عزیزاحمد خوارمل

 

  

 

ناټو«  « NATO

او

دناټو«  « NATO پیژندنه !

 

                     دانټرنیټ دفارسی سرچینوڅځه

                ژباړونکی ؛ عزیزاحمد خوارمل

               

         در ویشتمه برخـــه

 

دشمالی اتلانتیک دپوځۍ سازمان ناټواودروسيې ترمنځ داړيکو خړپړتيا  :

 

کوم وخت چې د قفقازپه سیمه کښې لانجی اوشخړی رامنځته سولی  دغه لانجی اوشخړی د دې سبب وګرځېدل ، ترڅو د ناټو او روسيې تر منځ اړيکي ويجاړی  سي او ددواړولوروترمنځ  د اړيکو د خړپړتیانخښي نښانې وليدل سوي .

ددی شخړو راورسته سمدلاسه د ناټو- روسيې دمرستی شورا خپل کاریې تر هغه وخته پوری وځنډه ول  ترڅو دروسيې هیواد خپل   ځواکونه يې دقفقاز دخاوري څخه را ونه ایستل اوپرشا نه کړل . اود بلې خوانه  روسيې هم دعکس العمل په ښودلوسره په  ناټوکې  خپل استازی راکوزین یې بېرته راوغوښتل،اوپه همدی ډول سره د (۲۰۰۸)زیږدیز کال دپاره پلان سوي ټوله هغه ګډ پوځي ازموینی ،مانوری اوتمرینات چې دروسیې اوناټودځواکونودخوا په ګډه ترسره کیدل هغه   هم وځنډه ول  سول، چي دغه ازموینه بايد په ټاکلی نیټی باندی د روسيې او ناټو لخواپه ګډه تر سره سوي وای  .

همدارنګه د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښي دقفقاز په باب د پرېکړي پر سر د لړلیدونو اختلافونه هم رامنځته سول ،اوبل مهمه مسئله په پولېنډ کښې د امريکااو پولينډ تر منځ د توغوندیوضد دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کېدو تړون وو،چې روسيه هغه ته د يوه خطر په ټوګه ګوري، اوکولای سوچې ووایودغه ټولی مسئلی د اړیکو دویجاړیدواوخړپړتیا نخښی نښانی بلل کیدی سي .

د روسيې او لویدیزو هيوادونو د اړيکو دویجاړیدواوخړپړتیا مسئله د یوشميرونوروهیوادونو دخواهم ملاتړوسولواولاهم دغه بهیرپرخپل ځای پاته دی  . په زياته بيا دپولېنډدهیواد اود یوشمیرنوروختیځۍ  اروپایی هيوادونودخوا، چې  دغه هیوادونه  همدااوس هم دروسيې فیدراتیف هیوادديویرغلګر امپريالسټي زبرځواک په توګه ګڼی .او هغه په دی  مانا سره چي روسيه  اوس مهال داهسی یودریځ یې ځانته غوره لکه داچې ددی تیاری لـــري چې دشـــوروي پر پخوانيوغــــړیو هـــيوادونواودختیځـــۍ اروپا پرپخوانیو سوسيالسټي هيوادونوباندي د بريد کولو په درشل کي وي  .

داخبره رښتیا ده چې د روسيې دځواکونو دخوا په قفقازکې دګرجستان پر خاوره د سویلي  اوسيتيااواپخازیا په  سيمو باندی هوايي بریدونه ترسره سول اوپه پایله کې دګرجستان دخاوری دغه برخی یې ترخپل واک لاندی راوست، چې دا کړنه هیڅکله هم د منلو وړ نه ده، اودا یوښکاره کړنه  اوتیری دی چې د روسيې  دهیواد تېری پر خپل ګاونډی هیوادباندی څرګنده کوي . دا خبره هم پر ځای ده چې امريکا او د اروپايي ټولني غړي هيوادونه د روسيې څخه د خپل عمل د بيرته سمولو غوښتنه کوي . خو دابه غلطه وي که لویدیځ هيوادونه هم د روسيې په ډول غېر منطقي او تر اندازې ډيرعکس العمل وښهي . ځکه دا خو لاد پخوا څخه څرګنده وه چې روسيه يوه ستونزمنه ملګرې هیواد دی ، او په راتلونکی  کې به هم همدغه شانته وي . د لمړی  سره څخه لیدل کیدل چې دروسيې دولت د سویلي اوسيتيا او اپخازيا پر سریې  خپل لاس ايښی  وو. د ساکاشويلي دغه هڅه چې د زوردلاری  اود پوځي ځواکونو په مرسته به سویلي اوسېتيا بېرته د ځان کړی، دا هم يوه خطرناکه پرېکړه وه . او دا خبره ښايي هم څرګنده وه چې دهغه دغه پرېکړه به په يوې سياسي او انساني فاجعې سره پای ته رسيږي  .

اوس مهال د روسيې په  وړاندی  ويوې حقيقي اودقیق سياسي تګلاري ته اړتيا سته دی . ځکه نورنو روسيې ته بايد اجازه ورنه کول سې، چې دقفقاز په سیمه کې خپل سري وکړی . د قفقازدسیمی خپلواکي اومځکنۍ بشپړتيا په اروپا کې دامن او ثبات دپاره يوه اړینه  خبره ده   .

د بلې خوا څخه  وروسيې ته د يوه خطرناکه هيواد په سترګه کتل او په سياسي لحاظ هم د هغه منزوي کول يو بې مانا کار دی . ځکه چي د روسيې سره ګډ کار کول  دلویدیځو هیوادونو په ګټه هم ده . دروسیې هیواد دانرژي د يوې مهمي سرچینی په  توګه  او د اېران د اټومي اوهسټوی پروګرام په مسايلواوپوښتنو کې د روسيې سره ګډ کار ډېر مهم دی . همدارنګه د افغانستان په بيا جوړولواوبیا روغاونی کې ، د منځني ختيځ په شخړو او دشمالي کوريا په لانجه کې هم د روسيې ملګرتيا اړینه  خبره ده .    

د قفقاز لانجه بايد د روسيې او دلوېديځو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د له منځه وړلو سبب ونه ګرځي . په دی ډول  دا په دې مانا نه دی چې د قفقاز په شخړه کښې و روسيې سياست اوپالیسوته ته سرکښته سي . بلکي د ريالیسټیک اودقیق  سياست د لاري د ستونزي هواری به د اروپا د خپلو ګټو د سياست کولو مانا ولري . ځکه روسيه يوازي د  حقيقي اوکلک سياست په ژبه پوهيږي اوبس   .

دشمالی اتلانتیک دپوځۍ سازمان ناټومشر، د روسيې

سره د اړيکو د لاټينګښت غوښتنه وکړه :

 

د ناټو سرمنشي اعلان کړی ووچې دغه ټولنه د روسيې سره د خپلو اړيکو د غزيدو په هڅه کې ده.
پاپ دي هوپ شیفر همدا راز ويلی وو، د ګرجستان او اوکراين سره د ناټو مرستې ، روسيې ته د منلو وړنه دي.     
نوموړي په هغه ليکنه کې چې د ايزوستيا په ورځپاڼه کې نشراوخپور سو، يادونه کړې وو: «ددغو دواړو هېوادونو (ګرجستان او اوکراين) دخوا د ناټو سره د مرستی  غوښتنه، د روسيې او ددغو هېوادونو پر اړيکو باندی ناوړې اغيزې نه سي ښندلای »               .
ددې پر عکس، شیفر په دې انددی چې ناټو غواړي ددغو هېوادونو (روسيې، اوکرائين او ګرجستان) ترمنځ د اړيکو په غزېدو کې مرسته وکړي  .  
اوکرائين او ګرجستان د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو څخه دي او اوسمهال غواړي چې د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي او دا غوښتنه د روسيې د خواشينۍ لامل ګرځیدلې دی .
اوروسيې د دغو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د ناټو سره د روسيې په څېر مرسته وکړي.
دشمالی اتلانتیک دپوځۍ سازمان ناټو مشر هوپ شیفر همدا راز زياتوي : «ناټو په دې باندی ټينګارنه کوي چې په سيمه کې به امنيتي ستونزې په ېواځې توګه حل کړای سي».

 

د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكيلاتو د وزيرانو دشورا په شپاړسمه (۱۶ مه)غونډه کې پرکومومسائلوباندی خبراتری وسول؟ !

 

         د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكيلاتو د وزيرانو شوراپه شپاړسمه ( ۱۶مه )غونډه کې چې د (۲۰۰۸) زیږدیزكال د ډسمبر د مياشتي پر( ۴ او ۵ ) څلرمه اوپینځمه نيټه باندی دغړو هيوادونو د وزيرانو او سلاكارانو په ګډون ترسره سوه .

په كومو كلونو كي چې داروپا د امنيت او مرستی د تشكيلاتو اود دولت او حكومت د مشرانو عالي غونډي جوړي نه سي نو نوموړي ټولنه د كارونو د سمبال په موخه يو كال وروسته د وزيرانو د شورا غونډه ترسره كوي .  

د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكيلاتو د سازمان د تاسيس اصلي موخه يا سبب د سړي جګړي په وخت كې د دوو پوځۍ بلاكونو ترمنځ  د ستونزو د اوارۍ دپاره يوی لاری موندل وو ، نوموړي سازمان په پيل کې د ستونزو د حل دپاره سياسي او پوځۍ تدابير نيول .

نوموړي سازمان نن ورځ د ورځنيو امنيتي ستونزو د اوارۍ دپاره هم په سياسي او هم په پوځۍ برخو كي او سربيره پردي په اقتصادي او د چاپيريال دمسائلو په څير په موضوعګانو باندی هم كار كوي .

د ډسمبر د مياشتي د ۴ او۵ نيټي په ترسره شوي غونډه كې د ارمنستان ، اذربايجان ، ګرجستان ، روسيي ، انګلستان ، المان ، فرانسي او يونان په څير هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون كړي وو .

د نوموړي ترسره شوي غونډي په چوكاټ كي د ناګوره نا كره باغ ، ترانسنيستريا ، سویلي اوسيتيا اواپخازيا د مسائلو سربيره د ګرجستان د نښتو نه وروسته د تركيي لخوا وړاندي سوي ووچې د قفقاز په سیمه کې دسولی   او مرستی  د پلان دلومړني( ۵ ) پينځه اړخيزه تخنيكي غونډي پر پرنيسپونو او دموخو په اړه خبراتری  ترسره سول .

په نوموړي غونډه كې د يادو سوو مسائلو سربيره د ترهګري سره د مبارزي ، دچاپيريال او د مدنيتونو د یو والی  د مسائلو په څير پر یوشمیرنوروموضوعګانو باندی هم خبري وسوي .

د امريكي ، روسيي او فرانسي څخه د تخنيكي استازو او د اذربايجان او ارمنستان د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډون په يوي غونډي کې د روسيې ، فرانسي ، اذربايجان او ارمنستان څخه د بهرنيو چارو د وزيرانو او د امريكا د متحده ايالتو نو د بهرنيو چارو د وزير مرستيال په کچه د مينسك د دوو جلا غونډو په ترسره كولو او په بل عبارت سره د اروپا د امنيت او مرستی  د تشكيلاتو د شورا د غونډي په چوكاټ كې سره راغونډيدل د يو ښه راتلونكي په توګه ګڼل كيږي .

درسنیوپه حواله د غونډي په ترڅ كې يو بل مهم پرمختګ دا وو چې د قفقاز دپاره د سولي او مرستی  د پلان په چوكاټ كې د بهرنيو چارو د وزيرانو د مرستيالانو په کچه د روسيي ، ګرجستان ، ارمنستان ، اذربايجان او تركيي د هيوادونو ترمينځ ليدنه هم ترسره سوه .

د نوموړو ليدونو په ترڅ كې د قفقازدسیمی  دپاره د سولي او مرستی د پلان په اړه د چارو د چټكتيا او د لړلیدونو د يووالي په اړه مهم بحثونه اوخبراتری ترسره سول .

د اذربايجان او ارمنستان او يا د تركيي او ارمنستان ترمينځ د ستونزو د اوارۍ دپاره هلي ځلي هم رامنځته سوي .

د نوموړي غونډي بنسټیزی موخی د تركيي او ارمنستان او يا داذربايجان او ارمنستان ترمينځ د اړيكو نورماله کيدل او وروسته بيا په سيمه كې د ثبات ټينګيدلوباندی بحث اوخبری وسولی . اود ستونزو د اواري په لاره كې دتركيي دهیواد  رول د ترسره سوي نوښتونو د امله د ځانګري اهميت وړ وبلل سوي .

دتركيي هیوادچې په سيمه كې د ټولو ستونزو د اوارۍ دپاره مثبت ګامونه پورته كړي دي د ارمنستان دخوا د اذربايجان د خاوري په يوی برخي باندي د يرغل د امله ډيره حساسه ده . تركيه په دي باندی ښه پوهيږي چي د تركيي او ارمنستان او يا داذربايجان او ارمنستان ترمينځ د ستونزو اوارۍ به د قفقاز د سيمي د سولی اوثبات په لاره كي يو مهم ګام وي .

د همدي امله په سيمه كې د سولي او ثبات دراوستلو دپاره دري واړه هيوادونو ته اړتیا  ده چي د موجودو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته كړي او د سوله ايزو خبراترو اومذکراتو د لاري د یوميز ترشا كيښني  ./

 

(نوربیا،په څلرویشتمه برخه کې ادامه لري)

اخیځلیکونه :دراوي نیوز،د اينترفکس دخبري آژانس  اودریا نووستی  دسايټ څخه.

 

 

         دوه ویشتمه برخـــه

دروسیې –  ناټودمرستی شورایا دروسیې مخامخ کیدل دناټوسره !

