بشيرمومن

 

 

د تير ١٣٨۴ کال مهمو واقعاتو ته يوه لنډه  کتنه 

 

تير١٣٨٤ هجري لمريز کال د ډيرو پوهانو له نظره يو بد مرغه او د نا خوالو څخه ډک کال وه . په دغه کال کي ډير بي وزلی  انسانان ووژل شول او ډير نوريى تباه او برباد شول . دځينو زورآورو خلکو د  اګايستي سياستونو په نتيجه کي ، او دخداي او دهغه ددين په نوم د ډيرو مظلومو  انسانانو ژوند د خاورو سره خاوري شول ، چي نه يي  له خدايه شرم وکړ او نه يي د خلکو دهيلو پروا وساتله ،  دغه کال رښتيا هم چي  يو ځانګړۍ  کال وه،په ختيځه او جنوبي آسيا کى د سونامي طوفان،د امريکا په متحده ايالاتو کى پر له پسي ګڼ شمير طوفانونه ، په  کشمير کي د سختو زلزلو ټکانونه  او تلفات ، په افغانستان او عراق  کي پرله پسي جګړۍ  ، داټول هغه څه ؤ چي دغه  کال ته يي د بد مرغۍ لقب ورکړۍ   همدا شان له بلي خوا موږ دلته په لويديځه نړۍ او اروپا کي هم د ځينو تروريستي پيښو شاهدان ؤ ، د لندن په زړه ( د ريل ګاډو په تم ځاي  )کي بمي چاؤدنۍ چي ټوله نړۍ او په ځانګړي توګه اروپا يي هيوادونه ي و لړزول او دغه انساني او بشري  ضد عمل په ډاګه کړه چي ګني د نړيوال تروريزم او د افراطي اسلام  او له خشونت نه ډکو مذهبي حلقو پلويانو د ډير پخوانه په ټوله  اروپا او په ځانګړي توګه د اروپا په  لويديځه برخه  کي ځاي نيولۍ دي .  چي دلندن چاؤدنو  د نړۍ ټول سياسي کتونکي او څيړؤنکي  هک پک او حيران کړل .  په دغي کال کي موږ په اروپا کي د تروريزم د خپريدلو شاهدان ؤ ، له بلي خوا په فرانسه کي  د يوۍ  داسي لوي او بي ساري  بلوا شاهد ؤ چي د فرانسي د انقلاب او دويتنام له جګړۍ وروسته يي په ټوله نړۍ کي سارۍ نه ليدل کيده او دفرانسۍ چارواکي يي دي ته اړ ايستل چي د پاريس په لوي او تاريخي ښار کي پوځي حکومت اعلان کړي. د پاملرني وړ خو دا ده چي  د دغو مظاهره کونکو ځوانانو ، پلارونه او ميندي تر دوه نسله  لا د وړاندۍ فرانسي ته را کډه شوي  وه  ، او زيادتره يي د شمالي افريقاي اوعربي هيوادو څخه راغلي کډوال  دي .  خو  د دغه ټولو دلا‌ءيلو او عواملو تر څنګ  بايد  د نفوسو زياتيدل، بيکاري، بي وزلي او په اروپايي هيوادونو کي  د افراطي اسلام نشر کيدل هم له پامه ونه غورځول شي  چي دغه لاملونه  کولي شي په  ډيره  آسانۍ سره  ځوان نسل  په حرفوي  ترورستانو بدل کړي. امريکايي ورځپاڼۍ  نيويارک ټايمز په خپله يوه ګڼه کي د تروريزم ضد منابعو په حواله ليکلي دي چي د  افغانستان  خاوره نور د تروريزم او ترهگر‌ۍ د روزني ځاي نه ګڼل کيږي  بلکه د امريکا دمتحده ايالاتو له لورى پر عراق د يرغل وروسته   عراق د نړيوال تروريزم يو لوي مرکز ګرځيدلۍ دى  . د سياست پوهانو او سياسي کتونکو له نظره  که افغانستان د ترورستانو يوه مدرسه وه . اوس عراق د هغوي لپاره ديوه لوي پوهنتون حيثيت لري. سره له دي چي اسامه بن لادن او  ايمن الظواهري  يعني د القاعده مشرتابه لا تر اوسه هم  د افغانستان او پاکستان په غرنيو پولو کي پټ شوي دي  خو بياهم دا عراق دي چي د تروريزم لپاره په يوه لوي مرکز اؤښتۍ دۍ .   بايد وويل شي چي په  د امريکا اؤلس  د اؤلس مشر بؤش له لوري   په عراق باندي يرغل پر دوؤ لويو دليلونو ؤمانه . لمړۍ : داچي ګنى د عراق رژيم  بيولوژکي وسلي لري   دوهمه: داچي د عراق امنيتي مقامات  نيغ په نيغه د پر امريکا باندي د سپتامبر د يؤلسمي د پيښو  سره اړيکي درلودي .  خو وخت او پلټنو وښودله چي نه خو عراق بيولوژکي وسلي درلودي  او نه هم  صدام (( خواره کي )) د القاعده د سازمان  سره کومه اړيکه درلودله  . خو اصلي خبره دا وه  چي  د نړي ارباب

