پښتو او افغاني هويت د ځانګړو ليکوالو د ‌ذهني ښکېلاک په لومه کې

 

ډاکتر لمر

درنو لوستونکو! چې رښتيا ووايم چندان مې زړه نه و، چې بيا د کرښو په تورولو لاسپورې کړم، ځکه ځينو برېښنايي رسنيو تل هڅه کړې، چې زما ليکنې خپرې نه کړي، نو چې ترې وپوښتې، چې ولې دې دا او يا هغه ليکنه خپره نه کړه، نو ځواب يې يو دئ. هغه دا چې یو وايي: په اوسني ستنوزمنو شرايطو کې د دا ډول لیکنو خپرول سم کار نه دئ او يا هم د برېښنا پاڼې له دريځ سره سمه ليکنه نه ده، بيا بل وايی، چې دا ليکنې د يو او يا بل جاسوسي سازمان د لاسپوڅي ليکنې دي، خو ما بيا هم هوډ وکړ، چې دا ځل بيا هم څو کرښې د خپلو خلکو او هېوادوالو د قضاوت لپاره وليکم.

ښاغلو او آغلو! ما په دغه وروستيو کې د پښتو ژبې د کره کولو په اړه د ځينو ليکوالو ليکنې ولوستې او ځيني داسې وړانديزونه مې تر سترګو شول، چې په اړه يې غبرګون راته اړين وبرېښېدهّ، نو ما هم د دغه څو کرښو په تورولو لاس پورې کړ.

مخکې له دې چې د موضوع په اړه څه وليکم، غواړم دوستانو ته ياده کړم، چې زه د ليکلو په برخه کې يو اماتور (نا څانګپوه) افغان يم او د کره پښتو ليکدود په اړه مې لا څو کاله مخکې يو څو لنډې ليکنې کړې چې يوه يې د (پښتو د سيمييز ګړدود په لومه کې) نومېده او پر برېښنايي پاڼو راڅرګنده شوه او د دعوت په مياشتنۍ کې هم خپره شوې وه. له بل پلوه د پښتو د ليکدود له ټېکه دارنو سره هم دلته او هلته مخامخ شوی يم. له ښاغلي پوهاند مجاور احمد زيار سره مې په اروپا کې وليدل او ناڅاپه په يو موټر کې سره برابر شؤ، خو کله چې ما د دغه محترم خبرو ته غوږ شو او ليکنې مې يې ولوستې، نو د دواړو په منخ کې ډېر توپير ؤ، خو ما داسې وپتېيله، چې ورځه د لويانو په خبرو ته نه پوهېږي، خو د پوهاند زيار ګڼشمېر ليکنې مې وکتلې، خو نه مې ليکنه سمه لوستی شوای او نه مې هم د موضوع په موخه سر سم خلاصېده، خو پايله دا شوه، چې له ځانه سره مې ووېل، چې د ښاغلي زيار صيب ليکنې د پښتو د نويلوجيزم په بړبوکۍ کې دوړنه شوې ده او د معاصرې پښتو رنګ يې اخيستی دئ.

