لطيف بهاند
روسيې ته د ولس مشر حامد کرزي د سفر په درشل کې:
په روسيه کې د افغانستان دسفارت فرهنګي څانګې له خوا
لطيف بهاند-مسکو
روسيه
د روس کلمه د لومړي ځل لپاره ،د کيف روس ،په نامه په اتمه پېړۍ کې کارول شوې ده.ددې نه موخه په ختيځه اروپا کې د ختيځو سلاواکيانو يو دولت و.
دغو روسانو ۹۸۸ کال مسيحيت و مانه.
که څه هم په دولسمه پېړۍ کې دغه دولت په لسګونو محلي سيمو ويشل شوی و، خو بيا هم کيف ددغو ټولو سيمو چې جلا جلا اميرانو يا شهزداګانو ادارې کولې، تر منځ يو مرکز ډوله څه پاتې شوی دی.
د کيف واک هغه وخت ړنګېد شو،چې تاتار مغولو پر هغه يرغل وکړ.دا ير غل د ۱۲۳۷ -۱۲۴۰ کلنو ترمنځ شوی دی.
د تاتارانو واکمني تر ۱۴۸۰ پورې دوام پيدا کړ.
د روسيي امپراتورۍ جوړيدل:
وروسته له هغه چې دڅلورم ايوان په نامه څار تاتاران مات او دکازان(۱۵۳۳-۱۳۸۴ ) او استراخان(۱۵۶۶)سيمې لاندې کړې،روسيه ديوه دولت په توګه رامنځ ته شوه.دا چاره دروسيې امپراتورۍ دجوړيدو پيل شو.دوی دپتر په وخت کې بالتيک،د کاترينې په وخت کې دکريميا تاتاران،پولند او ليتوانيا، لاندې کړل.د ۱۸۶۵ -۱۸۷۶د کلونو په اوږدو کې يې مرکزي اسيا او په ۱۸۶۰ کې يې ولاديوستوک(لرې ختيځ ) له روسيې امپراتورۍ سره يو ځای کړل .
لومړي او ستر پتر (۱۷۲۵-۱۶۷۲)، د روسيې د مرکزي دولت د جوړښت بهير بشپړ کړ.روسيه ،نور نو په يو ستر نړيوال هېواد بدله شوې وه. هغه وخت دغه ستر هېواد يوازې ۱۴ ميليونه وګړي درلودل.پتر، په خورا زيات ډول د لوديز د علمي،تخنيکي پرمختګ تر اغېزلاندې راغي.هغه يو ستر ۳۰۰ زريزه پوځ چې دده له ارمانو نو سره برابر و،جوړ کړ.دده پوځ مسلکي او دايمي و.
دی لومړنی روسي واکمن و چې په ۱۶۹۷-۱۶۹۸ کې اروپا ته لاړ.ده ځان امپراتور ونوماوه او روسيه يې پر کال ۱۷۲۱ کې امپراتوري اعلان کړه.پتر پر کال ۱۷۲۵ کال ومړ.
د هغه د ځانګړي فرمان له مخې ، د سن پترزبورګ ښار جوړ شو.ددې ښار جوړيدل په ۱۷۰۳ کال پيل شول او تر ۱۹۱۸ کاله پورې د روسيې امپراتورۍ پلازمېنه وه.څه موده هم د پتروګراد(۱۹۱۴-۱۹۲۴ په نامه ياديده او د اکتوبر تر انقلابه وروسته د ليننګراد (۱۹۲۴-۱۹۹۱)او د شوروي تر ړنګېدو وروسته (۱۹۹۱)بېرته د پترزبورګ په نامه ياد شو.
ژمنۍ ماڼۍ،پتروګراد ،د ارمايتاژ په نامه موزيم او نور ډ ېر ،هغه ستر هنري يادګارونه چې نړيوال بشري ارزښت لري،په دې ښار کې پراته دي.
د روسيه جغرافيوي موقعيت:
په جنوب ختيځه اسيا کې هغه له شمالي کوريا، چين، مغولستان،ا و قزاقستان سره ،په جنوب لوديز کې له آذربايجان ا و گرجستان ،په لوديزو اروپايي پولو کې له اوکراين، بلاروس، لاتويا، استونيا، فنلاند، ناروي ،ليتوانيا ا وپولند سره بريد لري.