دروسیې اوناټواړیکی په رسمی توګه د(۱۹۹۱) زیږدیزکال راپه دی خوا دشمالی اتلانتیک دمرستی دشوراسره ددی هیواد یوځای کیدل پیل سو اوددغه (شورا نوم د«۱۹۹۷» زیږدیزکال څخه داتلانتیک- اروپا دمرستی دشوراپه نوم واوښت ) دروسیې هیوادپه (۱۹۹۴)زیږدیزکال کې  دسولی سره دمرستی په خاطرپه دی شوراکې ورګډ سوچې زیاته موخه یې داسترایژیکوډېرومرستودپاره وو .اوپه (۱۹۹۶)زیږدیز کال کې د بوسنی هرزګوینا اوبیا د کوزووموضوعوګانی پردی اړیکوباندی سیوری  یې واچول . په همدی کال کې دروسیې ځواکونه اوسرتیری دناټودسوله ساتی ځواکونوسره په بوسنی هرزګویناکې یوځای سول اوهمدارنګه په (۱۹۹۹)زیږدیزکال کې  په کوزووکې دسولی اوثبات دساتنی دپاره روسیه اوناټویوځای سره ګډون درلود اوداهسی لیدل کیدل چې ددغه وخت څخه په خاصه توګه سره دروسیې -  ناټواړیکی مخ پرښه کیدو دی  ترهغه ځای چې په (۲۰۰۱)زیږدیزکال کې دناټوداطلاعاتودفترپه مسکو کې خلاص اوپرانستل سوواوپه (۲۰۰۲)زیږدیزکال کې دناټو – روسیې دمرستی شورا NRC دنوېوانګیزو انځور یې رامنځته کړ .په (۲۰۰۴)زیږدیزکال کې دناټو – روسیې دمرستی دشورالمړنی ګډ دفاعی  پوځۍ تمیرینات په امریکا کې دراکیټونودګواښ په وړاندی  ترسره سو اودوهم ګدپوځۍ مانوردروسیې اوناټوپه (۲۰۰۵)زیږدیزکال کې په هالند کې اودریم دغه ډول ګډپوځۍ مانوردروسیې اوناټوپه ګډون په    (۲۰۰۶)زیږدیزکال کې په مسکوکې ترسره سو . اما دناټواوروسیې اړیکی په (۲۰۰۸)زیږدیز کال دګرجستان سره دجګړی دکبله  دګواښ سره  مخا مخ سو که څه هم وروسته ددی جګړی څخه  دوه ځلی غیر رسمی جلسی  د دواړوترمنځ صورت وموند اوپه پایله کې دقرقیزستان په هیوادکې دماناس په هوایی ډګرکې دامریکا دهوایی دپوځۍاډی په تړلوسره رامنځته سو، اوروسیې دغیرپوځۍ سامان اوالاتو پرلیږدلوسره ، په دی سیمی کې مرسته  اوموافقت یې وکړ. اما ددی داهسی یوبهیرپه راتلوسره ، دناټودپراختیا اودمخنیوی دپاره  دروسیې ډول،ډول تاکتیکونه وخپلی نږدی سیمی اوخوزی ته ادامه لري اوڅه موده مخکې دروسیې اوچین اودمنځنۍ اسیا ددریونورودهیوادونولکه  تاجیکستان ، قرقیزستان او قزاقستان هیوادونوګډپوځۍ مانور هم ترسره سو اوبیا په قفقازکې سږکال څه موده مخکې دمی په میاشت کې دناټو - ګرجستان ګډپوځۍ مانورهم ترسره سو دځیروړټکی خودا دی چې دروسیې  ډول،ډول استرتیژی  دشانکهای – ناټوپه مخامخ کیدوسره  مسکو زیارباسی  ترڅو دخپلی نږدی سیمی اوخوزی څخه ناټوپرشا کړی په دی  ډول سره چې مسکویې دمذاکری اوخبراترو ومیز ته  دمرستی دپاره دروسیې – ناټودشورا اویاپه افغانستان کې د دوو اړخیزو مرستو  دپاره راکش وي   .

داروپایی هیوادونواودروسيې اړيكی په څه ډول دی؟:

په (۱۶) شپاړسمه پیړی کې د اروپا په وچه کې شاوخوا(۵۰۰) پينځه سوه سیاسي اداري شتون درلود . دبیلګی په ډول لکه خپلواک دولتونه ، شاهی نظامونه او نور سیاسی ګوندونه . د شلمی پیړی په رارسیدو سره په نوموړی وچه  کې یوازی  او یوازی  (۲۵) پينځه ویشت  خپلواکه او ازاده دولتونه پاته سول . دا په دی معنا ده چې د( ۴۰۰ ) څلورسوو کلونو په اوږدو کې دلویی اداري جوړښتونه  ،دوړۍ اداری جوړښتونه یې د منځه وړی دی . د ویلو وړده چې اروپایانو تل په خپلو منځونو کې نښتی او جګړې یې کړی دی .ددی نه پرته که چیری روسان او ترکانو په اروپایانو کې ونه شمیرو نو روسانو هم د اروپایانو په شان په خپلو منځنو کې د نښتو او جګړو نه پرته د مستعمرو سره هم د خپلواکی په لاره کې نښتی کړی دی او تل  اروپایان د یو غښتلی ځواک په توګه پاتی سوی دی . د تاریخ په اوږدو کې جګړی اوپوځۍ خوځښتونه د اروپایانو په عاداتو باندی اووښتی دی ځکه چی دوي هری ستونزی ته د جګړی نوم ورکوي . د بیلګی په توګه سړه جګړه ، د نفتو جګړه ، د ستورو جګړه ، د مدنیتونو ترمنځ جګړه او ددی په څیر ویو زیات شمیر نورومسائلوته . اوسمهال نوموړو د طبعی ګازو دجګړی سرلیکونه یې  راانتقال کړی دی . د یادولو وړ ده چې ګاز یوه داهسی انرژی نده چې اوس تازه کشف سوی وی لږ تر لږه د (۵۰) پينځوسو کلونو څخه راپه دی خوا دغه ماده کارول کیږی . دا چې دوي ولی دا خبره په یوی جګړی بدله کړی او اړه ولی دی  د حیرانتیاخبره ده . د ویلو وړده چې روسان هم په دی هڅه کې دی چې خپل ټول توکی په وسلو او ګټو بدلی کړی . روسانو خپل نفت او ګاز یې د خپل بهرنی سیاست په یووالی باندی بدل کړی دی . اروپایی او کپیټالسټی حکومتونه ددی څخه وړاندی د خپل اړتیا وړ نفت او ګازیې د سعودی عربستان ، عراق ،کویت او کله ،کله هم د ایران په څیرددغوهیوادونو څخه د خپلی غوښتنی پربنسټ تر لاسه کول . خو روسان د خپلو ګازو او نفتو بیه اوقمیت  په خپله ټاکی . چې په اصل کې اروپایی هیوادونه د خپل ګازو دریمه برخه د روسیې نه ترلاسه کوي  ،اوپه  روسیې پوری ډیر تړلی هم ندی خو روسان د منځنۍ اسیا او قفقاز د سیمو ګاز او نفت په خپله پیری او پلوری ، یعنی په خپله یې معامله کول غواړي . ددی ټولو دریځونو او کړنو څخه موخه یې اقتصادمسائل  نه دی . روسان غواړي چې د اروپایانو دپاره د ګازو او نفتو الترنیتیف نل لیکی د منځه یوسی . په یوی بله معنا روسیه غواړي چې په سیمه کې خپل ټول سیالان د منځه یوسی او د ګازو پلورنکی او مصروفونکی هیوادونه تر خپل سیاسي فشارونو لاندی ونیسی او په خپله خوښه سره پر هغوی باندی د انرژی بیه وټاکی . روسان د اروپایانو سره د (۱۹۹۱) زیږدیز کال کې لاسلیک کړی تړون نه منی او نه په هغه باندی عمل کوی . روسان د انرژی په برخه کې د یو نوي تړون لاسلیک کول غواړي . روسانو په(۱۹۹۰)  کلونو کې د ناټو او اروپایی ټولنی سره خپله مرسته یې د منځه یوړه او د سړی جګړی څخه یې وروسته ځانته یو ځانګړی سیاست غوره کړ. روسیه دشمالی اتلانتیک ناټوپه پوځۍ تړون کې د ګرجستان او اوکرائین دهیوادونود غړیتوب سره ډیر کلک مخالفت کوي او تل د هغوی د غړیتوب د مسئلی پروړاندی خنډونه پیدا کوي . د مالدوی په تجرید کولوکې بریالی سوه ، په ګرجستان کې یې د خپلی پوځۍ لاس وهنو سره نوموړی هیوادیې ټوټه ټوټه کړ. همداشان د ارمنیستان دهیواد څخه د خپل ملاتړ سره دناګورنه قره باغ ستونزه اولانجه یې لا کړکیچنه کړی او په عینی وخت کې یې داذربایجان هیوادیې هم تر خپل اغیزی لاندی راوستی دی  او حتی په خپل ځان پوری یې تړلی دی . په همدی ډول  سره روسیه د منځنۍ اسیا هیوادونه اودترکی هیواد یې د سونیانو او شعیه ګانو په پلمه  یو د بله سره په خپلو منځونوکې سره اچولی دي او په نوموړو هیوادونو کې د نفاق دتخم وکرلو ته دوام ورکوي . اود هغوي نه په ډیر ارزانه بیه ګاز او نفت پیری او په نوروهیوادونه یې په ډیره لوړه بیه پلوری . په دی ډول هم ګټه تر لاسه کوي او هم نور هیوادونه تر خپل سیاسي فشارونو لاندی نیسی .که چیری کوم هیواد ددوي پر ضد خپل ږغ پورته کړی د نوموړی هیواد و واکمنانوته ستونزی رامنځته کوي  . روسیه وخپلو بازارونو ته د لوړګمرکی محصولاتو دامله د اروپایی هیوادونودصادراتی مالونو د ننوتوڅخه مخنیوی کوي . اوپه اصل کې دټولو څخه مهم روسانو ډېرټینګ زیارباسی ترڅو د لویدیځوالو په منځ کې یو والی او اتفاق د منځه یوسی  . او اروپایانو هیڅ وخت یو ګډ دریځ یې ندی خپل کړی . د بیلګی په توګه د اروپایانو ګډه پلان سوی پروژه ، د ناباکو د ګازو پروژه ده چې د اروپا ځواکمن هیواد المان ورڅخه ملاتړ نه کوي . نوددی څخه وروسته روسیه باید د انرژی په برخه کې په خپل سیاست کې لږ نرمښت راولی او که په دی هکله  بدلون رامنځته نه کړی نویوځل بیا به د یوی سړی جګړی درامنځته کیدوامکان لری نه وي  .

ناټودامریکا ترمشری لاندی دپوځۍ پیل    دسامان الاتو په شان دی  :

 

دهستوی وسلو دپراختیااودمخنیوی اودمنځه وړلو په وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان ډي)  اعلان وکړ : دناټوپوځۍ سازمان په یوداهسی وسیلی باندی اوښتی دی چې نړیواله ټولنه دامریکا ترمشری لاندی دملګروملیتونودسازمان په نه لیدلوسره اودهغه بیله اجازی نه خپل پوځۍ پیل اوکړنی ترسره کوي .

دهستوی وسلودپراختیااودمخنیوی اودمنځــــه وړلـوپه وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان‌ ډي) په یوی بیانی کې په ټينګار سره دناټودپراختیا پرخطریې اعلان وکړ :په ګرجستان کې شخړی دګواښ  ښکارندوی  دی چې  دناټوډېر ژرپراختیا دسولی ترسرلیک لاندی کیدی سي چې  په دننه دختيځۍ اروپااودهغه دشااوخوا سیمودپاره ،په سیمه  کې سوله اوامنیت دخطرسره مخامخ کړی  .

په دغه بیانی لیکل سویدی : ناټودسړی جګړی یوارګان دی ،باید هغه وخت  کله چې دوارسا یا ورشوپوځۍ تړون په (۱۹۹۱)زیږدیزکال کې دمنځه ولاړ،په همدی ډول سره ناټوهم دمنځه تللی وای اوورته دپای ټکی ایښودلی سوي واي .

ددی بیانی په یوه بله برخه کې راغلی ده : ناټوداصولواودلایلوپه دلاسه ورکولوسره  چې لمړی ځل دهغه په وسیله  جوړاوانځورسوی وو،همدا اوس په دی لټه پسی راوتلی دی ترڅوځان بل ځل   دسره جوړ کړی اوناټودنړیوال ټولنی دپوځۍ پیلیدونکوکړنودترسره کولوپه یوځای باندی اوښتی دی .                                                                                                                              

دهستوی وسلو دپراختیااودمخنیوی اودمنځه وړلو په وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان ډي)  په خپل دی بیانی کې یې ټینګار ګړیدی :ددی امرریښتینوالی خودادی چې ناټوپه داهسی وسیله باندی اوښتی دی چې  دهغه له طریقه دپوځۍ میتودپه کارولوسره دامریکا ترمشرتابه لاندی صورت نیسی اودا په دی مانا دی چې پیل کیدونکی کړنی په رښتیا سره دیوی بلی لاری څخه په تیریدوسره دملګروملتونود سازمان دڅنګه څخه خپلی کړنی ترسره کوي    .      
د(سي‌ان ډي) نړیوال سازمان په دی بیانی کې زیاتوي : همدارنګه د شوروی اتحاد دپخوانیوجمهوریتونو په دننه کې دناټودپراختیابهیرجریان لری اوپه همدی ډول سره دناټوپوځۍ عملیاتودخپلی اړندوسیموڅخه بهر صورت مومی ،داټوله ددی سسب ګرځیدلی دی  ترڅونړی په یوډېر خطرناکه ځای باندی واوړی ،دناټوسازمان دهستوی تسلیحاتو یوه وسلواله اتحادیه  ده اودهستوی لمړی يرغل سیاست پالی اوپه دی سیاست پسی دی  .

  په دی بیانی کې راغلی دی : دناټودپاره دانګلستان هستوی وسلی په نظرکې نیول سوي دي اوپه هره اندازه چې دناټوپلوی (سرحدات)پراخه کیږی ،اوپه هم هغه اندازی سره کیدی سی چې دپوځۍ میتودونوڅخه کارواخیستل سي اودنوروهیوادونو په سیمه یزو شخړوکې زیاتوالی به رامنځته سي  .            
دهستوی وسلو دپراختیااودمخنیوی اودمنځه وړلو په وړاندی دمبارزی نړیوال سازمان (سي‌ان ډي)   ددی بیانی په پای کې لیکۍ اوزیاتوي  : دقفقازپه سیمه کښې دغه  نخښه نښانی په څرګنده توګه ددی خطرونوښکارندوی دی ،چې دشخړواوګرکیچ ډېرژرزیاتوالی اودپوځۍ ځواکونوګډون په سیمه یزوشخړواو آخ اوډب کې دا ټوله دیوناببره پراخه فاجعه امیزه جګړی درامنځته کیدو،دیولوی خطره څخه شمیرل کیدی سي   ./

 اخیځلیک  : د راوی  نیوزاوقطره نیوز څخه

 

 

        یوویشتمه برخه :   

ایا ناټوکولای سي چې ګرجستان وژغوره وي ؟:

 

دایمانوئل والراشتاین لیکنه :

 

په ټولوجنګجالی مسایلوکښې چې ورځپاڼه لیکونکې دساړی جګړی په هکله  په لاره اچولی دی ،ډېره برخه د څیړونکو دغه ټکی یې هیرکړی دي ،هغه کړکیچ چې  دسکاشویلی دشته والی په دلیل  په سویلی اسیتیا کې  رامنځته سوی دی ،دااوس مهال دشمالی اتلانتیک دنظامي سازمان  ماهیت یې ترپوښتنی لاندی راوستی دی  .

ددی موضوع د پوهیدو دپاره باید یوځل  شا ته وګورو اودناټودجوړیدواودرامنځته کیدو پيښلیک( تاریخ ) په ټولیز مفهوم سره دیوسازمان ترسرلیک لاندی ترڅیړنی اومطالعی لاندی یې ونیسو.

دناټوداستان د(۱۹۴۷) میلادی کال څخه پیل سوي دی په هغه وخت کې انګلستان اوفرانسه د دانکریک دتړون موافقتلیک یې لاس لیک کړ چې دهغه د مخۍ نه دالمان (جرمنې) دځواکونودکیدونکی یرغل په وړاندی سره یولاس اومتحد سول .