ښاغلی معصوم هوتک ما د ټورنټو ښار په يو جومات کې د ولي خان د فاتحې په مراسمو کې وليد او ګډ مو د ماسپښين لمونځ وکړ، خو په زړه پورې دا ده چې يو درې کاله مخکې ښاغلي معصوم هوتک د (پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه) په نامه يو کتاب خپور کړ، خو دا هم ډېر په زړه پورې کتاب دئ، ځکه چې د کتاب نوم د کره لیکدود او يا هم معياري ژبې له توګو سره سر نه لګاوه، ځکه چې دا کتاب هم د سمييز ګړدود په لومه کې ښکېل دئ، نو کله چې يوليکوال د معياري ژبې خبرې کوي، نو ليکوال خو بايد له خپل کلي راووځي او د ټول هېواد لپاره د پښتو کره ليکدود او کره پښويې (ګرامر) وړانديز وکړي. ښاغلی هوتک په خپله وروستئ ليکنه (په تاند کي پرژبه باندي توندبحث) کې د خپل استدلال لپاره د زړو او تېرو ليکوالو څرګندونې او سپړنې ليکي، چې دغه پېښې د ژبې په وده کې يوازې تاريخي اخځليک کېدلی شي، ځکه ژبه او ټولنه د وخت په تېرېدو بدلون مومې او پرمختګ کوي.  هوتک صيب همدا ډول د پښتنو د ژبې د بېلابېلو غږونو د شتوالي او په ژبپوهنه يا ژبوينه کې د پښتونو لوړ استعداد ته هم نغوته کړې ده، خو زه به ياده کړم چې پښتانه د (ف) په ويلو کې ستونزه لري او عارف ته (عارېپ) وايي او د (ق) توری هم له ستونزو سره وايي، ځکه د جهاديانو په موده کې به هزارګانو کورت(قروت) په جوب کې ګرځول، چې پښتون له نورو توپير کړي، په ځينو سيمو کې (خواهش ميکنم) نېغ په نېغه ژباړل شوی او وايي: خاېې شکوم!!، درنو لوستونکو داسې بېلګې ډېرې دي، نو موږ هسې هم کره ليکدود ته اړتيا لرو.

لږ تر لږه دوه کاله مخکې د افغاني جهاد اتل او د ننني مقاومت مخور ښاغلي ګلبدين حکمتيار هم د پښتو ليکدود او په تېره د بېلابېلو (ی، ي، ې، ۍ، ئ) د کارولو توګه د عربي ليکدود په رڼا کې سپړلې وه او د (چي او چې) د کره لیکلو په اړه يې به زړه پورې وړانديز کړی ؤ، خو بايد له هېره ونه باسو چې پښتو يوه نا پېيلې او سمسوره ژبه ده، مګر د پښويې او ليکدود په اړه لکه نورو ژبو غوندې ورته کار نه دئ شوی، ځکه پښتو تل د سياسي ملحوظاتو او سيمييزو کړکېچونو قرباني شوې او په يو بېسواده ملک لکه افغانستان کې هر نيمه څانګپوه او يا هم څانګپوه هر څه چې ووايي او نور يې هم مني، نوسمه دا ده چې د پښتو په کره توب کې پښتوڅانګپوهان د ژبې سم ګرامري جوړښت رامنځ ته کړي، چې زموږ ستونزې کمې شي. بايد ياده کړم چې د ښاغلي حکمتيار صيب ليکنې او کتابونه ډېر په روانه ژبه ليکل شوي، چې د (پټې دسيسې او بربنډې څېرې او بايبل د قران په رڼا کې) په لوړ معياري ليکدود ليکل شوي کتابونه دي.

ښاغلی سعدالدين شپون صيب لږ تر لږه ۶ کاله مخکې ما په يو اروپايي هېواد کې وليد او د دوی ناولونه په ډېره ښايسته پښتو ليکل شوي دي، خو څه موده مخکې يې په برېښنا پاڼو کې د پښتو د ځينو توريو د حذفولو وړانديز کړی ؤ، خو په دې اړه ښاغلي معصوم هوتک څو کرښې تورې کړې دي، چې د دغو تورو په لرې کېدو سره په پښتو وينګ کې ځينې تلفظي ستونزې رامنخ ته کېږي، چې ناوړه اغېز د پښتو په ژبه او د هغې په وده کولی شي ولري، خو زما په ګمان د زليخل پر ځای د زليخې ليکل هم نامناسبه کار دئ، ځکه چې د پښتو نومونه لکه (مينه، لېمه، زرکه، للمه، کوتره ...) د چا، چاته، له چا نه په ځوابونو کې د (ه) اوښتل په (ې) د ژبې د ويلو او ليکلو سمه توګه ده، خو د (زليخا، شيما، هما، ليما) نمونه بدلون نه مومي، له بل پلوه داسې نومونه لکه (ککۍ، سیلۍ، مشواڼۍ، شينکۍ) هم بدلون نه مومي، يانې دغه نومونه د چا، چا ته او له چا له پوښتنو سره د (ۍ) سره لیکل کېږي، چې د پښتو ځانګړتيا او ښکولا ته نغوته کوي.