د شمالي ارام ،شمالي منجمد سمندرونو،تور سمندرګي،بالتيک او خزر سمندرګيو او د برينګ ،خزر ،تور،بالتيک او ژاپن له سيدونو سره هم پولې لري.
دغه راز روسيه د اوبو له لارې جاپان،امريکا او سويدن سره ګاونډه ده.
دا هېواد د امريکي،چين او کانادا دوه برابر خاوره او د وګړو شمېر يې اوس(۲۰۱۰ کال ) 143,2 ميليونو ته رسېږي.
پلازمېنه:
پلازمېنه يې له ۱۹۱۸ کال راهيسې د مسکو ښار دی .دا ښار ددې هېواد په اروپايي برخه کې پروت دی.
مسکو دنړۍ له سترو او ښکلو ښارونو نه يو ښار ت دی،هغه د 862 کاله پورې عمر لري. دغه راز سن پترزبورګ د روسيې دوهمه پلازمېنه بلل کېږي.
ژبې:
د روسيې رسمي ژبه روسي او تر دېرشو نه زياتې نورې ژبې هم په خپلو سيمو کې رسميت لري.په روسيه کې يوسلو ديرش ميليونه وګړي په دې ژبه خبرې کوي ،خو په تولي توګه ديونسکو د څېړنو له مخې په روسيه کې يوسلو شپږ ديرش ژبې او لهجې د منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دی.
په سلو اتيا وګړي يې روسان او نور قامونه يې :تاتاري،باشقران،اوکرايني، چوواش، چچني، ارمني، داغستاني، مغول، آواري، اينگوش، چرکس، بالکار، اوستيايي، آذري، گرجي، و...
مشران:
دولتي جوړښت يې، جمهوري او ولس مشر يې ديمتري اناتوليوويچ مېدويدوف (۱۹۶۵ زو کړه)او لومړي وزير يې ولاديمير ولاديميرويچ پوتين(۱۹۵۳ زوکړه) دی.
د روسيې لنډ تاريخ:
د روسانو لمړني دولت په ۸۶۲ کې جوړ شوی ،خو تر اتلسمې پېړۍ پورې يې هومره قوت او پياوړتيا نه لرله.
هغه لومړنی قام چې په دې خاوره کې يې د يوې واکمنۍ هڅه وکړه ((وارګان)) نومېدل.هغوی د روديک په نامه د يوه چا په مشرۍ د نوواګراد په نوم يو ښارګوټی جوړ کړ.
هغه سيمې چې د وارګانو تر ولکې لاندې راغلې،د رس يا روس په نامه ونومول شوې.
که څه هم دوی تر ډېرو پورې کڼ مذهبه وو،خو وروسته يې عيسويت ومانه.
د مسکو دښار بنسټ اېښودونکی ((يوري دلګه روک )) دی .هغه پر کال ۱۱۴۷ يې د مسکو په نامه په يو ځای کې خپلو ملګرو ته مېلمستيا جوړه کړې ده. او هغه وروسته دا ځای د ښار بڼه غوره کړه.
د روسيې په تاريخ کې يو دپام وړ ټکی پر دې خاورې د مغولو يا تاتارانو بريد او واکمني ده.په هغه زمانه کې چې روسانو ټينګ مرکزي واک نه درلود، پر ۱۲۲۳ عيسوي کال مغلي يرغلکرو پر دې خاوره بريد وکړ او د روسيې سيمه ايز واکمن په پوره توګه دهغو تر ولکې لاندې شول. د روسيې له ټولې اروپايي خاورې نه، يوازې د نووګراد، ښار خپلواک پاتې شو .د کيف او ولاديمير پخواني ښارونو په کنډوالو بدل شول.که څه هم د روسيې بېلابېلاوو شهزادګانو په جلا جلا توګه له مغلو نه، د ژغورنې هځې وکړې،خو بيا هم تاتارانو تر ۱۴۸۰ پورې روسيه تر خپلې ولکې لاندې وساتله او يايې له روسانو نه باج اخيسته.
