داکتر حکمی
د پسرلی زیری
ځا نګم په ټا ل کی د پسرلی ، لــــرم د زړه ارما ن
تر سر به شی می غو ښتا ، د پسرلی پــــه ا رمغا ن
خوښ یم د ګل چمن با غو بوستا ن پــــه زرغونتیا
د خو ښی ټا لونه خورمه ، سره می لــــــه یـــاران
د بز ګرو کروند ګــــرو د هیـــــلی ورځ راغی
د چوغکو بلبلو خـــــــو ښۍ شو پـــــــه ګلستا ن
شنو ورخو هرخوا په وده شی ګـــــــــړۍ په ګړۍ
هڅی د زیار وهی څپی ، پـــــــــه زړه کی د انسان
پسرلی په راتلو د نوی کال سینګارشی پـــــه سترګو
د خوښۍ احساس ښخ شی په زړه کی د زوړاوځوان
په غرونو د منو نو کی ژو ګــــرځی ډ کی خیټي
شپانه د رمی شاته ښکاری خوښ په خـــوله خند ان
د ژمی له سا ړه با د و نه خلک شی پـــــــه امن
پسرلی کی غرو رغو رنګینی په ګل د ا رغوان
خرمی د پسر لی خلکو زړونو کی خوری ټـا لونه
د خه ژوندون بحیر د رومی، په نڅــا و په جولا ن
کوچا ن په خوشحا لی او اوښا ن پــه غړغړی وی
و طن ته شی په راتگ ، د کډ وا لو لوی کاروان
څړ ځا یونو کی څارویو ښکاری په خیز پــه مستی
ګوری په هڅه با ند ی ، کروند و کی بــــز ګران
په پلو ا و په پټیو کـــــــا ته شی د کــــر هــڅی
هر یو ورته خوښ د خلک خه ژوند پــه ګـــزران
راتګ د نوی کا ل او پسرلی مبارک وا یي حکمی
غواړی سمسور په سوکا لی دا خـــوار هیواد ودان
بی مینه ما جبینه
تصو یرد خوبا نو می په سترګو شو ښکاره رنګینه
و مه په خندا او خو ښی چه شو ښکاره ما جبینه
نه می خیا ل او تصور و، چه بیا به ووینم هغه
نا ګها نه لیری له تصور می شو را پیدا نا زنینه
ښکا رید ه لکه پری پر جما له او حسینه نورانی
په یو مسکا د شونډوی رانه هیر شوغم اوخوا شینه
د زړه سرده اومینه ی په زړونوکی تل وهی غوټی
په خوی او په خصلت کی ده ، له د هر چا نه کمینه
مینان لکه ښکاریان لری تلاش چه واچوی په تور
دوحشی غرڅه په څیر تښتی له سترګو د ښکا رینه
هره ګړۍ په مینه مینه یا د یږي هغه بی مهره
د د مینه می په زړه کی کینی لکه نبا ت شرینه
دد دخیالی مینی سره هر یو دي ډ وپ په لوبه
تیروی وخت خپل په خوښۍ په هوس د هغه حسینه
په غرور او مستۍ ګرځی بام پر سر لکه کوتره
خو ښه د مینی او یارۍ له حکمی سره منی نه
د ا نه یواځی ځما بلکه نه منی مینی د هیچ چا
مجرد او متحل زوړ او ځوان غواړی هریو ددمینه