په (۱۹۴۸)م کال کې،دغه ډله  هیوادونه دالمان (جرمنې) په وړاندی دهغه موخود دفاع په خاطرپراختیایې موندل اودهالند،بیلجیم اودلزامبورک هیوادونه هم ودغه ډلی ته ورزیات سول ،اود(۱۹۴۸) م  کال په پای کې نوموړی(۵) پينځه هیوادونه ،دلویدیزګډدفاعی سازمان یې جوړاورامنځته یې کړ .په دی ځای کې باید ددی موافقت لیک ودووټکوته اشاره وسي :

لمړی،داچې دامریکا هیواد په دی تړون کې یې ځای نه درلود.اودوهم،داچې دغه هیوادونه دالمان (جرمنې) هیوادپه وړاندی متحدسوی وه نه دشوروی اتحاد دجمهوریتونوپه وړاندی .

دناټوجوړیدل اورامنځته کیدل په (۱۹۴۹) م کال دبرلین دمحاصری راوروسته په (۱۹۴۸) م کال کې رامنځته سو.دناټوسازمان دلویدیزوهیوادونودفاعی موافقتلیک یې دمنځه یوړل اوځان یې د المان (جرمنې)  دخطراتواوګواښونوپه وړاندی پریوی نوي نظام باندی متمرکزه نه کړ،بلکی خپله اصلی پاملرنه یې  دامریکا اوشوروي اتحادترمنځ  دساړی جګړی  وخواته یې  راګرځولی وو. دامریکا دلړلید دمخۍ ،ناټوډېرزیات وړاندیزونه یې  وړاندی کړ. په رښتیاسره دناټودکارپيل دشوروي اتحاد دپاره یوپیغام  وو چې ورته ووایی چې امریکا په اروپا کې دواک دویش ترپولی (سرحد) پوری ،چې دبرلین دمحاصری سره په خطرکې لویدلی وو،ملاتړځينی کوي . دایوه کړنه اومیتود وو چې دفرانسی اوانګلیس ترمنځ دلویدیزالمان دتسلیحاتوپه وړاندی ،اوهمدارنګه یوه لاره وه دملګرواومتحدوهیوادونودپوځۍ عملیاتود کنترول دپاره .   

 دلویدیځی اروپا سیاسي مشران اودخلکولویه برخه دناټودټولیزومفاهیموپه وړاندی یوقانع کوونکی چوپتیایې ځانته نیوله .ددوي دپاره دناټوتړون یوضمانت  ددی پاره وو، که  چیری شوروي اتحادوغواړی چې دبالتا موافقت لیک ترپښولاندی کړی ،اوامریکا دهغه نه ملاتړ وکړی . اودفرانسی هیواد ودی ته تیار وو ترڅو وسلوال لویدیزالمان (جرمنې)  ومنۍ .

 شارل دوگل په (۱۹۶۶) م کال کې په ناټوکې وخپل پوځۍ شتون ته یې دپای ټکی کښيښود اودغه امر ددی سبب وګرځیدی چې دناټومرکزی دفتر دپاریس څخه وبروکسیل ته دبیلجیم وپلازمېنی ته ورنقل اوکډه سي . 

 داویاوومی (۷۰می ) لسیزی په لمړی پړاوکې ،لویدیځ اروپایې هیوادونه نه یوازی داچې لویدیزالمان (جرمنې)  یې ترڅارنی لاندی نیولی وو اوهمدارنګه په دی باندی هم سوچ  یې کول چې شوروی اتحاد نور دیوی نږدی یرغل دپاره ګواښ نه دی ،ډېرې هیوادونه په دی سوچ وه چې څرنګه استالینی شوروی دځان ملګری کړی . دغه ایډیا د(۱۹۸۰) م کال   په لسیزه کې دګازی نل لیکودرامنځته کیدوله کبله دشوروي اتحاد دلوری دلویدیزی اروپای پرلورپراختیایې وموندل  چې بیادانګلیس دحکومت دخوا دمارکریت تاچر په وخت کې هم ومنل سوو.

 امریکا دلویدیزی اروپا اودشوروي داړیکودپراختیا څخه په زغم اوتشویش کې دی . دامریکا دولت په ټينګه سره دګازدنل لیکودرامنځته کیدوسره مخالف دی . اوامریکا دهغه اروپایی هیوادونوڅخه چې دناټوغړی نه وه دیوی اروپایی اردودرامنځه کیدوڅخه هم ناهیلی سوی دی .  په ټولیز ډول سره ،امریکا وهغه اروپایی هیوادونوته چې دشمالی اتلانتیک دناټودنظامی سازمان غړیتوب نلری د یواروپایی هیواد په توګه یې په خپلوسترګو نه وینی اونه ورته ګورې .

 دغه شخړی په (۱۹۸۹) م کال کې دکمونیزم دنړیدوسره اودشوروي درانسکوره کیدوسره په (۱۹۹۱) م کال کې ډېرزوریې ځانته واخیست .دهغه ځای څخه چې دناټودپاره دشوروي اتحادسره مخامخ کیدل چې دکمونست ګوندپه وسیله اداره کیدل انځورشوی اورامنځته سوی وو. اوسمهال دکمونیزم په نړیدوسره  په کوم ډول کړنه اوعمل سره کیدی واسی چې ولري ؟ امریکا یونوي درول لوبول یې دناټودپاره په نظرکې درلود،او اجازه ورنکړی چې اروپا دی بیله امریکا څخه ځان خپلواکه وګڼی اودمیخائیل ګرباچوف دوړاندیزاودطرحې په پاملرنی سره ، دیوی اروپایی ګډ کوردجوړیدوڅخه مخ نیوی وکړ، چې روسیه هم دهغه یوه برخه وه .

په داهسی شرایطوکښې دناټوپراختیا لمړنی پوښتنه وه چې رامنځته سوي دی . دهغه هیوادونو شته والی چې نوردشوروي اتحاد دجمهوریتونواو دروسیې سره اړیکی یې نه درلودل په ناټوکې خبری پری وسولی اوداموضوع دبحث دپاره رامنځته سو . امریکا په چټکی سره یې زیار ویست ترڅودغه هیوادونه دناټودسازمان غړی یې کړی اود لویدیځی اروپا هیوادونه ددی بهیره سره یې ډېر لږتمایل دځانه څخه وښود. نوي رامنځته سوی خپلواک هیوادونه دناټودغړیتوب دلاری نه یې دامریکا سره اړیکی رامنځته کول یې اودامریکا ملاتړیې ددی ګام اوچتولوسره دروسیې په وړاندی ترلاسه کول اودغه کړنه یې داقتصادی مسائیلودحل لاره بلله .امریکا په ناټوکې ددغونویو خپلواکوهیوادونو  غړیتوب  یې سترخنډ دروسیې سره دبل ځل متحدکیدو اویوالی  دپاره بلل، اما ترهغه مهم ،هغه دا چې امریکا ددغوهیوادونوشتون یې په ناټوکې دیوضمانت په څیر داروپا نه جلاکیدل یې  دخپلوپخوانیو هم تړون امریکا څخه یې بلل . اودلویدیځۍ اروپایی هیوادونه ډېر لږتمایل یې ددی هیوادونودغړیتوب اوګډون سره په ناټوکې درلود ل ځکه چې په ښه توګه  سره دامریکا پردلایلوباندی پوهیدل .

دعراق جګړی دغه شرایط یې ډېربدکړ  .دامریکا ددفاع وزیر دونالد رامزفیلد و دوه  ډوله اروپاته یې کتل چې یودبل سره یې توپیر  درلود .پخوانی زوړاروپا چې بی واکه دی  اومرستی نه کوی اوبل نوي اروپا چې په نړی کې دډېرومسائلوسره لاس اوګریوان دی چې امریکا هم ورسره لاس اوپيښه وهی او ورسره اخته دی .په رښتیا دامریکا یرغل پرعراق باندی په (۲۰۰۳) م کال کې  دری ډوله توپیرلرونکی  اروپا یې  انځوراورامنځته کړ درامزفیلدنوي اروپا چې هغه پخوانی کمونستی هیوادونه وه ، هغه هیوادونه چې دیوځای کیدواویوه ټوټه کیدوسره مخالف وه لکه فرانسه ،المان اوهغه هیوادونه چې په (۲۰۰۳) م کال کې چې پرعراق باندی دامریکا دپوځۍ یرغل څخه یې ملاتړکول اوپه مشخصه توګه انګلیستان،اسپانیه او ایټالیا ته کولای سو چې اشاره وکړو. فرانسه اوالمان دسیاسی بعد څخه په ملګروملتونوکښې دامریکا  سره په مخالفت کې وروسیې اوپوتین ته  ورنږدی سول .

کوم وخت چې امریکا په دغوکالنوکې یې زیارویست اوغوښتل یې ترڅوداوکرائین اوګرجستان هیوادونه دناټودسازمان غړیتوب ترلاسه کړي ،نوشخړی اوجاراوجنګجال دوام پیدا کړ ، اوامریکا نه یوازی دفرانسی اوالمان لخوا دکلک مخالفت سره په همدی ډول سره دانګلستان ،اسپانیی اوایټالیا دهیوادونودلوری هم دمخالفت سره مخامخ سو او په بدل کې دڅلورونورواروپایی هیوادونوکلک ملاتړورسره وو لکه دپولنډ اودبالټیک دسیمی دری هیوادونوملاتړاوملګری .او نور غړی هیوادونه په دی هکله چوپه خوله پاته سول .

وروسته دهغه څخه بیا موږ په سویلی اوسیتیا کې دساکاشویلی پرمختګ موولیدچې دروسیې دغاښ ماتونکی ځواب سره مخامخ سو.پولنډاودبالټیک  دحوزی دری هیوادونه  ډېرپه چټکی سره خپل  هراړخیزملاتړیې  دګرجستان څخه اعلان کړ اودامریکا هیواد لږڅه په پڅوالی سره ددی هیوادونوسره یوځای سو اوخپل جنګی بېړی (کښتی )یې دانسان دوستانه مرستی ترنامه لاندی  وسیمی ته یې ور ولیږل .

دلویدیځی اروپا هیوادونه  په دی هکله بیا څه وکړل؟ نیکولاسارکوزی دفرانسی جمهور رئیس  بیله دا چې دچا سره په دی اړه مشوره وکړی  دروسیې اوګرجستان ترمنځ  داوربند اومنځ غړیتوب  ته یې لاس پوری کړ،دالمان لمړی وزیره انجلامرکل په دی هکله دروسیې سره  پرخبراتروباندی زور واچوله  اوحتی دایټالیا لمړی وزیر سیلویو برلوسکونی  وپوتین ته یې تیلیفون وکړ ددی زیارونواوتلاښونوپه ټوله موده کې ،دامریکی دبهرنی چارو وزیره کاندلیزا رایس په دی ډيپلوماټیک انځور کې یې ځای نه درلوده .

ایا دغه ډیپلوماسی پایلی یې درلودی ؟ دغه ډيپلوماسی په یو پړاوکې یې بریالی اوپایله یې درلوده اوهغه دخبراترو دوام وو دروسیې ځواکونودځای اوشتوالی په اړه ،اودسویلی اوسیتیا او داپخازیا دخپلواک کیدواودرسمیت پیژندنه یوازی  دروسیې دخوا څخه وو. اما دلویدیځی اروپا دهیوادونودا دریځ چې ویلی په دی هکله موږ باید محتاطه وه وسواوخپلی اړیکی دروسیې سره دلاسه ورنکړو دغه وینایې بیانوله .دا په داهسی حال کې دی چې یوازی دغه کار داروپایی رسنیو دلاسه رامنځته کیدل اودایې څرګنده کړی ووچې دا دروسیې هیواد دی چې دلویدیځۍ اروپا دهیوادونوسره ددوستانه اړیکو غوښتونکی دی . ددغوټولورپوټونوڅخه ډېرروښانه رپوټ دنیویارک ټایمز رپوټ دی چې په هغه کې لیکل سوی وه : دپولنډ ،چک جمهوریت اودبالټیک هیوادونه دانجلامرکل دالمان دلمړی وزیره  اودامریکا دبهرنی چارودوزیره څخه غوښتنه کوي چې ددی مسئلی دحل دپاره دخپل نفوذه څخه کار واخلی . اوبیا انجلامرکل اعلان وکړ چې دالمان هیواد وناټوته دګرجستان دغړیتوب څخه ملاتړ نه کوي .

یوه بله خپره سوی مقاله چې د فایننشیال تایمز په ورځپاڼی کې دسنګارپور په پوهنتون کې داستادکیشوره محبوبانی په قلم لیکل شوی وو هم نشرسوی وو ، په دی مقالی کې ښاغلی مجبوبانی لیکۍ :په سلوکښې لس فیصده خلک په نړی کې په دی باور دي چې ددی جګړی اصلی ګهنګاره اوپه جګړی ککړ دروسیې هیواد دی اودا په داهسی حال کې دی چې پاته (۹۰) نهوی په سلوکښې دنړی خلک دلویدیځ په خبرواویناوو باندی دګرجستان په هکله سر درګمه سوی دی . دغه استاد دخپلی مقالی په وروستی برخه کې لیکۍ : دلویدیځ استراتیژیک ایډیا ددی سبب ګرځیدلی دی ترڅونړی دژوندکولودپاره په یوخطرناکه ځای  باندی واوړی . 

اودامریکا هیواد لا تر اوسه پوری تیار نه دی چې  دخپل غیرلویدیځ  دوستواوملګروهیوادونو ومشورواونصحیتونوته  غوږو نیسی  .دلویدیزی اروپا هیوادونه غواړی وپوهیږی چې په دی قمار کې څونه اوپه کومه اندازه سره  برخه لري .ناټونه سی کولای چې ددی استراتیژیکو فعالیتونو د دام څخه چې محبوبانی هغه ته دجګړی دمخه سړه فضا وایی   ځان دی ورڅخه وژغوره وي   .   

 

روسيه او ګرجستان دواړو په پينځه ورځنۍ جګړه کې انسانی حقونه يې  تر پښو لاندي کړي :

د کيل پوهنتون د وګړو دحقونوکارپوه اندرياس څيميرمن وايي : دابه  هغه وخت ښه واي چې سویلی  اوسيتيا ځان یې په (۱۹۹۲) ميلادي کال کي د ګرجستان څخه جلاکړی وای او دابه د وګړو د حقونو سره برابره وای،په همدی دول سره کله چې دروسيې هیواد  د ګرجستان په خاوره کې د خپلو ځواکونو عمليات یې  دسولي پيغام بلل او دګرجستان دولت یې په سویلی  اوسيتيا کې په عام وژنه تورنه ول . د تفليسي حکومت بيا د روسيې دځواکونو د خوا د سيمي د نيولو خبره کوله ،رښتيا خبره خو داوه چي په (۱۹۹۱)  ميلادي کال کې د شوروي اتحاد د رانسکوریدوڅخه وروسته او د ګرجستان د خپلواکۍ څخه راپه دي خوا د سویلی اوسيتيا او اپخازيا لانجه روانه ده . ځکه دواړي سيمي غواړي د ګرجستان څخه جلا سي او ځان روسيې ته ور نږدې کړي  .

