پوهاند داکتر محمد ظاهر حکمی

 

د خلکو او ملیتونو یوالی اغیزه پر امنیت باندی

 

افغانه افغانیت در نه په تګ وینم   - خلکو وحدت پوری ندی هیڅ کلک وینم

           ته خو نوی  داسی له  موره  پیدا  - د غلیم  په خد مت ګوره  د سپک  و ینم                   

      د امنیت په اړوند د هیواد سیاسی نظامی اجتماعی او اقتصادی حالات د ډیر هلو ځلوی له ډیر خارجی او داخلی قوتونو او خیر خوا  منابعو ګورو چه لا  کړکیچن کید و  ته روانه ده ، او هر څوک که ګوندونه که تنظیمونه او یا رنګ رنګ متخاصم ګروپونه چه سلاح په لاس نیولی دی  او د ټوپک په زور هریوی  مقام او زمام غواړی، په چور او چپا ول کی خپله ګټه وینی سلا مشوری  ته غا ړه نږدی ، د روښان  فکرا نو ، پوها نو  قومی مشرانو  سپینږرو خبرو اترو ته غوږنه نیسی او خلکی د یا س او حیرانتیا په ټغرکی لاس تر زنی کینولیدی. او ددی نا بلل شوی له ویرانی قتل قتال څخه ډکه جنګ ته دوام ورکوی او پای ورته نه لیدل کیږی، چه حتی جهانیان ورته اک پک پاتی او خسته شویدی .

      په افغانستان کی  د ملګرو ملتونو یو لوړ پو ری چاروا کی وا یی ، په افغا نستان کی اوسنی جګړی  د پای ټکی او امنیت راوستو ته  یواځی  پوځی او سیاسی  فعالیتونه کا فی ندی بلکی د خلکو او ځانګړی ملیتونو د میړانی او شهامت په نظر نیولو او د هغوی په یو موټی توب باندی چه د مینی ژور احساس پوری اړه لری ، او نن ورځ  د ترهګری  او نا خوالی  نا مطلوبه اغیز  لاندی راغلیده با ید هڅه او ها ند وشی.

      همد ا رنګه  د تا ریخ  په  اوږد و  پړاو نوکی  د خلکو  ګډ  ژوند ون   تجا رب   ا و  بر یا لیتوبونه  ښودلی ده  . چه  په یو هیوا د   یا  یو  ټولنه کی  سونه چه  مو ټی  توب  د خلکو له خلوصیت ،  سپیڅلی  نیت  او انسانی اړیکی باندی ولاړاو محتاطانه د خلکود ګټو

او هیلو سره سم چه د عدالت پر بنسټ  رامینځ ته شوی وی همغونه زیاته بین الملیتی نیکی احساسات او اړیکی د خلکو په   زړونه  را ژوندی کیږی . چه دا د ژوند ون په  اږدو  کی ضروری  او د منلو وړه پد بده  ده . په بین القومی ، بین المسکونی او ژبنی اختلافات کوم چه  خلک  په هغه  او یا د غه  پلمو  با ند ی سره جلا کوی  او د مو ټی  توب  پر مخه لکه  د اوسپنی  د یوا ل  د ریږی   په جدی  توګه  بیا هم  د پوه  مصا لح  او بی  غرضو  خلکو لخوا محتاطانه ګام واخیستل شی  چه خلکو ته خوابدی او سوی  نظر پیدا نشی . څکه چه د خلکو د ښمنا ن ددغه  فرصت په استفا ده لاس  وهنی کوی  ترهګری  او بی اتفاقی ته لمن وهی چه دسو کالی په پروسه کی خنډ پیښ شی چه دا عمل د ځغم وړ نه  دی  او ضرورده چه مخه ورته ونیول شی .

      په  یو ټولنه یا یو هیوادکی سومره  چه په خلکوعد م  تفاهم د ژوندون په هر اړخه کی وجود ولری ، هغومره په کی نفاق او بد مرغی زیا ته وی او د ښمنان بیا هم  د فرصت  په  ګته په بی  اتفاقی او جلاتوب دخلکو چه د هغوی پر امنیت او خوندی ژوند پوری منفی او خراپه  اغیزه  کوی  خپله  شوم  اغراض  مخ  ته  بیا یی ، اوپر نا پوهو په چوکی او پسیو  مینانو باندی خپل شوم اهداف تر سره کوی چه وطن ویجاړ شی او خلک سره  واچوی  .

      که د میشته ملیتونو د تیر شوی ژوند په تړاو په هیواد کی  لږ نظر  واچو  او د هغو د ژوند د وصف اړخی ته وګورو ، ورښایی چه خلک د یوالی  په فضا کی چه د خو ښی  او مینی څخه ډکه وه سره په سوله اوسیدل او په مینه سره راشه درشه خپل مینځوکی دلود ل.

