د مړي لاس نیوې !
لنډه کیسه
ګاونډې مي ډیر بوډا وو ، د ده له قوله ۹۵ کلن وو . له پښو ډیر ظهیر وو خو فکر او سوچ یی لا ډیر غښتلي پاته وه . ( مارک ) ټول وخت د لوی کور په وړه خونه کي چي کړکۍ یې د کوڅی خواته وه په خپله ریړۍ کي ناست او کوڅې ته کتل . نه پوهیږم چي دا ټوله ورځ به ده څنګه تیرول ؟ لاروي به یی شمیرل ؟ که به یی له ځان سره د خپل ژوند وروستۍ خوږی ورځي لنډولې ؟
دلته لمریني ورځي په شمار دي . د سپوږمۍ هغه شرم چي د وریځو تر شا پټیږي ، دلته لمر خپل کړۍ دۍ . د نړۍ خلک بلجیمیان له دې نه پیژني چي له سلام نه وروسته خبره یی د هوا د حالاتو په اړه وي . داسي کسان سته چي ډیرو تیارو یې پر ذهني او رواني حالاتو اثر کړې او ځان يی وژلی . داسي تنهایی لکه دلته چي د سپین ږیرو په نصیب رسیدلی ده ، ډیره زورونکی ده . د مارک خبره مي کول .
سهار چي به مي د هټئ دروازه پرانستل نو سترګي به مي پر ښاغلي مارک ولګیدې . مارک به هم زما سترګي تر هغو څارلی تر څو زه ورته وګورم .د ادب او شخصیت احترام به یی پر ځای کړ . پوهیدم چي غواړي له خپلي چوکۍ پورته سي خو پښو یی یاري نه ورسره کول . په خاصه اشاره به یی خپلي پښې وښکنځلی او سلام به یی ادا کۍ .
مارک به له سهاره تر ماښامه زما د ذهن ملګرۍ وو . د ده د تیر ژوند د پرستیژ او وقار نه ډکه وظیفه ، خدمت او صداقت ، پوهه ، او اوسنئ تنهایی ؟ دا ټولو پوښتنو زما څخه وخت غوښت چي جواب ومومي .
د ورځي په لمړیو ساعتنو کښي به زما همکار راغئ او کار به مي ورته تسلیم کئ . ما باید د نورو کارونو لارښونه او سرپرستي هم کړې وای ، خو تر ټولو لمړی مي د ښاغلي مارک احترام ته ځان رساوه . (مارک دلتاندر ) د خپل وخت پوهه او ایمانداره وکیل وو . په خپله ریشته کي یی تر دوکتورا تحصیلي دیپلومونه درلودل .
وختونو او غمونو یی د مخ پوستوکئ ګونجي منجي کړۍ وو خو زړه يی له انساني کرامته ډک او انسانیت ته ژوندئ پاته وو .
ده به ولیدم ، چي د ده خواته روان یم خو بیا به هم منتظر وو تر څو د دروازی زنګ ووهم . سمدستي به یی د لاس په ریمونټ کنترول دروازه خلاصه کړل . تر لنډي ستړی مسي وروسته زما لپاره پر ایښودل سوي چوکۍ باندي به کښیناستم او دوهمه پوښتنه به یی د بلجیمیان خلاف « د اب هوا » زما د وطن او هلته د حالاتو او احوال ، په اړه وه .
ښاغلې مارک به پوهیده چي زما لپاره به يی پر انټرنیټ د افغانستان ټوله خبرونه را ټول کړي وه ، بیا به یی یویو له حقوقي تحلیلونو سره يو ځای زما سره شریکول .
یوه ورځ چي د ژوند اخیري ورځي يی وې ډیر خوشاله وو ، ما ویل لکه چي د نوي ژوند زیرۍ پر سوۍ دۍ ؟ او یا یی په کورنۍ کښي د لمسي واده دۍ ؟ ما یی د خوښۍ سبب ځیني وپوښتۍ خو ښاغلي مارک ځان تیر کۍ .زما له تکرار او تاکید سره سره يی وویل ، پریږده چي سورپرایز ووسي .
پرون سهار مي د معمول سره د هټۍ ور پرانیست خو ښاغلی مارک مي تر سترګو نه سو . تشویش مي سو او د کور خواته یی ورغلم . د دروازئ زنګ مي وواهه ، دوی دقیقی وروسته دوو نابلدو خلکو دروازه راته خلاصه کړل . د ښاغلي مارک پوښتنه مي وکړل ، هغوی یو او بل ته وکتل او بیا یی په ډیره خواشنۍ سره راته وویل چي مارک ابدي ژوند خپل کړ ، له دی دونیا نه یی کوچ وکړ . ډیر خواشینۍ سوم ، پر زړه مي سستي راغله ،کښیناستم ، بیا مي د هغو خلکو نه د مارک د جسد پوښتنه وکړه ؟ هغوی د مارک د جنازی او جنازی د مراسمو وخت او ادرس راکړ .
نن سهار مي توره دریشي او توري عینکی د خپل دوست په غم کي د ګډون لپاره واغوستل او د روغتون پر لوري روان سوم .
هلته د مارک نور دوستان او خپلوان هم د مارک سره خدای په امانۍ ته راغلي وه . جنازه تر لیدلو وروسته باید خاورو ته سپارل سوی وای ، خو تر مراسمو وروسته یی زوی چي له امریکا څخه راغلۍ وو د خپل پلار هغه عریضه ولوستل چي له دولت نه یی غوښتنه کړی وه « زما له مرګ نه ورسته زما د بدن سالم او جوړ غړي بل مریض ته هدیه کړۍ ، او یا یی هم په لابراتوارنو کښي د ځوان نسل ازمویني ته کښیږدۍ »
موږ چي ټولو د خپل دوست پر جدایی ژړل ، زوې يی ماته رانژدی سو او د خپل پلار د عریضی متن یی راوښود ، پر هغه د حکومت او د محکمی حکم او لاسلیک یی د پلار د هغی ورځي د خوښۍ لامل وباله ...
امین باوري
ات - بلجیم
29/05/2009