د کيل پوهنتون د وګړو دحقونو کارپوه اندرياس څيميرمن وايي: که څوک د سویلی  اوسيتيا اولسونه  په رسميت پيژندلي واي او د خپلي پريکړي حق يې ورکړی واي نو داپه دې مانا نه ده چي دا د جلا والي حق دی .

اندرياس وايي:«د خپلي پريکړي حق د بيليدو مانا نه لري، بلکي د خپلواکۍ حق، د لږه کیو حق او داسي نور. د بيلوالي حق هغه وخت منځ ته راتلای سي چي موږ د وګړو او ولسونود وژلو د حالت سره مخامخ وای، کله چي بنسټيز پايښت او بشري حقونه نور نه رعايتيږي.»

په داهسي يو شاليد کې کيدای سي ښه لاملونه راولي، کوسووا په (۱۹۹۸) م کال کې د بيلتون اوجلا غوښتني حق یې درلودۍ  .

اندرياس زياتوي:« زما په هاند داهسي يو وضيعت نه په سویلی  اوسيتيا او نه هم په اپخازيا کې ليدل کيږي.» او په دې توګه د وګړو دانسانی حقونوکار پوهان په سویلی  اوسيتيا او اپخازيا کي د ژمني ماتي ته رسيږي  .

کارپوهان په دې هاند اولړلید دي چې . دغی سیمی  د پخواپه شان د ګرجستان د دولت حقوقي برخي دي . د غه حقيقت ګرجستان د ځان دپاره سند کړی څو خپل زور پر دې خاوره واچوي . که بل ډول وويل سي. اوبیا د وګړو د انسانی حقونو داړخه که ورته وکتل سي تيفليسي بايد پرې نږدي چي ځانګړي سيمي  ددی هیواده څخه ځانونه جلا کړي .

خو دا ددې مانا نه لري چي ګرجستان ددې سيمي پر ولسونو باندي زورزياتی کولای سي، هغه څه چې څه موده  د مخه پيښ سول او دا په روښانه توګه د جګړې د حق څخه تيری دی . او دا د روسيې خوا ته هم متوجی ده .

د برلين د سياست د ټولني څخه اووې حال باخ وايي:« روسيه ځانته حق ورکوي چي د سولي د ځواک په توګه په سویلی  اوسيتيا او اپخازيا کې د ګرجستان په خاوره کې حکومت وکړي. خو په حقيقت کې روسيه په سيمه کې د ګرجستان د هيواد په وړاندي په روښانه توګه پرامنیت او سولي باندی تيری کوي . نو دلته د وګړو دانسانی حقونو تر پښو لاندي کول په روښانه ډول سره څرګنده کیږی  .

خودیوشمیرنورواروپایي سیاسي کارپوهانو اودسیمه یزوچارودڅیړونکوپه هانداوددوي دلړلیددمخۍ چې وایی :که څه هم چې ولاديميرپوتين د روسيې جمهور رئيس هم نه دی او په دې ډول سره د روسيې د پوځ اعلی قوماندان هم نه ګڼل کيږي، مګر د اوسيتيا شمال ته په خپل تګ سره غواړي خپل واک  ښکاره کړي . پوتين اوسيتيا ته په خپل تګ سره دا یې څرګنده  کړچې هغه اوس هم هر څه دی او په عيني وخت کې يې د ناټو پر ضد د سختو الفاظو څخه کار واخيست . د ګرجستان جمهور رئيس ميخايل ساکاشويلي، دې مسألې ته په بشپړه توګه بل ډول ګوري .

ساکاشويلي وويل : ما مخکې لا نړيوالي ټولني ته د روسيې د يو اړخيزپیل څخه خبرداری ورکړی وو او  اوس دا دي هغه  څه  چې پېښ سول پخوا لاوړاند وينه يې سوی وه  .

ساکاشويلي وويل:«روسيې نه يوازي په سویلی اوسيتيا کې پر موږ باندي بريد وکړ، بلکي په اپخازيا کي هم د هوا د لاري اوپه تور سمندرګی کې د جنګي بيړيو د لاري یرغلونه  . داد ډير  پخوا څخه پلان شوي عمليات تنظیم  سوي وه  . مسکو د ډير پخوا څخه يوې پلمې ته سترګي  په لاره وو.د اوسيتيا په جګړه کې د روغي جوړي  دپاره د  امريکاد متحده ايالاتونو جمهور رئيس  جورج ډبليوبوش، هڅه کوي،د پيکينګ څخه د دواړو خواو سره ټيلفوني خبري وکړي جورج بوش وايي:« ټول مسايل کيدای سي چې په سولیزه توګه سره حل سي . ما د دواړو هيوادونو د حکومتونو د مشرانو سره خبري وکړې .

ګرجستان يوخپلواک دولت  دی . د هغه د خاوري بشپړتيا ته بايد درناوی وسي .

     په شخړه کې د روسيې د لاس درلودلو دکبله د ملګرو ملتو د امنيت شورا  په خپل کار کې د  نه واک درلودلو څرګندوني کړي دي . اوس د اروپا داتحاديي او  په اروپا کې د امنيت او مرستی  دسازمان  استازي هڅه کوي چې په دی کړکيچ کې منځ غړيتوب وکړي .

په دې کي نور دشک او ترديد دپاره  هيڅ ځای ندی پاته  چي په سویلی اوسيتيا کې دګرجستان پوځي عمليات د روسيې او ګرجستان تر منځ دجګړې موجبات یې برابر کړي دي . دا چې په  دی روان وخت کې د جګړې په ډګر کې څه خبره اووضعیت موجودوه، لاتر اوسه حالات روښانه ندي، خو په ډليزه خبري رسنيو او مطبوعاتو کې دګرجستان او د روسيې ترمنځ  چې د سویلی اوسيتيا ملاتړ کوونکی ځواک بلل کيږي،تبليغاتي جګړه په ټول واک سره پيل سوې وو . اود همدې امله په روان وخت کې به ددغي لانجې دپاره ديوې سياسي حل لاري پيدا کول، آسانه خبره نه وي .او ددې امکان هم سته چې ددغي لانجې د امله دروسيې اود لویديځو هيوادونو ترمنځ نوي بدګومانې رامنځ ته سي

      دګرجستان جمهوررئيس ميخايل ساکاشويلي، دسویلی اوسيتيا د رژيم په وړاندی ددغه هيواد پوځي عملیات پر حقه بولي، اوښا يي د حقوقي پلوه هم حق په جانب وي . ځکه دسویلی اوسيتيا جمهوريت یې په نړيواله کچه چا په رسميت نه ده پيژندلی  اوتر اوسه  دغه خاوره  د بين الدول دحقوقو اودمقرراتو پربنسټ دګرجستان په هیوادپوري اړه لري، که څه هم چې عملا  تر (۱۵) پينځلسو کالنو  لا ډير وخت کيږي چې ګرجستان  پر دغه سيمه باندي لاس بری نه لري او ددې سيمي ټول اوسيدونکي  روسيی پاسپورټونه لري  .  

   اویوه بله په زړه پوري خبره خوداده چې دګرجستان د دولت مشر ساکاشويلي، په سویلی اوسيتيا کې دخپلو پوځي عملیاتو دپاره هغه استدلال وړاندي کوي چې روسان يې په چيچن کې د خپلو پوځي عملياتو دپاره استعمالوي. او وايي چي په دغه عملیاتو سره ګرجستان غواړي هغه نظم بيرته ددغه هيواد په ټولو سیمو کښې نافذ سي چې دګرجستان په اساسي قانون کې منل سوي دی

      دساکاشويلي، دلړلید دمخۍ په سویلی اوسيتيا کې دروسيې پوځي لاس وهنه په واقعیت کې دګرجستان په وړاندی دجګړې اعلان بلل کيږي او په دغه سيمه  کې د روسيې هر ډول لاس وهنه  دګرجستان په کورنيو چارو کې لاس وهني دي . او د همدې امله دګرجستان هیواد په دی تمه دي چې لويديځ هيوادونه په تيره بيا امريکايان ددوي ملاتړ ته ور ودانګي. ځکه دساکاشويلي، دلړلیددمخۍ نه ، روسيې پر ګرجستان باندي پوځي تيری کړی دی  خو روسيه وايي چي لويديځ هيوادونه او ناټو په صربستان کې دکوسوو ولايت ته خپل ځواکونه یې  ولیږل  وو چې هلته د عام وژني مخنيوی وسي .

    روسيې هم دسویلی اوسيتيا سيمي ته خپل ځواکونه یې لیږلي تر څو چي ددغه ولس سره بشري مرسته سوې وي په بله ژبه په سویلی اوسيتيا کي دمسکو پوځي لاس وهنه اوجګړه یزه مداخله دګرجستان دتيري په وړاندی يوه په اصطلاح انساني پوځي مداخله ده او د بله پلوه مسکو داخپله دنده بولي چي دخپلو اتباعو د ژوند ساتنه وکړي او په سویلی اوسيتياکې روسيی سوله ساتونکي ځواکونه پیاوړي کړي .

اروپايان ودی ته اړ دي،چې د خپل ځواکمن  ګاونډی  هيواد روسيې سره په نورماله توګه ژوند وکړی :

       اروپایی هیوادونه ودی ته اړ دي چې دخپل ځواکمن ګاونډی هیواد روسیې سره په نورماله توګه ژوند وکړی  ، او د ناټو د غړو هيوادونو د خلګو دپاره هم دا پوهیدل په کار دي، چې د چا او کم دولت دپاره خپل  سرونه  ټيټ وي  ،او څه ډول ستونزی  د ځانونو دپاره جوړاو رامنځته کوي .

     ناټو ته د اوکرائين او ګرجستان دهیوادونودغړیتوب مسئله  خو ددغه رسمي لړلید د بيانولو تر شا دناټو د غړوهیوادونو په منځ کې په ناټو کې د اوکراين او ګرجستان د ورګډیدوله کبله  ژور اختلافات موجود دی . په جرمني کې سياست پوهانو  اوس هم په راحتي سره نفس کاږي،او وایي ښه  خودا ووچې ګرجستان دتیر کال د اګست په میاشت کې د ناټو غړی نه وو. په غير دهغه به، نو ټوله ناټو او جرمني هم د روسيې سره په يوه نظامي لانجه کې بند پاته سوي وای .په داهسی حال کې چي ددوي دپاره د ګرجستان جمهور رئيس ساکاشويلي ډير سياسي وزن هم نه لري اودا هم اسانه کار نه د ی .

      په ناټو کې يو وار بيا د مختلفو لارو پر سر دوي ډلی (دوه ګروپه) جوړ سول. يوې خواته د امريکا متحده ايالاتونه او د ناټو ډير نوي غړي- داروپا د پخواني ختیځۍ بلاک هيوادونه او بلي خواته فرانسه او جرمني چې د روسيې په وړاندي د احتياط څخه کار اخلي .

خو ناټو ته د اوکرائين او ګرجستان د ورګديدو اودغړیتوب مسئله درسمي ارقامو د مخۍ په بل  ډول سره ښکاري، او ويل کيږي چي داوکرائين او ګرجستان هیوادونه  بايد په ناټو کې ځای ولري اوغړیتوب یې ومنل سي ، او روسيه نه سي کولای  چې د هغو سرلیک ور ټاکې  .

همدارنګه ددوي رسمي ګډ دریځ  هم دادی چې په اوس وخت کې وناټوته  دواړه نوماندی هیوادونه  وړاندیزسوی شرایط پرځان قبول کړی او هغه نورمونه اوپرنسپونه ومنۍ کوم چې ودی نظامي تړون ته دغړیتوب شرايط ورته ویل کیږی اولاتراوسه پوری پورتنی هیوادونه د ناټو د غړيتوب دپاره تیاری نه لري . اختلافات يوازي ددوي د ممکنه وخت ، او ناټو ته ددوي  د ورګډیدو اودغړیتوب پر شرايطوباند ی موجوداورامنځته سوي  دی  .

     دروسيې دولت هم و ناټوته  د اوکرائين د غړيتوب په وړاندی  ډير کلک مخالفت یې څرګنده کړ،ځکه چې دا هم  یو واقعيت دی ، چي لږ تر لږه د اوکرائين  دهیواد نيمايي اوسيدونکي  خصوصاً د شرقي برخي اوسیدونکی یې په هيڅ ډول سره داکرائین غړیتوب  د ناټوپه نظامی تړون کې  نه غواړي .دو ي همدا اوس هم ځانونه په روسيې پوري تړلی  بولي  . د ناټو د غړيتوب پروژه يوازي د اوکرائين دجمهوررييس ويکتور يوشينکو دخوا طرحه او وړاندی  سوې ده .

         دشمالی اتلانتیک دناټوپه نظامي سازمان کې د مختلفو لارو پر سر ځکه دوی ډلی (دوه ګروپونه) جوړسول، چي د دواړو خواوو په علاقه منديو کې هم توپیرونه سته دی . دامريکا هیواد چې دروسيې څخه ډيره ليري ده، کولای سي پر دغه موضوع باندي په ډير هوسایی سره خبري وکړی . خو دپولنډهیواد او يا د بالټيک دری نور هيوادونه چې تر المان(جرمني) روسيې ته ډير ورنږدې دي،هم خپل لړلیداونظردغسی  څرګندوي . چي بيا د المان اوددوي تر منځ د روسيې سره تاريخي تجربې یې توپیرلري ./

 

اخیځلیکونه  : داستراتیژیکوڅیړنودسایټ  او دریانووستی څخه  .

 

        شلمه برخه :

د استراتيژيکو څیړنواومطالعاتو دپاره دنړيوال انستیتوت رپوټ :د ناټو د پراختيا دپاره بايد هڅي و نه سي !

په لندن کي داستراتيژيکو څیړنواومطالعاتو دپاره دنړيوال انستیتوت IISS، په دی  باوراوعقیده باندی  دی او دیو رپوټ په خپره ولوسره په  ټينګار سره وایی : ودی ته به اړتيا نه وي چي په هره بيه دشمالی اتلانتیک دپوځي سازمان ناټو ددفاعي تړون دپراختيا دپاره هڅي وسي .

د تیر کال کې دقفقاز دلانجې اوپيښی راپه دی خوا، د امنيتي سیمه یزوچارو دکارپوهانو دلړلیددمخۍ چې وایی : په هره بیه بايد دناټو د پراختيا دپاره زیاراوهڅه ونسي . او دوي داهم وايي چي دقفقاز په لانجه کې د روسيې او دناټو دغړيو هیوادونو ترمنځ دلړلیدونو دتوپیر سره سره بياهم  بايد چي دناټو دفاعي تړون دروسيې سره خپلي اړیکي وساتي .

په لندن کي داستراتيژيکو څیړنواومطالعاتو دپاره دنړيوال انستیتوت IISS مشرجان چیمپ مان John Chimpman ددغه علمي انستيتوت په کلني رپوټ کي چي پردغه۲۰۰۹-۹-۱۹نیټه باندی دانګلیستان په پلازمېنه لندن کې خپور سوي وو، په لاندی ډول سره ليکلي سوي  : دناټو دپراختيا سياست بايد په اصطلاح سره،د روسيې ددولت دلوبي بڼه غوره نه کړي  . او ددې پرځای چې دناټو دفاعي تړون ددغي ټولني دپراختيا دپاره هڅي کوي ښه به داوي چي په لومړي پړاوکي دخپلو اوسنيو غړيو دملاتړ دپاره ډيری کړنی ترسره کړي .