( دامريکا متحده ايالاتو)  لپاره  د صدام درژيم  اکټونه او کړه وړه نور د زغم وړ نه وؤ. نو ځکه خو يي  د هغه لرغوني او فلکلوريک متل څخه په الهام   پري ورودانګل چي ګني  (( زه ما پيشو او ماته ميؤو )) . خو له ټولو مهمه خبره دا ده چي د همدغه  کال په اوږدو کي د  امريکا متحده ايالات  په دي قانع شول چي له عراق څخه خپل پوځونه اوباسي  ، دا چي کله او څه وخت به دغه د وتلو عمليه سر ته ورسوي تر اوسه هم  د بحث وړ خبره ده. همدا راز په دغه  کال کي د بشري حقونو څخه د سرغړونو شميرهم زيات شوي دي ، خو د حيرانتيا وړ خبره دا ده چي امريکا  ځان د بشري حقونو او دموکراسي ټيکه دار او ساتونکي ګني خوپه عمل کي ،امريکايي عسکرو په ګوانتانامو ،عراق او افغانستان کي، داسي خونړۍ او دردؤنکي  څيره نړيوالو ته ور ښکاره کړه  چي دبشر د حقونو  د ځپلو په ټول تاريخ کي يي سارۍ  نه ښکاري چي د همدغه کال په اوږدو کي  ډير بي ګناه خلک په افغانستان  ، عراق او نورو هيوادونو کي دنړيوال تروريزم پر ضد د مبارزي تر نامه لاندي په بي رحمانه تؤګه   ووژل شول، او په وار وار د افغانستان د واکمنانو سره د مشورۍ پرته پر کليو  او بانډو دناببره يرغل په ترځ کي  د خلکو ودونه او د خوشحالي محفلونه  بمبارد او د خاورو سره خاوري کړل . همدا راز په تير کال کي دشخصي  بندي خانو او زندانونو د له شرمه ډکه او  خونړۍ ماجرا  چي امريکايي لښکرو  په   افغانستان کي په خپل سر  جوړ کړي او هلته يي په غير انساني ډول خلک شکنجه کړي ؤ  او تر دي چي د جنسي تيريو خبرونه يي په نړيوالو مطبوعاتو کي هم  خپاره شول  تر ټولو زيات د نړيوالو او بشري حقونو د سازمانونو پام ځان ته را آړولۍ ؤ . د يادوني وړ ده  چي افغان ولس د خپلي بيوزلۍ او د راز ، راز بد مرغيو   په درلودو  امريکيانوته سترګي په لار وه اوداسي يي ګڼله چي ګني  روسانُ خو سره کافران دي خو امريکايان خوبه يو څه خداي تعالي ته ور نږدي وي  خو د وخت په تيريدو سره ژوند بل څه په ډاګه کړل ، اوس خو  داسي ښکاري چي دوي له لوط عليه السلام  سره يو څه  خپلوي لري او ددغه خپلوۍ اړيکي  هم په خلاص مټ پالي !!! ،دا ځکه چي زياتره  امريکايي پوځيان هم لکه د لوط (ع)قوم  پر نارينه  ( مذکر) ور دانګي. !!    دا لاندي تصويرونه    چي ددغو پورتنيو خبرو عيني مصداق ګڼلاي شي   په نيويارک ټايمز، تلګراف ( هالند)او شپيګل(جرمني ) مجلو کي د همدي کال په اوږدو کي خپاره شوي دي . د يادوني وړ ده  چي داتصويرونه  يوازي په عراق پوري اړه لري

