دنامتو لیکوال او داستان لیکونکي ارواښاد محمددین ژواک

د ادبي آثارو یوه بیلګه          

 

 

ما تاسو ګرانو هیوادوالو او ادب دوستانو ته څه موده مخکې د پیاوړي او تکړه قلم خاونداستاد ژواک صاحب دپیژندګلوی په هکله په یوه لیکنه کې مالومات وړاندی کړي وو، هیله مندیم چې د ده ادبي او فرهنګي شخصیت تاسو ته معرفي شوې وي .

خدای بخښلې ژواک صاحب یو نامتو ژورنالیست، خوږ ژبې شاعراو لیکوال، وتلې څیړونکې اوسیاست پوه و . د ده لیکل شوي آثار ، ادبي هلې ځلې، توان، حوصله، تجربه او لوړ استعداد د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره دقدر او ستاینې وړ دي .

ده دخپلو آثارو په لیکنو کې له رښتینوالۍ او حقیقت نه کار اخیستی او د ټولنې هغه اړخونه چې په کې نیکې ښیګڼې څرګندیږي ستاینه کړې ده او هغه اړخونه چې په کې د سرکشو ظالمانو ظلم ، ستم، استبداداو بې عدالتي قرار لري د خپل قلم پوسیله غندي او د دوی ناپاکې ارادې په ډاګه کوي .

د ژواک صاحب د داستانونو او کیسو پوسیله چې د محتوا، مضمون، شکل او

پیغامونو له خوا ډیر په زړه پورې او د پښتنې مینې نه ډک دي، زموږ د پښتو ادب لمن یې رنګینه، ځلانده اوروښانه کړې ده. د ده دلیکنو اغیز داوسنیو او راتلونکونسلونو او ځوانانو په روزنه، پالنه او لارښوونه کې خورا زیات ارزښت لري ، همدا سبب دی چې نوموړی د لیکوالانو او ادیبانو په ډله کې یو ځانګړې ځای او مقام لري .

د ژواک صاحب د با ارزښته کیسو او داستانونو نه ما د تاسو ادب دوستانو لپاره یوه کیسه چې (دا ړنده بی بی زینبو ده)نومیږي غوره کړې ده، په ډیره مینه وړاندی کوم، هیله مندیم چې د تاسو ادبي تنده پرې ماته شي .

 

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادرمسعود

 

دا ړنده بی بی زینبو ده!

 

(شانک) کټ کټ وخندل او دخندا سره : (دا ځای زمری ګیدړه کوي او چغال پر تخت کښینوي .)

بابا جان! هو! عبدالعزیز بابا!!

هغه د زمری څخه سترګه نه کوله، کتابونه!!  وایم کوټی یې په ډکې وی . هر چا به ویل :

په هر څه پوهیدی، سترګی یې روڼی وی . په سپینه ورځ یې په آسمان کې ستوری لیدلای شوای، د خلکو پر حق یې ځان واژه، بابا جان!

(شانک) کرار، کرار د عیدګاه دروازی مخی ته پټوتر ځان لاندی کوی او په خاورو کې کرښی کاږی د یوه ساړه اوسیلی سره (دا دی دسترګو ولویدم)څه شه وخت وو، باباجان دی خدای وبخښی . ده به ویل : شانکه! ته هم په سترګو ړندیږی ، دا دی نن په سترګو د لیری څوک نه شم لیدی، زینبو چې ښه رانژدی شوه پر ږغ مې وپیژندله .

د باباجان نازولی او دخاوری خاورۍ اور! وخت دی تیریږی پردی هم تیره شوه ، څومری خواری! دباباجان په ژوند هغه نیم عمر په بندی خانه کې تیر کړ ځکه ده خوار پر باڼو خلی نه پریښود، دا بی ګناه وه، بندی شو ، د ده مزنګ سیاه چا ته ولوید! توره ږیره یې په بند او جیل کې سپينه کړه، پر کومه ګناه ! ګناه یې نه ده کړی، پر ثوابی کارونو ! د خلکو خواره ورځ یې د زغملو وړ نه ګڼله،  ددی خاوری د کونډی او رنډی پرویر، د هغو پر بدبختی او خواری ! دایې نشوای لیدلای ، والا حضرت محمد هاشم خان ته یې په رډه وویل : دا خلک ستا بندګان نه دی، ستا ازلی مریان نه دی، دظلم ګاللو د پاره یې پیدا مه بوله ، وږی دی او تږی،  ستا دحکومت تر سیوری لاندی دی، ښادیی کړه! پټ یې کړه د ناروغی څخه یې خلاص کړه، دا حق د دوی او ستا پر ذمه ما ته یې مه رټه، مه یې وهه سره راټول یې کړه! لوی قوت دی، دنامه څخه او دلاره څخه یې کار واخله ، د مټ زور یې په کار واچوه ، په وژلو، په خوارولو په بیرولو هیچا کلی کور نه دی جوړ کړی .

(شانک)د ګوتو څخه خاوری ټکوهلی او وویې ویل : زمری وو، دا ډول خبری ده کولای شوی خو په چا یې اوریدلی وای .

با با جان دی خبرو  د ده مزنګ سیاه چاته واچاوه، د کندهار شینکی آسمان پر خندل او د تورو  اورو په تور زړه کې هم دده د ارمان اوښکی غوټه کیدلی ، بی بی زینبو ! په یاد می دی چه کتابونه یې ماته راکړه، باباجان بندی وو، زینبو راته وویل : په هر څه چه خرڅیږی خرڅ یې کړه دوه کتابه وه، کتاب خرڅونکی هر یو په حمله په لس ،لس افغانی راڅخه واخیست ما شل افغانی دی ته راوړی، څومری به راڅخه خوشحاله شوی وی ، خواری ته د ماښام شومه نه ور رسیدله، زما که د یوی خوا د دی پر سترګو او پر خلکو مین میړه زړه ، خوږیدی د بلی خوا دوی زموږ د کوڅی هم وو.