دلندن داستراتيژيکوڅیړنواومطالعاتو دپاره دنړيوال انستیتوت دکلني رپوټ په یوه بله برخه  کې چې د strategic suvey په نامه يادیږي  لیکل سوي چې لويدیځ هیوادونه بايدپر دې موضوع باندي ژور فکر وکړي چې دوي په نړۍ کې د اوسنی روانوکړکیچونو،لانجو او شخړو د امله لکه دايران اټومي لانجه يا دافغانستان دمسئلې په اړوند څومره دروسيې سره ګډکار ته اړتيالري،په دغه کلني رپوټ کې دګرجستان هیوادته ګوته نيول سوې او ويل سوي چې دګرجستان هیواد دخپل جلاسوي ولايت جنوبي اوسيتيا په مسئله کې دروسیې دهيواد سره یې بې مسؤولیته برخورد کړی او د روسيې سره يې په جګړه پيل کړی دی،نو دلته داپوښتنه رامنځ ته کيږي چې اياد ګرجستان هیوادپه راتلوونکی کې دناټو يو بامسؤوليته غړی بلل کيدای سي او که څنګه؟

او دغه پوښتنه يوه بنسټيزه او معقوله پوښتنه بلل کيږي  . لکه څنګه چې ښکاري ګرجستان په خپل دې کار سره په ناټوکې خپل دغړيتوب چانس لږ کړی دی  . او اروپايي ټولنه يوبنسټيزاو معقول دليل په لاس کې لري چې ووايی : دناټو ددفاعي تړون دپه زړه پوری ستراتيژيواوموخو پر بنسټ دغه ټولنه کولای سي چې خپل دپراختيا پر سياست باندي نوی کتنه اوغوروکړي اوپه دی هکله یومعقول لړلید رامنځته کړی .

اوداخبره د اوکراين په برخه کې هم د اعتبار وړ بلل کيدای سي ځکه چي په دغه هیواد کي هم ددی هیوادډیری وګړي د دې کړنی سره مخالف دي چي اوکراين دي دناټوغړيتوب تر لاسه کړي. او د بله پلوه که چيري دناټو د پراختيا سياست ته همداهسي دوام ورکړل سي نو ددې خطر هم کیدی شي رامنځته سي چي دلويديزو هيوادونو ترمنځ هم ويش او اختلافات رامنځته کړي .

د بله لوری نه په دغه رپوټ کي داهم ليکل سوي چې د اګست په مياشت کې دګرجستان په لانجه کې د روسيې غبرګون پرځای اوپرحقه نه وو اود روسيې دولت په دغه مسئله کې ډیرسخت او بې تناسبه غبرګون ښودلی دی  . خو دروسيې داکار ددې دليل نه سي کيدی چي موږ دسړې جګړې په لوربياد سره ګام واخلو .دناټو ددفاع وزيران په لندن کي پر دغه نیټه ۲۰۰۸-۹-۱۹باندی په غیر رسمي ډول سره راټول سوي وه  او دوي په دغه لیدنه اوکتنه کې دقفقاز پر لانجه اوکړکیچ  باندي هم خبري یې کړې دي  .

په ګرجستان کې د ناټو د دوه زره کسیزوځواکونو پوځي تطبیقات اومانورونه به د ناټو اودروسيې ترمنځ دمرستووبهيرته زيان ورسوي !

  

ناټو د روان کال دمی د مياشتې پر شپږمه نېټه باندی په ګرجستان کې د سوله ايز ملګريتوب د پلان په چوکاټ کې دکرجې ځواکونو اویوشمیرملګروهیوادونودځواکونو په ګډون سره  دخپلوځواکونو سره یوځای دپخوانی شوروی اتحادسیمه،دګرجستان په خاوره کې په پوځي تطبیقاتو اومانورونویې پيل وکړ. چې دناټو دغه پوځي تطبیقات او مانورونه  د روسيې د ورونو(دروازې ) په وړاندې د دغه هېواد سخت غبرګونونه یې راوپارول . ناټو د روسيې  دفیدراتف هیوادسره د اړيکيو د ښه والي په پيل کې دغه  پوځي تطبیقات اومانورونه تر سره کړ . چې دلته ډېری مهمی پوښتنی رامنځته کیږی ،نو ناټو ولی د روسيې مخالفت ته د سترګو په پټولو سره دغه پوځي تطبیقات اومانورونه یې تر سره کړ؟ او ايا د ناټو او دروسيې ترمنځ اړيکې يو ځل بيا ویجاړی سوي دي؟داهغه پوښتنی دی چې معقول او سم ځوابونه باید ورته ورکړل سي .

ناټو دروان کال د اپریل د مياشتې په نيمايي کې اعلان وکړ چې د روان کال د مې د شپږمې (۶)نېټې څخه  بیاد جون تر لومړۍ(۱) نېټې پورې په ګرجستان کې نظامي تطبیقات اومانورونه به تر سره کړي .

ناټو دا یې څرګنده کړې ده چې د دغه پوځي تطبیقاتو اومانورونو موخه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ده او د روسيې وملی امنيت اوملی ګټوته به ګواښ نه وي  . خو د روسيې په هاند په ګرجستان کې دپوځي تطبیقاتو اومانورونو ترسره کيدل په  دغه سيمه کښې  چې په دی اړه د دواړو خواوو ترمنځ د لړلیدونواونظریاتو توپيرونه موجود دي، دغه تطبیقات اومانوری یې يوه ستره غلطی او خطرناکه پريکړه اوتیروتنه وبلله  اوپه څرګنده توګه یې وویله چې  دناټودغه کړنه د روسيې دهیواد دپاره يوه ښکاره پاره ونکی عمل ګڼل کېږي . د پاملرنې وړ خبره  خو دا ده چې د روسيې او ناټو ترمنځ هغه لوړپوړي سياسي اړیکی چې د(۸) اتو مياشتو دپاره ځنډېدلې وه ، يوازی د(۲۰۰۹) م کال داپریل د مياشتې پر (۲۹مه )نهه ويشتمه نېټه  باندی بیرته رامنځته  سول . د سیمه یزوچاروسیاسي کارپوهان  د روسيې  اوناټود رامنځته  سویومسائلو په  هکله   چې ناټو په ګرجستان کې پر خپلو پوځي تطبیقاتو اودمانورونو په تر سره کولو باندی ټينګار کوي، تر زياتې اندازې پورې روسيې ته د خپلې سياسي رويې څرګندولو موخه لري چې دناټونظامی سازمان د ختيځ  پرلورد  خپلې پراختيا په اړه ستراتيژۍ یې نه ده اړه ولی .

د سیمه یزوچارودسیاسي کارپوهانودلړلیددمخۍ  د ناټوددغه عمل اوکړنوڅخه راڅرګندېږي چې د ناټو بنسټيزه ا ستراتيژي د اوباما دحکومت د جوړیدو څخه راپه دی خوااوهمدارنګه د اوسني اقتصادی  کړکیچ او د امريکايي ديپلوماټيکو تګلارو د تنظيمولود امله بدلون یې نه ده موندلی  .

د روسيې ولسمشر دیمتری میدويدوف په دی هکله یې ويلي وو : که ناټوپه ګرجستان کې پوځي تطبیقات اومانورونه تر سره کړي، ښايي چې بېلا بېلې ستونزې ورسره رامنځته سي . اوناټو بايد د ممکنو بدو پايلو په اړه مسئوليت پر خپله غاړه باندی واخلي . ځکه  چې په دی اړه د روسيې غبرګونونه ډېر سخت دي . خو روسيه به د ناټو دغه عمل ته څرنګه ځوابونه ورکړي؟ د سیمه یزوچاروسیاسي کارپوهان  په دې هکله  خپل لړلید په لاندی ډول سره بیانوی  :

لومړی، روسيې اعلان کړی چې تر نامعلومې مودې پورې به د ناټو سره د مرستی د شورا کارونه اوپلان سوی چاری به وځنډوي  . ښايي چې د ناټو او روسيې ترمنځ د مرستو بهير ته ستر تاوان ورپيښ کړي . په تېره بيا اوس مهال ناټو غواړي چې په افغانستان کې خپل پوځي عمليات پياوړي کړي . اوکیدی سي  چې روسيه په دې هکله د ناټو سره مرستې ونه کړي . سر بېره پردې هغه شونتيا ډېره زياته ده چې روسيه به د ابخازيا او جنوبی اوسيتيا سره په دغو سيمو کښې د روسیې ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه تړونونه لاسليک کړي . د اوسنيو حالاتودپلوه دغو دواړو سيمو ته د روسیې سرتېريو دشمېر د زياتوالي په اړه نښی نښانی  ډېره ښکاره اوبربنډه ځواب به  دناټودد ی کړنی  په وړاندی وي   .

د روان کال دمې د مياشتې پرپینځمه(۵) نېټه باندی کوم چې  د ناټو د پوځي تطبیقاتو اومانورونود پيل څخه يوه ورځ مخکې د ناټو ملګری هېواد ارمنستان اعلان وکړ چې په دغه پوځي تطبیقاتو اومانورونو کښې به ګډون ونه کړي، او مخکې تر دې د قزاقستان په ګډون يو شمېرنور هېوادونو هم ورته پريکړه وکړ. د سیمه یزوچارودسیاسي کارپوهانوپه هاند که ناټو غواړي چې د همګټو هېوادونو په ټولنه کې لا مهم رول ولوبوي، نو بايد کلکه او محتاطه تګلاره پلي کړي .

کله چې دقزاقستان او ارمنستان هیوادونه پريکړه وکړه چې د ناټو په  پوځي تطبیقاتو اومانورونو کښې ګډون ونه کړي  . د دغه کړنی څخه څرګندېږي چې که ناټو غواړي د همګټو هېوادونو په ټولنه کې لوی رول ولوبوي او د نوموړو هېوادونو سره د مرستی  نژدې اړيکې ټينګې کړي، نو بايد په دې سيمه کښې خپل فعال رول ولوبوي، نه دا چې په سیمه کښې حالات پيچلی کړی ،ناامنی اوګډوډی رامنځته کړي   .

 

ناټووویل : په ګرجستان کې به اړوند پوځي تطبیقات او مانورونه  لغوه نه کړي :

د ناټو پخوانی سرمنشي هاپ دي هوپ شيفر چې په  فنلانډ کې  په ليدنې بوخت  وو، دروان کال د مې پر څلورمه (۴مه)نېټه  یې په هلسنګي کې خبرلیکوونکواوژورنالسټانوته یې په یوی خبری ناسته کې وویل : ناټو به په ګرجستان  کې اړوند پوځي تطبیقات او مانورونه  به لغوه نه کړي .

دناټوپخوانی رئیس هاپ دي هوپ شيفر د فنلنډ د ولسمشرې تارجا هالونين سره د خبرو اترو وروسته په دی مطبوعاتی ناسته کې وويل، که څه هم د ناټو او روسيې ترمنځ توپيرونه سته، خو دواړه خواوی بايد يو ډول کلک دوستانه اړيکې وساتي .

دغه راز هاپ دي هوپ شيفرد تارجا هالونين سره په افغانستان کې د ناټو په سوله یزو عملياتو کې د فنلنډ د ګډون په شـمول د يو شمېر مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې . اغلۍ هالونين څرګنده کړه چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنې چې د روان کال  داګست په میاشت کې به تر سره سي، ډيرې مهمې دي . اوفنلانډ به د دغو ټولټاکنو د تامينولو په هکله نور(۱۰۰) سل تنه سوله ساتي سرتیری وافغانستان ته ورولېږي  .

 

د ګرجستان دکړګیچ اود شخړې د پيل را وروسته د ناټو او روسيې ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې ترسره سوي :    

د ناټو داته ویشتو( ٢٨ )غړيو هېوادونو استازيو او په ناټو کې د روسيې لوی استازی ولادیمیرراګوزین دروان کال د اپريل دمیاشتی پرنهه ویشتمه( ٢٩ مه )نېټه باندی په بروکسیل کې د ناټو په مقر کې خبرې اترې وکړې چې دا په تېر اګست کې د ګرجستان د شخړې د رامنځته کېدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ لومړۍ رسمي خبرې اترې ګڼل کيږي او اصلي موخه يې دا وه چې په راتلوونکې مياشتو کې د ناټو او دروسيې د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو دپاره چمتووالی ونيسي  .

د ناټو وياند جامس اپاتهوري  هغه وخت د دغو خبرو اترو وروسته یې ويلی وو : د ګرجستان مسئله او په دغې سيمه کې د پوځي مانورونو په هکله چې د راتلونکې مياشتې په پيل کې به جوړسي، د دواړو خواوو د نظريو ترمنځ ترپيرونه لاهم شته، خو دوی بياهم غواړي چې په هغو برخو کې چې ګډې ګټې لري، جوړه ونکې  مرستی اوخپل منخۍ همکارۍ رامنځته کړي .

 

د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې به د ناټو او روسيې ترمنځ د اړيکو د عادي کيدو امکان موجود وي :

دشمالی اتلانتیک دناټودپوځي سازمان د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه به د روان کال دمې د مياشتې پرپينځمه  (۵ مه) نيټه په بروکسيل کې پرانستل سول .د ناټو او روسيې ترمنځ اړيکې چې د ګرجستان د شخړې د امله د اوو مياشتو راهيسې ترینګلی سوې وه،د بير ته عادي کيدو امکان لری که نه؟.خود ډول ،ډول نښونښانو څخه څرګنديږي چې ددغه غونډی راوروسته  د دواړو خواوو د اړيکو د ښه والي فرصت رامنځته سوی دی .

د ناټو سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر به د روان کال دمې د مياشتې پرپينځمه  (۵ مه) نيټه په ياده سوی غونډه کې د روسيې سره چې د ده د غير رسمي سياسي اړیکوپربنسټ  صورت موندلی وو.بیا په همدی ډول سره دمطبوعاتواوخبری اژانسوپه حواله د بېلا بېلو غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم د روسيې په اړه د راتلونکې تګلارې پرسر بحث اوخبراتری یې کړه وو .د ناټو د بهرنيو چارو يو چارواکي د وران کال دمې د مياشتې پرڅلرمه(مه۴)نيټه باندی ويلی وو: کيدای سي چې په دغه غونډه کې د ناټو او روسيې ترمنځ د اړيکو د عادي کيدو په هکله اصلي موافقې رامنځته سي  .د ناټو وياند جېمز اپاتورای هم په هغه  ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلی وو :که په دغه غونډه کې پر دې مسئله پريکړه وسي،نو ناټو به په لنډ وخت کې د روسيې سره د سفيرانو په کچه رسمي غونډه پيل کړي  . خو هغه په عين وخت کې پر دې یې هم ټينګار وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو عادي کيدل دا مانا نه لری چې ناټو به پر ګرجستان باندې د روسيې پر تېری غندنه نرمه کړي  .