دا تصويرونه ده ابو غريب ده ډار نه ډګ جيل څخه اخيستل شوي دي ، ده امريکا دولت واۓ چي داده يو څو نفرو کار دي .  

 

 

 

 

 خو جنايي پلټني او تحقيقات بل څه په ګوته کوي  ، هغه دا چي امريکايان دصدام حسين له پخواني وحشتناک او خونړي  زندان څخه استفاده کوي او هغه يي په  راز ، راز د شکنجه کولو په وسايلو  سمبال او د اقرارولو او شکنجي پر  ځاي يي  آړولۍ دي                                                 

.

 

 

 

 

تر اوسه چي کوم تصويرونه په نړيوالو د خپرندوي په وسايلو کي خپاره شوي دي  يوازي هغه شمير  لوڅ او بربنډ  تصويرونه دي چي د برقي شوکونو او نور وحشتناکو حالتو نوڅخه  د اقرار په منظور آخستل  شوي دي. امريکا يي مقاماتو ځان بيخبره اچولۍ خو مطبوعاتي مؤثق رپوټونه څرګندوي  چي دا راز کړه وړه  بايد تر سخت  کنترول او څارنۍ  لاندي ونيول شي.خو د تاګوبا د زندان عمومی رئيس وائي چي دا سي کړنۍ دامريکا دامنيت د سازمانونو  يو عادي اوورځنيز ( روزمره ) کار دي .  د امريکايي پوځيانو له لوري  د دي وحشيانه  او زړه بوږنوؤنکو اعمالو د ترسره کيدو  چي ور تير شو، تير کال د سوهارتو ( د اندونيزيا پخواني دکتاتور ) د کودتا د ٤٠ مي کاليزي سره برابره وه، البته دغه کودتا د امر يکا د متحدو ايالاتو د جاسوسۍ د سازمان ( سيا )  له خوا  تر سره شوي وه. چي د هغي په نتيجه  کي پنځه سو ه زره (٥٠٠٠٠٠) کمونستان د سوهارتو دپلويانو لخوا ؤوژل شول. په دي توګه دغه ( ١٣٨٤ ) لمريز هجري کال د خونړي ديکتاتور پل پـت د قدرت ته د رسيدو دد يرشمي کاليزي سره مصادف ؤ . څرګنده ده چي تاريخ به هيڅکله هم د پل پت او د هغه د پلويانو بشري ضد جنايات له ياده ونه باسي . پل پت او د هغه د پلويانو واکمني چي د تمدن او  ښاريتوب ( شهري ژوند) سره يي کومه دښمني ښودله اصلي مقصد يي د ټولو وګړو څخه د بزګرانو او دهقانانو جوړول ؤ او د پل پت واکمنۍ چي پوره څلور کاله يي دوام وکړ لږ تر ل يومليون اوه سوه زره بي ګناه وګړي يي په بي رحمانه توګه اعدام او يا هم د شاقه کارونو په ترځ کي يي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي

