رحمت اله روان

 

د طالبانواودولت ترمنځ په خبروکی دسعودی اوپاکستان شرطونه

 

دډیری مودی راهسی په رسنیوکی داسی معلومات تر سترګو کیږی چه دافغا نستان اسلامی جمهوریت دسعودی عربستان په مینځګړیتوب دطالبانو سره دسولی په خبرو بوخت دي دي خبرو هغه وخت په رسنیو کی زور واخست کوم چی سعودي عربستان د تیر کال په روژه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د یوشمیراستازو ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو کوربه توب کړی وو. خو څارونکي وايي ، هغه وخت په افغانستان کې سولې ته داسې شرایط نه وو برابر لکه څرنګه چې اوس برابر شوی دی
ولی د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر شهزاده سعود الفیصل د ښاغلي کرزي دهغی غوښتنې په ځواب کې چی دسعودی مقاوماتو ځخه یی دلندن په کنفرانس دطالبانوسره دخبرو په خاطر وکړله وویل چې هیواد یې ترهغوله طالبانو سره په هیڅ راز خبرو کې برخه نه اخلي ، چې دې ډلې له القاعده شبکې سره هرراز اړیکې نه وي پرې کړي . سعود الفیصل وایی ترځوچی طالبانو داشرط نه وی پرځای کړی له هغوی سره خبری بی ګټی دي
سعودي عربستان وايي تر هغو پورې به له افغان طالبانو سره خبرې ونه کړي چې هغوی له القاعده او اسامه بن لادن سره خپلې اړیکې نه وي شلولي او دا ضمانت یې نه وي ورکړی چې القاعده شبکې ته به پناهځای نه ورکوي
سعودي عربستان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې پرون د لندن په کنفرانس کې ولسمشرحامد کرزي د سعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د مشرانو ترمنځ منځګړتوب وکړي .
مګرم پاکستان له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کوي او رویټرز اژانس د سیاسي څیړونکو په وینا څرګندوي، چې اسلام اباد پوهیږي چې لویدیځ دا نه شي زغملای چې اسلام اباد د طالبانو حمایت ته دوام ورکړي. د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت د دې هڅې ملاتړ کړی دی، چې وسله والو طالبانو ته د سولې په خبرو کې برخه ورکوي. خو پاکستاني چارواکي دا غوښتنه لري چې په افغانستان کې باید د هند اغیز کمزوری شي .
افغان حکومت طالبانو ته بلنه ورکړې ده، چې د سولې په جرګه کې برخه واخلي او په دې برخه کې د لندن په کنفرانس کې ولسمشر کرزي وویل، چې د سعودي عربستان له پاچا عبداله ابن عبدالعزیز څخه هیله کوي، چې له طالبانو سره د روغې جوړې په خبرو کې مرسته وکړي .
ښاغلي کرزي همداراز له ګاونډیو هېوادو په ځانګړي ډول له پاکستانه هیله وکړه چې په دې خبرو کې مرسته وکړي :
"
موږ له خپلو ټولو ګاونډیو هیله کوو، خصوصا له پاکستانه چې زموږ د سولې او ملي پخلاینې د هڅو حمایت وکړي. موږ دې ته انتظار یو چې نړیواله ټولنه عملا د دې پلان ملاتړ وکړي ."
پاکستان، عربستان او عربي متحد امارات هغه یوازیني درې هیوادونه و، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پیژندلی و .
رویټرز اژانس لیکي، چې اسلام اباد په کابل کې داسې حکومت غواړي چې د پاکستان دوست وي او پاکستان د هند په مقایسه ډیر نفوذ پرې ولري .
اسلام اباد همداراز غواړي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې په کابل کې داسې حکومت وي چې د هند او پاکستان په شخړه کې بې طرفه پاتې شي .
پاکستان دا وېره لري چې د خپل سیال هند او هغه افغانستان تر منځ چې د هند ډېر دوست وي، تر ډیر فشار لاندې رانه شي .
دغه اوس پاکستان تور پورې کوي، چې هند په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو بلوچو ملاتړ کوي. البته د رویټرز اژانس په وینا پاکستان له دې هم ویریږي چې یو دم امریکایي عسکر له افغانستانه ونه وځي او په افغانستان کې ګډوډۍ ډيرې نه شي، ځکه چې د اسلام اباد د چارواکو په باور ښایي دغه بحران بیا پاکستان ته هم رخنه وکړي .