په ديارلسمې پېړۍ کې پر روسيې مغولانو تېری وکړ،هغه يې لاندې کړه او دا خلک يې دباج ورکولو ته اړ کړل.
دوی تر ډېرې پورې د تاتارو-مغولو تر واک لاندې پاتې شول،خو کله چې په ۱۴۶۰ کال کې((ستر ايوان))واک ته ورسېد،ديوه مرکزي حکومت په جوړولو بريالی شو.هغه مسکو ښار خپله پلازمېنه کړه.
دهغه چې لږ واک ټينګ شه،نو مغولانو ته يې دباج له ورکولو نه ډډه وکړه.مغولان د ايوان دې بغاوت خوابدي کړل،پر مسکو يې بريد وکړ،خو د ايوان لښکر دهغو پوځ تالا والا کړ.په دې توګه ايوان په ۱۴۸۰ کال کې خپلواک دولت جوړ او ان پر پولند يې بريد وکړ ،هغه يې مات او ځان يې اروپا ته ور پېژاند.
تر ايوان وروسته دهغه زوی،بيا څلورم ايوان چې د ډارونکي ايوان په نامه پېژندل شوی و،واک ته ورسېد.هغه شان چې له نامه يې څرګنده ده ،هغه يو مستبد او ظالم پادشاه و.دهغه په وخت کې دظلم او ناروا نارې اسمانو ته ورسېدې ،نو هماغه و چې پر ۱۶۱۲ کال روسي مشرانو او شهزادګانو لاس سره يو او رومانوف يې واک ته ورساوه.
هغوی د رومانوف د کورنۍ واک ټينګ کړ .ددغه کورنۍ واک د اکتوبر تر انقلابه پورې (۱۹۱۷) دوام کړ.
په اتلسمې پېړۍ کې لومړي پتر ( ۱۶۷۲-۱۷۲۵ کال) دې هېواد ته نوي نوم او واک ورکړ.هغه د ستر پتر نوم وګاټه او دا هېواد يې په يوه سترې امپراتورۍ بدل کړ.
پتر، د روس د دولت دويښتيا او غښتلتيا پلار شو.
د روسيې امپراتورۍ بنسټ د ۱۷۳۲ د اکتوبر پر دوه ويشتمه کېښودل شوی او د ۱۹۱۷ کال د مارچ تر انقلابه يې دوام درلود.
د دروسيې امپراتورۍ ټولواک، د څار په نامه ياديده او روسيه هم د څاري يا تزارې روسيې په نامه ياديده.
پتر، نه يوازې د واک په جوړښت بلکې په مذهب او کليسا کې يې دپاپانو په ونډه کې هم بدلون راوست.هغه ان ځانته نوې پلازمېنه جوړه او هغه يې سن پترزبورګ و نوماوه.هغه د واک ټول مرکز له مسکوه هلته ولېږداوه.
ستر پتر، په خپلو اصلاحاتو کې ډېر ټينګار کاوه ،هغه د خپلو اصلاحاتوټول مخالفين وژل او دهغو په ډله کې آن دده خپلوان هم دهغه ددې ټينګار قرباني شو.
دی په خپله په ۱۷۲۵ کال کې مړ شو،تر هغه وروسته څو تنه نور واک ته ورسېدل،خو د روسيې د امپراتورۍ اصلي جوړونکې دوهمه ايکاترينه وه.