همدا راز ميرمن رزا پارک  تورپوستي امريکا يۍ ميرمن  هم  تير کال  د  ٩٢ (دوه نوي) کالو  په عمر له دغي دنيا نه سترګى پټى کړي . دا هغه څوک وه چي نيمه پيړي پخوا ، هغه وخت چي حاضره نه شوه ،د سپين پوټکو  له برخي نه ( البته په سرويس موټر کي)  پورته شي   ، چي د دي غه عمل يو هغه  لوي انقلاب را مينځته کړ چي ورسته له دکتر مارتين لوتر کينګ له  خوا رهبري  او بالاخره د هغه پراخي اوږدۍ   مبارزي په نتيجه کي چي مير من روزا پارک يي بنسټ ايښۍ ؤ دنژادي تؤپير د له مينځه وړلو سبب شوه . نو ځکه خو د پورتنيو او نورو راز ، راز غميزو په بنسټ تير کال دطبيعت او خونړيو قدرتونو تر مينځ د سيالۍ او مسابقي کال ګڼلاي شي . اوس به د ناخوالو او غميزو پر لړۍ برسيره په دغه کال کي د ښځو په نړۍکي بي ساري برياليتوبونو ته هم لږه څه اشاره وکړو  .زموږ  په ګران هيواد  افقانستان کي دلمړي ځل لپاره د نوي اساسي قانون پر بنسټ په سياسي او اجتماعي ژوند کي د ګډون حق ور کړ شو چي په دي تؤګه يي  په ملي شورا ( پارلمان ) ؤلسي جرګه او مشرانو جرګه کي تر اتياؤ  (٨٠) زياتي څوکۍ تر لاسه کړي دي. د همدغه  نوي اساسي قانون پر بنسټ  د څلور برخو  څخه  يوه برخه يي  ښځوته په پام کي نيول شوي ده .               

همدا ډول پر لمړي ځل په ليبريا کي  يوه  مير من« الن جانسن سرليف» د هغه هيواد د اؤلس مشري  په تؤګه وټاکل شوه. تر ټولو زياته د حيرانتيا وړ د « دؤرۍ » يا شلاق په ټا ټوبي( په سعودي عربستان کي) چيرته چي شرعي او مذهبي  نظام  د ښځو د لمړنيو حقونو د له مينځه وړ لو په بڼه حاکم دي دلمړي ځل لپاره يوي ميرمني د سوداګرۍ د اتاقونو د مديره  هيات  ته لاره پيدا کړه . ددي سره سره چي لا تراوسه هم څرګنده نده چي دغه سعودي ټباره  ميرمني څنګه دغه څوکۍ تر لاسه کړه؟آيا دا د کوم باندني فشار په نتيجه کي ؤ او که نه په سعودي حاکم نظام  کي  د اصلاحاتو د لړۍ يوه برخه  وه . خو هر څنګه چي وي دغه کار يو نيکمرغه او مثبت ګام بللي شي .                                            