بلې خواته پاکستان دې ته هم اندېښنه لري چې د افغانستان اوسنۍ جګړه که دوام وکړي او له طالبانو سره روغه ونه شي نو ممکن وسله وال پاکستان ته په شا شي، چې بیا ښایي په قبایلي سیمو، سرحد ایالت او بلوچستان کې شخړې ورسره ډېرې شي .
البته له ډېره وخته د پاکستان دا اندیښنه شته چې افغان حکومت د افغانستان او پاکستان د پښتنو د یووالې هڅې کوي، دا اندیښنه په وروستیو کې هم اسلام اباد ته پیدا شوې ده، ځکه چې حتی د طالبانو رژیم چې پاکستان یې سخت ملاتړ کاوه، د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پیژندله .
دپنچشنبه په ورځ په لندن کې د افغانستان په نړیوال کنفرانس کې ولسمشرکرزي په وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې په هیواد کې د جګړې د پای ته رسیدو او د سولې د راتګ لپاره په هغې لویې جرګې کې ګډون وکړي چې سږکال به یې راوبولي د کرزي له وړاندیز سره سم له طالبانو سره به یوازې د افغانستان حکومت خبرې کوي او لوېدیځوال به پکې ګډون نه لري
د کره راپورونو په بنیاد د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي له نامالوم ځایه د تیلفون له لارې رویټرز خبري اژانس ته د سولې لپاره د کرزي د وړاندیزونو او پلانونو په باب څه ونه ویل خو ویې ویل چې د طالبانو قیادي شورا به ډېر ژر د کرزي د وړاندیزونو په ځواب کې خپل دریځ څرګند کړي چې ایا په خبرو کې برخه واخلي او کنه .
طالبانو مخکې بیا بیا ویلي چې د افغانستان له حکومت سره یوازې هغه وخت خبرې کولی شي چې درست بهرني ځواکونه له افغانستانه یومخ ووځي .خو دا ډله په وروستیو کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش غوښتنه کوي .
څارونکي وايی چې د ولسمشراوباما له لوري د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د پیلامې ټاکنه په یو ډول د طالبانو غوښتنو ته ځواب دی چې ممکن د افغان دولت او طالبانو په رسمي خبرو کې ورباندې جوړجاړی وشي او په نتیجه کې یې له هیواده د بهرنیوسرتېرو د وتلو لپاره لا دقیقه نیټه وټاکل شي .
له تور لیسته د طالبانو د مشرانو ایستل او د طالب بندیانو خلاصون د خبرو لپاره د طالب مشرانو نورې مهمې غوښتنې دي .
کتونکي وايی چې له طالبانو سره د خبرو په باب د ښاغلي کرزي وړاندیز څه نوې خبره نه ده بلکې هغه له تیرو څو کالو راهیسې دا غوښتنه کړې خوپه اوسنیو شرایطو کې د هغه دا وړاندیز ،په تیره بیا له دې امله چې باورکیږی لوېدیځ چارواکي یې هم ملاتړ کوي ، د اهمیت وړ دی .
د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلري کلنټن د پنجسنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره خبرې د افغانستان د شخړې د اواري لپاره یوضروري عنصر دی خو امریکا ځان د پخلاینې له پروسې لري ساتي او باور لري چې باید دا پروسه بشپړه افغاني وي .
په همدې حال کې پرون د ملګروملتو یوه مقام افشا کړه چې د طالبانو غړیو د روانې میاشتې په اتمه په دوبۍ کې د ملګروملتو له خاص استازي سره په کتنه کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو د امکاناتو په باب خبرې کړي دي .
بالاخره دلندن كنفرانس دنړۍ د اويا هیوادونو د جګپوړيو استازيو په ګډون د يوې اعلاميې په خپرولو سره پاى ته ورسيد، كه څه هم دا ګرانه ده چې د افغانستان اوسنۍ پیچلی لانجه دې د لندن د وروستي كنفرانس په څیر په يوه دوو كنفرانسونو كې حل شي او يا داسې يوه لاره پكې په ګوته شي چې له يوې مخې هر څه بدل شي. په دې كنفرانس كې تكرارې خبرې هم وې، د پخوا په څیر له افغانستان سره هوايي ژمنې هم، خو يو دوه ټكي پكې داسې وو چې د هیواد د اوږدې لانجې د حل په لور يوه لاره پرانيستلاى شي او لږ تر لږه د سولې يو نوى بهير ترې پيليداى شي.