داسې ډېر نور ليکوال شته چې د پښتو د ليکدود په اړه خپل وړانديزونه کوي، چې په دې وروستيو کې د وکيلي په نامه هم يو ليکوال د پښتو ليکدود او ګرامر په اړه ځينې له زړه او يا ګېډې راايستلي فورمولونه ليکي، چې دا ټول د ژبې د وروسته پاتې کېدو او د ټبر د وېشلو سبب ګرځي او ځوان نسل له بې ځايه پوښتنو سره مخامخ کوي او ژبنيز انارشيزم په ليکبڼه او ليکدود کې رامنځ ته کوي، چې ښې بېلکې يې په نننيو برېښنايي پاڼو کې ليدلی شئ.

ما ښوونځی په فارسي ژبه لوستی او د ايران له فارسي سره لا د ښونځي په موده کې اشنا وم، خو د ايران د لعجوي ژبې په پرتله د کابل د سيمې د دري ليکدود او وينګ تر ايراني ډير غوره ښکاري او ليکبڼه يې معياري ده، ځکه نو ايرانيان د افغانستان د فارسي ژبو له موسيقي سره ډېره علاقه لري او د تاجکستان خلک او هنرمندان هم هڅه کوي د افغانستان فارسي د ايران په پرتله خپله کړي او د فارسي کلاسيک شاعران هم نننۍ دري ته ډير ليوال ول او دري تر ايراني فارسي معياري ده.

ما لوړې زده کړې په روسيه کې تر سره کړې او روسي د شوروي اتحاد په ۱۵ جمهوريتونو کې ويل کېدله، نو روسي په تاجکستان، اوزبکستان کې هماغه روسي وه چې په بېلاروسېې، اوکراين او ماسکو کې ليکل کېدله، خو د ځينو توريو په وينګ کې يې توپير ؤ، خو ليکدود په ټول شوروي کې يو ؤ. د ورستيو ۱۰۰-۱۵۰ کلونو په بهير کې روسي ډېره وده کړې او زړه روسي له نوې روسي ژبې سره نه پرتله کېږي، خو په زړه پورې دا ده چې اوسنۍ روسي که به هر ګوټ د دنيا کې ولوستل شي نو يوه کره روسي به لولي.

په جرمانيک ژبو کې په نيدرلندي پوهېږم. دا ژبه لږ تر لږه ۴۶۵ ګړدودونه لري، چې د ۳۰ په شاوخواکې يې منل شوي ګړدودونه دي، خو ۳ ګړدوده يې په ټولنه کې اورېدل کېږي، مګر نيدرلندي یو معياري ليکدود لري او په بلژيک او هالند کې يو معياري ليکدود رواج دئ او رسنۍ، کتابونه او اداري کارونه په يوه معياري ژبې تر سره کېږي.

ما د انګرېزې ژبې په زده کړه کې د اينګلند، امريکا او کاناډا ګرامري کتابونه وکارول او د يو څه مودې لپاره مې انګرېزي د کاناډا د ILAC په اکاډمي کې هم ولوستله، خو بيا هم د ژبې په ګرامر او ليکدود کې يو معيار ؤ، خو نه پوهېږم، چې په پښتنو څه ټکه لوېدلې، چې هر یو يې خپلې خوا ته کشوي او پښتانه په (موژ ويونکي او موږ ويونکي وېشي) او یا هم ژبه او ټبر  د خپلو سيمييزو غوښتنو قرباني کوي.

په درنښت

 

داکتر لمر

     

 


بالا
بازگشت