په هغو د ژبی ، مذهب طبقاتی تبعیضات او اختلافات  نخ  نښانی نه  لید ل کیده . او هر یو لکه د یو دینی  ورورپه توګه سره ژوند کول . او دا رنګ اجتماعی او ټولنیز ژوند  ته هر یو په درنه ستر ګه کتل . د امنیت او خوندی ساتلو په وړاندی هریو ځانونه مسول با لل او پخپل مینځو کی د امنیت په نیولو کلک ولاړ  او ددښمنی څخه په ډډه  د سوله ایز ژوند ته ادامه ورکول. حتی  د ډیر مینی او خلوصیت له کبله  د یوبل په مرسته سره  دانګل. د خه نیت په لرلو د ژوندانه چاری ددوی په خه توګه  تر سره کیدل. د د وی ډ یر مهمی  چاری د جلسو مرکو او د سپنږور په مداخت مرفوع  کیدله ، چه دښمنی خوابدی بغض اوکینی ته ځای نه  پا تی کید له . نو څرګنده  خبره ده  چه څونه  یو ټولنه کی چه د زړه له کومی وحدت ووسی  جنګ ترهګری او بی امنیتی ته ځای نه لید ل کیږی .د ښمنانو ته زمینه د  جنایات ، شراندازی اوچو چپا ول  نه پا تی کیږی ، چه په نتیجه کی بد ا رنګه  یو واحده ټوانه یا هیواد  باندی  د بد مرغی او ناارامی شرایط او زمینی نه لیدل کیږی.

      مسلمه خبره ده چه په داسی را ایجاد شوی واحده تولنه چه د خلکو په رغبت او مینه را مینځ ته شوی وی په کی ترقی تعا لی ، پوهه  او هوښیاری  بدون د کوم ویری او تغافل په چټکتیا تر مخه ځی او خلکی  له خوښی  د ویاړه ډکه د یو بل په لیدو خوشحاله  او خپل د خوښی ژوند په سمولو هڅه کوی.

       د خلکو او ملیتونو موټی توب او اغیزی پر امنیت او سولی نه یواځی همدا دی بلکه څرنګه  چه د خلکو زور د خدای  زور دی .  نو دغه زور په یواځی توب لاس  ته راځی بلکه  د متحد او مصممو خلکو د خوښی  توحید  چه د زړه له  کومی  وی  راخیژی  او تر لاسه کیږی چه په نتیجه کی  په داسی متحده  زورمند ه  جا معه کی چه له  د ښمن د زهر پاشی او زلیلی نه سوا ده ژوند له  امن او امنیت نه ډکه تر سره کیږی. همدا رنګه  له بلی پلوه  پرستیزاو حیثیت دداسی متحده یو موټی  ملیتونه  نه چه ځا نته په داخل د هیواد بلکه  د ګاونډیو او حتی  د جهان په سطحه لوړ وی او خلکی  تل د حرمت او رفا نه ډ که ژوند کی اوسیږی .

       په  اتحاد او  ټولنیز ژوندکی  ډیری ګټی او مزایاوی  انغښتی ده  که هر سومره  پی وغږیږو بیا هم لا کمه ده خو راځی خویندو وروڼو  چه له داسی شفاهی ویناګانی نه چه په زړه  یو او  په خوله کی  بل ووسو  تیر شو  او په  عمل کی  ور وښا یو چه مونږ افغانان څرنګه چه په دښمنی کی ماهر او تکړه خلک یو  په دوستی کی هم  د چا نه کمه  نیو . په هر ځای کی چه پراته یو لاسونه سره یو کړو د اتحاد او همدلی ژوند ته صفا او صدق ور وبخو ، کینی عداوت شا ته وغورځو  ، له د ډیر بی ارزښته او زهر جنو خبری چه باعث د جلا توب او ترهګری ګرځی لاس واخلو او ځانونه خپل خلکو ته  د تشو یق   او ترغیب نمونه وګرځو. په خلکو کی با ور او اعتما د یو پر بل با ندی  کوم  چه  په دی  ورستیو  د جنګ په دری لسی دوروکی له مینځه تللی ده را پیداکړو . او ووایو چه  موږ د یو امن او سوله  ایز ژوند په اړوند چه به کی  د زړه له کومی مظبوطه ، پوهمنده او راسخ  تصمیم وجود لری  غوښتونکی خلک یو . چه په دارنګ عمل خپل وشو  کولی چه  په سلا او متحد  ه  مشور باندی  د اطمنان او باور په لرلو اجنبیان له خاوره په عزت او  ابراز امتنان رخصت او د هغوی ځایونه د ښاوری په ساتلو خپل له ویاړه ډکه ځوانان  وګمارو . تر سو د دغه ناروا ټوپک دارانو چه د شخصی ګټی په خا طر وطن په  کنډ ولو  بدل  کړیدی ، د قتل او قتا ل چور چپاول  سبب  ګرځید لی دی او ګرځی  ځانونه او هیواد  وژغورو  ، لکه رشتینی  بچیان  ددی  هیواد په ابا دی عمرانی  په ګډ  او تاوده  زړونه  ملا وتړو چه د یو سپیڅلی او ښایسته  مخ په وړاندی  او نامدار  افغانستان خاوندان وګرځو . ا مین

 

                       که د ملک په ورانی کړی ګوت وهنه ناکسی بوله

                       د وطن  ا بو  دا نه  ده  پی حرام ، پی  ننګی  بوله

                       په  یوا لی  موټی توب  و ینم  ستا  ښکلا  ا و بری

                       چه  نه  منی  د ر سره   د ا، ضرور غلیمی  بو له

                       کړ کیچنه دنیاګی کی، خلکو ژوند شو ځان ځا نی

                       وایی حکمی چه هڅی په یوا لی ، خواخوګی  بوله

 

                                                         په درناوی

     


بالا
 
بازگشت