روسي څاران (شاهان )
۱.درېيم ايوان سوم (۱۴۶۲ - ۱۵۰۵)
۲. درېيم واسيلي (۱۵۰۵ - ۱۵۳۳)
۳. څلورم يا ډارونکي ايوان (۱۵۴۷ - ۱۵۸۴)
۴. لومړی فيودور (۱۵۸۴ - ۱۵۹۸)
۵. باريس گودونوف (۱۵۹۸ - ۱۶۰۵)
6. دوهم فيودور
7.لومړی ديميتري
8.څلورم واسيلي
9.دوهم ديميتری
10.ولاديسلاو
11. لومړی ميخاييل (۱۶۱۲ - ۱۶۴۵)
12. آلکسی (۱۶۴۵ - ۱۶۷۶)
13. درېيم فيودور (۱۶۷۶ - ۱۶۸۲)
14. لومړی يا سترپتر (۱۶۹۴ - ۱۷۲۵)
15.لومړۍ کاترينه
16. دوهم پتر
17. ملکه آنا
18. شپږم ايوان
19. ملکه اليزابته
20درېيم پتر
21. دوهمه يا ستره کاترينه(۱۷۶۲ - ۱۷۹۶)
22. پاول (۱۷۹۶ - ۱۸۰۱)
23. لومړی الکساندر (۱۸۰۱ - ۱۸۲۵)
24. کنستانتين
25. لومړی نيکلای (۱۸۲۵ - ۱۸۵۵)
26. دوهم الکساندر (۱۸۵۵ - ۱۸۸۱)
27. درېيم الکساندر (۱۸۸۱ - ۱۸۹۴)
28. دوهم نيکلای دوم (۱۸۹۴ - ۱۹۱۷)
ددې امپراتورې بنسټ اېښودونکی ستر پتر او پلازمېنه يې پترزبورګ وه اودهغې وروستی ټولواک دوهم نيکولای نومېده.
د پتر تر مرګه وروسته څه کم ۴۰ کاله په کار و چې (د روس پر دربار يو ستر واکمن او مستبد شاه کيني.هغه دوهمه ستر ه ايکاترينه الکسيووانا وه.
ايکاترينه :
دا په خټه جرمنه ،روس جوړونکې واکمنه،چې پر ۱۷۲۹ کال په جرمني کې پيدا شوې ده.دهغه اصلي نوم صوفيه فريديريکه افګوسته انګليت څربيتسکايا،دی.پلار يې د پروس په دربار کې ميشت و.دغه راز دهغې د کورنۍ ځينو غړو د دنمارک،سويدن او روس له دربار سره د خپلوۍ اړيکي لرل.
ايکاترينه،د شپاړلسو کالو و چې د روس له شاه پيتر فيودروويچ چې ددې د تره لمسی کېده واده وکړ.هغې تر څو کالو وروسته خپل مېړه وواژه او ولس ته يې وويل چې هغه مغزي سکته کړې ده. هغې پر ۱۷۶۲ کال پر واک ولکه وکړه او ځان د روسيې ټولواکه وګڼله.
دوهمې کاترينې، له پريبالتيکه تر منځني آسيا پورې ، د روسيې پولې وغځولې. او ۳۴ کاله پر واک پاتې شوه. دپاملرنې وړ ده چې هغه د افغانستان د بنسټ اېښودونکي احمدشاه بابا او دهغه د زوی تيمورشاه سره هممهاله پر واک ناسته وه. هغې زموږ دهېواد بنسټ اېښودونکي ټولواک ته يو ليک ليکلی دی.(دا ليک په بله مقاله کې ولولۍ)
تر دوهمې کاترينې وروسته لومړی پاول واک ته ورسيد.د هغه د واکمنۍ پر مهال ډېر بغاوتونه وشول.بيا لومړی الکساندر واک ته رسېږي.دا هغه وخت دی چې فرانسه د ناپليون په مشرۍ پر روسيې يرغل او هغه لاندې کوي،خو د روسيې ساړه او اوږده ژمي د الکساندر مرستې ته ور ودانګل او ناپليون ماته وخوړه.
که څه هم روسيه له فرانسې سره په جګړه کې بريالۍ شوه،خو تر جګړې وروسته دا هېواد له سختو خواريو او بغاوتونو سره مخامخ شوه.
تر لومړي الکساندره وروسته ، دهغه ورور،لومړی نيکولای واکمن شو.دهغه په وخت کې بغاوتونو دوام پيدا کړ او روسي روښان اندو دديکابريستانو په نامه سره را پاڅېدل او انقلاب ته يې مخه کړه،خو دغه انقلاب ناکامه ،انقلابيان څوک ووژل شول او څوک فراري کړل شول ،مګردهغو د ارمانو څراغ د روسيې د روښان اندو په زړه کې پاتې شو.
