فاروق فردا

 

 


ما وې چې ته به راځې

 

 ماوې چې ته به راځې
ستا به پر سر وي یو د ګلو سبد
ته به د کلی مینانو ته چې
خپلوګلپېغلو ته یې
له څو کلو را هیسې

د اخترونو،دڅلورو،دکلیزو او سپرلو دسوغاتونو دسمالونه یې لیږلي ندي
د سرو او سپینو،ژېړو ګلو ډنډرونه وېشې.
ما وې چې ته به راځې
ستا پر او ږو به د سپرلیو یو شین شال پروت وی
او ټولوې به د کلونو او د میاشتو مَرغَسنِې د اسمان له مخې
ته د رڼا او د سپرلو د شنو بویونو تږیو تږیو ته به
د پسرلیو د عطرونو ډک جامونه ویشې
ما وې چې ته به راځې
ستا په راتللو سره
وچې ویالې به له اوبو نه یو ځل بیا ډکېږی
زموږ کروندو کې به د زمیو پر ځای
د شنه غنمو وږی بیا وخاندي
او د کورونو خَمبي
به یو ځل بیا د وړو له دُوړو غاړکي اغوندي
ما وې چې ته به راځې
تا ته به ووایم چې:
دماشومانو وچمورۍ ده په دې ټول کلی کې
مېندو هم نه غواړي چې بیا وَرلَه شي
زموږ د کلی نارینه وو دځانونو داعدام د پاره
د خپل د تن له وچ پوټکي وُرګِینې جوړوي
ما وې چې ته به راځې
او ستا په لاس کې د ټوپکو،د بمونو او ګولیو پرځای
یوه شنه څانګه د ښُوُنې به له ورایه ښکاري.
ته د زیتونو د شنو پاڼو سوغاتونه وېشې.
د وچو شونډو د کلو کلو خَمار د ماتېدو په هیله
ستا د تاوده تاوده کتلو بدرګې دپاره
زموږ د مِېلوي وچې بوټی بیا شنه کېږی او دَندُوري کوي
زموږ د کلي د خمونو وچې شونډي له شرابو به بیا رنګ واخلی
بیا به د کلی د ګلپېغلو او د ژڼو مستي شرنګ واخلي
ما وي چې ته به راځې
او د خیرنو څَپُول ږيرو د وحشت له وېرې
زموږ د زړونو د کلونو سَړَه لِره به هم کډه کوي
ما وې چې ته به راځې
او ستا په غاړه کې زنګېږی به د ستورو امېل
ته د تیاره بخمل پر څنډوهره شپه چې زموږ پر کلي باندې سیوری کوي
دشین اسمان د شنې لمنې په شان ستوري کرې
سپوږمۍ سپوږمۍ دا ښکلی مخ  دې آشنا

ددې اوږدو شپو لارويو ته به
د کږلېچونو او دکندو پرځای
دلمر د کلي نښانې ورکوي.
ما وی چې ته به راځې
تاسره سم به پرښتې د مینې هم په سترګکونو راځي
نور به د کلي څَپول څڼي پېغلې
د بل دنهې او د امره سره سم څَپوڼي نه ګرزوی
د چا له شرمه یا له ویرې منګولپاڼو شا ته نه پټېږي
ما وې چې ته به راځې
ستا به په لاس کې درڼا وږي وي
ته به دنور دانې زمونږه د تیارو زړونو په وچو کروندو کې کرې
او ددې د فصل د ليدو په هیله
ورته دخپل نظر د سیند
له غاړوغاړو نه ویالې ویالې اوبه ورکوې.
ما وې چې ته به راځې
دشنه ځنګله د شین سکوت او د چوپتیا نه زېږېدلي بسرلیو د موجونو او ښکلاوو سبقونه راوړې
او دسیندونو د رڼو رڼو اوبو د بهیرونو تعبیرونه کوې
د لوړو غرونو د اسمان په لورې تګ د لاریونونو،خوځښتونو ترانې غږوې.
ما وې چې ته به راځې
ستا به په خوله کې وي د لمر د رڼاګانو په شان
راڼه راڼه
پاک او سپېڅلي د سیندونو دا وبو د څاڅکو څاڅکو په شان
او د سپرلو دشنه بویونو د سیندونو په اوبو کې مینځل شوي ویې
ته بیا هغو ته چې باڼه یې ستا دلارې په څارلو کله نه جنګول
درڼاګانو او سپرلو دهېرې شوې دنیا
زېری د بیا بیا د راتلو ورکوې.
ما وې چې ته به راځې
او دخبل اند د دروازې کلپ ته کونجي اچوی
لرې کوې د خپل د تن نه دکلو زنګونه
او د لمرونو درڼا په طلایې شغلو کې
ځانته صیقل ورکوې.
خو تا له ځانه سره .....
زه نو اوس څنګه درته ووایم چې ستړی مه شې.
زه نو اوس څنګه در ته ووایم دمه شه دلته
زه نو اوس څنګه درته خلاصې کړم دزړه دروازې
زه نو اوس څنګه درته ووایم چې دې کلي کې
ته خویو څو نورې شپې هم تېرې کړه؟

 

 


بالا
 
بازگشت