_ همداراز ميرمن مرکل د المان د مسيحي دموکرات ګوند مشره  هم  دالمان په ټول تاريخ کي لمړي ميرمن  ده چي د لمړي وزارت څوکۍ يي تر لاسه کړه او دغه  مقام ته د رسيدو په مؤخه يي تر ټو لو زياتي   راۍ  وګټلي .  همدا رنګه د جاپان دولت او چارواکي  غواړي چي يو نوي داسي اساسي قانون تسويد او تصويب کړي چي د هغي په بنسټ  نجوني  هم وکولاي شي چي د امپرطوري   وارثاني شي  د جاپان د اساسي قانون له مخي د امپرطوري ميراث يوازي  د نارينه اولاد حق ګڼل کيده.    او په پاي کي د چيلي  د جمهوري رياست په ټاکنو کي د  ميشل با شلت برياليتوب ؤ چي پلار يي د چيلي په هوايي پوځ کي  د جنرالۍ پر څوکۍ دنده ترسره کوله او د هغه هيواد د پوځي ديکتاتور پنوچيت لخوا وژل شوي ؤ چي وروسته ميرمن ميشل استراليا ته په کډه کولو مجبوره شوه او هلته يي د طب په برخه کي خپلۍ زده کړۍ پاي ته ورسولي او هيواد ته په راستانيدو لمړۍ د طب دډاکتري په تؤګه په کار ؤګمارل شوه او وروسته چي د ښځو د حقوقو ديوي جدي فعالي په توګه راڅرګنده شوه او د جمهوري رياست د انتخاباتو د پايلو په راڅرګنديدو د چيلي په ټول تاريخ کي د لمړنۍ ښځي په تؤګه دجمهوري رياست مقام ته ورسيده . او په دي توګه يي نه يوازي دځان په ګټه  بلکه د چيلي د ټولو مبارزو ښځو او نارينه ؤ په نماينده ګۍ ستر وياړونه تر لاسه کړل او په دي توګه د ميرمن ميشل برياليتوب د چيلي په تاريخ کي د ټولو مظلومو ښځو او نارينه ؤ کلک برۍ ګڼلاي شو .   بر سيره پر دۍ په دغه کال کي د غزۍ له تړانګي څخه د اسرايلي پوځ وتل ؤ چي معاصر تاريخ ته يي ځانګړي ښکلا وراؤ بښله  دا ځکه چي پوره څلويښت کاله وروسته يي دفلسطين له خاوري څخه ګرد چاپيره يوه بين المللي او نړيواله کرښه را تاؤکړه   له څلويښتو(٤٠) کالو وروسته  فلسطينيانو  وکولاي  شول  چي يو نړيوال او بين المللي ليکه تر لاسه کړي ترڅو د مصر عربي جمهوريت د « رافه » سيمي له لؤري له  نړۍ  سره اړيکي ټينګي کړي.. دغه سيمه چي رافه نوميږي او د فلسطين هيواد د مصر پر پولو د بهرنۍ نړي سره نښلوي . ديادوني وړده چي په دغه عمليه  او د پوځ په وتلو کي د اروپا  او په ځانګړي توګه  د اسراءييلو د لمړي وزير ښاغلي  شارون نقش د پاملرني وړدي. همدا ډول  د تير کال په وروستيو کي د فلسطين د مقاؤمت غورځنګ (حماس) د سوله ايزو او دموکراتيکو ټاکنو په نتيجه چي د نړيوالو څارؤنکو ترکلکي  څارنۍ لاندي تر سره شول بي سارۍ برۍ تر لاسه کړ . او دامريکا دمتحدو ايالاتو پخواني اولس مشر جمي کارتر  چي ددغه ټاکنو د څارني او نظارت دنده يي په غاړه درلوده د نوموړو ټاکنو د پايلو د اعلام په مهال ؤويل چي ټاکني ، پاکۍ او د هر ډول درغلۍ څخه خوندي وۍ . او د فلسطين د مقاؤمت غورځنګ (حماس )ته يي نوي او جدي مسؤليتونه ور په غاړه کړل . تر څو وکولاي شي د پوهي او عقلانيت له مخۍ دفلسطينيانو په روان او دموکراتيک بهير کي ونډه واخلي . او د جنوبي افريقا د پخواني مشر ښاغلي  نلسن ما نديلا په څير د فلسطين له خاوري  څخه هم د غچ آخيستنۍ او انتقام ريښۍ او باسي . او د فلسطين د ځوريدلي ملت او خلکو روا او مشروع ګټۍ په پام کي ونيسي . او بل لوري ته اسرايلو او د امريکا متحدو ايالاتو او اسرائيلو  ته هم پکار ده چي د اولسونو روا حقونه په ځانګړي توګه د فلسطين د بيوزلي ملت ګټي او کړاؤنه په پام کي ونيسي . 