دا چې د ناټو او دروسيې ترمنځ کنګل سوي  اړيکی ويلې کيداې سي که نه ، او یا کله عادی کیدی سی،د امريکا په رويې  اوکرکترپورې اړه لري . د سياسي واک پر څوکۍ باندې د اوباما پورته کيدل د دې دپاره اړین شرط برابر کړی دی  . د(۲۰۰۹) م کال د فبروری دمیاشتی پر (۶مه)  شپږمه نيټه باندی د امنيت  (۴۵)پينځه څلویښتم  نړيوال كنفرانس د المان د مونيخ په ښار كې تر سره سو.

په نوموړی كنفرانس كې د امريكې د متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال جوی بایډن، د المان لومړۍ وزيره انګيلا مريكل او د ناټو عمومي سرمنشي ياپ دې هوپ شيفر ګډون كړي وو.

په كنفرانس كې د بحث وړ اساسي موضوعګانې دروسيې په اړه، اتومي وسلې، ايران، افغانستان، انرژي، د بالكان او قفقاز په سيمو كې وروستي حالات ترڅیړنی لاندی نیول سوی وو.

انګيلا مېركل پر روسيې باندی ږغ وكړ تر څو د اروپا د امنيتي سياست سره دې شريكه سي.

د ناټو عمومي سرمنشي ياپ دې هوپ شيفر پخپله وينا كې وويل چې د اتومي وسلو د كمولو، په اړه بايد د روسيې سره همكاري وسي. شيفر زياته كړه چې د ناټو او اروپايي ټولنې تر منځ د مرستی  په اړه كې بايد د ځينو غړو هيوادونو د خنډونو څخه دی مخنيوى وسي.

همدا راز شيفر د ګرجستان په جلا غوښتونكو سيمو كې د روسيي دخوا د پوځي  هډو جوړ ه ول د اروپايي ټولنې امنيت ته يو ګواښ وباله  .

همدارنګه  د امريکا د ولسمشر مرستيال جوی بايډن هم د مونيخ د امنيت په غونډه کې د لومړی ځل دپاره  یې په څرګند ډول سره وويل چې د روسيې سره د ناټو د اړيکو د بيا ښه والي فرصت رامنځته سوی دی  . د دې ترڅنګ د ناټو سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر هم په مونيخ کې د روسيې د صدراعظم د مرستيال سرګي ايوانوف سره وکتل چې دا د تير کال د اګست دمیاشتی  راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ د تر ټولو لوړ پورو چارواکيو سياسي تماس اوداړیکورامنځته کیدل دی . نو د دې څخه څرګنديږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د بيا ښه والي نښه رامنځته سوی دی  .اوهمدارنګه داهم  ډېرد پام وړ خبره وه چې د امريکا د بهرنيو چارو نوی وزيره هيلری کلينټن د لومړی ځل دپاره د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړه او د روان کال دمې د مياشتې پر شپږمه (۶مه) نيټه  باندی به په ژنيو کې د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سيرګی لاوروف سره د توغنديو ضد سيسټم،د ايران او افغانستان د مسئلو په هکله خبر اترې وکړي  . د دې  نه مخکې،د امريکا ولسمشر بارک اوباما د روسيې وولسمشر دميتری ميدويديف ته په يو پيغام کې په غيرمستقيمه توګه څرګنده کړه او ویلی وو:امريکا به په ختيځی اروپا کې د توغنديو ضد سيسټم ځای پر ځای کول ودروي،تر څو دروسيی هیواد ايران وهڅوي چې د ذروي پلان څخه لاس واخلي  . د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګی لاوروف هم څرګنده کړه  وه :روسيه به دا کار په نظر کې ونيسي چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال مرستندويه پوځ دپاره افغانستان ته د ټوکو او دوسلیو دليږلو زمينه برابره کړي .د څيړونکو په هاند د دې کبله چې واروپا ته د هيلری کلينټن دغه سفر د بهرنيو چارو په هکله د اوباما د حکومت د نوی استراتیژی د پلــي کـــولـــو دپاره ډير مهم بولی،چې ښايي د روان کال دمې د مياشتې پر پينځمه ( ۵ مه) نيټه باندی د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې د روسيې سره د خپلو اړيکو د عادي کيدو دپاره زمينه برابره کړي ، اوپه دی کې هیڅ شک نسته چې دا به تر زياتی اندازې پورې په ژنيو کې د امريکا اود روسيې د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ د کتنو د بهير دپاره ممکن دغه لیدنه اوکتنه  دښواړیکوپه رامنځته کولو کې ګټوروبلل سي  ./

 

اخیځلیکونه  : داستراتیژیکوڅیړنودسایټ ،دوچویلی او دریانووستی څخه  .

 

 

   

نهولسمه برخه :

په منځنۍ اسیا کې دستری لوبی :  نوې پړاو  !

د(۱۹۹۱)  م کال  څخه راوروسته اود(۵)پینځه نوې خپلواکه هیوادونوجوړیدل دپخوانی شوروي اتحاد په سیمه کښې ،د«ستری لوبی » نوې پړاو په سیمه کښې اوخصوصآدپلان سویوکړنلارو په وسیله دسیمی ژئوپلیټیکی محاصره اوپه سیمه کښې دهیدروکاربینی ستروزریموکنترولوپيل سویدی  .

 دمنځنۍ اسیا په برخه کښې دامریکا زیار په هراړخیزه توګه سره صورت نیسی اودسیاسي اودیپلوماتیک پیل ،نظامي ،اطلاعاتی  څیړنیزو اود«غیردولتی »جوړښتونو دفعالیتونو څخه عبارت دی .

دتیر کال پيښي ددی ښکارندوی دی چې واشینګټن دناټوڅخه په کاراخیستنی سره دنظامي اوسیاسي پوښښ ترسرلیک  لاندی  ډیرپه پوهاوی اوموخی لرونکی ډول سره دخپلوموخوپه تطبیقولواولاسته راوړلوسره دمنځنۍ اسیا په سیمه کښې بوخت دی .

 دامریکاهیواد په خپل دی پیل سره په دی اړه ډېرپه زیرکی سره پرمخ ځې اوخپل لومړنی   مسایل تصحیح کوی اومخ په وړاندی روان دی  همدارنګه  په عین وخت کې اوږدمهاله ګټی بیله بدلونه پاتیږی .په دی لړکې دځیروړ دی چې دامریکا دجمهور رئیس باراک اوباما وروستی اعلامیي دافغانستان دخاوری څخه دامریکایی ځواکونورا ایستل په تدریجی توګه سره د هغه دپخوانیواعلامیو سره په دی هکله توپیر لري  چې لویدیز ائتلافی ځواکونه داوږده مودی دپاره په دی هیوادکې پاتیږی   . که ودی مسئلی ته په ساده توګه وکتل سي داهسی یوسوچ رامنځته کیږی  چې دامریکا هیواد  یوهرخیز اوپوره استراتیژی نه لري . اما باید وویل سي  که داهسی وای ، هغه څه چې  همدا اوس په افغانستان کې پيښیږی هغه به نه واي رامنځته سوی  .

امریکائیان د(۲۰۰۴) م کال څخه تراوسه پوری  په فعاله توګه سره دشینډنډ اودبګرام دهوایی ډګرونه اودالوتکودراکښته کیدواوپورته کیدودپاره د(۳۵۰۰)دری زره پینځه سوه متری  رنوی اودسرکونواولیکوپه جوړه ولوبوخت دی  چې  کولای سي (B- ۵۲-ب  ) ډوله  درانده بم غورځونکی استراتیژیک  الوتکی په دی هیوایی اډیواوډګرونوکښې راکښته سي او والوزی  اوهمدارنګه نورډېر ترمځکۍ لاندی اوپرمځکه باندی جوړښتونه اوساختمانونه جوړیږی  اوکولای سو ووایو چې دلمړی واک په توګه په سیمه کښې ډېري ستري واکمنی اډي اوښارګوټی یې ترمځکی لاندی  داصلی موخو ترسرلیک لاندی په افغانستان کې دامریکا اودناټودشتون دپاره جوړیږی اورامنځته کیږی  . دشینډنډ اودبګرام هوایی ډګرونه کښې یو وخت دپخوانی شوروی اتحاد دهوایی ځواکونواډه هم وو اواوسمهال دناټودهوایی ځواکونودپاره په یواړخیز هوایی اډی سره  اوښتی دی  اوپه ډېر پرمختللی هوایی اوفضایی وسائیلو اوسامان الاتو باندی سمبال سوی دی  اوعملآ کولای سي چې دټول اوراسیاهیوادونو هوایی حریمونه ترخپل کنترول لاندی  راولی اوکنترول یې کړی  .

برسیره پردی په منځنۍ اسیا،دخزرپه سیمه  ،په قفقازاوپه ختیځۍ اومرکزی اروپا کښې هم دهوایی حریمونودکنترول سیسټمونه جوړسوی دی اومکا کریدوردوسائیلوپروړلواوراوړلو اوپرهوایی انتقالاتوباندی دکنترول دپاره  داروپا څخه نیولی بیا ترچین پوری ددی سیموپرهوایی اوفضایی حریمونوباندی جوړ اورامنځته سوی دی . امریکا اوناټودافغانستان په ګاونډیوهیوادونو کښې (۶) شپږ نظامي اډی  لري  اوکه څه هم د«ترمیز) نظامي اډه په ازبکستان کې اود(ماناس ) نظامي اډه په قیرغیزستان کې  تراوسه پوری په دی سیمو کښې سته دی  اوفعاله دی اودهغه  څخه کار اخلی اوپه رسمی توګه سره یوازی دوړلواو راوړلو اوانتقالاتوهوایی ډګرونه دي  اودنظامي  الوتکودراکښته کیدواوپورته کیدودپاره هيڅ ډول ستونزی په دی اړه نه لیدل کیږی  .منځنۍ اسیا دناټودنظامي ماشین په وسیله سره ترلاسه سوی دی اوعملآ دسویلی عامل په توګه  سره دروسیی محاصره دائتلاف  دنظامي اډیو په وسیله رامنځته سوی دی .

په همدی ډول دامریکا دبهرنی سیاست اصلی موخی په منځنۍ اسیا کې ،دسیمی دانرژيو پرزریموباندی خیټه اچول ،کنترول اودهغوي لاسته راوړل دي او دسیمی څخه د روسیی اودچین دهیوادونولیری ساتل اودلاسو وهنودپاره  رسمی پلمه کیدی سي چې د« ګډوډی اودشخړو اداره اوکنترول وي » چې په سیمه کښې دسیمه یزوګډوډیواوشخړو دپوتانسیل دګټی اخیستنی  په وسیله سره راوپاره ول شي  اورامنځته دی سي   .

ناټو په ګرجستان کې پوځي آزمويني پيل کړی اوروسيه هغه دخپل هیواد پرضدښکاره لمسوني بولي :

د روسیی جمهور رییس دیمتری  ميدويدوف په دی اړه وویل : «هيڅ وخت په داهسي ځاي کښي بايد نظامي تطبيقات او مانورې تر سره نسي، چی همدا لږ ه موده مخکي هلته جنګ ؤ. اودا ډول کړنی هيڅوخت موږته  د منلو وړندی .»

د ناټو مخکنۍ پوځي تطبيقاتو هيڅکله هم  مخ ته تر مخه  دغه  ډول سياسي جاراوجنجال یې نه وو رامنځته کړي ،لکه دغه  د سولي او همکارۍ په چوکاټ کي دګرجستان اودناټوتطبيقات چې په هغه کي تر لسو ډيرو د ناټو غړي هیوادونه اویوشمیرنوردناټوملګر ی هیوادونه چې د ناټوغړیتوب نلری په دی تطبیقاتوکې ګډون لری اودټولوګډونکوونکوهیوادونوڅخه( ۲۰۰۰ ) دوزره تنه سربازان ،افسران اونظامي متخصیصین د وسلو څخه  پرته، برخه اخلي . او دغه تطبیقات  په داهسی يو هيواد کښي تر سره کيږي چی يو کال يې لا د جګړی  څخه نه تيريږي  . څه موده مخکي د روسېې جمهوررييس ميدويدوف وويل چې : « دګرجستان  په هیواد کي دي بايد نظامي تطبيقات او مانورې تر سره نسي،  ځکه چی همدا لږه  موده مخکي هلته جګړه وو. اوداکړنی هيڅله هم زموږ د منلو وړندی  . »

دغه خبره په حقيقت کي پرځای  هم ده . د تيرکال د اګست د جګړی  انځورونه چې په هغه کې  ګڼ شمیر خلک په دی سیمه کښې مړه او زخميان سول ،کورونه یې ونړيدل ، کلی  اوښارونه  یې ویجاړسول ، د ټولوپه ياد دي  .

اوس هم د شپې دخوا د دواړوخواوپه پلوکې ،کله،کله د ګرجستان او جلاسوو جمهورريتو، جنوبي اوستیا اوابخازيا تر منځ ډزی او نښتي رامنځته کيږي .

خومهم  داخبره  دی چې  د روسيې، ګرجستان او ناټو تر منځ يوازي د پوځي تطبيقاتو د ښه والي يا خرابوالي تر مسئلی  نورډېرمهم  مسايل   هم سته  دی  چې وهغه. ته پاملرنه وسي  ځکه چې  د مې  په  مياشتي په کي د روسېې او ناټو د لوي درستيزانو ليدنه کتنه نه تر سره کيږي  . روسېې همدارنګه د خپلو متحدينو څخه وغوښتل چی دناټو په پوځي تطبيقاتو کي  چې دګرجستان په هیواد کې ترسره کیږی برخه وانخلي ،چې دروسیی ددی غوښتنی په نتيجه کښي قزاقستان ،صربستان او دملداويا هیوادونه په  دی نظامي تطبيقاتو کې د نه ګدون  اعلان وکړ

اوناټو د خپلی لوری نه  دوه تنه روسيی  دیپلوماتان یې چې په بروکسیل کې دناټو  په ماڼی کې په کاربوخت وه د غير مناسبو اشخاصو په توکه یې اعلان کړل اودوي یې دبروکسیل  څخه وشړل ، چی بل مقابل بيا  د روسيې خارجه وزير سرګی  لاوروف د ناټو د خارجه وزيرانو سره په پلان سوې ليدنه کتنه کې د نه ګډون اعلان وکړ اوروسیه هم  دوه کسه اروپایی دیپلوماتان یې ددی عمل په وړاندی دعکس العمل په توګه دخپل هیواد څخه وشړل .

داچې  روسيه  په رسمي ډول د ابخازيا او جنوبي اوستیا  د پلواوسرحدونو دفاع پرخپله  غاړه اخيستې ده ، داهم د دواړو خواوو دډيپلوماتيکي کړکیچ  په د منځه وړلو کي مرسته  نه کوي .

پوځي آزمويني او که رښتيا هم لمسونی؟

 ميدويدوف  په دی هکله یې  بیا وویل :

«چې  دروان کال  دمې  دمیاشتی (۶ می ) د شپږمی نیټی  دڅخه بیا د جون دمیاشتی  تر  لومړی  نیټی پوري په ګرجستان کې دناټواوګرجستان دځواکونوپلان سوي  ګډنظامي تطبيقات په ښکاره ډول زموږدملی ګټوپرضداوزموږدملی امنیت دپاره  لمسون دي . »

دغه تطبيقات به د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويلي ته جرئت ورکړی ، تر څو بيا ځان په وسلیوسمبال کړ ي ، او بیاجګړه  پیل  کړی . دهغه  کړنی څخه  چی دجنوبي اوستیا او دابخازيا  جمهوریتونه  اوخلک  ورنه بيره لري . » په تفليس او ناټو کي هم اوس د لمسون څخه خبري کيږي . د ګرجستان سره په پلو کي د نورو روسيی ځواکونو ځاي پر ځاي کيدل د شپږ فقره اي پلان څخه يوه  ښکاره تيري  اوسرغړونه ده .