روسيه د کريميا(ځای نوم دی)،جګړې سخته ضعيفه کړه .د الکساندر تر مرګه وروسته دهغه زوی دوهم الکساندر پر واک ولکه وکړه.هغه هم ستر اصلاحات پيل کړل. ددغو اصلاحاتو تر ټولو غوره هغه پر ۱۸۶۱ کال د مرييتوب له منځه وړل و.
ددې اصلاحاتو راوستل هم ،انقلابيونو ځندنی کار باله،هغوی وسلوال پاڅون وکړ او په ۱۸۸۱ کال کې يې دوهم الکساندر وواژه.
تر دوهم الکساندره وروسته د هغه ځای ناستو ورځ تر ورځې ظلم او استبداد ته مخه کړه.
دې واکمنانو چې څومره ظلم کاوه ، په هماغه کچه حالات لاپسې خرابېدل،خو دغه حالات هغه وخت لاپسې کړکيچن شول چې په ۱۹۰۴ کال کې د روس او جاپان جګړه پيل شوه.ددې جګړې د اغېز له امله و چې بيګاري او مالي ماتو، لا قوت واخېسته او استبداد لا پياوړی شو.
د ۱۹۰۵ کال دجنورۍ مياشت وه چې د سن پترزبورګ په ښار کې تر ۱۵۰ زرو پورې کارګرانو په داسې حال کې چې د څار تصوير او مذهبي شمايل يې په لاس کې وو،د څار د مانۍ پلو وروخوځېدل ،خو کله چې نيکولای د هغو له کړو خبر شو،پر هغوی يې د ډزو امر وکړ. دشاهي ارګ پوځ په بېرحمۍ دغه خلک وځپل او څو زره تنه يې په کې ووژل .
د روسيې خلکو او کليسا تر دغې زمانې پورې شاه دولس پلار ګاڼه ، خو تر دغو وژنو وروسته دهغه په وړاندې په درېدو شول.
د ۱۹۰۵ کال په اکتوبر کې دخلکو د بغاوت لمن لا پراخه او دباغيانو شمېر چې زياتره کارګران او شمېر يې تر يو ميليونه هم اوښت،د واک په وړاندې راپاڅېدل،خو واک وکولای شول دا څپه هم ماته کړي.
تر دې پېښې وروسته ټولواک په دولتي جوړښت کې اصلاحات پيل کړل.پارلمان رامنځ ته شو .
په ۱۹۱۴ کال لومړې نړيواله جګړه پيل شوه،
روسيه پر دې وخت خورا ناتوانه وه.دې جګړې د روسيې اقتصاد ،پوځي ټولنيز جوړښت ته سخت تاوان ورساوه.دهغه تر دوه ميليونه وګړي دجګړې قرباني شول ،تر دې لا زيات هغه يې اسير او تر څلورو ميليونه زيات خلک تپيان شول.
دغه حالت څار دې ته اړوست چې د ۱۹۱۷ کال په مارچ کې استعفا وکړي.
ولسي جرګې موقت دولت جوړ کړ .په همدې وخت کې مخالفو کارګري ډلو خپلې شوراګانې جوړې کړې.دوی په لومړي سر کې له موقت دولت سره مرسته پيل کړه،خو وروسته سره وران شول.خلکو هم د کارګرو د شوراګانو چې غوړې خبرې يې کولای زيات ملاتړ کاوه او کرار کرار واک هغو ته ورلېږديده.
کمونستانو چې په مستقيمه او چېرې هم په نامستقيمه توګه پر شوراګانو واک درلود،هم په خپل منځ کې په دوو ډلو جلا او دبالشويک او منشويک په نامه ياد شول.د کمونستانو مشر ولاديمير ايليچ لينين(۱۸۷۰-۱۹۲۴) چې تر هغه وخته فراري و،د۱۹۱۷ کال په اپريل کې روس ته راستون شو او دهمدې کال د نوامبر په ۷ نېټه يې واک تر لاسه کړ.
کمونستانو،د واک تر ولکې وروسته د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو سخته ديکتاتوري رامنځ ته کړه.هغوی د کورنۍ جګړې تر بري وروسته نه يوازې خپلې کورنۍ ستونزې آوارې بلکې د خپل واک لمن يې د منځنۍ اسيا پورې ورسوله.
