داکټر حنيف بکتا ش
د غوړېدلو هیله
که ځمکه نه غوړېږي
که په لښتي کې مینه نه بهیږي
که په پټي کې د غنمو پر ځای
مونږه سرونه کرو
که په ځنګله کې وږمه نه چليږي
اود سپېدې پر لمن
د لمرسپېڅلې، وړانګې
نه ځلیږي
د ماشومانو پر تنکیو شونډو
کله به وغوړېږي
د خوشحالیو مسکا
او د نیالګيو په رګونوکې به
کله جاري شي
د ژوندانه سندرې ؟!
که سین کې خوځي
د سکروټو سېلاب
که له کوڅې نه هدیره جوړېږي
که شپه تاراج کوي
او مینه وژني
که په څراغ کې مودمیندو،
رڼې اوښکې سوځو
که باغ،
په تیږو ولو
او د مرغیو ډلې
په لیکه ، لیکه
له ځنګله نه با سو
سپېده به څوک وستایي؟
او له کوڅې نه به شي پورته کله
دقد مونو آواز،
د تګ راتګ سندرې ؟
که ډزې بندې نه شي
او که د ژبې پر ځای
چاړه خبرې کوي
که ترږمیو کې د تورو برېښنا
د میندو هیلې وژني
که په سرونو کې د غچ سکروټې ،
نه ټپېږي
او د ټوپک په ژبه،
داد او دستور چلیږي
او دا د وینو ویا له نه دریږي
اوښکې به څوک ودروي؟
او،
پر دې شلېدلوګریوانونو به څوک
بخۍ د مینې او ثواب
تېره کړي ؟
یې د وطن خلکو
راځی جګړه ووژنو
راځی د اوښکو مخ ته
بند واچوو
راځی د ځمکې په رګونوکې بیا وځغلوو
د غوړېدلو هیله
راځی د بڼ پر شونډو ونڅوو
د خوشحالیو مسکا !