لومړى د افغان ولسمشر لخوا له طالبانو سره د سولې طرحه د نړيوالې ټولنې لخوا منل كيدل او په دې لاره كې د لويې جرګې لپاره لاره پرانيستل كيدل.

دوهم په تدريجي ډول تر راتلونكيو پينځو كلونو پورې د هېواد د ټولو ولايتونو امنيت افغان ځواكونو ته سپارل كيدل.

كه څه هم دغه مساله تر اوسه پورې ډيره روښانه نه ده چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې د اصلي عاملينو راتلونكي اهداف به څه وي، خو له طالبانو سره د سولې او خبرو اترو د بهير داسې پيل چې نړيواله ټولنه يې ملاتړ وكړي كه په مخلصانه ډول پيل شي خامخا به ښې پايلې ولري، البته له دې وضاحت سره چې هم بايد افغان حكومت او هم نړيواله ټولنه په افغانستان كې د جګړې ددوام انګيزې له منځه يوسي، هغه نيمګړتياوې اصلاح كړي چې ولس يې په دې جګړه كې بې پروا كړى دى، كه دغه انګيزې وركې شي ښايي د مخالفينو له لويې برخې سره د تفاهم او جوړجاړي زمينه برابره شي.

په دې اړه يوازې د مادي امتيازاتو اعلان كارنده رول نشي درلوداى تر څو انګيزې او پلمې له منځه يو نه وړاى شي.

دوهم ټكى چې د لندن په كنفرانس كې پرې ټينګار وشو د امنيت افغاني كيدل دي، دا به هم د مسالې د افغاني كيدو سبب شي او هم به نيغ د جګړې په سړيدو كې رول و لري، بايد ووايو چې په افغانستان كې څومره بهرني ځواكونه زياتيږي او څومره د هغو مركزونه او تحركات زيات وي په همغه پيمانه به د دولت او نړيوالو ځواكونو د مخالفينو پوځي تحركاتو ته پلمې او زمينې زياتې وي، او څومره چې دغه مساله افغاني كېږي د مخالفينو پر فعاليت به معكوس اثر غور ځوي، په هر صورت خداى دې وكړي د لندن كنفرانس له ټولو كمزوريو او نميګړتياوو سره زموږ ولس ته د آرامۍ، خودى او هميشنۍ آرامۍ پيغام شي.

اوس نه یوازې د طالبانو په وړاندې د افغانستان د حکومت د لوېدیځو متحدانو دریځونه ترپخوا په څرګند ډول نرم ښکاري ،بلکې د طالبانو په دریځ کې هم نرمښت لیدل کیږی ،او دا په افغا نستان کی ددایئمی سولی لپاره یو ډیر ښه او پر ځای اقدام ګڼل کیداشی،

پای

 

 


بالا
 
بازگشت