پر ۱۹۲۲ کال شوروي، جوړه شوه.په ۱۹۲۴ کال کې لينين مړ او يو پياوړی،قوی او دکارپوهانو په وينا مستبد مشر،جوزوف ستالين (۱۸۷۸-۱۹۵۳) واک ته ورسيد.
هغه په پرله پسې توګه نه يوازې په ټول هېواد کې بلکې خپله کمونست ګوند کې خپل سيالان له منځه وړل .په زرګونو خلک نابود شول.ددغو خلکو زياتره هغه ، دهغه خپل ملګري وو.
پر ۱۹۳۹ کال د هتلر او ستالين تر منځ داسې يو پت تړون لاسليک شو، چې دهغه له مخې دختيځې اروپا ځينې سيمې شوروي ته سپارل کېدې،خو وروسته المان دغه تړون مات او د۱۹۴۱ کال د جون په ۲۲ نېته يې پر شوروي يرغل وکړ.
بالاخره جګړه ،شورويانو وګټله او تر جګړې وروسته ستالين ددغه هېواد د اقتصادی،پوځي،علمي او تخنيکي پرمختګ لپاره بې ساره کارونه وکړل.
دشوروي او لوديز تر منځ ،سړه جګړه او سيالي پيل شوه .دغه جګړه خپله دسخت علمي تخنکي پرمختګ سبب و.
ستالين پر ۱۹۵۳ کال ومړ.
تر هغه وروسته نيکته خروشچوف(۱۸۹۴-۱۹۷۱)، واک ته ورسيد.هغه د ستالين سياست وغانده او په دې توګه يې د ډېرو زندانونو دروازې پرانستې او دکمونست ګوند دتګلارې دبدلون غوښتنه يې وکړه.
خروشچوف دستالين ځينې چارې جنايت وبللې او د شوروي په سخت جوړښت کې يې د نرمۍ د راوستو تکل وکړ،خو ډېر ژر هغه هم د خپل ګوند له کودتا سره مخامخ او په ۱۹۶۴ کال کې له واکه لرې شو.
تر هغه وروسته، ليوند ايليچ بريژنف (۱۹۰۷-۱۹۸۲)د شوروي د کمونست ګوند او ددې هېواد مشر شو.هغه هم د خروشچوف په شان اوکرايني او دده نېږدې سړی و،خو واک ته تر رسيدو وروسته يې دهغه سياست سخت وغانده او د ډېرو نيمګړتياوو ملامتي يې پر هغه ور واچوله.
د بريژنف ، دوره که څه هم ددې هېواد دسترو پرمختګونو او نړيوالې سيالۍ زمانه وه ،خو په همدې وخت کې په شوروي کې د رشوت،اختلاس او خپلو خپلوان ته د واک ورکول ،پيل شول.
بريژنف ،د واک او عيش او نوش په درياب کې ډوب او د اوياووم کلنو په ورستيو وختونو کې خو هم زوړ او ناروغ و. پر ۱۹۷۹کال دده او نورو څو تنو زړو مشرانو په سپارښتنه ،شوروي پر افغانستان پوځي تيری وکړ او په کابل کې دببرک کارمل په مشرۍ لاسپوڅی واک رامنځ ته شو.
ليوند بريژنف ،پر کال ۱۹۸۲مړ شو.دهغه پر ځای ، يوري اندروپوف (۱۹۱۴-۱۹۸۴)واکمن شو.هغه د فساد او اختلاس پر ضد مبارز ه پيل کړه،خو ناروغۍ هغه ته وخت ورنه کړ او پر ۱۹۸۴ کال کې مړ شو.
تر هغه وروسته دشوروي له مشرانو نه يو زوړ مشر،ويکتور چيرنينکه (۱۹۱۱-۱۹۸۵)واک ته ورسيد. هغه بېرته د بريژنف لاره خپله کړه . هېواد يې بيا له رکود سره مخامخ کړ دهغه واک هم دده د زړښت له امله له يو کاله زيات نه و.