هیڅ می نه هیریږی د هلکو مور یوه ورځ راته وویل : موږ دبابا صاحب میلی او زیارت ته تللو ، توره چای جوشه مو زینبو خواری ته ور دغاړی کړه، دی دزړه خوږی د لیری کیدلو په غرض چه په کلونو غوښی نه ور رسیدلی، توره چای جوشه، تر څنډه نیولی هره ګړی یې چای راته ایشولی .

(شانک)بیا ورو ورو خپلی عینکی پر سترګو کښیښودلی وروسته، لږ وروسته یې وویل : هلته چه د ټولو د غمخوړلو زیار د هیچا له خوا د نمانځنی هیله نه لری هلته چې د ځان نه پرته بله غوښتنه د زړونو مله نه وی ، په دغسی ځای کې به ټولو د غمخوړلو مل څوک وی ؟!

بابا جان مړ شو خو زموږ زړونو لا نه دی هیر کړی،  دده د ژوند ترخی زموږ تر سترګو کیږی، زینبو؟  بلی ! دا ړنده شوی ده  د دی سترګی د باباجان خوارۍ او بدبختۍ رنجو ته نه دی پری ایښی، دا وږی وه، زړخوږی وه، خواره وه او سرتوره!  د دی پر سر د میړه د بند په وخت کی چا پوړنی نه واچاوه .

دا لڅی پښی او سرتور سردکندهار څخه د کابل تر ده مزنګه ولاړه راغله، دی ته دکندهار دشکوشملو خاوندانو د یوی میړنی میرمنی په حیث قدر ور نه کړ. زینبو خواره نه وه پیدا ، خو د میړنیاو وطن پرست میړه سره د خوارۍ او بدبختۍ مله او ملګری شوه، ولی؟

د هغه چا په سر وه ، چې د نورو غم یې د ځان باله، د هغه سره یې ژوند شریک ؤ، چې د زور مخی ته یې د تسلیم سر نه ټیټاوه .

باباجان ته د زولنو د شرنګی د اوریدلو زغمل آسانه ووهغه د قوم د بدبختی د لیری کولو دپاره دده مزنګ په نمناکو کوټو کې د نیم عمر د تیرولو څخه مخ وانه ړاوه .

ده دزینبو خوارۍ، لوږۍ، تندی سره ټک ته منډه رامنډه زغمله ، خو تر خپلی هوډی تیر نه شو.

باباجان؟ هغه مړ شو او مرګ یې درلود . زینبو به هم مړه شی ځکه دا هم د باباجان په څیر دخلکو دغمخوړلو قربانی ده .

(شانک) بیا هم سوړ و اوسیلل د ځان او کندهار د خلکو څخه یې ګیله وکړه او ویې ویل :د قفس دبندی، زمری باباجان میرمن ته په دی خواری کی هیڅ چا لاس ورنه کړ.

د (شانک) د خبرو په وخت کې شونډان په ریږدیدلو شوه ده دسترګو دعینکو په پاکولو ځان بوخت کړی وو مګر کوښښ یې کاوه چې غمجنه څیره ، خوښه غوندی وښیی په زهیره بڼه : باباجان د زندان تورو تیارو د خپله برمه وانه چاوه ځکه په یاد مې دی چې دجیل څخه وروسته د نیم عمر دزندان څخه وروسته کله چې دی د کندهار ښاروال شویو(جګړن)ښاروالی ته راغی او بابا جان ته یې وویل :لس منه بوره مې په کار ده ! باباجان ورته وویل : دومری ډیره بوره نشی در رسیدلای، ورشه مغازۍ ته، مغازه دار ته ووایه چې باباجان وویل : دری منه بوره راکړه، درکوی یې (جګړن)د نایب الحکومه  د لسو منو امر باباجان ته ښکاره کړ. بابا جان چې امر ولید ورته ویې ویل : بخښښ غواړم چې دا امر مانه ولیدلی ، هیله ده چې رایې کړی، جګړن امر ور دمخه کړ ، بابا جان امر ټوټی ټوټی کړ او ویې ویل : د مغازی بوره د کندهار د ټولو خلکو ده  د نایب الحکومه د امر نه ده  زه دا امر نه منم، جګړن به لاڅه ویل چې باباجان لکړه د میز د څنګ څخه راوویسته دجګړن په وهلو یې شروع وکړه، دوی لکړی یې لا نه وی خوړلی چې جګړن دبیری ځان تر کړکۍ وغورځاوه او ولاړ.

باباجان دزندان توری تیاری لیدلی وی خو د زندان توروتیارو د ده پر لوړ همت او دخلکو سره مینه او محبت هیڅ ډول ناوړه اغیزه نه وه کړی مګر نن؟..

باباجان ولاړ، هغه مړ شو خو زینبو بی بی په سترګو ړنده پاتی شوه  د دی د ژوند ترخی یوی میرمنی نه دی لیدلی، دا دبابا جان میرمن ده ! دی دخپل ملګری د ژوند ستونځی وګاللی او دمیړه دنیم ژوند زندان ته یې په ورین تندی ځواب ورکړی دی، زینبو؟

د دوی ژوند د خوارو د ښادۍ په لار کې سپلنی شوی دی .

دازینبو ده ! ړنده زینبو!!

(شانک)د دی خبری سره په تندی کې غوټی پیدا کړی او ولاړ شو زینبو یې تر لاس ونیوله روان شو ولاړ تر سترګو نیهام شو.

 

څیړنمل محمد دین ژواک

  

 


بالا
 
بازگشت