 همدا راز د اروپايانو او نوري نړۍ  د فشار له مخي د ترکيي اسلام پلوه مشر رجب  اردوغان د کردانو په هکله په خپلو سياستونو او پاليسيو کي  يو څه نرم والۍو ښود نوځکه خو ښاغلي  اردوغان د ترکيي لمړي وزير ځينو کرد ميشته سيمو ته  سفر وکړ او هلته يي د کردي مشرانو سره وليدل هغه د رپوټونو له مخي د خپلو خبرو په ترځ کي په ډاګه وؤيل چي  دا نور ګناه نه ګڼل کيږي چي يو کردي ووايي  چي ګني زه يو کرد او د ترکيه تبعه يم . (داسي څرګندونۍ  پخوا منع او سخت جرم بلل  کيده ). څه موده وروسته د کردانو سياسي مشر عبدالله  اوجلان  د ترکيي له يوه زندانه چي په زياتره مطبوعاتو او خبري رسانو کي يي پراخ انعکاس ؤموند دترکيي دهيواد د ځمکۍ پر تماميت او يووالي باندي ټينګار وکړ او يوازي د ترکۍ په اساسي قانون کي يي د بدلون غوښتني له مخي  د لږکيو او اقليتونو د حقوقو د په رسميت غوښتنه وکړه  . له دغو ټولو دا په ډاګه کيږي چي د کردانو له مشرانو په ځانګړي توګه د ښاغلي اوجلان سره د خبرو اترو د تر سره کولو پرته د ملي مسائلو د حل لاره نه تر سترګو کيږي .   په پاي کي تر ټولو  مهمه  خبره دا ده چي په تير کال کي له څه د پاسه ديرشو کلو  جنګونو او  جګړي نه وروسته  د افغانستان د جمهوري رياست  او ملي شورا     

( ؤلسي جرګي او مشرانو جرګي ) لپاره  ټاکني تر سره شوي . هسي خودا ټاکني د ډيرونيمګړتياؤ سره مل وي خو بيا هم په افغانستان  کي د دغه ډموکراتيک عمل  ترسره کول  يو لوي ګام ګڼل کيداي  شي ،خو له دي سره ، سره  تير کال د ؤلس مشر کرزي  لپاره هم چنداني ښه او نيکمرغه  کال نه شي ګڼل کيداي . دا ځکه  هغه ټولي  هيلي او آرمانونه  چي د افغانستان  خلکو د اؤلس مشر  ښاغلي کرزي څخه  درلودي او هغي ته سترګي په لار وؤ هغه  ټول دخاوري سره خاوري شول .  .ښاغلي کرزي ددي پر ځاي چي  د افغانستان د بيوزليو خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کلکه پاملرنه وکړي ، خپل ټول وخت يي د ټوپک سالارانو او  جنګسالارانو سره په چانو وهلو تير کړ. او د ځينو خود غرضه ډلو ټپلو په اشارو يي ورځ په ورځ ځيني  پاک او مسلکي کدرونه لکه  ښاغلي اشرف غني احمد زۍ  ، ښاغلي رمضان  بشردوست ،.ښاغلي عبدالحميد مبارز او داسي نور په لسګونو سپيڅلي او دکار وړ کسانو پر مخ دکار او همکارۍ فضا دومره را تنګه شوي وه چي يا خو له کاره ګوښي کړاي شول  او يا هم په خپله يي  د افغانستان له دولت څخه  ځانونه  ګوښه کړل  ، هغه زموږ د خلکو فلکلوريک او عاميانه  متل چي ګني  ( دا وړۍ به هيځکله هم  شړۍ نه شي)) زموږ د هيواد پر وضع ټينګ دلالت کوي .   په دي ډول په مجموع کي تير١٣٨٤  لمريز هجري کال د نيکمرغيو او ياخوهم په نا خوالو سره  پاي ته ورسيد. نو په اخير کي هيله کيږي چي نوي کال دي يو مبارک او نيکمرغه کال وي د نړي د ټولو انسانانو  او په ځانګړي توګه د افغانستان د جنګ ځپلو خلکو لپاره  د نيکمرغۍ زيرۍ له ځانه سره راوړي  .  همداراز هيله کيږي  هغه بيوزلي او نارؤغ  انسانان چي په ګيله ايزو او مالياخولياي افکارو کي ډوب  دي ، دنوي کال په بر کت دي لوي خداي  هغوي هم  په صراط المستقيم هدايت او له  دغو روحي امراضو نه دي  شفا ورکړي   .


بالا
 
بازگشت