دروسیی فیدراتیف وایی : امریکااوناټو ستر ګواښ دنړیوال امنیت پرضد دی

دروسیې ولسمشر امریکا او ناټو یې دنړیوال امنیت دپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله .
کریملین دیو راپور په خپرولو سره دروسیی دملي امنیت استراتژی انځوروي دساړه جنګ دبیا پیل کیدوپه هکله خپله اندیښنه یې وړاندی  کړي خو په عین حال کې وایي روسیه هم په هغه ډول سره  کولی سي وخپلو بهرنیو اړیکو ته پایښت اودوام ورکړی . داپه داهسی حال کې دی چې روسیه  غواړي اوزیار باسی ترڅوخپلۍ اړیکی دامریکااوناټو سره دقفقاز د(۵) پینځه ورځنۍ جګړی نه چې په (۲۰۰۸) میلادی کال کې رامنځته سواودهمدی جګړی دکبله
دغه اړیکی خړپړاو ویجاړ سوی وو،  دروسیی  هیواد په نظر کې لري  اوغواړي چې دغه اړیکی  بل ځل پیل اورامنځته کړی .  

کرملین په خپل سیاسي  اودملی امنیت په سند کې چې داوسه څخه بیا تر(۲۰۲۰) میلادی کال پوری جوړسوی دی  اوددغه ملی امنیتی سندداستراتیژی په رڼا کې دامریکا هیواد اودشمالی اتلانتیک دناټونظامي سازمان ائتلاف یې ستر ګواښ دنړیوال امنیت اودروسیی دملی امنیت پرضد بللی دی  اوپه دی سند کې ددوي نه یې نوم اخسیتدی دغه  سند چې دروسیی دهیواد دملی امنیت سیاستونه اواستراتیژی د اوسه څخه بیا تر (۲۰۲۰) م کال پوری انځور کړیدی څه موده مخکې دکرملین دجګپوړوچارواکو لخواخپوراواعلان سو.

دکرملین چارواکي په دی بیانی کې اعلان وکړ،مسکودهمدی ډول ګواښونوپه وړاندی به هرومروخپل ګټور اومنطقی بهرنی سیاست را منځته کړی ترڅوپه همدی ډول سره وکولی سي دتسلیحاتی سیالیودمنځته راتلومخه نیوی وکړی کوم چې دغه سیالی دساړه جګړی په وخت کې رامنځته سوي وو. دا په داهسی حال کې دی چې دروسیی هیواد په دی پسی دی  ترڅو خپلۍ اړیکی دواشینګټن سره دقفقاز دپينځه (۵) ورځنۍ جګړی راوروسته چې په (۲۰۰۸) م کال کې ویجاړ اودتریخوالی سره رامنځته سوي وودسره پیل راټينګ اوښهی اړیکی  رامنځته کړی . او دنویو وسله والوسیالیو د پیلیدو څخه به ډډه وکړي .                 ‍
ددغه دیارلس مخیز راپور په یوې برخې کښې چې دروسیې ولسمشر دیمیتري میدویدیف هغه یې  لاس لیک کړی دی راغلي دي چې دنړی په بیلابیلو سیمو او په تیره بیا د یورو اټلانټیک په سیمه کښې دثبات نه شتون دناټوداوسنی کړنود کبله دی اواوسمهال  ناټو دنړیوال امنیت دپاره یو زیاتیدونکی ګواښ دی .         
ددغه راپور په یوې بلې برخې کښې په ختیځې اروپا کښې دتوغندوي ضد سیسټم دځای پرځای کولوپه  هکله دامریکاپه دی پیل باند ی یې  کلکه نیوکه سوې او دتوغندوي ضد سیسټم دځای پرځای کولو دپاره یواړخیزه پیل  هم دنړیوال امنیت دپاره یوبل سترګواښ بللی  دی . مسکو
همدا رنګه هیله څرګنده کړی ده چې دامریکا دولت خپل دهغه طرحی څخه چې دتوغندیوضدسیسټم دجوړولوپلان دپولنډ اودچک دجمهوریت په هیوادونوکې یې لري دهغه څخه   دی لاس واخلی .

دمیتری میدویدوف دروسیی جمهور رئیس څه موده مخکې دفنلاند هیوادپه پلازمېنه  کې دهلسنګی په پوهنتون کې وويل : « روسیه په ټینګه سره دامریکا دیواړخیز زیار په هکله دتوغندیوضد سیسټم دپراختیا اودجوړیدوله کبله څارګره ده چې دغه کړنه د دوهیوادونوتسلیحاتی انډول دمنځه وړي » اوامریکا پریکړه یې کړی ده چې خپل داټومې زریموڅخه پرمختللی اټومی راکیټی وسایل دپولڼدپه خاوره کې اودچک دجمهوریت په هیواد کې ترلسوپوری توغندیوضدسیسټمونه ځای پرځای کړی .

دروسیی ددی ملی امنیتی اشد محرم  اوکاملآ پټ سندبله برخه  دانرژی دتامنیدواودلاسته راوړلوموضوع ده چې  دکرملین برخه اخیستنه یې دقطبی سیمو دنفتواوګازودبډایوزریموپه هکله یې بربنډه کړی ده ،روسیه ،امریکا،کاناډا،ناروی اودډنمارک هیوادونه ټوله  دقطبی زریمودانرژی دلاسته راوړلواوګټه اخیستلوپه اړه ډېرهیله منددي،نودهمد ی سیمودنفتواودګازودانرژیودزریموورایستلواووتر لاسه کولوته ډېره خاصه پاملرنه لري اوددی کبله ددي نوموړوهیوادونواړیکي هم  دګډوډیو اودخړپړ وضعیت په سیوری کې روانه ده چې همدا اوس دنړی دهوا دتودوخی ددرجی دډېریدو د کبله چې دقطبونویخي قرارقرارمخ په ویلی کیدودي،نوپه دی هکله ددی سیمی دانرژیودزریمو په اړه یې ډېرګواښونه اوکړکیچونه  هم دنوموړوهیوادونوترمنځ  رامنځته  کړي دي  ./

                  اخیځلیکونه  : داستراتیژیکوڅیړنودسایټ او دریانووستی څخه  .

 

اتلسمه برخه

دشمالی اتلانتیک دنظامي تړون دناټوسازمان ددندو پراختیا!

دشمالی اتلانتیک دنظامي تړون دناټوسازمان دجوړیدو په لمړی پړاوکې ، ددی نظامي تړون اصلی دندی  دلویدیزبلاک دپاره دیوی ټولیزی امنیتی  سیسټم رامنځته کول اودشوروي جمهوریتونوداتحاد اودهغه دملګروهیوادونوپه وړاندی دیوسترځواک رامځته کول وو. دغه دندی د(۱۹۴۹میلادی کال څخه تر۱۹۹۰)میلادی کال پوری ادامه او پایښت یې درلود.او دشوروی دړنګیدواو دوارسا دنظامی تړون (ورشو) ختیځ پلوه نظامی بلاک دمنځه وړلوسره سم،ناټوخپل اصلی کړنی یې دلاسه ورکړ. اود(۱۹۹۱) م کال دجون په میاشت کې دډنمارک په پلازمینه کوپنهاګین کې دیوی اعلامیی په خپره ولوسره ناټوهمدارنګه تر دی سرلیک لاندی ،داروپا دامنیت دپاره دیوچټک اوګړندی اصلی ارکان په توګه پاته سو . ناټود(۲۰۰۱) م کال راپه دی خوا په نړی کې دخپل ځان درول په بیا تعریفه ولوسره نه یوازی داچې ناټودځان دمنځه وړلوڅخه  یې مخ نیوی وکړ،بلکی دغه نظامي سازمان دیوی ټولیزی نظامي  امنیتی سازمان ترسرلیک لاندی  دنړیوال کړکیچ په مدیریت کولوسره راوبلل سو.

ناټودلمړی ځل دپاره  دیوګسلاویا دهیواد په خپل منځۍ جکړوکې ،په یوی کورنۍ جګړه اوښاری عملیاتوکې ورګډسواودلمړی  ځل دپاره یې  په  یرغلیزوعملیاتویې پیل وکړ. په داهسی حال کې چې مخکې ددی نظامي سازمان پلان او کاریوازی دفاعی عملیات وواونه دغسی اوداشانته کړنی . همدارنګه دغه نظامي سازمان  دلمړی ځل دپاره دهرزی ګوینادهیواد دسولی  په عملیاتوکې هم ګډون وکړ.

ناټودکوزوپه کرکیچ کې دملګروملتونواودامنیت دشوراداجرائیوی مرستندوی په توګه تردی سرلیک لاندی  په خپل نوې رول یې لاس پوری کړ .په همدی ډول دناټو نظامي ځواکونه دامریکا ترمشری لاندی دصربستان دهیوادپرضد جګړی کې ورګډسواوبرخه یې واخیستل .  

اوس مهال ناټوداروپا دځمکنۍ  بشپړتیا اصلی امنیت  یې دخپلودندو په لمړی سر کې راوستیدی  اوپه دی باندی ټينګار کوي چې داروپا امنیت  داروپا دګانډیوهیوادونوسره دښواړیکوپه رامنځته کولوکې  کیدی سي چې رامنځته سي  .

ناټودسیاسي اړیکودلاری اوددی اړیکودپراختیا مسئله دهغوسیموپه هکله لکه دمدیترانی سویل اویا ختیځی اروپا اویادپخوانی شوروی اتحاد دهیوادونه دپاره زیارباسی ترڅوچې متناسبه وضعیت په دننه اروپا کې ولري .په همدی ډول سره  ناټودډول ،ډول طرحواو وړاندیزونودلاری نوې شرايط دځان دپاره رامنځته کوي ، دشوروی اتحاد په وخت کې دناټوجوړښت  یودفاعی اونظامي سازمان وو اوسمهال  دغه نظامي تړون په یو امنیتی اوسیاسي سازمان باندی  اوښتی دی .

همدااوس دتروریزم ضددعملیاتونوموضوع هم دناټوددندوپه لمړی سرکې ځای لري  اودغه کړنلیک دناټوپه لړلیدکې په کلکه سره ترکارلاندی راوستل سوي دي . اوسمهال  داسټرالیا،سویلی کوریااودجاپان هیوادونه هم ددی نظامي سازمان په پلان کې نیول سوي دي چې دناټوسره دمرسته کولودپاره  په نړیوال عملیاتونوکښې ددی هیوادونودځواکونوڅخه دی هم کار واخیستل سي . دجرمنی (المان) لمړی وزیره دناټوپه اړه دامریکادنظریاتوملاتړ کوي . اوناټوپه نظرکې لري چې نړیوال امنیتی اوسیاسي سیمی اوحوزي  ترخپل څیړنی،مطالعی اوڅارنی لاندی ونیسي .

دناټوپه دندوکې بدلونونه :

ناټو دشوروي دړنګیدو وروسته ، په همدی ډول سره خپل دکړکیچ دوران اووخت  ترسره کوي  اودانتقالی شرايطوپه وضعیت کې دی اوتراوسه پوری  لاخپل  ټاکل سوی دندی یې نه دی ترسره کړی اوخپلی موخی  یې هم نه دی ترلاسه کړی .

کوم وخت چې دشوروي  دولت ونړیدی اوپه هغه پسی دختیځ بلاک چې دوارسادنظامي تړون په نوم یادیدل دغه نظامي تړون هم ورسره له منځه ولاړی ،دوارسا بلاک اویا دختیځۍ اروپا دهیوادونونظامي تړون په (۱۹۵۵) میلادی کال کې داوو(۷) ختیځۍ اروپایی هیوادونواودپخوانی  شوروی  اتحاد دجمهوریتونوترمنځ جوړ اورامنځته سو.

دوارساتړون چې اصلی نوم یې دختیځۍ اروپا دهیوادونودمتقابلومرستودتړون  په نوم د(۱۹۵۵ )م کال دمی دمیاشتی پر(۱۵) پنځلسمه  نیټه باندی رامنځه سوونومول سوځکه چې  دشمالی اتلانتیک دنظامی تړون پراختیا وموند اودلویدیزجرمنی (دالمان) دهیواد پيوستون اوغړیتوب دناټوو نظامي تړون ته ومنل سو ،نودوارساتړون له همدی کبله دیوځواب ترسرلیک لاندی دشوروي اتحاداودختیځۍ اروپا داوو(۷) هیوادونوپه ګډون سره جوړاورامنځته سواوددغو هیـــوادونو لکه (شـــوروی اتحاد ،ختیځ دمـــــوکرایتک جــــــرمنی(المان)،پـــولنډ، مجارستان«هنګری»،چکسلواکیا ،رومانیا،بلغاریا اوالبانیا) په ګډه سره ددی تړون (دوارسادتړون)اسنادیې په وارساکې  دپولنډدهیواد په پلازمېنه کې لاس لیک کړل،دختیځۍ اروپا دکمونستی هیوادونوڅخه یوازی  دیوکسلاویا هیواد په دی تړون کې یې ګډون ونکړ اودالبانی هیواد په (۱۹۶۱) میلادی کې  عملآ په دی تړون  کې دفعالیت اوکارکولوڅخه لاس واخیست اوپه( ۱۹۶۸) میلادی کال کې په رسمی توګه ددی تړون څخه ووتی اوځان یې ګوښه کړ .

دوارسا نظامي تړون پوره شل (۲۰) کاله یې کار اوفعالیت یې ترسره کړ اودختیځۍ اروپا دسوسیالستی هیوادونوڅخه په دفاع کولوسره دلویدیزی هیوادونودشمالی اتلانتیک دنظامی تړون  دیرغل  په وړاندی  دوارسا تړون هم  رامنځته سو.

دوارسا دتړون غړی هیوادونه په ګډه سره پریکړه وکړه اوپه دی اړه هم ږغی سول که پریوهیوادباند یدکوم هیواد لخوا تیری اویرغل ترسره سي نودغه تیری اويرغل  پرټولو  هیوادونوباندی  ګڼل کیدی سي  او ټول غړی هیوادونه په دی هوډمن سول چې په ګډه سره به  دهرډول تیری یرغل په وړاندی  به پریکړنده  دفاع وکړي  .

دوارسا تړون په سرمشریزه غونډه کې په (۱۹۷۵) میلادی کال کې پریکړه وسول چې د غه تړون دی دنوروشلو(۲۰) کالنودپاره وخپل کار اوفعالیت  ته ادامه اوپایښت ورکړی   .