ويکتور چيرنينکه ،هم پر ۱۹۸۵ کال ومړ .دهغه پر ځای يو ځوان او نوښتګر مشر رامنځ ته شو.هغه ،ميخائيل سرګيوويچ ګورباچوف (۱۹۳۱ زو کړه)و.نوموړي په سياسي اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د ژور بدلون لپاره د ((پريسترويکه او ګلاسنست)) يعنی بيا جوړونې او شفافيت سياست غوره کړ،له لوديز سره يې اړيکي ښه کړل او د افغانستان جګړه يې يوه تېره وتنه او ناسور ټپ وګاڼه.
د ۱۹۹۱ کال د اګست په مياشت کې د کمونست ګوند يو شمېرسترو غړو له ګورباچوف سره دمخالفت په نامه دهغه په وړاندې کودتا وکړه.که څه هم دغه کودتا ناکامه شوه، خو دلوديز سياست او خيال، پلويانو لا زور واخېست . ګورباچوف دې ته اړوت چې د ۱۹۹۱ کال په دسامبر کې ،خپله په رسمی توګه دشوروي ړنګېدل اعلان کړي.
شوروي ړنګ شو او له دغه ستر هېواد نه راپيدا شوي پنځلس نوي هېوادونه رامنځ ته شول. دا جمهورتونه ،ټول له سختو اقتصادي سياسي ستونزو سره مخامخ شول.
په مسکو کې ،دپخواني شوروي په پلازمېنه کې،د روسيې جمهور رئيس باريس نيکولايويچ هلڅن (۱۹۳۱-۲۰۰۷)چې د کمونست ګوند يو پخوانی خو د لوديزو افکارو خاوند و پر واک ولکه وکړه.
هغه دوه ځله د روسيې ولس مشر پاتې شو،خو د ۱۹۹۹ کال په دسامبر کې يې د وخت تر پوره کېدو مخکې استعفاه وکړه. هغه واک خپل ځوان لومړي وزير ته ور وسپاره.
ولاديمير پوتين (۱۹۵۲ کال زوکړه)چې د شوروی د کا جې بې ،پخوانی افسر و،هغه وخت د روسيې د لومړي وزير دنده لرله.
باريس هلڅن له خپلو پلويانو او د روسيې له خلکو غوښتنه وکړه چې د ولس مشرۍ په ټاکنو کې د ولاديمير پوتين پلوي وکړي.
که هم د هلڅن په وخت کې په ولسي کړو او مطبوعاتو کې بې سارې ازادي رامنځ ته شوه،خو مخکې له هغه چې کوم بل څه جوړ شي د شوروي اقتصادی جوړښت ړنګ شو.خلک له سختو ستونزو ،چور او تالان سره مخامخ او دولتي شتمنۍ واک ته نېږدې خلکو سره وويشلې.
کله چې ولاديمير پوتين ،واک تر لاسه کړ،پر دې هېواد داسې يو کلک او منظم واک رامنځ ته شو چې لوديز والو هغه ديکتاتوري وباله.
پوتين اته کاله ولس مشر پاتې شو او په ۲۰۰۸ کال کې يې له خلکو وغوښتل چې د ولس مشرۍ په ټاکنو کې ديمتري ميدويدوف (۱۹۶۵ زوکړه )ته رايه ورکړي.
ښاغلی ميدويدوف ،د ولاديمير پوتين نېږدې دوست او ملګری دی .
دوی دواړه دسن پترزبورګ اوسيدونکي دي.
اوس ولاديمير پوتين ، د روسيې لومړی وزير دی ، زياتره کارپوهان په دې نظر دي چې کېدای شي د روسيې د ولس مشرۍ په هغو ټاکنو کې بيا ګډون وکړي چې په ۲۰۱۲ کال کې کېدونکي دي.
