، د بشري سرچينو او وړتيا لوړولو په برخه کې د پوهنې، لوړو زده کړو، کار او ټولنيزو چارو، د ښځو چارو او عامې روغتيا وزارتونه شامل دي. په څلورمه ډله کې د عدليې وزارت، ستره محکمه، لويه څارنوالي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون شامل دي او د حکومتدارۍ په برخه کې يې پروژې جوړې کړې دي. د امنيت په برخه کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه او د ملي امنيت لوى رياست شامل دي او دوى هم په اړونده برخو کې طرحې جوړې کړې دي .
د لندن د کنفرانس په اعلاميه کې، نړيوالې ټولنې ژمنه کړې، چې د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او کاري وړتيا به لوړوي، چې له مخې به يې په راتلونکو دوو کلونو کې د ملي اردو شمېر څه دپاسه ١٧١ زره او د پوليسو شمېر ١٣٤ زرو ته ورسېږي. دا مهال د ملي اردو شمېر شاوخوا ١١٤زره او د پوليسو شمېر څه باندې ٩٠زره دی .
د هغو پروژو لګښت، چې په يادو شویو برخو کې به د کابل کنفرانس ته وړاندې شي، له ١٤ تر ١٥ ميليارده امريکايي ډالره اټکل شوى دى . افغان دولت تر اوسه په يادو شویو برخو کې له نړيوالې ټولنې څخه د اتو ملياردو ډالرو مرستې ډاډ ترلاسه کړى دى .د امريکا متحده ايالتونه، جاپان، انګلستان، اروپايي ټولنه، نړيوال بانک او د اسيا پراختيایي بانک تر ټولو لويې مرستندويه سرچينې دي، چې د اتو ميلياردو ډالرو په اړه ډېری همدوی ډاډ ورکړی دی.
د کابل تر کنفرانس مخکې د روان کال په جنوري میاشت کې افغانستان د دریو مهمو غونډو د بحث ټکی و. دغه درې غونډې د استانبول د سیمه ییزو همکاریو د لندن نړیواله غونډه او همدغسې د میونیخ نړیواله امنیتي غونډه وه، چې درېواړې د افغانستان لپاره د نړیوالو او سیمه ییزو اړخونو د همغږي په برخه کې ګټورې وې.
د استانبول غونډه له دې اړخه مهمه وه، چې د افغانستان ګاونډیانو پکې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې او مصالحې په برخه کې د همکارۍ ژمنې وکړې. پاکستان، چین، جاپان او ایران ته د ولسمشر حامد کرزي وروستي سفرونه دا ښیي، چې افغان دولت له خپلو ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ عمل کوي او دا په افغانستان کې د روان بهیر له اړخه یادو شویو هېوادونو ته یو ډول ډاډ ورکول هم دي، چې له افغانستان نه به دوی ته هیڅ ګواښ نه متوجه کیږي.
د افغانستان ستراتیژیک او مرکزي موقعیت د سیمې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي بهیرونو لپاره په یوه ښه فرصت اوښتی او د هېواد او سیمې د پرمختګ او هوساینې زیری راوړي. افغانستان هم دغه ټکي ته متوجه دی، چې سیمه ییزې همکارۍ د هېواد اقتصادي زیربنا جوړوي او څومره، چې پراخیږي، د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګټو د خوندیتابه یو شریک احساس را ټوکوي. دغسې له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو او مصالحې بهیر هم د لندن د کنفرانس مهم بحثونه وو، چې پر میکانیزم یې د سولې ملي مشورتي جرګه وغږېده او یوه ملي کړنلاره یې منظوره کړه. دغسې د کابل نړیوال کنفرانس به هم پر دې کړنلارې غږیږي. په دغه کنفرانس کې به د سیمه ییزو همکاریو او مصالحې پر عملي اړخ بحث وشي.
د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا خورا زیاته انګیرل کیږي، ځکه ترهګري د سیمې او نړۍ مساله ده او که سیمه ییز او نړیوال ځواکونه ددې پدیدې په لرې کولو کې له افغانستان سره همکار ونه اوسي، نه یوازې دا، چې ورکاوی به یې ستونزمن وي، بلکې ټوله سیمه او نړۍ به په غېږ کې واخلي.
دغسې په تېرو څو کلونو کې له افغان دولت سره د نړیوالې ټولنې مرستې د بیا رغونې په برخه کې تر ټولو ستر مرستندوی عامل دی، خو دغه مرستې له دې امله ډېرې اغیزناکې تمامې نه شوې، چې یوه وړه برخه یې د افغانستان بودیجې ته تللې ده.
د مرستو او لګښتونو په برخه کې نه همغږي ددې لامل شوې، چې د پروژو او چارو اغیز تر یوې لنډمهالې پایلې منحصر وساتي. افغان دولت او پخپله نړیوالې ټولنې او سازمانونو پر دې په وار وار ټینګار کړی، چې مرستې باید د افغانستان د بودیجې له لارې ولګول شي، ځکه د اړتیا وړ لګښتونو د تشخیص وړتیا تر هرچا ډېره پخپله افغان دولت لرلای شي.
د کابل نړیوال کنفرانس پر پورتنیو ټولو مسایلو او په دې اړه پر شویو توافقاتو د عملي میکانیزم لپاره خبرې کوي. افغان دولت تمه لري، چې دغه کنفرانس په عملي اړخ کې بریالی و اوسي او په نږدې راتلونکي کې یې په افغانستان او سیمه کې اغیزې محسوسې وي.