فاروق فردا

مسکو  اپرېل ٢٠٠٧

غزل

پر كږ ليچونو به راوليـــــږو ډيوې بلې ســــــــــــــــــــاتو

د شپو له زړونو نه تېــــــرېږوډيــــــــــــــــــوې بلې ساتو

څوك مو جبونه څوك مو زړونه څـــــوك ماغزه لټوي

د غلــــــــــــــو په كلي كې او ســـــېږو ډيوې بلې ساتو

تياره محفـــــل كې له ډيــــــــــــــــوو سره په دار وختو

موږ د ډيوو په سر مړه كېــــــــــــــــږو ډيوې بلې ساتو

ستوري شهيد بې قبره ګرځو خو قاتل مو ورک دی

لمر ته له لارو نه خــــــــــــــــــــــــندېږوډيوې بلې ساتو

موږ د آســــــــــمان په شان دزړه لمنه شـــــــــنه ساتله

اوس ترې باران په شان ورېږو  ډيـــــــــوې بلې ساتو

 

غزل

ومې ليـــــــــده راغلــــــــــه د پلو څنډه يې شاته کړه

ماهـــــــم دکلونو د نظـــــــــــر تنــــــــده پرې ماته کړه

ما چې پکــــــــــې نه ويني له خاله ورنـــــــــږدې يمه

ته ورته ای خدايه د ښکلا هينــــــــــــــداره ماته کړه

تېر ځل دروازې نې  (* )د نظــــــــر په کاڼو وويشتم

مور يې شوه په قاره خپــــــله لور يې زر کلا ته کړه

ما مې د زړه وينې په  منګول کې ورته تويې کړې

دې د سترګو جام کې له يو ګـــوټ سره هوا ته کړه

ما له لېــــــــــــــــونتوبه د مچکو سين کې ډوبه کړه

دې وېلې آشنا پر لېــــــونتوب دې څه ورزياته کړه

*نی د نه يې مخفف.

 

غزل

چا وې  د  خدای دمخ له نـــــــــوره ورېدلي پېــــــــغلې

پر مخ دزمکې  زموږ تر غـــــــــــــېږې رسېدلي پېغلې

د پېغلو سترګې د جنــــــــــــــــــــــــت دنعمتو نښې دي

تر موږه مخکي په خپل  خوب کې چا ليدلې پېغلې

زما څنــــــــــــــــګل ته يو ځل وګورۍ چې څه نه وايې

خواږه خوبونه په وارونو پــــــــــــــــــرې ليدلي پېغلی

نن د آدم او د حوا کيســــــــــــــــــــــــې چې نه کوو موږ

ځکه  زلمو نه هرې  لورې ترهــــــــــــــــــــــېدلي پېغلې

پخوا د سترګو په ليندو د ســـــــــــت په کاڼو ويشتم

اوس د پلو لاندې په مچو شرمــــــــــــــــــېدلي پېغلې

خدای مو قبوله کړه د پېغـــــــــــــــلو  د باران پوښتنه

چې هرې لورې ته اوس ګورو غــــــــــوړېدلي پېغلې

  

پسرلى

اوه،

څومره ښايسته يې پېغلې؟

 خدای دې نظره مكړه

زلفې دې شنې

  سترګې دې شنې

 والۍ دې شنې

شينكی پړونی دې له ملانه تاو دى 

اوه

څومره ښايسته او زرغونه يې پېغلې!

زما په زړه كې خو دې شنه مينه را كرله.

پوهېږې؟زموږ كلي كې

لكه چې ته يې داسې هيڅ شى نشته

ولې سپېرې سپېرې دي

ونې سپېرې

دېرې سپېرې سپېرې دي

ژبى سپېرې دي زموږ

سپېرې خبرې كوو

سترګې سپېرې دي زموږ

يو بل ته ستړي په سپېرو سپېرو كتلو شولو.

ته راته ووايه چې نوم دې څه دى؟

- نوم مې؟

زه دسپرلى پېغله يم

هركال راځم

پردې ښارونو او پر كليو ګرځم

پر خلكو شنه شنه سوغاتونه ويشم.

- د پسرلى پېغله ده!!!!!

د پ

         س

                   ر

                            ل

                                      ي.

(زموږ په کلي کې د شنو خنداوو نښې نشته

زموږه ميندې زړې شوي ندي

خو تور ټيکري له سره نه بدلوي.

دغه څو کاله کې چې زه پوهېږم

زموږ پر کلي د خندا او د خوښيو وچکالي راغلې

موږ د رنګوو سين کې،

لمبا خو څه چې مخ او لاس لاتازه کړي ندي

ځلمي،د شنو ټيکريو لاندې

زموږ دکلي د نيمزالو او د پېغلو د مستيو او خنداوو د پړقاوو

د ليدو او آورېدو خوبونه هم هېر کړي.

د پېغلو سترګو د ځلميانو شنو سترګکو پسې لارې وکړې

شنه دسمالونو کې  تاو کړي، يوه هينداره،شنه خالونه،په مريو ښکلې شوې د رنجو کڅوړه

پېغلې د کلي د ويالې  غاړه کې بيا نه مومي

او په  پلو کې دمنګي تر لاندې

د مور له سترګونه يې نه پټوي.

که چېرې دا راشي زموږ کلي ته....) 

يه شنې لمنې پېغلې!

تا ته لمنه در وړم

ستا له لمنې نيسم

تازده والله ووايه

زموږ دكلي خواته كله راځى؟

 

 


بالا
 
بازگشت