دسولې ورځې ته درناوىکه دسولې زيګنال
محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
د٢٠٠٨ زېږديز کال د سپتمبر ٢١ مه اود١٣٨٧هجري لمريز کال دوږي ٣١ دسولې دنړيوالې ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې په شاندارو مراسموونمانځل شوه ، ملګرو ملتونو په دې ورځ په افغانستان کې له ټولو وسلوالو او مخالفو اړخونو څخه غوښتي وو چې کم ترکمه پدې ورځ دښه نيت ښودلو او ددې ورځې ددرناوي په خاطر جنګونه او جګړې ونکړي .
که څه هم په جګړه کې داخته ډلو ددريځونو واټن ته په کتلو چاداباور نشو کولى چې داورځ به په رښتياهم په خير او خيريت تېره شي خو له نيکه مرغه له کلونوځنډ وروسته دالومړۍ ورځ وه چې زموږ هېوادوالوپکې دټوپک ډز وانه ورېد او دباروتو بوى يې ترپوزې نشو .
داچې په افغانستان کې دجګړو ټولو خواوو ددې ورځې درناوى وکړ او په خپلو مخالفينويې ډز ونکړ دا پدې معنى ده چې داډلې سولې ته درناوى او دسولې هيله لري .
داپه حقيقت کې ددې څرګندوى دى چې داډلې نورله جنګونوستړې شوې دي .
ديوې ورځې دا غيررسمي اوربندپه حقيقت کې له هر لوري بل ته دسولې يو پيغام وو دا دې څرګندوى دى چې نور نو زموږ هېوادوال هغه که په هرلوري کې دي له جګړو کرکه لري او دادنورو لمسون او دسيسې دي چې دوى يې يو له بل سره په خپلو کې اچولي دي .
رښتيا هم چې سوله يو ستر نعمت دى داداسې يو نعمت دى چې دنړۍ بل هېڅ نعمت ورسره سيالي نشي کولى . سوله په دنياکې يوه جنتي وږمه او جنتي نعمت دى . هرڅوک دې نعمت ته اړدي ، هرڅوک غواړي چې دادجنت وږمه يې روح تازه کړي او په ځانګړې توګه افغان ولس چې نور له شک پرته دجګړو، وينو او باروتو له لاسه پوزې ته راغلى او تر وروستي ممکن حده ترې کرکه لري، سولې ته ډېر لېواله دي دومره چې دسولې هرسراب ورته کوثر ښکاري .
اوس چې دجګړو ټولو لوريو دسولې يو روښانه زيګنال ورکړ نو په کارده چې سوله غوښتونکې ټولنې ، ملګري ملتونه ، اسلامي کانفرانس او ... دازيګنال تقويه ، تعقيب او بدرګه کړي او سر له همدې اوسه دسولې او تفاهم لپاره کار پيل کړي ، له ټولو اړخونو سره کيني ، ګيلې ، غوښتنې اوهيلې يې واوري ، ددواړو لوريو دريځونه رانږدي او په يو محور يې رايوځاى کړي .
باور دى چې که څوک دزړه له کومي دسولې لپاره کار وکړي نوهڅې يې ګټوره پايله لري ځکه وړاندې مو وويل چې افغان ولس نور له جګړو ډېر ستړى دى هريو له دغه حالت څخه وتل غواړي خو په افغام ولس کې دايوڅو تنه دي چې خپل ژوند په جګړو کې ويني ، دوى دملت ويني زبېښلې دي، دوى وېرېږي چې که امن او امان راغى نو ولس به ورسره حساب کوي ، دخپلو شهيدانو ، ټپيانو معيوبينو کونډو يتيمانو او ځورېدليو پوښتنه به ترې کوي .
داڅو تنه ملاسوويچان او کراديچان دي چې ددار پړي يې دهرکلي لپاره لحظې شمېري او لېرې نده چې دانتظار داشېبې به يې ډېر ژر پوره شي .
دولس ترڅنګ دجګړې دواړه خواوې ( په حقيقت کې درې خواوې ) هم نورله جنګه ستړي ښکاري ،دولت پوهېږي چې واکمني يې نوره يواځې ترښارونومحدوده شوې ده ، هره ورځ يې لسګونه تنه پوليس او اردو وژل کېږي ، ډېرې لويې لارې يې دمخالفينو په واک کې دي ، هره ورځ يې پراکمالاتي کاروانونو بريدونه کېږي ، او لويې لارې يې دسوځېدليو ټانکرونو اوراو دود نيولې دي .
