فاروق فردا
کابله
په بې وسی مې درکتلو تا لیدم کابله
تا سره یو ځای په یلغار کې سوځېدم کابله
ته لکه ګل ته لکه غېږه د جانان وې زما
زه دې د تن د عطرو سین کې لمبېدم کابله
زه د جانان د تورو سترګو دنظر په شانی
ستا د نظر سره به څومره لګېدم کابله
ستا خوشالۍ ته ما په لپو کې خندا در وړله
لکه باران به ستا پر تندو ورېدم کابله
ستا په ګلغېږه کې روزلې مې ګلپېغلې د شعر
په ګلویونو د ګلغږو غږېدم کابله
جانان جانان مخ دې زما له سترګو لرې نه شي
لکه سالو پرې د مچکو غوړېدم کابله
ستا د هرګل خندا چې کله به ما واورېدلې
زه به بیا غېږې د جانان ته رسېدم کابله
ستا د ارمان د کلي څلی لوړېده چې څومره
ورسره یو ځای لکه څلی لوړېدم کابله
ستا په لیدو مې سترګی هیڅکله ماروبې نشوی
لکه د اوښکو ستا له سترګو څڅېدم کابله
کله چې ستوري د اسمان یې په ټوپکو ویشتل
په خړزېدو کې لکه ستوری ځلېدم کابله
دګوریجنو هنګولا کې ورکېدلې مانه
له ډېره ستوهه زه له تانه و رکېدم کابل
ستا مې د زړه کوشېر ته خپل دزړه کترې پرېښودې
څومره زړور وم د خپل له زړه نه بېلېدم کابله
ها خړزېدل او هنګولا زه دومره وزموللم
چې زمولل شوی ستا له څنګه تېرېدم کابله
د چا یلغار نه ډېرو ستوهه شول د څخوزو په سوال
ها یلغار ګر نه شرمېدل، زه شرمېدم کابله
پرتا لیده مې تر شپېزرو به سپرخي ورېد ل
پرهر پرهر تاسره سم زه خوږېدم کابله
ستا سر وتن یې چې شپېلل د تورو شپو لاروي
ما وینې وینې به ژړل او کړېدم کابله
ساړه سیلۍ چې د سپرلیو پر ښکالو لګېده
زه ستا دوینو تودوبی کې تو دېدم کابله
ما ستا پر ستوني باندې ولیدل چې پړی د دار
ستا له همغاړو سره یو ځای ژړېدم کابله
ته د جانان په سر د دار پولې ته ورسېدې
زه ایله دوړو ستا د پښو ته رسېدم کابله
تا شهادت ته غېږه ورکړه د خندا پر څپو
زه ستا ریښکو د ګرېوانه کې رغړېدم کابله
تا مستقبل په ګلهیندارو کې له ورایه لیدل
لکه هیندارې تر ماضی، زه غزېدم کابله
د څو کلونو اورلړوني خپله اور شول درته
ته یې په اور کې سوځېدې زه درنه تلم کابله
لکه بیڅوکه یتیم تا را پسې ښه وژړل
له تانه لت پت په سرو وینو بېلېدم کابله
د مخه ښی هغه شېبه درته په یاده ده چې؟:
دځان اوستا داوښکو سیند کې ولوېدم کابله
پر دې به کله، زه خپل ځان او جهان و بښمه
چې ستا په شان د چا په اور نه ورتېدم کابله
چې په دروهلو ستا پر تن یې موغري کیښودل
زه هم د تن په موغرو کې پټېدم کابله
ستا وچې شونډی جل وهلي مې لیدلای نه وای
کاشکې چې سیند وم پر سینه دې بهېدم کابله
بېګاه به خوب کې د ګلپېغلې په شان و مې لیدې
زه دې له سره او له تنه ګرزېدم کابله
ما وی چې بیا به کله زما شعر کې غاړه شې ته
غاړه غړۍ شوې تر هغې چې ویښېدم کابله
درنه څو وارې دروارۍ شوم ستا بلا مې واخیست
لکه د تل په شان چې تانه ځارېدم کابله
کاشکې چې یو ځل بیا هم ستا څانګو کې ځاله مې شی
یو وارچې بیا په شنو سندرو غږېدم کابله
ته به مې بیا د شعر اتل وای او زه ستا غاړه ګر
تا سره سم به مستېدم او نڅېدم کابله
بیا ستا څنګل وای زما سر او هغه شین پسرلی
خوب د غرمو پورې به هیڅ نه مړېدم کابله
فردا
۱۳۸۷-وږی