فاروق فردا
لمر څانګې
کلي کې تېر کال د سپرلو استازی
د چا د هيلو د ګلپېغلې تش په تشه ننداره ونکړه
د شنو سترګکو په ګلپاڼو يې ښه ونازاوه
او د هغې د ګريوانه د ريښکو
پر يخ وهلي تڼۍ
د نظر شنې څاڅکي يې تويې کړلې.
چې د ګلپيغلې له سينې نه د شنو مچو د پړقاوو زمزمي پورته شوې.
پر کنګلونو د لمرونو څانګو سېوری وکړل
ځمکې د پرخو د موسکاوو د ځلا له پاره
ګلغېږه پرانيستله
خو پرې را وورېدل
د سرو ګلپاڼو قاتلانو د ږلۍ په شانې.
وېلې زموږ حيا ته سپکه وشوه
او زموږ په مخ کې شريعت(!) مات شو .
د پسرلي قاصديې
دشنې مچکې د ګناه په تور په تورو کاڼو وويشتلو
تيارو د خپلو تورو څڼو پر وزرونو خدازده
هغه يې چېري بوته؟
ګلپېغله بلاربه ګرزي
او ټولوي ټيکري کې
هغه تور کاڼي چې سره شوي دپېغور په وينو.
خو ژمی وينو اوس هم
ږمنځوي د چا دهيلو دشپو
دتورو زلفو ولونه
او اوربلونو ته يې
د کنګلونو له غونډارو نه ګلان جوړوي.
د کب مياشت ١٣٨٥ کابل