 د (۱۹۹۰)  م کال په لمړیوکې کله چې  دختیځۍ اروپادهیوادونوکمونستی رژیمونه نسکوره سول اودشوروي اتحاد دجمهوریتونو هیواد هم راونړیدی دوارسا تړون هم ونړیدی اودمنځه ولاړی اوددی نړیدلی تړون یوشمیرغړی  هیوادونه دشمالی اتلانتیک دنظامی تړون ،دناټووسازمان ته یې دغړیتوب  اوګډون دپاره غوښتنلیکونه  یوپه بل پسی وړاندی کړ . وروسته د(۱۹۸۹) میلادی کال څخه دختیځۍ اومرکزی اروپا هیواد ونه دوارسا د تړون و ملاتړ   ته یې  کومه پاملرنه اوتمایل یې نه درلود.

په (۱۹۹۱) میلادی کال دجنوری په میاشت کې  دچکسلواکی ،پولنډاودمجارستان(هنګری) هیوادونه اعلان وکړ چې د(۱۹۹۱) میلادی کال دجنون دمیاشتی ترلمړی نیټی پوری  ددی تړون څخه  په تولیزه ټوګه سره ګوښه کیږی . او د(۱۹۹۱) میلادی کال دجولای  په میاشت کې دبلغاری هیوادهم  ځان یې دوارسا دتړون  دغړیتوب څخه خلاص کړ.

په همدی ډول سره بلاخره  دوارسا تړون دچکسلواکی دجمهوریت دپراک په پلازمېنه کې د(۱۹۹۱) میلادی کال دجولای دمیاشتی په یوه غوڼډه کې  دټولوِغړوپه ګډون سره ددغه تړون دمنځه وړلو پریکړه یې وکړ اودغه نظامي تړون دمنخه ولاړي .

دناټومخ ته پراته خنډونه اوستونزي :

ناټودډېرشمیرعملیاتی(سیمه یز) اودپیژندنی (موضوعی) خنډونواوستونزوسره مخامخ دی اودخپل پیژاندنی اوکارکولوپه هکله دډېروبنسټیزوپوښتنوسره هم مخامخ دي  . په دی اړه کولای سوچې ددی نظامي تړون ستونزي په یوشمیر سیموکښې  لکه په افغانستان ،روسیه ،کوزو،بالتیک ،دفارس په خلیج ،منځنۍ ختیځ ،قفقاز،منځنۍ اسیااوپه پاکستان کې یې وګورواوترڅیړنی لاندی ونیسو،اوهمدارنګه په حین وخت کې  دهغه موضوعی ستونزي  او دیوشمیرنورومسائلوپه ګډون  لکه جغرافیایی پراختیا،نړیوال کیدل،تروریزم،امنیت،انرژی ،دټولیزووژنودوسلیودپراختیا په وړاندی مبارزه ، د توغنديو ضد د دفاعی سيستم ځای پرځای کیدل  ،دسازمان دغړوترمنځ خپل منځۍ اختلافونه ،دمخدره توکودقاچاق په وړاندی مبارزه  اودچټک اوګړندی عکس العمل  دپاره ځواکونه  دی چې ددغوستونزوپه وړاندی  دغه ځواکونه رامنځته سویدی .

دناټو دپاره مهمی ستونزي  په لاندی ډول سره دي :            

لمړی :- روسیه :دروسیی سره اړیکی اوددی هیواد سره تعامل کول دناټودډېروخاصو ستونزوڅخه ګڼل کیږی  د«ولادیمیر
پوتین» دجمهوری ریاست دوره بیله کوم شک اوتردید څخه  دروسیی دپاره دواکمنتیا دبیرته رامنځته کول اودزیار اوتلاښ دوره وواوددی موخی دپرځای کولواوتحقق ورکولو دپاره ،مسکودخپل ملی ګټوپه نظرکې لرلوسره زیاریې ایستلی دی  چې دناټوسره هم تعامل ولري ،اوروسیه هیڅکله  دختیځ پرلوردناټودپراختیا سره هم موافق ندی ،ځکه چې ددی هیواد امنیت اوملی ګټی دخطرسره مخامخ کیږی .

نوپه همدی ډول سره کولای سوچې دروسیی عکس العملونه  په دی اړه دګواښ دهغه ادبیات څخه کار اخیستنه وبولو  چې دخپلوګاونډیوهیوادونوپه وړاندی ترسره  کوي  ،پرګرجستان باند ی یرغل وکړ ،داروپا دمتعارفوځواکونودتړون څخه په یواړخیزه توګه ووتی ،اوپه استراتیژیکو سیمو کښې یی خپل راکیټونوځای پرځای کړل . که څه هم دناټو تړون تل یې په دی هکله زیارایستلی دی  چې وروسانو ته ډاډ ورکړی ،اوناټوتل ټینګار کوي او وایی چې دجغرافیایی پراختیا طرحه  اوهمدارنګه د توغنديو ضد د دفاعی سيستم  طرحه ، دمسکوپرضد ګواښ ندی اوهیڅکله به داهسی نه وي ،مګر دروسیی جګپوړی چارواکي په دی باندی نه دی قانع سوي  اوله دی کبله  دی چې روسان دمنځنۍ ختیځ ،لاتینی امریکا دهیوادونوسره داړیکودغښتلی کولو په لټه کې دی زیارباسی اوپه پام کې لری چې دروسیه –  برلین ، روسیه  –  پاریس ، اودروسیی –  چین محورونه انځوراورامنځته کړی  . 

دوهم  :-  جغرافیایی پراختیا اونړیوال کیدل : په نړیوال کچه ،دناټوپراختیا اوپه دی نظامي تړون کې دنوېوغړیومنل ، که څه هم چې  دامریکا اودلویدیزوهیوادونوداوږدمهال موخواو ګټودتامنیولوپه لړ کې ګڼل کیږی ،مګر بیله کوم تردیده دغه  پيل دسیمه یزو اونړیوالوځواکمنوهیوادونولکه روسیه ،چین او ایران  دملی امنیت اودملی ګټوپرضد به سترګواښ وي اودغه کړنی به په خپله  په ښکاره توګه سیاسي ستونزي  اخ اوډب اونظامي شخړی به په مختلفوکچه سره په نړی کې رامنځته کړي ،دنړی دجوړه ولواودنړیوال کیدلودایډیاپربنسټ  ،ناټوهرومروبه خپل ورونه (دراوزی) دنورودموکراتیکوهیوادونوپرمخ خلاص کړی اود« دموکراسی په اډی » باندی واوړی ،ځکه چې دناټوومخ ته نړیوال ستونزي دي ،نوهمدارنګه په همدی ډول سره ددی نظامي سازمان غړي او دکړنو پیل هم باید نړیوال  وي .            
دریم :- دننه په ناټوکې دغړیوهیوادونوخپل منځۍ اختلافونه : ناټودخپلو موخو،داړخ نیولواوپلوی کولو،دجغرافیایی بشپړتیا اوپراختیا، اودخاصوکړنواوچاروله کبله په خپل دننه کې په خپل منځ کې (غړی هیوادونه) دکړکیچ  سره مخامخ دی ، داجماع اصل،دغړیونابرابری ،نظامي اختلافونه اوله دی کبله پررامنځته سوی اختلافونه اوسوري سربیره دخپلوګټوپه اړه او په تاریخی سیالیوکې په اروپایی دوه رنګه اودوه ډوله محورسره په ناټوکې په یولړبرخوکې لکه په افغانستان،منځنۍ ختیځ،ګرجستان ،دنوېوغړیوپه منلواو
د توغنديو ضد د دفاعی سيستم   په رامنځته کولو سره دنوسان سره مخامخ سوی اوزړه نا زړه دی اووسوسی یې رامنځته   کړی دي .   

څلرم :- دانرژی امنیت : دایوه لویدیزه واژه ،لغت اوکلیمه ده چې اوسمهال دهغه تبه وختیځ ته،ددی جملی نه وایران ،هند،چین اوجاپان ته هم راکش سوی اورسیدلی دی ،دغه مفهوم ددایمی اوډاډمن ،اودمعقول قیمتونوپه وړاندی کولوسره دانرژیوپه حاملونوکې دودسوي اورامنځته سوي دي . هغه کسان چې دغه واژه استعمالوي ،په دی لټه کې دی  چې د ژئوپولټیکی، اقتصادی، تخنیکی ،سیمه یز ژونداودروانی ژوندرالویدلی ګواښونه  دانرژیوپربازارباندی رالږ کړی . امادسیاست پوهانوپه هاند ددی واژی دکارونی څخه پر  دی موضوع باندی څارنه  ده چې  په لاندنی فکټورونوباندی ټينګارکوي  :

الف :  بیله کوم کیدونکی خطره څخه  دنړی دنفتواودګازوزریمی په اسانی سره ترلاسه سي .

ب : دغه زریمی په منطقی ډول سره په مختلفوډولونوسره دسیمه یزی جغرافیایی زریمواوهمدارنګه دواټن له کبله  دانتقالولو وړ وي .

ج : په ټولیزډول سره دنفتواودګازو دغه پروسه دی دهغوسیموڅخه تامین اوترلاسه  سي چې  هلته امنیت اوثبات وجود ولري اوپه دغه سیموکښې حکومتونه  بدلون ونه مومی ،اودغه حکومتونه اوږدمهاله اودډېری مودی دپاره وي ،نوپه دی ډول سره دنفتواوګازومصرف کوونکی دانرژی امنیت دخپل لړلیدڅخه مطرح کوي  اوداهم طبیعی ده چې مصرف کوونکی دخپل خاص تعریف په لټه کې  له دی مفهوم څخه اووسي .            
د(۲۰۰۶) میلادی کال څخه دانرژیودامنیت موضوغ وناټوته په ټينګه سره وړاندیز اومطرح سواودناټودمشرانوپه سرمشریزه غونډه  کې ،په یوه بیانیه کې دناټوڅخه وغوښتل سو چې خپله پاملرنه وهغو سیمواوحوزيوته ورواړه وي ځکه چې دغه نظامي سازمان کولای سي په راتلونکی کې زیاتره ارزښت  ولري ،نوله دی کبله په ټينګه سره دی دمتحدینودامنیتی ګټواودامنیت دغښتلی کیدلوڅخه  اودانرژی دترلاس لاندی جوړښتونوڅخه دی ملاتړوسي  . 

دغه لاسته راغله لاره په مشخص ډول سره  وروسته  دګازی کړکیچ درامنځته کیدوڅخه چې دروسیی  اوداروپایی هیوادونوترمنځ دیوی نوې امنیتی ستونزي او خنډ دسرلیک په توګه  رامنځته سو،نوددی نظامي تړون دورځنی کړنو په لمړی سرکې ځای ورکول سو.

دامریکا کړنلیکونه  اوتګ لاري دناټودپاره :

دشوروي اتحاد دړنګیدو راوروسته ،دامریکا دډېروخاصوسیاستونوڅخه یوهم دنړیوالو سازمانونو دواک اخیستل په خپل لاس کې  وو ،یعنی د امریکاهیواد په خپل دی زیار اوهاندسره وکولای سوای چې  دملګروملتونوسازمان  په خپل واک کې یې ولري او ځانته  دیوی وسیلی په توګه هغه امریکایی کړی  دبیلګی په توګه دیوګسلاویا دهیواد په کورنۍ اوخپل منځۍ جګړه کې،امریکا دناټـــودنظاميٍ واک  څخه دصربستان دهیوادپرضد په کوزوکې  بیله دملګروملتونود سازمان  اودامنیت دشورا دموافقی څخه  دغه نظامی سازمان یې وکارول اودامریکا نظامي ځواکونه دناټود پریکړی پربنسټ ،دبالکان بمباردایدل  یې پیل کړ ،امریکا په څوتیروکالنوکې دامریکایی پلاوی په ګډون دناټوترپوښښ لاندی، په نړی کې خپلی دندی اوسیاستونه پرمخ بیایی  .   

واقعیت خودا دی چې امریکا وناټوته دوسیلی په ډول  اودیوی غښتلی داهرم فشاردسرلیک په توګه دسیاسی  اونظامي ځواکونود انډول  دمنځه وړلودپاره په خپله ګټه دخپلوموخو دپلی کولو په خاطراودلویدیز داوږدمهال استراتیژی دمخته بیولودپاره دنړی پرژئوپليټیکواو ژئواستراتیژیکو سیمو باندی چې ترخپل واک اولاس لاندی   یې را ولی   په  همدی توګه ګوري  اوزیار باسی ترڅوددغه لاری  او دغه ډول کړنوپه وسیله غواړي چې دپخوانی شوروی اتحاد جمهوریتونه ترخپل کنترول لاند ی راولی اودروسیی دژونداوخلوت وسیمی ته ورننوزی  .

امریکا په اوسمهال کې  دناټوداصلی محرکه ځواکونوترسرلیک  لاندی  زیارباسی  ترڅوددی نظامي تړون  نوې جوړښت  په یو بل انځورسره واړه وي  ترڅووکولای سي چې په نړیوال کړکیچونوکې  ډېرکار ورنه واخلی . په اوسنی شرايطوکې امریکا تلاښ کوي  ترڅودناټودنظامي واک څخه  دخپلوځواکونوپرځای  دنړی  په یو شمیر سیموکښې  دهغه جملی نه  په افغانستان کې  دناټودځواکونوڅخه کار واخلی  امریکا ددی کبله  په  دی خاطرزیاریې ایستلی دی هغه داچې افغانستان یو اسیایی هیواد دی او نه یواروپایی هیواداودجغرافیاوی له کبله  په ټولیزه توګه دناتودواک دسیمی څخه لیری پروت دی نوغواړي  دناټوسره په دی هکله یو استراتیژیک تړون امضا کړی . که څه هم ناټوپه رسمی توګه په (۲۰۰۳) میلادی کال کې دنړیوالو ځواکونوقومانده یې په  افغانستان کې دبیا ثبات دراوستلواوټينګولو،دامنیت دتامینولو،دبیا روغاونی  دپاره یې په دی هیواد کې په غاړه واخیست ،مګر اوس مهال افغانستان لا تراوسه پوری  دجګړی ،آخ اوډب اودشخړوډګر دی اوتروریزم په دی هیوادکې وخپل ژوندکولوته ادامه اوپایښت ورکوي  اودپراختیا په حال کې دی .

افغانستان اوسمهال دناټودځواکونواوخصوصآ دامریکائیانو دپاره يولوی خنډاوستره ستونزه ده .دامریکا نوې دولت دیوی خوانه  نه سي کولای چې اړین امنیتی شرایط دناټودپاره دمرسته په خاطر رامنځته کړی ،اودبلی خوا نه ،دخپلی استراتیژی له کبله هم نه سي کولای چې دخپلودښمنانودبریالتوب ننداره کوونکی اوکتوونکی اووسي . دناټواوسنی شرايط په افغانستان کې او ددی خنډونواوستونزوڅخه دوتلولاره ، په دونی اندازی سره د ناټوونظامي تړون ته ارزښت لري  چې ددی نظامي تړون یوشمیر غړی هیوادونه په دی باور دي چې دناټوسرلیک د (۲۱مه) یوویشتمی پیړی دپاره دافغانستان دهندوکش په غرونوکې ټاکل کیدی سي  ./                    
 

 اخیځلیکونه  : دقطره   نیوز ،آفتاب نیوزاو دریانووستی څخه  .

 

قبلی

 

  

 


بالا
 
بازگشت