د روسيې اوسني دولت جوړښت:
روسيه اوس ۸۶ جمهوريتونه،ولايتونه او خپلواکې سيمې لري،هغه دادي:
آديګيا • آلتايي • باشقيرستان • بورياتيا • چچنيا • چواش • داغستان • اينگوشتيا • کاباردينو-بالکاريا • کارليا • خاکاسيا • کوميا • کالميکيا • کاراچاي-چرکسيا • ماري اول • موردوويا • شمالي اوستياي، آلانيا • ارکوتيا • تاتارستان • تووا • اودمورتيا آلتايي • خاباروفسک • کراسنادار • کراسنايارسک • پيرم • پريمورسکي کرای • استاوروپول
آمور • آرخانگلسک • آستراخان • بلگورود • بريانسک • چليابينسک • چيتا • ايرکوتسک • ايوانوف • کالينينگراد • کالوگا • کامچاتکا • کمروفو • کيروف • کستروما • کورگان • کورسک • دلنينگراد څنډې • ليپتسک • ماگادان • مورمانسک • نيژني نووگورود • نووگورود • نووسيبيرسک • امسک • ارنبورگ • اريول • پنزا • پسکوف • روستوف • ريازان • ساخالين • سامارا • ساراتوف • سمالنسک • سوردلوفسک • تامبوف • تومسک • تور • تولا • تيومن • اوليانوفسک • ولاديمير • ولگوگراد • ولوگدا • ورونژ • ياروسلاو• چوکوتکا • خانتيا-مانسيسکايا• ننتسيا • ياماليا او دوه ستر فدرالي ښارونه :مسکو او سن پترزبورګ.
بايد وويل شي چې روسيه دغه راز په اوو، فدرالي سيمو هم ويشل شوې ده:
مرکزي • جنوبي • شمال غربي • لرې ختيځ • سايبريا • اورال • پريژولفسکي (ولگا)
که څه هم د روسيې په سلو کې پنځه شپېته خاوره په اسياکې پرته ده خو يوازې په سلو کې ۲۸ وګړي يې هلته ژوند کوي.
په روسيه کې څلور دينه رسميت لري:
مسيحی-– اسلام -يهودي او بودايي
د روسيې د وروستۍ سر شمېرنې له مخې تر پنځلسو ميليونونه زيات وګړي يې مسلمانان دي،خو خپله مسلمانان وايی چې ددوي شمېر کېدای شي تر شلو ميليونو هم زيات وي.
د روسيې د ځينو جمهوريتونو او يا ولايتو زياتره وګړي مسلمانان دي.د هغو له ډلې نه کولای شو ددغو سيمو او جمهوريتونو نومونه ياد کړو:
شمالي اوستياي
باشقيرستان
تاتارستان
چچنيا
چوواش
داغستان
کره چايوف چيركيسيا
كاباردينا بالكاريا
د روسيې نوي اساسي قانون پر ۱۹۹۳ کال په يوه ټوليز ريفراندم کې ومنل شو.ددغه قانون د موادو له مخې روسيه فدراسيون جمهوري ده .دا دوه پوړيزه پارلمان د مشرانو جرګه (۱۷۸ غړي )او ولسي جرګه (۴۵۰غړي )لري.
ددې هېواد په سلو کې سل نارينه او په سلو کې ۹۷ ښځينه باسواده او د نړۍ يو له ترټولو نه ستر لوستونکي هېواد دی.
روسيه د ملګرو ملتو، دهغې د امنيت دشورا،د اورپايي ټولنې، د اتو سترو صنعتې هېوادونو ،د مشترک المنافعو،د منځنې اسيا د ملګرتوب، او ځينو نورو نړيوالو سازمانونو غړې ده.
دغه راز دغه هېواد دشانګهای،د ډله ايز دفاع ( د ۱۹۹۲ کال په مې کې جوړ شوی دی،په هغه کې ارمنستان،قزاقستان،قرغزستان،روسيه ،تاجکستان،ازبکستان او بلاروسيه) او داسيا- ارام سمندر د اقتصادي ملګرتيا(۱۹۸۹ کې جوړ) دسازمانونو غړيتوب لري.
د روسيې اوسنی اقتصاد پر طبعيې زېرمو په تېره بيا نفت او ګازو ولاړ دی. دغه راز لرګي ،کيمياوي مواد او وسلې هم ددې هېواد د صادراتو او اقتصاد ،غوره برخه جوړوي.
روسيه د سترو فرهنګي ميراثونودرلودنکې ده.په دې اړه به معلومات په بله مقاله کې راشي.
افغانستان او روسيه له ۱۹۲۱ کال راهيسې سياسي رسمي اړيکي لري.
دا روسيې ته د ولس مشر کرزي څلورم سفر دی.
لطيف بهاند-مسکو