همداراز دولت او ناټو پوهېږي چې اوس داور دلمبو ژبه تر پلازمينې کابل هم راتاوه ده او ان دلته په پلازمېنه کې هم چارواکي خوندي نه دي چې په دې وروستيو کې په کابل کې دوردګو يو تن پخوانى جهادي قوماندان حاجي تورګل ، څو ورځې وړاندې دلوګر دوالي عبدالله وردګ او څو نورو رئيسانو وژنه او د غويي په اتمې دجشن په مراسمو دطالبانو بريالى وسلوال بريد ددې دعوې ستر ثبوت دى .
دناټو او امريکايي ځواکونو مورال خو دومره لوېدلى چې ان که سل مترۍ ته يې هم کوم ملکي موټراو ياڅوک ورنږدې شي نو دستي يې وژني چې داپخپله دوېرې او وارخطايۍ ښکارندوى دى .
زه هېڅکله داهم نه منم چې ناټو او بهرنيان په افغانستان کې سولې او له مخالفينو سره خبروته اړتيا او لېوالتيانلري . داسمه ده چې په بهرنيو کې ځينې سرتمبه او ځان غوښتونکي کړۍ دخپلو شخصي موخو لپاره په افغانستان کې پر جګړې ټينګار کوي او دلته له القاعده او طالب سره دمبارزې ترشعار لاندې نورې پټې موخې تعقيبوي خوحالات ښيي چې دلته موجود شرائط نور ددلته مېشتو بهرنيو په انډول ډېر ددوى دمخالفينو په ګټه دي . که څوک په افغانستان کې اوسنى جنګي حالت له هغه پخواني اوه کلن حالت سره پرتله کړي نوله ورايه ښکاري چې حالات او دجګړې رنګ ډېر دمخالفينو په ګټه بدل شوى دى . اوه کاله وړاندې به بهرنيان په طالبانو پسې غرونو ته تلل او هغوى به دفاع کوله خو نن هغوى په دولت او بهرنيو پسې ښارونو ته راځي او ان بهرنيان يې په لويو ښارونو کې هم دفاعي حالت ته اړويستي دي .
نن به کمه داسې پېښه شي چې دبهرنيانو کوم کاروان دې په سويلي او سويل ختيځو سيموکې روغ ووځي .نن هماغه دډاکټر نجيب الله دواکمنۍ وروستۍ شېبې تکرارېږي هغه وخت به هم حکومتي خلک له يوه ولايته بل ته دمجاهدينو له وېرې يا دهواله لارې او يا هم دکاروان په بدرګه تلل نن هم همداسې ده .
په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونولګښتونه( په يوه دقيقه کې کم ترکمه ٦٥٠٠٠ډالر) ملاماتوونکي حد ته رسېدلي دي چۍ په هېڅ ډول يې اړوند هېوادونه په ځانګړې توګه امريکا داوږدې مودې لپاره زغم نلري . داټول هغه فکتورونه دي چې جوتوي اکثره بهرنيان هم دلته سولې ته لېواله دي او ياوخت او حالاتو دې لېوالتيا ته اړوېستل.
همدا رازمخالفين هم نور ستړي او مجبور دي . هغوى هم هره ورځ په جنګونو اوبمباريو ګې وژل کېږي ، زيانونه زغمي ، دژوندانه له ټولو خوندونو او امتيازاتو بې برخې او په غرونو او دښتو کې پراته دي . اخر دوى هم انسانان دي ، ژوند او اړتياوې لري ،کورونه او راتلونکى لري .
داچې يو تن يې هم وژل کېږي ورته دزغم وړ نده ،اخر هغوى خوهم دکچالو په څېر په ځمکه نه کرل کېږي، هرو مرو کورنۍ ، دوستان ورونه ، پلار او مور لري . نو هېڅ امکان نلري چې دوى دې سولې ته اړتيا ونلري او يا دې له سولې مخ واړوي . نه هېڅکله هم نه ، سوله دهرچا اړتيا ده هم ددولت ، هم دناټو هم دامريکايانو اوهم ددوى دمخالفينو، خوخبر داده چې داسې کوم بې پلوى ارګان اوجريان وموندل شي چې دجرګو او مرکو توان او ظرفيت ولري ،ټول پرې باور وکولى شي او ټولو ته داعتبار وړ وي. داسې جريان چې په رښتيا هم دافغانانو پر حال ترحم ، زړه سوى او عاطفه ولري .
او پدې ډېره مهمه دنده کې بريالى رول ولوبوي .
هيله لرو چې دسولې داورځ په ټول هېواداو په ټوله نړۍ کې درښتونې سولې پيلامه او دهوسايۍ او سوکالۍ وږمه وي.